جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ د ملي او تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلو د...

کرکټ بورډ د ملي او تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلو د سیالیو وختونه او ځایونه اعلان کړل

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې او تر نولس کلونود کشرې لوبډلې د راتلونکو مسابقو په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

د کرکټ بورډ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په سپټمبر کې له نیوزیلنډ سره ټیستلوبه وکړي او ورپسې به له جنوبي افریقا سره په درو یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ شي.

دا سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې تر ۲۲ پورې په جنوبي افریقا کې وشي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ټیستلوبه د هند په نویدا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب کېږي.

کرکټ بورډ وايي، له جنوبي افریقا سره د دغه هیواد په کوربه توب به درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې پ میاشت کې په ترتیب د سپټمبر په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه وویل: ((دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د لومړني ځل لپاره د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو او کوربه توب یې هم د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی. له شک پرته سویلي افریقا د کرکټ په نړۍ کې یو ستر نوم دی او له اتلانو سره د دوی سیالۍ به له ولولو او خوندونو ډکې وي.))

د افغانستان کرکټ بورډ همداراز د افغانستان، باکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو د مسابقو وخت او ځای اعلان کړ.

د کرکټ بورډ پر اساس، دا درې اړخیزې سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې د نوومبر په ۱۳ نېټه پیل او په ۲۶ پای ته ورسیږي.

د دې سیالیو یو هدف د ۲۰۲۴ د اسیا جام سیالیو ته تیاري ښوول شوې.

په پام کې ده چې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سرهخ د افغانستان تر نولس کلونو کشره لوبډله څلور سیالۍ وکړي او لومړۍ مسابقه به یې د نوومبر په ۱۵ مه له پاکستان سره وي.

افغان ځوانان به خپله دویمه لوبه د نوومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي. د نوومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه به افغان لوبډله یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي او د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه به په لومړي پړاو کې د خپلې وروستۍ لوبې په موخه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نوومبر په ۲۶مه نېټه د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ او د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره لوبغالي لا تر اوسه نه دي مشخص شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب