پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالب چارواکو ادعا؛ افغانستان کې د ۸ میلیارده ډالره پانګونې ژمنه...

د طالب چارواکو ادعا؛ افغانستان کې د ۸ میلیارده ډالره پانګونې ژمنه شوې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم معین مولوي احمدالله زاهد ادعا لري چې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې او د ۸ میلیارده ډالره نورې پانګونې ژمنه شوې ده.

هغه نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت خپلو ستراتيژیکو موخو ته د رسېدو لپاره د افغاني محصولات او تولیداتو لپاره د هېواد په دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړي چې دغه محصولات ترویج او بهرنیو بازارونو ته لاره پیدا کړي.

د زاهد په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت توانیدلی چې په تېر یوه کال کې د سوداګریزو آساتنیاوو او ټرانزیټ په برخه کې د سیمې او نورو هېوادونو سره ۱۰ بېلابېل هوکړه لیکونه نهايي کړي او د روسیې، چین، پاکستان، ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي چارو او پانګونې په برخه کې لا همغږي او نږدېوالی رامنځته شوی دی.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې له دې جملې ۱.۸ میلیارډه یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات دي.

آخندزاده زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې ۱۰۰ کارخونې پرانیستل شوې، شاوخوا ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه او څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوې، د پانګونې څه باندې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي، د ځان بسیاینې کچه له ۴۸ قلمه څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې او د سوداګرۍ برخه کې د آسانتیاوو، بیو کنټرول او کنټرول کمېټو په رامنځته کېدو سره، د لومړنیو او خوراکي توکو په بیو کې ۲۸ سلنه کمښت راغلی دی.

د طالب چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې بېلابېلو سکټورونو کې د شاوخوا ۸۰۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه شوې، چې تر ټولو زیاته پانګونه یې د کانونو په برخه کې شوې ده چې شاوخوا ۵۰۶ میلیارده افغانۍ دي او د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمنه هم شوې ده.

طالب چارواکي نږدې هره اوونۍ یو ځل ادعا کوي، چې د یوه بهرني هېواد پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې ژمنه کړې خو عمل کې داسې ادعاوې کمرنګه بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب