سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+ ګونګ شعرونه / روهیله خان 

 ګونګ شعرونه / روهیله خان 

چاته به نه وايې يو راز ده ژوندانه درکوم
سترګي ده نسته خو بيا هم درته رانجه درکوم
ځينې شاعران هڅه کوي چي د شعر ظاهري اړخ يې يوه معنا ولري او په باطن کي يې بله معنا پټه وي زمونږ ستر شاعر کاظم خان شيدا په داسي مضمون باندي برلاسي لرله، بل اړخ د فلسفې دی چې غني خان، اشرف مفتون او د اوس دور سيد شاه سعود يې په پښتو ادب کي ښه مثالونه دي خو په ياد شعر کي نه فلسفه وينو نه پيچلی مضمون د نفسياتو خبره خو بيخي ليري ده.
د يو شاعر د شعر اوله کړی ده وايې “ستا ګوتې زما په لاس کي سا اخلي” په دي کړۍ کي يو انځور دی که څه هم لږ پیکه دی خو د ښاغلي باقر د شعر په شان ګونګ او ڼوند نه دی، ښاغلي باقر د ژوندانه راز ورکول غواړي هغه چاته چي سترګې نه لري راز په رانجه کي دی اوس د پېچلي مضمون له لاري ورته وګورو نو په ادبي سمبولونو کي سترګه خپله د ژوند علامت دی خو دلته چي شاعر چاته د ژوندانه راز ورکول غواړي هغه خپله سترګې يعني ژوندون نه لري تر دي ځايه خو شعر ښه دی خو شاعر په راز کي ورته رانجه ورکوي چي په سمبولونو کي د رانجه د مرګ،تيارې،جهل نښان دی.
د جملو رسمول اړين نه دي هغه څه ته پام کول پکار دي په کم کي چي زمونږ د اصل شاعر او شاعري راز پټ وي لکه زمونږ شاعري په کمه پيمانه کم دودونه لري يا کم شعري انځورونه يې وړاندي کړي دي، ادبي دود او تصويرونه هغه څه دي چي شعر تر ډيره ژوندی ساتي په پښتو شاعري کي واحد شاعر غني خان دی چي شعر يې ادبي دود نه لري خو بيا يې هم شعر تر ننه د پښتنې ټولنې علاوه په نورو کي هم ژوندی پاته دی خو که خوشحال بابا ته وګورو بيا نو پکار دی چي هر شاعر د ادبي دودونو پابنده پاته سي مونږ په ۶۹ برخه کي ډير ورباندي ږغيدلي يو.
په شعر کي تصويرونه وړاندي کول يا شعر د تصويرونو په ژبه رسمول د يو کاميابه شاعر نښانې وي خو زمونږ د ټولنې اکثره شاعران له داسي ستونزو سره مخامخ دي که څه هم د شاعر لپاره د یوه نوي مضمون لټول اړين دي خو د نوي مضمون په لټه کي د خپل شاعرانه دودونه تر پښو لاندي کول به په راروان کي د پښتو شاعری د ګونګوالي سبب وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب