پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد اسماعیل هنیه وژل کېدو ته د یو شمېر افغان سیاسي څېرو...

د اسماعیل هنیه وژل کېدو ته د یو شمېر افغان سیاسي څېرو غبرګونونه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د افغانستان یو شمېر سیاستوالو په تهران کې د فلسطین د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل غندلي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید په کلکو ټکیو غندي.

د کرزي په وینا، په داسې حال کې چې د غزې ناورین د حل هڅې روانې وې، د هنیه وژل کېدل دا خبرې ټکنۍ کوي او په دې اساس دا پېښه په منځني ختیځ کې دسولې او ثبات ضد عمل و.

د پرځیدلي جمهوري نظام اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او یو شمېر نورو افغان سیاسي څېرو هم د نوموړي وژل کېدل غندلي.

مخکې د طالبانو واکمن رژیم هم دا برید غندلی او هنیه یو پياوړی او مبارز مسلمان ګڼلی و.

د طالبانو منتقدانو بیا ویلي، چې که هنیه افغان او همداسې قیافې سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کولای؛ طالبانو به په ډېرو نومونو تکفیر کړی او ژوند ور تریخ کړی وای.

د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د ایران سپاه پاسداران په تازه معلوماتو کې ویلي چې نوموړی د شپې په ۲ بجې له هوا څخه په تهران کې په ویشتل شوې ګولۍ یا وسیلې وژل شوی دی.

په داسې حال کې چې ایران او حماس د اسماعیل هنیه د وژلو پړه پر اسرائیل اچوي، د اسراییل د پوځ ویاند وايي چې دوی د وضعیت ارزونه کوي.

حماس ویلي چې د اسماعیل هنیه ترور به بې ځوابه پاته نه شي.

2 COMMENTS

  1. د دینی _ مذهبی تړاؤ او احساس پرته او فقط د انسانی رسالت په رُڼا کی؛
    هغه څوک چی د فلسطین آزادی غوښتونکی غورځنګ ته د امپریالیزم او استعمار په عینکو ګوری نو په حقیقت کی ئی د انسان نه بلکه د سپۍ او خرې او خنزیر شیدې رَودلی دی او بس.

  2. ایت الله ګانو :
    دوژنې او په نښه کولو علت هغه هم دتهران په ګېډه کې باید وڅېړل شی.
    کرزی او ګل مرجان په افغاتستان کې دصهیونیزم لپاره په دوامداره توګه څه ونه کړل چې اوس د منځنی ختیځ دامنیت اندېښنه لری ! ابل خلقی/پرچمی اتمر خو هرڅه له هرچا سره لاس لیک کول اوس په کوم سیاسی دریز یا مورال کې ددغه شهید وژنه په کومه سیالی کې پالی؟
    اوکه هسې ځان ښودنه ده له بده مرغه دغه ډول فرهنګ همدې مظلوم ولس کې لا دوام لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب