Homeخبرونهد افغانستان د ځان بسیاینې پر لارو چارو د غور لپاره نړیوال...

د افغانستان د ځان بسیاینې پر لارو چارو د غور لپاره نړیوال کنفرانس دایریږي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) ټاکل شوې ده چې “د افغانستان د ځان بسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس” تر عنوان لاندې د کابل پوهنتون له لوري د کندهار په اناستوی پوهنتون کې غونډه جوړېږي.

دا به د طالبانو تر واک لاندې حکومت کې لومړنۍ نړیواله غونډه وي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کاناډا، نایجیریا، تایلند، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، مصر، ترکیې او ایران د کرنې برخې متخصصان، پالیسي جوړونکي او صنعتکاران ګډون کوي او علمي مقالې او د کرنې د پراختیا او ستونزو حللارې وړاندې کوي.

دغه وزارت او همداراز باختر خبري اژانس چې په دې اړه یې خبر خپرور کړی، د غونډې دقیق وخت نه دی یاد کړی.

په دې غونډه کې د کندهار مشران، د طالبانو د اسلامي امارت د کابینې غړي او داخلي متخصصان هم ګډون کوي. د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري به هم وینا وکړي.

د طالبانو د حکومت په وینا، یاده غونډه به د داخلي او خارجي متخصصانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې او د کرنې د پراختیا او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د اغېزناکو لارو چارو د وړاندې کولو لپاره ښه فرصت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...