فريده حفیظ
د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا وټاکل شوه، او موخه یې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره نړیوال پوهاوي لوړول دي. په ټوله نړۍ کې ښځې د فزیکي، رواني، اقتصادي، او جنسي تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخ دي. د دې ورځې نمانځنه نه یوازې د دې ستونزې د موجودیت یادونه کوي، بلکې د هغې حل لپاره نړیوالو او سیمهییزو هڅو ملاتړ هم څرګندوي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د ۱۹۶۰ کال د نومبر ۲۵مې د یوې غمجنې پېښې یادونه کوي، کله چې د ډومینیکن جمهوریت د میرابال درې خویندې د دیکتاتور رفایل تروخېلو د حکومت پر وړاندې د مخالفت په جرم ووژل شوې. دغه خویندې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره په ځانګړي ډول مشهورې وې. د هغوی قرباني نړیوالو هڅه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی د خپل ژوند یوه مهمه برخه وګرځوي.
د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره په نړیواله کچه یو شمېر نظریات او تړونونه شتون لري چې په عبارت دي له:
1. CEDAW (د ښځو د ټولو اشکالونو د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون): دا تړون چې د ملګرو ملتونو لخوا تصویب شوی، د ښځو د حقوقو پیاوړتیا او د هغوی پر وړاندې د تبعیض مخنیوي لپاره نړیوال معیارونه ټاکي. که څه هم دا تړون ځانګړې ډول د ښځو د حقوقو پر ملاتړ تمرکز کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اعلامیه: په دې اعلامیه کې بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره د ټولو وګړو د برابرو حقونو ملاتړ کیږي. د دې اعلامیې یوه برخه د ښځو ټولنیز او اقتصادي حقوقو پیاوړتیا ته اشاره کوي او د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې یې موقف اخلي.
د نومبر ۲۵مې د لمانځنې موخې:
د نومبر ۲۵مې د لمانځنې موخې عبارت دي له دې چې خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه پوهاوي ورکړل شي، ترڅو ټولنه د دې ستونزې جديت درک کړي. دغه ورځ د دولتونو په هڅولو سره د ښځو خوندیتوب لپاره د قانوني چوکاټونو جوړولو ته ارزښت ورکوي، ترڅو حکومتونه په دې برخه کې خپل مسئولیتونه په جدي توګه ترسره کړي. همدارنګه، قربانیانو ته تاوتریخوالي د مخنیوي او ژوند د ښه والي لپاره اړین خدمات وړاندې کول په دې ورځ کې یو له مهمو موخو څخه دی. په نړیواله کچه، دغه ورځ د ښځو د حقونو لپاره نړیوالې هڅې پیاوړې کولو ته ځانګړی ارزښت ورکوي، ترڅو د دې مسلې په وړاندې ګډه مبارزه وکړل شي.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي وضعیت:
د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې، په ټوله نړۍ کې له درې څخه یوه ښځه د ژوند په اوږدو کې د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي تجربه لري. تاوتریخوالی یوازې په انفرادي کچه نه محدودېږي، بلکې په سیسټماټیک ډول د ښځو اقتصادي، ټولنیز، او سیاسي ژوند برخې هم اغېزمنوي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه په لاندې ډول دي:
1. فزیکي تاوتریخوالی: دې ته د ښځو پر وړاندې هر ډول بدني تاوتریخوالی ویل کېږي، لکه وهل ټکول، شکنجه، وژنه، او عامه مجازات دا ډول تاوتریخوالی یوازې د ښځو بدني روغتیا ته زیان نه رسوي، بلکه د هغوی فزیکي او رواني حالت هم خرابیږي. د مثال په توګه، په هند کې د ښځو د وژنو او د “honor killings” پېښې پراخه دي، چې په ځینو مواردو کې د کورنیو لخوا ترسره کېږي.
2. جنسي تاوتریخوالی: دا ډول تاوتریخوالی د جنسي ځورونې، جنسي تیري، او د انساني قاچاق په شکلونو کې څرګندېږي. د جنسي تیري او ځورونې په حالتونو کې ښځې په زور یا فریب سره د جنسي عمل لپاره اړکېږي. د مثال په توګه، د جنسي تیري پېښې په جمهوریت د کانګو کې عامې دي، چیرې چې ښځې د جګړې په مهال د جنسي تیري قربانيان کېږي.
3. رواني تاوتریخوالی: د رواني تاوتریخوالي لکه توهین، ګواښونه، او د ښځو ژوند محدودول دي. په دې حالتونو کې ښځې د خپلو احساساتو او ذهنیتونو په وړاندې له لویې ستونزې سره مخ کېږي. دغه تاوتریخوالی د هغو ښځو لپاره زیانمن دي چې په کورنۍ کې د خپل خاوند یا مشرانو لخوا رواني فشار لاندې وي. د مثال په توګه، په بریتانیا کې د ښځو د رواني ځورونې راپورونه زیات شوي، چې پکې ښځې د خپلو شریکانو لخوا رواني بریدونو سره مخ کېږي.
4. اقتصادي تاوتریخوالی: اقتصادي تاوتریخوالی د ښځو اقتصادي فعالیتونو څخه مخنیوی او د هغوی د عاید حق نه ورکول دي. دا ډول تاوتریخوالی د ښځو د خپلواکي کمزوری کوي او هغوی د ژوند په نورو برخو کې محدودوي. د مثال په توګه، په سعودي عربستان کې ښځې تر ۲۰۱۸ پورې د کار کولو لپاره د خپل خاوند یا ولی د اجازې ته اړتیا لرله، چې دې ته د اقتصادي ازادۍ په برخه کې یوه لویه خنډ و.
په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو پراخ او جدي ستونزه ده چې د ګڼ شمېر هېوادونو کې روانه ده. په افغانستان کې، د طالبانو حکومت له راتګ سره، ښځې د زدهکړو، کار، او ټولنیز فعالیتونو څخه بېبرخې شوې دي، او د فزیکي او رواني تاوتریخوالي له مختلفو بڼو سره مخ دي. په ایران کې، ښځې د حجاب په اړه د سختو قوانینو او د حکومت د فشارونو سره لاس او ګریوان دي، چې له امله یې ګڼ شمېر ښځې نیول، شکنجه او ځینې وختونه وژل کېږي. هند کې ښځې د کورني تاوتریخوالي، جنسي تېري، او دودیزو ستونزو ښکار دي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د ناموسي وژنو، اسیدپاشۍ، او جبري ودونو پېښې زیاتې دي. د کانګو دموکراتیک جمهوریت (DRC) کې، جګړهیز تاوتریخوالی او جنسي تېری د وسلهوالو ډلو له لوري د جګړې یوه وسیله ګرځېدلې ده، او په یمن کې، د جګړې له امله ښځې د جنسي تېري، جبري ودونو، او کورني تاوتریخوالي ښکار دي. سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم ښځې د حکومت د سختو قوانینو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي. په سوریه کې، د جګړې له امله ښځې د جنسي تاوتریخوالي، استثمار او جبري ودونو ښکار دي. سودان کې د کورني تاوتریخوالي او جنسي زورزیاتي پېښې زیاتې شوې دي، او په متحده ایالاتو کې، سره له دې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په اړه قانوني مبارزې روانې دي، خو لا هم د جنسي ځورونې او کورني تاوتریخوالي پېښې شتون لري.
د افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی:
افغانستان اوس په نړۍ کې لومړي هېواد دی چې ښځي پکې له هر ډول تاوتريخوالي سره مخ دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د طالبانو د حکومت د بیا راتګ سره بېساري شدت موندلی دی. د طالبانو د حکومت تر بیا راتګ وروسته، ښځې د خپلو بنسټیزو حقونو څخه بېبرخې شوې دي، چې په دې کې د زدهکړې حق، د کار حق، او د ازادۍ حق شامل دي. د طالبانو له سختو قوانینو سره، ښځې نه یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو څخه ایستل شوې، بلکه د کار او اقتصادي فعالیتونو له فرصتونو هم بېبرخې شوې دي. دا وضعیت نه یوازې ښځې د ذهني او علمي ودې له امکاناتو بېبرخې کوي، بلکه د هغوی اقتصادي خپلواکي هم له منځه وړي. د طالبانو حکومت د ښځو په اړه سخت او محدود کوونکي پالیسۍ تطبیق کړې دي، چې د هغو په کې د ښځو حقونه د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله تر فشار لاندې دي. په دې کې د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی، د ښځو د ازاد حرکت محدودیت، او د ژوند په مختلفو برخو کې د دوی د حقوقو نه مراعتول شامل دي. ښځې د فزیکي تاوتریخوالي لکه وهل، ځورونې، او حتی وژنو سره مخ دي. رواني تاوتریخوالی هم یوه جدي ستونزه ده چې ښځې د رواني فشارونو، د ژوند د بنسټیزو حقونو نه لرلو، او د ټولنیز تبعیض ښکار کېږي. د دې وضعیت د اصلاح لپاره نړیوالې ټولنې او افغانان باید ګډو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو د ښځو پر وړاندې دا ظلمونه او محدودیتونه له منځه یوسي او د ښځو بنسټیز حقوق تضمین شي.
د مخنیوي لپاره لازم اقدامات:
د طالبانو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د حقونو د تامین لپاره یو شمېر مهم اقدامات باید ترسره شي. لومړی، نړیواله ټولنه باید یو متحد فشار په کار واچوي، لکه د اقتصادي بندیزونو او دیپلوماتیکو وسیلو له لارې چې طالبان د ښځو د حقونو رعایت کولو ته اړ کړي. دویم، د حقوقي میکانیزمونو په اړه د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې باید د ښځو لپاره مناسب پالیسۍ او اصلاحات وړاندیز شي. درېیم، د مثبت انعامونو سیستم باید جوړ شي، چې د طالبانو د ښځو پر حقونو احترام کولو په صورت کې د اقتصادي مرستو او تجارتي اړیکو پراختیا ته لار پرانیزي. څلورم، د فرهنګي او ټولنیز پوهاوي د زیاتوالي لپاره باید د دیني مشرانو او طالبانو سره د ښځو د حقونو اهمیت باندې خبرې اترې وشي. په پای کې، د طالبانو د حکومت د اصلاحاتو پر عملي کېدو باید دوامداره نظارت وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ښځو حقونه په رښتیا سره د نړیوالو اصولو سره سم خوندي کیږي.
نړیوالې هڅې او لارې چارې:
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې په مختلفو برخو کې ترسره کېږي، چې په کې قانوني چوکاټونه، پوهاوی او تعلیم، د ملاتړ خدمات، نړیوال تړونونه، کلتوري بدلونونه، ټیکنالوژي، او د نارینه وو ښکېلتیا شاملې دي. د ښځو د خوندیتوب لپاره ځانګړي قوانین جوړېږي او عدالت سیستم تقویه کېږي. همدارنګه، عامه پوهاوی او د زده کړو فرصتونو پراخول د ښځو د ځواکمنتیا او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره بنسټیز دي. نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه د دې هڅو ملاتړ کوي، چې د ټولو له همغږۍ سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي مخنیوی کې مهم رول لري. په دې توګه، د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره د ښځو، نارینه وو، ټولنې او حکومتونو ګډې هڅې اړین دي، ترڅو کلتوري، ټولنیزې، او اقتصادي خنډونه له منځه یوسي او د ښځو د خوندیتوب او پرمختګ لپاره چاپیریال مساعد کړي.