Homeخبرونهد عبدالباري جهاني د "فتوا او تصوف" څېړنیز کتاب مخکتنه وسوه 

د عبدالباري جهاني د “فتوا او تصوف” څېړنیز کتاب مخکتنه وسوه 

د روان ۲۰۲۴ مېلادي کال د نومبر پر ۲۳مه، شاوخوا سلو تنو افغان منورینو واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ویرجینیا په لیالي کیفې کي د ښاغلي عبدالباري جهاني د دیني څېړنیز کتاب، “فتوا او تصوف: ملګري که مخالف” مخکتنه وکړه.

د مخکتني په غونډه کي چي د جهاني بنسټ له خوا د منزې شهید په کوربه توب جوړه سوې وه، په پیل کي لیکوالي او خبریالي شهناز نفیس، پوهاند استاد لال پاچا ازمون، د ډېوې راډیو مشر او ژورنالیست نفیس ټکر، او د افغانستان د متحدي جبهې مشر ډګرجنرال سمیع سادات خبري وکړې او د کتاب پر منځپانګه یې خپل نظرونه وړاندي کړل.

ویناوالو په پښتو ژبه د اسلامي تاریخ د فتواوو ددغو څېړنو او د افغانستان د اوسنیو شرایطو سره د تړاو له امله د ښاغلي جهاني زیار وستایه او ټینګار یې وکړ چي ددغه کتاب مهم پیغامونه تر عامو خلکو ورسېږي تر څو د دین او مذهب په نامه یې افراطي ډلي حقونه تلف نه کړي.

د غونډي په دوهمه برخه کي ښاغلي جهاني د خپل دغه اثر د منځپانګي غورچاڼ وړاندي کړ. نوموړي وویل چي اسلامي فتواوي په تاریخي توګه د واک او ځواک لپاره کارول سوي او د مسلمانانو د وېشلو او ځپل کېدلو لامل سویدي. د ښاغلي جهاني په خبره، د تصوف ډېري کړني د اسلام له اړخه شرک بلل کېدلای سي خو ملایان یې په اړه غلي دي مګر همدا ملایان د پرمختګ د نظریو په وړاندي درېدلي او فتواوي یې صادري کړیدي. هغه وویل چي د همدې وضاحت لپاره یې وغوښتل چي په پښتو ژبه د عامو وګړو لپاره دا موضوع روښانه کړي تر څو دین د ملا له انحصاره وباسي. د نوموړي په خبره، د اسلام دین ته تر بل هر چا ملایانو ډېر زیان رسولی دی.

د غونډي په درېیمه برخه کي هارون حکیمي د کتاب د منځپانګي په اړه بحث پیل کړ او دغه راز، ښاغلي جهاني د ګډونوالو پوښتني ځواب کړې.

د غونډي په پای کي د جهاني بنسټ مشر نسیم پښتون شریفي د ګډونوالو د حضور او ویناوالو د همکارۍ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چي د خپل بنسټ او دغه راز لیالي کیفې له لوري به د دا ډول ناستو لړۍ روانه ساتي.

غونډه د ګڼو کلتوري او هنري شخصیتونو په لیدنو او عصريې ماښام مهال پای ته ورسېده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...