جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد کيسو کيسې: زموږ د کیسو تراژیدي| ايمل پسرلى

د کيسو کيسې: زموږ د کیسو تراژیدي| ايمل پسرلى

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي ٫٫ سپنتا شاهد است٬٬ خبره بیخي متل شوې ده. ډېر خلک چې یوه کیسه کوي یو څوک یادوي چې پلانی یې شاهد و یا قسم ورسره خوري. ګومان کوم موږ فکر کوو چې مقابل لوری مو په خبره باور نه کوي. حال دا چې که چا وننګولو بیا باید شواهدو ته یا قسم ته اړتیا ووینو. دغه حالت ما ته د لسیزو جګړو او بې باوریو له لاسه د پيدا شوي افراط زېږنده ښکاري. موږ که یو عادي کار هم وي خبره تر ولسمشره رسوو، که عادي جرم هم وي مجرم ته اعدام غواړو. موږ ته په چاودنه کې که مرګ ژوبله نه وي د خبر وړ پېښه نه ښکاري. ځکه خو زموږ په داستاني ادب کې هم تراژیدي د ګوتې وینې کېدل نه بلکې د غاړې پرې کېدل دي. ډېر مو په همدې هم بسنه نه کوي، د چا چې غاړه پرې شوې باید د کونډې ایکي یو زوی وي. یعنې که یې مور کونډه نه وه یا د ګڼو وروڼو خویندو له ډلې نه و بیا یې نو مرګ تراژیک او د خواخوږۍ وړ نه دی؟  دلته د ٫٫ ماریا٬٬ په نامه د اغلې صفیه وردګ یوه کیسه را اخلم . دا کیسه د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په لسمه نېټه تاند وېبپاڼه کې خپره شوې وه.  د ۲۸۹ ټکو دا لنډه کیسه پر تراژيدۍ راڅرخي. وبه یې لولو او وبه یې سپړو:

٫٫ماریا ټولګي ته راننوته.د کړکۍ تر څنګ کښېناسته.رنګ يې تښی و.بوټونه يې دوړن وو.په سپېرو شونډو يې یو ځای وینه ور وچه وه.بې له دې چې ترې وپوښتم راته کړل يې.

_هېڅ ښه نه یم.

پر شونډو يې ژبه تېره کړه.له ټيکري يې راوتلي جړ ویښتان پټ کړل.

_ټول فکر مې کور کې دی.ماغزه مې تیت پرک دي.له کوره چې راتلم مور مې مالګه تیاروله.

د باندې توپان شو.سترګې مو غبار ته ترخې شوې.کړکۍ مې بنده کړه.

_له هېڅ ماښامه دومره نه یم ډاره شوې لکه نن چې راځي.لمر ته ګوره څنګه په ډوبېدو دی.لکه زما مرګ ته يې چې بېړه وي.

_ ته لوستې يې، فکر لرې! دلیل نه شي ویلی؟

_مور مې وایي همدا دې نصیب دی.ستا برخه به خدای تر دې ډېره نه وي درکړې.

***

ټلیفون ته مې لاس کړ.زنګ تېرېده خو ځواب يې نه راکاوه.زړه مې ولوېد.ساعت څه کم یوه بجه وه.له لرې د ګڼو سپیو غپا راتله.مور به مې ویل د سپیو غپا بد خبر لري.ټلیفون مې یوې خوا ته کړ.ویده شوې وم.سهار تر نورو ورځو ژر را ویښه شوم.څو زنګه مې ووهل.ځواب بل چا راکړ.ځوږ و.ګډ غږونه وو.دومره مې سهي کړای شول چې ویل يې خور مې ځان زندۍ کړی.

ټلیفون مې بند کړ.فکر کوم نوی لمر راختلی و، د پردې له چولو څو ټوټې مالومېده.ولټېدم د پردې چولې مې پټې کړې.په ټلیفون کې مې د ماریا څو پخواني عکسونه وکتل، کمرې ته ځیر وه.په ټولو عکسونو کې يې خندلي وو.

***

نه پوهېږم څرنګه ویده شوې وم.چې راولټېدم کوټه تیاره غوندې وه. فکر مې کاوه څو شپې به تېرې وي.پرده مې کش کړه.څو باډېوې هسکې ټيټې کېدلې ،یوه په ونه کې بنده وه.

د ماریا د مرګ لومړی مازدیګر و.خو لمر لا نه و لوېدلی،تر هغې مې ورته کتل چې ولوېد.٬٬

په فېسبوک کې عمومآ د هغو کسانو مطالبو ته زما ډېر پام کېږي چې املا او انشا یې سمه وي. له ګڼو داسې کسانو سره مې بیا پاللې او یا خبرې کړي چې باسواده راښکاره شوي دي. د دوی لیکنو باندې ډیرې خبرې نه کېږي ، خپله هم ځان ګوښی ساتي ما ته دا تراژيدي ښکاري چې نالوستي مو پورته پورته کېږي او دا لوستي مو غلي وي. د کلونو په اوږدو کې مې د خواله رسنیو همدا ډول ځینې ملګري همکاران یا همکارانې شوې هم دي. پر دوی لومړی سلام زه کوم. صفیه وردګ مې هم همداسې پر فېسبوک ولیدله. باسواده وه. د مسنجر برخې ته لاړم دوه کاله وړاندې یې روغبړ راسره کړی و خو نه و غږېدلي. دا په کابل کې د  پښتو ادبیاتو د دریم کال محصله ده. پر کیسو یې راسره بحث وکړ، داسې راښکاره شوه چې پر کیسه پوهېږي، غور پرې کوي او خوند ترې اخلي. خپله یې هم لیکي.

که په یوې جملې کې د “ماریا” د لنډې کیسې کیسه وکړو نو خبره دا ده چې ماریا ځکه ځان وژلی چې په یو چا ودېده او دې نه غوښت. یا ماریا ځکه ځان وواژه چې پر نامعلوم برخلیک اوښتونکې وه.

صفیې وردګ غوښتل د ماریا په وژلو د لوستونکي خواخوږي ورخپله کړي. د خواخوږۍ وړ خبره ده اخر یوه انسان ځان وژلی. خو ایا تراژیدي یوازې د یو چا په مرګ خلقېدی شي؟ صفیه جانه محصله ده او خپله وايي چې دا یې د کیسه لیکنې پیل دی.  خو دا به زموږ لومړنۍ یا ښايي وروستۍ لیکوال/لیکواله نه وي چې د لوستونکي خواخوږي د یوې څېرې په مړینې لاسته راوړي.  له اغلې وردګ مې وپوښتل چې په دې کیسه کې چې شاید مکان یې کابل وي د توپان پر ځای دوړه ښه نه وه، خو تا ځکه توپان کارولی چې تراژیک یې وښيې؟ ویل یې هو خو دې ته د لوستونکي د خواخوږۍ خبره دا وه چې  ٫٫ تراژيدي دا ده چې دا ځان وژني او زه نه ژاړم.٬٬

د راوي یا نکلچي نه ژړل معلوم نه دي. کیسه پای ته رسېدلې شاید لوستونکی نور قضاوت وکړي چې راوي ژاړي که نه.  خو ما ته د دې کیسې تراژیدي دا ده چې  د یوې نجلۍ له غوښتنې خلاف هغه ودیږي. نور نو دا چې پر هغې څه کېږي هغه جلا خبرې دي. دا ځان وژني، غلې کېږي، تسلیمیږي که هر څه کوي هغه بله کیسه ده. اغلې وردګ  راته ولیکل ٫٫ ما د بهرنیو لیکوالو په لیکنو کې دومره خواخوږي او اوج ( د تراژيدۍ ) نه دی احساس کړې( لکه د پښتو په کیسو کې). موږ چې هر څه وکړو د چاپېریال له اغېزه ځان نه شو خلاصولی.٬٬ دا خبره یې شاید دقیقه وي پر ټولو انسانانو هغه څه اغېز کوي چې شاوخوا یې ګوري او احساسوي یې چې پر نورو یې هم  کوي. یا موږ هم هغه څه کوو چې نور یې هم کوي. صفیې جانې ته مې ولیکل ٫٫  زموږ په کیسو کې عمومآ د کونډې ایکي یو زوی مري. حال دا چې که یوه مېرمن لس زامن ولري، کونډه هم نه وي ، د یوه زوی نوک یې مات شي د مور درد بیا هم درد دی. که دغه درد بیان شي بیا به مو هم تراژیدي خلق کړې وي. که لوستونکی د انسان په ځور ځورېږي په دغه پېښه هم باید هغومره وخوږېږي لکه په هره بله پېښه.  صفیې وردګ وپوښتلم :

–    ما ډېر فکر پرې وکړ، دا مې نه غوښتل چې د مرګ خبره دې دومره ښکاره راشي. خو ونه شو، که تاسو لیکلی د زیندۍ خبره مو څرنګه کوله؟

–    ما دا دوه خورلڼې سره بې تماسه پرېښودې. نور د لوستونکي کار دی چې د ماریا برخلیک وټاکي. په ‌ خپل فکر یې زیندۍ کوي ، که پر یوه قید ګیره سړي یې ودوي چې هغه بیا پرې له ټولې نړۍ سره اړیکي بندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب