دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد حکمت خلیل کرزي په ګډون په دوحه کې د بیلابیلو هیوادونود...

د حکمت خلیل کرزي په ګډون په دوحه کې د بیلابیلو هیوادونود ځانګړو استازو غونډه

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو استازو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي په دوحه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره د دوامداره “تعامل” د امکاناتو په اړه خبرې وکړې.

د کرزي په وینا، په دې غونډه کې د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ چارواکو ګډون کړی و، چې د بریتانیا سفیر یې کوربه و.

کرزي په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: “موږ خپلې لیدنې له یو بل سره شریکې کړې او د دوامداره تعامل لپاره مو د همکارۍ برخې وڅېړلې.”

د نړیوالو سلا مشورو زیاتوالی

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې په دې وروستیو کې د افغانستان د راتلونکې په اړه سیمه‌ییزې او نړیوالې خبرې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې حکمت خلیل کرزي او نورو ځوانو سیاسي شخصیتونو د ترکمیې په استانبول کې له رسنیو پټه غونډه کړې وه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یوه ناسته کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د روسیې یوه جګپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

همداراز، د چین ځانګړي استازي هم په وروستیو ورځو کې مخکې تر دې چې د طالبانو له چارواکو سره وویني او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړي، د پاکستان او ترکمنستان په شمول یې د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره د افغانستان په تړاو سلامشورې وکړې.

دا پرمختګونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د حکومتولۍ، امنیت او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د نړیوالو هڅو زیاتوالی په ګوته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب