جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهحس/ اجمل پسرلی

حس/ اجمل پسرلی

د مور تر مړینې وروسته یې د لومړي ځل لپاره د هغې د کوټې ور پرانیست. په کوټه کې د دیوالي ساعت ټک ټک و، هوا دپه وه. سپینه پرده یې کش کړه. کوټه رڼه شوه. هرڅه همهغسې منظم و، لکه درې اونۍ مخکې چې یې مور سره سم کړي وو.

 مخامخ پر دیوال راځوړند ساعت ته ځير شو، له اوو دیارلس تیرې وې. موبایل یې له جیبه راوایست. له اوو څلرویشت تیرې وې. چوکۍ یې دیوال ته ودروله، ساعت یې راښکته کړ. المارۍ یې پرانیسته چې ساعت ته بیټرۍ پیدا کړي. په المارۍ کې یې د مور پر جامو لاس تیر کړ. پوزه یې کش کړه، بله المارۍ یې پرانیسته، هلته یې جامې بوي کړې. سر یې وخوځاوه له کړکۍ سره پر هغې چوکۍ کښینناست چې مور به یې ډیر وخت پرې ناسته وه د کړکۍ پر ژۍ به یې خپلو ګلانو ته کتل.

له دهلیزه یې د مور غږ تر غوږو شو، اوچت پاڅید، میز یې پر پښه ولګید. د میز له سره یې د مور عینکي لاندې وغورځیدې. یوه شیشه یې وخته. عینکي یې پر تخت کیښودې، دهلیز ته ووت، هیڅوک نه و.

 په بدنۍ (کوزه) کې یې اوبه راواخیستې، بیرته کوټې ته راغی. په کړکۍ کې ایښي ګلان مړاوې ایسیدل. د یوه ګل وچې پاڼې ته یې ګوتې وروړې، هغه ودوړیده. د ګلانو په بیخ کې یې اوبه وڅڅولې، بدنۍ تشه شوه. د یوه ګل په ډډ کې یې پر راشنې لښتې داسې ګوتې تیرې کړې لکه مور چې  به یې په ژوندوني شنه بوټي نازول. د کړکۍ پله یې ټیله کړه، شاته یې مخ واړاوه…

المارۍ خلاصې وې، میز کوږ شوی و، د عینکو یوه شیشه پر توشک پرته وه، له ساعته بیټرۍ ختلې وه….

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب