په شعرونوکي يې غزلونوزما په زړه منګولې ښخولې، يوازي زما پرزړه نه بلکي دهرهغه چا زړه ته يې دغزل شاپېرۍلارکوله چي مطلق يوځل يې د ده غزل اورېدلې واى، دا ځکه چي د ده په خټه کي د يوه داسي شاعرپلار وينه په غورځنګ وه چي له خوشحال خان خټک څخه وروسته يې د پښتوغزل اننګوته سرخې ورکړې ده.
ستاپه اننګوکي د حمزه د وينوسره دي ——- ته شوې د پښتوغزله ځوان زه دي بابا کړمه .
هوحمزه شېنوارى يادوم .
د خداى کارونه دي د پښتوژبې هغه نازکخيال شاعر(حمزه بابا)هم د نن څخه ١٨کاله وړاندي په همدغه ورځ ١٩٩٤کال د فبروري په ١٨نېټه له دې فاني نړۍ سره په مخه ښه کړي وه .
د شعر، ادب اوکلتور مينانو يې د همدې ورځي لپاره د ويرټغرغوړاوه چي د بل غم ږغ پر وسو((مراد شينوارى هم د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسيد.))
مرګ حق دى اوهيڅوک که پاچا دى که ګدا،ل ه دغه پورڅخه ځان نه سي ژغورلاى.
په دې اړه پاک خداى (ج) پخپل سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کي په ښکاره فرمايلي دي ((هرژوندى څکونکى د مرګ دى.))
وخت پوره سو، مرادشينوارى چي نږدې دوې مياشتې د پېښورد شېرپاؤ په روغتون کي د ورپيښې ناروغۍله امله پربسترپروت ؤ، خپل پور يې ادا او ټول د ادب مينه وال يې په سرو اوښکوپرېښودل.
مراد شېنوارى د پښتوپرشاعرۍ سربيره په اردو ژبه هم ښه خوندوره شاعري کوله .
د شاعرۍ ترڅنګ نوموړي د پښتوفلمونو لپاره هم په خپل وخت کي داسي په زړه پوري کيسې ليکلې وې چي په هره کيسه کي يې د پښتنو په وړاندي پرتې ستونزي غبرګي (منعکسي)کړي دي .
پردې سربيره يوشميرزاړه پښتوفلمونه هم دنوموړي په سندروسره دليدونکوزړونوته لارپيداکړې وه، په دې لړکي موږدبنګړي اوهتکړۍ،زخمونه اونوروفلمونويادولاى سو.
زموږدغه په مرادرسيدلى شاعردرې چاپ (د خيبرادب، آينه اوپلوشې) اوځيني نور ناچاپ اثارهم خپلو پښتنو ته پرې ايښي دي.
ويل کيږي چي نوموړي د پېښور په راډيو کي د کارکولو ترڅنګ د پېښور پوهنتون په کتابتون کي هم دنده سرته رسولې ده .
په کندهارکي د هيواد کلتوري ټولني مسؤل واصل حسنيار، مرادشينوارى د خپل وخت يوله هغو شاعرانوڅخه ګڼي چي د دوو ژبو د شاعرۍ ترڅنګ يې د ليکوالۍ ډګرکي هم په لوړمعيارسره قلم چلولى دى.
د حسنيارپه خبره : ((دمرادشينواري مړينه به ترډېره دپښتوپه ادبي ډګرکي له ياده ونه وزي اوهرکله به د ده په شاعرۍ اوليکوالۍ دادب نغرى تودوي . ))
د مرادشينواري هرکلام دڅوځله ويلووړتيالري . خوزه يې ديوغزل يوازي دادوه بيتونه له تاسوسره هم شريکوم ترڅو تاسو هم راسره موافق سى چي مرادشينواري په رښتياهم د شعرپه کوه قاف کي له ډېره وخته بلد او پرډېرو کږليچونو يې ځان خپل مرادته رسولى ؤ.
زلفي پراوږو باندي اړوي رااړوي، ما پرسرو لمبوباندي اړوي رااړوي .
نورديار د سترګوبه ووايمه څه درته ، زړونه پربڼو باندي اړوي رااړوي.
په لنډه توګه يادونه کولاى سم چي دمرادشينواري له نوم اوشاعرۍ سره نه يوازي ديوې سيمي بلکي د ټولوسيمو پښتانه ادبپال اشنا او د هريوه په زړه کي يې يوه ځانګړې د ميني ماڼۍودانه کړې ده.
په کندهارکي ميشت ټول قلموال، شاعران، ليکوالان او ژورناليسټان دنوموړي مرګ لويه ضايع ګڼي، کورنۍ ته يې د جميل صبراومرحوم شينواري ته جنتونه غواړي .
روح دي ښاد اوکورنۍ دي يې له نورغمه ليري وي.