جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرځان / شاعره: شپنه سلګۍ

ځان / شاعره: شپنه سلګۍ

زه که هندارې ته هم ودريږمه

زه که په دوړو خړې شوې زلفې

شانه کول هم غواړم

که چيرته زړه مې وشې

چې سترګې تورې کړمه

چې را په زړه شي خپل غم،غم چاپيريال

سترګې مې ډکې شي له تړمو اوښکو

هنداره پريږدم او په ځمکه کينم

په زنګون سر کيږدمه

تودې،تودې تازه،تازه،اوښکې مې

د سترګو تویې شې او وژاړمه

***

د چا چې لارې کوڅې

د اور لمبې ونيسې

د چا چې کلى اولس؛ پولې پټي

باروت،باروت شي او لوګى،لوګى شي

چې غريبي په هر يو کور د ننه

د ټولو خلکو په حال

د غم ځپلو څېرو

په کړاغو سترګو پورې

ټوکې کوي او خنداګانې کوي

ځان به یې څه په یاد وي

***

چې هره مور بچو ته نه شي کتاى

چې هر يو پلار له بچو مخ اړوي

چې هره خور له ورور نه خپل غمونه

په خپله تار،تار لوپټه پټوي

چې هر يو ورور د خپلې خور له سترګو

خپل خړ سپيره مخ په څادر کې نغاړي

چې ټول د کور لويان په خپل، خپل کور کې

خپل وږي،تږي په ژړا ماشومان

په درغجنو دلاسو چوپ کوي

هلته به څوک هنداره مخ ته نيسې

***

هلته به څوک زلفې په شا واړوي

هلته به چيرته وي رانجه د سترګو

هلته به سترګو تورولو ته څوک

له ژړيدلې زړه سره دغسې

د خپل ښايست د رژېدو له غمه

ځان سره مينه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب