جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران مشرانو ژمنه وکړه چې د اسماعیل هنیه غچ به واخلي

د ایران مشرانو ژمنه وکړه چې د اسماعیل هنیه غچ به واخلي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه يي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او سپاه پاسداران په جلا جلا اعلامیو کې وویل چې د ایران په خاوره کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه قتل به بې ځوابه پرېنږدي.

خامنه يي ویلي«جنایتکار او تروریست صهیونستي رژیم په دې کار ځان ته د سختې سزا زمینه برابره کړه او د هغه د وینې بدل، چې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کې شهید کړل شوی، خپله دنده ګڼو.»

 د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې «ایران به د خپلې مځکنۍ بشپړتیا، عزت، حثیت، افتخار او شرف دفاع وکړي او نیواکګر تروریستان به له خپل خوار عمله پښېمانه کړي.»

د ایران سپاه پاسداران هم په یوه اعلامیه کې ویلي:«بې له کوم شکه د صهیونستي رژیم جنایت به د مقاومت د پیاوړې او سترې جبهې، په تېره بیا د اسلامي ایران له دردناک ځواب سره مخامخ شي او د فلسطیني ملت د حقونو او ارمانونو په دفاع کې د (شهیدالقدس) ډاکتر اسماعیل هنیه د جهاد او مبارزو برکتونه به ورسره ملګري وي.»

ایران د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په خاطر درې ورځې ویر اعلان کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي د جنازې مراسم به سبا په تهران کې ادا شي. خو ټاکل شوې ده چې د نوموړي جنازه په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې اسماعیل هنیه، چې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، د شپې په ۲ بجې له هوا څخه په ویشتل شوې ګولۍ یا وسیلې وژل شوی دی.

مخکې ګومان کېده چې د نوموړي پر استوګنځي به وسله وال برید شوی وي.

سپاه پاسداران وايي چې اسماعیل هنیه د تهران په شمال کې په یوه ځانګړي استوګنځي کې اوسیده.

1 COMMENT

  1. HEZBULLAH&IRAN MYBE SHOW RESPONSE ,ABOUT THE ISMAIL HANIA SHAHADET,
    GOD BLESS HIM/
    HE LOST SELF AND WHOLE FAMILY FOR PALASTINIAN,
    THESE ARE REAL MUJHID/THIS IS TEACH FOR ALL MUSLIMS,
    HE FORGIVE LIFE AND FAMILY FOR FREEDOM OF LAND AND HOME
    ALL AH WILL GIVE HIM JANATUL FERDAUS
    amin

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب