Homeخبرونهد افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل...

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

تاند( دوشنبه د لیندۍ/قوس ۵مه) ‏د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت، نن دوشنبه د لېندۍ ۵مه په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او کندز ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایي، چې دا کمپاین به دری ورځې دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره ۵.۳ ملیونه ماشومان واکسین شي.

شرافت زمان له قومي مشرانو او عامو خلکو غوښتي چې د پولیو له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه ډول عملي شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

بل لورته بیا په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر تر ۵۲ رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...