تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) په اسلامآباد کې د سیاسي بې ثباتۍ په منځ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې نن (د دوشنبې په ورځ، د نومبر ۲۵مه) به تړلی وي.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې ورځ به هېڅ خدمات وړاندې نه کړي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې خپل کار به کله بیا پیل کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په داسي حال کې بندیږي چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند زرګونه پلویانو د هغه د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه پیل کړي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې مظاهره چیان د دې هیواد د پارلمان مرکزي ودانۍ ته نژدې راټول شوي دي. په غبرګون کې يې د یکشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو او پولیسو د اسلامآباد پر لور غځېدلي اصلي واټونه او لویې لارې د بار وړونکو کانټینرونو په اېښودو سره تړلې دي.
پاکستاني پولیسو دا مظاهرې “غیرقانوني” بللې دي او ویلي یې دي چې واټونه او سړکونه یې د دې لپاره بند کړي چې پلازمېنې ته د تحریک انصاف د پلویانو د ننوتلو مخه ونیسي.
خو له بیلابیلو سیمو په تیره بیا خیبرپښتونخوا څخه د قافلو په بڼه لارینوال اسلام اباد ته روان دي.
د سیاسي بېثباتۍ اندېښنې
د اسلامآباد اوسېدونکي په دې وروستیو کې د سیاسي ګډوډۍ د اغېزو په اړه د هېواد پر ثبات او اقتصاد زیاتې اندېښنې څرګندوي.
دا مظاهرې وروسته له هغه کیږي چې محکمو له ګڼو قضیو عمران خان ته برات ورکړ خو بیا ورته بله دوسیه پراتنیستل شي او اجازه نه ورکوي چې هغه له زندانه راووځي. دې مسلې د تحریک انصاف او حاکم حکومت ترمنځ اختلافونه لا ژور کړي دي.
روان سیاسي بحران د پاکستان د نازک اقتصاد پر وړاندې نور فشار زیات کړی دی، هغه اقتصاد چې له وړاندې د لوړ انفلاسیون او د اسعارو د ارزښت له کمېدو سره مخامخ دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې اسلام اباد د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتانو او سفارتونو مرکز دی او دلته هیڅ راز ګډوډي نه شي زغملی.
ده د عمران خان پلویان تورن کړي چې د هیواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې ناکاموي.
په اسلام اباد کې د موبایل خدمات پرچاو شوي او ښوونځي، پوهنتونونه اونورې تعلیمي ادارې بندې کړل شوي دي.
همداراز د خیبرپښتونخوا او پنجاب ترمنځ لویه لار له تیرو درو ورځو راهیسي تړل شوې ده.