«جادوګر هنر» مي ولوست. جادوګر هنر د ښاغلي استاد اسدالله غضنفر ضخيم اثر دی. مومند خپرندويي ټولني (جلال اباد) دويم ځل په ۱۳۹۶لمريز کال په ۶۰۹مخونو کي چاپ کړی دی.
په دې ارزښتمن اثر کي ۷۸عنوانه ليکني دي. د شعر، شاعر، ادب، کره کتني، ژوند او ټولني، سبک، هنر، ميني، فلسفې او ځيني نور موضوعات رانغاړي. ويلای شم په دې کتاب کي د نورو ليکنو په نسبت د خوشحال بابا د شاعرۍ په اړه ډېر څه ويل شوي دي.
د کلاسيکو شاعرانو پر شعر او شاعرۍ ئې هم بحث کړی دی او نويو ټکو ته ئې پکي اشارې کړي دي. ځيني ليکني پکي ډيري اوږدې دي. ځای ځای پکي يوه منظومه ژباړه هم راغلې ده.
پر لنډيو، مرسل مجاز او ادبي اهميت ئې، د پښتو د اوسني او پخواني شعر توپير، پخوانۍ او اوسنۍ کره کتنه، قافيې او ځينو نورو موضوعاتو ئې ښه اوږدې او مفصلي ليکني کړي دي. د ادبياتو د مينه والو لپاره ډېر څه لري. د ادب او هنر مينه وال دي له جادوګر هنره خپل ادبي او هنري ذوقونه خړوب کړي.
استاد غضنفر صاحب دا کتاب هم لکه د نورو کتابونو په ډېره روانه او خوږه ژبه ليکل شوی دی. د استاد ليکنۍ ژبه دومره خوږه ده، چي د لوستلو پر وخت داسي احساس کوې لکه استاد چي ږغيږي. دا ئې د ليکنۍ ژبي لوی کمال دی.
خدای دي استاد ته اوږد، سوکاله او خوښ ژوند ورکړي، چي پخپل ليکني هنر مو په نورو جادوګرو هنرونو هم ونازوي او پر پښتو ژبي او ادب د خپل ليکني هنر نوري پيرزويني هم وکړي.
ځيني ټکي د ياداښت په ډول:
*ښه لاره دا ده چـي ذهـن غـيـر عـادي کـړو او له عادته ئې راوباسو چي ناليدلي وليدلای شو او وصال ومومو.
*بخت د هر چا د کور دروازه ورټکــوي، خو دا نه ورته وايي چي دروازې تـه څوک ولاړ دی.
*نا معمول حالت مو حواس بيــداروي، کله چي حـواس بيدار شـي بيا ممکن هـغه څه ووينو چي تر اوسه مو نه دي ليدلي.
*د عواطفو ساحه د فکر له ژورتيا او پراختيــا سره اړه لري او فـکر له مطالعې سره ښه غوړيـږي.
*د هنر اندازه کول د کيفيت اندازه کول دي او کيفيت تله نه لري چي يو من غنم دي پکي بل وخت هم يو من غنم شي.
*د ډيـري ښـې شاعـرۍ او لــيکوالۍ لپـاره صـادق اوسېدل ، پر ځان باور کول او جرأت لرل ضروري توکونه دي.
*موږ ادبيات د دې لپاره چي د ژوند په هغو شېبـو کي شريک شو چي په موږ نه دي تېري شوي او يا خو برسېرن ورباندي تېر شوي يو.
*هغه مينه چي له جسم او ظاهري ښکلا سره کيږي نسبي او موقتي وي.
*يـو عـاشـق تـه د اشنـا بـېلـتون ډېـر شديـد غـم دی او د هغـه ديـدن بې حده خوشحالي ده.
*عشق کېدای شي انسان سرلـوړی کـړي، پـه انسان باندي جنتي خوند وڅکي او انسان د غم په اور کي وسوځوي.
*مينه د خواخوږۍ، وسواس، کيني، رخـي، بدګومانۍ، ويري، سرلوړۍ، قهر، وفا پښېـمانۍ، سرښنـدني، نهيـلۍ، ذلت، غم، خوشـحالۍ او نورو متــضادو روحي کيفيتونو مجموعه ده.
*هغـه پـوهه او بـصيـرت چي پـه کاغذ باندي د يو څه له ليکلو، د خپلي ليکني له خوند اخيستلو، پر خپله ليکنه باندي لـه خوند اخيستلو، د کاغذ له څيري کولو دوباره ليکلو او د يوه همېشني اظطراب له لرلو حاصـليږي د ادب هيڅ استاد ئې نشي راکولای.
*هغه څوک چي ويريږي چي بيا به خلک راته څه وايي که د ډېر ښه استعداد خاوند هم وي د لوی هنر په رامنځته کولو کي نه کاميابيږي. د ادب د ډګر بې زړه لوبغاړي د سياليو اصلي بايلونکي دي.