Homeداسې هم شتهساینسد موبایل د بېټرۍ له چارحه به خلاص شئ

د موبایل د بېټرۍ له چارحه به خلاص شئ

  آغاملوک سهار

 د واشنګټن پوهنتون یوه ډله طراحان په دې بریالي شول چې د داسې موبایل لومړۍ نمونه جوړه کړي چې بېټرۍ ته ضرورت نلري، دا موبایل د اړتیا وړ انرژي له هغو راډیویي څپو څخه ترلاسه کوي چې په شاوخوا کیې یې وي.

طراحانو د دې موبایل ټولې برخې له سره ډیزاین کړي چې کمه انرژي مصرف کړي، حتا د غږ لیږدونکي یې هم له ساده انالوګ غږلیږدونکي څخه ده.

طراح ټیم په دې باور ده چې د موبایل د BTS آنتنونه به د راډیویي موجونو د منبع په توګه وکاروي، دا نمونه کاملاً ساده ده، یو د LED کوچني څراغ لري، تر اوسه کوم سکرین نلري، خو طراحان وایي په راتلونکي کې به د [E-ink] جوهر الکترنیک په اساس یو وړوکی کم مصرفه سکرین ور زیات کړي.

که دا طرحه په مکمله توګه بریالۍ شوه نو د ټکنالوژۍ مارکیټ په تیره بیا موبایل به یوه بل نوي پړاوو ته ننوځي، ځکه اوس د موبایل لویه ستونږه چارج ده.

دا هم په لمریزه انرژۍ د موبایل ټېلفون چارحېدونکی پوښ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...