تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۳۰مه) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تورخم کې د دروازې پرانیستلو لپاره چمتووالی شوی دی او همدارنګه کار روان دی، څو د سپین بولدک سربېره، د غلام خان او خرلاڅي لارې هم پرانیستل شي.
پر فرضي کرښه پرتې ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرې اوونۍ تر سختو نښتو پر مهال وتړل شوې.
د دغو لارو د تړل کېدو له امله دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.
تر دې مخکې طالبانو خبر ورکړی و، چې د سپین بولدک لاره یوازې په یو طرفه ډول د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده، خو تازه یې د ټولو دروازو خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د یادو لارو د تړل کېدو له امله ګڼ شمېر افغانان د کرښې دواړو غاړو ته ایسار دي، چې د ناروغانو په ګډون پکې د زاړه عمر لرونکي کسان هم شته.
دوی غوښتنه کوي، چې لارې دې ژر پرانیستل شي.
په همدې حال کې پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې نن ورځ به یوازې هغو پاکستانۍ لاریو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته له هغې غاړې ناقانونه افغانان را واړوي.
د یادونې وړ ده چې پر فرضي کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ نه زیانمنېدو په تړاو په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ هوکړې هم شوې دي، خو څارونکي د پاکستان پر نیت شک لري.