دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهچین د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د خارجه وزیرانو ناسته کې متقي ته...

چین د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د خارجه وزیرانو ناسته کې متقي ته د ګډون بلنه ورکړې

تاند ( دوشنبه د لیندۍ / قوس ۵مه) ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ سره ناسته کې د کابل او بیجینګ پر دوه اړخیزو اړېکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي،چې متقي چین سره د افغان حکومت اړیکې مثبتې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه ستایلي دي.

په دې لیدنه کې د چین استازي د افغانانو ارزښتونو ته د درناوی ترڅنګ د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې مولوي امیر خان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی داسې مهال کابل ته په سفر راغلی، چې د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته رسېدلې او د طالبانو له مشرانو سره یې کتلي دي.

متقي د مسکو او کابل ترمنځ د راشه درشه مهمه وبلله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب