جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسماعیل هنیه د وژل کېدو جزییات

د اسماعیل هنیه د وژل کېدو جزییات

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د ایران سپاه پاسداران په تازه معلوماتو کې ویلي چې نوموړی د شپې په ۲ بجې له هوا څخه په ویشتل شوې ګولۍ یا وسیلې وژل شوی دی.

مخکې ګومان کېده چې د نوموړي پر استوګنځي به وسله وال برید شوی وي.

سپاه پاسداران وايي چې اسماعیل هنیه د تهران په شمال کې په یوه ځانګړي استوګنځي کې اوسیده. له ده سره یو ساتونکی یې هم وژل شوی دی.

سپاه وايي چې د دې پېښې نور جزییات به وروسته وړاندې شي.

ایراني چارواکي وايي چې د اسماعیل هنیهد جنازې مراسم به سبا په تهران کې په ځای شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د سپاه په قول ویلي چې پر اسماعیل هنیه اسراییل حمله کړې ده.

په داسې حال کې چې ایران او حماس د اسماعیل هنیه د وژلو پړه پر اسرائیل اچوي، د اسراییل د پوځ ویاند وايي چې دوی د وضعیت ارزونه کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاجري وايي چې “په داخلي دفاعي پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.”

د اسراییل حکومت تر دې دمه د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

حماس ویلي چې د اسماعیل هنیه ترور به بې ځوابه پاته نه شي.

1 COMMENT

  1. دا شخص ایران اخوندانو او سپاه شیاطینو وژلي. ایران د مسلمانانو د بدنامولو لپاره داعش رامنځ ته او مسلمانان یې په عراق او سوریه کې وځپل. بیا یې د خپلو او روسانو د ګټو لپاره د حماس په لاس له اسرایلو سره جګړه پیل او په پایله کې د صیهونیستي ظالم پوځ په لاس یې نیږدي ٥٠ زره مسلمانان ووژل. د هاني وظیفه ختمه سوه ، اوس یې اوواژه. د روافضو خبیثو دا ډول فتنو مثالونه زیات سته، لکه د وحدت ګوند په لاس د خلکو په سرو نو د میخونو ټکوهل، د خزو سینې پریکول او رقص مورده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب