کیله د روغتیا لپاره ګټوره مېوه ده او د پخېدو د بېلابېلو پړاوونو له مخې یې غذایي ځانګړتیاوې هم بدلېږي. شنې کیلې په ډېره اندازه نشایسته لري، ژېړې کیلې نسبتاً ژر هضمېږي او هغه کیلې چې نسواري داغونه ولري، ښايي د ځینو انټياکسیدانټونو کچه یې لوړه وي.
په هر پړاو کې کیلې کاربوهایډرېټ، فایبر، پوتاشیم، ویټامین بي۶ او ویټامین سي لري؛ خو له پخېدو سره د کاربوهایډرېټونو بڼه او په بدن کې د هغو د هضمېدو چټکتیا بدلېږي.
شنې کیلې د کولمو لپاره ګټورې دي:
اومې یا ناپخې شنې کیلې زیاته مقاومه نشایسته لري. دا ډول کاربوهایډرېټ په وړو کولمو کې پوره نه هضمېږي، بلکې غټو کولمو ته رسېږي، چې ګټورې باکتریاوې یې تجزیه کوي او د هاضمې د سیستم لپاره ګټور مرکبات تولیدوي. مقاومه نشایسته د کاربوهایډرېټونو هضم ورو کوي او له همدې امله د شنو کیلو له خوړلو وروسته د وینې د شکر کچه ښايي ورو لوړه شي.
نیمه پخې شوې کیلې منځنی انتخاب دی:
هغه کیلې چې تازه په ژېړېدو پیل کوي (تازه په ژېدو کېږي)، لا هم یو څه مقاومه نشایسته لري، خو د شنو کیلو پرتله نرمې او خوږې وي. دا پړاو د ګټورې نشایستې او اسانه هضمېدو ترمنځ ښه توازن رامنځته کوي.
ژېړې کیلې ژر انرژي برابروي:
کله چې کیله پوره ژېړه شي، ډېره برخه نشایسته یې په ساده شکرو لکه ګلوکوز، فرکټوز او سکروز بدلېږي. له همدې امله ژېړې کیلې نرمې، خوږې او ژر هضمېدونکې وي او تر ورزش مخکې یا وروسته د چټکې انرژۍ ښه سرچینه ګڼل کېدای شي.
د نسواري داغونو لرونکې کیلې انټياکسیدانونه لري:
که کېله ډېره پخه شي مقاومه نشایسته یې کمېږي او خوږوالی یې زیاتېږي. په همدې وخت کې د ځینو انټياکسیداني مرکباتو، لکه فینولیک او فلاوونویډونو، کچه هم لوړېدای شي. دغه مواد له حجرو سره د اکسیدې کوونکي فشار له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو په کمولو کې مرسته کوي.
په مجموع کې، د کیلې د پخېدو هېڅ یو پړاو د ټولو خلکو لپاره تر بل غوره نه دی. شنې کیلې د کولمو او د وینې د شکر د نسبتاً ثابت ساتلو لپاره، ژېړې کیلې د ژر انرژۍ لپاره او ډېرې پخې کیلې د ځینو انټياکسیدانونو د ترلاسه کولو لپاره ګټورې دي. د روغتیا لپاره تر ټولو مهمه خبره د خوړو اندازه او متوازنه غذا ده.