جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسماعیل هنیه پر وژل کېدو د طالبانو غبرګون

د اسماعیل هنیه پر وژل کېدو د طالبانو غبرګون

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د طالبانو حکومت د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه غندلې او د هغه قتل یې د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.
د طالبانو حکومت په دې اړه نن (چهارشنبې) په خپله اعلامیه کې د فلسطین او حماس دفاع خپله اسلامي او بشري دنده بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې «اسماعیل هنیه یو هوښیار او بااستعداده فلسطیني مسلمان و، چې په خپلې بریالۍ مبارزې او جهاد کې یې سترې قربانۍ ورکړي او دا دی په همدې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.»
د طالانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي:«په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلې خاورې د حماس اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجيبه ګڼي او د يرغلګر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»
په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي:”شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره بریا ده. هنیه بریالی شو او خپلو پلویانو ته یې د مقاومت، قربانۍ، صبر، زغم، مبارزې او عملي قربانۍ درس ورکړ.”
 
طالبانو د حماس پر مشر وژل کېدو د فلسطین له ولس سره خواشیني څرګنده کړې او د فلسطین او حماس دفاع یې خپله اسلامي او بشري دنده بللې ده.
طالبانو له مسلمانو او عربي هېوادونو غوښتي، چې د اسراییل د بریدونو د مخنیوي لپاره خپله پوره هڅه وکړي.
دوی خبرداری ورکړی چې د “اسراییلو جنایتونو” دوام به په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي او د هر ډول پایلو مسوولیت به د اسراییل او ملاتړو پر غاړه وي.

5 COMMENTS

  1. مرګ پر امريکا او اسرايلو او ددوى پر مزدورانو په ټوله نړۍ کى شرير ترهګر نجس مکار فتنه اچونکى دي

    • منافقت هم حد لري. د همدا امریکا ٤٠ میلیونه ډالره هره اونۍ د ای آیس ای په لاس تاسو ته سپارل کیږئ. که په خپلو خبرو صادقه یاست نو امریکا ته اووایاست چې، نور دا ٤٠ د اونۍ مونږ نور نه غواړو.
      اوس خلک هوښیار سوي په دغو ډرامو نه خطا اوځي. د ایران او د اخوندي رافضي عقایدو بڼست
      ایښودونکي خلک د عبدالله ابن سبع تر منځ نمایشي ډرامه چې، هدف یې د مسلمانانو وژل دئ. ارمان چې هغه بې ګناه فلسطینیان د دغې لوبي قرباني نه وی شوي.

  2. قطرڅوک دی ؟ قطر ی جاسوسان زموږ له غمه مړه دی ! لږ سوچ په کار دی دومره مه احساساتی کیږی موږ وخته په وړو اوغټو پروژو وېشل شوی یو اوهمدلته لګیا یو دشلمې وهو.

  3. دا چي اسلام وایی :حکومتونه د کفر سره بقا کولی شی خو د ظلم سره
    پایښت نلری.
    موږ که د ایران د آیت الله حکومت ته وګورو په تیرو ۴۵ کلو کی د انحصار ،ظلم او بی عدالتی په نتیجه کی لږ تر لږه نیم ملت ناراضه ،فرار او یا هم زندان کی شپی تیروی ،آیت الله او مقربین یی د خپل بقاء لپاره انحصار ، ظلم او بی عدالتی د دین تر جامی لاندی پر سنی او شیعه تحمیلوی، همدی بی عدالتی زمینه فرار او بیګانګی ته مساعده کړی ،د ملت مظلومه برخه مجبوریږی چي له هری وسیلی د ظالم پر وړاندی کار واخلی.
    د ایران د وزیر خبره اوس د دښمن نفوذ دی حد ته رسیدلی چي هر څه ته خطر پیښیدی شی او دا ښه درس دی ظالمو حکامو ته.
    د ایران پیښی او بیا وروستنی پیښه د سپاه پاسداران په اړوند میلمستون کی همدا ثابتوی چي ملت تر ډیره له امامت فاصله لری او نور دا ظالم امامت سبب یا نقطه وصل حیثیت یی بایللی او د ټول ملت راټولولو جاذبه نلری.
    طالبان چي په ظلم او بی عدالتی کی د ایرانی واکدارانو او پنجابی جنرالانو پیروی کوی او بیا خاصتا د ښځو اذیت او تجاوز چي افغانستان کی سابقه نلری د امامت او خبیثو جنرالانو د پیروی زیږنده ده او ورځ تر بلی دا رذالت زیاتیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب