یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهاسټرالیا؛ د وژل شویو افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي

اسټرالیا؛ د وژل شویو افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/قوس ۵مه) اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال د ملکي وګړو پر وړاندې شویو بشر ضد جنایتونو په بدل کې د غرامت یا تاوان ورکولو ارزونې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د اسټرالیا دفاع وزارت په یوه لنډ راپور کې ویلي دغه استازی قاضي روټ مک کول یاد کړی.

دغه استازی به په دې تړاو د خپور شوي راپور او په کې د وړاندې شویو ثبوتونو له څېړلو وروسته، په دې تړاو مالومات وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، د کره او معتبرو ثبوتونو له موندنې وروسته به د انټوني البانېز پر مشرۍ د اسټرالیا حکومت د هر قرباني شوي افغان کورنۍ ته مالي او غیر مالي غرامت ورکړي.

له دې پرېکړې وروسته، د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال ریچارډ مارلېز په خپلو څرګندونو کې دغه پرېکړه په افغانستان د ترسره شویو جنایتونو قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د ملاتړ برخه کې مهم ګام وباله.

په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنایاتو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د دې هېواد د وخت حکومت په دې تړاو د پلټنو امر وکړ، چې له ارزونو وروسته د ۲۰۲۰زېږدیز کال د اپریل په لومړۍ نېټې په دې تړاو ۴۶۵مخیز راپور خپور شو.

په راپور کې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د تاوان ورکولو سپارښتنه شوې وه.

د راپور تر خپرېدو وروسته، په ۲۰۲۰زېږدیز کال د اسټرالیا د هغه مهال لوی درستیز د ټولو اسټرالیانو په استازیتوب، د خپلو ځواکونو له لوري د عامو افغانانو پر وړاندې ترسره شویو بشرضد، غیرقانوني او ناوړه کړنو په تړاو له افغانانو بښنه وغوښته.

په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ زېږدیز کالونو ترمنځ د ناټو ایتلاف اړوند ځواکونو په اډانه کې څه باندې ۲۶زره اسټرالیايي ځواکونو پوځي ماموریت ترسره کړی چې له دې ډلې ۳ زره یې د ځانګړو عملیاتو په ډله کې پر دندو بوخت وو او په یاده موده کې یې ۴۱ سرتېري د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي دي.

1 COMMENT

  1. کچیری نړیوال محکمه د افغانستان ۴۵ کلنې جګړې په اړه څیړنه او تحقیقات وکړی نو کیدای شي موږ خپل خادمان او خاینین وپیژنو او نړیوال به هم خپل حیثت او بشرحقوق تعریف ته درناوی وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب