جمعه, مې 3, 2024
Home+د نیمونیا یا سکاروي ناروغي| ډاکټرجمیل حامد

د نیمونیا یا سکاروي ناروغي| ډاکټرجمیل حامد

نیمونیا (Pneumonia) یا سکاروی (سینه بغل) د سږو د کوچنیوهوایی کڅوړو یا Alveoli التهاب یا ګزکي کیدو ته وایی چې هرکال په ټوله نړۍ کې نیږدې ۴۵۰ میلیونه انسانان پرې اخته کېږي، اوکلنۍ مړینه یی نیږدې ۴ میلیونوته رسیږي، په ټولیزه توګه یی پیښي او مړینه په بیوزولواومخ پرودې افریقایی او اسیایی هیوادونو کې زیاته ده، د اناروغي په ټولوعمرونو کې منځته راتلی شي خو عموماْ له پنځو کلونو کم ماشومان ډیر پرې اخته کیږي او هرکال نیږدې ۱۷ میلیارده ډالرنړیوا ل اقتصادته زیان اړوي نوله همدې کبله نړیوالې روغتیایی ټولنې دنومبردمیاشتې ۱۲ مه نیټه د نیمونیادورځې پنامه نومولي ده ترڅودنړۍ روغتیاپوهان ددې وژونکي ناروغۍ د مهار او مخنیوي لپاره یوه ګټوره او مناسبه کړنلاره ومومي .

د دې ناروغۍ لاملونه!

له سلو ډیر میکروبونه د دې ناروغۍ د منځته راتلو سبب ګرځي خومهم یی باکټیریاوي، وایرسونه، پرازیټونه او فنګسونه دي خودلته پرې ډیره تخصصي څیړنه اړینه نه بولم، یوا ځي یی نومونه اخلم چې عبارت دي لهStreptococcus pneumonia , heamophilus influenza e , Chlamydophila pneumonia , Mycoplasma pneumonia , Staphylococcus aureus , Moraxella catarrhalis , Legionella pneumophila , Gram negative bacilli , klebsiella pneumonia E.coli اوځینې وایرسونه لکه RSV , Influenzae , Parainfluenzae , Adenovirus ، ځینې فنګسونه لکه  Histoplasmosis , Coccidiomycosis اوځینې پرازیټونه لکه داسکاریس چینجي لاروا اوګڼ شمیرنورمیکروبونه.

د نیمونیا کلینیکي نښې نښانې !

په دې ناروغۍ کې ترټولومهمه موضوع د دې ناروغۍ دنښونښانوپیژندل دي اوزماسپارښتنه هم ډاکټرانواوهم کورنیوته په ځانګړي توګه له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو میندو ته دا  ده چې د دې ناروغۍ نښې نښانې په ځیر سره ولولي او ځان پرې پوه کړي چې مهمي یی په دې ډول دي:

۱: په ماشومانوکې یی نښي نښانې:

ستاسو ماشوم به چټکه اوستونزمنه ساه اخلي (تر دوو میاشتو کم عمرلرونکي له ۶۰ ځله ډیره ساه اخیستنه په یوه دقیقه کې، تر یوکلنو ماشومانو ۵۰ ځله په دقیقه کې اوتر۵ کلنوماشومانوپوری له ۴۰ څخه ډیره ساه اخیستنه په یوه دقیقه کې)، ممکن تبه یی لږه اویاشدیده وي ځکه په وایرسي ، فنګسي او پرازیټي نمونیاګانوکې تبه کمه خوپه بکټیریایی نمونیاګانوکې تبه شدیده وي خوبایدپه یادمووي چې له دوومیاشتوکوچني ماشومان عموماْ تبه نلري ، دساه اخیستوپه مهال به دماشوم سینه دننې خواته ننوځي چي دسیني دننه ننوتل به پام راګرځونکي وي ، ماشوم به مودساه اخیستوپه مهال ژړاکوي یعني دسیني دردبه لرې ، ښایی د خولې د شا وخواشینوالی ولري ، په سختوپیښوکې به ستاسوماشوم ساه نشي اخیستلائ ، ټوخی به ولري کیدائ شي بلغم لرونکی اویا وچ ټوخی وي ، ماشوم به موناآرامه خوله اوشونډي به یی وچې وي، ستاسوماشوم به تی نشي رودلائ، په پر مختللو پیښوکې به د ماشوم شعوري حالت خراب وي ، ماشوم به مولړزه ولري اوپه ډیرولږوپیښوکې به موماشوم نس ناستی اویاکانګې ولري اوپه ډیرو کموماشومانوکې داختلاج پیښې لیدل شویدي ، اوبایدیادونه وکړم چې ددې ناروغۍ مړینه اووخیمې پیښي په خوارځواکوماشومانوکې ډیرې لیدل کیږي نوهغه میندې چې خوارځواکي ماشومان ولري باید دې نښوته ډيرپام وکړي .

۲: په غټانوکې یی نښي نښانې:

ستاسوناروغ به وچ اویابلغم لرونکی ټوخی ولري ، لړزه اویاسړه لري تبه به ورسره وي ، له ټوخي سره به دسینې درد ولري ، نفس تنګي به احساسوي اوژرژربه ساه اخلي ، دبیهوښۍ اوګنګسیت احساس به لري اویا به بیهوښه وي او ډیری ددې ناروغانوبه دسګرټواویا الکولودکارونې اوسنۍ اویا پخوانۍ تاریخچه ولري اویاکیدای شي چې دمعدوي تیزابوضد درمل لکه اومیپرازول اوفیموټیدین اویا ددې ګروپونونوردرمل دډیري مودې لپاره کاروي .

د نیمونیا تشخیص !

د دې ناروغۍ دتشخیص لپاره کلینیکي نښي نښانې اودسینې ایکسرې ځانګړی تشخیصي ارزښت لري ، دسټیټسکوپ پواسطه دناروغ ماشوم په سږوکې یوډول ماتیدونکی اوازیا رالزاوپه غټانوناروغانوکې لکه په واوره باندې دګرځیدوپشان غږاویا کریپیټیشن اوریدل کیدای شي ، همدارنګه دوینې معاینات اودځینوځانګړووایرسونودشتون لپاره ځیني معاینات هم ګټورګڼل کیږي اماډیرتشخیصي ارزښت نلري خوزما دخپلې کلینیکې تجربې له مخې دقیقه فزیکي معا ینه اوکلینیکي نښي نښانې ۸۰٪ دنیمونیا په تشخیص کې رول لري اوباید پام مووي چې ژراودقیق تشخیص دښې درملني سبب ګرځي اودمړیني دپیښوڅخه مخنیوی کولای شي.

د نیمونیا درملنه !

د نیمونیا ناروغان په ټولیزه توګه په دوو پلانونوکې تردرملنې لاندې نیول کیږې په ځانګړي توګه په شدیدوپیښوکې دادواړه پلانونه باید هم مهاله تطبیق شي، دلته اړتیاوینم چې لږه رڼاپرې واچول شي.

۱ – کومکي درملیزپلان : داپلان دناروغۍ دوخامت له مخې په پام کې نیول کیږي چې بایددناروغ تنفسې سیستم پرانیستل اواکسیجن ورکړل شې ، دناروغ وریدبایدخلاص وساتل شي یعني دناروغ په وریدکې کنولا تطبیق شي ، په ځانګړي توګه په یخه هوا کې یی باید کوټه ګرمه وساتل شي ، داوبودبخاراتوانشاق بایدورته تطبیق شي ، دخولې له لاري بایدکافي مایعات ورکړل شي اوکه دخولې له لارې خوراک نشي کولای نوبایدپه ټاکلي مقداروریدي مایعات تطبیق شي اوبایدمقوي خواړه ناروغ ته ورکړل شي په ځانګړي توګه خوار ځواکوماشومانوته .

۲- اساسي درملیزپلان : پدې پلان کي اینټي بیوټیک ، انلجیزیک اونوراړین درمل شامل دي اوباید دنیمونیا ټولوناروغانوته دهغوي داړتیا له مخې په پام کې ونیول شي چې دلته یی یواځي دنوم په اخیستلوبسنه کوم ، لکه Amoxicillin , Ampecillin , Pencillin-V , Procaine Pencillin , Doxycycline , Clarithromycin , Fluoroquinolones , Vancomycin , Carbapenems ,   Aminoglycosides ( azithromycin & erythromycin ) Lincomycin , clindamycin , Cephalosporins او corticosteroids   شامل دي خوځینې روغتیایی کتابونه دکارټیکوسټیرایډ کارونه ګټوره نه بولي اما زما دکلینکي تجربوله مخې که په لومړیو۴۸ ساعتونوکې وخیموناروغانوته تطبیق شي له یوې خوارغیدنه چټکوي اوله بل لوري په سږوکې د فایبروزس له جوړیدو مخنیوی کوي ، همدارنګه ددرداوتبې لپاره له پیراسټامول اوبروفین څخه ګټه اخیستلای شوخودټوخي ضددرملوکارونه کوم مثبت اغیز نلري اوکله کله داغیزمن ټوخي اودبلغمودراوتومخه نیسي چې کیدای شي درغیدومرحله له ځنډسره مخ کړي.

مخنیوی !

۱- په ژمي کې بایدماشومانوته ګرمې جامې خولۍ اوجورابې واغوندئ ، په ګرمه کوټه کې یی وساتئ مقوي اواوبلن خواړه ورکړئ ، خوارځواکي ماشومان مخکې لدې چي پدې ناروغۍ اخته شي بایددرملنه یی وکړئ ځکه داناروغي ډیره وژونکي ده.

۲- دسګرټواوالکولوله کارونې لاس واخلئ، ځکه دسګرټولوګی په منفعل ډول ستاسوماشومان دنیمونیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

۳- هڅه وکړئ چاپیریال موپاک وساتئ، اوهرځاي کثافات مه غورځوئ اوکه تاسوزکام اویاټوخی ولرئ هرځاي بلغم مه توکوئ اوله روغوکسانوځانونه لرې وساتئ په ځانګړي توګه له ماشومانو، حامله ښځو اوسپین ږیروڅخه.

۴- ماشومان مومنظم واکسین کړئ، ځکه ستاسوسره نیږدې په کلینیک کې شته واکسین دنیمونیا ضددرمل له ځانه سره لري.

۵- بایدپوه شئ چې په شکر، خوارځواکۍ اوایډزاخته ناروغان دنیمونیا لپاره ښه کاندیدګڼل کیږي ، نوځانګړی پام پرې وکړئ ، له خپلسرواوغیری مسلکي درملنولاس واخلئ ، که پورته یادې شوي ستونزي موولیدې بې له ځنډه موناروغ ډاکټرته ورسوئ.

1 COMMENT

  1. Thank you for information about pneumonia
    I hope all doctors in free time write some health relative information in mediaoThis will be more helpfull for puic
    Afghan medai//24 busiy with un necessary matters.thanks again

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب