د مازدیګر تک زیړ لمر د کلا له ګونځو ډک دېواله لمن ورټوله کړه. سپین ږیری کلیوال په کړوپه ملا دروازې ته ځیر شو، بیا یې ناره کړه:
” بېلچه راوړه، زویه!”
یو زلمي د نوې کلا له رنګینې دروازې راووت، بې روغبړه یې بېلچه په درشل کې خښه کړه.
سپین ږیري ما ته مخ راواړاوه، بیا یې د دروازې مخې ته انبار خاورو ته وکتل:
”وخت داسې په بېړه راوان دی، ته وا پېړۍ پرې تېرې دي.”
په زړه کې راتېره شوه: ”تر پېړیو هم اوږده کلونه وو.”
هلک خاورې ترې وګرولې، یوې پلې ته یې مټ اړم کړ، زنګنه دروازه له چونګا سره نیمکښه شوه، د شړېدلې برنډې مخې ته انګړ کې ولاړې سپاندې مې ولیدې.
نور سعید
۱۴ اکتوبر