یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهبولۍ ۲مه ورځ؛ په لومړي ورځ دوه افغان لوبغاړي واخیستل شول

بولۍ ۲مه ورځ؛ په لومړي ورځ دوه افغان لوبغاړي واخیستل شول

تاند ( دوشنبه د لیندۍ / قوس ۵مه) نن دوشنبه د هند ۲۰۲۵ کرکټ غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د داوطلبۍ یا بولۍ د مراسم دوهمه ورځ د ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیلېږي.

یاده بولي پرون یکشنبه پیل شوه، چې پکې د نورو هيوادونو د لوبغاړو ترڅنګ ۳ افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شول.
– نور احمد پۀ لس کروړه، چېنای‌سوپرکېنګز – رحمن‌الله ګربز پۀ دوه کروړه، کلکته‌ نايټ‌رايډرز – وقار سلام‌خېل بیا چا وانه‌خيست.

تمه ده ۱۵ نور افغان لوبغاړي به نن بولۍ ته وړاندې شي.

‏د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی ریشاب پنټ د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په روانه بولۍ کې تر دې دمه تر ټولو په لوړه بیه خرڅ شو.

ریشاب پنټ د لکنو سوپر جینټز لوبډلې له لوري په ۲۷ کروړه هندي کلدارو واخیستل شو، چې دا د یاد لیګ په تاریخ کې تر اوسه تر ټولو لوړ قیمت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب