شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد ښې لیکوالۍ یوولس قاعدې | لیکوال:والټر بنیامین

د ښې لیکوالۍ یوولس قاعدې | لیکوال:والټر بنیامین

ژباړه:صفیه وردګ
۱:هر څوک د لیکوالۍ د پیل لپاره باید ځینې ناوړه کړنې په ځان کې ووژني.چې هغه تعصب او د متن روڼوالی دی.دا شرط یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې غواړي پرمختګ وکړي او یو مسلکي لیکوال/لیکواله شي.
۲: د لیکنو په اړه بحث مو ستاسو له ذهنیت او تفکر د پېژندلو څخه پرته ناشونی دی.په دې توګه پام مو وي چې څه مو په مغز کې تاوېږي.ځینې متون مو پر ناسمه لار بیایي او ستاسو د مخته تګ خنډ کېږي.د ذهن د حرکت ماشین مو ګولېدا ته  مه پرېږدي؛  هغه ته د سون ښه مواد برابر کړئ، مناسب او قیمتې مواد.
۳:د ناڅاپي لیکنې څخه ډډه وکړئ.پوهېږم شاید ووایئ چې تاسو ته ځینې وخت ناڅاپي فرصتونه برابرېږي ،خو په دې ډول فرصتونو کې لیکل یوازې د شاعرانو لپاره مناسب دي ؛ځکه لیکوالان باید یو ځانګړی پروګرام او موخه لرونکې لیکنه ولري.
هره ورځ د ښکاره موخې په درلودلو سره د مېز لوري ته ورشئ او په جدیت سره لیکل پیل کړئ همدا مو دنده ده.
۴:د ژوند ،پېښو، شرایطو او غوښتنو ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د لیکلو پروسه ګډوډه کړي.
۵:د ناپېژانده فکر او نظر د راتګ مخنیوی مه کوئ ؛حتا که ستاسو لپاره سره کرښه هم وي.تاسو باید د خپلې روحي پیاوړتیا په اړه هر ډول فکر کړی وي ،همدارنګه ځان مو د نا ښو شرایطو لپاره برابر کړی وي.
دا ناښه شرایط کېدای شي هر څه وي د میین/میینې یا مېرمنې/خاوند تر خیانته مو نیولې، ان د دیکتاتورۍ تر بنده.
۶:قلم مو د ځینو الهامونو او فکرونو د موندلو لپاره تل له ځان سره ولرئ، که مو کوم فکر/ نظر ذهن ته درغی موقت یې یاداښت کړئ.مه هېروئ چې د یوې موضوع په اړه لیکل او د هغه په اړه خبرې کول ډېر توپیر لري.
تاسو په خبرو کولو سره کولای شئ خپل نظرونه فتح کړئ، خو په لیکلو کې هماغه نظر ته کولای شئ چې په کوم لوري چې غواړې حرکت ورکړې.
۷:هېڅکله ،هېڅکله لیکل د سوژې د نشتون له امله مه پرېږدئ.سوژه نه لرونکی لیکوال/له زما له نظره هغه خلک دي چې لیکل یوازې د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره پرېږدي؛خو له لیکلو پرته نور کار نلري.
۸:لیکوالان د شاعرانو برعکس د ځینو تشو د ډکولو لپاره له الهامونو پرته باید شهود او پوهه ولري ،دا کار باید  ژونده زده کړي.
۹:پرته له لیکلو ورځ نه تېرېږي، خو د لټانو لپاره کېدای شي ورځ پر اونیو واوړي مګر کوښښ وکړئ ،چې هره ورځ ولیکئ.
۱۰:داسې فکر مه کوئ چې ستاسو لیکنه له کماله ډکه ده ؛حتا که مو له سهاره تر بېګاه هم وخت ورکړی وي.
۱۱:درې پړاوونه په نظر کې ونیسئ نظر، تګلاره او لیکدود.
کله د نورو له نظرونو هم کار واخلئ، ځکه پخپلو الهامونو ډېره تکیه تاسو ړندوي.همدارنګه د ځواکمن سبک غوښتل هم ستاسو لیکنه او استعداد به د بربادۍ لور ته بیایي.
 که زما منئ، دا کار مه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب