یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اکتوبر ۱۵ د محمدظاهر شاه د زوکړې ورځ

د اکتوبر ۱۵ د محمدظاهر شاه د زوکړې ورځ

تاند- محمدظاهر د ۱۹۱۴ د اکتوبر په ۱۵ مه زېږېدلی، د ۱۹۳۳ د نوومبر په ۸ مه د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د پاچهۍ پر تخت کېښنستی او له کابو څلوېښت کاله سلطنت وروسته د ۱۳۵۲ د سرطان په ۲۶ مه د محمد داوود خان تر کودتا پورې د افغانستان پاچا و.

ظاهرشاه په اتلسمه پیړۍ کې د معاصر افغانستان له جوړېدو وروسته یوازینی پاچا دی چې ډېره موده یې سلطنت کړی دی. د ده د سلطنت تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده چې ټوله په سوله او ارامۍ کې تېره شوه او ترڅنګ یې افغانستان په تدریجي ډول د مدرنیزم او پرمختګ لور ته سوکه سوکه ګامونه اخیستل.

ظاهرشاه، په داسې حال کې چې افغانستان د شوروي اتحاد ګاونډی و، تقریباً له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې پاللې او افغانستان یې د شوروي له یرغله خوندي ساتلی و. حال دا چې شوروي اتحاد د چین په استثنا، بې له هغو هیوادونو چې له امریکا سره په یو نه یو تړون کې داخل و، نور ټول ګاونډي هیوادونه بلوسلي وو.

ظاهرشاه د سړې جګړې په دوره کې د افغانستان بې پرې توب وساته. ده په ۱۹ ۵۰ مه لسیزه کې د افغانستان د مدرن کولو هڅه پیل کړه، نوی اساسي فانون یې جوړ او مشروطه شاهي یې رامنځته کړه.

ظاهرشاه غوښتل چې سمبولیک رول ولري او واک د صدراعظم په مشرۍ ولس ته وسپاري او په عین حال کې د سلطنتي کورنۍ ټول غړي له اجرايي چارو راوګرځوي. د ډیرو مورخانو په باور همدا مسله سبب شوه چې محمدداوود خان کودتا وکړي ځکه چې نور یې د واک ته رسیدو مخه نیول شوې وه.

په ۱۹۷۳ کې، کله چې ظاهرشاه د سترګې د جراحي عملیاتو لپاره ایټالیا ته لاړ، داوود خان پرې کودتا وکړه او جمهوري نظام یې اعلان کړ خو تر پایه پورې یې انتخابات ونه کړل.

د داوود کودتا په افغانستان کې د سلطنت ۲۲۵ کلنه دوره پای ته ورسوله او افغانستان یې داسې نارامه کړ چې دا دی پنځوس کاله وروسته یې هم د پای ته رسیدو څرک نه لګېږي.

ظاهرشاه تر۲۰۰۲  پورې په روم کې جلا وطنه و. د افغانستان په نوي اساسي فانون کې د ملت پلار لقب ورکړل شو او په ۲۰۰۷ م کال وفات شو.

اعلحضرت محمد ظاهرشاه د ۲۰۰۷ م کال د جولای په ۲۳ مه (د اسد لومرۍ) د ۹۳ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

1 COMMENT

  1. دظاهرشاه هر هډ دې په جنت وى سوله خوښې او زړسوانده پاچا ٶ ترمير ويس خان نيکه او احمدشاه بابا وروسته راباندې ګران دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب