مزدور کار د پلې لارې کټارې ته په ناستو تکیه کړې وه، پښې یې د چوک لور ته غځولې وې.
یو تن چې شنه کورتۍ یې په تن وه، څه یې په لاس کې و، د ده مخې ته تیر شو بیرته لنډ راوګرځید. ده سترګې وچې ورته ونیولې. دې سړي د چوک بل لورې ته د هغو کسانو خواته مخ واړاوه چې هغوی هم دیاړي ته ناست وو.
مزدورکار پاڅید. دا بل سړی ودرید، ده هم اوسپنیزه کټاره ونیوله. د سړي تور بوټونه ورته وځلیدل، شونډه یې په غاښ ټینګه کړه:
« که مې کار ته وروغواړي….بخشش هم…»
تر سر تړلی دستمال یې پرانیست بیا یې له سره تاو کړ:
« په هغو پسې ور نه شي»
دې سړي د ده خوا ته سترګې واړولې. د مزدورکار شونډې ویړې شوې. دا سړی د ده په خوا راغی. دی هم لږ ورمخته شو، خوله یې پرانیسته چې څه ورته ووایي. دې بل کس لاس ورته ونیو:
-مه خوځه
کمره یې ورته ونیوله:
-اجازه ده چې عکس دې واخلم
ده دواړه لاسونه د تړلي دستمال پر سر وتپل. اوږې یې وخوځولې. ملا یې نیغه کړه. غاړې یې تازه کړې. دې سړي کمره لاندې ونیوله. د مزدورکار چپې سترګې لمر ته اوبه وکړې. پر سر د تړلي دستمال راځوړنده ژۍ یې پرې تیره کړه دا بله سترګه یې ده ته نیولې وه.
دا سړی د ده څنګ ته ودرید د کمرې شیشه یې ورته ونیوله:
-ډير عالي عکسونه راغلی دی، هنري دي
مزدورکار د ده د عطرو بوی ته پوزه کش کړ او پستو لاسونو ته یې ځیر شو. دې سړي ورته وویل:
-کوم عکس دې خوښ شو؟
مزدورکار وخندل، زیړ غاښونه یې په تور مخ کې وځلیدل. دې بل سړي د کمرې تسمه غاړې ته واچوله، په هغه لور روان شو چې پرې راغلی و. ده زړه و چې ورغږ کړي چې مزدورکار مو نه دی پکار، خو لاړې یې تیرې کړې لکه روژه چې یې وي ژبه یې له وچ تالو سره ونښته.
پای