جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسماعیل هنیه وژل کېدو ته د طالبانو غبرګون

د اسماعیل هنیه وژل کېدو ته د طالبانو غبرګون

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) پر افغانستان د طالبانو واکمن اسلامي امارت د فلسطین د حماس ډلې د سیاسي مشر دوکتور اسماعیل هنیه په وژل کېدو خواشیني ښودلې.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: شهید اسماعیل هنیة یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطیني مشر و، هغه په بریالي مبارزه او جهاد کې سترې قربانۍ ورکړې او دا دی په همدې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.

د طالبانو اعلامیه وړاندې کاږي: شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره بریا ده، هغه بریالی شوی او خپلو لارویانوته یې د مقاومت، ایثار، صبر، زغم، مبارزې او په همدې لاره کې د عملي قربانیو درس پرېښود.

د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د ایران سپاه پاسداران په تازه معلوماتو کې ویلي چې نوموړی د شپې په ۲ بجې له هوا څخه په تهران کې په ویشتل شوې ګولۍ یا وسیلې وژل شوی دی.

په داسې حال کې چې ایران او حماس د اسماعیل هنیه د وژلو پړه پر اسرائیل اچوي، د اسراییل د پوځ ویاند وايي چې دوی د وضعیت ارزونه کوي.

حماس ویلي چې د اسماعیل هنیه ترور به بې ځوابه پاته نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب