پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون ۲۰۲۵ کال لپاره تمدید...

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون ۲۰۲۵ کال لپاره تمدید شو

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۵مه) ‏د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، چې د تاجکستان برېښنا سهامي شرکت سره یې د ۲۰۲۵ کال لپاره هم د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون ترکیه کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئيس او تاجکستان برېښنا سهامي شرکت مشر محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي، د همدې تړون پر اساس به افغانستان له تاجکستان څخه په ۲۰۲۵ کال کې هم برېښنا وارد کړي.

د افغانستان زیاته برخه برېښنا وارداتي ده او په همدې موخه د برېښنا شرکت هر کال له څلور ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د وارداتي برېښنا تړونونه نوي کوي.

دغه تړون داسې مهال لاسلیک کېږي، چې عام افغانان په کور دننه د برېښنا له پرچاوۍ سخت شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...