لیکنه: طارق وزیر
عموماً په ارواپوهنه کې دوه ډوله اثار لیکل کیږي.
یو یې د موضوعاتو علمي تعریفونه، تاریخ او پېژندنه ده، چې دا ډول اثار په پوهنتون کې تدریسیږي او تر ډېره د هغو کسانو لپاره وي چې ارواپوهنه یې مسلک وي.
خو دوهم ډول یې بیا داسې دي چې په دې انګیزه لیکل کیږي، چې ورځني ژوند کې ورڅخه استفاده وشي او خلک یې د خپل ژوند د چارو د سمون او رواني روغتیا لپاره لولي، یعنې عملاً د کارونې وړ وي او دا ډول اثار د عامو او خاصو لپاره وي؛ ځکه له ارواپوهنې د هیچا خلاصون نۀ شته نو مجبوراً څۀ نا څۀ مطالعه یې هر چاته بویه.
د استاد مصطفی صفا (ارواپوهنه د ټولو لپاره) د کتاب مهمه ځانګړنه دا ده چې د دواړو برخو ګډوله ده، یعنې لومړۍ درته موضوع په علمي ډول تعریفوي او بیا یې هغه اړخونه تشریح کوي چې په ورځني ژوند کې مرسته کوي؛ مثلاً د خوب په موضوع کې لومړی د خوب دوه علمي تعریفونه وړاندې شوي چې خوب داسې راپېژني:(د انسان په بدن کې د ورځنیو فعالیتونو له مخې یو شمېر ستړي کوونکي کیمیاوي مواد تولیدیږي او دا مواد بیا د وینې له لارې ماغزو ته رسیږي، په دې سره د ماغزو او ټول بدن کړنې سستوي او انسان ته خوب ورځي. خو یو شمېر نور څېړونکي په دې اند دي چې خوب د انسان د ماغزو د هیپوتلاموس برخې د فعالیتونو له مخې منځته راځي؛ هیپوتلاموس دماغزو هغه برخه ده چې د انسان د عاطفي او هیجاني کړنو په ضبط او اداره کې فعاله ونډه لري او دغه برخه یو د خوب او بل د بیدارۍ مرکز لري. د څېړونکو په نظر د دغو مرکزونو تحریک د خوب او ویښوالي سبب کیږي او د دې په مقابل کې د یادو مرکزونو ګډوډي او تخریب د زیاتې بې خوبۍ او یا تر اندازې د زیات خوب لامل ګرځي.)
خو تر دې وروسته پر هغو لارو چارو بحث کوي چې په عملي کولو یې د خوب ګډوډۍ ختمولی او منظم خوب کولی شو، د خوب د وخت پر اندازه، د ځای،زمان سربېره نورې عملي لارې چارې ښیي.
بل مثال به د شخصیت اړوند بحث ورکړم چې لومړۍ د شخصیت لپاره څو علمي تعریفوي شوي چې ماته یې دا جامع ښکاره شو:( یو شمېر اروپوهان شخصیت یو انتزاعي او مجرد مفهوم ګڼي چې له معنوي صفاتو څخه جوړ شوی او د یوۀ کس هغه کړنې، پارېدنې،پېژندنې او غوښتنې په ځان کې رانغاړي چې له نورو سره یې په ګډو اړیکو کې راڅرګندیږي.)
تر دې وروسته په دې اړه خبرې شوي چې عملاً څنګه یو ښۀ شخصیت واوسو، شخصیتونه په څو ډوله دي او د مختلفو ارواپوهانو لکه فرویډ،یونګ،کرچمر، اریک فروم… له نظره د شخصیت جوړونې ډلبنډي او نظریات راوړل شوي دي.
د دغه دوه مثالونو پر قیاس ټول کتاب همداسې لیکل شوی چې مختلف او ډېر موضوعات یې په لمن کې پراتۀ دي لکه: ذهن او ډولونه یې،انګېزه، حافظه، بېلابېلې رواني ناروغيو پېژندنې او حل لارې، عادت، خوښي، فکر، باور، احساسات…..
د کتاب په وروستۍ برخه کې د مختلفو موضوعاتو په اړه لنډې انګیزشي جملې راوړل شوي او په لسو ارواپوهنیزو حکایتونو پای ته رسیدلی دی.
صفا صیب د ادبیاتو استاد دی نو ځکه یې نثر هم عالي دی،جملې یې ساده،لنډې او عام فهمه دي.
موضوعات یې یو وار خپله سم هضم کړي او بیا یې په ساده ژبه وړاندې کړي چې هره طبقه پرې پوهیدلی شي او واقعاً ټولو ته د ګټنې وړ دي؛ انسټاین ویلي چې پر کومه موضوع شپږ کلن ماشوم پوه نۀ شې کړای خپله ورباندې پوه نۀ یې؛ نو زۀ باور لرم چې د همدې نظریې له مخې صفا صیب پرې سم پوی دی.
په کتاب کې خبرې د څیړنو له مخې شوي چون ارواپوهنه تر یوۀ حده تجربي علم دی نو پکار ده چې د شوو تجربو له مخې کره او وروستي نظریات بیان شي.
بله خبره پر یوه موضوع د مختلفو نظرونو راوړل دي، چې دا چاره لا ګټوره تمامیږي او لوستونکی فکر کولو ته رابولي؛ همدارنګه مرسته ورسره کوي چې هر ډول اثر او نظر ته انتقادي کتنه وکړای شي.
زموږ ځینې خلک فکر کوي چې د بهرنیانو کتابونه به ښۀ وي، خو باید متوجه شو چې هغو کې هم زیات کتابونه زېړه ارواپوهنه غږوي چې علمي نۀ ده، یا له مهارت او لارښودنې پرته انګیزه ورکوونکي دي، ځینې یې د ټولنیزو شرایطو د بدلون له وجې زموږ په درد نۀ خوري؛ نو راځئ چې دا ځل د خپل پښتون لیکوال دا علمي اثر ولولو،چې زموږ د خپلو شرایطو په رڼا کې د پښتنو لپاره لیکل شوی او باید قدرداني یې وکړو.
تاسې د کتاب لوستو ته رابولم او زۀ خپله لیکنه په کتاب کې راغلو دریو لنډو خو مهمو جملو پای ته رسوم.
– موږ زیات وخت دې ته اندېښمن وو، چې دا نور خلک به زما او زما د ژوندانۀ په هکله څۀ فکر کوي، خو واقعیت داسې نۀ دی؛ خلک د دې پر ځای چې ستاسې د ژوند په اړه فکر وکړي،له خپل ژوند سره ډېر بوخت دي او شپه او ورځ هغو ته فکر کوي.
– رنځپوهانو او روان پوهانو تایید کړې چې اضطراب او رواني مړاویتوب له بېکارۍ سره ملګري وي. دوی وایي، هغه وګړي چې مناسبه کاري بوختیا لري، ډېر کم له دغه حلاتو سره مخامخ کیږي. د دوی په اند،کار د انسان ذهن وینځي او نۀ یوازې د انسان ژوند ته معنا ورکوي، بلکې د هغو په رواني ثبات او باطني ارامۍ کې هم ونډه لري.
– د یو انسان جسمي توان د عمل لپاره دی او ذهني توان یې د تفکر او تخیل لپاره. دغه دواړه ځانګړی حد او اندازه لري. هوښیار هغه څوک دی چې خپل عمر د هغو شیانو په لار کې بې ځایه تېر نۀ کړي چې د هغو توان نۀ لري او تر دې هوښیار بیا هغه څوک دی چې خپل ټول ذهني او جسمي توان پر هغه څۀ باندې راټول کړي چې په ښۀ ډول یې ترسره کولی شي.