شنبه, اپریل 20, 2024
Home+مجرم (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

مجرم (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

   د لوړ پوړې ودانۍ څنګ ته هایلکس موټر ودرېد، ګروپونو یې شاوخوا رڼا کړه، یو وسله وال ترې را ښکته شو، د دویم سېټ دروازه یې خلاصه کړه او د څنګ دروازې ته ناست کس ته یې په درناوي وکتل 

مهرباني ډاکټر صاحب!

  په قد لوړ او ډنګر سړی ترې را ښکته شو، لاسي بیګ یې په ګوتو کې ټینګ کړ، بېرته یې مخ ور وګرځاوه او ناست ځوان ته یې سر ورنږدې کړ

   یاره په منډه به څه چای مای یا تازه مېوه وخورو، کور مې درېیم پوړ کې دی، بس یو څو قدمه لاره ده. 

ځوان بیا لاس د مخې ښې لپاره ور  اوږد کړ  او وویل:

 کور مو ودان ډاکټر صاحبه! همدا چې زموږ د مشر غم دې وخوړ، دا هم چای وبوله او هم مېوه، نور نو  ورځه چې ناوخته ده او ښه پوره مو بې خوبه کړې.

    دواړه یو بل ته موسکي شول او موټر بېرته مخه را وګرځوله، ډاکټر شاوخوا وکتل او بیایې قدمونه یې ګړندي کړل، د ودانۍ ساتونکي ته یې د افغانیو سلګون ونیوه، عمومي دروازه یې ورته خلاصه کړه، درېیم پوړ ته اوچت شو، دهلیز کې د دویم کور په سر پیکه ګروپ روښانه و، چوپه چوپتیا وه، په جیب کې یې د کور کیلي ورکه شوه، بکس یې دروازې ته تکیه کړ، د پتلون جیب کې یې ومونده، ننوت، د کورنۍ غړي یې ویده وو، د خوب د خونې پر ځای  د مېلمه خونې ته ننوت، ګروپ یې روښانه کړ،  المارۍ یې خلاصه کړه، جامې یې بدلې کړې او په کوچ اوږد وغځېد، مبایل ته یې زنګ راغی

-سلام ډاکټره! ښه ورسېدې؟

-ښه ورسېدم ښاغلیه، مننه، وضعیت دې ښه دی؟

-هو، خیر یوسې، ته خو پوهېږې چې سخت تر تعقیب لاندې یم، شفاخانې او کلینیک ته تګ نه کېده، کنه هلکانو ته نه په عذابولې، تا غوندې جراح پسې باید خلک وګرځي، نه چې ته ورشې، خو خیر دا ورځې تېرېدونکې دي، هلکانو به دې اجره حتمی در سپارلې وي؟

-هو، یو پاکټ یې راکړ، نه مې دی کتلی.

-له ژمنې مې زیات ونازولې، نور ښه شپه ولرې، دا احسان به مو تل راباندې پور وي، زما کسان به دې هم یوه ورځ په درد وخوري.

   مبایل یې بند کړ، له بکس یې طبي وسایل لرې کړل، د څنګ له جیبه یې پاکټ راویوست، خلاص یې کړ، له سلګون ډالرو ډک و، د المارۍ لاندیني روک ته یې ګوزار کړ، تندی یې وغوړېده، ټلویزیون یې روښانه کړ، د خبري سروېس تکرار کې د مجرمینو په اړه راپور خپرېده، په لویو سیمنټي دېوالونو او لوحو د مجرمینو عکسونه لګېدلي وو، ټول تر تعقیب لاندې وو، قتل، غلا، ترور، اختطاف، قاچاق، له ترهګرو سره اړیکې…

  ټولو عجیبه څېرې او نومونه لرل، اصلي نوم پلانی او مشهور په پلاني، د جرم نوعیت… ځینو بیا مخونه پټ کړي وو، یوازې سترګې یې ښکارېدې، رنګارنګ جامې او وسلې یې لرلې، د ځینو پر شونډو بیا موسکا خوره وه، لکه په خپل جرم چې خوښ وي، ځینې بیا دومره معصوم ښکارېدل لکه چې هېڅ یې نه وي کړي، د ځینو تصویرونو په پای کې شمېرې او ورباندې ټاکل شوې جایزې هم لیکل شوې وې.

     په راپور کې د ښار څو برخې وښودل شوې چې پر دېوالونو او بورډونو یې د مجرمینو لوی او کوچني عکسونه را ځوړند وو، ووېرېده، ریموډ یې را واخیست، ګوتو یې لزړه کوله، په سختۍ یې بند کړ، بیایې ګروپ هم مړ کړ او په کوچ اوږد وغځېده، په ګرمه هوا کې یې د یخ احساس کاوه، خوب نه ورته، اړخ پر اړخ اوښته، بېرته یې ټلویزیون ته وکتل، ریموډ پسې ګوتې وتپولې او روښانه یې کړ، په کوم ټلویزیون کې د مجرمینو په اړه بحث و، د مېز شاته سکرین باندې د مجرمینو عکسونه قطار وو، په بل ټلویزیون کې بیا همغه راپور په بله ژبه خپرېده او عکسونه په کې تلل راتلل. سخته غوسه ورغله، ریموډ یې په دېواله وویشت، پښې یې د کوچ په څنډه واچولې او سر یې ځوړند کړ، په لوړ غږ یې ساه ایسته او لږ د ارامۍ احساس یې وکړ.

     سرګردانه و،کوڅې ته ووت، سپینه رڼا وه، د ودانیو په دېوالونو کې کړکۍ ورکې شوې وې، په ټولو د مجرمینو روښانه او لوی لوی عکسونه لګېدلي وو، د ګاونډي حاجي صاحب عکس و، ورته لیکلي یې وو چې په موټر یې د ښوونځي ماشوم وهلی او بیا ورڅخه تښتېدلی دی، تر څنګ یې د څارنوال، یوه پولیس، وکیل، قصاب او د شاوخوا څو نورو درنو مشرانو عکسونه وو چې ده ښه پېژندل او ناسته ولاړه یې ورسره درلوده، ټول ورته درانه او پاک خلک ښکارېدل، خو اوس یې ټولو ته عجیبه لوی او واړه جرمونه لیکلي وو، هېڅ باور یې نه کېده.

     همداسې وړاندې لاړ، د بلې ودانۍ ټوله مخه بیا دده تصویرونو نیولې وه، ډول ډول جرمونه یې ورته لیکلي وو، مثلا په دې نېټه یې د یوه ناروغ پښه د ښه کېدو له لوړ چانس سره سره پرې کړه، په دې ورځ یې د جنین پېښه کې د مرستې په سبب دومره پیسې واخیستې، په پلاني روغتون کې یې له نرسې سره زور زیاتی وکړ، په پلاني چکر کې یې د نشې حالت کې موټر واني کوله او یوه بوډۍ یې د سړک په سر ووهله، په پلاني کلینیک کې یې ناروغ ته د پلاني په غوښتنه زهر ترزیق کړل، په پلاني کتنځي کې یې ددومره پیسو په بدل کې د ناروغ په اړه فرمایشي او دروغ راپور ټاپه کړ، په پلانی شپه یې د پیسو لپاره روغ سړی عملیات کړ… او نن شپه یې د پلاني قاچاقبر او انسان تښتوونکي له مټ نه د هغه په کور کې پولیسو مرمۍ او چرې وېستې…

      نور بې حوصلې شو، په کوڅه کې یې منډې کړې، سترګې یې رډې رډې راوتلې وې، خو تصویرونه یې هم ورپسې روان وو، چیغې یې وهلې، لکه لویه ډله چې ورپسې وي، ودرېږه، چېرته تښتې او چېرې به ځې نارې یې ورپسې وهلې، خولې خولې و، له ډاره یې سترګې پټې کړې او په یوه دېوال ور ټکر شو، په ځمکه را ولوېد، له تندي یې وینې وبهېدې، خو یو چا بېرته راپورته کړ. 

   له کوچ لاندې را لوېدلی و، مېرمن یې څنګ ته ناسته وه او په خولې تندي یې لاس ور اېښی و: 

  څنګه یې د رڼا پلاره! کلمه ووایه، لکه چې کوم بد خوب دې لیده، سهار وختي مې وېښ نه کړې، ما ویل ناوخته راغلی بې خوبه به وي، اوس دې په چیغو را خبره شوم، سبا ناری دې تیار دی، وظیفې ته به ځې.

      پرته له دې چې ځواب ورکړي، په منډه پاڅېده، د خونې پردې یې کش کړې، بهر یې کوڅې ته وکتل، د ټولو ودانیو دېوالونه یې په یوه نظر له سترګو تېر کړل او بیایې مېرمنې ته مخ ور واړوه. 

   خیر یوسې چې را وېښ دې کړم، نن ډېره سرګردانه شپه وه، بېګاه روغتون کې کارونه بیخي زیات و.

۱۳۹۹، د سلواغلې ۱۶مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب