جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهګرانې سپوږمۍ! |هیله پسرلی

ګرانې سپوږمۍ! |هیله پسرلی

انا به مې ویل خبرې په زړه کې مه ساته. دا چې ځوانه وه، په کلي کې د دوی کور ته نږدې د اوبو ویاله وه، دې به ورته د زړه حال تیراوه.

انا جانې به له ټوکو ویل: تاسې ښاریانې بیچاره ګانې خو نه ګودر لرئ ، نه ویاله نو هغه د تشناب اکرب سور سطل له اوبو ډکوه ، د زړه حال ورته وایه.

د تشتاب له اکرب سور سطل سره مې خبرې نه کېږي. چې کوچینۍ وم له ستورو سره غږیدم خو ‍ډیر وخت کیږي چې د کابل په اسمان کې یوازې سپوږمۍ پاتې ده.

له کړکۍ یې څارم. نن سپوږمۍ پوره ګرده ده.  چې پوره وي، داسې ګڼم چې مخامخ راته ناسته ده او چې نوې رابره شوې وي بیا داسې ګڼم لکه په تلیفون چې چا سره غږیږم.

ګرانې سپوږمۍ! ډیر وخت نه یو سره غږیدلي، خو څه به درته وایم، خاص څه نشته ژوند همدا یو رقم روان دی، وړې وړې خبرې، لویې لویې خلقتنګۍ.

ښوونځي کې نوي بوټونه مود شوي، ټول یې لري.‌ مور یې راته نه اخلي، وايي د تیر کال بوټونه دې نوي سوچه دي. ته وا که ۵۰۰ افغانۍ ډیرې ولګوي نو په ښار کې به کاختي راشي.

 رښتیا نن مې په ښوونځي کې له شپږم نمره سره جنګ وکړ. په دولسم صنف کې ده، الف یې تر ب لا سم نه دي زده، ټوله ورځ په دې غره وي چې قد یې جګ دی او مخ یې سپین. لوده شی ده… اصلا نن مې ټوله ورځ خلق په تنګ و، لالا مې نه پریږدي چې د اختر کمیس دوه ګوتې لنډ جوړ کړم او اغا جان دغه یوه خبره کلکه نیولی چې زنانه دارالمعلمین به وايې، اوس نو اغا جان څرنګه پوه کړم چې پوهنتون خو څه  حمام نه دی چې زنانه او مردانه ولري… اوف

دا چیغې اورې؟ دا مې وروڼه دي. د افغانستان د کرکېټ مسابقه ده. ټول د تلویزیون په کوټه کې ناست دي، څلور سترګې یې ورته نیولي. هغو لوبغاړو خوارانو ته مې خوا بدیږي، کله د نر زامن شي کله نو بیا… چې څه  یې په خوله راځي ورته وايي.

 پخوا به مې کرکټ کاته. کوم لوبغاړې ته مې ښایسته وویل، لالا راته بد بد وکتل، بیا مې کرکېټ پریښود.

اه ګرانې سپوږمۍ! ته به وايې چې یو ښه خبره خو راته وکړه. خو قسم چې زما ژوند دغومره مزخرف دی چې درته وایم یې.

لالا مې سور مرچ دی، له پزې پورته ورسره خبرې نه کیږي، ټوله ورځ یې په پوهنتون کې د سلفیانو‌ په اخیسلتو تیریږي او چې کور ته راشي بیا داسې اکتونه کوي ته وا د ښار ټول سړکونه دهجارو کړي.

د کوچینی ورور مې پرته  له تهمت او شیطانته بل کار نشته. په ۱۲ کلني کې یې دا حال دی چې وروسته به څه بلا ترې جوړه شي. نوم یې شریف دی خو سم شر دی.

  مور مې یا لمونځونه کوي‌ یا پیغورونه راکوي. «دا نو جارو شو؟ د چا کور به ور ړنګ کړې!» شل دفعې مې ورته ويلي‌ چې دا هر څه دې دومره ښه زده دي، پخپله یې کوه، په ما یې چیشې ته کوې، خو چا ته وايي!

 خور خو هسې هم نه لرم. شکر چې نه یې لرم هغه به لا بل غم وه.

اوف،

ګرانې سپوږمۍ! نور به نو څه درته وایم، دلته نه خلک ستا په خبره پوهیږي، نه خپله خبره درته سمه کوي. او نن مې انا جانه یادیږي چې ژوندئ وه ،سات مې تیر و. په ګډه به مو لنډۍ جوړولې، ما به لیکلې. ‌هغه کتابچې مې اوس هم کلکې ساتلي. خو نور نو لنډۍ نه شم جوړولی.

اه مهربانې انا جانې، کاش دغه اوس دلته وی…‌

ـ ـ‌ ـ ـ ـ ـ ـ ـ‌

 ـ پښتنې، وه پښتنې چیرې یې؟

ـ اوف شریفه بیاااا پیدا شوې. څه خبره ده؟

ـ چیرې یې؟ چای دم کړه، لالا وايي چاکلیټ‌ هم  ورسره راواخله.

ـ خو دغه مخکې مې تازه چای دم کړ.

ـ هغه وخته خلاص شو. په دې تیاره کوټه کې څه کوې.

ـ رقص! چیشی کوم ناسته یم.

ـ افغانستان وګټله، زمریانو وګټله.

ـ ښه شکر چې لوبه تمامه شوه. څو دقیقو کې زما ډرامه شروع کیږي.

ـ ډرامه مرامه نشته، نیم ساعت کې د ایرلینډ لوبه ده.‌

ـ اوس نو ستاسو یې په ایرلینډ څه!!

ـ کرکېټ ‌دی، کرکېټ خوند کوي ،خوند. دا کړکۍ دې ولې خلاصه کړې؟ پرده کش کړه، له هغه بلاکه ښکارې

ـ سترګې نه لرې، ګروپ ګل دی.

ـ تا ته نه ښکاري، د بلاک والو ته ښکارې. کش یې کړه، کنه، لالا ته وایم.

ـ توبه خدایه، دا ده کش مې کړه.

ـ لالا ویل اوبه سمې جوش کړه ،مخکې دې هم چای خام و.

پای

د مارچ ۱۸ مه ۲۰۲۰

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب