یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد ورزش له ډګره؛ د نن ورځې شپږ مهم خبرونه

د ورزش له ډګره؛ د نن ورځې شپږ مهم خبرونه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۵مه) ‏د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې سبا سې‌شنبه د یو ورځنیو سیالیو چمپینز ټرافي کابل ته راوړل کیږي.
دغه ټرافي به تر ۳ ورځو په افغانستان کې وي او د هېواد بېلابېلو تاریخي سیمو کې به نندارې ته وړاندې شي.

دوهم خبر:
له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې سبا سې‌شنبه د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دغه ستره سیالۍ سبا سهار ۱۰:۰۰ بجې د اماراتو په آی‌سي‌سي کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي.

درېیم خبر:
د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په ۱۱مه اونۍ کې تېره شپه ( یکشنبه، د لېندۍ ۴مه) لېورپول او ساوتېمپ‌ټن لوبډلې ډګر ته ښکته شوې، چې لېورپول پکې د محمد صلاح دوو ګلونو پر مټ سیالې لوبډلې ته ۳ ـ ۲ ماتې ورکړه.
له دې بریا وروسته لېورپول په ۲۸ نومرو د جدول سر کې نور هم پیاوړی شو.
مانچیسټر سیټي په ۲۳ نومرو په دویم مقام کې ځای لري.

څلورو خبر:
‏شل اوریز نړیوال جام ته د افریقايي هېوادونو غوراوي سیالیو کې نجیریا لوبډلې د عاج ساحل لوبډله په ۷ منډو له ډګره بهر کړه.
نجیریا په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته ۲۷۲ منډې هدف ټاکلی و، چې پر وړاندې یې د عاج ساحل لوبډلې په ۷.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یوازې او یوازې ۷ منډې جوړې کړې او د نړۍ په کچه یې د کمو منډو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.
له دې وړاندې سنګاپور د منګولیا لوبډله په ۱۰ منډو سوزولې وه.

پینځم خبر:
‏ننګرهار کې د باسکټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت منتخبې لوبډلې ټاکنې په موخه د ۶ لوبډلو ترمنځ باسکېټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د سمندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې سمندر او شمس لوبډلې مخامخ شوې، چې سمندر پکې سیالې لوبډلې ته ۱۱ ـ ۹ نومرو په توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

شپږم خبر:
د هند غوره لیګ لپاره د بولۍ د مراسمو نن دوهمه ورځ هم پیل شوه.
تېره ورځ يوازې ۱۲ سېټونه بولۍ ته وړاندې شول، او پۀ پاتې ۶۷ سیټونو به نن بولۍ وشي، بولۍ به د افغانستان پۀ وخت ۲:۳۰ بجې پيل شي.
له ۱۳م تر ۱۷م سېټ به بولۍ د پرون پۀ څېر عادي وي خو له هغه وروسته به چټکه بولۍ پيل شي چې پکې به ځيني سیټونه بولۍ ته وړاندې نۀ شي.

د افغان لوبغاړو سیټونه:

محمد غضنفر: ۱۷
مجيب الرحمن: ۱۷
عظمت عمرزی: ۲۴
نوين الحق: ۲۶
ظاهر خان: ۲۷
صديق اتل: ۳۳
محمد نبي او ګلبدين نايب: ۳۴
فضل‌الحق فاروقي: ۳۶
ابراهيم ځدراڼ او نجيب ځدراڼ: ۴۲
قيس احمد: ۵۰
کريم جنت: ۵۶
فريدون داوودزی: ۶۵
ننګيال خروټی: ۶۷

په لومړۍ ورځ یواځې درې افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي، چې لکڼوال په لس کروړه چینای، رحمن الله ګربز په دوه کروړه کلکتې لوبډلې واخیستل او وقارسلامخیل بیا چا وانخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب