چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+له وسلې سره خدای پاماني (ناول) ارنیسټ همینګوي

له وسلې سره خدای پاماني (ناول) ارنیسټ همینګوي

د کتاب په اړه.

د کتاب نوم: له وسلې سره مخه ښه.

لیکوال: ارنیسټ همینګوي.

ژباړن: رزاق راحل.

د ژباړې پای: ۱۳۹۳.۱۲.۱

د ژباړن برېښنالیک پته:[email protected]

خپرندویه: مومند خپروندویه ټولنه.

د پښتۍ ډيزاین: مصطفی درانی.

چاپ: لومړی چاپ.

د کتاب کرکټرونه.

د دې کتاب عمومي کرکټر یا راوي: فریډریک هنري. د پوځ د امبولانس د برخې کارکونکی.

کاترین بارکلي: بریتانوۍ نرسه ده. بارکلي او هنري یو له بل سره په مینه کي دي.

هیلن فرګوسن: سکاټلنډۍ نرسه ده. دا او کاترین یو ځای کار کوي.

رینالډي: فریډریک هنري او دی یو ځای کار کوي. رینالډي پوځي جراح دی.

پادري(کشیش): دوی ته مذهبي مشورې ورکوي.

فرعي کرکټرونه: تورن، جګړن، د روغتون چوپړوال او میرمن يې، بوډا میرز او میرمن يې او د هنري ځیني نور ایټالوي ملګري.

ډالۍ…..

هغه چا ته، چي د پښتو ادب بډایه کولو لپاره يې لستوڼي رابډ وهلي، چي يا يې په تېر کي کار ورته کړی یا په حال کي یا هم په راتلونکي کي کار ورته کوي.

۷۸۶

ياداښت!

د خدېجه الکبرا فرهنګي او ټولنیزه ټولنه له لسو کلو راپدېخوا په ښکلي او تاریخي ولایت، کندهار کي د آغلي مریم درانۍ تر مشرۍ لاندي فعالیت کوي. دا ټولنه ویاړ لري، چي په دې موده کي يې د زده کړیزو او تعلیمي پروګرامونو له لارې، په ښځینه قشر کي ظرفیت جوړونه رامنځته کړې او د هغوی د عامه پوهاوي سطحه يې لوړه کړې. د ښځينه شخصیتونو روزل، د هغوی د پوهي، کورني او اقتصادي، حالت لوړول نور هغه کارونه دي، چي یاده ټولنه يې سرلوړې کړې ده.

الف: د زده کړې او تعلیم په برخه کي:

په کورنۍ او ټولنه کي د یوې مسلماني مېرمني مسؤلیتونه او د عامه پوهاوي د کچي لوړول د قرانکریم او د دیني مسایلو د وروښوولو له لاري. د کورنیو د اقتصادي کچې د لوړاوي لپاره د فني او حرفه يي ټولګیو په لاره اچول. لکه: خیاطي، ګلدوزي، غالۍ اوبدنه، ګلسازي، بیک جوړول، څپلۍ ګنډنه او ارایشګاه. د خویندو د پوهي د سطحي د غوړېدا په برخه کي د دې ټولني مسؤلین د کورنیو له مشرانو سره په ګډه په دې توانېدلي، چي د سواد زده کړي، انګلیسي کمپیوټر، انټرنیټ، رسامي و خطاطي او لاسي کارو د ټولګیو له لاري د خپلو کندهاري خویندو په خدمت کي وه اوسي. نوموړې ټولنه همدا ډول ویاړي، هغه خویندي چي له دې ټولني سره يې اړېکي لرلې او لرې يې هم، نن ورځ د ښونځیو په لوړو ټولګیو کي درس لولي او یا هم له دولسم ټولګیو فارغه سوي او په ټولنه کي په دنده بوختي دي. د خدېجه الکبرا فرهنګي او ټولنیزه ټولنه په ورته وخت کي په کندهار کي د معلولو او کڼو خویندو په خدمت کي ده. هغوی اوس دومره بریالۍ سوي، چي د ژبي زده کړي په ټولګیو کي له پښتو او دري ورهاخوا په انګليسي هم خبري کولای سي.

ب: د عامه پوهاوي په برخه کي:

د کندهاري خویندو د عامه پوهاوي د کچي لوړاوي لپاره د خبرو اترو د محافلو، سیمینارو او کنفرانسونو په لار اچول. د دې لپاره چي د پوهاوي لړۍ د کندهار تر ټولو کورنیو پوري ورسېږي او د کندهاري ولس په تېره بیا د ښځینه قشر په خدمت کي وه اوسي. دې ټولني په کال ۲۰۱۲ کي مېرمن راډیو پرانیسته. چي د پروګرامونو ۷۵٪ تمرکز يې پر ښځینه مسایلو او پاتې ۲۵٪ تمرکز يې پر عمومي مسایلو ورټول دی. د مېرمن راډیو نشراتو د کندهار له ۱۷ولسوالیو څخه ۱۴ولسوالۍ تر پوښښ لاندي نيولي دي. خپروني يې عبارت دي له: دیني ټولنيزي، ښوونيزي، فرهنګي، اقتصادي، په خاص ډول د عامه پوهاوي خپروني. د یوې ترسره سوې سروې له مخي تر اتیا زره زیات خلک د دې راډیو له خپرونو ګټمن سوي. مېرمن راډیو په کندهار کي د ښځینه قشر د ستونزو سپړونکې.

ج: د عدالت غوښتني په برخه کي:

د کندهار د ښځو د عدالت غوښتني شبکه د خدېجه الکبرا ټولني د خدماتو یوه بله بېلګه ده، چي په ۲۰۱۲ کال کي د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر تاسیس سوه. هدف يې په کندهار کي د زیانمنو سویو مېرمنو سره د هغوی د حقوقو د لاسته راوړلو په لار کي همکاري او مرسته ده.

د: ملالۍ میوندي انټرنیټ کیفې:

د دې لپاره، چي خویندي لا ډېر معلومات ترلاسه کړي او خپلې درسي ستونزي حل کړي. دغه کیفې رامنځته سوه، چاپېریال يې بشپړه ښځينه او وړیا دی. خویندي کولای سي، چي د اسلامي او پښتني اصولو په مراعتولو سره له دې اسانتیا ځانونه ګټمن کړي.

ر: له بې وسه مېرمنو سره اقتصادي مرستي او په اضطراري حالاتو کي د کندهاري ولس په شمول د نورو هیوادوالو لاسنیوی.

س: د کندهار د ځوانو لیکوالو د کتابو د خپرولو په لړ کي له هغوی سره مرسته او همکاري.

لاسته راوړني:

څنګه چي هیڅ یوه کړنه د خدای او خلکو په وړاندي بې مزده نه پاتېږي، آغلې مریم درانۍ هم د دې د هغو ارزښتمندو هڅو په وړاندي، چي د جنوب غرب حوزې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر يې سرته رسولي؛ ګڼې کورنۍ او بهرنۍ جایزې ترلاسه کړي. هغه جایزې او ستاینلیکونه چي له هیواده بهر يې ترلاسه کړي:

لمړۍ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۲۰۱۲ کال د زوړري مېرمني جایزه.

دوهمه: د پنسلوانیا ایالت د ښاروال له لوري د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۵ نېټې د زوړري مېرمني ستاینلیک.

دریمه: د واشنګټن ډې سي د ښځو له طرفه د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۶ د فعالي مېرمني ستاینلیک.

څلورمه: د انډیانا ایالتي مجلس له لوري د فعالتریني مېرمني ستاینلیک. ۲۰۱۲ د مارچ ۱۲.

پنځمه: د ټایم مجلې له لورې په کال ۲۰۱۲ کي د آغلې مریم درانۍ پېژندنه د نړۍ د سلو اغېزمنو شخصیتونو په جمله کي.

شپږمه: په کال ۲۰۱۲ کي د عراقي او افغان مېرمنو، د سولې په اړه په ګډو خبرو اترو کي د ګډون ستاینلیک.

اومه: په ۲۰۱۳کال کي د مریم درانۍ پېژندنه د ۳۰ ځوانو شخصیتونو د حقوق بشر د ځوانو فعالو په لړ کي.

اتمه: د هالنډ پادشاهي، د روزولټ بنسټ له لوري د بیان ازادۍ په برخه کي د څلور ازادۍ مډال ترلاسه کول.

په وروستیو کي د خدېجه الکبرا فرهنګي او ټولنیزه ټولنه په دې ویاړي، چي د دې کتاب په خپرولو سره د کتاب د مینه والو په خدمت کې ده. دغه کتاب چي اوس ستاسو په لاسو کي دی، په پنځه سوه ټوکه کي؛ زموږ د دوست او همکار، ښاغلي عبدالرزاق راحل ژباړه ده. نوموړی کتاب د دې ټولني په مالي مرسته چاپ سوی او د هیوادوالو خدمت ته وړاندي سوی. په وروستیو کي په علمي او نورو برخو کي د ښاغلي عبدالرزاق راحل او د هیواد د نورو ځوانانو د کامیابیو په هیله یو. د پرمختللي افغانستان په امید.

خدېجه الکبرا فرهنګي او ټولنیزه ټولنه.

۱۳۹۴/۴/۱

لومړی فصل

د هماغه کال د خزان په وروستیو شپو او ورځو کي موږ په یوه کلي کي اړولي وه. د کلي په سر کي سیند بهېده. د سیند په هاغه اړخ کي یوه هواره منطقه او له هغې ورهاخوا د غرو لړۍ پیلېده. د سیند په بستر کي غټي او وړې ډبرې، پر دوی باندي د لمر وچي او ځلیدونکي وړانګې او له پاسه پرې زلالي او تکي شنې اوبه په شړهاري رواني وې. د کور څنګ ته مو یو سړک غځېدلی وو، چي د پوځیانو د تګ راتګ لار وه او کله چي به دوی تېریدل، د دوی د پښو راولاړ شوی ګرد به د ونو پر پاڼو باندي لوېده. د ونو تنې خو په دوړو کي له سره تر پایه غرقي وې. هماغه کال بلګونه له وخته وړاندي ورژېدل. پر سړک باندي تېریدونکو پوځیانو ته به مو کتل، دوی چي به هر قدم پر مځکه ایښوده، ګرد به نور پسي ډیرېده. له دې خوا به بیا باد به د ونو په بلګو پسې راوهلې وه، له یوې څپې سره به یو خروار بلګونه کښته پر مځکه پراته ول. پوځیان چي به تېر شول، پر سړک به د پاڼو او بلګو پرته بل څه نه وه.

د سیند په ګاونډ کي هواره سیمه ډیره آباده وه. ګڼ میوه لرونکي باغونه او ښکلې سرسبزي يې لرل. خو تر دې ورهاخوا بیا پراته غرونه خړ او سپېره ښکاریدل. په همدې غرو کي جګړه روانه وه. د شپې له خوا، چي کله به توپونه پر ډزو راغلل، لمبې به يې موږ لیدلې. لمبې يې د دوبي لمر ته پاتېدې، خو دوبی نه وو. د شپې به ډیر یخ وو، خو د باران یا واورې څرک نه لګېده.

ځیني وختونه به مو په تیاره کي د پوځیانو د تګ راتګ او درنې توپخانې چي موټرونو به کشولې شورماشور اورېده. ماخستن به پر سړک باندي ازدحام زښت ډیریده. بېشمېره غاطرې، چي په خورجینو کي به یې وسلې او مهمات بار ول، خړ خړ موټرونه چي پوځیان به يې انتقالول او ګڼ نور باربري موټرونه چي له پاسه به پرې ترپالونه هوار ول؛ پر سړک باندي ورو ورو روان ول. لوی او درانه توپونه به بیا د ورځې له خوا هم انتقالېدل، په لویو موټرانو پسي به يې تړلې ول، د غټو غټو سږمو له پاسه به يې زرغونې پاڼې او ښاخلې پرې اچولې وي. په شمالي اړخ کي مو تر درې ورهاخوا د شابلوط ونو یو ځنګل او د سیند په دې څنګ کي یو غر وو، د دې غر پر سر هم جګړه روانه وه، خو چندانې په مزه کي نه ښکارېده. په مني کي چي کله باران وشو او بلګونه ټول پر مځکه راپرېوتل، ټولې زرغونې ونې په تشو تنو او سپېرو ښاخلو بدلې شوې. د انګورو کروندې هم ګرده سپیرې او خړي ایسېدې. د سیند له پاسه یو ډول خوپ وو او د غره له پاسه وریځې راټولیدې. لوی موټرونه چي به کله پر سړک تیریدل، د لارې په اوږدو کي پلي پوځیان به يې په خټو ولړل. دوی به تر لندو باراني کوټو لاندي لانده ټوپکونه له ځېګر سره جوخت نیولي ول. د دوی پر ملاوستي به دوې چرمي غوټکۍ، چي ۶،۵ملي متره مرمۍ پکښې وې، ځوړند وي. په دې خړ رنګه غوټکیو کي مرمۍ شخي شخي راوتي وې. کوم پوځیان چي لاندي پر سړک به تېریدل او دا ډول چانټې به يې تړلي وي، داسي به ښکارېدل لکه شپږ میاشتنی ماشوم چي يې په نس وي.

یو ډول وړوکي خړ رنګه موټرونه ول. ډیر په بېړه به پر لار تلل. یو افسر به له موټروان سره په مخکي سیټ او څو نور افسران به شا ته ناست ول. دغو موټرونو تر غټو موټرونو ډیري خټې پاشلي او که به یو کوتاه قده عسکر د دوو جنرالانو په مینځ کي ناست وو، ډیر وړوکی به معلومیده. یوازي به يي خولۍ او ډنګرې اوږې ښکاریدې. او که به موټر یو څه ډیر تیز روان وو، نو هغه بیا پادشاه وو، چي په يوډین کي هستېده او په ښار کي به د دې لپاره ګرځېده، چي د ښار له حال و احوال نه ځان خبر کړي، خو حالات خراب ول.

د ژمي له پیل سره دایمي بارانونه له اسهال سره یو ځای راغلل، خو تداوې يې پیل شول. په پای کي معلومه شول، چي پوځ کي یوازي اوه زره نفره مړه شوي وه.

دوهم فصل

په راروان کال کي مو ګڼ فتوحات وکړل. له درې ورهاخو غر او د شابلوط ځنګله ډډه مو په خپل واک کي راوستل. د دې تر څنګ په جنوبي دښته کي هم پرمختګونه وشول. له دې سره موږ هم تر سیند پورېوتو او په ګوریزیا کي مو په یوه کور کي واړول. ښکلې فواره، تک شین باغ او د انګورو په تاکانو پټ دېوالونه يې درلودل. جګړه اوس په څنګلوري غره کي چي له موږ څخه ایله یو میل لا لیري نه وو، په زور کي وه. ښار ډیر ښکلی وو، زموږ د زړه راکښونکي کور شا ته سیند بهېده البته ښار له ډیري ویجاړۍ او ورانۍ پرته فتح شوی وو. خو له موږ څخه ښه ورهاخوا غر لا د دښمن په لاس کي وو. خوشاله وم. داسي ښکارېدل، چي اتریشیان د جګړې له پایته رسیدو وروسته ښار ته د راستنېدو هوډ لري، ځکه له ښاره د وتو په وخت کي يې سخت بمبار نه وو کړی. یوازي يې ځانته د اوړو پزه ایښې وه. په ښار کي اوس هم خلک اوسېدل. کافې شاپ او روغتونونه اوس هم فعال ول. د کوڅې په سر کي توپخانې سنګر نیولی وو. دوې کنجره خاني هم وې. یوه د عسکرو او یوه هم د افسرانو لپاره. د دوبي له ختمه سره یخو شپو، له ښاره ورهاخوا غرو کي جګړې، په توپ ویشتل شوې د اورګاډې پټلۍ، د سیند له پاسه مات پل چي د جګړې ډګر وو، د څلورلارې پر دواړو اړخو ولاړو ونو؛ په ښار کي موجوده نجونو او هغه بادشاه چي په موټر کي به تېریده، ځیني وختونه به يې کوچنی تنه او مخ چي خړه ږیره يي هم پري ایښي وه ښکارید، او بیا ناڅاپه د هغو کورونو د دننه منظره چي د توپ په مرمۍ لګیدلي ول، د کورو ماتو خښتو او کودرکو په باغ یا به هم ځیني وختونه دباندي په کوڅه کي په ښکاره معلومیدل، دغو ټولو شیانو د (کارسو) خزان له تېر خزان څخه چي موږ په وطن کي وو، ډیر متفاوت کړی وو. جګړې هم په عین حال کي تغیر کړی وو.

له ښاره سره نژدې د شابلوط ځنګل له خاورو سره برابر شوی وو. په دوبي کي، کله چي موږ دلته راغلو، ځنګل زرغون او اباد وو، خو اوس د ونو د تشو تنو، ګوګلیو، ماتو ښاخلو او په بمانو الوزول شوي مځکې پرته بل څه نه وه. یوه ورځ د مني په پای کي دې ځنګله ته راغلم، همالته ولاړ وم چي د غره له پاسه رارواني وریځې ته مي پام شو، ډیره په بېړه مخ په وړاندي راروانه وه، په ضرب د څو دقېقو کي ټوله شین اسمان او ژړ لمر پټ شول. ورسره رنګینه نړۍ په توره و سپینه بدله شوه. په څو شیبو کي واوره پیل شوه. له واورې سره باد هم ملګری وو، تش تور میدانونه، د ونو تنې، توپونه، او د توپخانې شاته وه ټټۍ ته تللې لار، ټول په واورو کي پټ شول.

ګړی وروسته، په ښار کي د افسرانو په کنجره خانه کي ناست وم او د کړکۍ له لارې مي دباندي وه ورېدونکي واورې ته کتل. په همدې ننداره بوخت وم، چي یو ملګری مي هم راغلی. استي شراب مو راوغوښتل، دوه ګیلاسونه مو ځیني ډک کړل او بیا د واورې غټو غټو غټیو ته چي ورو ورو مځکې ته راکښته کېدل په سیل شوو. موږ پوهېدو چي د سږ کال لپاره جګړه پر همدې ځای پایته ورسیدل. له سینده ورپوري غر فتح نه شو. البته د سیند ورهاخوا یو غر هم ونه نیول شو. د هغوی فتح کول راروان کال ته وځنډول شول. زما سره پر مېز ناست ملګري پادري ولید، چي د کوڅې په خټو او ډم باراني اوبو کي خورا په احتیاط روان وو. ده د پادري پام رااړلو په خاطر کړکۍ وټکول. پادري لوړ وکتل، ويې لیدو او مسکی شو. ملګري مي د راتګ بلنه ورکړه، خو هغه سر وښوراوه او پر خپله لار رهي شو. هماغه شپه په خوړنځای کي، ټولو په بېړه آش وخوړل. په پنجو به مو راپورته کړل، هغه به نو په پنجه پسي ځړېدل، تر څو چي خولې ته به کښته شول یا به مو هم  په شونډو کي ونیول او خولې ته دننه به مو راسر وهل. بیا به مو په وښو کي له پېچلي منګي نه څيښاک پسي کاوه. په یوه ګوته به مو هم پر ګیلاس منګی راکوږ کړ او هم به مو په هماغه لاس ګیلاس ورته نیولی وو. ګیلاس ته به سره او راڼه شراب ورتوی شول. له خوراک وروسته تورن د پادري چخولو ته وجوغېده.

پادري ځوان او شرمېدوکی وو. زموږ ټولو په څېر، یونیفورم ده هم اغوسته، البته پر خړه کورتۍ يې د سینې په چپ اړخ کي د جېب له پاسه یو سور بخملي صلیب ځړېده. تورن په ماته ګوډه ایټالوي خبرې پیل کړې، تر څو زه هم پوه شم او کوم څه رانه پاتې نه شي.

تورن یو ځلي پادري او بیا ما ته وکتل ”پادري هم له نجونو سره لین بسته کړئ!” پادري له شرمه مسکی شو او سر يې وښوراوه. دغه تورن به ډیری وختونه پادري ځوراوه.

تورن ” څنګه رښتیا نه وایم؟ نن مي پادري له نجونو سره ولید.”

 پادري وویل ” نه، داسي نه ده.” نورو افسرانو به د پادري له ځورولو څخه خوند اخیست.

تورن ”پادري له نجونو سره! داسي نه شي کیدای.” مخ يي ما ته رااړولی وو، تورن ګیلاس راڅخه واخیست او ډک يې کړ. سترګې به يې تل زما له سترګو سره جنګولې، خو پادري يي هم له نظره نه غورځاوه.

”پادري، هره شپه یوازي له پنځو سره!”  ناست خلک ټول په خندا شول. ” پوهیږی؟ پادري هره شپه یوازي وي او په وړاندي يې پنځه وي.” تورن په لاسو د یوې اشارې سره په زوره زوره وخندل. خو پادري دغه خبره نظر انداز کړه او دا يې یوه ټوکه وګڼل.

جګړن ”پاپ د اتریشیانو ملاتړی دی. هغه په دې خوشاله دی، چي اتریشیان جګړه وګتي. فرانزجوزف يي په طبعه ښه لګیږي. پیسې هم له هغه ځایه ورته راځي. زه لامذهبه یم.”

بریدمن” تورخرس کتاب دي کله لوستی؟زه به يي یوه نسخه درکړم. همدا کتاب وو، چي زما عقیده يي راولړزول.”

پادري ورته وویل  ”ډیرناولی او چټل کتاب دی. دغه کتاب اصلاً د ویلو نه دی.”

بریدمن ”هغه ډير ګټور کتاب دی. د پادریانو په اړه معلومات پکښې دي، خوښ به دي شي. نه يي وایې؟” ما ته يي وخندل. زه پادري ته مسکی شوم د شمعې په رڼا کي راته مسکی شو بیا يې زه مخاطب کړم ”دغه کتاب مه وایه.”

بریدمن  ”زه به يې یو جلد درته راوړم.”

جګړن ”ټوله بافکره لامذهبه دي. خو زه بیا هم پرفري ماسون عقیده نه لرم.”

بریدمن “زه خپله عقیده پرې لرم. ښه ډله ده.” یو څوک دننه راغلی، څنګه، چي دروازه خلاصه شول ومي لیدل چي واوره اورې. ما ورته وویل ”واوره پیل شول فکر نه کوم، چي جګړه دي بیا پیل شي.”

جګړن زه مخاطب کړم ”تر قیامته خو به نه وي؟ ته باید رخصتي واخلې او روم، ناپلز، سیسلي……. ته ولاړ شې.”

بریدمن ”امالفي ته هم ولاړ شه. زه خپلي کورنۍ ته ستا په اړه وایم. هغوی به د زوی په څیر مینه درسره وکړي.”

“پالرمو ته هم یو ځلي ولاړ شه.”

 “کاپري ته هم یو سر ورښکاره کړه.”

پادري وویل ”زما مشوره دا ده، چي په ابروزي کي وه کاپراکوتا ته ولاړ شې.”

“دې د ابروزي طرفدار ته بیا وګوره! هلته تر دې ځاي ډیره واوره اوري. دی نه غواړي چي د کروندګرو په منظره ولاړ شي. دی غواړي د فرهنګ او مدنیت مرکز ته ولاړ شي.”

“همالته به ښکلي نجونې هم وي. ګوره زه به بیا په ناپل کي د ښکلو ځایو ادرسونه درکړم. ښکلي نجونې، له خپلو میندو سره.ها! ها! ها!”. تورن خپل ورغوی وغوړوی داسي چي بټه ګوته يي لوړه او نوري ګوتې يې بېلي بېلي وي ونیولې د لاس سایه يې په رڼا کي پر دیوال باندي ښکاریده، دی بیا په ماته ګوډه ایټالوي سر شو ”ته داسي ځې” وه بټې ګوتې ته يي اشاره وکړل،” بیا داسي راځې”. خمچۍ ګوتې ته يي لاس ونیو. ټولو وخندل.

تورن ”ورته وګوره” لاس يې بیا وغوړوی او د شمعې په رڼا کي يې سایه پر دیوال باندي ولوېدل. د لاس ګوتې يې ټولي نامګذاري کړې، نامګذارې يې له بټې ګوتې څخه پیل کړل ”(سوټوټینیټ) بټه ګوته (ټینیټ) شهادت ګوته (کاپیټانو) منځنی ګوته (میګیوري) د خمچۍ ګوتې څنګته (ټینینټ کولونیلو)خمچۍ ګوته  “ته (پادري) د سوټوټینینټ وه خواته ځې اوبیرته د سوټو کولونیلو وه خواته راځې.”. پدي سره یو ناڅاپه د خندا انګازې په خوړنځای کي پورته شوې. د تورن پدې لوبه خورا ساعت تیر وو. پادري ته يي وکتل او چغه يې پرې وکړل ”هره شپه یو د پنځو په وړاندي” یو ځلي بیا ټول په خندا شول.

جګړن ”ته باید ډیر ژر رخصتي واخلې.”

بریدمن ”کاشکي زه او ته په ګډه تللي وای او ښه مسته مېله مو کړي وای.”

“هر وخت چي راستنېدې فونوګراف[1] بیا درسره راوړه.”

“ګوره، خوندور اوپيراډیسکونه هم راوړه.”

“کارسو هم درسره راوړه.”

“کارسو مه راوړه. دی بیا رمباړې وهي.”

“ته د ده  په څېر د رمباړو وهلو ارمان نه لرې؟”

”دی رمباړې وهي. وایم رمباړې وهي.”

دوی ټول یو له بل سره په جر و بحث اخته ول، پادري زه مخاطب کړم ”که تاسي ابروزي ته ولاړ شئ، زه به ډېر خوشاله شم. ښکلي ښکارځایونه پکښې شته. ښه پاسته خلک یې دي او هوا يې که څه هم یخه ده، خو ډېره صافه او ښکلې ده. همالته زموږ په کور کي اوسه. زما پلار  نامتو ښکاري دی.”

تورن ”راځئ، بیړه وکړئ، چي بیا کنجره خانه بندیږي.”

پادري ته مي وویل ”د خدای په امان.”

پادري ”په مخه دي ښه.”

دریم فصل

د رخصتۍ له پایته رسېدو وروسته، بیرته هغه خپل پخواني ښار ته راستون شوم. د پسرلي له راتګ سره په سیمه کي پوځي تدارکات زیات شوي ول. کروندې زرغونې شوي وې. پر تاکانو نوي راټوکېدلي غوټۍ زړه راکښونکي وې. د ونو پاڼو هم خپله ځواني د کوچنیو پاڼو له لارې موږ ته ښوول. کله کله به له سیند نه د شمال یوه نرۍ څپه راالوته. ښار ته مي وکتل، پر یوې تپې مي سترګې ونښتې، د همدې تپې په سر کي یوه پخوانی کلا ودانه وه. شا ته يې خړ خړ غرونه چي په ډډو کي یې لږ سرسبزي هم ښکارېدل، پراته ول. د پخوا په پرتله اوس پوځي تدارکات زیات ول، نوي روغتونونه هم جوړ شوي ول. په ښار کي راروان وم، چي څو ځله له نارینه او ښځینه بریتانو سره مخ شوم. له داسي کورو سره هم مخ شوم، چي زما په نه شتون کي په توپو ويجاړ شوي وه. هوا معتدله وه زه په یوه کوڅه کي چي دواړو اړخو ته يې ونې ولاړي وې روان وم. د لمر وړانګو، چي د کورو پر دېوالو لګېدې هوا ګرمه کړې وه. پوه شوم چي په هماغه پخواني کور کي اوسیږو، هر څه د پخوا په څېر وه. دروازه خلاصه وه. یو عسکر پر میز دباندي وه لمر ته ناست وو. له دېوال سره په خوا کي یو امبولانس تیارسی ولاړ وو. کور ته دننه ورغلم. د مرمر او روغتون بوی ترې راته. هر څه د پخوا په شان ول، پرته له دې چي اوس پسرلی وو. له دروازي څخه مي وه غټي کوټې ته وکتل. جګړن می ولید چي د میز ترشا ناست وو. کړکۍ خلاصه وه لمر خپلي زرینې وړانګې دننه خپرې کړي وي. زه يي ونه لیدم نه پوهیدم چي دننه ورشم، ریپورټ ورکړم او که لوړ وخېژم او ځان پاک کړم. فیصله مي وکړل چي لمړی به لوړ وخېژم.

زه او بریدمن رینالډي په کوټه کي یو ځای اوسېدو. زموږ له کوټې څخه د سرای غولی ښه واضح ښکارېده. کړکۍ خلاصه وه. کټ مي ښه تیار، توس پرې هوار او شیان مي ټول پر چنګګ ځړول شوي ول. ضد ګاز ماسک مي په یو اوږد فلزي بکس کي پروت وو. فولادي هلمټ مي پر کوټ بند باندي ځړېده. بسته او ژمني بوټونه مي له کټ سره پراته ول، پالش شوي هم وه چي یو ډول ځلا يي کول. زما شین اتریشی سنیپر چي کنداغ يي د جوز له لرګي څخه جوړ شوی وو، د کټ له پاسه ځړېده. د ټوپک دوربین مي یاد دی چي په بیک کي مي ایښی وو. بریدمن رینالډي پر یوه بل کټ بیده وو. کله چي يي زما ږغ واورید راپاڅید او کښېناست.

رینالډي ”سلام! اوه، رخصتې دي څنګه تیره کړه؟”

“ډیره ښه تیره شول.”

یو له بل سره مو ستړي مشي وکړل. په غیږ کي موسره ونیول او مچ يي کړم.

ورته وه مي ویل “اوف!”

رینالډي ”خیرن يې. یو ځلي حمام وکړه. ښه داراته ووایه چي چیري ولاړې؟څه دي وکړل؟ ټوله کیسه په لنډو کي راته وکړه.”

“ټولو ځایوته ولاړم. میلان، فلورانس، روم، ناپلز، ویلاسان ګایواني، مسینا، تاورمینا[2]…..”

“ته خو د تقسیم اوقات غوندي راته چالان شوې. خیر، له کومې په زړه پوري خاطرې سره مخ شوې؟”

“هو.”

”چیري؟”

”میلانو، فایرنز، روم، ناپولي……….”

“ښه بس همدومره کفایت کوي. ریښتیا ووایه، چیري دي ډېر سات تېر شو؟”

”میلانو کي”.

”دا له دې امله چی هغه دي اولنی ځای وو. ښه نو له هغې سره دي چیري ولیدل؟ په کوا[3]کي؟ چیري ولاړاست؟ څه ډول احساس دي کاوه؟ ټوله راته ووایه، ټوله شپه ویښ واست؟”

”هو”.

”دا خو هیڅ نه دي. اوس موږ ترهغوی ښکلي (نجوني) لرو. له دې وړاندي جبهې ته نه وي راغلي.”

”‌ډیراعلی.”

“ستا باور نه کیږي؟ همدا نن غرمه به ولاړشو، ته به يې په خپلو سترګو ووینې. ښار له ښکلو بریتانوي نجونو ډک دی. اوس له میس بارکلي سره په اړیکه کي یم. وه ملاقات ته به يې ورځو. کیدای شي له هغې سره واده وکړم.”

”لمړی باید ولامبم او بیا ریپورټ ورکړم. تاسي لکه چي ټول بېکاره یاست؟”

”له کومه چي تاسي تللي یاست هیڅ کار نه لرو. پرته له یخه، ژړي، د پښو او لاسو له چاودو، ګونورهیا، قصدي زخمونو، سینه بغل، سخت او نرم چانکریس. لنډه دا چي هره ورځ یو نفر د لویو ګارو د ټوټو په وسیله زخمي کیږي. هغه چي په ریښتیا زخمیان وي، د هغو شمېر ډیر کم دی. راروانه اونۍ جګړه بیا پیلیږي. اوازې خو همداسي دي. ستا په نظر ښه به نه وي چي له میس بارکلي سره واده وکړم ــــ یعني د جګړې له پایته رسیدو وروسته؟”

ورته وه مي ویل ”بیخي ښه کوې”. له دې ویلو سره مي تالۍ له اوبو څخه ډکه کړل.

رینالډي ”ماښام به ټوله کیسه راته وکړې. زه اوس بیدېږم، چي بیا د میس بارکلي سره د ملاقات په وخت کي بیداره او پر حال یم.” کالي مي وکښل او په تالۍ کي په یخو اوبو ولمبېدم. په اټوال مي د ځان وچولو پرمهال د کوټې وه شاوخوا او رینالډي ته، چي سترګې يې پټي وې؛ وکتل. ښکلی ښکاریده، زما همزولی او د امالفي اوسیدونکی وو. له خپلي دندې نه، چي جراحي وه، خوښ وو. ښه ملګری وو. ما لا ده ته کتل، چي سترګې يې پرانیستې.

زه يې مخاطب کړم ”پیسې میسې لرې؟”

“هو”.

“پنځوس لیرې خو په پور راکړه.”

لاسونه مي وچ کړل او له کورتۍ څخه مي، چي په چنګګ ځړیدل بټوه راوایسته. رینالډي پیسې واخیستې، بیله دي چي له ځایه راولاړ شي په جیب کي يې واچولې او وې خندل.”زه باید ځان وه میس بارکلي ته شتمن ښکاره کړم. ته زما ملګری او زما اقتصادي ملاتړی يې.”  ورته وه مي ویل “ځه ورک شه.”

هماغه شپه په خوړنځای کي له پادري سره یو ځای کښېناستم. کله، چي خبر شو زه ابروزي ته نه یم تللی خواشینی شو. ده خپل کور ته یو خط لیږلی وو. په هغه کي یې لیکلي ول، چي زه ورځم، ځکه نو هغوی زما لپاره تیاری هم نیولی وو. زه هم د ده په څېر پریشانه شوم. په دې، چي ولي نه ولاړم. ما ریښتیا هم غوښتل چي ولاړ شم. ده ته مي قناعت ورکړ چي څنګه مي له یوه کار څخه فکر او توجه د یوه بل کار په لور واوښتل. په اخره کي دی هم قانع او پوه شو چي ما ریښتیا هم غوښتل ابروزي ته ولاړ شم. هرڅه بیرته د پخوا په شان عادي شول. ما نن بیا ډیر څښل وکړل له دې وروسته مي قهوه له هغه وروسته می بیا سټریګا[4] وڅیښل. نشه يي کړم. پادري ته مي وویل چي څه ډول هغه کارونه چي موږ يي د کولو نیت کړی وې هغه نه کیږي او بیا هیڅکله د هغه کار د کولو موقع نه پیدا کیږي.

موږ په خپل مینځ کي ښه تود بانډار اچولی وو، خو څنګلوري ملګري مو یو له بل سره په جنجال وه. ما ابروزي ته د تګ عزم کړی وو، خو نه ولاړم. زه وه داسي ښار یا سیمې ته، چي سړکونه يې یخی او داسي شوي وې لکه وسپنه، چي هوا يې یخه خو صافه او تازه، واوره يې وچه او داسي وي لکه ګرد اوغبار، چي پر واوره باندي يي د سویانو پلونه وي، په هغه ځای کي چيري چي بزګران خپلي خولۍ ستا لپاره له سره ایسته کړي او دا لفظ ووايي “مشره” او ګڼ ښکار ځایونه وي، نه ولاړم. البته داسي ځای ته ولاړم، چیري چي د کافې شاپ دودونه ول، په شپه کي به خونه څرخیدل او د برقرار ساتلو لپاره اړ وې چي دیوال ته دې پاملرنه وي. په شپه کي د کټ له پاسه نشه پروت. انسان فکر کوي چي هر څه همدا دي. او کله چي به راپاڅیدې نو یو ډول عجب او غریب احساس به وو. هغه دا چي ستا سره څوک درسره وه. په تیاره کي به له یوې غیر حقیقي نړۍ چي په یوه عجبه احساس سره به دي يي د بیا لاسته راوړلو هڅه کول ورک شوې. او یقیني وه چي همدا ټوله، ټوله همدا وه او بیا له ځانه بیځانه. بیا ناڅاپه سړی پوه شي او ځان په خوب واچوي، بیا پاڅیږي او سهار شوی وي اوهر څه تیر شوي وي. بیا هرڅه تېز، سخت او څرګند وي، خو ځیني وختونه يي د بیي پر سراختلاف وي.

 ځیني وختونه تر اوسه هر څه عادي وي. ښکلې ناشته او خوندوره غرمنۍ وي. ځیني وختونه ټولي خوښۍ او خوشالۍ له منځه ولاړي شي او غواړې له تنګ ماحول او چاپېریال څخه ازادي فضا ته ولاړ شې؛ خو هر ځلي ورځ ختمه شي او یوه بله شپه پیل شي. هڅه مي وکړه، د شپې په اړه یو څه درته ووایم، همدا ډول د شپې او ورځې توپیر بیان کړم، دا چي شپه څومره ښه ده، خو دا چي ورځ صافه او یخه وي، خو ومي نه شوای ویلای. ځکه د ویلو توان راپکښې نه وو. خو که تاسي ورسره مخ شوی بیا خپله پوهیږئ. پادري ورسره مخ شوی نه وو. خو پوهیده چي ما ریښتیا هم غوښتل ابروزي ته ولاړ شم، خو و مي نه شوای کړای چي هلته ولاړ شم. البته زموږ ملګرتیا اوس هم برحاله وه، په عین حال کي زموږ دواړو طبیعت تقریباً یو ډول وو، خو له یوه توپیر سره، هغه دا چي هغه په هغو شیانو پوهېده، چي زه نه په پوهېدم، خو کله چي زه پرې پوه شوم بیرته به رانه هېر شول. که څه هم وروسته مي زده کړل، خو بیا هم نه په پوهېدم. موږ تراوسه په خوړنځای کي وو، ټول ماړه شوي ول او اوس يې یو له بل سره بانډار کاوه. موږ خپل مجلس پایته ورساوه تورن نارې کړل ”پادري خفه دی. پادري د نجونو د نه شتون له امله خفه دی.”

پادري د ده په جواب کي وویل ”زه خوشاله یم.”

 تورن ”پادري خفه دی. پادري په دې خوشاله دی، چي اتریشیان جګړه وګټي.” ناستو خلکو ټول د ده خبرو ته متوجه ول. پادري سر ته تکان ورکړ او وې ویل ”نه.”
“پادري وايي لمړی حمله باید موږ ونه کړو، همداسي نه ده؟”

“نه. زما په اند که چیري پر موږ حمله وشي، باید حمله پرې وشي.”

“باید حمله وکړو، که حمله وشي!”

پادري سر وښوراوه.

جګړن ”دی یوازي پریږده. په ده نه ده جوړه.”

تورن ”په هر صورت، دی نه څه کولای شي او نه یې څه په وسه دي.”

ټوله له مېزو راپاڅیدو.

څلورم فصل

په څنګلوري باغ کي د توپ درنو ډزو سهار وختي له خوبه راويښ کړم. د لمر وړانګې له کړکۍ نه دننه کوټې ته راتلې. له کټه راولاړ شوم، د کړکۍ خوا ته ورغلم او دباندي مي وکتل. کوڅه نمجنه ښکارېده او پر ګلانو باندي شبنم له ورایه معلومېده. توپچي دوه ځلي ډزې وکړې له هر ځل ډز سره به ګرد او غبار د اسمان لور ته پورته کېده، کړکۍ به يي ولړزول او زما د مخ لمن به پورته ولاړه. توپونه نه ښکاریدل، خو ډزې يې زموږ له پاسه تېرېدې. د دې توپو شته والي یو ډول سرخوږی راته جوړ کړی وو، خو خوشاله په دې وو، چي تر دې غټ توپونه نه ول. ما لا باغ ته کتل، چي پر سړک د رواني لارۍ ږغ مي واورېد. کالي مي واغوستل لاندي ولاړم، په اشپزخانه کي مي یو څه قهوه وڅيښل او له هغه وروسته ګاراج ته ولاړم.

  تر یوه غټ سایوان لاندي لس غټ، پیت پزې او خړرنګه امبولانسونه لیک قطار ولاړ ول. بهر مستریان د یوه امبولانس په ترمیم مصروف ول. درې نور امبولانسونه لوړ د غره په روغتون کي ولاړ ول.

له یوه مستري څخه مي وپوښتل ”پر دغي توپخانې له هغې خوا نه ډزي نه کیږي؟”

“نه. ښاغلی بریدمن. پر هماغه سیمه یوه غونډۍ راتاو شوې”

“حالات څنګه دي؟”

“بد نه دي. دغه موټر له کاره لویدلی، خو هغه نور سم دي” کار يي بس کړ او راته مسکی شو.” تاسي په رخصتي تللي واست؟”

“هو”

لاسونه يي په پتلانه پاک کړل بیا مسکی شو ”څنګه وه رخصتي ښه در باندي تیره شول؟” هغه؛ نور مستریان هم مسک شول.

ورته ومي ویل ”هو ښه وه. په دې موټر څه شوي؟”

“خراب دی، هر ځلي یوه خرابي ورپیښه شوي وي.”

”اوس څه په شوي؟”

”نوي رینګان غواړي”.

دوی مي خپل کار ته پرېښوول. هغه موټر چي ماشین يي خلاص شوی وو او پرزي يي پر میز پرتې وې، نس يې ګوګ ښکاریده. تر سایوان لاندي ټول موټرونه مي تر نظر تېر کړل، ځیني پاک ول او ځیني تازه پریولل شوي ول، خو ځیني یي تر اوسه لا دوړن او خیرن ول. وه ټيرو ته مي يي په دقت وکتل چي پرې او څيري شوي خو به نه وي. هرڅه سم ښکاریدل. زما موجودیت او نه موجودیت کومه توپیر نه و رامنځته کړی. له ځان سره مي فکر کاوه، چي د امبولانسونو ساتل، د اړتیاوو او کمبوداتو پوره کول، وه روغتونو ته د زخمیانو وړل او بیا هلته ځاي پر ځاي کول، د غرو څخه وه رغتونو ته د جسدونو راوړل او بیا د هغوی نومونه لیکل او ثبتول دا ټوله زما دنده او مسولیت دی، خو وروسته پوه شوم که زه یم که نه یم دا کارونه کیږي.

ما د مستریانو له ډلګۍ مشره پوښتنه وکړه” د ماشینانو د پرزو په موندلو کي خو به له ستونزوسره نه یاست مخ شوي؟”

”نه، ښاغلی بریدمنه.”

” پټرول پمپ چیري دی؟”

“په هماغه پخواني ځای کي دی”.

ما ورته وویل ”تشکر”.  له دوی نه تېر او بیرته کور ته ستون شوم. د ډوډۍ پر مېز باندي مي یوه پیاله قهوه وڅيښل. قهوه خامه، خړرنګه او په ګاټه شیدو خوږه شوې وه. بهر ښکلی پسرلنی سهار وو. په هوا کي مي یو ډول وچواله احساساوه، چي په راتلونکو ساعتونو کي يې د هوا د ګرموالي خبرداری راکاوه. په هماغه ورځ د غره وه پوستو ته ولاړم او بیا ماپښین مهال ښار ته ستون شوم.

داسي ښکاریدل، زما په نه شتون کي هرڅه پر خپل ټاکلي وخت و زمان تر سره شوي وو. تر غوږو مي د جګړې د پیلیدا اوازې راورسیدې. په کومه فرقه کي چي ما کار کاوه، ټاکل شوې وه، هغه به د سیند په هاغاړه کي پر یوه هدف باندي حمله کوي. جګړن ما ته دنده راوسپارل، چي پوستې د حملې لپاره اماده باش کړم. پلان داسي وو، چي حمله به د سیند له کم برې نقطې څخه پیلیږي او له سیند څخه تر پورېوتو وروسته به پوځیان د تپو لور ته پرمختګ ته دوام ورکوي. د امبولانسو تمځای باید د شونتیا تر بریده وه سیند ته نژدې او یوه خوندي ځای کي وای. د پوستو د موقعیت ټاکل د پلي ځواکونو له خوا کېده، خو پلي کول او عملي کول يې زموږ دنده وه. دې کار موږ ته یو ډول د غیر حقیقي نظامیتوب احساس راکاوه.

 کور ته چي راغلم، په دوړو او ګرد کي پټ وم. پاس کوټې ته د لمبېدو لپاره وختم. رینالډي په کټ کي ناست وو او د (هوګو انګلیسي ژبې ګرامر) یې لوسته. ځان يې ښه تیار کړی وو او خورا ساټ و باټ ناست وو. تور بوټونه په پښو او سريې هم ښه غوړ کړی وو.

زما له لیدو سره يې وویل ”وا وا! له ما سره به د مس بارکلي وه لیدو ته ولاړ شې”.

”نه، زه نه شم تلای”.

”داسي نه شي کیدای. ته به له ما سره خامخا ځې، چي زما یو څه ستاره پرې وغورځي.”

“سمه ده. خو زه به ځان پاک کړم او ته راته منتظر شه”.

“پریږده يې، همداسي ښه يې راځه چي ځو له خیره”.

ځان مي پاک کړ، وریښتان مي ږمنځ کړل او روان شوو.

رینالډي “شیبه صبر وکړه. یو شی می به وڅيښو”. غوټه يې خلاصه کړه او یو بوتل يې ترې راوایست.

ورته ومي ویل ”زه سټریګا نه څيښم.”

“سټریګا نه، ګراپا[5]”.

“ډیر ښه”.

دوه ګیلاسه يې ډک کړل، یو له بله مو وجنګول او پرسر مو پورته کړل. ګراپا ریښتیا هم ښه خوند کاوه.

“نور څيښې؟”

“ته خو يي ورواچوه”. دوهم ګیلاس مو هم ترستوني کړ. رینالډي بوتل څنګته کړ، راپاڅېدو او د زینو له لارې لاندي ولاړو. په لار کي مو ګرمې وشول، خو لمر نور په کښته کیدو وو او ډير ښه خوند يې کاوه. د بریتانویانو روغتون په یوه لویه کلا کي وو، چي تر جګړې وړاندي جرمنیانو جوړه کړې وه. مس بارکلي له یوې بلي نرسې سره په بڼ کي ناسته وه. د ونو له دې خوا مو د دوی سپینې جامې ولیدې او په لور يې ور رهي شوو. رینالډي سلام ورواچاوه. ما هم سلام ورواچاوه، خو ورو.

مس بارکلي وویل “ستړي مه شئ. تاسي ایټالوی نه یاست، که څنګه؟”

“اوه، نه”. رینالډي له یوې بلي نرسې سره په خبرو بوخت وو. کله کله به يې خندا زموږ تر غوږو هم رارسیدل.

“جالبه! تاسي ایټالوي پوځ ته څنګه مخه وکړل؟”

“که ریښتیا شي، زه پوځي نه یم، یوازي د امبولانس موټروان یم”.

“بیا هم جالبه ده. څه لامل وو چي دا دنده مو پیل کړه؟”

“نه پوهېږم. شوني نه ده چي د هرڅه د کولو لپاره دي یو لامل وي”.

“ریښتیا وايې؟ ما تر اوسه پوري همداسي فکر کاوه”.

“ډیر ښه”.

“خوښه دي، نه ده، چي پر یوه بله موضوع مجلس وکړو”.

ما ورته وویل “ستاسي سره موافق یم”.

“دا خو ښه دی. که څنګه؟”

دې ته مي وویل “دا لرګی څه په کوې؟” میس بارکلي په ونه ډېره جګه وه. له جامو څخه يې ښکاریدل چي نرسه ده. ژړ رنګه وریښتان، غنم رنګه څېره او خړي سترګې يې وې. ښکلې راته وایسېده. په لاس کي يې یو وړوکی لرګی چي په چرم کي پیچلی وو، نیولی وو.

“دا د یوه ځوان د لاس نښه ده. تېر کال په جګړه کي ووژل شو”.

“په اورېدو يې خواشینی شوم”.

“ښه ځوان وو. موږ نیت کړی وو، چي یو له بل سره به واده کوو. خو د (سوم) په جګړه کي يې له دې نړۍ  سره مخه ښه وکړه”.

“افسوس!”

“تاسي (سوم) ته تللي یاست؟”

“نه”.

دې وویل “ د هغه ځای په اړه مي اورېدلي. که ریښتیا درته ووایم د هغه ځای په څېر جګړې دلته نشته. هغوی ما ته دغه کوچنی لرګی راولیږه، مور يې ما ته راولیږه. پوځ د ده سامان د دوی کورنۍ ته راولیږه، همدا لرګی هم پکښې وو”.

“د کوژدنې مو ډیر وخت کېده؟”

“اته کاله. زه او هغه یوځای رالوی شوي وو”.

“نو واده مو ولي ونه کړ؟”

مس بارکلي “په(ولي) يې زه هم نه یم خبره. ګناه زما وه،  د ده لپاره ما همدومره کولای شوای. فکر مي کاوه، چي زه به د ده لپاره یوه ښه جوړه نه یم”.

“پوه شوم”.

“تراوسه دي له یو چا سره مینه کړې؟”

ما ورته وویل “نه”.

پر یوه اوږده چوکۍ باندي کښېناستو او ورته وه مي کتل.

“وریښتان دي ښکلي دي”.

“خوښ دې شول؟”

“ډیر زیات.”

“د هغه له مرګ وروسته مي يې د غچي کولو هوډ وکړ”.

“نه”.

“ما غوښتل د هغه لپاره یوڅه وکړم، خو زما سر نه خلاصېده. ده له ما پرته بل څه نه درلودل، خو که چیري زه هغه وخت په هوښ کي وای؛ نو ما به له ده ځان نه وای سپمولای. خو زه اوس په هوښ کي شوم. دی جګړې ته تلی، خو زما سد کار نه کاوه”.

 ما څه ونه ویل.

“زما په هیڅ شي باندي سر نه خلاصېده. فکر مي کاوه که موږ واده وکړو، کېدای شي د ده لپاره په خیر تمام نه شي، وروسته دی ووژل شو او هر څه ختم شول”.

“زه څه نه شم ویلای”.

“ولي نه. همدا زموږ د مینې پای وو”.

رینالډي ته مو، چي له نرسې سره په خبرو بوخت وو، وکتل.

“د دې اغلې نوم څه دی؟”

مس کاترین بارکلي “فرګوسن، هیلن فرګوسن. ستاسي ملګری ډاکټر دی؟”

“هو. تکړه سړی دی”.

“ډېر ښه. په دې وختو کي په جبهه کي تکړه ډاکټران ډېر لږ پیدا کیږي. موږ د جګړې لمړۍ کرښې ته ډیر نژدې یو، همداسي نه ده؟”

“هو. ریښتیا هم ډېر نژدې یو”.

بارکلي “ډیره جالبه، خو ښکلې جبهه ده. دوی خو د حملې هوډ کړی، که څنګه؟”

“بلي. د جګړې د بیا پیلېدو شونتیا شته”.

“نو بوختیاوې به بیا ډېري شي. اوس خو ټوله ورځ مچان جنګوو”.

“ډیر وخت به مو کیږي، چي د نرسې په حیث دنده ترسره کوئ؟”

”د نولس سوه پنځلسم میلادي کال راهیسي. ما او زما نامزاد دواړو یو ځای دا دنده پیل کړه. تر اوسه مي یاد دي، یوه ورځ مي یو ناکاره فکر ذهن ته راغلی، په خیال کي مي داسی تصور کړل، چي یو ورځ به په توره ژوبل زموږ روغتون ته راشي، سر به يې په سپین بنداژ کي تړلی وي او یا هم په اوږه کي به ویشتل شوی وي. په هر صورت یوه ښکلې منظره به وي.”

ما ورته وویل “جبهه خو ښکلې ده”.

“هو. خلک د جګړې له آره ناخبره دي، البته که پرې پوه شي؛ جګړه خود به خوده پای مومي. په هرصورت، هغه  په توره زخمي نه شو، بلکي په بم ټوټې ټوټې شو.”

همداسي غلی پاته شوم.

“ستاسي په اند دا جګړه به تل تر تله وي؟”

“نه”.

“نو بیا څنګه ختمېدای شي؟”

“یو ځاي به يې مخه ډب شي”.

“موږ به یي مخه ونیسو. همدا په فرانسه کي به يې مخه ډب کړو، څو بیا د سوم د جګړې په څېر له یوې بلي ترخې تجربې سره مخ نه شو”.

ما ورته وویل “فکر نه کوم چي دلته دي يې مخه ډب شي”.

“ته فکر کوې، چي دا کار شونی نه دی؟”

“نه. دوی تیر دوبی ښه کارکردګي له ځانه ښکاره کړل”.

بارکلي “کیدای شي مخه يې ډب شي. هر یو کولای شي جګړه بنده کړي”.

“جرمنیان هم”.

“نه، فکر نه کوم”.

د رینالډي او مس فرګوسن وه لور ته ورغلو.

رینالډي په انګلیسي کي له مس فرګوسن څخه وپوښتل “ایټالیه دي خوښه ده؟”.

“بېحده”.

رینالډي سر وښوراوه او وې ویل ”زه نه پوهېدل”.

ما ورته وژباړل“Abbastanza bene”. سر يې وښوراوه.

“دا ښه نه ده. ستا انګلیستان خوښ دی؟”

“ډیر نه؛ زه په خټه سکاټلنډۍ یم، پوه شوې؟”

 رینالډي سترګه راته ووهل.

ما په ایټالوي کي ورته وویل “دا سکاټلنډی ده. له همدې امله د سکاټلنډ سره تر انګلیستان زیاته مینه  لري”.

“خو سکاټلنډ او انګلیستان یو دي”.

همدا خبره مي وه فرګوسن ته وژباړل.

میس فرګوسن“pan encore”

“ریښتیا؟”

“هیڅکله نه. زموږ له انګریزانو څخه ښه نه راځي”.

“له انګریزانو مو ښه نه راځي؟ نو تاسي به له مس بارکلي څخه هم نفرت کوی؟”

“اوه، هغه بېله ده. تاسي باید هرڅه دومره دقیق ونه نیسئ”.

ګړی وروسته مو یو له بل سره مخه ښه وکړه او سره بېل شوو. په لار کي رینالډي راته وویل ”ما ته د لمر په څېر روښانه او څرګنده شول، چي د مس بارکلي ته تر ما خوښ شوې، خو هغه کوچنی سکاټلنډۍ يې بیا ډیره ښه ده”.

 ما ورته وویل ”ډیر. ستا خوښه ده؟” زه مس بارکلي ته ډیر دقیق متوجه نه وم.

رینالډي ”نه”.

پنځم فصل

سبا غرمه بیا د مس کاترین بارکلي ملاقات ته ولاړم. په باغ کي نه وه؛ د امبولانسونو د تګ راتګ پر لار وه کلا ته ورننوتم.  دننه د دوی له مشرې سره مخ شوم. د هغې له خولې خبر شوم، چي هغه اوس مصروفه ده. مشرې يې زه مخاطب کړم ”خامخا د جنګ حالات دي، تاسي هم پوهیږئ”.

ما ورته وویل هو پوهیږم.

دې پوښتنه وکړل “ته امریکايې الاصله ایټالوی پوځي يې؟”

“هو. آغلي”.

“ایټالوي پوځ ته ولي راغلاست؟ موږ ته به راغلی وای”.

“نه پوهېږم، چې دې پوځ ته څنګه او ولي راغلم؟ اوس ستاسي سره کار نه شم کولای؟”

“په معذورت سره اوس نه. دلته په ایټالوي پوځ کي څنګه داخل شوی؟”

“اوله خبره دا چي زه دلته په ایټالیه کي وم او بله دا چي ایټالوي مي هم بده نه وه”.

“اوه، زه يې هم زده کوم. ښکلې ژبه ده”.

“یو چا ویلي چي په دوو اونیو کي زده کیږي”.

“اوه، زه به يې په دوو اونیو کي زده نه کړای شم. اوس يې نو څو میاشتې کیږي، چي زه يې په زده کړه بوخته یم. که دي له میس بارکلي سره لیدل نو بیا د اوو بجو وروسته راشه. له هغه وروسته فارغه وي، او پام دي وي چي ډیر ایټالویان له ځان سره مه راوله.”

“ان د ښکلې ایټالوي ژبې په خاطر هم نه؟”

“نه، آن د ښکلي یونیفورم په خاطر هم”.

ما ورته وویل“تر بیا د خدای په امان”.

“A rivederci,Tenente”

“A rivederla” سلامي مي ورته وکړل او ځني ولاړم. وه بهرنیانو ته د ایټالویانو په څېر سلامي کول له تکلیفه خالي نه وه. داسي ښکاریدل چي ایټالویانو دغه ډول سلامي د صادرولو لپاره نه وه رامنځته کړې.

ورځ ډیره ګرمه وه. پر پله باندي تر سیند پورېوتم او د پلاوا تر سنګره پوري ولاړم. اټکل کېده چي عملیات به له همدې ځایه پیلیږي. تېر کال له دې سیند څخه پورېوتل ناشوني وه، ځکه له لوړي څخه بیا تر کښته پوري یوازي یو پل وو. هغه هم د مشین ګڼو تر سختو ډزو لاندي وو. همدا یکې یو پل هم کم سوره وو. زیات سوقیات پرې نه شوای کیدای. اتریشیانو کولای شوای دغه ځای د ایټالویانو لپاره سور تنور وګرځوي. خو ایټالویانو خپل پوځیان ورباندي تېرکړل او د سیند په هاغاړه کي تر یو میله پوري، چي د اتریشیانو په ولکه کي وه، ولاړل او سیمه يې په خپل واک کي راوستل. د دې سیمې د ستراژیک موقعیت له امله اتریشیانو نه غوښتل دا سیمه ایټالویان ونیسي. فکر کوم چي دا یو دوه اړخیز زغم وو، ځکه لږ وړاندي اتریشي پوځیان ګوته په ماشه په سنګر کي ناست ول او د غونډیو په لمن کي له ایټالوي کرښې څو متره لیري  اتریشۍ توپخانې سنګر نیولی وو. همدلته نژدې یو ښارګوټی هم وو، خو همالته له کنډوالو پرته بل څه نه ول. د اورګاډي یو زوړ تمځای، مات او له کاره لویدلی پل، چي د هغه جوړولو شونتیا هم نه وه، ځکه په هواره سیمه کي وو.

 تر سینده پر کم سوره سړک باندي ولاړم، همدلته مي موټر تر غونډۍ لاندي په ساحوي روغتون کي ودراوه. د سیند دا غاړه او هاغاړه له لرګو څخه د جوړ شوي پله په وسیله نښلېدل او غره د دښمن له ډزو څخه ساته. پرې پورېوتم، د پوځیانو مورچلې او د ښار وران شوی مرکز مي له نظره تېر کړل. پوځیان ټول په خزو کي ناست ول. راکټونه، توغولو ته تیار ول. البته دوی هغه وخت توغول کېدل، چي یا به توپچي قواو ته اړتیا شول یا به هم مخابرې کار پرېښود. خاموشه، ګرمه او چټله ورځ وه. د اتریشیانو کرښې ته مي وکتل، خو څوک مي ونه لید. همالته په خزه کي له یوه ملګري سره چي په رتبه تورن وو مخ شوم، له هغه سره مي یو ګیلاس چای وکړ او بیرته د پله پر راروان شوم.

یو نوی او پراخ سړک چي کار يې مخ پر بشپړیدو وو، د غره په مینځ کي د مارپیچ په شکل تر پله پوري غځيدلی وو. عملیات د همدې سړک له جوړېدو سره پیلېدل. سړک د ځنګله له سختو کږلیچو وروسته لاندي راکوزېده. پلان داسي وو، چي هرڅه به د نوي سړک له لاري لوړ راوړل کیږي. خالي موټرونه، ګاډیانې، ډک امبولانسونه او نور انتقالات به د هماغه زاړه او تنګ سړک له لارې کیږي. بیړنی روغتیايي مرکز د سیند ورهاخوا تر غونډۍ لاندي د اتریشیانو په اړخ کي وو او تذکیره والاو ژوبل کسان تر پله پورې ایستل. دا پلان د جګړې له پیلیدا سره عملي کیده. زما د اندازې له مخي نوی سړک تر هغه ځایه چي سړک تنګېده یعني نژدې تر یوه میله پوري ښه سم د اتریشۍ توپخانې تر برید لاندي وو. دغه سیمه له خطره خالي نه وه. خو ما یو داسي ځای پیدا کړ، چي که امبولانسونه له دې خطرناکې سیمې تېر شي بیا يې کولای شوای، چي همالته پناه واخلي او د ژوبلو کسانو تر رارسېدو پوري تم شي. پر نوي سړک تګ ښه خوند کاوه، خو هغه لا تراوسه تکمیل شوی نه وو. پراخ او په ښه کیفیت جوړ شوی معلومېده او د غره د لمني کږلېچونه يې چي له ځنګله څخه ښکارېدل، ډير په زړه پوري ایسېدل. بیرته پر هماغه کم سوره سړک رهي شوم.

 له موټر سره دوه پوځیان ولاړ ول. د توپ توغندۍ دلته نښتې وه، موږ لا همالته ولاړ وو، چې درې نوري راغلي. ۷۷ډوله توغندۍ وې، له ړندونکو رڼاوو، سخت باد، پښهاري او خړو لوګيو سره ملې د سړک پر هاغه بله څنډه ولګیدې. پوځیانو د تګ د نښې په توګه لاسونه وښورول. په لار کي توغندۍ ځیني کندې جوړي کړي وي. هڅه مي کول چي موټر ترې بچ کړم. له کندو خو مي ځان خلاص کړ، خو د توغندۍ د تېزو باروتو او سوځلې خاورې د بوی څخه خلاص نه شوم. بیرته په ګوریزیا کي وه خپلي کلا ته راستون شوم او لکه څنګه، چي مي مخکي یادونه وکړل د میس بارکلي ملاقات ته، چي پر دنده وه ولاړم.

په بېړه مي ماښامنۍ وخوړل او کلا ته چي د انګرېزانو روغتون پکښې وو، ولاړم. په ريښتیا هم ډير پراخ او ښکلی روغتون وو. ښکلې او زړه راښکونکي ونې پکښې شنې وې. مس فرګوسن هم له هغې سره وه. زما په لیدو خوشاله شوې. شیبه وروسته فرګوسن د بخښني په غوښتلو سره ولاړل.

فرګوسن ی“تاسي دواړه به یوازي پریږدم. فکر کوم له ما پرته به ښه یاست.”

میس بارکلي هغې ته وویل “هیلن، ته کښېنه”.

“زه به ولاړه شم، یو څو لیکونه باید ولیکم”.

ما ورته وویل “په مخه دي ښه”.

“ښاغلی هنري، د خدای په امان”.

“داسي څه مه لیکه چي سانسورچیان په تکلیف کړي”.

“ته يې غم مه کوه. زه به یوازي زموږ د ښکلي هستوګنځای په اړه لیک ولیکم. او بل هم د ایټالویانو د زړورتیا په اړه”.

“که دي همداسي وکړل، نو بیا خو خامخا مډال درکوي”.
“ډیر ښه خوند به وکړي. کاترین ښه شپه”.

کاترین “زه هم څو شیبې وروسته درځم”.

فرګوسن په تیاره کي غیبه شول.

کاترین ته مي وویل “ښه نجلۍ ده”.
“اوه، هو ریشتیا ډیر با اخلاقه ده. نرسه ده”.
“ته نرسه نه يې؟”
“اوه، نه. موږ ته رضاکاره ویل کیږي. شپه او ورځ کار کوو. خو زموږ وړتیا ته څوک ارزښت نه ورکوي”.

“ولي؟”

“کله چي کوم کار نه وي نو پر موږ باور نه کوي. کله چي بیا کار پیداشي نو بیا راپسي ګرځي”.

“نو ستاسي او د نرسانو تر منځ توپیر په څه کي دی؟”

“نرس د ډاکټر په څېر دی. او دې درجې ته رسېدل ډیر وخت غواړي. البته رضاکاري یوه لنډه طریقه ده”.
“پوه شوم”.

کاترین بارکلي “ایټالویان وه جبهې ته د ښځو د نژدېوالې مخالف دي. خو له موږ سره يې کړه وړه بل ډول دي. موږ بهر ډیر نه وځو”.

“ما ته د دننه راتلو اجازه شته؟”

“اوه، هو. موږ خو ترک دنیا نه یو”.

ما ورته وویل “دا د جګړې مګړې بحث به پرېږدو”.

“ډیره ستونزمنه ده. د پرېښولو هیڅ ځای ځایګی يې نشته”.

“په هر صورت دا موضوع به څنګته کړو”.

“خوښه مي ده”.

په تیاره کي مو یو بل ته وکتل. تر نظر مي ډيره ښکلې ښکاره شول او لاس مي يې ونیو.  لاس يې په لاس کي ونیول شو د لاس پرې راچاپېره کولو هڅه وشول.

“نه”. لاسونه مي، چي چیري وه همالته پاته شول.

ما ورته وویل “ولي؟”

“نه”.

ما ورته وویل “ولي؟ لطفا” تاریکه وه. زه يې د ښکلېدو په نیت ورخم شوم، خو له ها خوا څخه یوه کلکه چپلاخه زما پر باړخو ونښتل. لاس يې زما پر سترګو او پزه باندي لګېدلی وو. له سترګو مي د اوښکو څاڅکي راوڅڅیدل.

کاترین “زه ډیره بخښنه غواړم”. په ځان کي مي یو شومه حس کړل.

“تاسي حق درلود”.

“زه ډیره بخښنه غواړم، یوې نرسې ته د سپکاوي احساس می وکړ. ما نه غوښتل چي تاسي ووهم. خوږ خو نه شوی؟”

په تیاره کي يې ما ته کتل. له غصې څخه ایشېدم. دا هر څه مي د شطرنج د لوبې په څېر مخي ته روان ول.

ما ورته وویل “تاسي برحقه واست. هیڅ خبره نه ده”.

“بیچاره”.

ما ورته وویل “تاسي ولیدل چي ژوند له ما سره څه ډول لوبې کوي؟ او ان ما خو په انګلیسي خبري هم نه دي کړي. او بل خوا تاسي ډير ښکلي یاست”.

“د زیاتو چټیاتو ویلو ته اړتیا نشته. بخښنه مي درڅخه وغوښتل. سوله به وکړو”.

ما ورته وویل “سمه ده، او د جګړې له نړۍ څخه به کوچ وکړو”.

وې خندل. دا لمړی ځل وو چي دا مي د خندا پر مهال ولیدل. وه څيرې ته يې متوجه شوم.

دې راته وویل “تاسي ډیر ښه یاست”.

“نه، نه یم”.

“هو. ته ډېر ښه يې. خوښه به شم که چیري تاسي ښکل شئ، په دې شرط که تاسي نه خفه کیږئ”.

سترګو ته مي يې وکتل، لاسونه مي پرې راچاپېره کړل او ښکل شول. په عین زمان کي وه جوختیدو او ښکلیدو هڅه وشول. د زړه ضربان حس کیدل. بیا يې ناڅاپه سر زما پر اوږه راپریوت او په ژړا يې پیل وکړ.

کاترین “اوه، ګرانه، تاسي به له ما سره همېش راسره یاست. که څنګه؟”

یو عجبه کشمکش وو. لاس مي يې له وریښتو څخه راوایست او پر اوږه مي وټکول. ژړل يې.

سر يې راپورته کړ “راسره به يې؟ موږ به ښه ژوند ولرو”.

شېبه وروسته یوځای د کلا د دراوزې وه لور ته روان شوو. دا ننوتل او زه د کور په لور روان شوم. کور ته له راستنیدو سره پاس په زینو کي وختم او کوټې ته ولاړم. رینالډي په کټ کي پروت وو. زما له ورننوتو سره يې راته وکتل.

“نو د میس بارکلي په موضوع کي پرمختګ شوی؟”

“ موږ د یو بل ملګري یو”.

“په دې ګرمې کي دي د یوه ښکلي سپي شکل کښلی”.

په مطلب يې پوه نه شوم.

“د څه شي شکل”.

یو څه شرح يې راکړل.

ورته ومي ویل “تا هم د یوه خوشکله سپي شکل کښلی”.

“بس يې ده. په څو شیبو کي به ښکنځل شروع شي”. ويې خندل.

“ښه شپه”.

“ښه شپه، کوتریه”.

په بالښت مي شمعه ګل کړل. او په تیاره کي د کټ په غیږ کي اوږد وغځیدم.

رینالډي شمعه راپورته کړل، ويې لګول او په مطالعه يې پیل وکړ.

شپږم فصل

دوې ورځې له هر څه څخه لیري په پوستو کي وم. کور ته چي راستون شوم ډېر ناوخته وو. له کاترین سره مي هم تر راتلونکي ماښام پوري ونه لیدل. د دې د لیدو لپاره کلا ته ورغلم، خو دا په بڼ کي نه وه. مجبور وم چي د هغې تر راتګ پوري په دفتر کي ورته منتظر شم. د دفتر په مینځ کي له ولاړو میلانو سره ګڼ شمېر د مرمر نیمه مجسمه يې تنې ولاړې وې. په دهلېز کي هم چي د دفتر دروازه ورخلاصیدل یو قطار مجسمې ولاړې وي.  بیا نو برونزي کارونه څه دي. د دومره مرمرینو مجسمو له امله دفتر خاص د هدېرې په څير ښکارید. یوه ښکلې هدیره خاص لکه د پیسا. جنووا د بد شکله مجسمو د لیدو ځای وو. دغه کلا، چي اوس د روغتون کار ترې اخیستل کیده د یوه شتمن جرمني وه. کیدای شي دا مجسمې، دې جرمني په ډیره ګرانه بیه پیرودلي وي. نه پوهیدم چي چا به جوړي کړي وې او څومره خوشمړې به يې پرې اخیستي وي. هڅه مي وکړل چي وه يې پیژنم چي ټوله د یوې کورنی دي که پردي هم پکښې دې. خو ټولو يو ډول پخوانی څیرې درلودې. په اړه يې چا څه نه شوای ویلاي.

پر یوه چوکۍ باندي کښېناستم، خپله فولادي خولۍ مي له سره ایسته کړل او په لاس کي مي ونیول. موږ ته امر شوی وو، چي آن په ښار کي هم فولادي خولۍ پر سر کړو، خو په یوه داسي ښار کي، چي ملکیان له فولادي خولیو پرته ګرځېدل، ما ته يې پر سر کول ښه خوند نه راکاوه. کله چي د پوستو معاینه کولو ته تلم، یوه فولادي خولۍ او یو انګلیسی ضد ګاز ماسک مي له ځان سره واخیست. دغه انګرېزي ماسکونه اوس تازه راغلي ول. خوندور ماسکونه ول. زموږ په شمول ډاکټران او آن ساده روغتیايې کارکوونکي ټول اړ ول، چي یوه اتومات توپنچه له ځان سر وګرځوي. زه اوس پر چوکۍ ناست وم او د شا له خوا راجګېدل. که په یوه خطري سیمه کي له موږ سره توپنچه نه وای، د ګرفتارۍ شونتیا وه. رینالډي به د خپلې توپنچې خانچه له کاغذانو ډکه کړې وه. خو ما به له ځان سره اصلي توپنچه ګرځول، خو د تمرین څخه مخکي مي ځان د یو وسله وال غله په څېر احساساوه. زما توپنچه استرا۶۵.۷ ډوله یو کوچنی میل لرونکې وه. کله چي به مي هدف په ویشتی ډیره به غورځیدل، د هدف د لګیدو په اړه کومه پوښتنه نه وه. په همدي توپنچه به مي تمرین کاوه. تر هدف لاندي به مي نښه ونیول، او هڅه به مي کول چي پر خپله لنډ میله تو پنچه باندي کنټرول پیداکړم؛ له مسلسلو هڅو وروسته وتوانیدم، چي په شل قدمی کي یو هدف وولم. بیا هم د توپنچې له ځانه سره ګرځول راته شرم ښکاریده، البته څه وخت وروسته ورسره عادي شوم او توپنچه به مي له ځانه سره ګرځول، پر لار چي به روان وم پر ملا باندي به مي پورته کښته کیده. بیا يې هیڅ په فکر کي هم نه وم. خو کله چي به بیا له انګلیسي ژبو سره مخ شوم نو د یو ګمنام شرم احساس به مخي ته راته ودرید. په هماغه دفتر کي د کاترین په تمه ناست وم. زما شاته پر مېز باندي یو چوپړوال ناست وو، د ده د څېرې له ګونجو نه پوه شوم، چي زما په ناسته خوښ نه دی. خو ما په بي پروايې سره وه مرمرین فرش، پرتو مجسمو او پر دېوال باندي وه ځوړند تصویرو ته کتل او د مس بارکلي  په تمه ناست وم. پر دېوال رسم شوي رسامیانې بدي نه وي. خو دغه رسامیانې، چي پر پاڼو وي او وپاشل شي بیا نو ښه خوند کوي.

کاترین بارکلي مي ولیدل چي لاندي وه هال ته راروانه وه. ولاړ شوم. د راتګ په وخت کي جګه نه ښکاریدل خو ښکلې ښکارېدل.

“ښاغلی هنري ستړي مشئ”.

 ما ورته وویل “تاسي څنګه یاست؟” خادم زموږ خبرو ته غوږونه څرک کړي ول.

“همدلته کښېنو، که بڼ ته وزو؟”

“بڼ ته به ولاړ شو، هلته هوا ښه یخه ده”.

بڼ ته رهي شوو. خادم اوس هم موږ ته رډ رډ کتل. کله چي وه کریړ شوي لارې ته ورسیدو کاترین راته وویل ”تاسي چېري واست؟”

“په پوسته کي وم”.

“یو لیک دي نه شوای رالیږلای؟”

ما ورته وویل “نه، نه مي شوای کولای. ځکه فکر مي کاوه چي ژر به راستون شم”.

“له تګه وړاندي دي باید ما ته هم خبر راکړئ وای”.

له لاري څخه ووتو او تر ونو لاندي روان شوو. لاسونه يې ونیول شول او قبله شول.

“بل ځای نه ځو؟”

کاترین “نه، همدا ځای سم دی، مسافري دي هم ډیره وکړل”.

“ګردسره مي درې ورځې تېرې کړې او دا دی اوس راغلم”.

 ما ته يې وکتل او وې ویل “له ما سره مینه لرې؟”

“هو”.

“تا وویل چي مینه درسره لرم. ریښتیا؟”

په درواغو مي ورته وویل “هو، مینه درسره لرم”. له دې وړاندي مي چا ته د مینې اقرار نه و کړی.

“او ته ما ته کاترین وايې؟”

“کاترین”. په بڼ کي ګرځېدو، شیبه وروسته تر یوې ونې لاندي ودریدو.

“راته ووایه، چي زه په ماښام کي وه کاترین ته راستون شوی یم”.

“زه په ماښام کي، وه کاترین ته راستون شوی یم”.

“اوه، ګرانه. ته بیا راغلې! همداسي نه ده”.
ما ورته وویل “هو، زه راغلم”.

کاترین “ډیره مینه درسره لرم. ستا په تګ ‎ډیره خوابدې شوم. بیا خو به نه ځې؟”

“نه، زه به تل دلته یم”.
“اوه، مینه درسره لرم. لاسونه دي بیا هلته کښېږده”.

“پر هغه ځای دي”. و څرخیدل او قبل شوه. پر پټو سترګو مي ښکل کړل. یو څه لیونۍ غوندي راته وه ایسېدل. خو که لیونۍ هم وايي کومه خبره نه وه. په دې کیسه کي يې نه وم چي په مستقبل کي به څه پېښ شي. فکر مي وکړ، چي هره شپه وه هغه کور ته تر تګ خو ښه دی چي خاص د افسرانو لپاره وو، چي هلته به يې له خپلو ملګرو څخه د ساعت تیري په موخه خولۍ له سره ایسته کول. پوهیدم چي نه اوس له کاترین سره مینه لرم او نه مي هم د دې سره د مینې خیال په ذهن کي ګرځېده. دا هرڅه یوه لوبه وه، لکه د ورقو لوبه. داسي  چي د لوبې پر ځای باندي خبرې کیږي. داسي چي څوک يې له ځانه سره داسي وګڼي لکه د ورقو لوبه چي د پیسو یا هم د شرط لپاره کوي. خو یوه هم ویلي نه وي، چي شرط پر څه باندي دی. خو دا چي هر څنګه وه، ما ته قبوله وه.

ما ورته وویل “کاشکي یوځای تللي وای”. د ډیري درېدا له لاسه مي پښو درد کاوه.

دې وویل “ځای نشته”. چیري چي ولاړه وه له هماغه ځایه راغله.

“یو څو شیبې به همدلته کښېنو”.

پر یوه ډبرینه چوکۍ باندي کښېناستو. د کاترین لاس مي ونیو، البته اجازه نه وه چي لاسونه پرې راچاپیره شي.

کاترین “ډیر ستړی یې؟”

ما ورته وویل “نه”.

لاندي يې وښو ته وکتل.

“دغه لوبه چي، موږ يې کوو پایله به يې ناوړه وي. همداسي نه ده؟”
“کومه لوبه؟”

“ځان ناګومانه مه اچوه”.

“ځان نه اچوم. ستا په خبره مي سر خلاص نه شو”.
کاترین وویل “ته ښه انسان یې او تاسي يې د لوبولو په اړه معلومات هم لرئ، خو بیا هم یوه بیځایه لوبه ده”.

“ته هر وخت پوهیږې، چي خلک څه ډول ګومانونه کوي؟”

“هر وخت نه. خو زه له تا سره یم. البته دې ته اړتیا نشته، چي له ما سره د مینې کولو تمثیل وکړئ. د نن لپار همدومره کفایت کوي. کوم ویل خو نه لرې؟”

“ خو زه مینه درسره لرم”.

“لطفاً یو له بل سره به د درواغو د مینې اقرار نه کوو. ښکلې ننداره وه، اوس زه ښه یم، ته پوهیږې چي نه تر اوسه لیونۍ او نه هم کاواکه شوې یم، خو ځیني وختونه بیا کاواکه کیږم”.

لاس مي یي ور کښېکاږه. ”کاترین زما ګرانې”.

“کاترین ــ بیخي بدخونده بریښې، زما په څېر يې نه تلفظ کوې. خو ته ښه انسان يې، ډيرښه!”

“پادري هم همداسي وايې”.

“هو، ته ښه انسان یې. بیا مي لیدو ته راځې؟”
“هو، ولي نه”.

“او اړ نه يې چي له ما سره د مینې اقرار وکړې. د نن لپاره همدومره کفایت کوي”. پاڅیدل او خپل لاس يې ایسته کړ.

”ښه شپه”.

غوښتل مي چي قبل شي.

“نه، زه ډیره ستړې یم”.
“صبر و کړه، ما ښکل کړه”.

“ګرانه زه ډيره ستړې یم”.

“بیا هم، هڅه يې وکړه”.

“خامخا؟”

“هو”.

ښکل مو کړل او یو ناڅاپه وغورځیدل ”نه، ښه شپه. خواهش کوم”. د دروازې لور ته ولاړو ورته کتل مي چي دننه ولاړل. دېته مي کتل چي روانه وه په نظر مي ښه وه ایسېدل. دا دهلېز ته داخله شوه او زه هم کور ته راستون شوم. هغه شپه ګرمې خورا زیاته وه. په غرو کي ټینګه جګړه روانه وه. د سان ګبریل ناحیې له پاسه مي راپورته کیدونکي لمبې لیدې.

زه د ویلا روسا مخي ته ودرېدم، دروازې يې بندې وي، خو کاریګرو لا کار کاوه. دننه یو چا سندرې ویلې. کوټه کي مي جامې بدلولې چي رینالډي هم راورسېد.

 “اه، اه! داسي ښکارې لکه په کباب کي چي هډوکی پیدا شوی! ماشوم خفه ښکارې.”

“ته تر اوسه چېري وې؟”

“په ویلا روسا کي وم، هغه  ډیر ښه ځای دی. موږ ټولو سندري وویلې، ته چیري وي؟”
“د انګریزانو ملاقات ته تللی وم”.

“شکر خدایه چي زه خو د دې انګلیسیانو په دام کي نه یم راکښېوتی”.

اوم فصل

په سبا غرمه له اولنۍ غرنی پوستې نه راستون شوم. په (سمستمینتو) کي مو موټر ودراوه، دلته يې ژوبل او ناروغه کسان د هغوی د اسنادو او معلوماتو له مخي طبقه بندي کول او بیا يې مختلفو روغتونو ته د درملنې لپاره لیږل. موټر ما چلاوه. زما سره په موټر کي ناست ملګري ته مي اسناد ورکړل، چي دننه یې یوسي. هوا بیا جهنمي شوي وه، اسمان ډیر صاف او شین وو، خو سړکونه له دوړو او چټلیو ډک ول. زه د موټر په لوړ سیټ کي پرته له دنیايې فکرونو بېغمه کښېناستم. د پوځیانو یو غونډ چي پر سړک باندي روان وو، هغوی ته مي کتل. پوځیان د ډيري ګرمۍ له لاسه په خولو کي غرق ول. ځینو خپلي فولادي خولۍ پر سر کړې وې، خو ځینو شاته اړولي وې او پرې ځړيدې. د ځینو خولۍ خو دومره ورباندي غټي وې چي پر غوږو باندي يې راځړيدي، خو افسرانو داسي خولۍ پر سر کړي وي چي پر سرونو باندي يي ښه فټ او جوړي وي. د دغو پوځیانو نیمايي يې له باسیلیکاتا لوا نه وو. ما دوی، د دوی پر کالرونو باندي د سرې او سپينې تراډې له امله وپيژندل. د دې پوځیانو له تیریدو ښه ګړی وروسته هغه پوځیان چي له دوی سره یو ځای نه شوای تلای راروان ول. دوی په خولو کي غرق، ستړي ستومانه او د لاري مټ وهلي ول. د ځینو حالت بیخي وخیم ښکارېده. دوی هم تېر شول په پای کي یو بل پوځي راښکاره شو، ګوډ ګوډ پر لار روان وو. داسي ښکارېدل لکه په بدن کي چي یې نور سېک پاتې نه وي. د سړک یوه څنګته شو او بیا کښېناست. زه له موټره راکښته او د ده خواته ورغلم.

 “په تا څه شوي؟”

ما ته یې وکتل، او بیا پاڅيد.
“دادی روان یم”.

“نه، ستا مشکل څه دی؟”

“جګړه”.

“په پښه دي څه شوي؟”

“دا مي خپله پښه نه ده. پلاسټیکي پښه ده”.

“په موټر کي ولي نه ځي؟ روغتون ته ولي نه يې تللئ؟”

“روغتون ته مي نه پرېږدي. زموږ قومندان راته وايي چي ما خپله پټۍ قصداً پرې کړې”.

“ته يي راښکاره کړه، چي وه يې ګورم”.
“دغه ده”.

“کوم اړخ یي دی؟”

“دغه دی، دغه ځای دی”.

هغه ځای مي تر نظر تېر کړ.
ما ورته وویل “ته، وټوخه”.

“بیریږم چي زخم يي نور هم پسي خراب نه شي. د سهار په پرتله دوه چنده زیات شوی”.

ما ورته وویل “کښېنه.  څنګه چي د نورو ژوبلو کسانو اسناد راوړل شول، زه به دې له ځان سره واخلم او ستاسي طبي ټېم ته به دي وسپارم”.

“هغوی به هم هماغه بابولاله وايي، چي دا يي په قصدي ډول کړی”.

ما ورته وویل “دوی هیڅ نه شي کولای. دا زخم نه دی، له دې وړاندي هم وو؟”

“له ما نه هغه خپله پټۍ هم ورکه شوې”.

“ستاسي د غونډ طبي ټېم به دي وه یوه روغتون ته ولیږي”.

“بریدمنه، تاسي ما له خپل ځان سره نه شئ بیولای؟”
“نه. ستا اسناد له موږ سره نشته”.

ملګری مي هم له روغتونه راووت او په امبولانس کي د پرتو ژوبلو کسانو اسنادونه يې ورسره رواړل.

زما ملګری“څلور د ۱۰۵دوه د ۱۳۲ لپاره”. دا له سیند سره نژدې د روغتونو نومونه ول.

ما ورته وویل “موټر ته درروان کړه”. ما له ټپي شوي عسکر سره موټر ته په راپورته کېدو کي مرسته وکړه.
پوښتنه يي وکړل “تاسي په انګریزي ګړیږئ؟”

“هو”.

“دې لعنتي جګړې ته دي څنګه مخه وکړل؟”

“ناولې!”

“زه وایم، چي جګړه ناولې ده! اوه خدایه زه اقرار کوم چي جګړه ناولې ده”.

“ته په امریکا کي وې؟”

“زه باوري وم. په پیټسبرګ کي. زه پوهیدم چي ته امریکايي يې”.

“څنګه، زه پر ایټالوې ښه برلاسی نه یم؟”
“هو. زه پوهېدم چي ته امریکايي يي”.

موټروان ملګري مي وه رنګ الوتي پوځي ته وکتل او په ایټالوي يي وویل “دا يي هم یو بل امريکايي.”

“ګوره بریدمنه، تاسي په دې مکلف یاست، چي ما تر خپل غونډ پوري رسوئ؟”
“هو”.

“زموږ د غونډ ډاکټر زما په ټپي کېدو خبر دی. ما خپله لعنتي پټۍ په دې خاطر له ټپه ایسته کړه، چي جبهې ته له تګه پاتي شم”.

“سر مي خلاص شو”.

“ته مي یو بل ځای نه شې بېولای؟”

“که ته جبهې ته نژدې وای، اولیه روغتون ته به مو انتقال کړی وای، خو ته اوس دلته یې او دلته باید له تا سره اسناد موجود وي”.

“که زه اوس بیرته خپل غونډ ته ورشم، دوی به مي عملیات کړي او بیا به نو د ابد لپاره د جګړې په لمړۍ کرښه کي خزه یم”. د ده پر دې خبره مي فکر وکړ.

زه يې وپوښتلم “ستا د خپل ځان لپاره دا خوښه ده، چي تر ابده په جبهه کي یې؟”

“نه”.
“اوه، خدایه، له دې جګړې نه خو تر پزې راغلي یو!”

ما ورته وویل “راکښته شه او زما خبره په ځیر واوره! دلته لاندي، په یوه ډبره باندي خپل تندی ووهه، زه له هاخوا بیرته درباندي راګرځم او تا به له ځان سره روغتون ته بوزم. الدو، موټر د سړک یوې ژۍ ته ودروه”. موټر مو یوه څنګته ودراوه او له ده سره مو له موټره په راکوزېدو کي مرسته وکړل.

ده راته وویل “زه به همدلته تاسي ته سترګې په لار یم”.
ده ته مي وویل “تر بیا ښې چارې”. دی مو همدلته پرېښود او رهي شوو. له غونډ څخه یو میل لیري ولاړو، بیا له سیند نه پورېوتو. په سیند کي واورینې اوبه ډیري تیزې او په بېړه رواني وي. موږ اوس په دې پسي روان وو، چي په امبولانس کي رابار کړي ژوبل کسان پر دوو روغتونو باندي تقسیم کړو. څنګه چي مو ټپیان پر روغتونو تقسیم کړل، په بېړه زموږ په تمه ناست، ژوبل کس ته رهي شوو. لمړی له غونډ نه، چي حالت يې تر پخوا ډير ناوړه شوی وو تېر شوو، بیا له پاتې شوو پوځیانو نه تېر شوو. لږ ورهاخوا مو د سړک یوه لور ته آسي امبولانس ولید. دوو نفرو هڅه کول رنګ الوتی نفر چي زموږ په تمه ناست وو، ګاډۍ ته پورته کړي. هغوی د ده په لټه لټه پسي دلته رارسیدلي ول. زما له لیدو سره يې له هغه ځایه سر راته وښوراوه. خولۍ يې له سره لویدلې وه. پر تندي يې د وینې وچي شوې لکې له ورایه ښکاریدې. پزه يې ګرول شوي وه. پر وینې شوې ناحیه او وریښتانو باندي يې ګرد او غبار پرېوتی وو.

ما ته يې رانارې کړې “مشره، زما زخم ته وګوره، هیڅ ګټه يې ونه کړل. دوی مي اوس بیرته بیايې”.

پنځه بجې به وي، چي خپلي کلا ته روارسېدم. شیبه وروسته د لمبېدو په نیت د موټرونو د پرېولو ځای ته ورغلم. ځان چي مي پاک کړ، بیرته کوټې ته راغلم. په پتلون او انګیا کي د خلاصي کړکۍ وه مخې ته کښېناستم او د ریپورټ په لیکلو مصروف شوم. د جګړې پیل ته دوې ورځې پاتې وې، زما دنده دا وه، چي امبولانسونه راسره واخلم او (پلاوا) ته ځان ورسوم. کور ته مي هم له ډيره وخته د ځان په اړه کوم خبر نه و لیږلی. نن او سبا ته به مي کاوه. اخره اوبه له ورخه تېري شوې. البته کومه خاصه خبره هم نه وه، چي کورنۍ ځیني خبره کړم. په لیک کي مي یوازي دا ولیکل”زه ښه یم” او یو څو د جبهې تصویرونه مي ورسره ضمیمه کړل او امریکا ته مي ور خیر کړل. همدې بسنه کول. کیدای شوای دې تصویرو د خپل جالبوالي له امله په امریکا کي ځانته ډیره پاملرنه رااړولې وای. ریښتیا هم دا جبهه ډیره عجبه او غریبه وه، خو یوه خبره وه هغه دا چي دا جبهه د نورو، هغو جبهو په پرتله چي د اتریشیانو په وړاندي جنګیدې ډيره منظمه او ډسپلین پکښې زیات وو. اتریشی پوځ د دې لپاره جوړ شوی وو، چي د ناپلیون ګټلې خاوره له لاسه ورکړي. البته د هر ناپلیون. ما ارمان درلود چي د ناپلیون په څېر یو صف څیرونکی قومندان مو درلودلای، خو موږ د هغه پر ځای چاغ او بریالی قوماندان (جنرال لویجي کادورنا) او غنم رنګه، غټ غاړی او اوږده ږیره لرونکی (ویټوریو ایمانویل) درلود، چي پر ښي بازو يې د ډک اوسټا ټاپه وه، خو دی د یوه غټ جنرال پر ځای یو عادي سړی ښکاریده. ګڼ خلک په دې راضي ول، چي دی دي پاچا شي. دی ریښتیا هم د پاچا په څېر ښکارید. دی د پاچا کاکا او في الحال د دریم لښکر، سرلښکر وو. موږ په دوهم لښکر کي وو. په دریم لښکر کي د انګریزي پوځ څو یونیټو فعالیت کاوه. په میلان کي څو ځلي د دوی له ځینو پوځیانو سره مخ شوم. ښه اخلاق يې درلودل. په بدنه غټ، شرمیدوکي، منندوی او کوم څه چي به پيښیدل په ورین تندي به يې ورته ښه راغلاست وایه. ارمان مي کاوه چي کاشکي له انګریزانو سره وای. د دوی په یونیټو کي ډېر سهولتونه ول. البته که مي له دوی سره کار کولای زه به هم اوس په دې نړۍ کي نه وای. خو د امبولانس په برخه کي نه. هو ان په همدې د امبولانس په برخه کي هم. ځیني وختونه به خبرېدو، چي بریتانوي امبولانس چلوونکي وژل شوي. په هرصورت، زړه مي راته ویل چي نه مړ کېدم. البته په دې جګړه نه کي. له ما سره يې کومه شریکه نقطه نه درلودل. دغه جګړه ما ته په فلمو کي د جګړې په څېر ښکارېده، خو له ځان سره به مي ویل چي کاشکي دا جګړه ختمه شي. شوني وه چي جګړه سږ دوبی پایته ورسیږي. کیدای شي اتریشیان ماته وخوري لکه د نورو جګړو په څېر. په دې جګړه څه شوي وو؟ ټولو ویل چي فرانسویان فارغه شوي. رینالډي یوه ورځ راته وویل”فرانسویانو بغاوت کړی او اوس پوځیان د پاریس په لور روان دي”. پوښتنه مي ترې وکړل چي څه وشول؟ راته ويي ویل ” اوه، هغوی يې مات کړل.” غوښتل مي چي اتریش ته ولاړ شم، خو چي جګړه نه وي. غوښتل مي تور ځنګله ته ولاړ شم. غوښتل مي چي د هارتز غرونو ته ولاړ شم، خو هارتز غرونه بیا چیري ول؟ جګړه اوس په کارپات غرونو کي روانه وه. په هرصورت خوښه مي نه وه، چي هلته ولاړ شم. خو شوني وه چي ښه هم وای. غوښتل مي چي وه اسپانیا ته ولاړ شم، خو همالته هم جګړه وه. لمر ورو ورو کښته کېده، ورسره یخ زیاتېده. نیت مي وکړ چي د ماښامنۍ خوړلو وروسته به د مس کاترین بارکلي لیدو ته ځم. په زړه کي مي ویل، خدای دي وکړي چي په روغتون کي وي. په فکر کي مي راوګرځېدل، کاشکي په میلان کي راسره وای. په کووا کي مو ډوډۍ خوړلې وای او بیا ماښام د ویامنزوني له لارې پر ویاله پورېوتي وای او له هغې سره یوځای هوټل ته تللی وای. کیدای شوای دې زه د خپل وژل شوي ملګري پر ځای فرض کړی وای. دواړه په ګډه هوټل ته ورننوتي وای، د هوټل په دروازه کي ولاړ چوپړوال، له سر څخه خولۍ ایسته کړي وای. زه د هوټل د کوټو وه مسؤل ته ورتېر شم، له هغه څخه کیلۍ واخلم، کاترین له لفټ سره زما انتظار کوي، بیا په ګډه لفټ ته ورپورته شو. لفټ ورو ورو لوړ ځي او له هر منزل سره یو وړوکی اواز باسي. بیا زموږ منزل راورسیږي او هلک د لفټ دروازه خلاصه کړي. له لفټ نه راووزو او په دهلېز کي روان شو. کیلۍ راوباسم، قلف ته يې ورداخله کړم او دروازه خلاصه شي. دواړه په ګډه کوټې ته ننوزو. زه ټلیفون راپورته کړم د یوه بوتل (کاپري) او په یوه نصواري رنګه سطل کي د یخي د راوړلو اډر ورکړم. شیبه وروسته په دهلېز کي د راروان خادم د پښو ږغ او د یخي کړپی چي له سطل سره ټکر کوي واورم. دی دروازه وټکوي زه ورته ووایم مهرباني وکړئ، همالته بهر له دروازې سره یې کښېږدئ. ځکه چي موږ به د ګرمۍ له امله کالي ایسته کړي وي. کړکۍ به خلاصي وي، بهر د بامو پر سر به توتکیانې الوزي، بیا د خلاصي کړکۍ لور ته ورتېر شم، شوپرکان د بام پر سر او د ونو له پاسه په ښکار بوخت وي. موږ دواړه د کاپري په څيښلو بوخت یو او د میلان په ګرمه شپه کي هره خواته مینه خپره وي. دا هغه څه وه چي باید همداسي وای. اوس مي باید په بیړه ډوډۍ خوړلي وای او د کاترین وه لیدو ته ورغلی وای.

پوځیانو په خوړنځای کي خورا زیات مجلس کاوه. ما هم ځکه نن شپه شراب وڅيښل چي ورورګلوي نوره نه وه، خو دومره هم نه چي له پادري سره مي د ایرلنډ د لوی اسقف په اړه له بحث نه واچوي. هغه یو شریف شخصیت ښکاریده، په اخلاقي لحاظ مي داسي وښودل چي زه په هغه ناانصافیانو او کړولو چي ما د یوه امریکايې په صفت برخه پکي اخیستې خبر یم. ځکه له دومره زیات وضاحت وروسته چي هرڅه د سوءتفاهم له امله رامنځته شول، نزاکتاْ ښه راته ښکاره نه شول چي ووایم زه په هیڅ نه یم خبر. د ده نوم مي په نظر ښه راغلی. دی په اصل کي د مینیسوټا، ښکلی نوم يې راته، ایرلنډ مینیسوټا، ایرلنډویسکوسین، ایرلنډمیشیګان. هغه څه چي ښکلا يې نوره هم زیاتول هغه د Islandپه څېر د ده د نوم تلفظ وو. نه دا هم نه وو. له دې پرته یو بل څه وو. هو، پلار. هو همدا پلار صحیح وو. پلار. نه پلار هم نه. په هرصورت، همدا پلار سم وو. تاسي په دې اړه تر ما ډير پوهیږی. پلار. پادري ښه وو، خو مړاوی وو. افسران نه د دین وه نه د دنیا. پاچا هم ښه وو، خو سست غړانده وو. شراب ناوړه ول، خو خوندور ول، همدوی د غاښو خانه ورخرابول او په تالو پوري نښتل.

روکا “پادري يې يې فرانسه کي کوټه قلف کړ. لامل يې دا وو چي د ده پر سړي باندي د درې سلنه ګمرکي محصول د وهنې تور وو. که دلته وای هیڅکله به زنداني شوی نه وای. د پنځه سلنه وهني تور يې رد کړ او ځان يې ناګومانه کړ. دا واقعه بیا په (بیزر) کي وشول. زه همالته وم، د اخبار په وسېله د ده له زنداني کیدو خبر شوم. بیا زندان ته د ده لېدو ته ورغلم او دا یو ښکاره حقیقت وو چي اسناد ده غلا کړي ول”.

رینالډي “زه د دغه کیسې پر یوه لفظ باندي هم باور نه لرم”.

روکا “چي څنګه ستا خوښه ده، البته دا هرڅه زه د پادري لپاره وایم. ډیر معلوماتي وه. دی پادري دی، یوڅه اخذ به ترې وکړي”.

پادري مسکی شو او وې ویل “ادامه ورکړئ، زه ورته غوږ یم”.

“البته ټول اسناد مدنظر نه دي نیول شوي. خو درې سلنه اسناد او ځيني نور محلي تورونه چي زما هېر دي، ټوله پر پادري باندي ول. لنډه دا چي وه زندان ته ورغلم اصلي خبره دلته ده! د پادري کوټې ته ورغلم داسي لکه زه چي اقرار کوم، ورته ومي ویل: پلاره ما ته بخښنه وکړه. ځکه چي تاسي ګناه کړې!”.له دې خبرې سره ټولو وخندل.

پادري پوښتنه ځیني وکړل “هغه څه درته ویل؟”. روکا ځان ناګومانه واچاوه او ټوکه يې راته تشریح کړل. ”په باریکۍ باندي دي سر خلاص شو؟” خندونکې ټوکه وه، په شرط د دې که څوک په پوه شوي وای. زما جام يي بیا راډک کړ. ما د هغه انګلیسي سرباز کیسه ورته وکړل چي تر شاور لاندي يې ودرولی وو او لمبېده. شیبه وروسته تورن د یوولسو چکیانو او یوه هنګري تبعه فرقه مشر کیسه وکړل. له څو جام وهلو وروسته مي د هغه سپاره کیسه ورته وکړل چي یوه سکه يي پيداکړي وه. تورن هم دې ته ورته یوه کیسه د ډوچي په اړه وکړل چي د شپې به خوب نه ورتلی. موږ لا خپلې غورې کولې، چي پادري پاڅېد او ووت. دوی ته مي د هغه سوداګر کیسه وکړل چي سهار پر پنځه بجې به وه مارسیلي ته چي ښه توند باد به وو، راته. جګړن زه مخاطب کړم”ما اورېدلي چي تاسي شراب څيښلې.” خو ما يې له منلو انکار وکړ. زما له انکاره وروسته يې راته وویل په باکوس دي مي قسم وي، چي زه به يې معلوموم چي دا خبره ریښتیا ده که درواغ؟ ما ورته وویل، نه په باکوس به قسم نه راکوې. جګړن راغبرګه کړل هو، په باکوس قسم درکوو. بیا يې وویل ”ته باید له باسي، فلیپو او وینسزنا سره پیاله په پياله او ګیلاس په ګیلاس سیالې وکړې”. باسي چي خپل نوم واورېد وې ویل”نه. زه تر سیالۍ تېر یم. زه اوس لا تر ده دوه چنده نشه یم”. ما ورته وویل چي دا ټوله هسي چټياټ او درواغ دي. باکوس یا بل یو، فلیپو وینسینزا، باسي یا باسي فیلیپو وینسینزا، لنډه دا چي یوه لا هم یوغړپ شراب نه دي څښلي. په هر صورت د هغه نوم څه دی؟ بیا يې پوښتنه را نه وکړل چي زما نوم فریدریکو انریکو دی که انریکو فریدریکو؟ ورته ومي ویل هر یو چي دي په نظر ښه درځي. باکوس د میدان پرېښودو اجازه نه راکول. جګړن هم زموږ ګیلاسونه له سرو شرابو راډک کړل. نیم ګیلاس چي مي کورت کړ، نور مي نو بس کړه. په یاد مي وه، چي چیري باید ولاړ شم.
ورته ومي ویل “باسي ګټونکی دی، باسي نسبت ما ته پیاوړی دی. زه ځم له خیره”.

رینالډي وویل “ریښتیا هم، باسي ګټونکی شو. هنري، له یو چا سره د ملاقات ژمنه کړې. زه يې په هر څه خبر یم”.

“ما ته د تګ اجازه راکړئ”.
باسي وویل “یوه بله شپه چي کله دي طبعیت سم وي، له خیره سیالې کوو”. پر اوږه يې وټکولم. پر مېز څو لګیدلي شمعې پرتې وي. افسران ټول خوشاله او خندان ول.

 ما ورته وویل “ښاغلو، ښه شپه ولرئ!”

زه او رینالډي دواړه دباندي راووتو. په لار کي يې مخ راواړاوه او مخاطب يې کړم”زما په نظر د نشې په حالت کي هلته ستا ورتګ ښه نه دی. چي نشه نه وای ښه به وو”.

ورته ومي ویل “رینالډي ریښتیا درته وایم، نشه نه یم”.

“د قهوې یو څو دانې وژووه، ګټه لري”.

“فکر نه کوم، دومره ګټه دي ولري لکه ته چي وايې”.
“زه به یو څه درته راواخلم. ته درروان شه”. له یو ډک موټ پخ شوو د قهوې له دانو سره راستون شو.

“واخله دا وژووه او ورځه خداي پاک دي مل شه”.
ورته ومي ویل “باکوس”.
“زه به درسره ولاړشم”.
“زه رک روغ یم. په ما هیڅ نه دي شوي”.

زه او دی په ګډه روان وو. په ښار کي پر يو څو واټو راتېر شوو. کله چي د انګرېزانو د کلا سړک ته راورسېدو، رینالډي ما ته وویل ” ښه وخت او ښه شپه ولرې”.
ما ورته وویل “ته هم ښه شپه ولرې. که دي زړه وي، ته هم راسره تلای شې”.

سر يې وښوراوه او وې ویل ”نه. زما ساده لوبې خوښیږي”.
“قهوې ښه خوند وکړ. مننه”.
“په ملګرتیا کي دا هیڅ نه دي. بیا هم هیڅ نه”.

پلی پر سړک باندي روان شوم. د لارې په اوږدو کي د ولاړو ونو اوږده قطارونه ښه منظم او مرتب ول.  په تګ تګ کي مي شا ته راوکتل، رینالډي ولاړ وو، راته کتل يې لاس يې رته ښوراوه.

د کلا په مېلسمتون کي د کاترین په انتظار کښېناستم. په دهلېز کي مي د یوه راروان شخص د پښو کړپهاری تر غوږو شو، له چوکۍ نه راولاړ شوم، خو هغه کاترین نه، بلکي مس فرګوسن وه. “سلام. کاترین نن ماښام له تاسي سره د لېدو څخه معذورت غوښتئ”.

“ډيره بخښنه غواړم، د روغتیا په هیله يې یم”.

“لږ مریضه غوندي ده”.
“زما معذورت ورته ورسوئ”.

“سمه ده، ولي نه”.
“سبا له خیره به يې ملاقات ته راشم، که څنګه؟”

“سمه ده. فکر کوم ښه به وي”.
ما ورته وویل “ډیره مننه، ښه شپه ولرئ”.

د کلا له دروازې چي راووتم ځان مي یوازي او تش لاسی احساس کړ. فکر مي کاوه چي له کاترین سره به له کومې ستونزې پرته ووینم. په اول کي څه نشه غوندي شوی وم او نژدې وو، چي له کاترین سره د لېدو ژمنه مي هېره شي، خو کله چي ورغلم او دا مي ونه لیدل ځان مي یوازي او تش لاسی احساس کړ.

اتم فصل

راروانه غرمه خبر شوو، چي ماښام به د سیند پر هاغاړه حمله کیږي. زموږ دنده دا وه، چي له څلورو موټرونو سره مو ځانونه همالته رسولي وای. د حالاتو په اړه هیڅ چا څه نه شوای ویلای، خو د ټولو په څېرو کي هیله مندې له ورایه ښکارېده. زه په لمړي موټر کي سپور شوم، څنګه چي د انګریزانو د کلا دخولي دروازې ته راورسېدو، موټروان ته مي د موټر د درولو وویل. هغه نور درې موټرونه ولاړل. زه راکوز شوم، موټروان ته مي وویل چي که په کورمونز چوک کي تر هغوی پورې ور ونه رسیدې، نو بیا ما ته تم شه. زه په بیړه له سړک نه واوښتم، روغتون ته ولاړم او د کاترین پوښتنه وکړل.

“هغه اوس مصروفه ده”.
“زه یو دوې خبرې ورته کوم، ډیره مي پکار ده”.

پیاده يې پسي ولیږه، هغه له هاخوا له کاترین سره یوځای راستون شو.

ما ورته وویل “زه دلته ستا د احوال اخیستو لپاره تم شوم. دوی راته وویل چي تاسي اوس مصروفه یاست، خو ما ورته وویل چي محضي یو دوې خبرې ورسره لرم”.
کاترین “اوس ښه یم، فکر کوم چي تېره ورځ ګرمې زور راباندي کړی وو”.
“زه نو، نور در نه ځم”.
“زه به دي تر دروازې بدرګه کړم”.
دباندي مي وپوښتل “تاسي خو به ښه یاست؟”
“هو، ګرانه. نن شپه راځې؟”
“نه. پلاوا ته ځم، همالته د جګړې شونتیا شته”.
“جګړه؟”
“فکر نه کوم، چي دومره د پام وړ به وي”.

“څه وخت بیرته راستنیږې؟”
“سبا له خیره”.

له غاړې څخه د یو څه په راخلاصولو بوخته شول او زما په لاس کي يې یو شی راکښېښود. کاترین “دا د روحاني مشر، انتوني نخښه ده. او سبا له خیره بیا راشه”.

“ته کاتولیکه نه یې. همداسي نه ده؟”

“نه. خو داسي ویل کیږي چي د روحاني مشر، انتوني نخښه ډیره ګټوره وي”.
“ستا لپاره به يې له ځان سره وساتم. د خدای په امان”.
کاترین “نه. دخدای په امان مه وایه”.
“سمه ده”.

“بې احتیاطي مه کوه. ډیر محتاط اوسه. نه! دلته مي نه شې ښکلولائ”.
“سمه ده”.

شاته مي راوکتل، په زینو کي ولاړه وه، لاس يې راته وښوراوه، ما خپل لاس ښکل کړ او د دې لور ته مي ونیو. بیا ځلي يې لاس راته وښوراوه، زه تر سړک واوښتم امبولانس ته ورپورته شوم او په حرکت مو پیل وکړ. د روحاني مشر، انتوني نخښه په یوه وړوکي اوسپنیز بکس کي پرته وه.  بکس مي خلاص کړ او د روحاني مشر، انتوني نخښه مي په لاس کي کښېښوده.

 موټروان “دا د روحاني مشر، انتوني نخښه ده؟”
“هو”.

بیا يې وویل “له ما سره هم یوه دانه شته”. ده خپل ښی لاس له سټرینګ څخه راایسته کړ او د پتلون یوه غوټه يي خلاصه کړل. او ګردن بند يي د کالو له دننه راوایستی.
“ویني يې؟”

ما خپله نخښه په بکس کي واچول او د سرو زرو ځنځیر مي يې د مخ په جیب کي کښېښود.

“ته يې نه په غاړه کوي؟”
“نه”.

“چي په غاړه يې وځړوې ښه به وي، د همدې لپاره دی”.
ما ورته وویل “سمه ده”. د سرو زرو د ځنځير بند مي خلاص کړ او په غاړه مي وځړاوه. نخښه مي پر کالو سربیره راځړېده، د کالر غوټه مي خلاصه کړل او لاندي مي وځړاوه. په لاره کي به ځیني وختونه راجګیده، خو ورو ورو ورسره عادي شوم. کله چي ټپي شوم، راڅخه ورک شو، چي بیا مي تر ننه ګړی ونه لید. کیدای شوه، چي یو چا دي روغتون ته وړی وي.

پر پله په بیړه روان وو او ډیر ژر مو د هغو موټرونو، ګرد ولید چي له موږ نه مخکي روان ول. نور نو سړک راتاوېده، د سړک پر ګولايې باندي مو درو موټرو ته وکتل، ډیر وړوکي معلومېدل. اوس د ونو په مینځ کي روان ول او له ټیرو څخه يې ګرد آسمان ته پورته کېده. هغوی مو هم په لږ وخت کي راټینګ، ځیني راتېر، پر سړک راتا او په پاس د تپو په لمنو کي روان شوو. د موټرونو په کاروان کي موټر چلول ښه وي، په شرط د دې چي موټر دي لمړی وي. زه شاتني سیټ ته واوښتم او د شاوخوا په منظرو بوخت شوم. د تپو په لمن کي د سیند له ژۍ سره څنګ په څنګ روان وو، څنګه چي سړک غرنی لړی ته ورداخل شو ځان مو د دنګو غرونه په منځ کي ولید؛ لیري په شمالي اړخ کي د غره پر لوړه څوکه سپینه واوره اوس هم پرته وه. شاته مي راوکتل درې موټرونه راپسې ول، خو ګردجنه او له غبار څخه ډکه  فاصله يې په مینځ کي واقع وه. د بار کچرو تر یوه اوږد قطار راتېر شوو. څاروانان يې چي رومي خولۍ يې په سر کړي وې، په خوا کي ورسره روان ول.  دوی د برساګلیري غونډ څخه ول.

له کچرو پرته پر سړک بل څه نه ول. موږ  پاس په تپو کي نور هم وړاندي ولاړو او وروسته د غونډۍ په لمن کي پر یوه سړک باندي، چي وه یوې درې ته، چي په مینځ کي يې سیند تېر شوی وو، روان شوو. د سړک دواړه اړخونه په ونو پوښل شوي ول. په ښي اړخ کي مي د ونو له منځه د سیند رڼې، صافې او په بېړه رواني اوبه ولیدې چي پر ډبرین بستر باندي له شړهاري سره مخ ته رواني وې. په سیند کي د اوبو سطحه ټيټه وه. په کوچنیو ویالو کي رېګ او وړوکي ډبرې له ورایه ښکاریدې او ځیني ځایونو کي به پر ډبرو خپرو شوو اوبو ځلا او پړکا کول. د سیند له ژۍ سره ژور حوضونه ول. اوبه يې د اسمان په څېر تکې شنې وې. د سیند له پاسه یو ډبرین پل پروت وو، چي له سړک نه بېلیدونکې د اورګاډي کرښه پرې ودانه وه. له کليوالي کورو نه چي د دېوالو له پاسه يې د ناک د ونو ښاخلې راځړېدې او له کروندو نه چي ټیټ دېوالونه یې ول، تېر شوو.

 په دره کي له ښه مزل وروسته بیرته تپې ته ورپورته شوو. سړک د شاه بلوط ونو په ځنګله کي څوځلي ښه ژور پورته او کښته تللی وو او په پای کي یو لاس کیده. له پاس څخه مي لاندي راوکتل د لمر وړانګې، چي تر لیري لیري پورې تلې او سیند، چي د دواړو پوځونو تر مینځ حایل وو، ولید. پر تازه جوړ شوي سړک نور هم وړاندي ولاړو. شمالي اړخ ته مي وکتل، دوې خړي غرنی لړۍ مي تر سترګو شوې، چي پر څوکو يې د واورې سپین څادر پروت وو. د لمر وړانګې نیغې پر واوره نښتې چي ډیر ښه خوند يې کاوه. څنګه چي نور هم وړاندي ولاړو، په یوه دریمه غرنی لړۍ ورننوتو، د غره دغه لړۍ تر دې نورو غرو دنګه، واورینه، سپینه  او ډارونکي کږلېچونه يې درلودل. د سترګو له دیده خورا لیري، یوه بله لړۍ معلومېدل، خو د چا باور نه کېده، چي هغه دي په ریښتیا هم وجود ولري. هغه غرونه ټول د اتریش په خاوره کي ول، خو موږ له دې غرنیو لړیو نه بي برخي وو. وړاندي د سړک په ښي اړخ کي مي یوه ګولایي ولیدل او راته معلومه شول، چي سړک د ونو له مینځه تیریږي. پر سړک له پوځیانو، ګاډو او کچرو سره چي غرنی او درنې وسلې پرې بار وې، مخ شوو. له موږ نه ښه لاندي، سیند او په اوږدو کي یې د اورګاډي پټلۍ، زوړ پل او د تپې په لمن کي بهاند سیند معلومېده. ټاکل شوي وه، چي د ښار ټول مخروبه کورونه به په خپل کنټرول کي راولو.

تقریباً ماښام وو، چي لاندي راغلو. له دې نه وروسته پر عمومي سړک باندي، چي څنګ ته يې سیند بهېده رهي شوو.

نهم فصل

په ټانټو پوښل شوي سړک باندي ګڼه ګوڼه زیاته وه. د سړک دخولي اړخ خاص د یوه سرکس یا هم د پخوانیو زمانو یوه کلي ته پاتېده. په ټانټو پوښل شوي سړک باندي ورو ورو وړاندي روان وو، له دې سړک څخه له وتو وروسته یوې سرخلاصي فضا ته چي د اورګاډي پخوانی تمځای وو، راووتو. سړک د سیند تر ژۍ کښته وو. د لارې اړخونه ټول سوري سوري او غار شوي ول، خو دې غارو د خزو کار کاوه، یعني ټول له پلي پوځیانو ډک ول. لمر ورو، ورو کښته کیده. په موټر کي مي د اتریشیانو څارونکي بالونونه تر سترګو شول، چي د تپو له پاسه يې درولي ول. د لویدونکي لمر وړانګې پرې لګیدې. موږ خپل موټرونه د خښتو له بټیو سره په څنګ کي ودرول. داښونه او ځیني نور ژور غارونه يې د سیار روغتون په توګه تیار کړي ول. درې ډاکټران وو، چي درې واړه يې زما شناخته وه. له جګړن سره مي یو څو شیبې بانډار وکړ. د خبرو په جریان کي راته معلومه شوه، چي زموږ دنده څه وخت پیلیږي؟ زموږ دنده دا وه، چي دلته به مو ژوبل پوځیان موټرونو ته اچولای، بیا به د هماغه په ټانټو پوښل شوي سړک له لارې عمومي سړک ته وتلای او بیا به مو له لړۍ سره نژدې ژوبل پوځیان وه روغتون او نورو امبولانسو ته په لاس ورکولای.  جکړن هیله وښوده، چي سړک به نه بندیږي. دغه سړک یو طرفه وو. سړک يې ځکه په ټانټو پوښلی وو چي له سیند څخه ورهاخوا د اتریشیانو تر حملې لاندي وو. موږ همدلته په بټۍ کي د مشین ګڼو او ټوپکو له ډزو نه په امان ناست وو. پر سیند باندي یو مړژوانده پل پروت وو، خو پرېکړه شوي وه، چي د جګړې د پیل په شیبو کي به یو بل نوی پل د سیند له پاسه ږدي، او پوځیان به د سیند هاخوا ته پرې پوریوزي. جګړن یو کوتاه قده سړی وو، لوړي خوا ته تاو شوي بریتونه يې درلودل. د لیبیا په جګړه کي يې هم ګډون کړی وو او ده ژوبلو دوه پټۍ يې اخیستې وې. ده ژمنه راسره وکړل، چي که راسپارل شوې دنده په سم ډول مخته ولاړه شي نو د مډال په اخیستو کي به کومه شبهه نه وي. دی په دې خپله خبره کي صادق وو.

 جګړن ته مي وویل ”که مو یوه خزه راکړه، مهرباني به مو وي. یو عسکر راسره ولیږه چي راويي ښيي.” زه له عسکر سره رهي شوم، یوه مناسبه خزه يې راته په ګوته کړل. د موټروانانو په زړه ولګیدل. موټروانان مي په خزه کي پرېښوول او زه بیرته جګړن ته ورغلم. جګړن د له دوو نورو افسرانو سره یوځای د څيښاک ست راته وکړ. (رم) مو وڅيښل. ډیر ښه خوند يې وکړ. دباندي تیاره په خپرېدو وه. د جګړې د پیل په اړه مي پوښتنه ځیني وکړل. راته وې ویل، د تیارې له خپرېدا سره به پیل شي. له دوی نه راپاڅیدم او موټروانانو ته راغلم. دوی یو له بل سره ښه تود بانډار اچولی وو. زما له ورتګ سره ټول چپ شول. دوی ټولو ته مي یوه یوه قوطۍ مقدونیايي سګرېټ ورکړل. تر څکولو وړاندي يې وه پیچلو ته اړتیا درلودل. منیرا لیټر ولګاوه او پر ټولو يې وګرځاوه. لټیر خاص د موټر د فیات په شان ښکاریده. کوم څه چي مي بهر اوریدلي ول، هغه مي وه دوی ته هم واورول.

پاسیني وویل “په لار کي مو پوستې ونه لیدې، ولي؟”
“له ګولايي سره په څنګ کي وې”.

مانیرا “کیدای شي، پر سړک له ډېرو کړاوو سره مخ شو”.
“اتریشیان به مو هم ښه په آسانی ایله نه کړي!”

“کیدای شي په توپونو مو هرکلی ووايي”.
“بریدمنه ډوډۍ څه وخت خورو؟ که جګړه شروع شول، فکر نه کوم چي بیا دي د ډوډی خوړلو موقع پیدا کړو”.

ما ورته وویل“ زه به يې اوس معلومات در وکړم”.
“یعني موږ دلته کښېنو او شاوخوا نه شو ګرځیدلائ؟”

“فکر کوم چي که همدلته پاتي شئ، ښه به وي”.
زه بیرته د جګړن خزې ته ورغلم. همالته د ده له خولې نه خبر شوم چي ګرځنده اشپزخانه به هم په څو شیبو کي راورسیږي او موټروانان به خپله حصه ځیني واخلي. دا يې هم راته وویل چي که دوی لوښي نه لري، موږ به يې په قرض ورکړو. ما ورته وویل فکر کوم چي دوی له ځان سره خپل لوښي راوړي. بیرته وه موټروانانو ته راستون شوم او ورته ومي ویل چي څنګه ډوډۍ راورسیږي، دوی ته به هم ورکول شي. منیرا وویل” خدای دي وکړي چي د جګړې له پیلیدا وړاندي راورسیږي”. زما تر تګه پوري خاموشي خپره وه. هغوی ټوله مستریان ول او له جګړې يې کرکه کول.

زه دباندي د موټرانو د حال و احوال اخیستو او حالت معلومولو لپاره راووتم، بیرته خزې ته راغلم او له څلورو موټروانانو سره کښېناستم. موږ پر مځکه ناست وو، شاګانې مو دېوال ته تکیه کړي وې او سګرېټ مو څکول. اوس نو تقریباً تیاره شوي وه. مځکه تودوښې او وچه غوندي وه. ورو مي پر دیواله باندي اوږې تکیه کړې، اوږد وغځېدم او د ارام ساه مي واخیستل.
ګاووزي وویل “لمړی څوک جګړه پیلوي؟”

“برساګلیریا[6]”.
“ټوله برساګلیریا؟”

“فکر کوم، همداسي به وي”.
“که واقعاً ښه سمه جګړه وي، نو بیا خو موږ کافي شمېر پوځیان دلته نه لرو”.

“زما په اند دغه جګړه د جګړې له اصلي ډګره د دښمن د پام اړلو لپاره ده”.
“برساګلیریا خبر دي چي څوک حمله کوي؟”

“فکر نه کوم”.
مانیرا “فکر نه کوم چي خبر دي وي. که خبر وای جګړه يي نه کول”.

پاسیني “هو ولي نه، خو برساګلیریایان ټول بي عقلان دي”.
ما پسي ورغبرګه کړل “نه دوی زړور او په عین حال کي ښه نظم او اداره هم لري”.

“هغوی په بدنه غټ، قوي او روغ رمټ دي، خو په عین حال کي بي عقلان هم دي”.
مانیرا “ګراناتیریا[7] ډیر قدبلنده دي” . دا یوه ټوکه وه، چي ورسره ټوله په خندا شول.

“بریدمنه، ته په هغه وخت کي موجود وي، چي هر لسم سړی به يي قتل کاوه؟”
“نه”.

“دا ریښتیا دي. ټوله يي لیک قطار ودرول بیا یي هر لسم سړی راټینګ کړ، ټوپکوال راغلل پسي ويي ویشتل”.
پاسیني “ټوپکوال!”. پر مځکه يي ناړي تو کړې.  بیا پسي زیاته کړل.

“خو هغه شپږ فوټه ګریناتیران به جګړه ونه کړي”.

مانیرا “که ټوله له جګړې لاس په سر شي، معلومه خبره ده، چي جګړه به پایته ورسي”.

“اصلي خبره داسي نه وه، بلکي هغوی له بیرې او ډار څخه جګړه نه شوای کولای. افسران يي ټوله له شریفو کورنیو څخه ول”.

“یوه سر پړکمشر مشر خو دوه افسران چي له خزې څخه دباندي وه جګړې ته نه راوتل ځای پر ځای يې وویشتل”.

“خو ځیني عسکر بهر راووتل”.

“هغه چي وتلي وه، هغه يې پر لیکه نه وه درولي”.

پاسیني وویل “د ټوپکوالو له لاسه یو وژل شوی نفر، زموږ د ښار وو. ډير جګ او ښه هوښیار ځوان وو. ګرده عمر يې په روم کي تېر کړی وو. همېش به له نجونو سره وو، مدام به له ټوپکوالو سره ګرځېده.” مسکی شو او بیا يې وویل ”اوس يي هر وخت د کور په دروازه کي یو پیره دار ولاړ وي، هیڅوک حق نه لري چي له پلار، مور یا هم د کورنیو له نورو غړو سره يي وګوري. پلار خو يې له ټولو ټولنیزو حقوقو هم بي برخي شوی. ان رایه هم نه شي ورکولای. نور يي نو قانون هم دفاع نه شي کولای. اوس هر څوک کولای شي چي د کور شیان او سامانونه ځیني واخلي”.
“که له دوی سره د دې ډول عکس العمل بېره نه وي، ټول به جګړې ته شا کړي”.

“ولي؟ آلپیان به د جګړې اور بل وساتي. اجیر پوځیان او ځیني برساګلیریایان به هم همدغسي ناست نه وي”.

“خو برساګلیریایان هم وتښتېدل، اوس دوی هڅه کوي چي دا هرڅه هېر کړي”.

پاسیني په پیغور وویل “مشره، تاسي باید وه داسي خبرو کولو ته څوک پرېنږدئ”.

ما ورته وویل “پوهیږم چي تاسي څه وایاست. خو تر کومه چي موټران ښه چلوئ او ستاسي چلند ښه وي……..”.

“لنډه دا چي باید په دومره لوړ اواز ونه ږغیږو، چي نور افسران زموږ خبرې واورې.” مانیرا زما خبرې بشپړي کړې.

ما ورته وویل “فکر کوم چي نور نو باید له دې جنګ جګړو څخه لاس واخلو. البته که یو اړخ له جګړې لاس واخلي، جګړه پایته نه رسیږي، خو حالت او اوضاع تر دې هم ناوړه کیدای شي.”

پاسیني جدي شو “حالت له دې ناوړه کیدای نه شي او بله دا چي له جګړې ناوړه بل هیڅ شی نشته”.

“شکست ناوړه دی”.

پاسیني بیا په جدي انداز وویل “دغه نظریه ما ته قابل قبول نه ده. شکست یعني څه؟ یعني کور ته تګ”.

“دوی دي په تعقیب پسي راځي. کور درڅخه غصبوي او په پای کي به خپل د کورنۍ غړي هم له لاسه ورکړې”.

پاسیني “زه ستا له نظر سره مخالف یم. غالب پوځ نه شي کولای له هر چا سره داسي وضعه وکړي. هر یو پوه شه، خپل يې کار. هر یو دي خپل وروڼه او خویندې په خپل کور کي محفوظه کړي”.

“په دار به دي وځړوي. فاتح پوځیان به ستا په لټون ستا کور ته درشي او بیا ځلي به عسکر شې، هغه هم په پلي پوځ کي، نه په امبولانس کي!”

“د ټولو خلکو په دار ځړول ناشونی کار دی”.

مانیرا “یرغلګر ځواک په ټولو خلکو جبري عسکري نه شي کولای. که بالفرض داسي وشي، په لمړی جګړه کي به ټول وتښتي”.

“لکه د چیک خلک”.

“زه فکر کوم چي تاسي تراوسه د مغلوبه کیدو خوند نه دی څکلی، ځکه نو فکر کوئ، چي مغلوبېدل ښه دي”.

پاسني وویل “بریدمنه، زه پوهېږم چي موږ ته مو خبرو کولو چانس راکړئ. غوږ شه. له جګړې ناوړه شی په دې نړی کي بل نشته. موږ د امبولانس موټروانان يې د ناوړه والي اندازه نه شو لګولای! خو کله چي عام ولس د جګړې په ناولتیا خبر شي، بیا يې مخه نه شي نیولای، ځکه که يې د مخي ډب کولو هڅه وکړي، لیونیان کیږي. داسي خلک هم شته چي هیڅکله يې په ناولتیا نه پوهیږي. داسي پوځیان هم شته چي له مشرانو څخه ډاریږي، همدا د دوی له لاسه د جګړې اور بل دی”.
“پوهیږم چي جګړه ښه نه ده، خو موږ يې باید مخه ډب کړو”.

“جګړه نه ختمیږي، جګړه پای نه لري”.

“ولي؟ هره جګړه يو پای لري”.

پاسیني سر وښوراوه.

“جګړه په بري پایته نه رسیږي. څه پروا لري که موږ سان ګبریل ونیسو؟  څه به وشي، که موږ مونافالکانو فتح کړو؟ که مو دا ګرده ښارونه ونیول، بیا به چیري یو؟ نن مو هغه لیري غرونه ولیدل؟ تاسي فکر کوی چي دا ټوله به موږ ونیسو؟ البته په هغه صورت کي چي اتریشیان جګړه بس کړي. یو اړخ باید جګړه بس کړي. موږ يې ولي نه بس کوو؟ که دوی ایټاليې ته راپسي راشي، ستړي به شي او بیرته به خپل هیواد ته ستانه شي، خپل هیواد او خپل جاګیرونه لري. خو نه ددې هر څه پر ځای جګړه ده”.

“ته خو ډیر ښه نطاق يې”.

“موږ دماغ لرو. فکر کوو. یو څه ویلای شو. موږ بزګران او ناپوه نه يو. مستریان یو. خو بزګران تر موږ ښه دي ځکه چي وه جګړې ته زړه نه ښه کوي. له جګړې څخه د ټولو کرکه کیږي”.

“د هر هیواد اداره کولو لپاره یوه اداره موجوده وي. په تاسف زموږ په هیواد کي همدا اداره کمزورې ده. نه په څه پوهیږې او نه به په پوه شې، نتیجه يي دا شول، دا دی موږ اوس په جګړه ایز حالت او جګړه کي ښکېل یو”.

“ډیری حکومتي چارواکي د همدې جګړې له لارې پیسي ګټي!”

پاسیني وویل “ګرده داسي نه دي. دوی بیخي بي عقلان دي، له دې څخه دوی ته هیڅ شی په لاس نه ورځي، دا هرڅه د خپل بي ځایه ضدیت لپاره کوي”.
مانیرا “ نور يي بس کړئ. موږ نه باید د بریدمن وه مخي ته دا ډول خبري وکړو”.

ګاووزي “د ده هم زموږ بانډار خوښ دی. که يې خوښ نه دی، نو خپل هم نظره به ځیني جوړ کړو”.

مانیرا “خو د اوس لپاره باید دا هر څه بس کړو”.

ګاووزي “مشره ډوډی څه وخت خورو؟”

ما ورته وویل “زه به دباندي ورشم او معلومات به يي وکړم”. ګوردیني هم پاڅید او بهر راسره ووت.

“بریدمنه زه کومه مرسته درسره کولای شم؟ ستاسو په درد خوړلای شم؟”

په دې څلورو واړو موټروانانو کي دی غلی وو.

ما ورته وویل “که دي خوښه وي راځه، په ګډه به ولاړ شو او معلومات به يي وکړو”.

دباندي اوس بشپړه تیاره خپره شوي وه، خو لویو او غټو لټون یا سرچ څراغو هر څه روښانه کړې ول. لوی لوی لټون څراغونه پر غټو موټرونو باندي تړل شوي وه. د شپې چي به کله څوک د جګړې له کرښې سره نژدې تیرېده نو که به موظفو عسکرو رڼا پرې واچول نو یو دم او سمدستي به یو څوک ورته ښکاره شول او دوی به يي وه ډار کړل.

د بټۍ له میدانۍ نه تېر شوو او د زخمیانو د پټۍ کولو وه عمومي مرکز ته ولاړو. په دخولي دروازه کي د شنو پاڼو یوه چوتره وه، د ورځي په جریان کي به يي د لمر له امله وچي شوي پاڼې باد رپولې او مځکې ته به رالوېدې. دننه رڼا وه، جګړن په ټلیفون کي په خبرو اخته وو. همدلته د یوه ډاکټر له خولې خبر شوم چي حمله یو ساعت وځنډېدل. له ده سره مي یو ګیلاس کوګناک وڅيښه. پراته مېز ته مي، چي له پاسه پرې د جراحۍ سامانونه، لوښي او د درملو بوتلونه ول، وکتل د رڼا په وړاندي بریښیدل. ګوردیني مي شاته ولاړ وو. جګړن هم له ټلیفونه فارغه شو.

جګړن “حمله پیلېدونکې ده. د جګړې ځنډیدل لغوه شول”.

بهر مي وکتل. تیاره وه. د اتریشیانو لټون څراغونه زموږ تر شا غره باندي رڼاګانې اچولي. ښه شیبه مرګونې خاموشې وه. یو ناڅاپه ټول توپونه په غړمبېدو راغلل او بمبار پیل شو.

جګړن“پروردګاره، ته مو ساته”.
ما ورته وویل “جګړنه، ښوروا څنګه شول؟” فکر کوم چي تر غوږ يي نه شول، بیا مي ورته تکرار کړل.

“تر اوسه لا نه ده رارسیدلي”.

دباندي په بټۍ کي یوه لویه توغندۍ راپرېوتل او وچاودل. د یوې بلي چاودنې کمواکه ږغونه مو هم واورېدل، چي ورسره د خښتو ټوټو او ګرد فضا ونیول.

“د خوړو لپاره څه شته؟”

“له موږ سره یو څه پاسته اسکیوتا شته”.

“هر څه، چي شته قبول مو دي”.

جګړن پیاده ته یو څه پسپسی وکړ، هغه هم ولاړ، له هاخوا نه په غاب کي له یو څه سړو مکرونیو سره راستون شو. غاب مي ترې واخیست او ګوردیني ته مي ورکړ.

“پنیر درسره شته؟”

جګړن زړه نا زړه بیا خادم ته څه وویل، هغه هم په غار ننوت له هاخوا څخه د یوه ټوټه پنیر سره راستون شو.

ورته ومي ویل“ ډيره مننه”.

جګړن زه مخاطب کړم “که همدلته پاتي شئ ښه به وي”.

له دروازې سره د یوه شي د ایښودو کړپ شو. له دو کسانو څخه چي دغه شی يې راوړی وو، یوه دننه راوکتل.

جګړن “دننه يي راوړئ. په تاسي څه شوي؟ اوس موږ هلته درشو او رادننه يې کړو؟”

دوو تذکره والاو سړی تر لاسو او پښو ونیو او دننه يي راوړ.
جګړن “جامې يي ځیني وباسئ”.

جګړن امبور له یو څه ګاز سره راپورته کړ. دوو نفر له ده کوټ وکیښ.

جګړن وه تذکیره والاو ته وویل “ورځئ. تاسي نور خلاص یاست”.

ما وه ګوردیني ته وویل “راځه”.

جګړن د شا له خوا راپسي ږغ کړل “د بمبار د زور تر ختمېدو پوري، دلته ستاسي پاتېدل غوره دي”.

ما ورته وویل “موټروانان وږي دي، ډوډۍ غواړي”.

“نور نو، چي څنګه ستا خوښه وي”.

دباندي راووتو او چابک چابک د خزې په لور روان شوو. له سیند سره نژدې یوه توغندۍ ولګېدل او وچاودل. شیبه وروسته یوه بله هم راپرېوتل، تر چاودلو پوري مو يي ږغ وانه ورید بیا ناڅاپه یو درز شو. موږ  پر مځکه وغورځیدو او همداسي په پروتي پر څنګلو څکېدو. بڅرکي، دودان او د ماتو خښتو د پارچو ږغونه مو، چي لاندي رالوېدل اورېدل. ګوردیني پاڅید او د خزې په لور په منډه شو، زه هم پاڅېدم، په لاس کي مي پنیر نیولي ول او د خزې په لور په تراټ شوم. د پنیرو صاف او ښوی مخ  د خښتو د دوړو او ګرد له امله چټل شوی وو. دننه په خزه کي درې واړه موټروانان وه دیوال ته څنګ وهلی ناست او سګریټ يې څکول.

ما ورته وویل “دې ته وايې هیوادپالان او پر هیواد مین خلګ”.

مانیرا “موټران پر کوم حالت دي؟”

“سم دي”.
“بریدمنه ډزو خو ونه بیرولې؟”

ما ورته وویل “هو، دا خبیثان”.

خپل چاقو مي راوکیښ، خلاص مي کړ، څوکه مي يي ورپاکه کړل او د پنیرو چټل مخ مي وروتوږه. ګاووزي د مکرونيو غاب راکړ.

“بریدمنه، شروع په وکړه”.

ما ورته وویل “نه، پر مځکه يي کښېږده ټوله به يي وخورو”.

“کاچوغې نشته”.

په انګلیسي کي مي له ځانه سره وویل “اوه، لعنت!”

پنیر مي ټوټه ټوټه کړ او پر مکرونیو باندي مي کښېښود.

دوی ته مي وویل “کښینئ”. دوی هم کښېنستل او منتظر شول. ما خپل لاس ور اوږد کړ او په ګوتو مي مکروني راپورته کړل. یو څه را نه توی شول.

“بریدمنه، لږ يي لوړ پورته کوه”.

ما هم خپل لاسونه تر پخوا ورته وغوړول. خوله مي پسي ورکښته کړل. خولې ته مي راسر وهل او د پنیرو له ټوټې سره مي یو ځای وژوول. ورپسي مي د شرابو یو غوړپ پسي وکړ. د زنګ وهلي اوسپنې خوند يي وکړ. پتک مي بیرته وه پاسیني ته ورکړ.

پاسیني “اوبه خرابي شوي. همدا پتک له ډيره وخته له ما سره په موټر کي راسره وو”.

ټول په خوراک اخته ول. خپلي خولې يې له غاب سره نژدې نیولي وي او مکروني به يې خولې ته سر وهل. یوه بله غټه ګوله مي له یوې ټوټې پنیر سره راپورته کړل. بهر یو شی پر مځکه راپرېووت، چي ځمکه يې سره  ولړزول.

 ګاووزي “دا څلور سوه شل یا هم ماینین ورفر[8] وو”.

ما ورته وویل “په غرو کي څلور سوه شل نشته”.

“دوی غټ سکوډا وسلې لري. ما يي غارونه لیدلي”.

“دري سوه پنځوس”.

موږ په خپل خوراک اخته وو. د ټوخي اواز مو تر غوږو شو، یو داسي اواز لکه د اورګاډي ماشین چي چالانیږي، بیا یوه داسي چاودنه وشول چي ځمکه يې ولړزول.

پاسیني “ده خزه هم ډيره محفوظه او ژوره نه ده.”

“دا د یوه ستر توپ توغندۍ وه.”

“ریښتیا هم”.

د پنیر وروستۍ ټوټه مي هم وخوړل او د شرابو یو غوړپ مي پسي وکړ. د دې نورو اوازنو په منځ کي مي یو بل اواز تر غوږو شو بیا یو ناڅاپه چه ـــ چه ـــچه ـــ چه ـــ اواز راغلی. یو دم رڼا شول داسي لکه د اور د کورې دروازه چي خلاصه شي، ورسره غړومبی شروع شو له دې سره سپینه او سره لمبه له باده سره مله په سرعت هوا ته پورته شول. هڅه مي وکړل چي ساه وکاږم خو ساه مي نه شوای کښلای. داسي مي احساس کړه لکه روح چي مي له بدنه وتلی وتلی وتلی وتلی وتلی او په هوا کي یم. ورو وخوځیدم. فکر مي وکړ چي له نړۍ څخه رخصت شوی یم. دا مي غلطي وه چي ووایم سړی یوازي مړ کیږي. راپاڅيدم، هڅه مي وکړل چي وړاندي ولاړ شم. خو د وړاندي تګ پر ځای مي داسي احساس کړل لکه شاته چي ورغړېدم. ژوره مي واخیستل او یو څه په حال کي شوم. مځکه چاودلي وه، له سر، سره مي نژدې د لرګي یوه کونده پرته ول. زه لا د ځان په غم اخته وم، چي د یوه نفر د ژړا ږغ مي واورېد. فکر مي وکړ، چي یو څوک نارې وهي. د خوځيدو هڅه مي وکړل، خو د خوځېدو توان او سېک راپکښې پاتي نه وو. د سیند له پوري غاړې مي د مشین ګڼو او ټوپکو ډزونه واورېدل، آسمان روښانه روښانه وو، مرمۍ د ستورو په څېر په آسمان کي ګرځېدې. پورته خوا ته توغول شوي راکټان او د بمونو د چاودېدو اوزونه، دا هرڅه په یوه ګړي کي وشول. شیبه وروسته مي یو ږغ واورید ویل يې “مامیا! اوه ماما میا!” ځان مي سره وښوراوه او بیا راتاو شوم. په تکلیف مي ځان ده ته ورساوه. پاسيني وو، زما له لاس وروړو سره يې نارې کړې. پښې يې زما لور ته وې. د شپې په رڼا کي مي د ده پښو ته وکتل. دواړې د ځنګانه له پاسه ماتې وي. یوه پښه يې پرې شوي وه، هغه بله يې هم د یو څو پلو او د پتلون د یوې ریښکۍ په وسیله پاتي وه، هغه هم داسي رپیدل لکه قطع شوي چي وي. له ډیر درد څخه يې په لاس غاښونه لګول او زګیروی يې کاوه. “اوه ماما میا، ماما میا،” لږ څه وروسته”Dio te salve Maria.Dio te salve Maria” اوه خدایه ما ووله او خدایه ما له دي نړی څخه پورته کړي. اوه، زما خدایه ته خو مي مړ کړې. بس يې ده. بس يې ده. بس يې ده. اوه، زما محبوب خدایه ته خو دا ودروه. اوه اوه اوه اوه” بیا د سلګی په حالت کي “Mama mama mia”  له دې ویلو سره غلی شو.خپل بازو يي همداسي چیچه، زخمي پښه يي ټولول او خلاصول.

 لاسونه مي لپه کړل او نارې مي کړې Porta feriti” ”Porta Feriti! کوښښ مي وکړ چي ده ته ورنژدې شم او پر زخم يې  پټۍ ور واچوم، خو ما کي د خوځېدا توان پاتې نه وو. بیا مي هڅه وکړل، چي ده ته ورنژدې شم، دا ځلي مي پښو لږ غوندي ملګرتیا راسره وکړه. پر پښو، بازو او څنګلو مي زور وکړ او شا ته ورغړېدم. پاسیني اوس غلی وو. زه ورنژدې شوم، خپل جانکټ مي وکیښ، غوښتل مي یوه ټوټه ځیني پرې کړم خو ما کي دومره سېک پاته نه وو، چي په لاس يې ځیني غوڅه کړم. د جانکټ یوه څنډه مي په غاښ ونیول او پرې مي کړل. بیا مي د پاسیني ګلګل[9] ته پام شو. ما نخي جرابې په پښو کړي وې، خو پاسیني ګلګل تړلی وو. ټولو موټروانانو ګلګل پر پښو باندي تړل. خو پاسیني ته اوس یوازي یوه پښه ورپاته وه. غوښتل مي چي ګلګل ترې خلاص کړم، خو پام مي شو چي پټۍ کولو ته اړتیا نشته، ځکه هغه وړاندي لا مرګ ته ښه راغلاست ویلی وو! ځان مي ډاډه کړ، چي ریښتیا هم مړی شوی. درې نفره نور هم ول، چي باید نقل مکان شي. سیخ کښېناستم، خو یو ناڅاپه مي په سر کي څړیکه وشول او پر سترګو مي تیاره شوه، ګړی وروسته مي داسي احساس کړل لکه پښې چي مي تودې او لندې وي، بوټونه مي هم لانده او ګرم ول؛ پوه شوم چي زه هم لګیدلی یم. خم شوم، پر ځنګانه مي لاس راتېر کړ خو ځنګون مي نه وو. لاس مي نور هم کښته کړ، څو له لینګي سره مي لاس پر ځنګانه ولګېد. لاس مي پخپل کمیس پاک کړ، آسمان کي بیا رڼا شول او ورو ورو مځکې ته راکښته شول، ما په همدې رڼا کي خپلي پښې ته وکتل او ځیني وډارېدم ” اوه، خدایه، ته خو مي په خپل فضل سره وساتې.” ګړی وروسته مي فکر وکړ، له ما پرته خو درې نفره نور هم شته. دلته څلور موټروانان ول، پاسیني ووژل شو، پاتي شول درې نفره. یو چا له اوږو و لاسونو او یوه بل هم له پښو ونیولم او پورته يې کړم.
دوی ته مي وویل “درې کسان نور هم دي، یو پکښې مړ دی.”

“زه مانیرا یم. موږ په تذکیره پسي تللي وو، خو پیدا مو نه کړل. بریدمنه ته څنګه یې؟”

“ګوردیني او ګاووزي چيري دي؟”

“ګوردیني په پوسته کي دی، پاسمان يې ورکوي او کوم نفر، چي ته يې تر پښو نیولی يې هغه ګاووزي دی. بریدمنه زما غاړه ونیسه. سخت ژوبل يې؟”

“په پښه کي. ګوردیني څنګه دی؟”

“هغه سم دی، یوه ستره توغندۍ وه.”

“پاسیني مړ شو”.

“هو. هغه ووژل شو”.

د توپ یوه ګولۍ له موږ سره نژدې پر مځکه راپرېوتل، دوی دواړه يې هلته وغورځول، له دوی سره زه هم پر مځکه ولوېدم.

مانیرا “بریدمنه، بخښنه غواړم. لاسونه زما پر غاړه باندي ونیسه”.
ما ورته وویل “که مو دوهم ځلي بیا وغورځولم!”

“چاودنې وارخطا کړو”.

ما ورته وویل “تاسي جوړ یاست؟”

مانیرا “موږ دواړه سربیرن ټپیان شوي یو”.

ده ته مي وویل “ګوردیني موټر چلولای شي؟”

“فکر نه کوم”.

پوستې ته تر رسیدو وړاندي یې یو ځلي بیا پر مځکه وغوځولم.

ما ورته وویل “د سپي زامنو”.

مانیرا “بریدمنه بخښنه غواړم. بیا به دي پر مځکه ونه غورځوو”.

بهر په تیاره کي زموږ په څېر زرګونه ژوبل پوځیان پر مځکه پراته ول. ژوبل نفر به وړل و راوړل کېدل. کله چي به يې یوڅوک دننه یا هم بهر یووړ، د ګرځنده روغتون د دننه رڼا به بهر راووتل. وژل شوي پوځیان يې ټول یوه اړخ ته ایښودل. ډاکټرانو لستوڼي تر څنګلو پوري راپورته کړي وه او لکه قصابان په سرو لاسو په کارو بوخت ول. خو د تذکیرو کمښت محسوسېده. ځینو ژوبلو کسانو له ډیر درد څخه کریږي ایستلې. البته ځیني نور همداسي غلي پاتې ول. د ګرځنده روغتون د دروازې له پاسه پر بلګو باد لګېده، چي هوا يې ښه یخه ساتلې وه. تذکیره والا به تلل راتلل، تذکیرې به يې پر مځکه کښېښولې خالي به يې کړې او بیرته به ولاړل. زه چي يې څنګه روغتون ته وروړلم مانیرا له هاخوا له ځان سره یو ډاکټر زما د پښو، پټۍ کولو لپاره راوست. ډاکټر وویل” ستا ټپ ته بې حده ډېره خاوره دننه شوې، آن د وینې جریان يې بند کړی دی.” په تګ تګ کي يې ژمنه وکړل، چي هر څومره چي ژر شوني وي ما به دننه روغتون ته وړي، دی بیرته دننه ولاړ. ګوردیني د موټر چلولو نه وو. د مانیرا له خولې خبر شوم، چي د هغه اوږه او سر دواړه ژوبل شوي. په لمړي سر کي يې حالت چنداني وخیم نه وو، خو اوس يې د درد له امله اوږه کج نیولې وه. له بټۍ سره تکیه وهلی ناست وو. مانیرا او ګاووزي له یوه ډله زخیمانو سره ولاړل. په دوی کي لا د موټر چلولو سېک پاته وو. بریتانویان هم له درو امبولانسونو سره چي په هر یوه کي دوه دوه نفره وو، راورسیدل. که مي کتل له هاخوا ګوردیني رنګ الوتی او شومه ختلی له یوه بریتانوي موټروان سره راښکاره شو. بریتانوی نېغ ما ته ودرېد.

“سخت ژوبل يې؟” موټروان قدبلنده وو او عینکې يې پر سترګو کړي وي.
“په پښه کي”.

“فکر کوم چي ټپ دي ډير شدید نه دی. سګرېټ څکوې؟”

“مننه”.

موټروان راته وویل “خبر شوم چي تاسي دوه موټر چلوونکي له لاسه ورکړي”.

“هو. یو ووژل شو او بل يي هم، هغه یو وو چي ته يي دلته  راوستلې”.

“څومره يو خراب بخت! ستا خوښه ده چي موږ ستا موټران بوزو؟”

“همدا خو زما هیله هم وه”.

“موږ به يي ښه خیال ساتو او بیرته به يې کلا ته درولو. ۲۰۶ که څنګه؟”

“هو”.
“هغه ډیر ښه ځای دی. ته مي هلته لیدلی يې. دوی راته وویل تاسي امریکایی یاست”.

“هو”.

“زه بریتانوی یم”.

“ښه!”

“هو، زه بریتانوی یم. تاسي پر ما د ایټالوي فکر کړی وو؟ زموږ له څلورو یونیټونو سره ډير ایټالویان راسره ول”.

ده ته مي وویل “که تاسي زموږ موټران درسره بوزئ، پر موږ به مو احسان کړی وي”.
موټروان “نور يې نو ساتنه زموږ پر غاړه ده”. پاڅېد او وې ویل ”ستا ملګری ډېر وارخطا وو، په بېړه يې دلته ستا د معاینې لپاره راوستم”.  ګوردیني يې پر اوږه وټکاوه. ګوردیني ځان شا ته کړ او مسکی شو. بریتانوي په صافه او روانه ایټالوې خبرې پیل کړې ”ښه، حالات دا دي اوس سم شول. ستاسي بریدمن مي وکوت. مه وارخطا کېږه. موږ ستاسي دوه موټران له ځانه سره بیایو”. بیا يې په انګلیسي وویل “زه به له دغه ځایه ستا د بېولو یوه چاره وسنجوم. البته له هر څه څخه مخکي به زه یو ځلي له ډاکټر سره ووینم او بیا به دي موږ له خپل ځان سره واخلو”.

بریتانوی د ژوبلو پوځیانو په مینځ کي په ډېرو محتاطو قدمو وړاندي رهي شو. ده ته مي تر هغو کتل تر څو د روغتون د دروازې پرده يې پورته کړل او ورننوت.
ګوردیني “بریدمنه  دی ستا ساتنه او مراقبت کولای شي”.

ګوردیني ته مي وویل “فرانکو، ته څنګه یې؟”
“ښه یم”. زما څنګته راغلی او راسره کښېناست. شیبه وروسته د روغتون له دروازې پرده پورته شول او دوه نفره تذکیره والا له قد بلنده بریتانوي سره راغلل.

په ایټالوي کې راته وویل “بریدمنه دغه دي ایټالویان مي درته راوستل”.

ما ورته وویل “زه تر یو وخته انتظار کولای شم، کیدای شي تر ما شدید زخمیان وي. د هغو په پرتله زه ښه یم”.

ده راته وویل “راشه راشه. له ځانه اتل مه جوړه”.
بیا يې په ایټالوې کي وویل “دی په احتیاط تر پښو ونیسئ او پور ته يي کړئ. پښې يې ژوبل دي. دی د ولسمشر ویلسن قانوني زوی دی”. دوی زه پورته کړم او ګرځنده روغتون ته يې دننه کړم. دننه څه چي مېزونه ول، د ټولو له پاسه عملیات روان ول. کوتاه قده جګړن زه وپیژندم او په غصه يې راته وکتل، بیا يې په لاس کي نیولی انبور راته وښوراوه.
“Ca va bien?”

“Ca va.”
قدبلنده بریتانوي په ایټالوي کي وویل “دی خو مي راوست. د امریکايي سفیر یوازینی زوی. دی به تر هغه وخته همدلته وي، چي تاسي فارغیږی. بیا به يي زه زما په لمړی جوپه کي راسره بوزم”. راخم شو او په غوږ کې راته وویل ”زه به له روغتیاپال سره وګورم، چي ستا اسناد درته تیار کړي، له هغه وروسته به دي ټول کارونه په بیړه خلاص شي”. پاڅېد. او دباندي ولاړ. جګړن انبور پرزه کړ او دوشۍ ته يې ورواچاوه. نظر مي د ده پر لاسو وو. په بنداژولو بوخت وو. تذکیره والا راننوت او یو بل نفر يې پر مېز کښېښود.

یوه تورن وویل  “زه به امریکايي بریدمن عملیات کړم”. زه يې پورته کړم او پر مېز پرې ایستم. مېز، کلک خو ښوی وو. د روغتون چاپېریال له توندو کیمیاوي بویانو څخه ډک وو. ټوله فضا د درملو او خوږې وینې بویانو نېولې وه. عملیات مي پیل شول. لمړی يې کالي رانه وکښل. دوی په داسي حال کي چي زما په عملیاتو اخته ول، ډاکټر وه جراح ته زما د زخمو په اړه معلومات ورکول “په راسته او چپه ورون، راسته او چپه ځنګون او راسته پښه کي ګڼ سطحي زخمونه لري او د راسته ځنګون په شمول په راسته پښه کي ژور زخمي شوی. او پر سر باندي زخمي کیدل”. پر سر يي د جراحۍ په میله ووهلم ”دغه ځای دي درد کوي؟”  “اخ، خدایه. هو”.  ”د دندې پر مهال باندي د سر د کوپړۍ زخمي کیدل. دا هغه څه دي چي تا په قصدي ډول د ځان د زخمي کېدو له تور څخه ساتي”.  شیبه وروسته يي وویل ”څنګه یو څه څیښاک ته دي زړه کیږي؟ هو ریښتیا څنګه زخمي شوې؟ بهر دي څه کول چي راوتی وې؟ ځان وژنې پسي؟ــ د ټیټانوس ضد دوا ورکړه او پر دواړو پښو يي د ضرب نښه ووهه. ټپ به دي لمړی پاک، بیا پرېولو او له هغه وروسته به يې پټۍ کړو. هو ریښتیا دا ستا وینه ډیره ښه پرنډ کیږي ”.

ډاکټر له په لاس کي نیولو کاغذانو څخه سر راپورته کړ او ويې ویل ”د زخمي کیدو لامل يي څه دی؟”

ډاکټر ما ته وکتل “په څه شي زخمي شوې؟”

ما په تړلو او بندو سترګو ورته جواب ورکړ “د توپ په مرمۍ”.

ډاکټر په داسي حال کي چي زما په عملیاتو باندي مصروفه وو، وویل”ته ریښتیا وايې؟”

زه په داسي حال کي، چي هڅه مي کول ارام پروت وه اوسم ناڅاپه مي د بدن د غوښې په پرېکیدلو سره په بدن کي څړیکه شول، بیا مي ورته وویل”زه خو همداسي فکر کوم” .

ډاکټر په داسي حال کي چي د یو شي په لټولو وو، وویل ”د دښمن د توپ د توغندۍ پرزې. که دي خوښه وي پرزې به يې راوباسم، خو راایستل يې مهم نه دي. په هر صورت، زه به يې په نښه کړم. دغه ځاي درد کوي؟ ډير ښه! فکر مه خرابوه له دې څخه شدید دردونه لا پاتې دي. یو ګیلاس برانډي ورته راوړئ. دغه شاک(کرنټ) ستا درد ارامولای شي. خو ستا زخم دومره د انديښنې وړ نه دی. که چرک ونه کړي په کیسه کي يې هم مه کیږه. په تیره بیا په اوسني وخت کي د زخم د ککړېدو شونتیا بیخي نشته. سر دي څنګه دی؟”
ورته ومي ویل “ډیر ترې په تکلیف یم”.
“نو بیا خو باید ډیر برانډي ونه څیښې. که شکستګي ولرې، نو التهابي کیدل يې ښه نه دي. دغه ځای دي څنګه دی؟”

پر بدن مي خولې راماتي شوې.

ما وویل ”اخ، خدایه”.

“فکر کوم چي ته شکستګي لرې. سر دي در تړم، البته پام کوه چي سر اخوا دیخوا نه کړې”. سر يې په بیړه، چابکۍ او په ښه ډول په بنداژ راوتړی.”اوس دي نو کار خلاص شو. ورځه له خیره.VIVE LA FRANCE ”
یوه ډاکټر وویل “دی امریکايي دی”.

ډاکټر د ده په جواب کي وویل “ما فکر کاوه، چي فرانسوی دی. په فرانسوي هم ګړیدلای شي. دی مي له وړاندي پېژانده. ما چي ویل فرانسوی دی”. له نیم ګیلاس کوګناک څیښلو وروسته يي بیا وویل ”ما ته لږ څه شدید زخمیان راولئ”. دا يې وویل او ما ته لاس وښوراوه. له کټ څخه يې پورته کړم او دباندي يې وه ایستم له دې ځایه د وتو پر مهال مي مخ په توس پټ شوی وو. دباندي د ډاکټرانو سرپرست پر ګونډو ودرید او په نرمۍ يې وپوښتل ”نوم؟ منځنی نوم؟ لمړی نوم؟ رتبه؟ دزیږیدلو ځای؟ کومه ټولۍ؟ کوم قول اردو؟” او داسي نور.

شیبه وروسته يې وویل “ستاسي په زخمي کیدو خواشینی شوم. خو انشاالله ښه کیږې. موږ دي اوس له انګلیسي امبولانسونو سره لیږو”.

ما ورته وویل“سمه ده. ستاسو يې کور ودان”.

هغه درد، چي ډاکټر يې په اړه راته ویلي ول، اوس کرار کرار په پیلیدو وو. هر څه چي کیدل بي معنی او بيځایه وه. څه ګړی وروسته د بریتانویانو امبولانس راورسېد. زه يي د تذکیرې سره ورپورته کړم او بیا يې تذکیره د امبولانس مینځ ته ورټېل وهل. وه څنګته مي یوه بله تذکیره هم پرته وه، یو سړی پکښې پروت وو. مخ يې ټوله ور پټۍ کړی وو. ما يې یوازي پزه هغه هم لکه د ویکسو قطۍ، ولیدل. چابکه چابکه او ژوره ساه يې کښل. زما تر تذکیرې پورته څو نوري تذکیرې هم پرتې وې. د امبولانس بریتانوی موټروان راتېر شو، دننه يې راوکتل او بیا يې وویل ”کوښښ کوم، چي تاسي له کومي ستونزې پرته خپل پړاو ته ورسوم. په دې هیله چي په تکلیف نه شئ”. دروازه يې بنده کړل او موټر ته وروخوت. شیبه وروسته رهي شوو. کرار ارام وه دردونو ته بې وسه پرېوتم.

امبولانس چي سړک ته پورته شو، سرعت يې کم کړ. تم شو او شاته ولاړ، خو ډیر ژر په بیړه مخ ته روان شو. په همدې د پروتې په حالت کي مي داسي احساس کړل لکه له لوړي خوا څخه چي یو څه راباندي تویېږي. لمړی څک څک راتوییدل، خو شیبه وروسته څک څک په جریان بدل شو. ما يې له لیدو سره سمدستي موټروان ته نارې کړې. ده موټر ودراوه او د شا له سیټه يې راوکتل.

“څه خبره ده؟”
“له لوړي تذکیرې څخه وینې راتوییږي”.
“موږ اوس مرکز ته نژدې یو. زه هم یوازي یم او په یوازي سر يې نه شم راکښته کولای”.

موټر يي بیا چالان کړ، خو وینه همداسي راڅڅیدل. په موټر کي تیاره وه، نه پوهیدم چي وینه له کومه ځایه راځي. هڅه مي وکړل چي د وینې له څاڅکو  څخه ځان یوه اړخ ته کړم، خو زما له احتیاط سره سره زما کالي په وینو ولړل شول. یوه اړخ ته یخې هوا او بل اړخ ته د پښې درد کاواکه کړم. د وینې تېز جریان اوس بیرته په څاڅکو بدل شو. شیبه وروسته پوه شوم چي هغه ځای پر ځای په ارامۍ وغځېد.

موټروان د شا لخوا راناري کړل “دی څنګه دی؟ موږ اوس وه مرکز ته نژدي یو”.
ما ورته وویل “فکر کوم چي مړ شو”.

د وینو څاڅکي اوس ډیر کرار او اهسته راتوییدل. داسي لکه د لمر لوېدو په وخت کي چي د یخي له ټوټې څخه اوبه څڅېږي. لوړ وه پوستې ته د تګ پر مهال په موټر کي هوا خورا یخه وه  او کله چي وروختو په پوسته کي يې تذکیره ایسته کړل، بله يي کښېښول او بیرته پر خپله لاره باندي رهي شوو.

لسم فصل

په ساحوي روغتون کي راته وویل شول، چي غرمه مي لیدو ته یو څوک راځي. په همدې ورځ په کوټه کي د ګرمۍ سربېره د مچانو له لاسه هم طاقت نه کیده. په کوټه کي ناست خادم یو کاغذ راواخیست، تار تار يې کړ او بیا يې له هغه څخه د مګس پران کار اخیست. مچان له ده څخه وتښتېدل او د کوټې پر چت کښېناستل، خو شیبه وروسته پر خادم خوب غلبه وکړل، بیده شو. مچانو ته هم وخت په لاس ورغلی او راکښته شول، پر ما راټول شول هڅه مي وکړل چي له ځانه يې وشړم، خو نتیجه يې ورنه کړل ستړی شوم، په همدې ستړیا کي پر ما هم خوب غالبه شو او بیده شوم. کله چي راپاڅېدم ډیره ګرمې وه او پښې مي هم کا کول. پر خادم مي ږغ وکړ، هغه راپاڅيد او د پټۍ له پاسه يي اوبه توی کړې. له دې سره مي کټ لوند او ښه یخ شو. په وارډ کي ټول ویښ خلک، یو له بله سره په بانډار اخته ول. غرمه مهال به ښه بي غمه بي غمې وه. خو سهار به درې نرسان له یوه ډاکټر سره په نوبت وه هر یوه ناروغ ته ورتلل. هغه به يې وه پټۍ ځای ته وړی، د زخمونو له پټۍ کولو وروسته چي به راستون شو نو بستر به ښه پاک او منظم شوی وو. دا چنداني ښه سفر نه وو، خو زه تر پایه پوه نه شوم چي څوک په خپله بستره کي پروت وي دا هر څه نه شي کیدای؟ په هر حال زموږ تر راستنېدا پوري به خادم هر څه منظم کړي ول. پر کټ له کښېنستو سره به مي بدن یخ یخ شو. د خادم سره په خبرو بوخت وم، چي ډاکټر له رینالډي سره یو ځای کوټې ته راننوت. رینالډي په بیړه زما لور ته راتېر شو، خم شو او ښکل يې کړم. دستکلې يې په لاسو کړي وې.

“څنګه يي ګرانه؟ صحت دي څنګه دی؟ ما وه تا ته دغه راوړي دي”.  په لاس کي يې د کوګناک یو وړوکی بوتل وو. خادم یوه چوکۍ راوړل او دی پرې کښېناست ”یو ډیر ښه خبر! هغه دا چي تا ته به د سپینو زرو مډال درکول شي. د برونزو د مډال شونتیا هم شته”.

“د څه لپاره؟”

“ځکه چي، ته سخت زخمي شوې. دوی وايي که ته ثابته کړې، چي تا کارنامه کړي ده، کیدای شي تا ته د سپینوزرو مډال درکړي، که نه نو بیا د برونزو مډال درکوي. هر څه په تفصیل سره راته ووایه. یوه کارنامه دي وکړل؟”
ما ورته وویل “نه. موږ د پنیر په خوړلو اخته وو، چي یو ناڅاپه هوا ته پورته شوو”.
“جدي شه. تا به خامخا یوه کارنامه کړي وي. وړاندي یا وروسته. پر ذهن فشار راوله”.

“نه. ما داسي کوم عمل نه دی کړی”.
“تا پرخپله شا باندي څوک نه دی وړی؟ ګوردیني وايي چي تا څو نفره پر خپله شا باندي انتقال کړل. خو په لمړی پوسته کي، میډیکل جګړن وايي، دا کار ناشونی دی. هماغه باید همدا پیشنهاد تصدیق کړي”.

“ما څوک پر شا نه دی انتقال کړی. زه خپل د حرکت او خوځښت نه وم”.

رینالډي “پروا نه لري”.

له لاسونو څخه يې دستکشې ایسته کړې.

“زما په نظر زه به وکولای شم چي له دوی څخه ستا لپاره د سپینو زرو مډال درواخلم. ته خوښ نه يې چي له نورو وړاندي ستا درملنه وشي؟”
“نه، بیا هم نه”.
“هیڅ خبره نه ده. خپلو زخمو ته دې وګوره. خپلي ویاړلي قوماندې ته دي وګوره. او له دې ورهاخوا ستاسي عملیات بریالي هم ول”.

“هغوی له سینده پورېوتل؟”
“په بشپړ ډول. نژدې زر نفره بندیان يي له ځان سره راوستل. په خبرونو کي شته. تا نه دي لیدلي؟”

“نه”.

“زه به يې درته راوړم. په هرصورت دا باید ووایم چي یوه بریالۍ حمله وه”.

“اوس حالات څنګه دي؟”
“ډیر ښه دي. موږ ټوله ښه یو. موږ ټول په تا ویاړو. ښه ته ما ته دا ووایه چي دا هرڅه، څه ډول پېښ شول؟ زه خوشبین یم چي ته به د سپينوزرو مډال ګټې. ښه، ادامه ورکړه. ټوله پيښه ټکي په ټکي راته واوره وه”. شیبه يې فکر وکړ او بیا يې وویل ”کیدای شي یو بریتانوی مډال هم وګټې. هلته یو بریتانوی هم شته. زه ځم ورسره وینم چي تا ته یو تصدیق درکړي. کیدای شي چي یو څه وشي. درد شدید دی؟ یوڅه څیښاک به نوش جان کړو. خادمه، تاسي ورشئ کیلۍ[10] راوړئ. اوه، کاشکي ته هم واي چي ما له یوه نفر څخه درې متره وړوکې کولمه په عملیاتو کي پرې کړل. هغه ناروغ اوس تر پخوا ډیر ښه دی. دغه یو مضمون د “لانسیټ”. مجلې لپاره دی. ته به يي ما ته وژباړې. له هغه وروسته به يې زه د خپرولو لپاره وه لانسیټ مجلې ته ورولیږم. زما تجربه ورځ په ورځ پرمختګ کوي. بیچاره، ته څنګه يې؟ دا کیلۍ بدبخته چیري ده؟ ته ډیر زړور او صابر يې. زما خو ستا درد بیخي له یاده ووت”. خپلي دستکلې يې راواخیستې او د کټ پر څنډه ېې ووهلي.
خادم “ښاغلی بریدمنه کیلۍ حاضره ده”.

“بوتل خلاص کړه. یو ګیلاس راوړه. واخله ګرانه دغه ګیلاس پرسر پورته کړه. سر بیچاره دي څنګه دی؟ ما ستا اسناد وکتل. کوم کسر نه لرې. په هغه لمړی پوسته کي چي کوم جګړن دی، هغه بیخي یو عجبه غوندي قصاب دی. که چیري ما ته عملیات کړي وای، هیڅ به راسره په تکلیف شوی نه وای. ما تر اوسه هیڅوک نه دي په تکلیف کړي. زه د عملیاتو په طریقه ډېر ښه پوهیږم. په دې کار کي زما تجربه ورځ په ورځ وړاندي ځي. خو ته باید ما ته زما د ډیرو خبرو له امله بخښه وکړې. کله چي ستا له سخت ژوبلېدو نه خبر شوم، ډیر خواشینی شوم. واخله دغه ښکلی ګیلاس پر سر پورته کړه. د دې بیه پنځلس لیرې ده. باید ښه وي ځکه پنځه ستوریزه دي. زموږ له مجلس وروسته سیده وه بریتانوي ته ورځم، چي ستا لپاره مډال ترې واخلم”.
“د مډال ورکول او اخیستل دومره اسانه هم نه ده لکه ته چي فکر کوې”.

“ته ډير شرمیدوکی يې. زه ورځم یو ژباړن راولم. هغه له بریتانویانو سره په ژبه ښه پوهیږي”.

“له مس بارکلي سره دي لیدلي؟”

“هغه به دلته راولم. زه به همدا اوس پسي ورشم”.
ما ورته وویل “نه. مه پسي ورځه. د ګوریزیا په اړه راته ووایه، نجونې پر کوم خیال دي؟”
“نجونې نشته. دوې اونۍ کیږي چي تبدیلي کړي يې نه دي. زه اوس هلته نه ځم. چنداني ځای نه دی. هغوی هیڅ د نجونو په څېر نه دي. داسي دي، لکه د جنګ پخواني ملګري”.

“ته ګردسره نه ورځې؟”
“یوازي د یوه نوي شي په طمعه ورځم. سم له ورتلو سره ټولې درباندي راجمعه شي. دا بیخي شرم دی چي له یو چا سره دومره پاتي شې، تر څو هغوی ستا د ملګرو په څېر شي”.

“کیدای شي، نجونې د جګړې لمړۍ کرښي ته راتګ نه غواړي”.

“ولي نه. ډیري نجونې شته. خو دا اوسنۍ حالت د یوې خرابي رهبرۍ له لاسه دی. هغوی یې یوازي وه شا ته د خزه والو د خوښۍ لپاره ساتلي”.

ما ورته وویل “بیچاره رینالډي. په جګړه کي ټوله، خو له زړو نجونو سره”.
رینالډي خپل ځانته یو بل ګیلاس کوګناک واچاوه.
“فکر نه کوم چي کوګناک دي ستا د صحت لپاره مضر وي. در ويې نیسه”.

یو بل ګیلاس مي هم وڅيښه. معدې ته تر تګ پوري مي يې تودواله حس کړل. رینالډي ځانته یو بل ګیلاس واچاوه. اوس د پخوا په نسبت غلی وو. ګیلاس يې پورته کړ.”ستا د توریالیو زخمونو د شفا لپاره! د سپینو زرو د مډال په ویاړ! خوارکی، بیچاره. ته ما ته دا ووایه ته چي تل په دې ګرمه هوا کي پروت يې، غصه نه درځي؟”
“ځیني وختونه”.

“زه خو په دغسي ځای کي د پروتي تصور لا نه شم کولای. زه به لیونی شم”.
ما ورته وویل “ته خو اوس هم لیونی يې”.

“هیله من یم چي روغ او صحت مند له خیره راشې. اوس د شپې له خوا څوک نه وي، چي د زړه خواله ورسره وکړم. هیڅوک نشته، چي بانډار ورسره وکړم. څوک نشته چي پیسې په قرض راکړي او په وینه شریک ورور او هم کوټه ملګری هم راسره نشته. ولي دي ځان زخمي کړ؟”

“پادري مه پرېږده، هغه راټینګ کړه”.

“پادري؟ زه له هغه سره ټوکې نه کوم. هغه خو تورن دی چي پادري ځوروي. پر ما خپله پادر ګران دی. که څوک د یو پادري ارمان لري، نو همدا پادري سم دی. نیت يې کړی، چي ستا پوښتنې ته راشي، خورا په تیاریو بوخت دی”.
“پر ماخپله ګران دی”.
“اوه، زه پوهیږم. ځیني وختونه فکر کوم چي ته او هغه، یو څه هغه بل ډول واست! ته خو پوهیږې”.

“نه، ته نه پوهیږې”.
“هو، ځیني وختونه. داسي لکه د بریګاټا انکونا د لمړي غونډ”.

“اوه، ورک شه”.

پاڅېد او دستکلې يې په لاسو کړې.

“اوه، ما ته ستا، پادري او ستا د انګلیسۍ ملګرې ځورول خوند راکوي او ته په باطن کي خاص زما په څېر يې”.

“نه. زه ستا په څېر نه یم”.
“هو. موږ یو شان یو. ته په حقیقت کي یو ایټالوی يې. اور او دود زیات دي، خو هغه پروا نه لري. ته یوازي ځان امریکايي ګڼه. موږ وروڼه یو او یو له بل سره مینه لرو”.
ما ورته وویل “زما په نه موجودیت کي پر ځان پام کوه”.

“زه مس بارکلي رالیږم. چي زه نه یم، ښه بانډار به وکړئ. ته ډير ښه او خوږ يې”.
“اوه، ځه ورک شه”.

“زه به هغه راولیږم. ستا ښکلې او بریتانوی الهه درته رالیږم. زما خدایه سړی به د ښځو له لمانځلو پرته بل څه کوي؟ بېله هغه هم انګلیسۍ میرمنې بل د څه لپاره دي؟”

“ځه ورک شه، بدخولې ایټالویه”.

“څه شي؟”
“بد، ایټالوی احمق”.
“بد ایټالوی، بد امریکايي…….. بي ډوله”.

“ته ناپوه او جاهل”. پوه شوم چي دې خبرې اغېز پرې وکړ. خبره مي وغځول.”جاهله، بیکاره او ناپوه”.
“ریښتیا؟ ښه نو اوس به زه تا ته ستا د ښو میرمنو او ستا د الهه په اړه یو څه ووایم. د دوی تر منځ یوازي یو توپیر شته. هغه دا چي له یوې نجلۍ سره ټول وخت تېرول ما په تکلیفوي، همدا هغه څه وه چي زه پرې پوهیږم”. شیبه وروسته يې په لاس کي نیولي دستکلې له کټه ووهلې.

“سمه ده. اوس غصه مه کوه”.

رینالډي “زه په غصه نه یم. دا هرڅه زه ستا د ښېګڼې لپاره وایم، چي تا له راتلونکو ستونزو وژغورم”.
“ته ډېر ښه يې”.

“موږ جګړه نه کوو. راباندي ګران يې، خو ته نه باید دومره بي عقل شې”.
“سمه ده. زه به هم ستا په څېر له ځان څخه نابغه جوړ کړم”.

“ګرانه، مه په غصه کېږه. وخانده. یو څه وڅيښه. نور نو باید ولاړشم”.

“ته ډیر ښه هلک يې”.

“اوس دي عقل سر ته راغلی. موږ په باطن کي یو شان یو. وروڼه یو. ښکل مي کړه او د خدای په امان”.
“ته ډير رزیل يې”.
“نه. داسي نه ده. ته پر ما ډېر ګران يې”.

د ده ساه مي حس کړل چي زما وه لور ته راتېره شول. ”د خدای په امان. ملاقات ته دي بیا له خیره راځم”. ساه يې کرار راڅخه لیري شول. ”که دي خوښه نه وي، نه دي ښکلوم. بریتانوۍ نجلۍ دي درته رالیږم. ګرانه د خداي په امان. د کوګناک بوتل تر کټ لاندي دی، ژر جوړ شه، سمه ده”.

شیبه وروسته رینالډي ولاړ.

یوولسم فصل

نژدې ماښام وو چي پادري راغلی. د روغتون خادم سوپ راوړی وو، لوښي يې هم بیرته وړي ول. په کټ کي پروت وم او په وارډ کي پرتو کټانو او دباندي مي د ونو وه سرونو ته چي د ماښام نري شمال ښورول، کتل. د نري شمال یوه څپه کوټې ته هم راغلل، له دې سره هوا یخه او ښکلې شول. په چت کي پر لګېدلو ګروپانو باندي مچان راټوله شوي ول. ګروپان به يې هغه وخت لګول، چي یا به يې څوک کوټې رادننه کړ او یا به یو چا دلته کار درلود. د تره غوني له راتلو او بیا يې له دوامداره کیدو سره به د ورکوټوالي احساس راته ورېد. شپه به دومره اوږده شول، لکه څوک چي د ماښام ډوډۍ وختي وخوري او سمدستي بیده شي. خادم د کټانو له مینځه راتېر شو او ما ته نژدې ودرید. له ده سره یو بل څوک هم ورسره وو. هغه ته چي ځیر شوم، پادري وو. وړوکی، خړرنګه او ننوتی ښکاریده.

پادري “څنګه يې؟” زما تر کټ لاندي يې یو څه شیان کښېښوول.

“شکر دی جوړ او روغ یم، پلاره”.

پر هغه چوکۍ، چي د رینالډي لپاره يې راوړي وه کښېناست او په شرمیدلي بڼه يې د کړکۍ لور ته وکتل. د څېرې له ګونجو څخه يې پوه شوم چي ستړی دی.

پادري “راباندي ناوخته دی، یوازي د یو څو شېبو لپاره تم کیدای شم”.

“ډېر وخت پاتې دی. د خوړنځای ملګري څنګه دي؟”

له دې خبرې سره مسکی شو “زه اوس هم د دوی د ټوکو یو ښه مضمون یم”. د خبرو له انداز څخه يې پوه شوم چي ستړی دی ”د خدای شکر دی، ټول ښه دي”.

شیبه وروسته يي وویل “ډير خوشاله شوم، چي تاسي په یوه ښه حالت کي وینم. خدای مهربان دی ژر به له خیره ښه شې”. دی ډیر ستړی ښکاریده، زه د ده په دې ډول لیدو باندي عادت نه وم.
“هو. اوس د په خوا په نسبت ښه یم”.
پادري “په خوړنځای کي دي تشه محسوسیږي”.

ما ورته وویل “کاشکي زه هم هلته واي. ستا سره مجلس ډير خوند راکوي”.
پادري “یو څو ناڅېزه شیان مي درته راوړي”. غوټې يې راپورته کړې ”یوه پشه خانه ده. دا یو بوتل ورموت دی. ورموت دي خوښیږي؟ او دا هم انګریزۍ ورځپاڼې”.

“مهرباني وکړه، خلاص يې کړئ”.

طبعیت يې برحاله شو او خلاص يې کړل. پشه خانه مي راپورته کړه، د ورموت بوتل يې ما ته د ښودلو په نیت په لاس کي نیولی وو. شیبه وروسته يي بیرته پر مځکه کښېښود. ما یو بنډل انګلیسۍ ورځپاڼې راپورته کړې. د کړکۍ له لوري په راتلونکي رڼا کي مي د ورځپاڼو غټ سرلیکونه لوستلای شوای. د نیوز اف د ورلډ ورځپاڼه وه.

“تصویري ورځپاڼې هم پکښې شته”.

“په لوستلو ارزي. دا دي له کومه کړې؟”
“له میسترې څخه مي راوړې. زه به د ځان لپاره نوري رانیسم”.
“پلاره، زما پوښتنې ته ستاسي راتګ، خو زه تر احسان لاندي راوستم. له ورموت سره څنګه يې؟”

“مننه. هغه له ځان سره وساته. هغه مي ستا لپاره راوړی”.
“نه، یو ګیلاس ښه دی”.

“سمه ده. ستا لپاره به بیا زه نور راوړم”.

خادم ګیلاسونه راوړل او بوتل يې خلاص کړ. د بوتل خولپوټی يې ترې ایسته کړ. پادري ته مي پام شو، د ناخوښۍ نښې يې پر څېره ښکاره شوې ”ښه دی پروا نه لري”.

“ستا د روغتیا په هیله، پلاره”.

“ستا د لا ښې روغتیا په هیله”.

بیا يې ګیلاس راپورته کړ او یو بل ته مو وکتل. ګړی ګړی به مو خبرې کولې او ښه ملګري وو، البته نن شپه نه.

 “نن ډیر ستړی ښکارې، څه خبره ده؟”

“هو ستړی یم. خو حق يي نه لرم چي ستړی وه اوسم”.

“هوا هم ګرمه ده”.
پادري “نه، اوس خو پسرلی دی. یخ مي کیږي”.

ما ورته وویل “نو بیا له جګړې څخه د نفرت په مرض اخته شوی یې”.

پادري “نه داسي خبره نه ده. البته جګړه مي ښه نه اېسي”.

“زه هم خوند نه ځیني اخلم”. سر يي وښوراوه او له کړکۍ څخه يې دباندي وکتل.
“ته مه خپه کیږه. اوس د جګړې په ډګر کي نه يې. زما معذورت باید ومنې. او په دې هم خبر او پوه یم چي ژوبل شوی یې”.
“دا هر څه یو تصادف او یوه پيښه وه”.

“ژوبل شوی يې، خو بیا هم د جګړې له آره ناخبره يې. زه درته وایم، زه خپله په جګړه ناخبره یم، خو لږ لږ يې په تصور کي احساسوم”.
ما ورته وویل “وړاندې تر دې چي ژوبل شم، بانډار مو کاوه. پر جګړه مو خبرې کولې او نوبت هم د پاسیني وو”.

پادري ګیلاس لاندي کښېښود او فکر یووړ.

پادري “زه هغوی پیژنم، ځکه زه هم د هغوی په څېر یم”.

“بیا هم له هغوی سره توپیر لرې”.

“خو په واقعیت کي زه هم د هغوی په څېر یم”.
“مشران هم د جګړې له آره ناخبره دي”.
“ځیني يې پوهیږي. ځیني يې ډیر حساس او تر موږ زیات په پوهیږي”.

“خو بیا هم ډيری يې توپیر سره لري”.
“خبره د پيسو یا علم نه ده. خبره په یوه بل شي کي ده. د پاسیني په څېر خلک که پیسي یا علم هم ولري، بیا يې هم زړه نه غواړي، چي مشر یا هم افسران شي. زه خپله نه غواړم چي افسر شم”.

“ستا رتبه او زما رتبه، خو د افسرۍ ده”.

“زه نه یم. ته اصلاً ایټالوی نه يې. ته یو بهرنی یې. خو بیا هم وه افسرانو ته تر خلګو نژدې يي”.

“توپیر يې په څه کي دی؟”
“زه يې توپیر په اسانۍ سره نه شم بیانولای. په دې نړۍ کي داسي خلګ هم شته چي جګړه غواړي او کوي يې او دغه ملک هم په استثنا کي نه دی. البته داسي خلک هم شته، چي د زړه له تله جګړه نه غواړي”.

 “داسي خلک هم شته چي نور خلک، وه جګړې کولو ته اړ باسي”.

“ همداسي ده”.
“او زه له هغوی سره مرسته کوم”.

“ته یو بهرنی يې. له دې سره په څنګ کي یو هیوادپال هم”.

“او هغه څوک چي جګړه نه غواړي هغه څنګه؟ دوی نه شي کولای چي جګړه بنده کړي؟”

“نه پوهیږم”.

پادري کړکۍ ته او ما د ده وه څېرې ته وکتل.

 “ایا دوی تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چي جګړه بنده کړي؟”
“دوی تراوسه د جګړې د بندولو قابل شوي نه دي، خو کله چي بیا د جګړې د بندولو شي، نو وړاندي تر دې چي یو څه وکړي، د دوی مشران يې وپلوري”.

“نو بیا خو وضعیت او حالات خورا مایوسونکي دي؟”
“حالات مایوسونکي نه دي. خو ځیني وختونه زه هم ناامیده شم. تل هڅه کوم چي هیله مند اوسم، خو ځیني وختونه مي تر واک ووزي”.

“امید شته، چي جګړه دي بنده شي”.

“زه هم په همدې هیله یم”.

پادري “له جګړې وروسته به څه کوې؟”
ما ورته وویل “که چیري ممکمنه شول، نو ابروزي[11] ته به ولاړ شم”.

خړرنګه څېره يې یو دم له خوښۍ څخه وځلېدل.
“ستا ابروزي خوښه ده!”

“هو، ابروزي مي ډېره خوښه ده”.
پادري “نو بیا باید خامخا هلته ولاړ شې، خوند به وکړي. که چیري هلته ژوند وکړم، د خداي په عبادت او تابعداري مشغوله شم”.

“او عزت دي وشي”.

“هو. عزت به مو کیږي. ولي؟”
“د ولي جواب دي نه لرم، خو باید عزت مو وشي”.
“کومه خبره نه ده، خو زموږ په سیمه کي پر خدای عقېده، باور او له هغه سره مینه درلودل، ډېر مهم دي او دا خبرې ټوکې نه دي!”

“سر مي خلاص شو”.

پادري راته وکتل او مسک شو.
“ته پوه شوې، خو له خدای سره مینه نه لرې”.

“نه”.

پادري پوښتنه وکړل “ستا ورسره هیڅ مینه نشته؟”

“زه ځیني وختونه د شپې له خوا ترې بیریږم”.
“ته باید ورسره مینه ولرې”.
“ډيره مینه ورسره نه لرم”.

“البته مینه ورسره لرې او کومه خبره چي د شپي اړوند تا وکړل، هغه مینه نه ده، هغه یوازي غوښتنه او خواهش دی. کله چي ته له چا سره مینه ولرې، د هغه لپاره بیا یو څه هم کوې. ستا هیله وي چي ځان ورته قرباني کړې او خوشاله يې چي خدمت ورته وکړې”.
“زه مینه نه ورسره لرم”.

“ته به مینه ورسره پیداکړې. زه پوهیږم چي همداسي به کیږي، بیا به نو ته خوشاله شې”.

“زه خوشاله یم، زه تل خوشاله یم”.

“دا خوشالې نه ده، بل څه دي. تر څو چي پوه نه شې درک کولای يې هم نه شې”.
ما ورته وویل “سمه ده. هر وخت چي مي يې بیا مزه وڅکل، بیا درته وایم”.
پادري وویل “ډېر وخت مي درسره تېر کړ او ډېر بانډار مو هم وکړ”. دی ډير وارخطا وو، لکه په ریښتیا چي ورباندي ناوخته شوی وي.

“نه، مه ځه. ستا په نظر له ښځې سره مینه څنګه کار دی؟ که زه په ریښتیا سره له یوې ښځې سره مینه ولرم، هغه به هم همداسي وي”.
“په دې اړه نه پوهیږم. ما تراوسه له کومي ښځې سره مینه نه ده کړې”.

“د مور په اړه څه وايې؟”

“بلي، زما په شمول هر یو باید له مور سره مینه ولري”.

“ته تل له الهه سره مینه لرې؟”
“له پیدایښته نیولې تراوسه مینه ورسره لرم”.
ما ورته وویل “ښه.” نه پوهېدم چي په جواب کي يې څه ووایم ”تاسي ډير ښه هلک یاست”.

پادري “زه هلک یم؟! خو تا ما ته په پلار خطاب کاوه”.
“ستا د احترام په خاطر مي درته ویل”.

مسکی شو.

“اوس نو زما د تګ وخت په ریښتیا هم رارسیدلی”.  بیا يې په هیله منده لهجه وویل ”له ما څخه خو کوم شی نه غواړې؟”

“نه، خو یو شی درڅخه غواړم، هغه هم مجلس”.

“ستا سلامونه به د خوړنځای تر ملګرو پوري ورسوم”.
ما ورته وویل “ستا له ډيرو او ښکلو تحفو څخه زیاته مننه”.
پادري “هیڅ خبره نه ده”.

“وه لیدو ته مي، بیا له خیره راشه”.
“سمه ده. د اوس لپاره د خدای په امان”. پر اوږه يې لاس راکښېښود.

 ما پخپله لهجه کي ورته وویل “تر بیا دي پر خدای سپارم”.

ده راغبرګه کړل“Ciaou”.

په کوټه کي تیاره وه، له کټ سره ناست خادم، پاڅید او له ده سره بهر ولاړ. دی راباندي ګران وو او دا ارمان مي درلود، چي یوه ورځ به خپل کلي، ابروزي ته ځي. په خوړنځای کي به ملګرو دی ډېر ځوراوه، خو ده به حوصله ورته کول، زه به ځیني وختونه فکر یووړم، چي په کلي کي به يې ژوند څه ډول وو؟ د مجلس په بهیر کي يې راته ویلي ول، چي د کاپراکوټا[12] په څنډو کي ګڼې ویالې شته، چي تراوټ[13] په زیاته کچه پکښې پیداکیږي. په شپه کي چا ته د شپېلۍ ږغولو اجازه نه وه، البته په شپه کي د مجنون او لیلا تر مینځ په راز و نیاز کي یوازي شپېلۍ ممنوع وه. ما ورته وویل ولي؟ پادري “ځکه چي په شپه کي د نجونو لپاره د شپېلۍ اورېدل ښه نه دي”. د خبرو په ترڅ کي يې دا هم راته وویل چي کله د دوی په کلي کي کلیوال له سیاح سره مخ شي، خولۍ له سره ایسته کړي او د (مشر) خطاب ورکوي. د ده پلار به هره ورځ ښکار کاوه او ډوډۍ به يې له کلیوالو سره خوړل. کلیوال به په دې کار ډیر خوشحالیدل. دلته د ښکار لپاره یو سند ته اړتیا وه، چي دا يې ثابتولای چي ته نه يې بندي شوی. په (ګران ساسو ډي ایټالیا) کي  خرسان هم پیدا کیدل، خو هغه ځای ډير لیري وو. اکوایلا هم ښکلی ښار وو، د ګرمۍ په موسم کي به يې د شپې له خوا هوا ډيره یخه وه او د ابروزي چینه بیا په ټوله ایټالیا کي بې سارې وه. په مني کي د شاه بلوط د ونو په ځنګله کي ښکار ډیر ښه خوند کاوه. د دې ځنګله مرغان به ډېر ښکلي ول، ځکه خوراکه يې انګور ول. د ښکار پر مهال څوک اړ نه وو، چي ډوډۍ له ځانه سره یو سي، ځکه کلیوال ډېر مېلمه پال خلک ول او په مېلمنو ډېر خوشالېدل. ګړی وروسته بیده شوم.

دولسم فصل

کوټه ډيره پراخه وه. په راسته اړخ کي يې کړکۍ او په پای کي يې دروازه وه، چي پټۍ ځای ته ورخلاصیدل. په کوم قطار کي، چي زما کټ پروت وو، هغه د کړکۍ پر مخامخ وو. بل قطار تر کړکۍ لاندي، د دیوال سره په څنګ کي پروت وو. زموږ قطار داسي وو که به پر چپ اړخ پرېوتې نو پټۍ ځای دي لیدلای شوای. په پای کي یوه بله دروازه هم وه، چي ځیني وختونه به تګ راتګ پرې کېده. که به د یو چا ځګندن وو، نو پر کټ به يې پرده راچاپېره کړل، چي څوک يې ونه ویني، یوازي به د ډاکټرانو و نرسانو بوټونه او د دوی ګلګل معلومېدل. ځیني وختونه به دوی په خپل مینځ کي په پسپسکو شول. شیبه وروسته به پادري له پردې راووت، ورپسې به نرسان راووتل، مړی به يې په ټوکرانو کي پیچلی راوایست او زموږ مخي ته به يې تېر او له هغه وروسته به يې دباندي یووړ.

د هماغي ورځې په سهار د وارډ مسؤل جګړن پوښتنه راڅخه وکړل “سفر کولای شې؟” ما د هو په دود ورته سر وښوراوه. ده وویل سبا سهار وختي به دي له دې ځایه نقل مکان کړو. په وروستیو کي يې دا هم راته وویل چي هر څومره وختي وي ښه دی ځکه چي د هوا ګرمېدو شونتیا هم شته.

پټۍ ځای ته چي به تلو تر کړکۍ لاندي به مي په باغچه کي هدېرې ته کتل، چي څو نوي قبرونه به پکښې زیات شوي ول. همالته د باغچې په دروازه کي به یو عسکر ناست وو او صلیبونه به يې جوړول. د دفن شوي کس نوم، رتبه او د غونډ نوم به يې پر همدې صلیب کښل. همدا عسکر په عین حال کي د وارډ پياده هم وو. په خپل فارغه وخت کي به يي وه ما ته د اتریشي مرمیو او تولکو څخه ښکلی د سګریټو لایټر جواړاوه. ډاکټران ډیر خوش اخلاقه او قابل ښکاریدل. دوی غوښتل چي ما وه میلان ته ولیږي، ځکه چي هلته د اکسرې ماشین او تر عملیاتو وروسته د میکانو ترافي[14] سهولیات هم وو. زما هم خوښه وه، چي میلان ته ولاړ شم. دوی هم غوښتل چي موږ ښه لیري ولیږي، ځکه چي حمله شروع کیدونکې وه او د دوی هم کټونه او بسترې په کار وې.

زما له تګه یوه شپه وړاندي رینالډي او زموږ د خوړنځای ملګری، جګړن زما پوښتنې ته راغلل. په خبرو خبرو کي د دوی له خولې خبر شوم، چي په میلان کي به مي یوه نوي جوړ شوي امریکايي روغتون ته ولیږي. ټاکل شوي وه چي ځیني امریکايي امبولانسونه هم د جګړې میدان ته واستول شي، تر څو د هغو امریکایانو چي په ایټالیا کي داخل خدمت دي څارنه او پالنه وکړي. ګڼ شمېر امریکایانو له سره صلیب سره کار کاوه. امریکا د جرمني په وړاندي جګړه اعلان کړي وه خو تراوسه يي لا اتریش ته د جګړې اعلان کړی نه وو.

ايټالویان خوشبینه ول، چي امریکا به د اتریش په وړاندي هم جګړه اعلان کړي، دوی په عین حال کي په امریکایانو خوشاله ول، چي له دوی سره یو ځای کیږي آن په سره صلیب کي هم. دوی زما څخه پوښتنه وکړل چي امریکا به د اتریش په وړاندي کله د جګړې اعلان وکړي؟ دوی ته مي وویل بس، په یو څو ورځو کي به يې د هغوی پر وړاندي هم اعلان کړي. نه پوهیدم چي موږ له اتریش سره کومه دښمنې لرو؟ خو زما په نظر دا منطقي ښکاریدل چي که د جرمني په وړاندي جګړه اعلان شي، نو بیا خو د اتریش پر وړاندي هم باید د جګړې اعلان وشي[15]. د ترکيې په اړه يې پوښتنه راڅخه وکړل، امریکا به د ترکیې په وړاندي کله جګړه اعلان کړي؟ ما ورته په جواب کي وویل، په دي اړه شکمن يم، ځکه چي ترکیه[16] زموږ ملي مرغه دی. دې ټوکې بد تاثیر پرې وکړ او ګنګس يې کړل. زه يې دې ته اړ کړم، چي (هو) ورته ووایم. او د بلغاریا په اړه؟ د برانډي د څو پرلپسي ګیلاسو له څیښلو وروسته مي ورته وویل، هو که خداي کول نه یوازي د بلغاریا په وړاندي به جګړه اعلان شي، بلکي د جاپان پر وړاندي به هم د جګړې اعلان وکړو. دوی راته وویل چي جاپان خو د انګلیستان متحد دی، هیڅوک باید پر دې لاکتابه انګرېزانو اعتبار ونه کړي. ما ورته وویل جاپانیان (هاوايي) غواړي، اوس بیا (هاوايي) چیري وه؟ په پاسفیک سمندر کي. جاپانیان ولي هاوايي غواړي؟ ما ورته وویل جاپانیان اصلاً هاوايي نه غواړي، دا محض اوازې دي. جاپانیان ښکلي کوتاه قده خلک دي او د رقص و شرابو شوقیان دي. جګړن وویل “لکه فرانسویان”. رینالډي “موږ به د فرانسویانو څخه، نیس، ساویا، کورسیکا او د ادریاتیک بحر ټول سواحل له خیره؛ ونیسو”. جګړن ”ایټالیا، به که خدای کول؛ بیرته خپل پخواني عظمت او شان و شوکت ته ستنه شي”. ما ورته وویل “زما د ایټالیا پلازمینه، روم نه دی خوښ. ډېر ګرم او مچان پکښې ډېر وي. ستا روم خوښ دی؟” جګړن “هو. روم زما د خوښي ښار دی. په ام البلاد باندي یادیږي. د رومولوس تی رودل له تیبر څخه به مي هیڅکله له یاده ونه وزي”. ما ورته وویل “څه دي وویل؟” جګړن “هیڅ نه. راځئ ټول روم ته ولاړ شو. راځئ همدا نن شپه روم ته ولاړ شو او بیا به هیڅکله نه راځو. روم ډېر ښکلی ښار دی”. ما ورته وویل “د ملتونو مور او پلار”. رینالډي وویل” روم خو مونث دی، له دې امله روم پلار کیدای نه شي، نو بیا پلار څوک دی؟ روح القدس؟” جګړن رینالډي مخاطب کړ “چټیات مه وایه”. رینالډي ورته وویل “چټيات نه وایم. ما یوازي د معلوماتو د زیاتوالي له امله پوښتنه وکړل. ګرانه نشه دي کړم. چا نشه کړم؟” جګړن وویل” ما نشه کړې، ځکه له تا سره مینه لرم او ځکه چي امریکا هم په جګړه کي ورګډه شول”. ما ورته وویل “هو”. رینالډي وویل “ته خو سبا له خیره د دې ځای څخه ځې”. ما ورته وویل “هو. له دې ښاره له خیره ځم، خو روم ته نه، بلکي وه میلان ته”. جګړن وویل “وه میلان، کریستال پالاس، کووا، کامپاري بیفي، ګالریا دې ټولو ځایو ته ولاړ شه. ته ډیر بختور يې”. ما ورته وویل “ګران ایټالیا هوټل ته هم ځم. هلته به زه له جورج څخه پیسې په پور واخلم”. رینالډي وویل “سکالا ته هم ولاړ شه” . رینالډي ته مي وویل “هره شپه، به سکالا ته ځم”. جګړن وویل “دومره پيسې نشته، چي هره شپه سکالا ته ولاړ شې“.

 دوی ته می وویل”د هغه ځای ټکټونه ډیر ګران دي. زه به زما د نیکه له خوا رالیږل شوې، حواله له بانکه راوباسم”. “څه شي راباسې؟” ما ورته وویل”حواله. نیکه به مي یا پیسې راکوي یا به زندان ته ځم. زما د حوالې کارونه ښاغلی کننګهم کوي. که ريښتیا درته ووایم، زه خپل ژوند د حوالو په وسېله کوم. ایا یو نیکه خپل هغه هیوادپال لمسی، چي د ایټالیا د بقا لپاره جنګیږي، بندي کولای شي؟” رینالډي وویل”ژوندی دي وي، امریکايي ګریبالډي!” ما ورغبرګه کړل ”حواله دي ژوندۍ وي!” جګړن وویل ”شورماشور بند دئ. څو ځلي يې غوښتنه راڅخه وکړل، چي ورو ورو خبرې وکړو. په هرصورت، ته ریښتیا هم سبا ځې؟” رینالډي يې په جواب کي وویل”زه درته وایم! دی امریکایي روغتون ته ځي. هغه هم ښکلو نرسانو ته!” جګړن وویل” هو، هو، زه خبر یم چي ته امریکايې روغتون ته ځې. که څوک غواړي چي خپله ږیره غټه کي پروا نه لري. ښاغلې ته ولي ږیره نه پريږدې؟” ما ورته وویل “ضد ګاز ماسک بیا نه شم اغوستلای”.  جګړن زه مخاطب کړم “ولي نه. هرڅه ورسره کیدای شي. یوځلي خو مي په ماسک کي قی هم وهلی”. رینالډي وویل”په لوړ اواز خبرې مه کوه. موږ ټول پوهیږو چي ته یو وخت په جبهه کي وې. اوه، ته ډير ښه کوچنی يې، اوه، که ته ولاړې، زه به څه کوم؟” جګړن وویل”نور نو، موږ ته رخصت راکړه، ځکه ورو ورو احساساتو ته ورداخلېږو. غوږ شه تا ته مي یو زېری راوړئ! ستا بریتانوی ملګرې. په یاد دي شول؟ هغه ستا انګلیسۍ ملګرې، چي ته به يې هر ماښام لیدو ته ورتلې. هغه هم میلان ته ځي. هغه له یوې بلي ملګرې سره یو ځای امریکايي روغتون ته ځي. تراوسه لا امریکايي نرسانې نه دي رارسیدلي. ما نن د دوی له مشر سره خبرې وکړې، په دغه جبهه کي د دوی د نرسانو شمېر زیات دی، ځکه يې نو یو شمېر هلته واستول. څنګه شو دا خبر دي خوښ شو؟ ډير ښه که څنګه؟ ته له بریتانوۍ نجلۍ سره یوه ستر ښار ته ځې. هلته به ماحول ټوله مینه ناکه وي. اخ، زه ولي نه زخمي کیدم؟” ما ورته وویل “کیدای شي ته هم زخمي شې.” جګړن وویل “د تګ وخت دی. اجازه راکړه. څېښاک مو وکړ، غالمغال مو وکړ او فریډریکو مو هم وځوراوه.” ما ورته وویل “مه ځئ.” جګړن “نه موږ باید ولاړ شو. د خدای په امان، ښه بخت ولرې”. دوی ته مي وویل “په مخه مو ښه. په مخه مو ښه. په مخه مو ښه”. رینالډي ما ته وویل“په میلان کي ډېر و خت مه تېروه. بیرته ژر راشه.” رینالډي له خپل عادت سره سم ښکل کړم “اوه، څنګه د لایسول بوی دي ځي. د خدای په امان. د خدای په امان”. جګړن پر اوږه وټکولم. دوی د ګوتو پر سرونو رهي شول او له کوټې ووتل. ځانته مي پام شو، شخت نشه وم، خو ډير ژر بیده شوم.

سبا سهار وختي د میلان په لور رهي شوو او اته څلوېښت ساعته وروسته ورسیدو. چنداني سفر نه وو. په مسترې کي اورګاډي ښه ډير وخت تم شول. کوچنیان به راتلل او تر سوریانو به يې دننه راکتل. همالته مي یو کوچنی په یو بوتل کوګناک پسي ولیږه، خو هغه بیرته خالي لاس راستون شو، ویل يې یوازي ګراپا شته. د ګراپا د راوړو مي ورته وویل، کله چي بیرته راغلی، پاته پیسې مي وه هغه ته ورکړې. ځان او ګاونډی مي نشه کړ او بیا بیده شوم، تر وایسینزا پوري بیده وم. کله چي راپاڅیدم ستومانه غوندي وم. خو ډیر داسي کسان هم ول، چي حالت يې تر ما خراب وو. له خوب نه چي راپاڅیدم، له ډیري تندې څخه مي طاقت نه کیده. له پټلۍ سره ولاړ عسکر ته مي چي همدلته نژدې ګرځېده د اوبو راوړلو وویل. هغه ولاړ او شیبه وروسته له اوبو سره راستون شو. زما څنګته نفر جورجیتي، چي هغه هم نشه وو راپاڅید، اوبه مي ورکړې، خو ده د څیښلو پر ځای پر ملا توی کړې او بیرته بیده شو. کوم عسکر چي اوبه يې راوړي وې زما څخه يې انعامي پیسې قبولی نه کړې او لا دا چي یو ښه اوبه نارنج يې هم راته راکړ. نارنج مي زبېښه، تلوف مي يې توف کول او هغه عسکر ته مي، چي له یوې باربرې ډبې سره پورته کښته کېده، کتل. شیبه وروسته اورګاډي وخوځیدل او بیا رهي شوو.

دیارلسم فصل

سبا سهار وختي میلان ته ورسیدو او په منډيې کي يې کښته کړو. وروسته د امریکايي روغتون په امبولانس کي روغتون ته ورغلم. په امبولانس کي په تذکیره کي پروت وم او نه پوهیدم چي د ښار له کومي برخې څخه تیریږو، خو کله چي له امبولانس څخه راکښته شوم، بازار غوندي یو ځای وو. همالته نژدې یوه ساقي خانه خلاصه وه، چي یوه نجلۍ يې په جارو کولو بوخته وه. مامورین د واټو په ابپاشۍ اخته ول او د ګهیځ بوی ترې راته. تذکیره يې لاندي پر مځکه کښېښول، دننه ولاړل او له هاخوا له یوه چوکیدار سره چي خړ بریتونه،  د چوکیدارۍ خولۍ يې پر سر او لستوڼي لرونکي کالي يې اغوستي ول، راغلل. تذکیره په لفټ کي نه ځایېدل، نو په مینځ کي يې مشوره وکړل چي ما له تذکیرې پورته کړي او په لفټ کي مي لوړ یوسي او که مي د زینو له لارې د تذکیرې سره، لوړ وخیژوي. د دوی خبرو ته مي غوږ وو، فیصله يې پر دې شول، چي ما به په لفټ کي پورته کوي.

ما ورته وویل ”کرار، احتیاط کوئ”.

لفټ تنګ وو، پښه مي هم کات وه او بد درد يې کاوه.

 ما ورته وویل”زما پښې سیده کړئ”.

“نه شي کیدای ښاغلی بریدمنه. ځای تنګ دی”. کوم سړي چي دغه جواب يې راکړ، هغه پر ماباندي لاسونه راچاپیره کړي ول او ما د ده پر غاړه باندي لاسونه نیولي وه. د ده ساه، چي پر ما به راتلل د سرو شرابو او هوږې بوی به ترې راته.

یوه بل وویل “ارام اوسه”.

“د سپي بچیه، څوک نه دی ارام”.

“وایم ارام اوسه”.  پښو ته ولاړ سړي دا خبره بیا تکرار کړل.

د لفټ دروازې، ته مي کتل چي بنده شول. خادم د څلورم پوړ بټن وواهه او روان شو. خادم اندېښمن ښکارېده. او لفټ هم ورو ورو روان وو.

له هغه سړي څخه، مي چي د خولې يې د هوږې بوی تلی پوښتنه وکړل “دروند یم؟”

ده وویل “نه”. پر تندي يې خولې راایله وې او د ډيرې ستړیا له امله يې خرهارۍ کیده. لفټ همداسي لوړ ولاړ او بیا ودرید. هغه سړي چي زه يې له پښو نیولی وم دروازه خلاصه کړل او ووت. موږ هم وه برنډې ته ور ووتو. دلته مي ګڼې دروازې، چي ژړ دستګیرونه يې درلودل، ولیدې. د دروازې زنګ مو وواهه، خو چا جواب رانه کړ. ګړی وروسته چوپړوال په زینو کي راپورته شو او راغلی.

تذکیره والاو پوښتنه ځیني وکړل “دوی چیري دي؟”

چوپړوال “خبر نه یم، کیدای شي لاندي بیده وي”.

“ورشه یو څوک راوله”.

چوپړوال لمړی زنګ وواهه، دروازه پسي وروټکول. بیا يې دروازه خلاصه کړل او دننه ورننوت. دی له هاخوا له یوې عینکې بوډۍ سره راستون شو. وریښتان يې ایله او نیمه راځوړند وه. د نرسې کالي يې په تن وه.

نرسه “زه نه پوهیږم، زما ایټالوې نه ده زده”.

ما ورته وویل “زه په انګلیسي پوهیږم، دوی غواړي ما همدلته یو ځای پرېږدي”.

“روغتون لا تراوسه د ناروغانو قبلولو لپاره نه دی اماده. د ناروغانو راتګ ته مو تراوسه هیڅ ترتیبات نه دي نیولي”.

وریښتانو ته يي پاس اړخ ته ټک ورکړ او ما ته يې له نژدې راوکتل.

ما ورته وویل “اوس یو ځای وروښیه، چي ما هلته پرېباسي”.

“ما ته ځای نه دی معلوم. تاسي بیخي ناببره راغلاست. زه تاسي ته دلته اجازه نه شم درکولای”.

ما ورته وویل ”هره کوټه چي وي”. د چوپړوال په لور مي مخ وروګرځاوه او په ایټالوې کي مي ورته وویل ”ورشه، یوه تشه کوټه ولټوه”.

چوپړوال “کوټې ټولي تشي دي، تاسي لمړنی ناروغ یاست”. خولۍ يې له سره ایسته کړل، په لاس کي يې ونیول او نرسې ته يې وکتل.

“د خدای لپاره اوس مي په یوه کوټه کي بستر کړئ”. په لفټ کي مي پښه کات شوي وه، درد يې اوس راپورته شو. خادم پر دروازه ورننوت،  په ده پسي د خړو وریښتانو لرونکې میرمن ورغلل. چوپړوال په بیړه راستون شو ”په ما پسي راځئ”. له یوه اوږده دهلېز څخه له تیریدو وروسته يې وه یوې پنجره بندې کوټې ته چي نوې جوړه شوې وه، وردننه کړم. له پرتو فرنیچرو څخه داسي بوی راته لکه تازه چي جوړ شوي وي. په کوټه کي یو غټ کټ او یوه غټه هنداره لرونکې المارۍ پرته وه. زه يې پر کټ باندي څملولم.

میرمنې وویل “روجایانې نه شم رااخیستلاي، ټولي يې قلف کړي دي”.

دې ته مي څه ونه ویل، چوپړوال ته مي وویل ”زما په لاندني بټن لرونکي جیب کي پیسې شته راوايې باسه.” چوپړوال پیسې راوایستې. دواړه تذکیره والا د کټ وه څنګته خولۍ په لاس ولاړ ول”. دوی دواړو ته پنځه پنځه لیرې ورکړه. خپله هم پنځه لیرې واخله، اسناد مي په جیب کي دي، هغه نرسې ته ورکړه.”

تذکیره والاو له سلامۍ وروسته مننه وکړل.

ما ورته وویل “په مخه مو ښه، ډیره زیاته مننه.” له بیا سلامۍ کولو سره ووتل.

نرسې ته مي وویل “اسناد مي هغه دي. زما حالت او د زړې درملنې په اړه ټول معلومات پکښې واضح شوي”. دې اسناد راپورته کړل او د عینکو له شا څخه يې ورته وکتل. درې پيچلي کاغذان وو. میرمنې وویل ”زما په دې سر نه خلاصیږي. په دې څه وکړم؟ زما ایټالوې نه ده زده او بله خبره دا چي زه د ډاکټر د لارښوونې پرته هیڅ نه شم کولای”. له دې ویلو سره په ژړا شول. په لاس کي نیولي اسناد يې خپل مخکني جیب کي کښېښوول. په ژړا کي يې پوښتنه را څخه وکړل. ”ته امریکايي يې؟”

“هو. زما اسناد له کټ سره پر مېز باندي پرېږده”. کوټه تیاره او هوا یخه وه. په کټ کي له څملاستو سره مي هنداره لیدلای شوای خو هغه څه چي منعکسول يې هغه مي نه لیدل. چوپړوال له کټ سره په څنګ کي ولاړ وو، نرم او مهربان انسان ښکاریده.

ما ورته وویل “ته تلای شې.” نرسې ته مي وویل ”ته هم تلای شې. ستا نوم څه دی؟”

“مس واکر”.

“مس واکر تاسي تلای شئ. زه بیدېږم”.

په کوټه کي یوازي وم او هوا یخه وه. دغه ځای له روغتون سره چنداني شباهت نه لاره. توشکه ښه محکمه او پسته وه ښه په ارامه پکښې وغځیدم. پر له پسې مي یو څو ژورې ساه ګانې واخیستې او خوشاله وم، چي د پښې درد مي ورو ورو کمېږي. ګړی وروسته تږی شوم، د اوبو راغوښتو په نیت مي د کټ پر ژۍ باندي نښتی زنګ وواهه، خو څوک راښکاره نه شو. اوبه مي ونه څيښلې همداسي تږی بیده شوم.

له راپاڅیدو سره مي شاوخوا وکتل. له خلاصو کړکیو څخه لمر دننه کوټې ته راته. لویه المارۍ، تش تور دېوالونه او دوې چوکیانې مي لیدې. په خیرن بنداژ کي تړلې پښه مي شخه ولاړه وه. احتیاط مي کاوه چي وه نه ښوري. تږی وم، بیا مي لاس د زنګ تر بټنه ورساوه او زنګ مي وواهه. د دروازې د خلاصېدو ږغ مي واورېد، چي ورته ومي کتل یوه نرسه ولاړه وه. ځوانه او ښکلې ښکارېدل.

دې ته مي وویل “سهار په خیر”.

“ستا يې هم سهار په خیر”. دا يې وویل او د کټ په لور راتېره شول ”تراوسه لا ډاکټر نه دی رارسېدلی. ډاکټر (لېک کومو) ته تللی. موږ د ناروغانو راتګ ته تمه نه درلودل. په هر صورت، په تا څه شوي؟”

“ زه په لینګیو، پښو او پر سر باندي زخمي شوی یم”.

“ستاسي نوم څه دی؟”

“هنري. فریډریکوهنري”.

”اوس به تاسي ولمبول شئ. خو تر څو چي ډاکټر راځي موږ ستا په زخمو او پټیو باندي  کوم څه نه شو کولای”.

“مس بارکلي همدلته ده؟”

“نه، دلته په دې نامه څوک نشته”.

“زه چي کله دلته راغلم یوې ښځې ژړل، هغه څوک وه؟”

نرسې وخندل ”هغه مس واکر وه. د شپې نوکري وه، اوس بیده ده. تاسي بیخي ناببره راغلاست”.

د خبرو په جریان کي مي د بنداژ پرته کالي وکښل. پاک او صاف شوم. ډیر خوشحاله شوم چي ولمبېدم. سر مي هم په بنداژ تړلی وو، خو یوازي يې هغه برخه راپرېولل چي لوڅه وه.

“چیري زخمي شوې؟”

“د پلاوا په شمال، ایسونزو کي”.

“دا پلاوا بیا په کوم ښار کي ده؟”

“په شمالي ګوریزیا کي” .

پوه شوم چي یوځای هم نه دی ورمعلوم.

“درد ډير په تکلیف کړې؟”

“نه. اوس ډير نه”.

ترمامیتر يې په خوله کي راکښېښود.

ما ورته وویل “ایټالویان يې تر بازو لاندي ږدي”.

“خبرې مه کوه”.

ترمامیتر یې چي راوکيښ، ورته ويې کتل او بیا يې سر وخوځاوه.

ما ورته وویل “د بدن تودوخه مي څومره ده؟”

“ضرور نه ده، چي پوه شې”.

“راته ووایه، زما د معلوماتو لپاره”.

”عادي ده”.

“تراوسه مي تبه نه ده شوې. پښې مي له زړو اوسپنو ډکې دي”.

“مطلب دي څه دی؟”

“پښې مي د توغندۍ د ټوټو، له زړو میخونو، پیچو او نورو شیانو څخه ډکي دي”.

سر يې وښوراوه او مسکۍ شول.

“که دي په بدن کي یوه پرزه هم واي، التهاب يي کاوه چي ورسره تبه هم منځته راتلل”.

ما ورته وویل “سمه ده. وبه ګورو چي څه شي ترې راوزي”.

دا له کوټې ووتل او له سهارنۍ بوډۍ نرسې سره بیرته راستانه شول. په دواړو يي کټ منظم کړ البته ما ته يې کوم تکلیف رانه کړ. دغه طریقه يې راته په زړه پوري ښکاره شول.

“ددې ځای مسول څوک دی؟”

“آغلې وان کمپن”.

“دلته څومره نرسانې شته؟”

“یوازي موږ دوې”.

“نور څوک نه راځي؟”

“ځیني پر لاره دي، رابه شي”.

“څه وخت رارسیږي؟”

“خبره نه یم. ته اوس ناروغ يې، خو بیا هم یوه پلنډه پوښتنې کوې”.

ما ورته وویل “زه ناروغ نه یم. زخمي یم”.

د دوی دنده پایته ورسیدل. پر یوه پسته روجايي باندي پرېوتم او بله پسته روجايي مي پرځان واچول. مس واکر ووتل او له هاخوا له یوه پایجامه لرونکي جانکټ سره راستنه شول. په ما يې واغوستل ورسره مي ځان ډیر نفیس او پټ احساس کړ.

ما ورته وویل ”تاسي خو زما ډېره ښه پالنه کوی”. نرسې چي نوم يې مس ګیج وو، په زوره وخندل. پوښتنه مي ترې وکړل ”یو ګیلاس اوبه څیښلای شم؟”

“ولي نه. شیبه وروسته به ناشته هم وکړې”.

“زه ناشته نه کوم. که تکلیف نه وي کړکۍ خلاصې کړئ”. د کړکۍ تر خلاصیدو وړاندي دننه په کوټه کي تیاره وه. خو د کړکۍ له خلاصیدو سره یوڅه روښنايي شول. د کړکۍ دباندي له برنډې ورهاخوا د کورونو کاشي شوي بامونه او دودکښان ښکاریدل. وه کاشي شوي بامونو ته مي وکتل، په اسمان کي مي سپینه وریځ ولیدل.

 “تاسي د نورو نرسانو د راتګ په اړه معلومات لری؟”

“ولي؟ موږ ستا سمه پالنه نه کوو؟”

“نه زما هدف دا نه وو. تاسي ډير ښه یاست”.

“کموډ خو نه استعمالوې؟”

“امتحان يې ښه دی”.

دوی له ما سره کموډ ته په ورختو کي مرسته وکړل، خو ګټه يې ونه کړل. شیبه وروسته بیرته پرېوتم او له خلاصو دروازو څخه مي وه برنډې ته کتل.

“ډاکټر به څه وخت راشي؟”

“هر وخت چي راورسېد. موږ هڅه کوو، چي لېک کومو ته ټیلفون وکړو”.

“دلته بل ډاکټر نشته؟”

“دی د همدې روغتون یوازینی ډاکټر دی”.

مس ګیج د اوبو یو منګی او یو ګیلاس له ځان سره راوړ. درې ګیلاسه اوبه مي وڅيښلې. دوی هم بیرته ولاړې. څو شیبې تر کړکۍ دباندي په منظره باندي بوخت وم، په همدې حالت کي د خوب یوه ایښمه راغله او بیده شوم. غرمه مي یو څه ډوډۍ وخوړل. ماپیښین وو، چي د روغتون مسؤله، میس وان کمپن مي لیدو ته راغلل. زموږ دواړو یو له بل څخه ښه رانغلل. کمپن یوه کوتاه قده، پاکیزه او په عین حال کي یوه بدګمانه میرمن وه، خو پر خپله دې دنده ډيره جوړه وه. له ما څخه يې ګڼې پوښتنې وکړې. د دې له خبرو او اوضاع څخه داسي راته معلومه شول، چي له ایټالویانو سره زما په یوځای کیدو خوښه نه شول.

له دې مي وپوښتل “له خوړو سره شراب څيښلای شم؟”

“د ډاکټر په اجازه کولای شې”.

“یعني د ډاکټر تر راتلو پوري يې نه شم څيښلای؟”

”بلکل همداسي ده”.

“تاسي پلان لری چي تر هغو منتظر شی، تر څو ډاکټر په خپله خوښه راشي؟”

“موږ په هغه پسي وه لېک کومو ته ټلیفون کړی”.

دا ولاړل او مس ګیج بیرته راستنه شول.

له هغه وروسته چي یو ماهرانه کار يې راته وکړ، له ما يې وپوښتل “له آغلې وان کمپن سره ولي دومره رډ شوې؟”

“ما نه غوښتل چي داسي څه وکړم، خو دا ډیره مغروره وه”.

“په هرصورت، هغې ویل چي تاسي بداخلاقه یاست”.

“زه بداخلاقه نه یم. البته روغتون بېله ډاکټره څه معنی لري؟”

“هغه پر لار دی. په هغه پسي يې وه لېک کومو ته ټلیفون کړی”.

“هغه هلته څه کوې؟ لمبیږي؟”

“نه. هغه هلته کلینیک لري”.

“یو بل ډاکټر ولي نه راولئ؟”

“چپ چپ. غلی اوسه. او هغه به ډیر ژر راستون شي”.

په چوپړوال پسي مي یو نفر ولیږه، کله چي راغلی په ایټالوي کي مي ورته وویل ”یو بوتل بیر، یو بوتل شراب او تازه اخبارونه راوړه”. دی ولاړ او ګړی وروسته يې بوتلان په اخبارو کي پیچلي راوړل. په کوټه کي يې بوتلان له اخبارو راوایستل. چوپړوال ته مي وویل ”کیلۍ دلته ما ته راکړه، شراب او بیر تر کټ لاندي کښېږده”. دوی له کوټې ووتل او زه په کوټه کي یوازي پاتې شوم. په کټ کي پروت وم، اخبارونه مي مخي ته ونیول او ګړی مي ولوستل. د جبهې اړوند خبرونه او د وژل شوو افسرانو نومونه مي ولوستل. بیا مي د بیر په بوتل پسي لاس وروغځاوه، راپورته مي کړ، پر سینه مي کښېښود او په غوړپ غوړپ مي ځیني څيښل. د بوتل یخې ښېښې زما پر سینه ارغړۍ ارغړۍ تغمې جوړې کړې. دباندي ورو ورو تیاره کېدل. د کړکۍ له لارې مي د کورو د بامو له پاسه الوتونکو توتکیانو او شوپرکانو ته کتل او بیر مي څيښل. مس ګېج کوټې ته راننوتل او په یوه ګیلاس کي يې اګ نوګ[17] رواړل. د دې له راتګ سره مي د بیر بوتل تر کټ لاندي کښېښود.

راته ويې ویل “آغلې وان کمپن یو څه شري[18] هم درته رالیږلي. ته باید له هغې سره دغه ډول رډ وه نه اوسې. هغه اوس سپین سرې ده. د په خوا په شان حوصله نه لري، بله دا چي د روغتون دروند پیټی هم ورپه غاړه دی. مس واکر هم اوس دومره سپین سرې شوي، چي هیڅ کار نه شي کولای”.

ما يې په جواب کي وویل“هغه ډيره ستره میرمن ده. زه يې ډير منندوی یم”.

“زه اوس بیرته ځم او ستا ماښامنۍ به درته راوړم”.

ما ورته وویل ”سمه ده، خو زه چنداني وږی نه یم”.

دا ولاړل له هاخو له یوه پتنوس سره راغلل. پتنوس يې له کټ سره نژدې پر مېز باندي راته کښېښود. له دې څخه مي مننه وکړل او له خوړو څخه مي یو څو ګولې وخوړې.  شیبه وروسته تیارې ښار په خپلو منګولو کي ونیو او د لټون څراغانو رڼاګانې له ورایه ښکاريدې. همدې رڼاګانو ته مي کتل او وروسته خوب وړی وم. ډير دروند خوب وړی وم، یوازي یو ځلي په خولو کي غرق او بیریدلی راپاڅیدم، خو هڅه مي وکړل چي خوبونه هېر کړم. سهار ښه وختي راپاڅیدم، د چرګانو اذانونه مي واورېدل او بیا تر رڼا کیدو پوري ویښ پاته شوم. خسته شوم او له رڼا کیدو سره یو ځلي بیا خوب وړی وم.

څوارلسم فصل

کله چي راپاڅیدم لمر کوټه نیولې وه. فکر مي وکړ چي بیرته جبهې ته تللی یم. په کټ کي اوږد اوږد وغځېدم، پښې مي څړیکه وکړل، هغې ته چي مي وکتل په هماغه خیرن بنداژ کي لا تړلې وه، پوه شوم چي په روغتون کي یم. د زنګ په بټن پسي مي لاس وروغځاوه او زنګ مي وواهه. د زنګ اواز په دهلېز کي انګازه وکړل. ګړی وروسته مي د پلاستیکي چمپلانو اواز تر غوږو شو، مس ګېج وه. د لمر په روښنايې کي لږ څه عمر خوړلې او سیینه ښکاریدل.

ګیج “سهار په خیر. شپه په خیر شول؟”

“هو. مننه. سلمان مي په کار وو، کولای شې چي رايې ولې؟”

“زه دي لیدو ته راغلم، خو ته بیده وې. له تا سره مي دغه وموندل. په کټ کي ورسره بیده وې”.

د المارۍ دروازه يي خلاصه کړل او د شرابو بوتل راوایست. هغه تقریبا تش وو. ”تر کټ لاندي بل بوتل هم پروت وو، هغه مي هم دلته ایښی دی. ما ته به دي ویلي وای، چي یو ګیلاس مي درته راوړی وای”.

“له بیرې مي تا ته نه شوای ویلای”.

“په ګډه به مو څيښلي وای”.

“ته ډېره مهربانه يې.”

ګیج “په یوازي سر څيښل يې تا ته ښه نه دي. په راتلونکي کي احتیاط کوه”.

“سمه”.

بیا يې وویل “ستاسي ملګرې، مس بارکلي راغلي ده”.

“ریښتیا؟!”

”هو، خو زما خوښه نه شول”.

“خوښه به دي شي، ډیره خوش طبعه ده”.

سر يې وښوراوه او وې ویل “زه يې پر ښه والي ډاډه یم. لږ پر دا یوه اړخ کږېدای شې؟ ډير ښه. تر سهارنۍ پوري به تیار شې”.  په یوه ټوټه ټوکر، صابون او تودو اوبو يې پریولم ”اوږې پورته کړه. ډير ښه”.

“له ناشتې وړاندي سلمان راتلای شي؟”

“زه به چوپړوال پسي ولیږم”. ولاړل او شیبه وروسته راستنه شول ”په سلمان پسي مي سړی ولیږه”. دا یې وویل او په لاس کي نیولی ټوکر يې بیا په اوبو کي لاهو کړ.

چوپړوال له سلمان سره یوځای راستون شو. تقریباً پنځوس کلن ښکاریده. بریتونه يې پاس اړخ ته تاو کړي ول. د میس ګېج وظیفه نوره خلاصه شول او ووتل. سلمان مخ رالوند کړ، وروسته يې چاړه پسي راسمه کړل او ږیره يې راوخرول. سلمان تریو تندی او غلی سړی وو.

پوښتنه مي ځیني وکړل “حالات څنګه دي؟ کوم نوی خبر درسره شته؟”

“ده څه شي خبر؟”

“هر خبر چي وي. په ښار کي څه کیسې دي”.

په جواب کي يې وویل“حالات جګړه ایز دي. د دښمن غوږونه هر ځای وي”.

پاس مي ده ته وکتل. بیا يې وویل “مهرباني وکړه سر دي مه سره ښوروه”. دی په خپل کار بوخت وو ”معلومات نه شم درکولای”.

پوښتنه مي ځني وکړل “په تا څه شوي؟”

“زه ایټالوی یم. له دښمن سره مي خبرې کول نه دي خوښ”.

دی مي خپل کار ته پرېښود. که دی لیونی وای، نو چي هر څومره ژر ېې د چړې له تیغه وتلای ښه وو. یو ځلي مي هڅه وکړل، چي څيرې ته يې ښه په دقت وګورم.”احتیاط کوه، چاړه تیره ده”.

د کار له خلاصیدو سره مي يې مزد ورکړ. نیمه لیره مي هم د انعام په توګه ورکړل. سکې يې بیرته راواپس کړې.

“زه يې نه اخلم. که څه هم په جبهه کي نه یم، خو ایټالوی یم”.

“ځه ورک شه!”

ويې ویل “ستاسو په اجازه”. خپل سامانونه يې راټول کړل او له کوټې ووت. د تګ پر وخت يې پنځه واړه سکې له ما سره نژدې پر مېز کښېښودې. د زنګ بټن مي کښېکاږه. میس ګېج راننوتل. ”که زحمت نه وي، چوپړوال یو ځلي ما ته راولیږئ”.

“سمه ده”.

چوپړوال کوټې ته راننوت. کوښښ يې کاوه، چي خپله خندا پټه کړي.

“سلمان خو به لیونی نه وو؟”

“نه. ښاغلې، ستا او د ده تر مینځ سوءتفاهم راغلی وو، هغه فکر کاوه، چي ته اتریشی يې”.

ما وویل “اوه!”

د چوپړوال له واکه ووتل او په خندا شو “ها، ها، ها! سلمان بیخي ساده وو. که دي محض ښور خوړلی وای نو ــــ”. خپله ګوته يې پر ستوني باندي راتېره کړل.

“ها، ها، ها”. هڅه يې کول، چي خندا راکنټرول کړي ”کله چي مي ورته وویل چي تاسي اتریشی نه یاست نو،  ها، ها،ها”.

په پسخند مي ده ته وویل “ها، ها، ها! که يې زما غاړه راپرې کړې واي، نو څومره به دي خندلي وای؟ ها، ها، ها”.

“نه ښاغلي. نه. نه. له اتریشیانو څخه بیخي ډارېدلی وو. ها، ها، ها”.

ده ته مي وویل “ها، ها، ها! له مخي مي ورک شه!”

ووت، خو په دهلېز کي يې اوس هم خندل. په دهلېز کي مي د یو چا د پښو کړپهار واورېد. سترګې مي دروازې ته سیخي کړې. کاترین بارکلي وه.

کټ ته ته راتېره شول.

کاترین “سلام”. تازه، ځوانه او د پخوا په نسبت ښکلې ښکاریدل. فکر مي وکړ چي داسي ښکلا مي له وړاندې لیدلي نه وه.

“سلام”. په محض لیدو پرې مین شوم. دنني حالاتو مي ټول متغایر شول. د دروازې لور ته يې وکتل، څوک نه وو. بیا د کټ پر څنډه کښېنستل، راخمه شول او ښکل يې کړم. دا هم ښکل شول، ما يې د زړه درزا محسوسول.

ورته ومي ویل “ګرانې. ښه وشول چي راغلې”.

“راتګ مي هم له ستونزو خالي نه وو. البته دلته پاتېدل مي هم کیدای شي له ستونزو خالي نه وي”.

“ته باید همدلته پاتې شې. ډیره ښه يې”. په دې پسي مجنون وم. هیڅ یقین مي نه کاوه، چي زما په خوا کي دي ولاړه وي.

“نه، ته لا تراوسه ښه نه يې”.

“زه ښه یم. راشه”.

“نه، ته لاتراوسه روغ شوی نه يې”.

“دا اوس ته څه وايې؟ زه رک روغ یم”.

“مینه راسره لرې؟”

“په ریښتیا مینه درسره لرم. زه درپسي مجنون وم”.

“ د زړه وه دربا ته وګوره”.

“زه د زړه په کیسه کي نه یم. زه درسره مینه لرم. په تا پسي لیونی وم”.

“ته ریښتیا مینه راسره لرې؟”

“خبرې مه کوه. کاترین مهرباني وکړه”.

“سمه ده، خو یوه شیبه”.

“سهي ده. د کوټې دروازه بنده کړه”.

“نه. داسي نه شي کیدای”.

“پرېږده يې. خواهش کوم”.

کاترین پر څنګ چوکۍ باندي راته کښېنستل. د دهلېز لور، ته دروازه خلاصه وه. وحشت هم له پخوا څخه کم شوی وو، زه هم اوس تر پخوا ښه شوی وم.

بیا يې پوښتنه راڅخه وکړل  “اوس دي زما پر مینه یقین راغلی؟”

“اوه، ولي نه. ته باید همدلته پاتې شې. دوی تا له ما نه ګردسره نه شي بېلولائ. زه ستا په مینه کي لیونی یم.”

“له احتیاطه باید کار واخلو، په تېره بیا زما و ستا تر مینځ راشه درشه باید پټه وي”.

“په شپه کي به سره وینو”.

“په هرصورت، باید محتاط واوسو. په تیره بیا د نورو خلکو په مخ کي”.

“سمه ده”.

“باید همداسي وي. ته ډير ښه يې. ته له ما سره مینه لرې. همداسي نه ده؟”

“داسې څه بیا مه وايه، ته يې په معني نه پوهیږې”.

“زه به احتیاط کوم. نور نه غواړم چي یو څه وکړم. زه باید نوره ولاړه شم”.

“بیرته بیا ژر راشه”.

“هر وخت چي فارغه شوم، راځم”.

“په مخه دي ښه”.

“د خداي په امان ګرانه”.

ووتل. خدای پوهیږي، ما نه غوښتل د مینې په جال کي يې ځان راګیر کړم. له هیڅ چا سره مي د مینې کولو هوډ نه وو. خو خداي پاک پوهیږي چي اخر د مینې په جال کي راکښېوتم او د میلان په یوه روغتون کي یوازي پر کټ غځېدلی پروت وم. او ډول ډول خیالات مي په دماغ کي اخوا دېخوا کیدل. او په اخره کي میس ګیج راننوتل.

ګیج “ډاکټر پر لار دی. له لېک کومو څخه يې ټیلفون راوکړ”.

”څه وخت راځي؟”

“نن غرمه له خیره”.

پنځلسم فصل

تر غرمې پوري کومه خاصه پېښه ونه شول. ډاکټر ډنګر، غلی او کوچنی سړی وو. د ده له خبرو څخه معلومېدل، چي له جګړې څخه تر پزې راغلی. څو اوسپنیزې ټوټې يې زما له ورنو څخه په ډیره نفیسه او خاصه بې میلۍ وه ایستلې. د زخم د تسکین لپاره يې یو ډول محلي درمل چي “سنو” يې بلل، کارول. له دې سره به عضله یخی شول او تر څو چي به يې په پروب، انبور او یا چاړه د یخي ناحيې تر پایه نه وه تللې، درد به يې نه کاوه. ناروغ ته بې هوښه شوې ناحیه ډیر ژر ورمعلومیدل. شیبه وروسته د ډاکټر نفیسه تګلاره پایته ورسیدل او ويې ویل د ایکسرې معاینه ښه ده. داسې ښکاریده، لکه له خپلو هڅو څخه چي راضي نه وي.

د اکسرې معاینه يې په اوسپیډل مګوري[19]راته وکړل. د اکسرې ډاکټر یو چالاک، پوه او په عین حال کي زړه راښکونکی وو. دا معاینه داسي کیدل، چي ناروغ به اوږې پورته کولي  داسي چي د ماشین له لاري هغه غټ بهرني اجسام کوم چي د ده په بدن کي دي، وویني. کوم عکسونه يې چي له ما نه اخیستي ول، وروسته يې راپسي رالیږل. ډاکټر راته وویل چي د ده په جیبي کتابچه کي زما خپل نوم، غونډ او ځیني خاطره يې جملې ولیکم. زما په بدن کي موجود بهرني اجسام يې پست، ناوړه او وحشي وبلل. اتریشیان بي غیرته. ما څو نفره اتریشیان ووژل؟ یو مي هم نه وو وژلی. خو د ده د خوشالۍ لپاره مي ورته وویل بیخي ډېر اتریشیان مي د مرګ غیږې ته ورواستول. له ما سره میس ګیج هم راغلې وه. ډاکټر لاسونه پرې راچاپیره کړل او وې ویل له (کلیوپاترا) څخه هم ښکلې ده. د دې په دې خبره سر خلاص شو ؟ کلیوپاترا د مصر پخوانۍ ملکه وه. ريښتیا هم دا ښکلې وه. شیبه وروسته په امبولانس کي وه وړوکي روغتون ته راستانه شوو او له ډیر پورته کښته کیدو وروسته یو ځلي بیا پر هماغه پخواني کټ و بستره وغځېدم. عکسونه يې د هماغي ورځي له غرمې وروسته راولیږل. ډاکټر له ما سره ژمنه کړې وه، چي عکسونه به غرمه رالیږي او خپله ژمنه يې پر ځای کړل. عکسونه په سرو پاکټو کي ول او کاترین بارکلي راښکاره کړل. موږ دواړو په ګډه عکسونه رڼا ته وکتل.

ويې ویل “دادي راسته پښه ده”. بیا يې عکس په پاکټ بیرته کښېښود ”دا دي چپه پښه ده”.

“عکسونه هلته کښېږده او دلته راشه”.

“نه. زه یوازي تا ته د عکسونو د ښوولو لپاره راغلم”.

کاترین بهر ولاړل. زه پر خپل کټ پروت وم. له غرمې وروسته هوا ګرمه شول. په کټ کي له ډيرې پروتي څخه بیخي خسته شوی وم. چوپړوال مي راوغوښت او ورته ومي ویل چي بازار کي دي هر څومره اخبارونه لاس ته درغلل، ټول له ځان سره راوړه.

د ده له راستنېدا وړاندي درې ډاکټران راغلل. په دې ځای کي مي دې خبرې ته پام شو، چي کله یو ډاکټر په یوه قضیه کي پاتې راشي، نو له خپل سیال نه مشوره اخلي. یو ډاکټر چي د اپنډکس عملیات په سمه توګه نه شي کولای، هغه یو داسي ډاکټر درته توصیه کړي چي هغه ان د تانسلونو عملیات لا په سهي ډول نه شي اجراکولای. دغه درې ډاکټران همداسي ول.

د روغتون ډاکټر پخپلو نفیسو لاسو ما ته اشاره وکړل او وې ویل ”دغه دی، هغه ځوان.”

قدبلنده او ږیره لرونکي ډاکټر وویل “تاسي څنګه یاست؟” دریم ډاکټر چي د اکسرې عکسونه يې په سره پاکټ کي رااخیستي ول، پر خپل ځای غلی ولاړ  وو.

ږیره لرونکي ډاکټر وپوښتل “پټۍ ځیني ایسته کړي؟”

د روغتون ډاکټر وه میس ګیج ته وویل “هو. نرسې مهرباني وکړئ، د ده له پښې پټئ ایسته کړئ”. مس ګیج دا امر عملي کړ. خپلو پښو ته مي وکتل. په ساحوي روغتون کي داسي ښکاریدې لکه یو مړاوی شوی همبرګر. اوس يې پوست نازک شوی وو. د ځنګانه غوښه مي هم سره تللې او بي رنګه شوي وه، خو چرک يې نه وو کړی.

د روغتون ډاکټر وویل “ډیر پاک، افرین”.

ږیره لرونکي ډاکټر وویل “ممم”. دریم ډاکټر د روغتون د ډاکټر له شا څخه راوکتل.

ږیره لرونکي ډاکټر وویل “که زحمت نه وي، ځنګون ته يې حرکت ورکړئ”.

“زه يې نه شم کولای”.

ږیره لرونکي ډاکټر وپوښتل “مفصل يې نه ګورو؟” د ده پر لستوڼې باندي له درو ستورو سره یوه پټه هم وه، چي د تورنی نښه وه.

دروغتون ډاکټر وویل “ولي نه”. دوو نفرو په بیړه تر پښه ونیولم او را کت يې کړل.

ما ورته وویل “درد کوي”.

“نور هم. نور هم. ډاکټره، یو څه نور هم”.

ما ورته وویل “بس يې ده. بس يې ده. تر همدې ځایه کتیږې”.

تورن وویل “مفصل يې لږ څه بي ځایه شوی دی.” سیخ ودرید ”داکټر صاحب کولای شم چي عکسونه یو ځلي بیا وګورم؟” دریم ډاکټر له عکسو څخه یوه دانه وه ده ته ورکړ ”نه د چپې پښې دا يې راکړه”.

“همدا د چپې پښې عکس دی، ډاکټر صاحب”.

”اوه، ریښتیا هم. ما له یوې بلي زاويي څخه ورته کتل”. عکس يې بیرته راوسپاره. بل عکس يې هم تر څو شیبو پوري تر نظر لاندي نیولی وو. په رڼا کي یې وه یوه بهرني جسم ته، چي ډير واضح ښکاریده اشاره وکړل ”ډاکټره، تاسي يې وینئ؟” عکس ته يې څو شیبې په نېغو سترګو وکتل.

ږیره لرونکي تورن وویل “زه یوه خبره په ډاګه ویلای شم، هغه دا چي د دې درملنه وخت ته اړتیا لري. کیدای شي درملنه يې درې یا هم شپږ میاشتې وخت په بر کي ونیسي”.

“همداسي ده. مفصلي مایع باید بیا له سره جوړه شي”.

“بلي. وخت ته اړتیا شته. بله خبره دا ده، تر څو چي یو دننی دیوال جوړ نه شي زه وجداناً نه شم کولای، چي دغه ځنګون عملیات کړم”.

“ډاکټر صاحب، ستا خبره منم”.

پوښتنه مي ترې وکړل “شپږ میاشتې د څه لپاره؟”

“له دې وړاندي چي ځنګون دي، په محفوظ ډول خلاص کړو، اړینه ده چي دننی دیوال بیا ځلي خپل ځان ورغوي”.

ما ورته وویل“ دا خبره ما ته قابل قبول نه ده”.

“ځوانه، پر تا خپل ځنګو ګران دی؟ ته غواړې ستا ځنګون ستا سره وي؟”

ما ورته وویل “یا”.

“څه شي؟”

ورته ومي ویل “زما ځنګون پرې کړئ. بیا پلاستیکي پښه کاروم”.

“هدف دي څه دی؟ پلاستیکي پښه؟”

د روغتون ډاکټر وویل “دی ټوکې کوي”.  ډير په لطیف انداز سره يې پر اوږه باندي وټکولم ”دی نه غواړي خپل ځنګون له لاسه ورکړي. دی ډېر زړور ځوان دی. ټاکل شوي، په جګړه کي د زړورتیا د ښوولو په خاطر د زړورتیا مډال هم ورکړي”.

تورن وویل “مبارکي يې درته وایم”.  زما لاس يې راوښوراوه “زه یوازي د احتیاط له مخي تاسي ته د شپږو میاشتو د انتظار مشوره درکوم. له شپږو میاشتو وروسته به ستاسي عملیات کیږي. که تاسي کوم نظر ولری مهرباني وکړئ”.

ما ورته وویل “ډیره زیاته مننه، ستاسو نظر ما ته قابل احترام دی”.

تورن ډاکټر خپل لاسي ساعت ته وکتل، بیا يې وویل ”موږ ځو له خیره. ښه بخت ولرې”.

ما ورته وویل “له تاسو ټولو یوه نړۍ مننه”. له دریم ډاکټر سره مي هم خدای په امانۍ وکړ. دوی درې واړه له کوټې نه ووتل.

ورږغ مي کړل “مس ګیج!” دا بیرته راستنه شول.”یو ځلي خو د روغتون ډاکټر راغواړئ”.

د روغتون ډاکټر ګړی وروسته کوټې ته راننوت. خولۍ په لاس له کټ سره نژدې راته ودرېد. ډاکټر ”ستا زه په کار وم؟”

“هو. زه د عملیاتو  لپاره شپږ میاشتې انتظار نه شم کولای. اوه، زما خدایه! ډاکټره ته خپله تراوسه شپږ میاشتې په کټ کي پرېوتی يې؟”

“ته به هروخت په کټ کي نه يې. له هر څه نه وړاندي لمرینه درملنه اړینه ده. له لمرینې درملنې وروسته لکړه هم کارولای شې”.

“یعني تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته به زما عملیات کیږي؟”

“همدا يې ښه لار ده. بله دا چي ستا په بدن کي موجود بهرني اجسام باید یو دیوال تشکیل کړي او له هغه وروسته د لیګامینټ جوړیدل هم اړین دي”.

“زه به شپږ میاشتې په کټ کي پروت یم؟!”

“همدا يې تر ټولو خوندي او محفوظه طریقه ده”.

“دا تورن څوک وو؟”

“هغه د میلان تر ټولو تکړه جراح دی”.

“دی تورن دی، که څنګه؟”

“هو، البته دی یو تکړه جراح هم دی”.

“زه نه غواړم چي پښه مي د یوه تورن له امله له لاسه ورکړم. که دی ریښتیا هم دومره تکړه وای، دی به اوس جګړن وای، زه پوهیږم چي تورن څه شي دی”.

“خو یوه خبره شته، د هغه پر لیاقت سترګې نه شي پټیدای. زه خپله تر نورو جراحانو، چي پیژنم يې، د ده وه نظر ته تر جیح ورکوم”.

“ته یو بل جراح پیژنې؟”

“هو. که ستا خوښه وي، زه به شخصاً د ډاکټر (والیرا) نظر هم راواخلم”.

“تاسي له یو بل جراح سره په دې اړه اړیکه نه شی نیولای؟”

“سمه ده. زه به ډاکټر (والنټیني) راوغواړم”.

“دا بیا څوک دی؟”

“ډاکټر والنټیني په اوسپيډل مګوري روغتون کي کار کوي”.

“ډير ښه، مننه. ته پوهیږې ډاکټر صاحب، زه شپږ میاشتي انتظار نه شم کولای”.

“ته به هر وخت په روغتون کي نه يې. له هر څه وړاندي لمرینه درملنه اړینه ده. له هغه نه وروسته سپک تمرینات. او د دیوال له تشکیل سره به ستاسي عملیات هم اجرا شي”.

“په هر حال، شپږ میاشتي انتظار زما تر توان لوړه خبره ده”.

ډاکټر په لاس کي نیولي خولۍ باندي ګوتې راتېرې کړې او مسک شو ”جبهې ته د ستنېدو لپاره مو ډېره بېړه ده”.

“هو”.

“په تا ویاړو. تاسي ډير دلاور یاست”. پر کټ باندي راخم شو او ښکل يې کړم ”زه به یو څوک په والنټیني پسي ولیږم. تشویش او غصه مه کوه. حوصله کوه”.

ده ته مي وویل “یو ګیلاس څيښاک کوو؟”

“نه. مننه. ما تراوسه شراب نه دي څیښلي”.

“یوازي یو ګیلاس”. په خادم پسي مي زنګ وواهه، چي ګیلاسونه راوړي.

“نه مننه، ډاکټران ما ته منتظر دی”.

ورته ومي ویل “په مخه دي ښه”.

“د خدای په امان”.

دوه ساعته وروسته ډاکټر والنټیني راغلی. خورا په بېړه کي وو. بریتونه يې شخ درولي ول. جګړن وو. په رنګ توربخون وو. خندان شخصیت وو.

ډاکټر والنټیني وپوښتلم “څنګه ټپي شوې؟ عکسونه راکړه. هو، هو. همدا دې. د سیرلي په څېر روغ رمټ يې. دغه ښکلې نجلۍ څوک ده؟ ستا انډیواله؟ ما خو همداسي فکر کاوه. بیخي بي ځایه او ناوړه جګړه نه ده؟ دا ځای دي څنګه دی؟ ته ډير ښه هلک یې. زه به دي تر پخوا لا سم کړم. دغه ځای دي درد کوي؟ هو، خامخا به درد کوي. د دې ډاکټرانو څنګه زړه کیده چي تا ژوبل کړي. ډاکټران دي د کوم درد دوا شول؟ دغه نجلۍ په ایټالوې ګړېدای شي؟ باید زده يې کړي. ډيره ښکلې نجلۍ ده. زه به ایټالوي وروښیم. زه راځم په دغه روغتون کي ځان بستروم. نه، خو ستا د لنګول کارونه مفت درته اجرا کوم. دا په پوهیږي؟ دا به له تا څخه یو ښه هلک جوړ کړي. خاص د دې په څېر. بیخي سم. څه یوه مینه ناکه نجلی! له دې څخه وپوښته چي له ما سره ماښامنۍ خورې. نه. زه نه غواړم چي دا له تا څخه بوزم. مننه. ډيره زیاته مننه، اغلې. بس همدومره وه”.

پراوږه يې وټکولم “مننه. ما همدومره غوښتل چی پوه شم، پټۍ ته اړتیا نشته”.

ده ته مي وویل “ډاکټر صاحب، څښاک ته دي زړه نه کیږي؟”

“څښاک؟ ولي نه. په لسګونه ځلي. چيري دی؟”

“په المارۍ کي. مس بارکلي به بوتل راواخلي”.

“اوه، ډير اعلی، ستا د روغتیا لپاره. ډيره ښکلې نجلۍ ده. زه به تر دې ښه کوګناک در ته راړم”. پر خپلو بریتونو  يې لاس راتېر کړ.

“عملیات کله کیږي؟”

“سبا سهار له خیره. له عملیاتو څخه مخکي باید ستا معده تشه وي. باید پاک هم يې. زه به کښته له زړې ښځې سره ووینم او ستا په اړه به ځیني لارښوونې هم ورته وکړم. تر سبا د خدای په امان. زه به تر دې ښه کوګناک درته راوړم. ته دلته ډير ښه يې. تر سبا د خدای په امان. ښه خوب وکړه، ځکه زه وختي له خیره ځان رارسوم”. په دراوزه کي يې لاس راته وښوراوه. بریتونه يې سیده پاس خوا ته شخ درولي ول. پر څېره يې اوس هم مسکا خپره وه. پر لستوڼي يې یوه خانه وه، په هغه کی بیا یو ستوری وو چي د ده پر جګړنۍ رتبه يې دلالت کاوه.

شپاړسم فصل

په هغه شپه د هغې دروازې له لارې چي برنډې ته ورخلاصېدل، یو شوپرک کوټې ته دننه راغلی او الوتنې يې شروع کړې. د همدې دروازې څخه مو د ښار پر بامونو د شپې د تیارې سیل کاوه. په کوټه کي تاریکه وه، یوازي د ښار له رڼاګانو څخه لږ لږ رڼا دننه کوټې راتلل. شوپرک دننه په کوټه کي له کومي بیرې پرته، د دباندي په څېر خپل ښکار کاوه. زه په کټ کي پروت وم او ده ته مي کتل، خو فکر نه کوم چي ده دي موږ لیدلي وو، ځکه موږ بیخي ساکن پراته وو. شوپرک چي له کوټې ووت پر آسمان باندي مي د لټون څراغانو رڼاګانې ولیدې، ګړی وروسته روښنايې ورکه شول او بیا تیاره شول. بهر نری شمال چلیده، پر څنګلوري بام باندي د هوايي مدافع پرسونل یو له بل سره خبرې کولې. موږ يې خبرې لږ لږ اورېدې. هوا یخه وه، دوی خپلي برساتۍ پر ځان ټینګي راتاو کړي وې. په شپه کي د یو چا د راتګ بیره په زړه کي راسره وه، خو کاترین ډاډ راکړی وو، چي ټول بیده دي. یو ځلي ماښام چي کله راپاڅیدم، دا مي ونه لیدل، البته په دهلېز کي مي د دې د پښو کړپهاری واورېد چي راروانه وه. له راتلو سره یې دروازه خلاصه کړل او ويې ویل چي څوک نه شته. ټول بیده دي. کاترین د آغلې وان کمپن وه کوټې ته هم غوږ نیولي وو، د هغې خرهاری یې هم اوریدلی وو. له ځان سره يې میوه هم راوړې وه، هغه مو په ګډه وخوړل. تږي هم وو، نو ورموت مو راواخیستل. په عین حال کي کاترین دا یادونه هم راته وکړل، چي سهار ته مي معده باید تشه وي، ځکه سهار زما عملیات کېدل. تر رڼا کیدو وړاندي خوب راباندي غالب شو. څنګه چي راپاڅېدم، کاترین مي ونه لیدل. خو وروسته چي بیا کله راستنه شول، له وړاندي تازه او ښکلې ښکاریدل. ترمامیټر يې په خوله کي راکښېښود. لمر هم ورو، ورو په راپورته کیدو وو، نری وږم چلیده او په دې سهار وختي کي له څنګلورې بام څخه د توپچیانو د قهوې بویان راتلل.

کاترین “زړه می غواړي چي د قدم وهلو لپاره دباندي ووزو، که مو یوه ویلچیر وموندل زه به ټیله درکړم”.

ما ورته وویل “زه به په چوکۍ کي څنکه سپور شم؟”

“یوه لاره به ورته وسنجوو”.

“دباندي به پارک ته ووزو. همالته به ناشته هم وکړو”. له خلاصې دروازې څخه مي دهلېز ته وکتل.

کاترین “تر ټولو اړین کار اوس زما لپاره دادی، چي تا ستا ملګري والنټیني ته اماده کړم”.

ما ورته وویل “زما کوپړۍ راته وايي، چي دی تکړه ډاکټر دی”.

“هومره چي ستا خوښ دی، زما نه دی خوښ. خو کیدای شي ښه ډاکټر وي”.

“مهرباني وکړئ دلته راشئ”.

“نه، ښه شپه نه وه؟”

“نن به بیا د شپې نوکري نه يې؟”

“کیدای شي یم، خو فکر نه کوم چي دلته دي زما راتګ ته اړتیا وي”.

“زه تا ته اړتیا لرم”.

“نه کومه اړتیا نشته. ته تراوسه عملیات شوی نه يې او بله دا چي ته تراوسه په دې نه يې خبر چي څه به پېښ شي؟”

“په لنډو کي به دي سر درخلاص کړم، زه به تر عملیاتو وروسته بشپړ روغ شم”.

“نه، ته به بیا ناروغ شې او بیا به نو زه هیڅ نه شم کولای”.

“بیا به د بیا سره ګورو، ته اوس دلته راشه”.

“نه. زه باید اوس چارټ بشپړ کړم او تا د عملیاتو لپاره تیار کړم”.

“که راستنه نه شوې، نو دا به په دې معني وي، چي ته له ما سره مینه نه لرې”.

ښکل یې کړم “ته ډير بي عقل هلک یې، ستا د بدن تودوخه تل عادي وي. ډير ښه حرارت لرې.”

ما ورته وویل “ته ډيره ښکلي يې”.

“اوه، نه. ستا د بدن حرارت په ډيره ښه اندازه دی او زه په دې ویاړم”.

“کیدای شي، همدا بدني حرارت ارثي شي”.

“کیدای شي، زموږ د کوچنیانو د بدن حرارت ډير لوړ وي”.

“والنټیني ته باید کوم تیاری ونیول شي؟”

“کار لږ دی، خو اسان هم نه دی”.

“پر تا مي دا تکلیف نه پېرزو کیږي”.

“داسي مه وایه. زه نه غواړم چي یو بل څوک تا ته ان لاس لا هم دروړې. زه ډيره بدمغزه یم. که چیرې دوی داسي وکړي زه به ډیره په قهر شم”.

“فرګوسن هم؟”

“په خاص ډول فرګوسن، ګیج اوهغه بله، څه نومیږې؟”

“واکر؟”

“هو، هماغه. اوس په روغتون کي د نرسانو شمېر زیات دی، که نور ناروغان رانه شي، شونتیا شته؛ چي ما له دې ځایه یو بل ځای ته تبدیله کړي. في الحال دلته څلور نرسانې شته”.

“کیدای شي ناروغان راشي. او بله خبره دا، چي د دومره ستر روغتون لپاره خو ګڼې نرسانې په کار دي”.

“امید لرم، چي ناروغان به راشي. په هرصورت، که يې زه له دغه ځای څخه ولیږلم نو؟ که نور ناروغان رانه شي، د دې شونیتا شته، چي ما واستوي”.

“که خبره وه دې ځایته ورسیدل، بیا خو نو یوځای ځو”.

“بي عقلي مه کوه. ته تراوسه د تګ نه یې. خو ګرانه ته ژر جوړ شه، بیا به له خیره یوځای ولاړ شو”.

“ له هغه وروسته به څه کیږي؟”

“کیدای شي، جګړه ختمه شي. جګړه خو به نو هم تل تر تله نه وي”.

ما ورته وویل “زه به ژر له خیره روغ شم. والنیټیني مي علاج راکوي”.

“ستا درملنه به ولي نه کوي، دا دومره لوی بریتونه يې د څه لپاره پرې ایښي. او مهمه خبره ګرانه، کله چي دي عملیاتوي، زما و ستا پرته د یوه بل څه په اړه فکر وکړه، ځکه کله چي څوک بیهوښه شي بیا اپلتی ځیني ویل کیږي”.

“نو بیا باید د څه شي په اړه فکر وکړم؟”

“له موږ څخه پرته بل د هرڅه په اړه. د خپلو ملګرو په اړه. ان د یوې ملګرې په اړه دي هم”.

ما ورته وویل “نه”.

“نو بیا دعاوې کوه. دعاوې به ډیره فایده درته وکړي”.

“شاید هیڅ خبرې ونه کړم”.

“ډیر ښه، ډيری خلګ خبرې نه کوي”.

“نو سمه ده، له خیره زه به له خبرو سره خدای په امانۍ وکړم”.

“ګرانه، ځان ستاینه مه کوه. لطفاً ځان ستاینه مه کوه. ته دومره ښه يې، چي ځان ستاینې ته هیڅ اړتیا نه لرې”.

“زه به یوه کلمه خبره هم ونه کړم”.

“بیا ځان ستاینه! ما درته وویل، چي ځان ستاینې ته هیڅ اړتیا نه لرې. کله چي دوی تا ته د ژورې ساه اخیستو امر وکړي، ته سمدستي په دعاوو، بیتونو او یا هم په یو بل څه باندي پیل وکړه. بیا به نه کومه ستونزه وي، نه سرخوږۍ او زه به په تا ویاړم. په هرصورت زه په تا په هر حالت کي ویاړم. ستا د بدن حرارت ډير ښه دی. او ستا خوب هم د هغه ماشوم په څېر دی، چي د بیدیدو پر مهال بالښت په غیږ کي نیسي، بیدیږي او په فکرو کي وي. ستا په فکرو کي زه یم که یوه بله نجلۍ؟ که یوه ښکلې ایټالوۍ نجلۍ؟”

“زما په فکرو کي ته يې.”

“هو، البته زه یم. اوه، مینه درسره لرم، او والنټیني به د پښې علاج هم درته وکړي. او زه په دې هم خوشحاله یم، چي ستا عملیات به ونه وینم”.

“او ته به نن بیا د شپې نوکري يې”.

“هو، خو ته تشویش مه کوه”.

“ته تم شه او ورته ګوره”.

 “ګوره ګرانه، ته اوس بشپړ پاک او صاف شوې. اوس داراته ووایه، له ما پرته دي بل له چا سره مینه کړې؟”

“ما تراوسه له هیڅ چا سره مینه نه ده کړې”.

“ان له ما سره هم؟”

“زما مینه، ته يې”.

“ریښتیا ووایه، بل دي له چا سره مینه کړې؟”

“له تا پرته مي له بل چا سره مینه نه ده کړې”.

“له څو نفرو سره…. هغه څه شي ورته وایاست؟…پاتې شوي يې؟”

“له هیڅ چا سره”.

“ته ما ته درواغ وایې”.

“همدا ریښتیا دي”.

“سمه ده، ته خپلو درواغو ته ادامه ورکړه. زما همداسې خوښه ده. په هرصورت دارته ووایه، هغوی ښکلې وې؟”

“تر اوسه له هیڅ چاسره نه یم پاتې شوی”.

“ښه سمه ده. داراته ووایه چی هغوی ډیر دلچسپې وي؟”

“زما نه په دې شیانو سر خلاصیږي او نه پرې پوهېږم”.

“ته یوازي زما ملکیت يې او دا د لمر په څېر یو ښکاره حقېقت دی. وایم، ته زما يې. که تا له دې وړاندي له یو بل چا سره مینه کول، زه يې په کیسه کي نه یم. زه له هغو څخه نه ډارېږم، خو د هغوی په اړه ما ته کوم څه مه وايه. کله چي یو نارینه له یوې ښځې سره پاتې شي، د پیسو خبره څه ډول سره خلاصوي؟”

“زه نو، څه په خبر یم.”

“یا. ته پوهېږې. هغه نجلۍ ورته وايي چي زه مینه درسره لرم؟ راته ووایه، زه غواړم چي پوه شم”.

“هو، په هغه صورت کي که ځیني وغوښتل شې.”

“ایا دی ورته وايي چي مینه درسره لرم؟ راته ووایه. دا ډيره مهم خبره ده.”

“هو، که سړی وغواړي، بیا ورته وايي”.

“نارینه ورته وايي، چي مینه درسره لرم؟ خامخا راته ووایه.”

“که يې زړه وغوښت، خود يې ورته وايي”.

“تا خو به تراوسه چا ته نه وي ویلي؟ ریښتیا ووایه”.

 “نه”.

“ته ما ته ریښتیا نه وايې. ریښتیا راته ووایه”.

درواغ مي ورته وویل “زما خبره ومنه.”

کاترین وویل “زه پوهیدم، زه پوهیدم چي تا چا ته نه دي ویلي. مینه درسره لرم”.

بهر د بامو له پاسه او د کلیسا پر منارو باندي لمر ښکارېده. اوس لاندي باندي پاک وم او ډاکټر ته منتظر وم.

کاترین “ښه نو خبره داسې ده؟ دا ښځه د نارینه په اشاره نڅیږي”.

“نه. هر وخت بیا داسي نه وي”.

“خو زه به تل همدا وایم. زه به ستا په خوښه خبرې کوم ستا په خوښه به کارونه کوم، بیا به ته هیڅکله د بلي ښځې غوښتونکی نه يې، که څنګه؟” په خوښۍ سره يې راته وکتل ”زما کړنې او ګفتار به ټول ستا په خوښه وي. هغه مهال به نو بیا زه ستا د زړه په ګټلو بریالۍ شم، که څنګه؟”

“هو، ته به بریالۍ شې”.

دې راته وویل “اوس ستا لپاره څه کولای شم؟”

“دلته راشه”.

“ورته وګوره، زه هر هغه څه کوم چي ته وايي”.

“ته ډيره ښه يې”.

“زه بیریږم چی لا تراوسه به ښه نه یم”.

“نه. ته ډيره ښه يې”.

“ستا خوښه زما خوښه ده. په موږ کي زه او ته نشته. یوازي هغه څه چي ته يې غواړې”.

 “زما مینه يې”.

 “زه ښه یم. همداسي نه ده؟ ته خو به اوس د بلي میرمنې هیله نه لرې. که څنګه؟”

“نه”.

 “اوس دې ولیدل؟ زه ښه یم. هر څه چي ته وايې کوم يې”.

                                              اولسم فصل

له عملیاتو څخه وروسته، چي کله راپاڅیدم بې حاله نه وم. څوک نه بې حاله کیږي. یوازي خفه کیږي. دا خفه کېدل له مرګ سره توپیر لري. دغه خفه کېدل او بېهوښه کېدل یوازي یوه کیمیاوي عملیه ده، کله چي څوک بېهوښه شي، په هیڅ شي يې سر نه خلاصیږي. داسي وي لکه مست او نشه. د کټ په اخره کي پر پرتو د ریګو پر بوجیو مي سترګې ولګیدې، چي له دیوال څخه پر راوتلو پایپونو باندي يې ایښې وې. شیبه وروسته مس ګیج راغلل او زما د صحت په اړه يې پوښتنه راڅخه وکړل ”څنګه يې؟”

 “ښه یم، شکر”.

“د ځنګانه عملیات دي بیخي خوندور وه”.

“عملیاتو څومره وخت ونیو؟”

“دوه نیم ساعته”.

“ما خو به اپلتې نه يې ویلي؟”

“نه یوه خبره دي هم ونه کړل او اوس هم خبرې مه کوه. غلی اوسه”.

وضعیت مي چنداني ښه نه وو. کاترین سهي وه. خو ما ته دا مهمه نه وه، چي څوک د شپې نوکري دی.

روغتون ته يې درې نور ناروغان هم راوستل. یو وچ کلک هلک، چي ملاریا او د جورجیا وو، د سره صلیب لخوا دلته راوستل شو. یو بل بیا ډنګری هلک وو، چي د نیویارک څخه يې راوستی وو، ښه هلک وو. دی هم ملاریا او هم ژړی وو او یو بل ښکلی هلک راسره وو. ده هڅه کول، چي له یوې تیرې مرمۍ څخه یو فیوز راوکاږي او د یادګار په ډول يې له ځان سره یوسي. دا یوه تیره ټوټه وه په سر کي يې یوه خولۍ درلودل چي اتریشیانو به په غرو کي تری کار اخیست. پر مځکې د راایله کیدو سره جوخت به چاودیدل.

کاترین په لږ وخت کي د ټولو نرسانو په زړو کي ځای ونیو. لامل یې دا وو چي دې به بېله کوم محدودیت څخه شپنۍ دنده یا هم نوکریوالې کول. کاترین به ډیری وختونه په ملاریا د اخته ناروغانو سره وه. هغه هلک چي د خولۍ د خلاصولو په هڅه کي وو زموږ ملګری وو. په شپه کي به يې یوازي هغه وخت زنګ واهه چي ډير به ضرور شو. د کار په جریان کي به موږ سره یو ځای وو. کاترین له ما سره او ما له کاترین سره بېحده مینه لرل. ډيری وختونه به د ورځې په جریان کي بیده وم، خو که به ویښ وم، نو به مو د فرګوسن په لاس یو بل ته لیکونه لیږل. هغه ښه نجلۍ وه. هیڅکله د دې په اړه په شي خبر نه شوو، ماسیوا له دي چي یو ورور يې په ۵۲واحد کي او بل يې هم په عراق کي دنده لري. پر دې کاترین ډیره ګرانه وه.

یو ځلي مي ورته وویل ”فرګي، زموږ واده ته راځې؟”

“ستاسي واده به هیڅکله ونه شي”.

“نه. زموږ واده به خامخا کیږي”.

“نه. زه خو داسي فکر نه کوم”.

“ولي يې نه کوو؟”

“وړاندي تر دې، چي یو له بل سره واده وکړئ، ستاسي تر منځ به ټکر رامنځته شي”.

“زموږ ترمنځ به هیڅ ټکر رامنځته نه شي”.

“تر اوسه خو لا وخت شته”.

“نه، هیڅ ټکر به رامنځته نه شي”.

“نو بیا به مړ شې. ټکر یا مرګ. او دا هغه کار دی چي خلګ يې کوي. واده نه کوي”.

لاس مي يې لاس ته ورنژدې کړ. وې ویل ”لاس مه راوړه، زه نه ژاړم. کیدای شي چي ستاسي دوو کار جوړ شي، خو ګوره کاترین په ستونزو کي ونه غورځوې. که دي دا په کوم مصیبت یا هم ستونزو سره مخ کړل، بیا دي نو خير نشته”.

“زه به يې هیڅکله په ساړه باد لا ونه وهم”.

“سمه ده. وړاندي به ګورو. هیله لرم، چي کومه ستونزه به نه رامنځته کیږي. ته ښه ژوند لرې”.

“موږ په ګډه ښه ژوند لرو”.

“نو بیا یو له بل سره جګړې مه کوئ او دا په مصیبت کي مه غورځوه”.

“سمه ده”.

”په همدې هیله یم. زه نه غواړم چي دا د دې جګړې له جګړه مارو سره وه اوسي”.

“فرګي، ته ډيره ښه یې”.

“نه، نه یم. زما چاپلوسې نه خوښیږي.  پښه دي اوس څنګه ده؟”

“ښه ده”.

“سر دي څنګه دی؟” پر تندي يې ګوتې راتېرې کړې. سر مي داسي وو لکه پښه چي بیده وي، ورته ومي ویل ”سر مي نه په تکلیفوي”.

“هغه ضربه چي تا پر سر خوړلې وه شونې وه، چي ستا اعصابو ته يې سخته صدمه رسولې وای. تا نه په تکلیفوي؟”

“نه”.

“ځوانه، ته ډير نېکمرغه يې، لیک دي لیکلی؟ زه کښته ځم”.

ورته ومي ویل “واخله، دغه دی”.

“کاترین ته ووایه، چي تر یو وخته له نوکرېوالۍ څخه لاس واخلي. د ډېرو کارو له لاسه بیخي ستړې وي”.

“سمه ده، زه به ورته ووایم”.

“زه خپله غواړم، چي د شپې نوکریوالي وکړم، خو دا مي نه پرېږدي. هغه نورې نرسانې د دې په دغه کار خورا خوشاله دي. ته کیدای شي دې ته لږ شان استراحت ورکړې”.

دې ته مي وویل “سمه ده”.

فرګوسن “آغلې وان کمپن ستا په اړه ویل، چي دی هر وخت څاښتي خوب کوي”.

“څه پروا لري، بیا دي ووايي”.

”که ته یو څو شپې هغې ته د هوسايې ووايې، ډېر به ښه وي”.

“زه خپله غواړم، دا ارام وکړي”.

“زما خو ستا په خبره باور نه کیږي، بیا هم که دي دا کار وکړ زه به ډیره درڅخه خوشحاله شم”.

“له خیره همداسي به وشي”.

“باور مي نه کیږي”. لیکونه يې له ځان سره واخیستل او بهر ولاړه. زنګ مي وواهه شیبه وروسته مس ګیج دننه راغلل ”څه خبره ده؟”

“ما ویل یو څه خبرې به سره وکړو. آ ښه که آغلې بارکلي د یوڅه وخت لپاره شپنۍ نوکریوالي پرېږدي نو څه به وشي؟  د ډېري نوکریوالۍ له لاسه بیخي ستړې وي. علت يې څه دی، چي تر ډیره ویښه پاتیږي؟”

مس ګیج لمړی ما ته وکتل او بیا يې وویل ”ته زما ملګری یې. د دغه ډول خبرو اړتیا نه لرې”.

“هدف دي څه دی؟”

“ځان مه اچوه. همدا خبره دي ما ته کول؟”

“ورموت څیښې؟”

“سمه ده. خو له هغه وروسته باید ولاړه شم”. له المارۍ څخه يې بوتل راواخیست او له ګیلاس سره یوځای راغلل.

ما ورته وویل “ګیلاس ته واخله. زه يې په بوتل کي څیښم”.

مس ګیج “ستا د صحت په خاطر”.

“آغلې وان کمپن زما د څاښتي خوب په اړه څه ویلي ول؟”

“یوازي يې یوه یادونه وکړل. دا تا یو خاص مریض ګڼې”.

“مخ دي يې پرته شي”.

مس ګیج ” کمپن بده ښځه نه ده. له یوې خوا زړه او د دماغ له خوا پاته او بل له تا يې له لمړي سر څخه ښه نه راتلل”.

“زه يې په کیسه کي نه یم”.

“په هرصورت، زما خوښه ده. زه دي ملګرې یم او دا خبره په ذهن کي کښېنوه”.

“ته ډيره ښه يې”.

“مننه. زه پوهیږم، ستا په نظر ښه څوک دی؟ خو زه دي ملګرې یم. پښه دې څنګه ده؟”

“ښه ده”.

“زه به یو څه یخي اوبه راوړم، پرې توی يې کړه. لاندي به خامخا کا کوي. دباندي هوا ګرمه ده”.

“ته ډيره ښه يې”.

“زه به دغه دریګو بوجۍ سره سمي کړم”. پر کټ راخم شول ”زه دي ملګرې یم”.

“خبر یم”.

“نه، ته نه يې خبر، خو یوه ورځ به خامخا خبر شې”.

کاترین د درو شپو لپاره له شپنۍ دندې څخه رخصت شول. خو له درې ورځنۍ رخصتۍ وروسته بیرته راغلل. زموږ بیا ځلي لیدل داسي ول، لکه دوه د ډير وخت مسافر چي تر ښه ډېر بېلوالي وروسته بیا سره ویني.

اتلسم فصل

په دوبي کي مو ښه ساعت تېر شو. کله چي د دباندي تګ جوګه شوم، یوه ورځ په بګۍ کي پارک ته ولاړو. د هماغې بګۍ تصویر مي تراوسه په ذهن کي شته. آس ځوړند سر ورو ورو روان وو. د بګۍ په مخکني سیټ کي ګاډیوان، چي تازه پالش شوې خولۍ يې پر سر وه، ناست وو. زه او کاترین څنګ پر څنګ د شا په سیټ کي ناست وو او په یوه بله خیالې نړۍ کي ګرځېدو. وروسته چي بیا کله پر لکړو د تګ شوم، ماښام ماښام به وه (بیفي) یا هم(ګران ایټالیا) ته د ماښامنۍ خوړلو لپاره تلو او د هوټل په برنډه کي، په آزاده فضا کي به پر یوه مېز چاپېره ناست وو. د هوټل چوپړوالان به د خپلو مېلمنو په پالنه اخته ول. بل اړخ ته بیا نوي میلمانه راتلل او زړو میلمنو به ځای خالي کاوه. د مېزو له پاسه روښانه شمعې پرتې وي او د مېز پر سر به يې سایه اچولې وه. څو ورځې وروسته مو پرېکړه وکړه، چي زموږ لپاره(ګران ایټالیا) هوټل وړ دی. د دې هوټل د خادمانو مشر، جورج به موږ ته وختي لا یو مېز راخوندي کړی وو. دی ښه ځوان وو. ده ته به مو وویل، څه چي ستا زړه وي، هغه د ماښامنۍ لپاره راوړه او خپله به مو په دې تیاره ماښام کي په برنډه کي ګرځېدونکو خلکو او یو بل ته کتل. له یخي څخه د ډک سطل په مینځ کي، به سپین کاپري شربت پراته ول، هغه به مو  څيښل. نور ډول ډول او رقم په رقم شربتان مو هم وکتل، لکه فریسا، باربیرا او ځیني نور. حالات جګړه ایز ول، په هوتل کي ساقي هم نه وو، جورج ته چي به مي  کله د شراب راوړلو وویل، له خجالت څخه به يې پر شونډو مسکا خپره شول.

په ورځو کي یوه ورځ جورج مخاطب کړو “ستاسي په اند کله چي یو هیواد داسي شراب جوړ کړي، چي هغه د سرو توتو خوند ولري، نو ایا هغه هیواد شراب جوړونکی شو؟”

کاترین “ولي نه؟ باید تولید يې ډير عالي وي”.

جورج “اغلې! که يې تاسي څيښئ پروا نه لري، خو زه به وه ښاغلي ته یو بوتل مارګو شربت راوړم”.

“جورجه، زه به هم هماغه وڅيښم”.

“ښاغلې! زه خو وایم تر هغوی تېر شه. ان د سروتوتو خوند هم نه کوي”.

کاترین “کیدای شي ښه خوند وکړي. البته که مو په طبعه ولګیدل، ډیر به ښه وي”.

جورج “سمه ده زه به یي راوړم. خو کله چي اغلې قانع شول بیرته به یې یوسم”.

لکه څنګه چي ده ویل وه، دې شربتو چنداني خوند ونه کړ. ریښتیا هم د سرو توتو خوند يې لا ونه کړ. بیرته مو کپري راوغوښتل. په شپو کي یوه شپه مفلسه شوو. جورج سل لېرې پور راکړ او وې ویل ”ښاغلي، کومه خبره نه ده. ما ته معلومیږي، انسان کله کله مفلسه کیږي. واورئ! هر وخت چي مو پیسې په کار شوې، زه  مو په خدمت کي یم”.

ډوډۍ چي مو وخوړل، دباندي راووتو په پیاده رو کي رهي شوو. له مېلمستونو او تړلو دوکانو څخه تېر او یوه وړوکي دوکان ته، چي سنډویچونه يې پلورل ودرېدو. ډول ډول سنډویچونه يې درلودل؛ غوښې والا، کاهو والا او ماهي والا. د ګوتې په شان اوږده ول او په برشته ډوډۍ کي به يې نغښتي ول. ماښام چي به کله وږي شوو، بس دوی به مو خوړل. له دوکانه چي راووتو، د کلیسا په مخکي په یوه سرخلاصه بګۍ کي کښېناستو او روغتون ته رهي شوو. بګۍ چي د روغتون دروازې ته راورسیدل، چوپړوال زما سره د مرستې لپاره راغلی. د ګاډیوان مزد مي ورکړ او بیا لوړ په لفټ کي سپاره شوو. کاترین زموږ تر پوړ لاندي کښته شول، په همدې پوړ کي د نرسانو هستوګنځای وو. له لفټ څخه راووتم او پر لکړو باندي د خپلي کوټې په لور رهي شوم. ځیني وختونه به مي جامې وکښلې او په کټ کي به پرېوتم، خو ځیني وختونه به بیا په برنډه کي کښېناستم؛ پښې به مي پر یوه بله چوکۍ تکیه کړې، په آسمان کي الوتونکو توتکیانو ته به مي کتل او کاترین ته به سترګې په لار وم. کله چي به راغلل او په وړاندي به مي ودرېده، داسي به مي احساس کړل، لکه له پیړیو وروسته چي يې وینم. بیا به زه او دا تالۍ په لاس تلو، د دروازې شا ته به یا تم شوو یا به سیده ورننوتو؛ البته دا نو بیا په کوټه کي په موجودو ناروغانو پورې مربوطه وه، چي ملګري مو وه که یا؟ کله چي به ټوله کارونه خلاص شول، نو زما د کوټې په برنډه کي به په سرخلاصه فضا کي کښېناستو. وروسته به بسترې ته تلم، کله چي به دوی ټول بیده شول او دا به ډاډه شول، نو به راغلل. د دې په وریښتانو کي لاس وهل مي عادت غوندي ګرځېدلی وو. هر څه به غلي وه. د دې له وریښتانو څخه به مي سنجاقونه یو یو دانه ایسته کول بیا تر اخره دانه پوري؛ بیا به یو ناڅاپه د دې په ورېښانو کي پټ شوم داسي لکه په یوه خیمه یا هم ابشار کي.

د دې ورېښتان ډېر ښکلي ول. ډیری وختونه به مي لوبې پرې کولې. ورېښتان به يې د دروازې له لارې په راتلونکې رڼا کي، پړکېدل. ورېښتان يې ان په شپه کي هم ځلیدل لکه اوبه، چي سهار وختي له رڼا کیدو وړاندې، ځلیږي. خدای ورکړی وجود مي يې په نظر ډیر ښه وه ایسېد. کله چي به مي لمس کړل ورته وبه مي ویل ”داسي نرمه يې لکه د پیانو کیلۍ”. زه به يې پر زنه ووهلم وه به يې ویل ”داسي لکه د پیانو پر کیلیو باندي د ایمري کاغذ”.

“زیږه ده؟”

“نه، ګرانه. ټوکې مي کولې”.

موږ به په خپلو مینځو کي ویل، په کومه ورځ چي مو یو له بل سره ولیدل، په هماغه ورځ مو واده شوی او د خپل واده شپې او ورځې مو شمېرلې. ما ریښتیا هم غوښتل چي واده سره وکړو، خو کاترین به ویل چي که موږ واده وکړو، نو ما به بیرته خپل هیواد ته ولیږي. دې به ویل که محض زموږ د واده په مراسمو خبر شول، کیدای شي له ربړو سره مخ شو. موږ تر ایټالوي قانون لاندي واده کاوه، چي په دې برخه کي یې ډیر ښه قوانین درلودل. ما ريښتیا هم غوښتل چي واده وکړو، ځکه د ماشوم د زیږیدو بیره راسره وه؛ خو موږ خپل منځي داسي پتییلې وه، چي واده مو شوی او دومره يې په اندیښنه کي هم نه وو. خو دا چي واده مو سره کړی نه وو فکر کوم چی خوښ وو. یاد مي دي، یوه ورځ مو په دې اړه یو له بل سره بحث کاوه. کاترین وویل ”خو ګرانه، د دولت پر ګدۍ ناست واکمنان به مي له تا څخه بېله کړي”.

 “کیدای شي پر موږ يې زړه وسوځي او داسي ونه کړي”.

“زه په ډاډ ویلای شم که چیري دوی په موږ خبر شي، یو له بله به مو بېل کړي او بیا چي جګړه خلاصه نه شي، زما و ستا د وصال خوند نشته”.

“رخصتې به واخلم او کور ته به درشم”.

“رخصتي به دي دومره نه وي، چي وه سکاټلنډ ته راشې او بیرته ولاړ شې. بېله هغه هم نه غواړم له تا بېله شم. زموږ واده به اوس څه فایده ولرې؟ موږ ریښتیا هم واده کړی. نه غواړم چي بیا ځلي واده شم”.

“زه دا هر څه یوازي ستا لپاره وایم”.

“دلته زه او ته نشته. زه ته یم. ما له خپل ځانه مه بېلوه”.

“ما چي ویل نجونې تل د واده په فکر کي وي”.

“همداسي ده، خو ګرانه ما واده کړی. ما له تا سره واده کړی. زه ستا یوه ښه میرمن نه یم؟”

“بلکل ته مي یوه ښه میرمن يې”.

“زما مجنونه ته خبر يې؟ ما یو ځلي واده ته انتظار تجربه کړئ!”

 “زه نه غواړم په دې اړه څه واورم”.

“واوره! زه له تا پرته بل څوک نه غواړم او ته باید په دې خفه نه شي، چي یو بل چا له ما سره مینه کړې وه”.

“کیږم”.

“له مردګانو سره بخل ښه نه دی او دا دی ته اوس هرڅه لرې”.

“زما هدف هغسې نه دی، لکه ته چي وايې، خو د زړو کېسو بیا تازه کول مي نه خوښېږي”.

“بیچاره، خوارکی. زه خبره یم چي تا له څه ډول نجونو سره ژوند تېر کړئ، خو زه ستا پر تېر باندي کومه نیوکه نه لرم”.

“د دولت په پټه واده نه شو کولای؟ له هغه وروسته که په ما یا په تا یو څه وشول، کومه خبره به نه وي”.

“د دولت یا هم کلیسا پرته واده نه شو کولای. ګرانه ته زما خبره واوره، موږ واده کړی. که چیري زه پر یوه دین باندي وای بیا ما ته اړینه وه، خو زه اوس مذهب نه لرم”.

“تا ما ته د روحاني مشر انتوني نخښه رانه کړل؟”

“هغه د بخت لپاره وه. یو بل چا ما ته راکړې وه”.

“نو بیا تشویش ولي کوې؟”

“یوازي د فراق په تشویش کي یم. ته زما مذهب یې. زما هرڅه يې”.

“سمه ده. بیا نو چي هر وخت تا وویل واده به وکړو”.

“ته نه باید داسي خبري وکړې، چي ما د خپلي وفادارۍ ثابتولو ته اړباسې. زه یوه وفاداره میرمن یم او کوم څه چي ته پرې ویاړې او پرې نازیږي، نه باید په هغه وشرمیږې. ته خوشاله نه يې؟ ”

ما ورته وویل “مګر ته به ما د یو بل چا په اسره نه پرېږدې”.

“نه. دغه خیال په فکر کي لا مه راګرځوه. زه به له تا سره د ژوند په هره لوړه ژوره کي یم. اندېښنه مه کوه”.

ما يې په جواب کي وویل “سمه ده. البته ما په خپل ژوند کي یو ځلي مینه کړې، هغه هم ستا سره او تا له دې وړاندي له یو بل چا سره هم مینه کړې”.

”او په هغه څه وشول؟”

“مړ شو”.

“هو، خو که هغه ژوندی وای ما به له تا سره لیدلي نه وای. زه بې وفا نه یم. که څه هم ما ګڼې غلطیانې کړي، خو بې وفا نه یم. زه به تا په خپله وفادارۍ موړ کړم”.

“زه په دا نژدې راتلونکي کي کیدای شي وه جبهې ته ولاړ شم”.

“تر څو چي زه او ته سره یو ځای یو، په زړه کي اندېښنو ته ځای مه ورکوه. ته متوجه يې؟ زه اوس ډيره خوشاله یم او ښکلی ژوند هم لرو. په ژوند کي له ډېره وخته لالهانده وم او که مي له تاسره لیدلي نه وای، زه به لیونۍ شوې وای، خو اوس خوشاله یو او یو له بل سره مینه کوو. ته هم خوشاله يې همداسې نه ده؟ ایا اوس داسي څه شته چي زه يې کوم او هغه دي ستا ناخوښه وي؟ ایا ستا د راضي کولو لپاره یوڅه کولای شم؟ غواړي چي په ورېښتانو مي لوبه وکړي؟”

“هو راشه”.

“سمه ده، خو لمړی باید د ناروغانو وه لیدو ته ورشم”.

نولسم فصل

دوبی دغه شان تېر شو. د هغو ورځو څخه مي چنداني خاطرې یاد نه دي پرته له دې، چي ګرمې زیاته وه او د بري خبرونه زیات اوریدل کیدل. صحت مي ډير ښه وو، پښې مي هم ژر جوړې شوې. یعني د لکړو له کارولو څخه ډير وخت نه وو تېر شوی چي، وتوانیدم د لرګي په وسیله تګ وکړم. له هغه وروسته يې په اوسپیډل مګوري روغتون کي د ځنګانه د کتولو عملیات راوکړل. درملنه عبارت وه: میخانیکي درملنه، په یوه ښیښه يې جابه کي چي د ماورابالنفش وړانګې هم پکښې وې تودوخه ورکول، مساج او لمبا. مګوري روغتون ته به له غرمې وروسته ورتلم. له دې ځایه تر راوتو وروسته به سیده یو ځلي وه ساقي خانې ته ولاړم، همالته به مي یو څه څيښاک ميښاک وکړ او د نړۍ له حالاتو به مي هم ځان خبر کړ. په ښار کي ډیر نه ګرځیدم. بس دا مي خوښه وه، چي له ساقي خانې څخه نېغ د روغتون وه کوټې ته ځان ورسوم. څه چي ماغوښتل هغه د کاترین لیدل وو. پاته وخت چي هر ډول وو، تیریده. ډيری وختونه به سهار او ځیني وختونه به غرمه مهال بیدېدم. ځیني وختونه به آس لوبو ته تلم او بیا به له هغه ځایه ناوخته د میکانوترافۍ درملنې لپاره روغتون ته تلم. یو وخت وخت به مي (امریکايي انګرېز) کلب ته هم سر ورښکاره کاوه. همالته به د کړکۍ پر برابري پر یوه چرمي چوکۍ کښېناستم او مجلې به مي لوستلې. له هغه وروسته چي لکړې مي ایسته کړې، ما او کاترین ته اجازه نه وه، چي په ګډه بهر ولاړ شو او وګرځو، ځکه یوه نرسه هغه هم پرته له کوم سرپرسته له یوه داسي ناروغ سره چي په ښکاره کوم مرستندویه ته اړتیا نه لري، یو ځای ګرځېدا چنداني منطقي نه ښکاریده. ډیری وختونه به غرمه مهال یو له بله بېل وو، خو ماښام که به فرګوسن راسره وه، بیا مو کولای شوای ووزو اوماښامنۍ دباندي په هوټل کي وخورو. آغلې وان کمپن ته مو ویلي وه، چي موږ دواړه ډېر ټینګ ملګري یو. دې هم دا خبره ځکه منلې وه، چي د کاترین پر اوږو یې یوه پلنډه کارونه وربار کړي ول. کمپن په دې عقیده وه چي کاترین له یوې درنې کورنۍ څخه ده. وان کمپن پر کورنې نظام  سخته عقیده درلودل، دا خپله هم له یوې درنې کورنۍ څخه وه. په روغتون کي اوس د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وه او دا به يې بوخته ساتلې وه. په میلان کي ګرمې زیاته وه. د ملګرو شمیر مي هم ورځ تر بلي ډيرېده، خو زما به تل دا بېړه وه، چي د روغتون وه کوټې ته ژر ځان ورسوم. د کارسو په جبهه کي د پرمختګ خبرونه تا و بالا کیدل. له پلاوا څخه ورهاخوا یو ځای چي په کوک مشهوره وو، فتح شوی وو او اوس د باینسیزا دښتې نیولو لپاره عملیات روان ول. په لوېدیځه جبهه کي له ډېره وخته جګړه روانه وه، خو چنداني په مزه کي نه ښکارېدل. موږ اوس په جګړه کي ښکېل وو، زما د اټکل له مخي د یوه ستر لښکر تیارول، مجهزول او د بیا د جګړې ډګر ته د هغوی سوقول به یو کال وخت په بر کي ونیسي. دا امکان هم وو، چي راتلونکی کال دي تر دې ناوړه وای. خو دا امکان هم وو، چي حالات دي سم شي. ایټالویانو بې حده پوځیان د جګړې ډګر ته راوړاندې کړې ول، خو دا چي اوس حالات کوم لور ته روان ول، نه پرې پوهیدم. ان که ایټالویانو د باینسیزا ټوله دښته او د سان ګبریل غر هم نیولې وای، ورسره بیا هم د اتریشیانو په اړخ کي زیات غرونه پاتېدل. ما خپله لیدلي ول. اوس هم دنګ او جګ غرونه د اتریشیانو په واک کي وه. په کارسو کي پرمختګ دوام درلود خو همالته بیا د سیند لوخې او خټینه مځکه، د پوځیانو د پرمختګ خنډ ګرځېده. که ناپلیون هم وای اتریشیان به يې په دښته کي تس نس کړی وای، خو په غرونو کي به هیڅکله ورسره جنګیدلی نه وای. لمړی به يې هغوی ته موقع ورکړې وای، چي له غرو څخه لاندي راکښته شي او بیا به يې د جګړې په هوار ډګر کي هغوی تار و مار کړي وای. خو اوس هیڅ چا، په لویدیځه جبهه کي څوک نه تس نس کول. شونې وه، چي نور په جګړو کي د بري لفظ له منځه تللی وای . د جګړې د دایمي کیدو شونتیا هم وه. شونې وه، چي دا دي یوه بله سل کلنه جګړه[20] وای. اخبارونه مي بیرته د مېز پر سر کښېښول او راووتم. په زینو کي په احتیاط سره راکوز شوم او د ویا مانزوني لورې ته رهي شوم. د ګران هوټل په مخکي مي بوډا میرز ولید، چي له خپلي خانمې سره یوځای له بګۍ څخه راکښته کېده. دوی دواړه د اس ځغلونې له لوبو څخه راستانه شوي وه. خانمه يې د یوه غټ هیکل لرونکې وه. تور ساټن يې اغوستی وو، خو میرز خپله کوتا قده، بوډا او سپین بریتونه يې پرې ایښي ول. دی به تل لکړه په لاس ګوډ ګوډ روان وو.

خانمې يې ما ته لاس راکړ “څنګه یاست؟ صحت مو څنګه دی؟ ” میرز ”سلام”.

“لوبې څنګه رواني دي؟”

“ښې دي. تفرېح مو وکړل. درې ځلي بریالی شوم”.

له میرز څخه مي پوښتنه وکړل “ تاسي څنګه؟”

“بده نه وه، ما هم یوه وګټل”.

د میرز میرمنې وویل “زه هیڅکله د ده په کارو کار نه لرم، دی په دې اړه ما ته هیڅ نه وايي”.

میرز وویل “زه ښه کوم”. دی ښه صمیمی شخصیت وو ”ته باید اوس د هوا خوردنۍ لپاره دباندي راووزې”. د خبرو پر مهال به مخاطب کس داسي فکر کاوه، چی دی ما ته نه ګورې یا یې هم په یو بل چا غلط کړي يې.

ده ته مي وویل “سمه ده له خیره”.

د میرز خانمې وویل ”که مي له خیره وخت پیداکړ، د پوښتنې لپاره دي روغتون ته درځمه. د خپلو اولادو لپاره مي یوڅه اماده ګي هم نیولې. تاسي ټوله زما بچیان یاست. ته ریښتا هم زما ګران بچی یې”.

“هغوی به دي په لیدو ډیر خوشاله شي”.

“هغوی ټول زما خواږه بچیان دي، ته له هغو څخه یو يې”.

ما ورته وویل “نور، نو ما ته اجازه راکړئ”.

“زما پر کوچنیانو مي سلامونه وایه. هغوی ته مي ښه ډیر شیان برابر کړي. خوندوره مارسلا او کیک”.

ما ورته وویل “تر بیا د خدای په امان. هغوی به دي، په لیدو ډیر خوشحاله شي”.

میرز “الله مو مل شه.  ګالیریا ته بیا له خیره راشه. همالته خو زموږ مېز درته معلوم دی. هره غرمه همالته یو”. پاس په کوڅه کي روان شوم. هوډ مي وکړ، چي په کووا کي د کاترین لپاره یو څه  وپیرم. همالته مي یوه خلته چاکلیټ رانیول، څو چي دوکاندارې نجلۍ خلته په کاغذ کي پیچل، زه وه بار ته ولاړم. هلته څو نفره بریتانویان او څو پیلوټان ناست ول. فقط مي یو ګیلاس مارتیني وڅیښی. پیسې مي يې ورکړې، د چاکلیټو کڅوڼه مي ترې واخیستل او د روغتون په لور رهی شوم. له سکالا ورپورته له څو ملګرو سره مخ شوم. (مرستیال کونسل)، دوه د موسیقۍ زده کونکي او (ایتور موریتي) چي په اصل کي د ایټالیا وو، خو په سانفرانسیسکو کي اوسیده. په ایټالوي پوځ کي يې دنده درلودل. له دوی سره مي یو څه څیښاک وکړ. یو سندرغاړی (رالف سیمونز) وو، چي د اینریکو ډیلکریډو تر مستعار نامه لاندي يې سندرې ویلي. د ده د سندرو طرز مي هیڅکله تجربه نه کړ. خو تل به يې ځان داسي ښوده، لکه ډیر کارونه چي په مخ کي ورته پاتي وي. په بدنه چاغ او د پزې په شاوخوا کي چیچک وهلی ښکاریده، د پزې او خولې په شاوخوا کي به داسي معلومیده لکه زکام چي وي. دی له پایسنزا څخه د سندرو ویلو وروسته راستون شوی وو.هلته يې په توسکا ویلو سره خورا شهرت موندلی وو.

وې ویل “تا به تراوسه زما سندرې نه وي اوریدلې؟”

“دلته څه وخت سندرې وايې؟”

“په مني کي وه سکالا ته ځم”.

ایټور “شرط تړم چي هلته به تا په چوکیانو  وولي، په موډینا کي چي يې دی په چوکیانو باندي وویشت تاسي په خبر شوی؟”

“دا سراسر درواغ دي”.

ایټور“دی يې په چوکیانو وویشت. زه خپله همالته وم. ما په خپله شپږ چوکیانې پرې ورخیر کړې”.

“ځه ورک شه، درواغجنه”.

ایټور “د ده سمه ایټالوې نه ده زده. په هرځای کي به یې ښه راغلی په چوکیانو کیږي”.

هغه بل سندرغاړي وویل ”پایسنزا په شمالي ایټالیا کي د سندرو ویلو لپاره ترټولو ښه ځای دی، زما په خبره باور وکړئ، چي هغه ښه ځای دی.” دغه سندرغاړی (ایدګرساندرز) نومیده. د ایډوارډو ګیواني ترمستعار نامه لاندي يې سندرې ویلې.

ایټور “زړه مي غواړي چي هغه صحنه ووینم چي کله تا په چوکیو باندي ولي. ستا خو ایټالوي سندرې نه دي زده”.

“دی محض ټمبل دی، د ده د میزو د غورځولو پرته بل څه نه دي یاد”.

ایټور “هغوی پوهیږې، چي کله ته سندرې ویل پیل کړې باید څه وکړي. او بیا چي کله امریکا ته ستون شې په سکالا کي به د خپل بریالیتوب خبرونه هر چا ته وایې. د نور څه ویلو موقع به ګرد سره پیدا نه کړې”.

سیمونز “زه په اکتوبر کی په سکالا کي سندرې وایم، هغه هم د توسکا”.

ایټور وه مرستیال کونسل ته وویل “همالته ځو. که څنګه مککه؟ خو د دوی د ساتنې او دفاع لپاره باید یو څوک موجود وي”.

مرستیال کونسل وویل “کیدای شي د ده د ساتني لپار د امریکا پوځ راشي. سیمونزه ته بل ګیلاس څېښې؟ ساندرزه ته بل ګیلاس څيښې؟”

ساندرز “هو، راډک يې کړه”.

ایټورما ته مخ راوګرځاوه “اوریدلي مي دي چي د سپینوزرو مډال درکوي. له څه ډول ستاینلیک سره؟”

“نه پوهیږم، معلومات نه پرې لرم. خو رابه يې کړي”.

“اوه، تا ته به مډال درکړي! او له هغه وروسته به د ښار نجونې دا فکر کوي، چي ته یو اتل يې. هغوی به فکر کوي، چي تا په یوازي سره دوه سوه اتریشیان وژلي او یا دي هم یو مورچل د خپلو مټو په زور فتح کړی. پر ما باور وکړئ، زه هم باید د خپلو مډالو لپاره لاس په کار شم”.

مرستیال کونسل ”ایټوره، تراوسه دي څومره مډالونه ګټلي؟”

سیمونز “مډالونه ټول ده وړي او بله خبره دا چي د جګړې اصلي جرړه همدی دی”.

ایټور “زه دوه د برونزو او درې د سپینوزرو مډالونه لرم. خو تراوسه ده یوه مډال هوکړه رارسیدلې”.

“نو هغه پاتې يې چیري دي؟”

ايټور”عملیات بریالي نه ول. کله چي عملیات بریالي نه وي ټوله مډالونه بیرته ترې اخلي”.

“ایټوره، تراوسه څو ځلي ژوبل شوی یې؟”

“درې ځلي سخت ژوبل شوی یم. درې د زخم لیکي لرم، ورته وګورئ!”

لستوڼی يې راوڅرخاوه. درې نقره يي موازي کرښې پر یوه ټوټه چي تور شالید يې درلود بخۍ شوي وې. نژدې اته انچه تراوږې لاندي بخی شوي وې.

ایټور ما ته وویل “ته به هم له خیره د یوه ښکلي مډال څښتن شې. زما خبره واوره! مډال درلودل یو بېل خوند لري. درې داني چي ولرې بیا نو یوشی کیږي. ته ژوبل شوې، درې میاشتې په روغتون کي پروت وې او اوس به له خیره د مډال څښتن شې”.

مرستیال کونسل “پر کوم ځای ولګېدې؟”

ایټور لستوڼی رابډ واهه او وې ویل “دلته”.  ژور او سور ځای يې په نښه کړ.”دلته په ورون کي، اوس يې ځکه نه شم درښکاره کولای چي ګلګل مي په پښو دی. بل دلته په پښه کي. همدا اوس مي پښه کي اضافه هډوکي شته او بوی کوی. هره ورځ کوچنۍ کوچنۍ ټوټې ځیني راباسم، پښه مي هر وخت بوی کوي”.

سیمونز “په څه شي ژوبل شوې؟”

“لاسي بم.  ډېر ناوړه او خطرناک بمان دي. له پټاوېدو سره يې سمدستې ژوبل کړم. تا لاسي بمان لیدلي؟”  له ما څخه يې پوښتنه وکړل.

ما جواب ورکړ “هو”.

ایټور “بم غورځونکي بي غیرته ته مي کتل، چي بم يې راباندي راوغورځاوه. له پټاو سره سمدستي يې پر مځکه راغوځار کړم او فکر مي وکړ، چي له نړۍ څخه ولاړم، خو دې د روس زامنو په ما هیڅ ونه کړل او ژوندی پاتې شوم. بم غورځونکی د شیطان زوی مي په بیړه د خپل ټوپک په ډز هغې ته نړۍ ته ورواستاوه. ما به تل له ځان سره ټوپک ګرځاوه، تر څوی هغوی راپوه نه شي، چي زه افسر یم”.

سیمونز وپوښتل “هغه څنګه ښکاریده؟”

ایټور“همدا یوه دانه ورسره پاتې وو. خو نه پوهیږم، ولي يې راوغورځاوه. فکر کوم بم غورځولو خوند ورکاوه، یا کیدی شوه، له ریښتوني جګړې سره مخ شوی نه وو. په هرصورت ما هم هغه د سپي زوی د مردک تر خولې تیر کړ”.

سیمونز “کله چي دي وویشت، څیره يې څه ډول شول؟”

“ځغله! زه يې بیا په څيرې څه خبر یم. په دا ګېډه کي مي دروویشت. ډارېدم چي که يې پر سر وولم، نښه راڅخه خطا نه شي”.

ما پوښتنه ځیني وکړل “څومره وخت کيږي، چي افسر شوی يې؟”

”دوه کاله. زه به له خیره وه تورنۍ ته ارتقاع وکړم، ستا څومره وخت کیږي چي بریدمن یاست؟”

“دا مي دریم کال دی”.

ایټور “ته تورن نه شې کیدای، ځکه  ایټالوي ژبه دي بشپړه نه ده زده. ته خبرې پرې کولای شې، خو لیک لوست دې سم نه دی. بله دا چي د تورنۍ لپاره زده کړې اړیني دي. تاسي د امریکا پوځ ته ولي نه ځئ؟”

“زړه خو مي غواړي چي ولاړ شم”.

“کاشکي زه تلای شوای. آ ښه مککه، د تورن تنخوا څومره وي؟”

“دقیق نه شم ویلای. خو فکر کوم چي د دوه نیم سوه ډالرو په شاوخوا کي به وي”.

“اوه، خدایه! زه به په دوه نیم سوه ډالره څه کوم؟ فریډه، څومره چي ژر شوني وي د امریکا پوځ ته ولاړ شه. وروسته بیا معلومات وکړه، چي زه هم کولای شم درشم؟”

“سمه ده”.

“زه په ایټالوي کي پوځیانو ته هدایات کولای شم، خو انګلیسي به هم ژر زده کړم”.

سیمونز “ته به که خدای پاک غوښتل یو لوی جنرال شې”.

“نه، زه لا تراوسه د جنرالۍ لیاقت نه لرم. جنرال باید په یوه نړی شیانو پوه وي. ته فکر کوې، چي جګړه یوه لوبه ده. ته د یوه پړکمشر لیاقت لا نه لرې”.

سیمونز “شکر خدایه، چي زه خو نه یم”.

“ته صبر شه یو ځلي ستاسو لټانو نوبت راشي. غواړم، چي له تاسو څخه دوه زما په پلټن کي راشئ. مک هم. مککه، زه به له تا څخه خپل چوپړوال جوړ کړم”.

مک “ایټوره، ته خو بیخي ستر سړی يې. خو زه ستا پر نظامیتوب بیریږم”.

ایټور “زه به د جګړې له پایته رسیدو وړاندي ډګروال شم”.

“که ژوندی پاتي شوې، نو به ډګروال شې”.

”ما څوک نه شي وژلای”.  پر لستوڼي ټومبل شوي ستورو ته یې اشاره وکړل ”تاسي پوهیږی چي ما څه کړي؟ هر وخت چي د وژل کیدو خبره کیږي، موږ خپل ستوري لمسوو”.

ساندرز “سېمه، درځئ له خیره”.

“درځئ”.

ما ورته وویل “په مخه مو ښه. زه هم باید ولاړ شم”. په بار کي موجود ساعت پنځلس بالا شپږ بجې ښوولې.”ایټوره، د خدای په امان”.

ایټور “په مخه دي ښه، فریډه. ډیر خوشاله شوم، چي تاسي ته مډال درکوي”.

“زه لا تراوسه ډاډه نه یم، چي رابه يې کړي”.

“مه ناامیده کیږه، فریډه. زه ډاډه یم، چي تا ته به مډال درکوي”.

ما ورته وویل “مننه، ښه وخت ولرې. او ایټوره، له تکالیفو څخه ځان ساته”.

“زما په اړه تشویش مه کوه. زه نه څه څیښم او نه هم دېخوا اخوا ګرځم. زه نه پوډري یم او نه هم مرده ګو. پخپل خیر او شر پوهیږم”.

ما ورته وویل “کامیابه اوسئ. وه تورنۍ ته دي د رتبې په جګېدو ډير خوښ شوم”.

“زما تورني په شک کي نه ده. زه به په جګړه کي د ښه کارکردګۍ له امله تورن شم. ته پوهیږې، درې ستوري له ورغلو تورو او له پاسه یو تاج څه معنی؟ هغه یعني زه”.

“بریالي اوسئ”.

“تاسي هم. جبهې ته کله ځې؟”

“ډير ژر”.

“سمه ده. بیا به سره ګورو”.

”د خدای په امان”.

“په مخه مو ښه”.

د شا په کوڅه کي چي د روغتون وه څلور لاري ته تلل رهي شوم. ایټور درویشت کلن وو. له خپل تره سره د امریکا په سانفراسیسکو کی اوسیده. تورینو ته د خپل مور و پلار لیدو ته ورغلی وو. دی لا په تورینو کي وو، چي جګړه پیل شول. یوه خور يې هم درلودل چي له ده سره امریکا ته استول شوې وه. دا هم له خپل تره سره اوسیدل. سږکال له ښونځۍ څخه فارغیدل. ایټور د جګړې یو ریښتینی اتل وو او له چا سره چي به مخ شو، ډېر به يې ځوراوه. کاترین د ده خبرې نه شوای زغملای.

دې به ویل “موږ هم اتلان لرو. خو ګرانه، هغوی ډیر ارام او غلي وي”.

ما به ورته ویل “زما پر طبیعت جوړ دی”.

“که دی مغروره او ازاري نه وای زما هم بد نه ځیني راتلل”.

“هغه ما هم ځوروي”.

“ګرانه، ته ډير ښه کوې چي داسي وایې. خو اړتیا يې نشته. ته کولای شي چي دی په جبهه کي وه ازموېې. ښه انسان دی، خو له هغو خلکو څخه نه دی چي زما ښه ځیني کیږي”.

“پوهیږم”.

“ډیر ښه کوې، چي پوهیږې. هڅه کوم، چي له نفرت څخه ځان لیري وساتم. خو دا کار بیخي ناشونی ښکاریږي”.

“له ایټور سره مي بانډار وکړ. ما ته يې وویل چي وه تورنۍ ته ارتقاع کوم”.

“په اوریدلو يې خوشاله شوم، دی به هم خوشاله شوی وي”.

“ستا په نظر زه باید نوره ارتقاع وکړم که یا؟”

“نه، ګرانه. زه غواړم چي ته دومره رتبه ولرې، چي لویو مېلمستونو ته د تګ اجازه ولرې”.

“نو بیا همدغه رتبه سمه ده”.

“ته ډيره ښکلې رتبه لرې. نه غواړم چي له دې څخه لوړه رتبه واخلې. اوه، ګرانه زه ډيره خوشاله یم، چي ته مغروره نه يې. که  ته مغروره هم وای، بیا به مي هم له تا سره واده کړی وای. خو د یوه ساده خاوند درلودل ډیر ښه وي”.

په برنډه کي مو نرم بانډار اچولی وو. د سپوږمۍ د راختلو اټکل شوی وو. خو ګرد د ښار فضا نیولې وه. سپوږمۍ نه ښکاریدل. شیبه وروسته څاڅکي ورو ورو په وریدو شروع شول او موږ دننه راغلو. دباندي وړوکي څاڅکي د باران په لویو څاڅکو تبدیل شول. شیبه وروسته ښه ټینګ باران په ورېدو وو. پر بام باندي د باران لوی لوی څاڅکي لوېدل او موږ يې ټکهاری اورېده. زه دروازې ته ورغلم، چي وګورم باران خو دننه نه راځي، دننه نه راتلی، نو دراوزه مي همداسي خلاصه پرېښوول.

کاترین ”بل دي له چا سره ولیدل؟”

“میرز او د هغه له خانمې سره”.

“دوی دواړه هم عجبه انسانان دي”.

“میرز باید اوس په کور کي په ریاضت اوعبادت مشغول وای، خو دوی له کوره ایستلی، چي همالته دباندي پسي مړ شي”.

“له هماغه وخته په میلان کي ښه خوشاله ژوند لري”.

“نور يې نو د خوشحالۍ په اړه معلومات نه لرم”.

“بلي، فکر کوم له زندانه وروسته په کافي اندازه خوشحاله ژوند کوي”.

“د میرز خانمې نیت کړی، چي روغتون ته به له تحایفو سره راځي”.

“هغه ډير ښه شیان راوړي. ته د دې په ګرانو بچیانو کي وې؟”

“یو له هغو څخه”.

“تاسي ټوله ورته محبوب یاست. له ګرانو بچیانو سره ډیره مینه کوي. باران ته غوږ شه”.

“ټینګ باران اورې”.

“او ته به تل له ما سره مینه کوي. که څنګه؟”

“هو”.

“او باران به کوم توپیر رامنځته نه کړي؟”

”نه”.

“ډیر ښه. ځکه زه له باران څخه بیریږم”.

“ولي؟” زه خوبوړی وم او دباندي بیا باران ښه په شړپا وریدی.

“نه پوهیږم، ګرانه. زه هر وخت له بارانه بیریږم”.

“زما خوښ دی”.

“په باران کي له قدم وهلو سره مینه لرم. خو پر مینې سخت تمامیږي”.

“له تا سره به زما مینه مدام وي”.

“زه در سره په باران، واوره او ژلۍ کي مینه لرم.ــــ بل څه شته؟”

“نه پوهیږم. داسي ښکاري لکه زه چي خوبوړی یم”.

“بیده شه ګرانه. خو زه به مینه درسره لرم، توپير نه لري هغه چي هر ډول وي”.

“ته ریښتیا له باران څخه بیریږې؟”

“که له تا سره یم، بیا نه ځیني بیریږم”.

“ولي ځیني بیریږې؟”

کاترین “نه پوهیږم”.

ما ورته وویل “راته ووایه”.

”مه مي مجبوروه”.

“راته ووایه”.

“نه يې درته وایم”.

“یا راته ووایه”.

“سمه ده. زه له باران څخه ځکه بیریږم،چي ځیني وختونه خپل جسد پکښې وینم”.

“نه”.

“ځیني وختونه ستا جسد هم پکښې وینم”.

“د دې امکان يې زیات دی”.

“نه، ګرانه. ځکه چي زه دې د سلامت ساتلو هڅه کوم، زه پوهیږم چي زه دي ساتنه کولای شم. خو هیڅوک نشته چي د خپل ځان ساتنه لا وکړي”.

“بس يې کړه. زه نه غواړم چي نن شپه لیونۍ شې. فکر کوم چي وه بېلیدو ته مو ډیر وخت نه دی پاتې”.

“یا. زه سکاټلنډۍ یم او لیونۍ یم. خو نور به يې بس کړم. دا ټوله چټیات وه”.

“هو، ټوله چټیات”.

“ټوله چټیات، ګرده چټیات. زه له باران څخه بیریږم. زه له باران څخه بیریږم. اوه، اوه، خدایه.کاشکي نه بیریدلای”. کاترین په سلګو شول. دلاسا مي کړل، څو چي ارامه شول. خو باران تراوسه وریده.

شلم فصل

یوه ورځ ماپښین مهال د اسانو وه مسابقې ته ولاړو. فرګوسن او کراول راجرز هم راسره وه. دی هماغه ځوان وو، چي د توپ خولۍ ژوبل کړی وو. نجونې د غرمنۍ خوړو وروسته د کالو اغوستو لپاره ولاړې. زه او کراول د ده په کوټه کي پرکټ کښېناستو او د اس لوبو په ورځپاڼو کي مو د اسانو شالید او د دوی په اړه مو د ورځپاڼو والا نظریات ولوستل. د کراول سر په سپین بنداژ کي تړلی وو. له دغو سیالیو سره يې چنداني علاقه نه وه، خو د ځان لپاره د یو مصروفیت په توګه به یې تل د اس لوبو ورځپاڼې لوستې او د هغوی ریکارډ به يې له ځان سره ساته. ده به ویل چي اسان ډیر زیات دي. خو همدا ټوله وه او له دوی پرته نور نه ول. د بوډا میرز، له کراول سره جوړه وه او له وړاندي به يې لا د ګټونکو اسانو نومونه وه ده ته په پټه ښودل. میرز به تل ګټونکی کیده، خو طبیعتاً يې دا نه خوښیدل چي د ګټونکي اس نوم له وړاندي وه چا ته وښیي. علت يې دا وو چي که يې چاته ښولی وای بیه يې راټیټېدل. یاده لوبه ډیره چمبازه وه. هغو ورزشکارانو چي وړاندي يې په نورو ډګرونو کي خپل هنر ښوولی وو، تازه یې دلته په ایټالیا کي لوبې کولي. د میرز معلومات دقیق وه، خو زما نه خوښیدل چي پوښتنه ځیني وکړم؛ ځکه ځیني وختونه به یې زما له پوښتنې ځان تیراوه. له ورایه به پوهیدې چي د پوښتني له جواب ورکولو څخه یې ښه نه راځي، خو د ځینو اړتیاو پر اساس يې ځان اړ ګاڼه چي جواب ورکړي. خو له کراول سره بیا داسي نه وو. کراول په سترګو زخمي وو، خو د یوې سترګي زخم یې شدید وو. میرز هم له سترګو څخه کړېده، له همدې امله يې له کراول سره مینه وه. میرز به خپلي میرمنې ته نه ویل چي کوم اس لوبوي. میرمنې که به یې بایلل که به يې ګټل البته ډيری به يې بایلل او تل به يې جروبحث کاوه.

موږ څلور واړه په یوه سرخلاصه بګۍ کي وه سان سیرو ته ولاړو. ښکلې او بوخته ورځ وه. د  پارک او ترامو له کرښې تېر او له ښاره دباندي پر یوه سړک، چي په دوړو مالامال وو روان شوو. د سړک له څنډو څه ورهاخوا ښکلې او دنګې ماڼۍ له اوسپنیزو پنجرو سره، ګڼ او لوی بڼونه، له اوبو څخه ډکي ویالې او د سبزیجاتو ښکلي کروندې وي، چي د پاڼو له پاسه يې دوړې پرتې وي. په شمال کي تر غونډیو ورهاخوا کلیوالي کورونه، شنه او ګڼ فصلونه او له اوبو څخه غورېدونکي ډکي ویالې لیدل کیدې. په لار کي له ګڼو بګیانو سره، چي د لوبغالي په لور رواني وې،مخ په مخ شوو. دا چي موږ په یونیفورم کي وو، ځکه نو د لوبغالي ورساتونکو د ټکټ غوښتنه راڅخه ونه کړل. د لوبغالي په دروازه کي له بګۍ څخه راکښته او دا مو رخصت کړل. همالته مو د لوبې اړوند پاڼې وپیرلي. په میدان کي دننه روان شوو او بیا د آسانو له ځغاست لیکي سره تېر شوو. د تماشچیانو تمځای زوړ او له لرګو څخه جوړ شوی وو. د شرط بندی غرفې د تماشاچیانو له تمځای نه کښته له کمند سره نژدې، په یوه قطار پرتې وي. د میدان پر شاوخوا راچاپیره شوو کټارو سره د پوځیانو ګڼه ګوڼه زیاته وه. په څړځای کي هم د خلکو له لاسه د پښې ایښوولو ځای نه وو. آس ځغلونکي د تماشاچیانو د تمځای شا ته، تر ونو لاندي له آسانو سره یوځای ګرځیدل. همالته په لوبغالي کي مي له څو زړو اشنایانو سره لیدنه وشول. د فرګوسن او کاترین لپاره مو څوکیانې راوړې او د اسانو په لیدو مصروفه شوو.

اسان یو په بل پسي ځړیدلي سرونه د روزونکو په رهبری میدان ته راروان ول. په دوی کي یو چوڼیا او تور رنګ ته نژدې اس باندي کراول قسم وخوړ چي هغه اس رنګ شوی دی. موږ هم هماغه اس ته ځیر شوو، د ده خبره هم شوني راته ښکاره شول. د زینولو له خبرتیا سره فورا بهر راووت. موږ په پاڼه کي د همدې اس په شمیره پسي وکتل، دی د یو تور اس په توګه د جاپلاک په نامه ثبت شوی وو. دغه لوبې د هغو اسانو لپاره وې چي تردم ګړی یې له زرو یا هم تردې د زیات قیمت لوبه نه وه ګټلې. کاترین ویل ریښتیا هم جاپلاک يې رنګ کړی، فرګوسن په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړل او زه خپله بیا پکښې دوه زړی وم. په ګډه مو پرېکړه وکړل، چي پر همدې اس به شرط تړو او سل لیرې مو جمعه کړې. د جدول له لیکنې څخه داسي ښکارېدل، که دغه اس بریالی شي نو یو پر پنځه دیرش به يې ورکوي. کراول د ټکټانو په راوړو پسي ولاړ او موږ د اسانو په تماشه شوو. سپرو د میدان پر شاوخوا یو دور بل هم وخوړ او بیا د ونو د سايې لاندي راتېر شول او د لوبې پر پیل کرښه باندي منتظر ودریدل.

موږ د لوبې کتلو لپاره د تماشچیانو وه تمځای ته ورپورته شوو. په سان سیرو کي له دوی سره کوم ربړي مانع موجود نه وو. اسان پر پیل کرښه باندي ډير واړه ښکاریدل. دوی ټول د متروکې له یوه شړک سره په ځغاسته شول، راغلل او زموږ مخي ته تېر شول. په دوی کي تور اس له ټولو څخه مخکي او وړاندي روان وو. دوی له موږ څخه ښه لیري شول، ما دوربین سترګو ته ونیو، تور اس ته مي وکتل سپور يې هڅه کول، چي په خپل قابو کي يې وساتي خو پاتې پکښې راغلی. البته دوی چي کله وه پیل کرښې ته راورسیدل نو تور اس له خپلو سیالانو څخه پنځلس طوله لیري وو. له پای کرښې څخه تر تیریدو وروسته يې یو بل دور هم وخوړ.

 کاترین “څومره ښه! موږ خو له درو زرو څخه زیاتي لیرې وګټلي. دغه اس مي ډېر خوښ شو.”

کراول “خدای دي وکړي، ترڅو چي موږ ته يې زموږ پیسې نه وي راکړي رنګ يې ولاړ نه شي”.

کاترین ”ریښتیا چي غښتلی اس وو. خدای دي وکړي، چي میرز شرط پرې تړلی نه وي”.

له میرز څخه مي وپوښتل “ته ګټونکی شوې؟” سر  يې وښوراوه.

د میرز میرمن وویل “ما خو بایلودل. بچیانو تاسي پر کوم اس شرط تړلی وو؟”

“جاپلاک”.

“ریښتیا؟ هغه یو پر پنځه دیرش دی”.

“زموږ يې رنګ خوښ شو”.

“زما نه دی خوښ. ما فکر کاوه چي هغه به ناروغ وي. یو چا راته وویل چي شرط مه پرې تړه”.

میرز “فکر نه کوم چي ستاسي پیسې دي پوره درکړي”.

ما ورته وویل “په پاڼه کي خو یو پرپنځه دیرش لیکل شوي”.

میرز “بشپړي پیسې نه درکوي. دوی پر هغه ډيري پیسې ایښي دي”.

“چا؟”

“کیمپټن او د هغه ملګرو. اوس به يې ووینې، نه يې درکوي”.

کاترین “نو بیا زموږ د درو زور لیرو خوب نه ریښتیا کیږي. زما خو دغه چلبازه لوبه خوښه نه شول”.

“دوه سوي لیري راکوي”.

“دوه سوه لیرې نو څه شي دي. د هیڅ رنځ نه دوا کیږي. ما خو د درو زرو لیرو خوب لیده”.

فرګوسن ”دا یوه فریبناکه او نفرتي لوبه ده”.

کاترین “ریښتیا هم. که داسي نه وای موږ به يې هیڅکله ملاتړ نه وای کړی، خو زما يې هغه درې زره لیري خوښي شوې”.

کراول “راځئ لاندي ولاړ شو او وه به ګورو چي څومره راکوي”.  د پیسو د ورکولو زنګ ووهل شو. پر جاپلاک يې له ګټلو څخه وروسته ۱۸،۵ ایښې وي. یعني پر جاپلاک يې له ګټلو څخه وروسته تر لس لیرې هم کمي ایښې وي.

موږ د تماشچیانو تر تمځای لاندي وه ساقي خانې ته ولاړو. همالته مو في نفر سوډا او ویسکي وڅيښل. له څو ایټالوي ملګرو سره مخ شوم. مک اډمز هماغه مرستیال کونسل مو هم ولید. کله چي د نجونو وه لور ته راتېر شوو، دوی هم راپسي راغلل. ډير اخلاقي او تشریفاتي ایټالویان ول. د بیا ځلي لپاره کله چي د شرط بندی لپاره ولاړو مک اډمز له کاترین سره په خبرو پیل وکړ. میرز هم له دوی سره په خوا کي ولاړ وو.

کراول ته مي وویل “له میرز څخه معلومات وکړه، چي پر کوم اس يې شرط تړلی”.

کراول میرز ته وویل  “تاسي پر کوم اس شرط تړلی؟”

میرز خپله پاڼه راوایستل. او پنځمه شماره يې په نښه کړل.

کراول “ستاسي خوښه ده، چي موږ هم پر همدې اس شرط وتړو؟”

“ولي نه. کولای شئ، خو میرمنې ته مي مه وایاست، چي شماره ما درته ښوولې”.

ما پوښتنه ځیني وکړل “یو څه څیښی؟”

“نه مننه. له څیښاک سره مي چنداني علاقه نشته”.

موږ پر پنځمه شماره سل لیرې د ګټلو لپاره او سل لیرې هم د دوهم یا دریم مقام د خپلولو په موخه کښېښودې. بیا ځلي مو سړي سر یو، یو ګیلاس ویسکي او سوډا وڅيښل. تر پخوا روحاً یو څه ارام وم. څو نفره نور ایټالویان هم راغلل او له هغو سره مو په ګډه څیښاک  وکړ او بیرته وه خپل پخواني ځای ته راغلو. دوی هم په کړو وړو کي زموږ وه هغه نورو ایټالوي ملګرو ته شوي ول. شیبه وروسته ناسته ناشوني شول. ټکټان مي وه کاترین ته ورکړل.

کاترین راته وویل “کوم اس دی؟”

“ما ته نه دی معلوم. میرز انتخاب کړی”.

“نوم يې څه شي دی؟”

“په پاڼه کي شته. فکر کوم پنځمه شماره نوم دی”.

کاترین “تاسي هم عجبه باور لری”.

پنځمه شماره ګټونکی شو، خو ګټه يې ډيره نه وه. میرز ډير په قهر وو.

میرز وویل “د شلو لیرو د ګټلو لپاره باید دوه سوه لیرې ولګوې. بیا لس لیرې د دولسو په وړاندي هیڅ ارزښت نلري. میرمنې مي شل لیرې بایلودې”.

کاترین ”زه هم ستا سره لاندي ځم”. ایټالویان هم له موږ سره په ګډه راپاڅیدل. لاندې څړځای ته کوز شوو.

کاترین ما ته وویل “د اسانو لوبې دي خوښیږي؟”

“لږ، لږ”.

کاترین “ډېر ښه. زهم همداسي یم. خو زه بیا د دومره خلکو د لیدو حوصله نه لرم”.

“موږ خو اوس له ډيرو خلکو سره نه دي لیدلي”.

“ولي نه، میرز او میرمن يې، د بانک مامور سره له میرمن او اولادو”.

ما ورته وویل “هغه زما د حوالې کارونه سر ته رسوي”.

“هو، خو که يې هغه يې ونه کړي ګڼ نور خلک شته، چي وه يې کړي. او هغه وروستي څلور هلکان مي په طبیعت ښه نه لګیدل”.

“همدلته له بهر څخه به د سیالیو په ننداره وکړو”.

“ښه نظر دی. ګرانه، راشه پر یوه داسي اس شرط وتړو چي تراوسه مو يې د نامه هم نه وي اوریدلي او میرز هم تر اوسه پرې شرط نه وي تړلی”.

“خوښه مي ده”.

پر یوه اس مو، چي (لایټ فور مي) نومیده شرط وتاړه. په پنځو اسانو کي يې څلورم مقام خپل کړ. موږ پر کټاره څنګ وهلي او د لوبو په ننداره بوخت وو. کله چي به زموږ مخي ته تېریدل، پر مځکه د لګېدونکو سومانو دربهاری به يې زموږ تر غوږو رارسېدل. په شاوخوا سیمه کي له ولاړو ونو او دښتي ورهاخوا د میلان غرونه ښکاریدل.

کاترین “طبیعت مي سم شو”. اسان د ګېټ له لارې په خولو کي غرق راستانه شول، سپاره يې هم تر ونو لاندي له دوی څخه د هوسايي په نیت راکښته شول.

“یو شی نه څيښو؟ همدلته به بهر کښېنو او د اسانو ننداره به هم وکړو”.

ما ورته وویل “زه به یو شی راواخلم”.

کاترین “خادم به يې راوړي”. کاترین لاس د اشارې په دود پورته کړ. له هاخوا د پودګا د کمند له بار څخه یو هلک راښکاره شو. موږ د یوه اوسپنیز میز پر شاوخوا کښېناستو.

”خوښه دي نه ده، چي له خلکو څخه بېل، زه او ته دوه په دوه وګرځو؟”

ما ورته وویل“ولي نه”.

“ستا له ملګرو سره، چي وم ځان مي بیخي یوازي ګاڼه”.

ما ورته وویل “او اوس زموږ د خوښۍ په ځای کي یو”.

”هو. اوس ډېر ښه خوند کوي!”

“په زړه پوري ځای دی”.

“ما ته غوږ شه زما ګرانه، زه نه غواړم ستا تفریح درضایع کړم، ستا چي هر چیري نیت وي، تلای شې”.

دې ته مي وویل “نه. دغه ځای مي په طبیعت جوړ دی، همدلته به یو شی می وڅيښو بیا به لاندي ولاړ شو او د اسانو ټوپ وهلو ننداره به وکړو”.

کاترین وویل ”ستا له حقه به زه څه کوم”.

له څو ورځو وروسته له ملګرو سره لیدو ښه خوند وکړ او پام مو په بله شو.

یوویشتم فصل

د سپټمبر میاشت له یخو زمرینو شپو او یخو سهارو سره راورسېدل. په پارک د ولاړو ونو زرغونې پاڼې ورځ تر بلي ژړېدې. اوړي له موږ سره مخه ښه وکړل. د جګړې د ډګر خوند نه وو، پوځ ونه شوای کړای، چي سان ګبریل په خپله ولکه کي راولي. د باینسزا جګړه پایته رسېدلي وه او د سان ګبریل جګړه هم مخ په ختمېدو وه. البته په فتح کولو کي يې پاتې راغلل. ایټور جبهې ته ولاړ. آسونه هم روم ته تللې ول، نور آس لوبې نه وي. کراول يې هم روم ته لیږلی وو، چي بیا له هغه ځایه امریکا ته  واستول شي. په ښار کي دوه ځلي د جګړې پر ضد لاریونونه وشول. یو لوی لاریون هم په تورین کي وشو. یوه ورځ کلب ته ولاړم همالته یوه بریتانوي جګړن راته وویل چي ایټالویانو د باینسزا په لوړو ژورو او سان ګبریل کي یو لک او پنځوس زره تلفات ورکړي او له دې سره په څنګ کي یې په کارسو کي څلویښت زره پوځیان له لاسه ورکړي. د یوه ګیلاس څیښاک په جریان کي مو ښه ډیر بانډار او تبادله نظر وکړل. په خبرو خبرو کي يې راته وویل، چي د سږ کال لپاره جګړه همدومره وه. ده راته وویل، چي ایټالویانو لویه ګوله پورته کړې، خو اوس يې هضمولای نه شي. په بانډار بانډار کي يې وویل چي په فلاندرز کي د دوی حمله د ناکامیدو وه لور ته درومي. که د ایټالویانو مرګ ژوبله همداسي روانه وي، نو د متفقینو کار د  بل کال لپاره خلاص دی. ویل يې زموږ ټولو کار خلاص دی، خو تر هغه وخته چي خبریږو ښه یو. زموږ ټولو کار خلاص دی. اړینه خبره داده، چي څوک له اوضاع څخه ځان ناګومانه واچوي. هر هیواد چي له ټولو وروسته پوه شي چي کار يې خلاص شوی، هغه به جګړه وړي. یو بل ګیلاس مو هم ډک کړ. ایا زه د یو چا مرستیال وم؟ زه نه، خو دی وو. کلب تش وو. موږ ښه په ارامه په یوه غټه چرمي چوکۍ کي ناست وو. بریتانوي جګړن چرمي او تازه پالش شوي بوټونه په پښو کړي ول، چي تر سترګو مي ښه وایسېدل. ایټالویان یوازي د لښکر پر شمیر او انساني قواو باندي حساب کوي. ټوله د لښکر پر شمیر باندي په جر و بحث اخته دي. دوی ته چي کله سړي په لاس ورسي سمدلاسه يې وه وژلو ته لیږي. د ټولو کار خلاص دی. بریالیتوبونه ټوله د جرمنیانو په برخه شول. په خدای قسم چي وه جرمنیانو ته عسکر ویل کیږي. زوړ هن ته هم عسکر وايي؛ خو د هغوی کار هم خلاص دی. زموږ ټولو کار خلاص دی. د روسيې په اړه مي پوښتنه ترې وکړل، ویل يې د هغو کار له وړاندي لا خلاص شوی دی او ډير ژر به د دوی دغه حال زه پخپله ووینم. له دې څخه وروسته نوبت د اتریشیانو دی. که يې د هندنبورګ یو څو قطعې درلودلای بیا يې یو څه کولای شوای. د ده په نظر ایا هغوی به په دغه مني کي حمله وکړي؟ ولي. خامخا. د ایټالویانو خبره نوره خلاصه ده. ټوله پوهیږي چي د هغوی کار خلاص دی. هندنبورګ د ترینتینو له لاري راځي او په وایسنزا کي د ریل کرښه پرې کوي او هغه وخت به نو بیا ایټالویان چیري پاته شي؟ ما ورته وویل دوی په شپاړس کال کي یو ځلي دغه کار وکړ، خو بغیر له جرمنیانو څخه. ورته ومي ویل هو، خو د ده په وینا چي ددې شونیتا ځکه کمه ده چي ډير  ساده دی. خو په وینا يې دوی به یو داسي کار وکړي چي هغه ډير پیچلی وي، تر څو ښه سم يې کار خلاص شي. ګړی وروسته يې د رخصتېدا پر مهال راته وویل ”په مخه دي ښه”. بیايي په ورین تندي وویل ”ښه بخت ولرې”. د بدبینۍ او خوشروی تر منځ يې خورا ډير توپیر تر سترګو کیده.

په لاره کي یوې سلمانۍ ته وروګرځيدم. ږیره مي وخریل او بیرته روغتون ته راغلم. پښه مي ورځ په ورځ د رغېدو په حال کي وه. درې ورځي وړاندي د معایني لپاره تللی وم. په اوسپیډل مګوري روغتون کي د درملني له ختم څخه وړاندي، یو څه نوره درملنه پاتې وه. پلی به ګرځېدم او تمرین به مي کاوه، تر څو په لاره کي بیله نګوښیدلو ولاړ شم. یوه ورځ په لار کي پر یوه سپین ږیري سړي پيښ شوم، چي تر یوه میل لاندي يې نیم مخي جوړول. زه يې د سیل لپاره ودریدم. دوو نجونو د نیم مخي د جوړولو لپاره ځانونه تیارول. بوډا خپل سرلاندي اچولی وو، یو ځلي به يې وه دوی ته کتل بیا به يې په تیزۍ د دوی نیم مخي غچي کول. نجونو ورته په کړس کړس خندل. بوډا له دې څخه وړاندي چي د دوی نیم مخي وه دوی ته ورکړي، ما ته يې راښکاره کړل.

ويې ویل “بیخي ښکلي راغلل، تاسي يې هم غواړی، ښاغلي؟”

دواړې نجونې، پرخپله لار رهي شوې، خو په تګ تګ کي به يې وه خپلو نیم مخو ته کتل او خندل به يې. ښې ښکاریدې. له دوی څخه یوې د روغتون پر مخامخ په ساقي خانه کي کار کاوه.

 “سمه ده. یو دانه به جوړ کړو”.

“خولۍ دي ایسته کړه”.

“پروا نه لري. له همدې خولۍ سره سم دی”.

بوډا “له خولۍ سره به خوند ونه کړي. خو،” څيرې ته يې بریښ ورکړ”هغه بیا ډير نظامي ښکاري”.

تور کاغذ يې د غچي په څوکه پرې کړ. بیا يې دواړې ورقې یو له بل څخه بېلې کړې، دوه نیم مخي يې پرې کښېښول او ما ته يې راکړل.

“څومره شوې؟”

دواړه لاسونه يې وپړکول “پروا نه لرې. دا مي ستا لپاره جوړ کړل.”

یو څو سکې مي له جیبه راوایستې “خواهش کوم. زما لپاره يې واخلئ”.

“نه، ما هم د تفریح لپاره درته جوړ کړل. وه خپلو نجونو ته يې ورکړه”.

“تر بیا د خداي په امان”.

“په مخه دي ښه”.

له ده نه رارهي شوم او روغتون ته راغلم. ځیني لیکونه راغلي ول. یو رسمي او یو څو نور  لیکونه. ټاکل شوي وه، چي د درو اونیو له استراحتي رخصتۍ څخه وروسته به وه جبهې ته ځم. لیک مي بیا ځلي ښه په غور سره ولوست، دا هم یو څه وه. رخصتي مي د اکتوبر له څلورمي چي درملنه مي پایته رسیدل، پیلېدل. درې اونۍ یوویشت ورځې کیږي، یعني د اکتوبر تر پنځه ویشتمي نیټې پوري. روغتون والاو ته مي خبر ورکړ، چي ماښام به دباندي یم او په هماغه کوڅه کي له روغتونه لږ څه لیري، د ماښامنۍ لپاره وه یوه ریسټورانټ ته ولاړم. لیکونه او “کوریره ډیلا سیرا” ورځپاڼه مي راواخستل. یو لیک مي نیکه رالیږلی وو. د کورنی حال و احوال، وه وطنپرستۍ ته تشویق، یوه دوه سوه ډالريزه حواله او ځیني ورځپاڼې پکښې وې. څو لیکونه نور هم وه چي یو د خوړنځای د پادري بدخونده لیک بل هم د فرانسې په هوايي قواو کي زما د یوه ملګري. دی هم له یوې عجیبي ډلي سره ملګری شوی وو. د هغې ډلې په اړه يې یو څه معلومات راسره شریک کړي ول. رینالډي بیا په لیک کي لیکلي ول، چي په میلان کي څومره خت تم کیږم؟ په میلان کي اوضاع څنګه ده؟ او د یوه پونوګراف د راوړلو غوښتنه يې هم راڅخه کړي وه. ډوډۍ چي مي وخوړل، له پاسه مي پرې یو وړوکی بوتل چیانتي او یو ګیلاس قهوه وڅيښل. ورځپاڼې مي ولوستې، لیکونه مي په جیب کي واچول، ورځپاڼې مي له انعام سره یوځای پر میز کښېښودې او راووتم. روغتون ته راغلم او په کوټه کي مي جامې وکښلې او شپني کالي مي واغوستل. له هغې دراوزې نه مي، چي برنډې ته ورخلاصېدل پرده پورته کړل. راغلم او پر کټ باندي کښېناستم او د هغه بنډل ورځپاڼو نه مي، چي میرمن میرز په روغتون کي د خپلو بچیانو لپاره راوړي وې، یو څو ورځپاڼې راوخیستې او مخي ته مي ونیولې. (شکاګو وایټ ساکس) په امریکايي لیګ کي د بري بیرغ وړی وو او  (نیویارک جیانټ) بیا په ملي لیګ کي مخکښ وه. (بیب رت) د باسټن لخوا د توپ وهونکي په حیث برخه اخیستې وه. ورځپاڼې بيخي بې خونده او ټولې زړې وي. جنګي خبرونه يي هم ټول زاړه ول. امریکايي خبرونه ټول د پوځیانو د روزنیزو کمپونو په اړه وو. خوښ وم چي په روزنیزو کمپونو کي نه یم. هغه څه چي مي لوستلای شوای هغه یوازي د بیس بال لوبې خبرونه وو، چي لږه لیوالیتا مي هم ور سره نه وه. کله چي به د ورځپاڼو شمېر زیات شو، هغه وخت به بیا زما علاقه د دوی له ویلو سره کمه شول. که څه هم ورځپاڼې زړې وي، خو یو څو شیبې مي ځان بوخت پرې وساته. په دې فکرو کي ډوب وم، چي امریکا به هم په دې جګړو کي راګډه شي که یا؟ که چيري دوی عمده لیګونه وتړي نو؟ شوني وه، چي امریکا داسي کار ونه کړي. مسابقې اوس هم روانې وي او حالت هم تر دې نور ناوړه کیدای نه شوای، خو په فرانسه کي همدا مسابقې پایته رسیدلې وي. زموږ جاپلاک هم فرانسوی وو. کاترین تر نهو بجو کومه دنده نه لرل. همدا چي دندې ته راستنه شول. د روغتون په دهلېز کي مي يې د پښو کړپهار واوريد. څو نورو کوټو ته يې هم سر ورښکاره کړ او په پای کي زما کوټې ته راغلل.

کاترین “نن راباندي ناوخته شو، ډير کارونه مي درلودل. ستا صحت څنګه دی؟”

 دې ته مي د لیکو او رخصتۍ په اړه وویل.

کاترین “ډير ښه. رخصتي له خیره کوم ځای کي تیروې؟”

“هیڅ چیري. بس دا غواړم، چي همدلته پاتې شم”.

“دا خو بیخي بي عقلي ده. یو ځای وټاکه، بیا به له خیره په ګډه ولاړ شو”.

“ته له ما سره څنګه ځې؟”
“په څنګه يې نه پوهیږم، خو په ګډه به ولاړ شو”.

“ته ډیره ښه يې”.

“نه، نه یم. خو کله چي له یو چا سره د یو شي دبایللو بیره نه وي، د ژوند مخته بیول دومره سخت کار نه دی”.

“هدف دي څه دی؟”

“هیڅ نه. البته هغه خنډونه چي یو وخت ډير ستر ښکاریدل، اوس څومره واړه ښکاري”.

“فکر نه کوم، چي زموږ ګډ تګ دي دومره اسان وي”.

“نه، هیڅ ستونزه نشته. که اړتیا شول، دا روغتون به لا ورپریږدم، خو خبره دې ځایته نه رسیږي”.

“چیري به ولاړ شو، له خیره؟”

“هرځای چي ستا خوښ وي. داسي ځای چي نه څوک پیژنو او نه مو څوک پیژني”.

“د ځای ټاکنه ما ته راپرېږدې؟”

“هو. هر ځای چي تا وټاکه زما خوښ دی”.

کاترین پریشانه او تر فشار لاندي راته ښکاره شول.

“څه خبره ده کاترین؟”

“هیڅ نه. هیڅ خبره نه ده”.
“نه. خامخا یوه خبره شته”.

“هیڅ خبره نشته. ریښتیا وایم هیڅ خبره نشته”.

“زه پوهیږم، یوڅه خامخا شته. راته ووایه. ما ته يې ووایه”.

“کومه خاصه خبره نشته”.

“خامخا شته. له ما سره يې شریک کړه”.

“نه يې درته وایم، ډارېږم که يې درته ووایم خفه به شې”.

“نه. نه خفه کیږم”.

“ریښتیا وايې؟  دا خبره ما نه پریشانه کوي، خو بیریږم چي تا پریشانه نه کړي”.

“که تا پریشانه نه کړي، ما هم نه پریشانه کوي”.

“زړه مي نه غواړي، چي درته ويې وایم”.

“یا. راته ووایه”.

“خامخا؟”

“هو”.
“زه کوچنی لرم. اوس به يې درې میاشتي کیږي. ته پریشانه نه شوې. که څنګه؟ لطفاً مه کیږه. ته نه باید پریشانه شې”.

“سمه ده”.

“سمه ده؟”

“هو”.

“ډیر څه مي وکړل، خو ګټه يې ونه کړل”.

“زه پریشانه نه یم”.

“ګرانه، ما هیڅ ونه شوای کړای او زه خپله دې موضوع نه یم پریشانه کړې. ته هم نه باید غمجن او پریشانه شې”.

“زه یوازي ستا په اړه فکرمنده یم”.

“همدا. همدا خبره ده چي باید نه وي. خلګ تل اولاداره کیږي. ټوله اولادونه لري. دا یوه طبیعي خبره ده”.

“ته ډيره ښه يې”.

“نه. نه یم. خو ته باید دې موضوع ته ډير اهمیت ورنه کړي. زه به هڅه وکړم، چي وه تا ته  کومه ستونزه جوړه نه شي. پوهیږم چي اوس مي هم وه تا ته ستونزه جوړه کړې، خو ایا زه تراوسه یوه ښه میرمن نه وم؟ ته خو تراوسه په دې نه وي خبر، که څنګه؟”

“نه”.

“هرڅه به عادي وي. ته باید ګردسره پریشانه نه شې. زه دي پر مخ د پریشانۍ نښې وینم. بس يې کړه. همدا اوس پریشانې له ځانه لیري کړه. یو ګیلاس څیښاک ته دي زړه نه کیږي؟ زه پوهیږم چي څیښاک تا خوشحاله کوي”.
“نه. زه اوس هم خوشحاله یم او ته ډيره ښه يې”.

“نه. نه يم. په هر صورت، که ته اوس د تلو لپاره یو کوم ځای وټاکې، زه به هڅه وکړم، چي دواړه په ګډه ولاړ شو. اکتوبر میاشت باید ډيره ښکلي وي. ګرانه په دې رخصتۍ کي به مو ډېر ساعت تېر شي او چي کله ته جبهې ته ولاړ شې، زه به هره ورځ ستا لپاره لیکونه لیکم”.

ما ورته وویل “تاسي به چیري یاست؟”

“تراوسه نه پوهیږم، خو یو ښکلی ځای به وي. پاته کارونه به ټوله زه پر غاړه واخلم”.

شیبه قدر غلي ناست وو. کاترین پر کټ ناسته وه، دې ته مي کتل خو لمس نه وو. سره جلا وو، لکه یو څوک چي کوټې ته راننوزي او هغه په ځان کي شکي شي. کاترین خپل لاس رااوږد کړ او زما لاس یې ونیو.

“ګرانه، طبیعت خو دي خراب نه شو؟”

“نه. سم یم”.

“ځان خو به ښکیل نه احساسوې؟”

“لږ، خو لامل یې ته نه يې”.

“هدف مي زه نه یم. ته نه باید ځان ناګومانه واچوې. په عمومي ډول ښکیلیدل”.

“ته تل ځان جسماً ښکېل احساسوې”.

کاترین بېله دي، چي لاس وښوروي یا هم لاس ایسته کړي، ښه قدر پر شا ولاړل.

)“تل( یوه ښه کلمه نه ده”.

“بخښنه غواړم”.

“سمه ده. خو ته پوهیږې، زه تراوسه حامله شوې نه یم. ان تراوسه مي له چا سره مینه هم نه ده کړې. هڅه مي کړي او کوم يې، چي ستا په خوښه خپل ژوند عیار کړم او ته بیا د تل په اړه خبرې کوي”.
ما ورته وویل “که دي خوښه وي، خپله ژبه به پرې کړم”.

“اوه ګرانه”. په کوم ځای کي، چي وه له هغه ځایه بیرته راستنه شول ” ته نه باید له ما څخه خفه شي”. بیرته وه خپل عادي حالت ته راوګرځیدو او خفګان له منځه ولاړ ”موږ ریښتیا هم یو وجود یو، نه باید د سوء تفاهم ښکار شو”.

“نه کیږو”.

“خو خلک بیا کیږي. یوله بله سره مینه لري، په مینځ کي يې سوء تفاهم رامنځته کيږي او بیا یو ناڅاپه هغه پخوانی حالت نه وي”.

“موږ به اختلافاتو ته موقع ورنه کړو”.

“همداسي ده. باید خپل منځي اختلافت له منځه یوسو، ځکه په دې نړۍ کي زه او ته بل هیڅوک نه لرو او له نړیوالو څخه بېل یو. که مو ترمنځ اختلافات پیدا شي، هغه مهال به بیا موږ هم د دوی په ډله کي ورګډ شو”.

“نه، نه کیږو. ځکه چي ته ډیره زړوره يې. په زړورو هیڅ نه کیږي”.

“بیله مرګه”.

“هو. خو مرګ هم یوازي یو ځلي راځي”.

“داخبره چاکړې؟”

“بي زړه زر ځلي مري، خو زړور یوځلي؟”

“هو همدا. دا چا ویلي؟”

“نه یم خبر”.
کاترین “کیدای شي دی خپله بي زړه وو. ځکه د بې زړه والا خلکو په اړه تر زړورو ډير پوهیده. زړور که چیري هوښیار وي کیدای شي دوه زره ځلي مړ شي. یوازي يې په خوله نه وايي”.

“نه پوهیږم. فکر کوم د یوه زړور شخص په دماغ کي کتل به مشکله وي”.

“هو. غښتلي خلک تل همداسي وي”.

“هو ریښتیا دادي ښه خبره وکړل”.

“ته زړوره يې”.

کاترین “نه، خو غواړم له ځانه زړوره جوړه کړم”.

ما ورته وویل “زه نه یم. ما ته خپل ځان معلوم دی. یوازې همدومره چي خپل ځان وپیژنم. زه د یوه توپ وهونکي په څېر یم چي دوه سوه دیرش وهي. خو پوهیږي چي وړاندي تګ یې نه دی کړی”.

“توپ وهونکی چي دوه دیرش وهي دا بیا څه دی؟ ډير جالبه”.

“هیڅ جالبه نه ده. یعني په بیس بال کي یو منځنی توپ غورځونکی”.

کاترین په سوک ووهلم “خو اخر به يې غورځوي”.

“فکر کوم چي موږ دواړه مغروره یو. خو ته زړوره یې”.

“زه نه یم، خو زړه مي غواړي چي، زړوره شم”.

ما ورته وویل “موږ دواړه زړور یو، خو زه چي څیښاک وکړم ډیر زړور شم”.
“موږ ډير ښه خلک یو”. المارۍ يې خلاصه کړل له یوه بوتل کوګناک سره یې ګیلاس هم راوړ. راغلل او ویې ویل ”واخله ګرانه. وې څیښه. ته ډير ښه يې”.

“زه ریښتیا وایم زړه مي نه ورته کیږي”.

“یو ګیلاس”.

“سمه ده”. د اوبو ګیلاس مي یو پر دریمه ډک کړ او تر ستوني مي کړ.

کاترین“ دا بیخي ډير وه. زه پوهیږم چي کوګناک د اتلانو څیښاک دی، خو ته نه باید ډير افراط پکښې وکړي”.

“له جګړې وروسته به چیري اوسو؟”

“کیدای شي د بوډاګانو په کور کي. درې کاله د کوچنیانو په څېر منتظر وم، چي جګړه د کرسمس پر وخت ختمه شي. اوس د هغې شیبې انتظار باسم چي زوی مو د بریدمنۍ رتبه اخلي”.

“کیدای شي جنرال شي”.

“که چیري دا جګړه سل کلنه شي، هم به بریدمن شي او هم به جنرال شي”.

“ته یو ګیلاس نه څیښې؟”

“نه. دغه تل تا خوشاله کوي. خو ما ګردسره لیونۍ کوي”.

“برانډي دي تراوسه څیښلي؟”

“نه، ګرانه. زه ډيره پخوانۍ میرمن یم”.

لاس مي لاندي وه بوتل ته وروغځاوه او یو بل ګیلاس مي ډک کړ.
کاترین “زه باید یو ځلي ستا د هیوادوالو وه پوښتنې ته ورشم، تر هغو چي راځم ورځپاڼې ولوله”.

“خامخا ځې؟”

“اوس ولاړه شم که وروسته؟”

“سمه ده اوس ورشه”.

“بیرته راځم”.

ما ورته وویل “تر هغه وخت به ما هم ورځپاڼې پایته رسولي وي”.

دوه ویشتم فصل

ماښام هوا یخه شول او ورسره په دا سبا سهار باران پیل شو. له اوسپیډل مګوري څخه چي د خپل روغتون په لوري راتلم باران ښه په شړپ ورېده. روغتون ته چي راورسیدم لوند خیشت وم. کوټې ته چي راوختم، په برنډه کي د باران لوی لوی څاڅکي ښه په شړپ سره رالوېدل او باد د ښيښه يي دروازو پر کړکیو باندي لګېده. کالي مي تبدیل کړل او یو څه کوګناک مي وڅیښل، خو چنداني خوند يې ونه کړ. د شپې مي اوضاع چنداني ښه نه وه. سهار چي مي ناشته وکړه، ګړی وروسته مي استفراق وشو.

د روغتون جراح وویل “په دې کي هیڅ شک نشته، آغلې د ده د سترګو سپینو ته وګورئ”.

میس ګیج زما سترګو ته ځیر شول. هنداره يې راکړل او ځان سترګو ته مي پکښې وکتل. د سترګو سپین مي ژړ شوي ول، چي ورځیني ښکارېدل چي ژړی شوی یم. دوې اونۍ ناروغ وم. نتیجه يې دا شول، چي زما او د کاترین هغه پلان، چي رخصتې به په ګډه تیروو، له منځه ولاړ. هوډ مو کړی وو، چي پالنزا ته به ځو. په مني کي چي کله د پاڼو رانګ اوړي، هغه ځای ډیر ښکلی ایسي. همالته مو د ماهیانو مېله هم کولای شوای. پالنزا تر سټریسا په دې هم ښه وه، چي خلک يې لږ ول. د میلان او سټریسا ښارونو تر مینځ واټن ډیر نه وو، ځکه مو نو ملګري هم پکي ډیر ول.  په پالنزا کي یو ښکلی کلی وو، هر چا کولای شوای په کښتۍ کي سپور شي او د ماهي نیونکو جزیرې ته ولاړ شي. همالته په لویه جزیره کي یو ریسټورانت هم وو، خو نصیب مو نه و شوی.

یوه ورځ د همدې ژړي پر مهال په کټ کي پروت وم، چي اغلې وان کمپن کوټې ته راغلل. څنګه چي راننوتل، سمدستي يې د المارۍ دروازه خلاصه کړل او پکښې پراته تش بوتلونه يې ولیدل. ما چوپړوال راغوښتی وو او هغه ته مي له دې تشو بوتلونو څخه یو څه ورکړل چي له روغتونه يې وباسي، به ګمان اغلب چي هماغه بوتلونه يې له ده سره لیدلي ول او اوس راغلې وه، چي نور هم ولټوي. ډيری بوتلان د ورموت، مارسالا، کاپري د چیانتي خالي فلاسکونه او څو د کوګناک بوتلونه هم وو. خادم لوی بوتلونه، د ورموت او د چیانتي بوتلونه وړي وه، یوازي يې د کوګناک بوتلونه بیا ځلي ته پرې ایښي ول. اغلې وان کمپن د کوګناک بوتلونه له یوه بل بوتل سره چي خرس شکل پرې وو او کومل شراب پکښې وه، پیدا کړ. همدې بوتل دا ډیره په غصه کړل. بوتل يې راپورته کړ خرس پر ګونډو ناست او پنجې يې پر مځکه د ځان د تکیه لګولو لپاره ایښي وې. د بوتل په سر کي یولرګین سرپوښ او په پای کي يې سریښناکه مواد نښتي ول. ما ورته وخندل.

ورته ومي ویل “د کومل بوتل دی. په دې خرس شکله بوتلانو کي ډیر خوندور روسي شراب راځي”.

مس وان کمپن وپوښتل “دا نور ټوله د کوګناک بوتلونه دي، که څنګه؟”

ما ورته وویل “ټول يې نه وینم، خو کیدای شي چي همدا ټوله وي”.

“دا هر څه له څه وخته روان دي؟”

دې ته مي وویل “خپله مي رانیولي او خپله مي راوړي. ځیني وختونه مي ملګري پوښتنې ته راځي، د هغوی لپاره مي راسره ایښي دي”.
دې وویل “ته يې خپله نه څيښې؟”

“خپله يې هم څیښم”.

“کوګناک، یوولس د برانډي تش بوتلونه او هغه خرس شکله بوتل”.

“کومل”.

“زه يې د وړلو لپاره یو څوک رالیږم. تش بوتلونه همدا دي که نور هم شته؟”

“د اوس لپاره خو همدومره دي”.

“پر تا مي زړه سوځېده، چي ژیړی شوی يې، خو افسوس چي پر تا مي ناحقه زړه وسوځیده”.

“مننه.”

“زما په اند ته باید وه جبهې ته په نه تګ ګرم نه شې. فکر کوم  تا بل څه هم کولای شوای، نه دا چي د شرابو په زور دي ځان ژیړی کړ او جبهې ته له تګه پاتې شوې.”

“بل د څه شي په زور؟”

“د شرابو. تا زما خبره واوریده”. څه مي ونه ویل. ”که دي له یوې بلي حیلې څخه کار وانخیست، نو له رغیدو سره به ځان سمدستي جبهې ته ورسوې او فکر نه کوم چي قصدي ژیړی دي، استراحتي رخصتي ولري”.

“تاسي فکر نه کوی؟”

“نه”.
“اغلې وان کمپن، ایا تاسي تراوسه ژیړی شوي ياست؟”

“نه، خو د ژړي ډیري واقعې مي لیدلې”.

“تراوسه دي پام کړی چي په ژیړي اخته ناروغان له دې ناروغۍ څخه څومره کړېږي؟”

“فکر کوم چي دغه ناروغې به تر جبهې اسانه وي”.

“اغلې وان کمپن، ایا تراوسه د هغه سړي په حال پوه شوي ياست، چي خپل ځان په خپله په خوټلون کي له کاره واچوي؟”

میس وان کمپن له اصل سوال څخه ځان ناګومانه کړ. دا اوس مجبوره وه، چي ځان ناګومانه واچوي یا هم له کوټې ووزي او میدان ایله کړي، خو دا په دومره اسانۍ د میدان ایله کولو ته اماده نه وه، ځکه ما ته يې له ډېره وخته زړه ډک وو او اوس يې غوښتل چي د خپل زړه بړاس ښه راباندي وکاږي.

“ما ګڼ کسان لیدلي، چي ځانونه يې قصداً ژوبل کړي او بیا په همدې طریقه له جبهې څخه پاتې شوي.”

“زما د سوال جواب دا نه وو. ما خپله قصدي ژوبل کسان هم لیدلي. زما سوال دادی، ایا تراوسه دي هغه خلک لیدلي چي خپل ځانونه پخپله په خوټلون کي له کاره اچوي؟ ځکه چي په خوټلون کي ځان له کاره اچول له هرڅه څخه د ژیړي سره ورته والی لرې. زه فکر نه کوم چي یوې ښځي دي هم داسي څه زغملي وي. له همدې امله مي پوښتنه درڅخه وکړل چي تاسي تراوسه ژیړی شوي یاست که یا، ځکه چي….” مس وان کمپن ووتل. شیبه وروسته ګېج راغلل.

“اغلې وان کمپن ته دي څه ویلي؟ له ډیري غصې څخه يې څیره تکه سره وه”.

“موږ احساسات یو له بل سره پرتله کول. ما غوښتل دې ته ووایم، چي دې هیڅکله د زیږون تجربه نه ده….”.

مس ګیج “ته نادان يې. هغه تا ته بهانې لټوي”.

ما ورته وویل “بهانه يې ولټول. زما رخصتې يې رالغوه کړل او اوس کیدای شي چي نظامي محکمې ته مي کش کړي، همدومره پست فطرته ده”.

مس ګیج “د هغې له تا څخه هیڅکله ښه نه کیدل، اوس څه خبره وه؟”

“ويل یې چي ما ځان په قصده ژړی کړی، څو له جبهې څخه ځان پاته کړم”.
ګیج “وا وا! زه به قسم ورته واخلم چي تا يو څاڅکی هومره هم نه دی څیښلی. ټوله به قسم یاد کړي چي تا یو څاڅکی لا هم نه دی څیښلي”.

“هر څه يې په خپلو سترګو ولیدل”.

“شل واره مي درته وویل چي دا بوتلونه له دې ځایه وباسه. اوس څه شول؟”

“په المارۍ کي”.

“بسته لرې؟”

“نه، په چانټه کي يې کښېږده”.

مس ګیج بوتلان په چانټه کي واچول ”چوپړوال ته به يې ورکړم چي هغه يې دباندي وغورځوي.” دا يي وویل او د دروازې په لور ولاړل.

اغلې وان کمپن “یوه شیبه تم شئ. دا بوتلان وه ما ته راکړئ”. له ځانه سره يې چوپړوال هم راوستی وو. وه هغه ته يې وویل ”واخله دا یوسه. کله چي ریپورټ ورکوم، غواړم وه ډاکټر ته دا هم ورښکاره کړم”.

اغلې وان کمپن له کوټې ووتل. چوپړوال هم پسي ور ووت. هغه پوهېده، چي په چانټه کي څه شي دي. نور هیڅ ونه شول، یوازي زما رخصتې لغوه شول.

درویشتم فصل

په هاغه شپه چي وه جبهې ته ستنېدم، چوپړوال مي د اورګاډي تمځای ته ولیږه، چي له تورین څخه په راروانه اورګاډي کي زما لپاره ځای یوه چوکۍ ونیسي. اورګاډي د شپې پر دوولس بجې باندي حرکت کاوه. دا له تورین څخه پر لس نیمي بجې پر وه میلان ته رارسېدل او د تګ تر مهاله همدلته تمېدل. په اورګاډي کي د چوکۍ نیولو لپاره د یوه نفر شتون اړین وو. چوپړوال له ځان سره یو ملګری، چي د پوځ په سلاح سقیله برخه کي يې کار کاوه، اوس په رخصتۍ راغلی وو او د خیاطۍ په یوه دکان کي يې کار کاوه له ځان سره تمځای ته بوت. دوی دواړه ډاډه ول، چي په دوی کي به یو خامخا چوکۍ نیسي. دوی ته مي د ټکت رانیولو لپاره څه خوشمړي ورکړي او ورسره مي خپل یو څه سامانونه ور له غاړې کړل. په سامانو کي یوه چانټه او دوې نورې کوچنۍ غوټي وي.

شاوخوا پنځه بجې به وي، چي په روغتون کي مي له دوی سره خدای په اماني وکړل او ځیني رارهي شوم. چوپړوال زما سامانونه واخیستل او خپلي کوټې ته يې یووړل. ده ته مي وویل چي له دوولس بجو څخه مخکي زه ځان وه تمځای ته در رسوم. میرمنې يې ما ته “سیګنورینو”. ویل او ژړل يې. سترګې يې له اوښکو وچي کړې، له ما سره يې خدای په امانۍ وکړ او بیا په ژړا شول. د دلاسايي په دود مي پر اوږه لاس ورکښېښود، دې نور هم ژړا ته زور ورکړ. په روغتون کي به دې زما خدمت کاوه. ګردۍ، پنډه، او په عین حال کي خنده رویه میرمن وه. سپین وریښتان يې درلودل. کله چي به په ژړا شول، څیره به يې سره توی شول. له دوی څخه رارخصت شوم او د رغتون په کناره کي یوې ساقې خانې ته ورپورته شوم او همالته کښېناستم. په کړکۍ کي مي دباندی کتل، تیاره وه هوا هم باراني او یخه وه. یو څه قهوه او ګراپا مي وڅيښل، پیسې مي يې ورکړې او د کړکۍ څخه په وتونکې رڼا کي تېریدونکو خلکو ته په تماشه شوم. دباندي مي پر کاترین سترګې ولګیدې، کړکۍ مي وټکول. ويي لیدم او راته مسکۍ شوه. زه هم دباندي ورووتم. تیزه شین رنګه برساتۍ يې اغوستې وه او یوه نرمه خولۍ يې په سر کړې وه. موږ دواړه یو ځای پلي روان شوو. د پیاده رو په اوږدو کي د ساقي خانو له مخي تیر شوو. له هغه وروسته د مارکیټ له څلورلارې تیر او د کلیسا وه څلورلارې ته وربرابر شوو. په کوڅه د ښاري بسونو له کرښې ورهاخوا کلیسا موقعیت درلود. په دې باراني موسم کي سپينه او لنده غوندي وه. د ښاري بسونو له کرښې واوښتو. په چپ اړخ کي مو دوکانونه وه، د دوکانو رڼاګانې تر کړکیو بهر راتلې. په څلور لاره کي ګرد او غبار زیات وو، کله چي وه کلیسا ته ښه ورنژدې شوو غټه وه او ډبرې يې لندې ښکاریدې.

“دننه ورځې؟”

کاترین“نه”. په ګډه همداسي وړاندي ولاړو. په تګ تګ کي پر یوه نجلۍ او عسکر ورپیښ شوو، عسکر خپله برساتۍ پرنجلی غوړولي وه او له دیواله سره نژدې ولاړ ول، له دوی څخه تیرشوو.

دې ته مي وویل “دوی هم زموږ په څېر دي.”

کاترین “زموږ په څير څوک نشته”. هدف يي زموږ خوښي نه وه.

“کاشکي د دوی د ورتګ لپاره یو ځای وای”.

“کیدای شي ځای لرل ورته فایده نه کول”.
“نه پوهیږم. البته یو پناه ځای لرل ښه دي”.

کاترین “کلیسا شته”. موږ اوس د کلېسا له حدودو څخه راتیر شوي وو. د څلور لارې له وروستیو څخه له تیریدو پر مهال مو یو ځلي بیا وه کلیسا ته وکتل، په دې باراني هوا کي ښکلې ښکاریدل. د یوې پلورنځۍ مخي ته چي چرمي اجناس يې پلورل ودریدو. د پلورنځۍ په کړکۍ کي د ځغاستې بوټونه، چانټې او د سکې بوټونه ایښوول شوي ول. هرڅه داسي ایښوول شوي ول، لکه یوې نندارې ته چي يې وړاندي يې کوي. د سکې بوټونه یوه څنګته ، د ځغاستي بوټونه بل څنګته او چانټې يې په مینځ کي پرتې وي. چرم يې تک تور او داسي غوړ شوي وو لکه ځین. د څراغ په رڼا کي يې یو ډول پړکا کول.

“یو وخت به سکې لوبه کوو”.

کاترین “دوې میاشتي وروسته په مورین کي د سکې لوبې پیلیږي”.

“هلته به ولاړ شو”.

“سمه ده”. همداسي روان وو. له یوې بلي کړکۍ څخه هم تیر شوو او یوې بلي فرعي کوڅې ته ورداخل شوو.

“تراوسه پر دې لار نه یم راغلې”.

ما ورته وویل “زه به هره ورځ پر همدې لار روغتون ته تلم و راتلم”. لاره کم سوره وه، موږ يې په راسته اړخ کي روان وو. د اسمان مخ وریځې نیولی وو او پر ځمکه ګڼ خلک اخوا دیخوا کیدل. د شاوخوا دوکانو څراغان اوس هم لګیدل. له یوې کړکی څخه مو د پنیرو وه یوې ټوټې ته وکتل. زه د وسلو پلورنځۍ مخي ته ودریدم.

“دلته راشه. یوه توپنجه رانیسم”.

“څه ډول توپنچه؟”

“پیستول”. موږ دواړه پلورنځۍ ته دننه ورغلو او خپل خالي کمربند مي د کاونټر پر سر کښېښود. د کاونټر شاته ولاړو دوو میرمنو څو بېلابیل ډوله توپنچې مخي ته راقطار کړې.

په کمربند کي مي د توپنچې خانچه خلاصه کړل او ورته ومي ویل “له دې سره باید سمه وي”. خانچه له خړرنګه چرم نه جوړه شوې وه. په ښار کي د ګرځولو په خاطر مي له یو بل چا څخه رانیولې وه.

کاترین “ښې توپنچې لری؟”
“دا خو ټولي یو شان دي. دغه دانه کتلای شم؟”

دې په جواب کي راته وویل “د ویشتلو لپاره ځای نشته، خو دغه توپنچې ډیرې ښې دي. د دغې توپنچې نښه نه خطا کیږي”.

ګیټ مي يې کش کړ، فنر یې یو څه قوي وو خو ښه کار يې کاوه.

“دغه توپنچه که څه هم استعمالي ده، خو د یوه ماهره نښه ویشتونکي د لاس ده”.

“تاسې پرې خرڅه کړې وه؟”

دوکاندارې وویل “هو”.

ما ورته وویل “نو بیا چا درته راوړل؟”

“د هغه خادم”.

ورته ومي ویل “کیدای شي زما توپنچه هم یو څوک درته راوړي. د دې قیمت څومره دی؟”

“پنځوس لیرې. ډيره ارزانه ده”.

“ډير ښه. دوه اضافي شاجورونه او یو بکس مرمۍ مي هم په کار دي”.

د کومو شیانو غوښتنه چي مي ځیني کړې وه، ټول يې د کاونټر له شا څخه راپورته کړل.

بیا يي پوښتنه وکړل“تورې خو نه غواړی؟ له موږ سره ځیني ارزانه تورې هم شته”.

ما ورته ووویل“د جګړې ډګر ته ځم”.

“اوه، نو بیا تورې ستا په درد نه خوري”.

د توپنچې او مرمیو پیسې مي ورکړي. د توپنچې شاجور مي ډک کړ، دا مي راواخیستل او په خالي خانچه کي مي کښېښوول. په اضافه مرمیو مي پاتې شاجورونه ډک کړل او په کمربند کي پسي مي وتړل. ورسره مي کمربند هم دروند شو. البته پیستول مي ځکه خوښه شول، چي مرمۍ يې هر ځای پیدا کیدې.
کاترین ته مي وویل “ډیر ښه. موږ اوس په بشپړ ډول مسلح شوو. دا یو له هغو کارونو څخه وو چي باید کړی مي وای. زما پیستول، روغتون ته د راتللو په وخت کي یو چا راڅخه کښلې وه”.

کاترین “خداي دي وکړي چي دا توپنچه سمه وي”.

دوکانداره “بل څه خو نه غواړئ؟”

“نه. زموږ همدا شیان په کار وه”.

“توپنچه تسمه هم لري”.

“هو، ورته فکر مي دی”. دې غوښتل نور شیان هم راباندي خرڅ کړي.

“شپیلکان هم شته”.

“مننه. هغه مو نه دي په کار”.

له دوی سره مو مخه ښه وکړه او دباندي راووتو. کاترین کړکۍ ته وکتل. دواړو میرمنو هم سرونه راښکاره کړل او تعظیم يې وکړ.

“په دا لرګیو کي چي يې هنداري نیولي، دا بیا ده څه لپاره دي؟”

“دا د مرغانو د راجذبولو لپاره دي. دغه هندارې په کښتونو کي ږدي، سپیرکونډکې يې په لیدو ورته راټولیږي او بیا ایټالویان خپله نښه پرې پخوي.”

“دا خو ډیر پوهان خلک دي. امریکایان د سپېرکونډکو ښکار کوي؟”

“ډير نه”.

له کوڅې نه تیر شوو او یوه پیاده رو ته وربرابر شوو.

کاترین “اوس مي طبیعت یو څه سم شو، په اول سر کي چي راروان شوو وضعه مي چنداني ښه نه وه”.
“زه او ته چي سره یو ځای شو، خوشالي خود بخوده راشي.”

“موږ به هر وخت یو ځای یو”.

“هو، خو نن به زه پر دوولس بجې درڅخه ولاړ شم”.

“د هغه په اړه اندیښنه مه کوه”.

موږ دواړه په کوڅه کي نور وړاندي ولاړو. ګرد او غبار د څراغو رڼاګانې ژړبخوني کړي وې.

کاترین “ستړی خو نه شوې؟”

“تاسي د خپل ځان حال راته ووایاست”.

“زه ښه یم. پلی تګ مي خوښ دی”.

“ډير پلی تګ هم ښه نه دی”.

 “بلې”.

په همدې کوڅه کي نور هم وړاندي ولاړو، تر څو یوې لارې ته، چي د ویالې په خوا کي وه، ورسیدو. د کوڅې په هاغه بل اړخ کي د خښتو یو دیوال او څو پاخه تعمیرونه ښکاریدل. د کوڅې په سر کي مي ښاري بس ولید، چي د پله له پاسه تیر شو.
ما ورته وویل “د پله له پاسه به یوه ټکسې ته ورپورته شو”. د پله د پاسه په ګرد کي ټکسي ته په تمه شوو. مخي ته مو څو ټکسیان تیر شول، خو هغوی ټول ډک ول. شیبه وروسته یوه بګۍ راغلل او له موږ څخه تېره شول، په همدې حال کي بیا خوپ په باران بدل شو.

کاترین “پلي به ولاړ شو، که نه نو ښاري بس به راټینګ کړو”.

ما ورته وویل “یو ګړی به لا تم شو. د بګیانو د تګ راتګ لار همدا ده”.

کاترین “هغه د یوه راغلل”.

بګۍ والا خپل آس ودراوه او فلزي کیلومتر شمار يې لاندې کښته کړ. د بګۍ سایوان پورته وو. د ګاډیوان کوټ ته مي وکتل، باران له لاسه لوند شوی وو. توره خولۍ يې لنده او بریښیدل. موږ د بګۍ د شا په سیټ کي د سایوان تر تیارې لاندي څنګ په څنګ کښېنستو.

“پته دي وروښوول؟”

“تمځای ته. تر تمځای ورهاخوا یو هوټل شته، همالته به ولاړ شو”.

“په همدې شکل، له سامانو پرته هوټل ته تلای شو؟”

ورته ومي ویل “هو”.

له کوڅې څخه تیریدل او بیا تر تمځایه تګ هغه هم په باران کي، لار ډيره اوږده شول.

کاترین “ډوډۍ نه خورو؟ داسي نه چي بیا وږې شم”.

“د ماښام ډوډۍ به په خپله کوټه کي وخورو”.

“زه د اغوستلو څه نه لرم. آن شپني کالي مي هم نشته”.

ما ورته وویل “دا خو کومه ستونزه نه ده. په لار کي يوې پلورنځۍ ته ورکښته شه او رايي نیسه”. ګاډیوان ته مي ورږغ کړل.

 “پر دغه لار باندي وه ویامانزوني ته درځه”. سر يي وښوراوه او چپ لوري ته وګرځېد. په دې لویه کوڅه کي، کاترین د یوه پلورنځي په لټه شول.

کاترین “هاغه ده”. بګۍ ودریدل او کاترین ځیني راکښته شول. له پیاده رو څخه تیره او پلورنځي ته وردننه شول. زه په بګۍ کي ورته تم شوم. په شړپ او تیز باران وریده. د باران خوشبو او د اس ساه تر ما پوري رارسیدل. کاترین له هاخوا په لاس کي یوه غوټه نیولي وه، بګۍ ته راپورته شول او په حرکت مو پیل وکړ.

کاترین “بدخرڅي مي وکړل، خو ښه شپني کالي دي”.

د هوټل مخي ته چي راورسیدو، کاترین ته مي په بګۍ کي د انتظار وویل او زه خپله د هوټل له منیجر سره د خبرو لپاره دننه ورغلم. ډیري کوټې خالي وي. زه بیرته بګي ته ورغلم. د ګاډیوان مزد مي ورکړ زه او کاترین په ګډه هوټل ته ورننوتو. یوه هلک، چي بټن لرونکي کالي يې اغوستي ول، د کاترین غوټه يې راوړل. منیجر موږ ته ښه راغلاست ووایه او لفټ يې راته وښود. سور بخمل او ژیړ رنګ ډير تر سترګو کیده. منیجر له موږ سره یوځای پورته ولاړ.

“ښاغلی او آغلې ډوډۍ په خپله کوټه کي خوري؟”

“بلې. د خوړو منیو کتلای شو؟”

“په دې خاص ماښام کي خاص خواړه هم شته. ښکار او سوفله”.

لفټ درې پوړه پورته شو. له هر پوړ سره به يې اواز کاوه. وروستی ځل يي اواز وکړ او ودرید.

“د ښکار څه ډول خواړه لرئ؟”

“د صحرایي چرګ غوښي او وډکوک[21]

ورته ومي ویل “وډکوک راوړه”. له دهلېز څخه تیر شوو. په دهلیز کي يې یو خوړین کارپیټ هوار کړی وو. ډیري دروازې ښکاریدې. منیجر ودرېد، قلف یي خلاص کړ او دراوزه يي پرانیستل.

“مهرباني وکړئ. ښکلې کوټه ده”.

ماشوم غوټه د کوټې په مینځ کي کښېښوول. منیجر له کړکیو پردې پورته کړې.

وویې ویل “دباندې لنده بل زیات دی”. کوټه په سره بخمل ښکلې شوي وه. ګڼې هندارې، دوې چوکی او یو لوی کټ چي یوه ساټني روجایې پرې غوړېدلې وه، پروت وو. یوه دروازه د تشناب لور ته خلاصیدل.

منیجر “زه به منیو درته راولیږم”. له تشرېفاتو څخه وروسته بهر ولاړ.

د کړکۍ لور ته ورتېر شوم او دباندي مي وکتل. وروسته مي د سرې پردې تقمه ووهل او پرده راکش شول. کاترین پر کټ ناسته وه او قندیل ته يي کتل. خولۍ يې له سره ایسته کړل وریښتانو يي وه رڼا ته پړکا وهل. ځان يي په یوه هنداره کي ولید او پر وریښتانو يي لاس راتیر کړ. ما دا په نورو درو هندارو کي هم لیدل. خوابدې ښکاریدل برساتۍ یي پر کټ باندي کښېښوول.

“څه خبره ده؟”

“ما تراوسه دغه ډول احساس نه وو کړی”. دکړکۍ وه لورې ته ولاړم پرده مي یوې خواته کړل او دباندي مي وکتل. فکر مي نه کاوه چي داسي به وشي.

“ته کاسیره نه يې”.

“پوهیږم ګرانه، خو د یو چا لپاره د دا ډول احساس لرل ښه نه دي”. اواز يې وچ او بیروحه وو.

ما ورته وویل “په ښار کي تر ټولو ښه هوټل همدا دی”. له کړکۍ څخه مي دباندي وکتل. له څلور لارې ورهاخوا د تمځای د څراغانو رڼاګانې تر سترګو کیدې. په کوڅه کي اوس هم بګیانې اخوا دیخوا کیدلې او په پارک کي ولاړې ونې مي هم لیدلې. د هوټل څخه راوتونکو رڼاګانو پیاده رو روښانه کړی وو. له ځان سره مي وویل اوه، دا وخت نو د جنجال دی؟

کاترین “دلته راشه. زه بیا ښه میرمن شوم”. له اواز څخه يي هغه پخواني وچواله کوچ کړی وو. وه کټ ته مي وکتل کاترین راته مسکی شول.

ورغلم وه څنګ ته يې پر کت باندي ورسره کښېناستم.

“ته زما ښه میرمن يې”.

کاترین “بیله شکه چي ستا یم”.

له ډوډۍ خوړو وروسته حالات بیرته عادي شول. دواړه بیرته خوشاله شوو او د هوټل دغه کوچنۍ شان کوټه مو د خپل کور په څیر وګڼل. په روغتون کي چي په کومه کوټه کي زه بستر وم، هغه کوټه مي خپل کور ګڼلی وه او دا کوټه مي هم د خپل کور په څیر وګڼل.

د ډوډۍ خوړلو پر مهال کاترین زما کورتۍ واخیستل او پر خپل ځان يې واچول. ډیر وږي وو او خواړه هم ښه خوندور وه. پر ډوډی سربیره مو یو بوتل کپرې او یو بوتل سنت استف وڅیښل. د کاترین په نسبت ما ډیر څیښاک وکړ، خو پر دي يې ډیر اغیز وکړ.  په ماښامنۍ ډوډۍ کي مو وډکوک له سوفله پټاټو او د شاه بلوط اوبو له مخلوط سره وخوړل. سلاد او جوس مو پرې له پاسه نوش جان کړل.

کاترین “ښکلې او شانداره کوټه ده. تر هغو چي په میلان کي یو، همدلته به اوسو”.

“ریښتیا هم عجبه کوټه ده”.

کاترین “نه پوهیږم په دغه ډول کوټه کي چي څوک سهار راپاڅي څه ډول وي. په هرصورت ښه ځای دی”. د ځان لپاره مي یو بل ګیلاس له شربتو څخه ډک کړ.

کاترین “ګناه کولو ته مي زړه غواړي. موږ چي هرکار کوو هغه راته ساده او بې ګناه ښکارې. زما خو هیڅ زړه ته نه لویږي، چي موږ دي ګناه کوو”.

“ته ډیره ښه يې”.

“زه یوازې وږې یم. بیخي ډيره وږي کیږم”.

ما يې په جواب کي وویل “ته ډیره ښه او ساده يې”.

“هو، زه ساده یم. خو تراوسه له تا پرته په دې خبره بل هیڅوک نه دي خبر شوي”.

“په لمړي ځل چي مي ولیدې، بشپړه غرمه مي په دې فکرو کي تېره کړه، چي کاور هوټل  ته به څنګه ځو او څه ډول به وي”.

“ډیر بدسترګی یې. دا کاور هوټل نه دی که څنګه؟”

“نه. موږ هلته نه پرېږدي”.

“یو وخت خو به مو لا پریږدي. زما و ستا تر مینځ توپیر همدا دی، زه هیڅکله د یو شي په اړه فکر نه کوم”.

“تراوسه دي د یوه شي په اړه هم فکر نه دی کړی؟”

کاترین وویل “ډیر لږ”.

“اوه، ته ډیره ښه یې”.

یو بل ګیلاس مي هم ځانته ډک کړ.

کاترین “زه بیخي ساده نجلی یم”.

“په لمړي سر کي ما داسي فکر نه کاوه. فکر مي کاوه چي ته لیونۍ یې”.

“لیونۍ وم، خو ډیره نه. خسته خو نه شوې؟”

ما ورته وویل “څیښاک عالي دی”.

کاترین “ښه دی. خو زما پلار يې په ناوړه نقرص ناروغې مبتلا کړ”.

“پلار لرې؟”

کاترین “هو، په نقرص اخته دی. مهمه نه ده چي ورسره ووینې. ته پلار لرې؟”

“نه، پلندر لرم”.

“زما به ورسره جوړه شي؟”

“مهمه نه ده چي ورسره ووینې”.

کاترین “موږ سره خوشحاله یو. نور مي له هیڅ شي سره مینه او علاقه نشته. زه ډیره بختوره یم چي ستا میرمن یم”.

خادم راغلی او لوښي یې یووړل. شیبه وروسته چوپه چوپتیا خپره شول او د باران د څاڅکو اواز مو اورېده. د هوتل مخي ته یوه موټر هارن وواهه.

ما وویل:ـ

تل يې د شا له لورې اورم

چي د وخت وزري په بیړه کي دي.

کاترین “دا شعر مي اوریدلی. د (اندري مارول) دی. دغه شعر يې د هغې نجلۍ په اړه ویلی چي له نارینه وو سره يې حساسیت درلود”.

اوس مي دماغ ډير ارام او مستریح وو، غوښتل مي چي د حقایقو په اړه څه ووایم.

“ماشوم به په کوم ځای کي دنیا ته راشي؟”

“نه پوهیږم، خو یو ښه ځای به وي”.

“د لنګول کارونه به څنګه سره تنظیم کړې؟”

“خبره تر وسه پوري ده، خو ته فکر مه خرابوه. د جګړې د پایته رسیدو وړاندي به موږ څو ماشومان ولرو”.

“فکر کوم د تګ وخت راورسېد”.

“پوهیږم. که دي خوښه وي، نو درځه له خیره”.

“نه”.

“نو زما مجنونه ځان په انديښنو کي مه غورځوه. تراوسه خوښ خوشاله وې، خو په دا یوه ګړي کي بیا بیرته د اندېښنو په سمندر کي لاهو شوې”.

“نه، داسي نه ده. په څومره وخت کي به خطونه راستوې؟”

“هره ورځ. ستا ایټالوي ملګري ستا لیکونه وایي؟”

“انګلیسي يې دومره نه ده زده چي کومه ستونزه ځیني جوړه شي”.

“زه به دوی سربداله کړم”.

“خو چي ډیر سربداله کونکي نه وي”.

“دوی به لږ غوندي سربداله کړم”.

“داسي ښکاري لکه د تګ وخت چي راورسید”.

“سمه ده. درځه له خیره”.

“زه نه غواړم چي زموږ دا ښکلی کورګی پریږدم”.

“زه هم نه غواړم”.

“خو باید ولاړ شو”.

“سمه ده. خو په خپل دې کور کي مو ډېر وخت تېر نه کړ”.

“که ژوند وو، بیا به یو بل وخت ورته راشو”.

“کله چي له جبهې څخه راستون شوې، یو ښکلی کور به ولرې”.

“کیدای شي ډیر ژر بیرته راستون شم”.

“کیدای شي چي پښه دي لږ غوندي زخمي شي”.

“یا هم کیدای شي چي د غوږ پیڅکی مي زخمي شي”.

“نه. غوږونه دي لا اوس سم دي”.

“او زما پښې؟”

“پښې دي وختي لا زخمي شوي”.

“زما مجنونه، د تګ وخت راورسېد”.

“سمه ده، لمړی تاسي ولاړ شئ”.

څلرویشتم فصل

د لفټ پر ځای په زینو کي راکښته شوو. زینې يې په خوړین فرش باندي فرش کړې وې. د خوړو پیسې مي يې کله چي یې ډوډۍ راوړه، ورکړي وې. هماغه خادم چي ډوډۍ یې راوړې وه د دروازې په خوله کي پر یوه چوکۍ ناست وو. زموږ له لیدو سره پاڅید احترام یې وکړ. څنګ کوټې ته ورسره ولاړم او د کوټې کرایه مي ورکړل. منیجر زه خپله ملګری ګڼلی وم او کرایه يې رانه په پیشکي کي وانه خیستل، خو کله چي له کوټې څخه وتلی وو، یاد شوي يې ول چي باید خادم په دروازه کي کښېنوي، څو زه همداسي د پیسو له ورکړي پرته ولاړ نه شم. فکر کوم چي له یوې دغسي پیښې سره مخ شوی وو، کیدای شي ملګری يې وو. ډیری وختونه په جګړه ایزو حالاتو کي د ملګرو شمېر زیاتیږي.

خادم ته مي د بګۍ د راوستو وویل. هغه هم د کاترین غوټه ورسره واخیستل او سایوان په لاس دباندي ووت. موږ په کړکۍ کي ورته کتل په باران کي له کوڅې څخه تیر شو. همالته په څنګلوري کوټه کي تم شوو او له کړکۍ نه مو دباندي کتل.

“کاترین، طبعیت دي څنګه دی؟”

“بیخي ډېر خوب راځي”.

“زه خو اوس لا وږی یم”.

“د خوراک لپاره یو شی درسره شته؟”

“هو. زما په غوټه کي شته”.

بګۍ مي ولیدل، چي زموږ پر لور راروانه وه. ودرېدل. آس په باران کي ځوړند سر ولاړ وو. خادم ځیني راکښته شو، سایوان يې خلاص کړ او د هوټل په لور راروان شو. له دراوزې سره مخ په مخ شوو تر سایوان لاندي په چکړ کي د بګۍ په لور روان شوو. د لارې په څنګ کي ډم اوبه ولاړي وې.

خادم “ستاسي سامان په سیټ کي پروت دی”. بګۍ ته ورپورته شوو، خادم لا تراوسه سایوان په لاس ولاړ وو. یوڅو نوټونه مي يې په لاس کي ورکښېښودل.

وې ویل “ډيره زیاته مننه، ښه سفر ولرئ”. ګاډیوان د اس کیزه راکش کړل ورسره آس په حرکت راغلی. خادم له خپل سایوان سره وڅرخید او د هوټل په لور روان شو. موږ همداسي د کوڅې په اوږدو کي وړاندي ولاړو بیا چپ خواته وګرځیدو له هغه وروسته له تمځای سره وه راسته اړخ ته راوګرځیدو. یو څه ورهاخوا دوه عسکر ټوپک په لاس په رڼا کي وه باران ته ولاړ ول. خولۍ يې په رڼا کي بریښېدلې. له تمځای نه په راوتونکو رڼاوو کي باران صاف او شفاف ښکاریده. له تمځای څخه یو پلنډي د غوټو وړلو په نیت راووت، پر اوږو يې د باران څاڅکي لګیدل.

ورته ومي ویل “مننه. پلنډي ته اړتیا نشته”.

بیرته وه خپل پخواني ځای ته ستون شو. ما وه کاترین ته چي پر مخ يې د بګۍ د سایوان سایه وه، مخ ورواړاوه.

“نور نو د مخه ښې وخت رارسیدلی”.

“زه درسره تللای شم؟”

“نه”.

“ستا يې په مخه ښه”.

“ګاډیوان ته د روغتون پته وروښيه”.

“سمه ده”.

ګاډیوان ته مي د روغتون پته وروښوول. سر يې وښوراوه.

ما ورته وویل “د خدای په امان”. له بګۍ څخه لاندي وه باران ته راکښته شوم او بګۍ په خپله مخ په حرکت شول. کاترین دباندي راوکتل، په رڼا کي مي يې مخ ولید. مسکۍ شول او لاس يي راته وښوراوه. بګۍ په کوڅه کي مخ په لوړه روانه وه. دې طاق ته اشاره وکړل، وه هغه ځای ته چي مي وکتل یوازي طاق او دوه عسکر ولاړ ول. زه يې په مقصد پوه شوم. د دې مقصد دا وو، چي زه تر طاق لاندي ودریږم، څو د باران له څاڅکو څخه محفوظه واوسم. زه ولاړم همالته ودریدم او بګۍ ته مي تر هاغه مهاله کتل چي پر کونج باندي راتاو شول. له دې وروسته وه تمځای ته ورتېر شوم. پلنډي په برنډه کي په ما پسي راکتل. په ده پسي وه اورګاډي ته ورغلم. د یوې له ګڼې ګوڼې ډکي لارې څخه تېر شوم او په یوه دروازه ورننوتم. په ډبه کي مي د چوپړوال پر ملګري باندي سترګې ولګیدې. د یوې ډکي ډبې په یوه کونج کي ناست وو. زما چانټه او غوټې د ده له پاسه په سرتاخ کي پرتې وي. زموږ له ورننوتو سره ټولو موږ ته سترګې راواړولې. په ډبه کي بیخي تنګه تنګستي وه او ټول یو له بل سره جوخت او پیوست ناست ول.  د چوپړوال ملګری پاڅید او زما لپاره يې ځای خالي کړ. زه لا پر خپل  ځای ولاړ وم، چي پر اوږه یو چا لاس راکښېښود، ما چي ورته وکتل مخي ته مي یو قدبلنده د توپچي قواو  تورن چي پر زنه باندي يې یو سور داغ هم وو ولاړ، وو. د ډبې ورهاخوا يې په هنداره کي راته وکتل او بیا راننوت.

ده ته مي وویل “څه خبره ده؟” مخ مي ورته راوګرځاوه او مخ په مخ ورسره ودرېدم. تر ما په قد جګ وو. د نقاب په سایه کي يې مخ ډنګری ښکاریده. د زنې زخم يي تازه او بریښېده. په ډبه کي موجودو ټولو خلکو موږ دواړو ته په ځیر ځیر کتل.

راته ويې ویل “ته دلته نه شې کښېنستلای. هیڅوک حق نه لري، چي د چوکۍ نیولو لپاره یو بل څوک راولیږي”.

“زه دا حق لرم”.

ناړې يي تېرې کړې. کرنکې ته مي يې کتل، غوټو يې پورته او کښته شو. د چوپړوال ملګری د چوکۍ وه مخې ته ولاړ وو. د ښېښې ورهاخوا خلک زموږ په تماشه ول. په ډبه کي ولاړ خلک ټول چپ ول.

“ته په هیڅ صورت داسي نه شې کولائ. زه تر تا دوه ساعته وړاندي راغلی یم”.

“اوس څه غواړې؟”

“چوکۍ غواړم”.

“زه هم چوکۍ غواړم”.

څېرې ته مي يې وکتل او داسي احساس کړل لکه ټوله ډبه چي زما پر ضد وي. زه دوی نه ملامتوم. دی پر حق ول، خو زما له چوکۍ سره کار وو. خلک تر اوسه د بتانو په څیر پر خپلو ځایو باندي غلي ولاړ ول.

له ځان سره مي وویل اوه، خدایه دا بیا څه غضب دی.

ما ورته وویل “مهرباني وکړئ. ښاغلی تورن”. د چوپړوال ملګری له چوکۍ څخه رادېخوا شو او قدبلنده تورن پرې کښېناست. بیا يي ما ته وکتل څیره يي زهیره راته ښکاره شول، خو چوکۍ يې وګټل. د چوپړوال ملګري ته مي وویل ”زما سامان راواخله”. له دهلېز څخه راووتو. اورګاډي ډکه وه او ښه پوهېدم چي اوس د چوکۍ پیداکول ناممکنه ده. وه چوپړوال او د هغه ملګري ته مي لس لس لېرې ورکړې. دوی له دهلېز څخه کښته شول او له برنډې څخه يې وه کړکیو ته راکتل، خو ځای نه وو.

چوپړوال “کیدای شي په راروان تمځای کي ځیني خلک پلي شي”.

ملګري يې وویل “دا هم کیدای شي، همالته ګڼ نور پسي وروخیژي”. له دوی سره مي په همدې ځای کي مخه ښه وکړل او پر خپله مخه ولاړل، خو دوی دواړه د چوکۍ د نه پیداکېدو له لاسه خوابدي ول. کله چي اورګاډي حرکت کاوه، زما په شمول ګڼ نور کسان د ډبې په مینځ کي ولاړ ول او د تمځای څراغانو او د ډبې غولې ته مو کتل.

باران تراوسه وریده. یو ګړی وروسته د ډبې ښيښې لندې خیشتې شوې او دباندي مو هیڅ شی نه شوای لیدای. څو لحظې وروسته د ډبې پر غولي باندي خوب یووړم، خو له خوبه وړاندي مي خپله بټوه چي پیسې او اسناد پکښې وه د پښو په مینځ کي کښېښوول او بیا بیده شوم. ټوله شپه بیده وم یوازي په بریشیا او ورونا کي چي ځیني کسان کښته او پورته شول راویښ شوم او بیرته ژر خوب یووړم. پر یوه غوټه مي سر ایښی وو او پر هغه پاتې غوټو مي لاسونه راګرځولي ول. دوی به که زه په پښه نه وای وهلی نه يي شوای کولای چي تېر شي. د ډبې په غولي کي زما په ګډون ګڼ نور خلک بیده ول. ځینو بیا د کړکیو پر دستکانو لاسونه ټینګ کړي او ولاړ ول. ځینو نورو بیا له لاچارۍ څخه وه دروازو ته تکیې لګولي وې. په دغه اورګاډي کي به تل ګڼه ګوڼه ډیره وه.

پنځه ویشتم فصل

د مني موسم راپیل شوی وو. ټولي ونې سپیرې او له زرغونو پاڼو سره يې مخه ښه کړې وه. لارې، ګودرې له خټو مالامال وې. له یوډین نه تر ګوریزیا پوري په لارۍ کي ولاړم. په لار کي له نورو موټرو څخه وړاندي شوو. ما تر کړکۍ دباندي شاوخوا سیمو ته کتل. د توتو خړي ونې او خړ خړ کښتونه مي لیدل. د سړک پر څنډو ولاړو ونو له خپلو پاڼو سره بېلتون کړی وو او پاڼې يې لاندي پر مځکه ورته نڅېدې. یو شمیر خلک د سړک له پاسه په کار بوخت ول. دوی د ونو له منځه ماتي تیږي رااخیستي او د سړک ډبونه يې پرې ډکول. د دوو غرو په مینځ کي پراته ښار ته مي وکتل خوپ په خپله غیږ کي راچاپیره کړی وو. موږ پر سیند باندي، چي تر غاړې غاړې پوري بهیده، پوریوتو. په غرونو کي باران شوی وو. ښار ته چي راداخل شوو، له فابریکو، کورو او ماڼیو څخه راتېر شوو. په لار کي مي ځیني داسي کورونه هم ولیدل چي تازه په تازه د توپو نښه ګرځول شوي ول. په یوه نرۍ کوڅه کي مو د بریتانیا د سره صلیب یو موټر ولید، یو تور مخی او ډنګر موټروان پکښې سپور وو. خولۍ يې په سر کړې وه. دی له دې وړاندي مي نه وو لیدلی. د ښار د غټي څلورلارې په مینځ کي د ښار د جګړن د کور مخي ته له موټره راکښته شوم. موټروان مي غوټه راکړل، هغه مي پر اوږه کښېښوول. لاسي بکسه مي په لاس کي واخیستل او د خپلي کلا په لور روان شوم. داسي مي نه ګڼل لکه وه کور ته چي روان یم.

پر تازه ابپاشي شوي پیاده رو باندي روان شوم. د ونو له مینځ څخه مي کلا ته وکتل. کړکۍ ټولي بندي وي، خو دروازه خلاصه وه. وردننه شوم. جګړن دننه په یوه تشه توره کوټه کي، چي د دیوالونو له پاسه یي نقشې راځوړند وې، ناست وو.

څنګه چي يې زه ولیدم راته وې ویل “سلام، جوړ په خیر، څنګه يې؟” تر پخوا زوړ او سیین ښکاریده.

ما ورته وویل “ښه یم. ستاسي مصروفیتونه څنګه روان دي؟”

راته ويې ویل “خبره خلاصه ده. غوټه دي پر مځکه کښېږده او کښېنه”.

غوټه او دوې بستې مي پر غولي کښېښودې او له پاسه مي پرې خپله خولۍ کښېښول. د دیوال وه لور ته پرته چوکۍ مي راکش کړل او له میز سره په څنګ کي پرې کښېنستم.

جګړن “اوړی په ډېر تکلیف راباندي تېر شو. اوس ښه يې؟”

“هو”.

 “مډالونه يې درته درکړل؟”

“هو. رايې کړل مننه”.

“ته راکړه، چي ويې ګورم”.

کوسۍ مي خلاصه کړل او پر سینه ځوړند مډالو ته يې وکتل.

“له مډالو سره يې بکسونه درکړل؟”

“نه، یوازي اسناد يې راکړل”.

“بکسونه بیا وروسته درکوي. هغه وخت په بر کي نیسي”.

“که کوم کار شته، زه تیا ریم؟”

“موټرونه يې ټول بیولي دي. شپږ داني په شمالي کارپوریتو کي دي. کارپوریتو دي لیدلې؟”

ما ورته وویل “هو”. یو وړوکی سپین ښار مي ذهن ته راغلی. د درې په مینځ کي يې یو څلی ولاړ وو. یو کوچنی او ښکلی ښار وو، د ښار په مینځ کي يې یوه زړه راښکونکې فواره جوړه کړي وه.

“دوی اوس همالته کار کوي. د ناروغانو شمېر هم ډېر شوی. جګړه ختمه شوي”.

“هغه پاتې موټرونه چیري دي؟”

“دوه لوړ په غره کي دي او څلور اوس هم په باینسیزا کي دي. او د امبولانسونو دوه برخي په کارسو کي له دریم پوځ سره دي”.

“زه څه خدمت کولای شم؟”

“که دي خوښه وي، ته باینسیزا ته ولاړ شه او هغه څلور موټرونو په خپله کنټرول کي واخله. جینو له ډيره وخته همالته دی. تراوسه به باینسیزا ته نه تللی؟”

“نه”.

“همالته اوضاع ډیره بدخونده شول، درې موټرونه مو تباه شول”.

“خبر شوم”.

“هو، رینالډي درته لیکلي وه”.

“رینالډي چیري دی؟”

“همدلته په روغتون کي دی. اوړی او منی يې دواړه همدلته تېر کړل”.

“بیشکه”.

جګړن “اوضاع بېحده ډېره خرابه شول. له ځان سره مي فکر کاوه، چي ته ډېر نېکمرغه وي چي ژوبل شوې”.

“درسره موافق یم”.

جګړن “راروان کال به تر دې لا ناوړه وي. کیدای شي همدا اوس حمله وکړي، داسي ګنګوسې دي، چي دوی د حملې نیت لري، خو باور مي نه کیږي ځکه اوس ډير ناوخته دی. سیند دي ولید؟”

“هو، هغه خو له وړاندي لا تر غاړې بهیده”.

“اوس موسم باراني دی او فکر نه کوم، چي دوی دي اوس حمله وکړي. کیدای شي له بارانه وروسته واوره هم پیل شي. ستا د هیوادوالو په اړه څه خبرونه دي. ستا په شمول نور امریکایان شته؟”

“هغوی د یو میلیوني پوځ په روزلو بوخت دي”.

“خدای دي وکړي، چي یو جوپه يې دلته هم راشي. خو تر رارسیدو وړاندي به پر هغوی ټولو فرانسویان غیږ راتاو کړي؛ موږ ته به هیڅ رانه شي. په هرصورت، ته نن شپه همدلته پاتې شه، سبا له خیره کوچنی موټر درسره واخله، ولاړشه او جینو بیرته راولیږه. زه به یو په لاره بلد سړی درسره واستوم. جینو به دي په هرڅه پوه کړي. اتریشیان اوس هم بمبار کوي خو اوس يې کار خلاص دی. باینیسیزا به هم ووینې”.

“د لیدو ارمان يې لرم. ښاغلی جګړنه، خوشاله شوم، چي یو ځلي مو بیا سره ولیدل”.

مسکی شو او ويې ویل “دا ستاسي لطف دی. زه خو له جګړې څخه تر پزې راغلی یم؛ که زه له دغه ځایه تللی وای، فکر نه کوم چي بیا دي راستون شوی وای”.

“ستا له خبرو داسي ښکاري، چي حالات ډیر ناوړه دي”.

“هو. ناوړه او بیا هم ډير ناوړه. ځه ورشه، ځان پاک کړه او رینالډي ولټوه”.

له کوټې راووتم او غوټه په لاس لوړ وه کوټې ته ولاړم. رینالډي په کوټه کي نه وو، خو شیان يې پراته وه. پر کټ کښېنستم، ګلګل مي خلاص کړل او د ښی پښې بوټ مي وکیښ او پر کټ اوږد اوږد وغځیدم. ستړی وم او ښی پښې مي درد کاوه. یو بوټ کښلی او بل بوټ په پښو پر کټ باندي پروتي خوند رانه کړ. نو پاڅیدم، تڼۍ مي خلاصه کړل، بوټ مي پر غولي باندي وغورځاوه او بیرته پر کټ باندي پرېوتم. کړکۍ بندي وي. هوا يې تربخته کړې وه. زه هم دومره ستړی وم چي دا مي په وسه نه وه، تر څو پاڅيږم او کړکۍ پرانیزم. زما شیان ټول د کوټې په یوه کونج کي پراته ول. بهر ورو ورو تیاره خپرېدل. په کټ کي پروت وم، د کاترین په اړه مي سوچونه وهل او د رینالډي په تمه وم. هڅه مي  کول، چي د کاترین په اړه له فکرو ځان خلاص کړم، پرته په شپه کي، هغه هم له خوبه وړاندي. خو اوس ستړی وم او بي وسه پروت وم. ځان مي وه فکرونو ته وروسپاره. په همدې فکرو کي وم، چي رینالډي راننوت. د پخوا په څېر ښکاریده خو لږ ډنګر شوی وو.

رینالډي “اوه، زما له غرونو پناه یاره!” زه راجګ شوم. رانژدي شو، کښېناست او لاسونه يې راباندي راچاپیره کړل.”زما خوږ انډیواله!” پر اوږه يې وټکولم او زما دواړه لاسونه يې په خپلو لاسو کي ونیول.

رینالډي “ته رانژدې شه، ماشومه ځنګون دي راته ښکاره کړه”.

“پایڅه باید پورته کړم”.

“سمه ده، زما ورکوټې. زه او ته ملګري یو. پردي انسانان مو په مینځ کي نشته. ته دي دا پښه رادېخوا کړه، چي څنګه يې درعملیات کړې”. زه پاڅيدم. پایڅه مي راونغاړل او د ځنګانه سترګه مي ورښکاره کړل. رینالډي لاندي پر مځکه کښېناست او ورو يې ځنګون ته حرکات ورکړل. پر ژوبل ځای باندي يې ګوتې کښېښودې او بیا يې د ځنګانه سترګه په خپله بټه ګوته باندي وموږل.

“بس همدومره؟ عملیات همدومره وه؟”

“هو”.

“په دې اوسني حالت کي جبهې ته ستا لیږل جرم دی. ته يې باید بشپړ عملیات کړی وای”.

“ځنګون مي د پخوا په نسبت اوس ډیر ښه دی. په اول سر کي د تختې په څير کلک وو”.

رینالډي زما ځنګون راکت کړ. ما يې لاسو ته کتل، د یوه تکړه جراح په شان ول. سر ته مي يې وکتل، وریښتان يې جلا جلا او برېښیدل. ځنګون ېې نور هم کت کړ.

“اخ!”

رینالډي “نیمګړې يې تداوي کړی يې”.

“د پخوا په نسبت ښه یم”.

“زما جانانه، ځنګون دي مي معاینه کړ. دا خبره دي په دماغ کي نوټ کړه، په دې طبي مسایلو کي زه تر تا ډېر معلومات لرم”. پاڅېد او پر کټ کښېناست ”ځنګون يې ښه عملیات کړی”. لاس يې پر ځنګانه ایښی وو ”په هرصورت اوس غورې راته  وکړه”.

ما يې په جواب کي ورته وویل “کوم خاص څه نشته، چي په اړه يې درته ووایم”.

“ته د یوه واده شوي سړي په څير چمونه کوي. په تا څه شوي؟”

ما ورته وویل “هیڅ نه دي راشوي. په تا څه شوي؟”

“له دې نادودي جګړې نه موړ شوی یم. له سختو ربړو سره يې لاس و ګریوان کړی یم”. لاسونه يې پر ځنګانه باندي راغونډ کړل.

“اوه!”

“څه خبره ده؟ ایا زه د انساني احساساتو د درلودو حق نه لرم؟”

“نه. ستا له کړو څخه داسي معلومیږي، چي سات دي تېر شوی. هله ژر کوه ما ته يې ووایه. څه لیدلي یا څه خوړلي”.

رینالډي “اوړی او منی مي ګرده د انسانانو په عملیاتولو باندي تېر کړل، هر ژوبل به يې تر ما پور ي رارساوه. ټول سخت عملیات يې په ما کول. په خدای چي زما څخه اوس ډیر تکړه جراح جوړی شوی!”

“مبارکي يې درته وایم”.

“زما هیڅ زړه ته نه لوېدل، خو اوس په خدای چي بیخي ته تکړه جراح شوی یم”.

“نام خدا”.

“خو زما ورکوټې، اوس ژوبل نشته او عملیات نه کوم، ځکه نو سخت نفس تنګه شوی یم. ډېره بدمخې جګړه ده. زما ملګري، ته باید زما پر خبرو باور وکړې. په هرصورت، راشه اوس به یو ګړی طبیعتونه سم کړو، د فونوګراف ریکارډ دي راووړ”.

“هو”.

په بسته کي دننه، د یوه کاغدي کاټن په مینځ کي په یوه اخبار کي پیچل شوی وو. ډير ستړی وم، دومره مي په وسه نه وه، چي رابهر يې کړم.

رینالډي راته وویل “ستا طبیعت څنګه دی؟”

“د طبیعت پوښتنه مي مه کوه. فکر مي بیخي خراب دی”.

رینالډي “ګوزڼ وهلي جګړه! خیر، ته راشه دواړه به څیښاک وکړو. خپل ځانونه به خپله خوشاله کړو او تر یو څو ګړیه پوري به نړۍ هیره کړو”.

ما ورته وویل “زه ژړی یم، ډاکټرانو له څيښاکه منعه کړی یم”.

“اوه، زما ملګري، ته ما ته په کوم شکل راغلې؟ له تروش تندي او خرابي اینې سره؟ زه درته وایم چي جګړه منحوسه ده. نو بیا ولي خپل ځانونه پرې مبتلا کوو؟”

“سمه ده، خو زه نه غواړم ډیر څيښاک وکړم، ستا لپاره یوڅه څيښم”.

رینالډي پاڅید، دوشۍ ته ورتېر شو، دوه ګیلاسه او د کوګناک بوتل يې راواخیسته.

رینالډي “دا اتریشي کوګناک دي. اوه ستوریز. دا ټول يې له سان ګبریل څخه په غنیمت راوړي”.

“ته هلته تللی وې؟”

“نه تراوسه نه یم تللی. ټوله عمر مي همدلته په عملیات کولو باندي تېر کړ. ته وګوره ګرانه، دا ستا زوړ د غاښو برس دی. ستا د یادګار نښې په حیث مي هروخت له ځان سره ګرځاوه”.

“چي خپل د غاښ پریولل دریاد کړي”.

“نه. زه خپل برس لرم. ستا برس مي د دې لپاره راسره ایښی وو، چي تا پر یاد کړم. تا به سهار وختي په دې برس له غاښو څخه د ویلاروسا اثار پاکول. قسمونه به دي اخیستل او اسپرین به دي خوړی، بیا به دي ښکنځل کول. هرکله چي دغه ګیلاس ووینم ستا هغه وخت مي رایاد شي چي هڅه به دي کول تر څو خپل افکار په برس پاک کړي”. د کټ په لور رانژدې شو ”هله ژر کوه یو ځلي مي ښکل کړه او راته ووایه چي ته خوشاله يې”.

“هیڅکله به دي ښکل نه کړم. بي لکۍ بیزو”.

“خبر یم، ته یو ښه انګلوساکسون ځوان یې. پوهیږم چي اوس پیښېمانه يې. خبر یم. زه به اوس تر هغه وخته تم شم تر څو انګلوساکسون ځوان په برس فحش لیري کوي”.

“ګیلاس ته یوڅه کوګناک ورواچوه”.

ګیلاسونه مو سره وجنګول او پر سر مو پورته کړل. رینالډي راباندي وخندل.

“زه به تا په ډير څيښاک نشه کړم، بیا به دي اینه در څخه راوباسم، یوه نوې ایټالوۍ اینه به درته پیوند کړم او بیا ځلي به یو روغ انسان درنه جوړ کړم”.

ګیلاس مي د کوګناک په تمه لاس کي نیولی وو. بهر تاریکي خپل راج چلاوه. ګیلاس په لاس د کړکی په لور تېر شوم او خلاصه مي کړل. باران دریدلی وو، خو بهر يې یخ جوړ کړی وو. ونې په خوپ کي پټې وې.

رینالډي وویل “کوګناک بهر مه توییوه. که يې نه شي څيښلای، ما ته يې راکړه”.

ما ورته وویل “خپل کار دي کوه”. د رینالډي په بیا لیدو خوشاله وم. ده دوه کاله زما په ځورولو تېر کړي ول. راباندي ګران وو. د یو او بل په خوی و خاصیت ښه پوهېدو.

په داسي حال کي چي په کټ کي پروت وو پوښتنه يې راڅخه وکړل “واده دي وکړ؟”

ما پر دېواله تکیه اچولې وه.

“نه، تراوسه مي لا نه دی کړی”.

“له یو چا سره په مینه کي يې؟”

“هو”.

“له هماغې بریتانوۍ نجلۍ سره؟”

“هو”.

 “بېچاره. هغه ستا وړ ده؟”

“هو، ولي نه”.

“مطلب مي دادی یعني عملاً په ژوندانه کي؟”

“ځغله ورک شه”.

“سمه ده. تا ته به معلومه شي چي زه د څه ډول خوی او عادت څښتن یم. ایا دا…؟”

ما ورته وویل “رینالډي، د خدای لپاره چپ شه. که غواړي ملګرتیا مو پر ځای پاتې شي، چپ شه”.

“زه نه غواړم، ستا ملګری وه اوسم. زه ستا ملګری یم”.

“نو بیا چپ شه”.

“سمه ده”.

د کټ په لور ورتیر شوم او  په څنګ کي ورسره کښېناستم. ده خپل ګیلاس په لاس کي نیولی وو او مځکې ته يې کتل.

“رینالډي، ته پوهیږي چي دا هرڅه څه ډول دي؟”

“اوه، هو. زما ټول ژوند له همدې ډول شیانو سره تېر شوی، خو ته په دې برخه کي کم تجربه يې. او زه غواړم ته هم پکښې ماهره شې”. دی تراوسه ځوړند سر ناست وو.

“ته يې نلري؟”

“نه”.

“ګرد سره؟”

“نه”.

“ایا زه دا خبره ستا د مور او خور په اړه ویلای شم؟”

رینالډي کرار وویل “ستا د خور په اړه هم”. موږ دواړو وخندل.

“زوړ اتله!”

رینالډي “کیدای شي زه بخیل یم”.

“نه، ته بخیل نه يې.”

رینالډي “زما هدف هغه نه وو، هدف مي بل څه وو. ته واده لرونکی ملګری لرې؟”

 “هو”.

رینالډي “زه يې نه لرم، هغه چي یو له بل سره مینه ونه لري؟”

“ولي؟”

“د دوی له ما څخه ښه نه کیږي”.

“ولي؟”

“زه مار یم. زه د منطق مار یم”.

“ته يې سره یوځای کوي. مڼه يې سبب وه”.

“نه، هغه مار وو. هغه ډير ښه وو”.

ما ورته وویل “ته چي غلی ناست يې، ډېر ښه معلومیږې”.

“مینه درسره لرم، زه چي کله له ځانه یو ستر ایټالوی مفکر جوړ کړم، ته مي غرور بیرته رامات کړي؛ خو زه په ډیرو هغو خبرو پوهیږم چي ویلای يې نه شم. په هر صورت زه تر تا ډير پوه یم”.

“هو. ریښتیا هم”.

“او ته به له خیره یو ښه ژوند ولرې. له پښېمانتیا سره سره به بیا هم ښه ژوند ولرې”.

“زه خو داسي فکر نه کوم”.

“اوه، ریښتیا وایم. ته به ریښتیا هم ښه ژوند ولرې. زه چي کله مصروفه یم ډیر خوشاله یم”. ده بیا سر ځوړند کړ.

“ته به يې هم څښتن شې”.

“نه. زما ګرد سره دوه شیان خوښ دي. یو يې زما د کار لپاره مضر دی او هغه بل يې نیم ساعت، پنځلس دقیقې او ځیني وختونه تر دې هم لږ وخت نیسي”.

“ځیني وختونه تر هغه هم لږ”.

“بلي، لږ پرمختګ مي کړی. ته نه يې خبر. لنډه دا چي هماغه دوه شیان او زما کار”.

“ستا په ژوند کي به یو انقلاب او نوي شیان رامنځته شي”.

“نه، زموږ په ژوند کي نوي شیان هیڅکله نه راځي. موږ کامل پیدا شوي یو. نوی شی مو په ژوند کي نه راځي. موږ بشپړ یو. ته باید په دې وویاړي، چي لاتین نه يې”.

“د لاتین په نامه کوم شی نشته. لاتین خپله یو فکر دی. ته پخپلو نمیګړتیاو خورا ویاړې.” رینالډي لوړ وکتل او په خندا شو.

“بس يې ده ملګرې. د ډېرو فکرو له لاسه خسته شوی یم”. دی چی کله اول کوټې ته راننوت، له څیرې يې پوه شوم چي ستړی دی ”د ډوډۍ وخت دی. زه ډېر خوشاله یم چي بیرته راغلې. ته زما بهترین ملګری او د جګړې د وخت ورور يې”.

“د جګړې د وخت ملګري څه وخت ډوډی خوري؟”

“همدا اوس. ستا د اینې په ویاړ به یو وروستی جام پر سر پورته کړو”.

“د سیانټ انټوني په څير”.

“غلط. هغه موضوع د شرابو او معدې مربوط وه. لږ شراب د خپلي معدې په ویاړ وڅيښه”.

“سمه ده، ستا په خاطر به ټوله بوتل وڅيښم”.

رینالډي “ستا د میرمني په ویاړ”. خپل ګیلاس يې پورته کړ.

“سمه ده”.

“زه به هیڅکله د هغې په اړه کومه ناوړه خبره ونه کړم”.

“پر ځان فشار مه راوله”.

کوګناک يې وڅيښل ”زه پاک و ساده یم. خاص ستا په څېر یم. زه به هم له خیره، له یوې بریتانوۍ سره یارانه واچوم. که ریښتیا درته ووایم، ستا له نجلۍ سره لمړی زما پیژندګلوي وشول؛ خو هغه تر ما یو څه په ونه جګه وه. قدبلنده نرسه!”

ما ورته وویل “ته ډير پاک ذهنه يې”.

“هو، هغه خو زه یم. ټوله نړۍ ما ته په پاک ذهنه وايي”.

ما ورته وویل “رینالډي خاک به سر”.

“د نن لپاره همدومره کفایت کوي. راځه په همدې پاک ذهن به کښته شو او ډوډۍ به وخورو”.

له تګه وړاندي ولمبیدم، سر مي ږمنځ کړ او بیا کښته ولاړو. رینالډي لږ نشه غوندي وو. موږ چي خوړنځای ته ورغلو، ډوډۍ لا نه وه تیاره شوې.

رینالډي “زه به ولاړ شم او یو بوتل به راړم.” د زینو له لاري پاس ولاړ. زه پر میز کښېناستم. رینالډي ګړی وروسته له بوتل سره راستون شو. ګیلاسونه مو نیم نیم ځیني ډک کړل او مخي ته مو کښېښوول.

ما ورته وویل” ډیر دي”. ګیلاس مي راپورته کړ او د میز له پاسه پر پرتې شمعې مي سترګې ښخي کړې.

“د تش نس لپاره دا نیم ګیلاس هیڅ شی نه دی. دا ډیر خوندور شربت دي. معده په مکمل ډول سوځي. ستا لپاره هیڅ شی تاواني نه دی”.

“سمه ده”.

رینالډي “تدریجي ځان وژنه. دغه څيښاک معده بشپړه تباه کوي. انسان ته لاس ریږدېدا وراچوي او په پای کي يې ګټه یوازي وه جراح ته رسیږي”.

“ته يې توصیه کوي؟”

“د زړه له اخلاصه. زه ګردسره بل شی نه څيښم. ويې څيښه او ناروغي ته سترګې په لار شه”.

ما چي خپل نیم ګیلاس ختم کړ، په دهلېز کي مي د خادم نارې واورېدې ”سوپ! سوپ اماده دی!”

جګړن راننوت، موږ ته يې سر وښوراوه او کښېناست. پر میز باندي ډير کوچنی ښکاریده.

پوښتنه يې وکړل “همدا ټوله یو؟” خادم د سوپ پیاله پر میز کښېښوول او جګړن خپل غاب ځیني ډک کړ.

رینالډي “هو. همدا ټوله یو، خو پادري تراوسه نه دی راغلی. هغه که د فریدریکو له راتګه خبر شو، هغه به هم په ځغاسته ځان راورسوي”.

رینالډي مي وپوښت “هغه چیري دی؟”

“هغه اوس په ۳۰۷کي دی”. دی په سوپ خوړلو مصروفه وو. خوله يې په احتیاط پاکه کړل “کیدای شي اوس راشي. هغه ته مي ټلیفون ور وکړ او ستا له راتګه مي خبر کړ”.

ما ورته وویل “د خوړنځای شورماشور مي خورا ارمان وو”.

جګړن “د شور ماشور وختونه ولاړل. اوس هغه شور ماشور نه دی پاتې”.

رینالډي “زه به شورماشور جوړ کړم”.

جګړن وویل “شراب درواخله”. خپل ګیلاس يې ډک کړ. آش هم راورسیدل او ټوله يې په خوړو مصروفه شوو. آش پر خلاصېدو ول، چي پادري هم راورسېد. دی د پخوا په شان وړوکی، تور او سره ننوتلی ښکاریده. زه پاڅیدم او ستړي مشي مي ورسره وکړل.

لاس يې زما پر اوږه کښېښود.

پادري “څنګه چي مي ستا د راتګ واورېدل، سمدستي رارهي شوم”.

 جګړن ورته وویل “کښېنه، اوس دي لا ناوخته کړ”.

رینالډي په انګلیسي ورته وویل “ماښام په خیر”. دغه، څو جملې يې له هغه تورن څخه زده کړي وې، چي هر وخت به يې پادري ځوراوه. پادري وویل ”رینالډي، ماښام په خیر”.  خادم وه ده ته سوپ راوړ، خو ده غوښتل چي په آش يې پیل کړي.

له ما يې پوښتنه وکړل“تاسي څنګه یاست؟”

“شکر دی ښه یم. ستاسي کارونه څنګه دي؟”

رینالډي وویل “پادري شراب درواخله، لږ شراب ستا د معدې په ویاړ درواخله. دا د سیانټ پاول وینا ده”.

پادري ورو ورته وویل “خبر یم”. رینالډي خپل ګیلاس ډک کړ.

رینالډي بیا وویل “ټوله ګناه د سیانټ پاول په غاړه ده، ټوله مشکلات د همده له لاسه دي”. پادري ما ته وکتل او مسک شو. زما  ورته پام شو د پخوا په نسبت اوس لغازي خبرو چندان اثر نه پرې کاوه.

رینالډي وویل “همدا سیانټ پاول یو راونډر او چیسر وو. بیا چي کله يې نشه سر شول ويل يې دا ښه نه دي او کله چي بیا د ده خبره خلاصه شول د پاته خلکو لپاره يې قوانین وضعه کړل.همداسي نه ده فریدریکو؟”

جګړن وخندل. اوس مو کباب راپیل کړی وو.

ما ورته وویل “زه تر غروب وروسته د مقدساتو په اړه خبرې نه کوم”. پادري سر راپورته کړ او راته مسک شو.

رینالډي وویل “ده ته بیا وګوره، د پادري اړخ يې ونیو. آ خلکو، څه شول هغه د پادري ځورونکي؟ کاوالکانتي چیري دی؟ بروندي چیري دی؟ سزار چیري دی؟ ستاسي رایه داده چي زه پادري په یوازي سر وځوروم؟”

جګړن “دی یو ښه پادري دی”.

رینالډي وویل “دی ښه پادري دی، خو بیا هم یو پادري دی. زه غواړم خوړنځای پخواني حالت ته وګرځوم. زه غواړم فریډریکو خوښ وساتم. پادري مرداباد!”

ما جګړن ته وکتل، چي وه رینالډي ته یې کتل؛ دی هم پوه شوی وو، چي رینالډي نشه دی. رینالډي څيره الوتی ښکاریده. پر تندي يې خپاره وریښتان ډیر تور ښکاریدل.

پادري “همداسي ده لکه تاسي چي وایاست، رینالډو. تاسي صحیح وایاست”.

رینالډي “پادري مرداباد. وایم مرداباد”. چوکۍ ته يې تکیه ووهل.

جګړن موږ ته وویل “رینالډي له څه وخته راپه دېخوا تر فشار لاندي دی. کارونه يې زیات دي”. ده خپله برخه غوښې خلاصي کړې او غاب يې په ګوله پاک کړ.

رینالډي ناستو خلګو ته مخ راوګرځاوه “زه چټیاټ نه وایم، وایم پادري مرداباد!” ناستو خلګو ته يې په یوه فاتحانه انداز وکتل، د ده سترګي لویدلي او څیره يې الوتې ښکاریده.

ما ورته وویل “سمه ده، دی مرداباد”.

رینالډي “نه، نه، ته د دې ډول خبرو حق نه لرې. ته دغه ډول ادعا نه شې کولای. وایم ته يې د ویلو حق نه لرې. ته خالي او کار دي خلاص دی. بس خبره خلاصه ده. د ویلو لپاره بل څه شته هم نه”.

پادري سر وښوراوه. خادم زموږ میز ته راغلی او د میز له سره يې غابونه پورته کړل.

رینالډي پادري ته مخ وروګرځاوه “ته غوښې ولي خورې؟ نن جمعه نه ده؟”

پادري “نه، نن پنجشنبه”.

“درواغ، نن جمعه ده. زه په دې هم پوهیږم  کومي غوښې چي ته يې خورې، هغه د یوه اتریشي پوځي مړ جسد دی”.

ما ورته وویل “دغه ډول سپیني غوښې د افسرانو وي”. غوښتل مي چي هماغه پخوانۍ ټوکه بشپړه کړم.

رینالډي وخندل او خپل ګیلاس يې بیا ډک کړ.

رینالډي “زما په خبرو خفه نه شې، زه یو څه لیونی غوندي یم”.

پادري رینالډي مخاطب کړم “ستا لپاره د یو څو ورځو رخصتې ښه ده”.

جګړن پادري ته سر وښوراوه. رینالډي بیا وه پادري ته و کتل.

رینالډي “ته وايې چي زه په رخصتۍ ولاړ شم؟”

جګړن وه پادري ته سر وښوراوه، خو رینالډي بیا پادري ته رډ رډ کتل.

پادري “چي څنګه ستا خوښه وي، که نه ځې، مه ځه”.

رینالډي “پر تا دي د خدای غضب وشي. دوی غواړي، چي ما له دغه ځایه وشړي. دوی شپه او ورځ په دې هڅه کي دي چي ما وشړي، خو زه ورسره مبارزه کوم. څه پروا لري چي زه پرې اخته یم، دا نو څه خبره ده، هر څوک يې لري. په نړۍ کي هر څوک په اخته کیږي. لمړی خو” د خپل لیکچر او بیان په خلاصه کولو باندي شروع شو ”دا یوه وړوکې زخه ده، بیا د اوږو په مینځ کي يوه ګرمکه ځیني جوړه شي او له هغه وروسته بیخي له منځه ولاړه شي. بیا مو نو عقیده وه سیمابو ته جوړه شي”.

جګړن کرار وویل “یا هم سالوارسان[22]”.

رینالډي وویل “د سیمابو تولید”. په یوه مغروره لهجه يې وویل ”پادري، زه داسي څه پیژنم چي د دواړو ارزښت لري، دا یوه ساده صنعتي پیښه ده”.

خادم له خوږو او قهوې سره یوځای راداخل شو. خواږه یو ډول ډوډی والا پوډینګ وو چي له پاسه پرې غلیظ ساس اچول شوی وو. د میز له پاسه پرتې لمپې لوګی کاوه، د دودکښ منځ له تور لوګي څخه ډک وو.

جګړن خادم ته وویل “دا لمپه ایسته کړه، پر ځای يې دوه شمعان راوړه”. ده هم له هاخوا دوه لګیدلي شمعان په جلا جلا نعلبکيو کي راوړل. لمپه يې واخیستل او مړه يې کړل. رینالډي اوس غلی ناست وو، سم ښکاریده. موږ بانډار وکړ او د قهوې له څيښلو وروسته ټوله وه دهلیز ته ور ووتو.

رینالډي “دا چي تاسي غواړئ، د پادري سره مجلس وکړئ، نو زه به وه ښار ته ولاړ شم. ښه شپه ولرئ، پادري”.

پادري “تاسي هم ښه شپه ولرئ”.

رینالډي “فریډه، یار زنده، صحبت باقي”.

“بامان خدا. ماښام بیا ناوخته مه راځه”. رینالډي پيښې وکړې او ووت. جګړن چي له موږ سره ولاړو، ويي ویل ”دی ډير ستړی وي، کاري بوج پرې زیات دی. ده ته دا وسوسه ورلوېدلي، چي ګني دی په سفلس ناروغی اخته دی. زما خپله یقین نه کیږي، خو کیدای شي چي وي. اوس يې درملنه پیل کړې. په هرصورت ښه شپه ولرې او سهار وختي به له خیره حرکت وکړي”.

“سمه ده”.

بیا يې وویل “د خدای په امان. بریالی اوسې. سهار به له خیره (پیدوزي) ږغ درباندي وکړي او له هغه سره به په ګډه ولاړ شې”.

“ښه وخت ولرئ”.

“په مخه مو ښه. د اتریشیانو د حملې اوازې دي، خو زه باور پرې نه لرم. خدای دي وکړي چي داسي نه وي. په هر صورت هغه به دلته نه وي. جینو به دي په هرڅه پوه کړي. پوځي مخابره د پخوا په پرتله اوس سمه شوې”.

“زه به تاسي د هرې واقعې څخه په جریان کي ساتم”.

“ډير ښه. ښه شپه ولرئ. او بله خبره، رینالډي ته اجازه مه ورکوه، چي ډېر څيښاک وکړي”.

“زه به يې د منعه کولو هڅه وکړم”.

جګړن پادري مخاطب کړ “ښه شپه او ښه خوب ولرې”.

پادري ورته وویل “همچنان. ښاغلي”.

جګړن د خپل دفتر په لور رهي شوو.

شپږویشتم فصل

زه دراوزې ته ورتېر شوم او دباندي مي وکتل. باران اوس له برمه لوېدلی وو، خو میده میده څاڅکي اوس هم ووریدل.

ما پادري ته وویل “لوړ کوټې ته ځو؟”

“زه تر ډیره نه شم پاتیدای”.

“ته راځه”.

په زینو کي وختو او زما کوټې ته ولاړو. زه د رینالډي پر بستره وغځیدم او پادري بیا زما پر سفري بستره چي خادم غوړولې وه، کښېناست. کوټه تیاره وه.

پادري “ښه، تاسي جوړ یاست؟”

“شکر دی. نن شپه ستړی یم”.

“زهم ستړی یم، خو ناحقه”.

ما ورته وویل “د جګړې په اړه دي څه نظر دی؟”

“زما په نظر په دې نژدې راتلونکي کي به ختمه شي. دا چي ولي؟ زه خپله هم نه یم پرې خبر، خو زما زړه همداسي راته وايي”.

“زړه دي څه درته وايي؟”

“ستا په نظر جګړن په دې شپو و ورځو کي څه ډول دی؟ ارام او غلی؟ اوسمهال ګڼ شمیر هم دا ډول دي”.

ما ورته وویل “زه خپله همداسي یم”.

پادري وویل “ډیر خطرناکه اوړی وو”. د پخوا په نسبت يې پر ځان باور زیات شوی وو ”ستا به هیڅ باور ونه شي. پرته له دي چي هر څه دي پخپلو سترګولیدلي وای. ګڼ شمیر خلک سږ اوړی د جګړې په حقیقت و ماهیت پوه شول. هغه افسران چي ما يې د پوهیدلو هیڅ تصور نه کاوه اوس د جګړې په حقیقت پوه شوي”.

توس مي لاس کي ټینګ ونیو “نو ستا په نظر له دې څخه وروسته به څه کیږي؟”

“نه پوهیږم، خو زما په نظر دغه اړودوړ به تر ډيره دوام ونه کړي”.

“ستا په نظر څه به وشي؟”

“هغوی به له جګړې لاس واخلي”.

“څوک؟”

“متفقین و متحدین”.

ما ورته وویل “خدای دي وکړي، چي همداسي وشي”.

“ستا باور نه کیږي؟”

“فکر نه کوم چي دواړه اړخه دي سملاسي او په یو ځل جګړه ودروي”.

“زه هم فکر نه کوم، خو دا یوه ستره هیله ده. په هر صورت کوم تغیرات چي زه اوس د خلکو په افکارو کي وینم فکر نه کوم چي دغه کمشکش او جګړه دي تر ډيره دوام وکړي”.

“سږ دوبی جګړه چا وګتل؟”

“هیڅ چا”.

ما ورته وویل “اتریشیانو وګټل. دوی د سان ګبریل کلکه دفاع وکړل. همدوی بریالي شول. دوی به جګړه ونه دروي”.

“که چیري دوی زموږ په څير فکر ولري، د جګړې د ختم شونتیا شته”.

“بریالی او ګټونکی پوځ هیڅ وخت جګړه نه دروي”.

“ته ما ناامیده کوې”.

“زه یوازي هغه څه درته وایم، چي په ذهن کي مي راځي”.

“نوبیا ستا په نظر دا هرڅه به تر قیامته روان وي؟ هیڅ به پيښ نه شي؟”

“نه پوهیږم. یوازي دومره ویلای شم کله چي اتریشیان پخپله بریا باندي ډاډ ولري، نو هغوی به هیڅکله جګړه ختمه نه کړي”.

“اتریشیان د بوسنیایانو پرته ټول عیسویان دي”.

“زما مطلب په نامه عیسویان نه دي. داسي لکه حضرت عیسی”.

څه يې ونه ویل.

“موږ ټول اوس شریف یو، ځکه چي شکست مو وخوړ. که پیټر په بڼ کي  حضرت عیسی نه وای ژغورلی څه ډول به وای”.

“هغه به هم زموږ په څېر وای”.

ما ورته وویل “فکر نه کوم”.

پادري “ما درته وویل چي ته مي بي جراته کوې. زه خو خپله په همدې عقیده یم او دعا کوم چي یوڅه وشي. په دا ډير نژدې کي زه د یوڅه پیښیدو توقع لرم”.

ورته ومي ویل “یوڅه خو کیږي، البته هرڅه چي واقع شي، نتیجه به يې موږ په خپلو سترګو ووینو. که اتریشیان هم زموږ په څېر فکر او اراده ولري نو بیا خو کوم مشکل نشته. خو هغوی موږ ته ماته راکړل، ځکه نو دوی اوس یو بېل ډول احساس لري”.

“ګڼ شمیر عسکر هم اوس بل ډول نظریات لري، خو علت يې دا نه دی چي دوی ماته خوړلي”.

“هغوی له پيله مغلوب ول. دوی له هغه راهیسي لا مغلوبه ول، کله چي دوی له باغ و کروندو څخه خلک په جبر راوستل او بیا یې په پوځ کي شامل کړل. د همدې کلیوالي شعور او فکر له وجهي څخه دوی مغلوبه شول. ته یوځلي دوی د واک پر ګدۍ کښېنوه بیا ورته وګوره”.

څه يې ونه ویل همداسي غلی او په فکرو کي ډوب ناست وو.

ما ورته وویل “زه خپله اوس سرګردانه یم. لامل يې همدا دی چي په دې اړه مي تراوسه هیڅ فکر نه وو کړی. زه هیڅکله له وړاندي فکر نه کوم، څه چي مي پر خوله راځي هماغه وایم. پخپل ذهن کي داسي څه مومم چي له وړاندي مي لا وه سوچ ته راغلي وي”.

“زه یوه شي ته هیله من یم”.

“شکست ته؟”

“نه، له دې ورهاخوا”.

“له بري پرته بل څه نشته، خو هغه هم کیدای شي چي ناوړه وي”.

“له ډیره وخته د بري په هیله یم”.

“زه هم”.

“خو اوس عقیده پرې نه لرم”.

“بالاخره، له دې دوو څخه به مو یو په قسمت کي راشي”.

“زه خو له بري څخه ناهیلی شوی یم”.

“زه هم، خو زه پر ماته او شکست معتقد نه یم. کیدای شي نتیجه له دې څخه یوڅه ښه وي”.

“نو بیا تاسي پر څه شي معتقد یاست؟”

ما يې په جواب کي وویل “پر خوب باندي”. له دې ویلو سره پادري پاڅید.

“دا چي تر ډيره درسره پاتې شوم بخښنه غواړم، خو ستا سره بانډار کول مي په طبعه ښه لګیږي”.

“دعا کوه چي بیا مجلس سره وکړو. له خوب څخه مي چي کومه یادونه وکړل، کوم هدف مي ترې نه درلود”.

پاڅیدو او یو بل ته مو لاسونه سره ورکړل.

پادري “زه اوس په ۳۰۷ کي هستیږم”.

“زه سهار وختي دندې ته ځم”.

“چي راستون شوې، بیا به مجلس سره وکړو”.

تر دروازې پوري مي بدرګه کړ ”یو ورځ به په ګډه قدم هم ووهو او بانډار به هم سره وکړو”.

پادري وویل “راکښته کیږه مه. ډیر خوشاله شوم، چي بیا مو سره ولیدل او خدای پاک ډیر فضل درباندي وشو، چي بچ شوې”. لاس يې زما پر اوږه کښېښود.

ما ورته وویل “زه خو کوم مشکل نه لرم”.

“ښه شپه ولرئ”.

د خوب له لاسه مي سترګې پټي پټي کیدې.

اوه ویشتم فصل

کوټې ته د رینالډي له راننوتو سره راپاڅیدم خو هغه همداسي غلی تېر شو او زه هم بیرته بیده شوم. سهار مي کالي واغوستل او له رڼا کیدو وړاندي روان شوم. له کوټې څخه چي راوتم، رینالډي لا بیده وو.

باینسیزا مي تراوسه نه وه لیدلي، ځکه نو یوې داسي ډډې ته تګ او سفر کول، چي د اتریشیانو په ولکه کي وه او زما د ژوبلیدو له ځای سره په څنګ کي وه بیخي عجبه غوندي راته ښکاره شول. یو بل ګړنګ وزمه سړک يې تازه په تازه ودان کړی وو، ګڼ شمیر موټرونو تګ راتګ پرې کاوه. لږ وړاندي سړک پلن کېده له هماغه ځای مي ځنګل او غونډۍ ته وکتل، چي په خوپ کي پټ شوي ول. په ځنګل کي درنه جګړه نه وه شوې، ځکه نو کوم د پام وړ زیان وراوښتی نه وو. په کوم ځای کي چي نور نو سړک د غونډیو له منځه وتی او هواري ته داخلېده، دواړه اړخونه او سر يې د جورو ټانټو باندي پوښل شوی وو. سړک په یوه وران ویجاړ کلي کي پایته رسیده. لږ څه لوړ د جګړې لمړی کرښې وي. شاوخوا سیمه بېحده کنډ و کپر شوې وه، خو کلک نظم پکښې موجود وو. په هرځای کي لوحې لګول شوي وي. جینو مو ولټوی له هغه سره مو کافي وڅيښل او له هغه وروسته مو له یو شمیر خلکو او پوستو څخه لیدنه وکړل. له جینو سره له خبرو وروسته پوه شوم، چي بریتانوي امبولانسونه تر بانیسیزا لاندي په (راون) نومي سیمه کي فعالیت کوي. د ده بریتانویان خورا په طبیعت لګیدل. په خبرو خبرو کي يې د اتریشیانو د سخت بمبار په اړه راته وویل. د ده په خبره اتریشیانو زموږ سیمه سخته بمبار کړي، خو چنداني مرګ ژوبله يې نه دي اړولې. داسي بیره وه، چي د باران له پیل سره به د ناروغانو شمېر زیات شي. داسي ګنګوسې وي، چي اتریشیان به حمله کوي، خو د ده زړه ته نه لوېدل. زموږ له خوا هم د یرغل هوډ شوی وو، خو د جګړې په ډګر کي د کافي شمېر عسکرو د نه شتون له امله دا حمله هم مخ په پاتېدو وه. دلته قحطي وه، له همدې امله د ده وه ګوریزیا ته تلوسه زیاته وه. ما څه ډول خواړه خوړل؟ زما له جواب څخه ډیر خوښ شو. په خاص ډول بیا د ډولچ له نامه څخه متاثره شو. د ډولچ په اړه مي زیات توضیحات ورنه کړل. بس همدومره مي ورته وویل چي ډولچ مو وخوړل. په هر صورت، دغه نوي خواړه يې ښه خوښ شول.

ایا زه پوهیدم چي دی به چیري واستول شي؟ ما ورته وویل زه نه یم خبر، خو یو څو موټرونه په کاپوریتو کي ولاړ وه؛ ویل کاشکي مي هلته واستوي. کاپوریتو ښکلی او وړوکی ښار وو، د ده يې دنګ غرونه چي شاوخوا سیمه يې راچاپیره کړي وه، خوښیدل. دی خپله یو خوش اخلاقه ځوان وو او د هر چا په مزاج ښه لګیده. د ده په وینا د مځکې پر مخ جهنم په سان ګبریل کي وو او د (لورن) جګړې پایله بیخي ناشولته راووته. د ده په خبره اتریشیانو په غرو او ځنګلو کي، زموږ شاته ډيره نابوده توپخانه لګولې وه، چي ګرده شپه به يې پر لارو ګودرو باندي بې درېغه بمبار کاوه. د اتریشیانو سمندري توپخانې دی سخت په غصه کړی وو. د ده په خبره چي د ویشتن لیکي څخه ما ته معلومیدل لمړی به غږهاری شو او بیا به سمدستي یو لوی درز وشو. اتریشیانو په یوه وخت کي له دوو توپو څخه په مسلسل ډول ډزې کولې. توغندۍ به له یوه غړمب سره پر مځکه راپرېوتې او بیا چي به دي کتل، ستا تر دیده به د اوسپنو غټي او کوچنی ټوټې فرش شوي وې. له دغو ټوټو څخه يې یوه ستره، غاښوره او تیره ټوټه راښکاره کړل. بیخي نابوده او تیره پرزه وه.

جینو “فکر نه کوم چي دا توغندۍ دي چنداني ویجاړونکي وي، خو زه ځیني بیریږم.  ږغ يې داسي دی، خاص لکه ته چي يې په نښه کړی يې. اول غړمب شي او بیا له کړیکې سره یوه زوروره چاودنه وشي. خو د دې زهره چاودو ګټه څه ده؟ او بله خبره، اوس د جګړې په لمړۍ کرښه کي زموږ پر ضد کروشیایان او هنګریایان هم جنګیږي. زموږ سرتېري په تهاجمي حالت کي وه. که اتریشیانو حمله کړې وای، نه د مخابرې سیسټم کار کاوه او نه هم یو داسي ځای وو چي سرتېرو عقب نشینې ورته کړې وای. د غره په ډډو کي د سنګر لپاره ښه ځایونه ول، خو دومره څوک پیدا نه شو چي هغه تیار او اماده کړي، تر څو پوځیانو کار ځیني اخیستی وای”.

 خیر، زما نظر د بانیسیزا په اړه څه ډول وو؟

زما په نظر هغه تر غونډیو ډيره هواره ده، زه خپله دومر باوري نه وم چي په دې اندازه دي ورانه شوي وي.

جینو “لوړي غونډۍ، خو نه مسطحه”.

له ده سره د ده په کور کي په یوه وړوکې کوټه کي دیره شوم. ورته ومي وویل زما په نظر د یوه داسي غره چي ډیري لوړي و ژورې ونه لري، ساتل يې د یوه وړوکي غره په نسبت اسانه دي. ده ته مي وویل چي د هواري منطقې په پرتله پر غره باندي حمله ډیره سخته نه ده. ده په جواب کي راته وویل “دا نو بیا په غره پوري ارتباط لري، چي غر څه ډول دی، اوس بیا وه سان ګبریل ته وګوره”.

ما ورپسي غبرګه کړل “هغه صحیح ده. خو هغه لوړ ځای چي په سر کي هوار وي د ستونزې جرړه شي، که نه په اسانی ختلای شوای”.

ده وویل “په دومره اسانی هم نه، لکه تاسي چي وایاست”.

ورته ومي ویل “هو. خو هغه یوه استثنا وه، بله دا چي سان ګبریل تر یوه غره وه لښکر کوټ ته ډيره ورته وه. په هر حال، اتریشیانو کلونه کلونه د هغه ځای په مستحکم کولو باندي تیر کړل”. زما مطلب یو تکتیکي بحث وو، چي په هغه کي یو خوځښت وي.

ما ورته وویل د یوې غرنۍ لړۍ ساتل اسانه نه دی، ځکه ډير ژر له لاسه وزي. د جګړې په میدان کي باید د حمل و نقل بشپړه اسانتیاوې وي، خو په غرو کي په اسانۍ سره د شیانو حمل و نقل امکان نه لري. ځیني پوځیان به د غره وه ډډې ته راشي، خو که دښمن پرې راسم شي، نو بیا خو ډیر مهم کسان لوړ په غره کي کلابند کیږي. جینو مي مخاطب کړ”زه له ډېر فکره وروسته دې نتیجې ته رسېدلی یم، چي په غرونو کي له جګړو باید ډډه وشي. په یوه غره کي ته سنګر نیسې او په مخامخ غره کي ستا دښمن سنګر نیسي او کله چي بیا جګړه په زور او شدت کي شي، بیا  دواړه لوري له غرو راکښته کیږي او په هواره کي یو له بل سره ډغرې وهي”.

ده زه وپوښتلم “آ ښه که ستا په لاس کي یو غرنی سرحد وای تا څه کول؟”

ما ورته وویل “تراوسه مي په دې اړه فکر نه دی کړی”. موږ دواړو وخندل.

بیا مي ورته وویل “خو پخوا به اتریشیانو تل د ویرونا په څلور لاره کي له ماتې سره مخ کیدل. لمړی به يې وه هغو ته موقع ورکول چي لاندي راشي، بیا به يې نو کوتک پسي راسم کړ”.

جینو وویل “هو، خو هغه وخت فرانسویانو په دوی دغه ډول کانې کولې. کله چي یو پوځي په پردي هیواد کي جنګیږي، هغه په ډېره اسانۍ جګړه ایز مسایل حلولای شي”.

ورته ومي ویل “ريښتیا هم. پوځیان اړ دي، چي په خپل هیواد کي هر څه د قانون په چوکاټ کي وکړي”.

“روسانو د ناپلیون د ښکېلولو لپاره همداسي وکړل”.

“هو، خو روسانو بې حسابه مځکې درلودې. که تاسي هم د ناپلیون د ښکېلولو لپاره شاتګ کوی، یو وخت به مو دې ته پام شي، چي برینډیسي ته رارسیدلي یاست”.

جینو “ډير خطرناکه ځای دی. هلته یو وخت تللی یې؟”

“تللی یم، خو ګذاره مي پکي نه ده کړې”.

جینو “زه یو هیوادپال یم. خو برینډیسي او تارانتو مي په طبعه ښه نه لګیږي”.

پوښتنه مي ځیني وکړل “باینسیزا دي خوښه ده؟”

جینو “خاوره يې سپيڅلي ده. خو کاشکي چي ډیري پټاټې پکښې کرل کیدای. ته پوهیږې موږ چي کله دلته راغلو د اتریشیانو د پټاټو ستر ستر کښتونه په لاس راغلل.”

ما ورته وویل “دلته ریښتیا هم خواړه نشته؟”

“ما خپله تراوسه په ماړه نس ډوډی نه ده خوړلې، خو زه ډير خوراک کوم او په عین حال کي تراوسه وږی هم نه یم پاتې شوی. خوراکي حالت منځنی دی. د جګړې په لمړۍ کرښه کي پرتو پوځیانو ته د هغوی تر بسه خواړه رسیږي، خو د مرستندویه ځواکونو حالت چنداني ښه نه دی. په هرصورت خبره یو ځای ورانه ده. خواړه باید د پراخه لاسه وي”.

“کیدای شي، په اعاشه والاوو کي یو موږک پیدا شوی وي”.

“همداسي ده. د جګړې لمړۍ کرښې ته هر څه من و خروار رسیږي، خو مرستندویه پوځیان د زړه سوي دي. هغوی د اتریشیانو ټولي کرل شوي پټاټې او د ځنګله شاه بلوط وخوړل. خواړه باید متوسط وي. دلته ستونزه دا ده، چي زموږ ګېډې هم لږ شان غټي دي. زه ډاډه یم چي خواړه پرېمانه دي. د یوه عسکر د شان سره ډیره بده، چي د خوړو د قحط سره مخ وي. تراوسه دي دې ته فکر کړی، چي وږی نس څومره اغیز لري؟”

ما يې په جواب کي وویل “هو. په جګړه کي که موړ نس د بري لامل نه شي، خو وږی نس خامخا د ماتې لامل کیدای شي”.

“د شکست په اړه خبري نه کوو، په دې اړه مو ډيري خبرې کړي. په هرصورت سږ دوبی چي هرڅه وشول هغه چټي نه ول”.

ما څه ونه ویل. د سپيڅلي، ویاړمن، ایثار او د بیځایه اصطلاحګانو تل حیرانولم. دغه الفاظ مو اوریدلي ول، ځیني وختونه تر باران لاندي، له لیري ځایه به مو یوازي هغه الفاظ اوریدل چي خطیب به په لوړ اواز ویل. لوستي مو هم ول، پر هغو اعلامیو باندي چي د نورو اعلامیو له پاسه سریښ شوي وي. له یوې اوږدې مودې راوروسته مي هیڅ سپیڅلی شی نه وو لیدلی، هغه څه چي ویاړمن وه، په هغه کي ویاړ پاتې نه وو او ایثار د شیکاګو د مسلخ په څېر وو. په غوښو يې بل کار نه کیده پرته له دې، چي دفن کړل شي. ډير داسي الفاظ ول، چي سړی يې نور د اوریدو توان نه لري او په دې وروستیو کي ځایونو یوازي ظاهري نومونه او ظاهري برم درلود. حقیقي اعداد هماغسي د پخوا په څېر وه، د هري موخي او مطلب لپاره کاریدلای شوای. معنی یا ذهني نومونه لکه ویاړ، وقار، زړورتوب یا نمانځل دغه ډول الفاظ د کلیو، د سړکانو د شمېر، د ټولیو د شمېرو او د نیټې تر څنګ لیکل یو ډول سپک ښکاریدل. جینو یو هیوادپال وو، ځیني وختونه به يې داسي خبرې کولي چي زموږد بېلوالي لامل به شوې. په هرحال دی ښه ځوان وو او زه د ده پر هیوادپالنه ډاډه وم. دی هیوادپال زیږیدلی وو. موټر يې وه پیدوزي ته تسلیم کړ او له موږ سره يې د ګوریزیا په نیت مخه ښه وکړل.

هغه ورځ خورا طوفاني تیره شول. له باد سره باران هم ملګری وو. په څو شیبو کي هر اړخ ته ډم اوبه ودریدې. د ویجاړو شوو کورو دیوالونه خړ او لانده ول. ماپښين ناوخته باران ودرید. په دوهمه شمیره پوسته کي ودرېدم، له هغه ځای مي لوند، خیشت او منی وهلی وطن لیده، چي د تپو او غونډیو له پاسه يې غونډۍ غونډۍ وریځې ګرځیدې. سړکونه په ټانټو پوښل شوي ول او له پاڼو څخه يې د باران څاڅکي راڅڅيدل. لمر له کوزیدو وړاندي یوځلي بیا څيره راښکاره کړل او د غرنیزي لړۍ پر ځنګله باندی وبرښیده. په غرو کي ګڼ اتریشي توپونه اماده باش ولاړ ول، خو اوس یوازي یو څو توپو ډزې کولې. همدلته ولاړ وم، چي یو ناڅاپه مي د یوه وران ویجاړ کور له پاسه، چي د جګړې له لمړۍ کرښې سره په خوا کي وو یوه سپینه و ژړه دوړدوړکه ولیدل. اول یوه تېزه رڼا وشول، بیا یو درز وشو له درزه وروسته اسمان ته یو خړ لوګی پورته شو او د مځکې پر مخ د اوسپنو ټوټې خورې ورې وې. له پوستې سره نژدې په ورانو او تباه شوو کورو کي د توغندیو د پرزو ډیرۍ پرتې وي، خو په هماغه غرمه يې دغه پوسته تر اور لاندي ونه نیول. موږ له ژوبلو څخه دوه موټرونه ډک کړل او په لندو ټانټو د پوښل شوي سړک له لارې ولاړو. لمر د وروستي ځل لپاره، د ټانټو د چولو له لارې خپلي وړانګې پر موږ ولورییلې. له همدې پوښلي سړک څخه د وتلو وړاندي لمر کښته شوی وو. له پوښل شوي سړکه چي راووتو د هغه وروسته پر سرخلاصه سړک باندي رهي شوو. ډېره لار مو لا نه وه وهلې، چي سړک راتاو شو، د غونډیو له مینځه راووتو او بیا وه پوښل شوي تونل ته ورننوتو. باران بیا پیل شو.

تاریک ماښام وو. سخت قهرجن باد لګېده او له بله اړخه به بیا اسمان هم خپل خروښ کښه او سخت باران ورېده. د سهار درې بجې به وي، چي کروشیایان پر غره باندي راتېر شول او د ځنګله له خوا يې د جګړې پر لمړۍ کرښې باندي سخته حمله وکړه. دوی په دې باران او تیاره کي جنګیدل. له دې خوا ډارېدلو پوځیانو متقابله حمله پرې وکړل او دښمن يې بیرته شاتګ ته اړ کړ. د جګړې له لمړۍ کرښې سره په باران کي سخت د توپو، راکټانو او ټوپکو ډزې روانې وي. کروشیایانو د بیا حملې هڅه ونه کړل، خو په دې سخته سیلۍ، باران او باد کي په شمال کي د سخت بمبار ږغونه اورېدل کېدل.

ژوبل پوځیان يې پوستې ته راوړل. ځیني يې په تذکیرو، ځینې په پښو او ځیني نور بیا د نورو پوځیانو پر شاګانو راوړل کېدل. دوی ټول لانده خیشته او ترهیدلي ول. د پوستې له زېرخانې څخه يې څو ژوبل پوځیان په تذکیره کي راپورته کړل؛ په هغوی مو خپل دوه موټره ډک کړل. څنګه چي مي د دوهم موټر دروازه بنده کړل، پر باړخو مي د باران زمرین غوندي څاڅکي ولګیدل. په ضرب د څو شېبو باران په واوره بدل شو. لوی لوی غټي په ډيره بېړه راکښته کېدل.

له لمر راختلو سره که څه هم طوفاني باد چلېده، خو واوره نه وه. واره پر لندې مځکي له لګیدو سره ویلي شول او باران بیا پیل شو. لمر چي راپوته شو، دوی بیا حمله وکړل، خو دا ځلي هم بیرته شاتګ ته اړ شول او بیا يې د لمر تر کښته کېدو پوري د بلي حملې کولو هڅه ونه کړه. بل اړخ ته بیا اتریشۍ توپخانې چي د ځنګله په جنوبي برخه کي يې سنګر نیولی وو، تر ځنګله راکښته بمبار پیل کړ. موږ يې هم تمه ناست وو، خو څه پیښ نه شول. تیاره هم په خپریدو وه. توپو د کلي په شا کي له کښت و کروندو څخه توغندۍ اورلې، توغندۍ به لیري له بږهار او تیره اواز سره په اسمان کي تلې.

وروسته بیا خبر راورسېد، چي د جنوبي اړخ یرغل ناکامه شو، ځکه يې نو هغه شپه بیا حمله ونه کړل؛ خو په شمالي کرښه کي د درز پیداکېدو خبرونه مو تر غوږو راورسېدل. په شپه کي امر راورسید، چي د شاتګ لپاره باید تیار شو. دغه خبره د پوستې تورن راته وکړل. ده ته بیا دغه امر د غونډ له طرفه شوی وو. شیبه وروسته یو بل ټلیفون راغلی چي دا خبره درواغ ده. دې غونډ ته په کلکه امر شوی وو، چي په هره شوني طریقه باید د باینسیزا جبهه پخپل واک کي وساتي او د دښمن لاس ته ورتلو ته يې پرېنږدي. د شمالي اړخ د ماتې په اړه مي پوښتنه ځیني وکړل. ويې ویل”د غونډ په قومندانۍ کي خبر شوم، چي اتریشیانو اوه ویشتم لښکر په شا تنبولی او هغه يې کاپوریتو ته شاتګ ته اړ کړی”. په شمال کي ټوله ورځ سخته جګړه وه.

زه يې مخاطب کړم “که شمالي والو رزیلانو ماته خوړلي وي، نو زموږ کار هم نور ختم دی”.

یوه ډاکټر وویل “حمله کونکي جرمنیان دي”. د (جرمني) د نامه له اورېدو سره ټول ډارېدل. موږ نه غوښتل له جرمنیانو سره ښکر په ښکر شو.

ډاکټر “په شمالي جبهه کي پنځلس فرقې جرمني پوځیان جنګیږې، په شمال کي زموږ ماته د همدې جرمنیانو له لاسه وه او کیدای شي له مرکز سره زموږ اړیکې هم قطعه شي”.

“د غونډ له خوا د کرښې د ساتلو امر شوی. دوی وايي، ماته دومره لویه نه ده، لکه ګنګوسي چي يې دي. موږ به یوه بله کرښه چي پر مونت مګیوري غره باندي سپره ده، ساتو”.

“دا امر دي چیري واورېد؟”

“په فرقه کي”.

“د شاتګ امر هم له فرقې څخه راغلی وو”.

ما ورته وویل “موږ د یوې پوځي قطعې تر امر لاندي کار کوو او دلته بیا ستاسي تر امر لاندي. طبعاً کله چي ته ما ته یو امر کوي، زه يې عملي کوم. البته د مشورې په ډول درته وایم، چي امرونه په مستقیم ډول اخله”.

“امر دا دی چي موږ باید همدلته تم شو. ته ټپيان له دغه ځای څخه مرکز ته ورسوه”.

ما ورته وویل “ځیني وختونه ټپیان له مرکز څخه وه ساحوي روغتون ته انتقالوو. تاسي راته ووایاست ما تراوسه شاتګ نه دی تجربه کړی. که د شاتګ پلان وي، نو دا دومره ټپيان به څه ډول له دغه ځای انتقالوو؟”

“تاسي به يې نه لیږدوئ. دوی به ژوبل تر خپله وسه ولیږدوي، هغه چي پاته شول؛ هغه همدلته پرېږدي”.

“نو په موټرانو کي څه شي لیږدوو؟”

“د روغتون سامانونه”.

ما ورته وویل “سمه ده”.

راروانه شپه زموږ له اړخه شاتګ پیل شو. داسي ګنګوې وي، چي جرمنیان او اتریشیان د شمالي درو له لارې د سیوایډل او یوډین په لور د لا پرمختګ په حال کي دي. شاتګ منظم، خو لوند او غمجن وو. په شپه کي ورو پر سړک روان وو، له توپو، اسانو څخه چي ګاډیانې یې کشولې، قچرو او لاریو څخه چي ټوله تر باران لاندي له جبهې څخه د تللو په حال کي وې؛ تېر شوو. په پرمختګ کي اړ و دوړ وي، خو شاتګ کي خبره بل ډول وه.

په هماغه شپه مو ساحوي روغتون، چي په یوه نسبتاً لږ ویجاړ کلي کي جوړ شوی وو؛ خالي کړ. ژوبل کسان مو پر سیند باندي وه پلاوا ته انتقال کړل. سبا ورځ مو هم ګرده ورځ  تر باران لاندي په ځغستا تېره کړل، ترڅو روغتونونه او د پلاوا مرکزي روغتون خالي کړو. ډير شدید باران وریده. د باینسیزا لښکر د اکتوبر تر باران لاندي له دښتې او سیند څخه چیري چي د هغه کال په پسرلي کي شانداره بریالیتوبونه ول، د تیریدو په حال کي وو. سبا غرمه مهال ګوریزیا ته راورسیدو. باران درېدلی وو. ښار ته چي دننه راغلو بیخي تش تور او خالي راته ښکاره شو. کوڅې ته له راداخلېدو سره مي پر هغو خلکو چي د عسکرو له کاسیره خانو څخه يې نجونې وه موټرونو ته ورپوته کولې؛ سترګې ولګېدې. د اوو واړو نجونو په لاسو کي وړوکي بستې وي. دوی خولۍ پر سر کړي او کوټونه يې ټینګ پر ځان راپېچلي ول. دوو پکښې ژړل. یوه يې موږ ته مسکۍ شول او ژبه یې راته وښورول. نري شونډان او تورې سترګې يې وې.

موټر مي بریک کړ او له مشرې سره د خبرو له پاره ورکښته شوم. دې راته وویل، د افسرانو کورونه مو وختي لا خالي کړي. دوی چیري تلې؟ د دې له قوله چي وه کونګلیانو ته ځي. موټر يې چالان کړ. نجلۍ یوځلي بیا ژبه راوایستل او ويې ښورول. مشرې يې موږ ته لاس وښوراوه او هغه دوو، چي ژړل يې اوس هم په ژړا وې. هغه نورو نجونو په ارمان د ښار وه لورته راوکتل. زه بیرته وه موټر ته راتېر شوم.

بونلو وویل “له دوی سره به یوځای ولاړ شو، ساعت به مو تېر شي”.

ما ورته وویل “له دوی ماسېوا به مو هم ساعت تېر شي”.

“خاورې په سر پر داسي سفر”.

ما ورته وویل “زما هدف هم همدا وو”. د کلا وه سړک ته وربرابر شوو.

بونلو “زما خو دا زړه غواړي، چي له دوی سره ولاړ شم”.

“نو دوی به دي پریږدي؟”

“سل فیصده. د دوهم لښکر هر سړی د دوی مشره پیژني”.

موږ د کلا مخي ته ولاړ وو.

بونلو “دا نجونې خپله مشره په (مور) رابولې. نجونې که څه هم تازه راغلي، خو ټوله دا پېژني. کیدای شي له شاتګه لږ وړاندي يې راوستي وي”.

“دوی به يې وخت ولري”.

“زه درته وایم چي دوی به وخت ولري. زړه مي غواړي د دوی په مینځ کي همداسي وړیا ورټوپ کړم. په هرصورت په هغه کور کي ډیري زیاتي پیسې اخلي. دولت زموږ وه چورولو ته ملا تړلې ده”.

ورته ومي ویل “موټرونه درسره واخله او مستریان پرې وګرځوه. مبلین يې ور تبدیل کړه، ډیفرنشل يې وګوره، ټانکۍ يې ورډکه کړه او بیا بیده شه”.

“سمه ده، ښاغلی بریدمنه”.

کلا خالي وه. رینالډي د روغتون سره تللی وو. جګړن هم د کاریګرو موټر له کاریګرو ډک کړی وو او په خپله مخه تللی وو. د کړکۍ  په یوه کونج کي يې زما لپاره یو څو لارښوونې پرې ایښی وې، چي پکښې لیکل شوي ول: زموږ سره، راسره موټرونه به په دهلیز کي له پرتو شیانو څخه ډکوم او پورډینون ته به ځم. مستریان وختي لا تللي وه. زه بیرته وه ګاراج ته ولاړم. زه لا همالته ولاړ وم، چي هغه پاتې دوه موټرونه هم راورسیدل او موټروانان یې پلي شول. باران بیا په ورېدا شو.

پیاني “ما ته ډیر ….. ډیر خوب راځي. زه له پلاوا څخه تر دغه ځایه درې ځلي خوب یووړم. بریدمنه موږ به اوس څه کوو؟”

“لمړی به د موټرو مبلین ورتبدیل کړو، ګریس به يې کړو، ټانکۍ به يې ډکي کړو او له هغه وروسته به هغه پاته میده ریزه شیان چي دلته پاتې دي، موټرونه به په ډک کړو”.

“نو بیا لاس په کار کیږو؟”

“یا. اول به یو څو ساعته خوب وکړو”.

بونلو “اوه، خدایه زه بیدیږم.  زه په خوبوړي حالت کي موټر نه شم چلولای”.

له ایمو څخه مي پوښتنه وکړل “ایمو، ستا موټر څنګه دی؟”

“هغه سم دی”.

“ما ته زما د کار کالي راکړه. زه به له تاسو سره مرسته وکړم”.

ایمو “بریدمنه، تاسي هغه موږ ته راپریږدئ. دا خو دومره کار نه دی. ته ورشه له کوټې نه دي خپل سامانونه راټول کړه”.

ما ورته وویل “زما سامانونه ټوله، ټول او بسته دي. زه به ورشم هغه باقيمانده شیان به راټول کړم. څنګه چي موټرونه تیار شول دغلته يې ودروئ”.

موټرونه يې د کلا وه مخي ته راوستل او د روغتون په سامونو مو ډک کړل. کله چي ټوله ډک شول درې واړه موټرونه مو په کوڅه کي لیک قطار ودرول او موږ دننه راغلو.

ما ورته وویل “په اشپزخانه کي اور بل کړئ او خپل کالي مو پرې وچ کړئ”.

پیاني “زه د خپلو لندو کالو په کیسه کي نه یم. ما ته خوب راځي”.

بونلو “زه غواړم د جګړن پر کټ بیده شم. زه غواړم په هغه ځای کي بیده شم چي بوډاګی به پکښې خمیر کېده”.

پیاني “ما ته مهمه نه ده چي چیري بیده شم”.

د یوې کوټې دروازه مي خلاصه کړل “هلته هم دوې بیسترې شته”.

بونلو “اوه! زه تراوسه خبر نه وم، چي په دې کوټه کي څه شي دي”.

پیاني “دا د هماغه زاړه سړي بستره ده”.

ما ورته وویل “تاسي دوه هلته بیده شئ. زه بیا ږغ درباندي کوم”.

بونلو “بریدمنه، که ډير بیده شې نو اتریشیان به راشي او موږ به راویښ کړي”.

ما ورته وویل “زه ډیر خوب نه کوم ایمو چیري څه شو؟”

“اشپزخانې ته ولاړ”.

ما ورته وویل “تاسي بیده شئ”.

پیاني “زه خپله بیدیږم. ټوله ورځ په ناسته بیده وم. اوس مي له ډير خوب نه سترګي نه خلاصیږي”.

بونلو “بوټونه دي وکاږه. دا د بوډا بستره ده”.

پیاني په بستره کي اوږد وغځېد “بوډا ما ته هیڅ ارزښت نه لري”. خټین بوټونه يې جګ ولاړ ول. لاسونه يې تر سر لاندي کړل او سر يې پرې کښېښود. دوی مي همدلته پرېښوول، زه ځیني راووتم او اشپزخانې ته ولاړم. ایمو اور بل کړی وو او له پاسه يې چایجوشه پرې ایښې وه.

زه چي يې ولیدم، وې ویل “یو څه مکروني پخوم. کله چي راپاڅيږو کیدای شي وږي یو”.

“بارتولومیو، تاسي ته خوب نه درځي؟”

“زیات نه. چي اوبه پر جوش راشي، بیا ځیني ځم اور یې خپله مړ کیږي”.

ما ورته وویل “زما په نظر که ته بیده شې، ښه به وي. کله چي راپاڅیدو، پنیر او د شادي غوښه به وخورو”.

“تر هغو دا ښه خوند کوي. د هغه دوو انارشیستانو لپاره ګرم خواړه ښه دي. بریدمنه، تاسي بیده شئ”.

“د جګړن په خونه کي یوه بستره شته”.

“هلته تاسي بیده شئ”.

“نه، زه زما وه پخوانۍ کوټې ته ځم، بورتولومیو، تاسي یو څه څيښئ؟”

“چي تلو بیا به يې وڅيښو. اوس فکر نه کوم چي د کوم څه ښه دي وي”.

“که تر راتلونکو درو ساعتونو پوري راویښ شوې او ما تا ته ږغ ونه کړ نو بیا ما راپاڅوه. سمه ده؟”

“بریدمنه، له ما سره ساعت نشته”.

“د جګړن د کوټې پر دیوال ساعت شته”.

“ډیر ښه”.

دی مي همدلته پرېښود او ځیني راووتم. د ډوډۍ خوړو د کوټې او له دهلېز څخه د تیریدو وروسته پر ماربل زینو لوړ وه هغې کوټې ته چي زما او د رینالډي په ګډه وه، ولاړم. بهر باران وریده. کړکۍ ته ورتیر شوم او دباندي می وکتل.  ورو ورو تاریکه کیدل. موټرونو ته مي یو نظر ورواچاوه ټول لیک قطار تر ونو لاندي ولاړ ول. د ونو له پاڼو څخه څاڅکي راتوییدل. د یخي هوا له امله به څاڅکي پر څانګو یخی او ځوړند پاتېدل. زه د رینالډي د بستر په لور ورتېر شوم او ځان مي پر کټ ورایله کړ، چي خوب مي یوسي.

له تګه وړاندي په اشپزخانه کي ټول راجمع شوو او ډوډۍ مو وخوړل. ایمو یو غاب مکروني، چي پیاز او قوطۍ والا غوښې هم پکښې وي راوړل. موږ پر میز راچاپیره شوو او د زیرخانې څخه راپورته شوي دوه بوتله شراب مو پرې له پاسه وڅيښل. بهر تیاره وه او باران تراوسه وریده. پیاني خوبوړی پر میز ناست وو.

بونلو د خبرو سر کښېښود “زما تر پرمختګ شاتګ خوښ دی. په شاتګ کي باربرا څيښو”.

ایمو “نن باربرا څيښو سبا کیدای شي د باران اوبه وڅيښو”.

“سبا کیدای شي په یوډین کي یو. چامپن به څيښو. هماغه د لټانو ځای. پیاني پاڅه! سبا به په یوډین کي چامپن څيښو!”

پياني “زه بیدار یم”. خپل غاب يې له مکرونیو او غوښو څخه ډک کړ ”بارتو، د رومیانو رب دي پیدا نه کړ؟”

ایمو “یا. شاوخوا مي پسي وکتل، خو پیدا مي نه کړ”.

بونلو “په یوډین کي به چامپن وڅيښو”. خپل ګیلاس يې له سرې باربرا نه ډک کړ.

پیاني “کیدای شي وه یوډین ته تر رسیدو وړاندي………. وڅيښو”.

ایمو “ګېډې مو ډکي شوې؟”

“ما ډيره ډوډۍ وخوړل. بارتولومیو یو بوتل ما ته راکړه”.

ایمو “ما د هر یوه لپاره یو یو بوتل رااخیستی او په موټر کي مي ايښي دي”.

ما ورته وویل “ته بيده شوې؟”

“زه ډیر خوب نه کوم، زما لپار لږ خوب هم بسنه کوي”.

بونلو “سبا له خیره به په شاهي بستره کي بیده شو”. طبیعت يې خورا سم وو.

پیاني “سبا کیدای شي په دغه کي……… بیده شو”.

ایمو “زه له ملکې سره بیدیږم”. ما ته يې وکتل چي ما يې ټوکه څه ډول برداشت کړل.

پیاني په خوبوړي انداز ورته وویل “ته له……… بیده شه”.

بونلو “بریدمنه، دا درغلي ده. ایا دا درغلي نه ده؟”

ما ورته وویل “چپ شئ. تاسي خو له لږ څيښاک سره بي حاله شوی”. بهر سخت باران وریده. وه خپل ساعت مي وکتل. نهه نیمي بجې وې.

ما ورته وویل “د تګ وخت دی”. او پاڅيدم.

بونلو ما ته وویل “تاسي له چا سره سپریږی؟”

“اول له ایمو سره. بیا به ته راشې او په اخر کي له پیاني سره. پر همدې لار وه کورمونز ته ځو”.

پیاني “زه بیریږم، چي خوب راته رانه شي”.

“خیر، نو بیا به زه اول له تا سره سپور شم، بیا بونلو او بیا ایمو”.

پیاني “همدا يې ښه لار ده. ځکه چي ما ته ډير خوب راځي”.

“زه موټر چلوم او ته یوه سترګه خوب وکړه”.

“نه. زه تر هغه وخته پوري چي یو نفر وي ترڅو ما راپاڅوي، موټر چلولای شم”.

“زه دي راپاڅوم. بارتو، څراغان مړه کړه”.

بونلو “همداسي لګیدلي يې پریږدئ، بیله هغه هم دا کور نور موږ ته ګټه نه لري”.

ما ورته وویل “زما په خونه کي یوه کوچنۍ بسته پرته ده، پیاني په راکښته کولو کي به يې مرسته راسره وکړې؟”

پیاني “موږ به يې راوړو. الډو، راپاڅه”. دی له بونلو سره پاس ولاړ، ږغونه مي يې تر غوږو شول چي پورته ولاړل.

بارتولومیو ایمو وویل “دغه ځای، ډير ښه وو”.

په خپله غوټه کي يې دوه بوتله شراب او نیمه ټوټه پنیر کښېښوول ”د دغه ځای په شان به بل ځای پیدا نه کړو. بریدمنه، کوم ځای ته شاتګ کوو؟”

ما ورته وویل “داسي ویل کیږي چي د ټګلیامنتو وه شاته به وي. روغتون او زموږ هستوګنځای به په پورډینون کي وي”.

“دغه ځای تر پورډينون غوره دی”.

ما ورته وویل “ما پورډينون نه دی لیدلی. یوازي پکښې تیر شوی یم”.

ایمو وویل “چنداني ځای نه دی”.

اته ویشتم فصل

له ښاره د وتلو پر مهال مو شاوخوا کتل، په دې تیاره او باراني ماښام کي ښار تش تور او هدېره غوندي ښکارېده. د پوځیانو د اوږدو قطارو او له دوی سره د ورسره توپو پرته بل هیڅ نه وه پاتي. دوی هم له ښاره د وتلو تابیا نیول. ګڼي لاریانې او څه ناڅه په سامانو بار ګاډیانې هم وي، چی له فرعي کوڅو به راوتې او بیا به پر عمومي بایپاس سړک باندي تلې. له خورځای څخه له تیرېدو وروسته عمومي سړک ته وربرابر شوو. د پوځیان، موټرونو، آسي کراچیو او لویو لویو توپو یو غټ کاروان د میږي په قدم وړاندي روان وو. په دې لوی کاروان کي ورو ورو، خو مسلسل روان وو. زموږ د موټر راډیاتور د یوه بل موټر له شا سره چي بار کړی يې وو او ټاټ يې پرې اچولی وو؛ نژدې وو. ګړی وروسته یو موټر ودرېد، له دې سره ټول کاروان ځای پر ځای ودرېد. ګړی وروسته بیا، لږ لا وړاندي تللي نه وو، چي کاروان بیا جام شو. د خپل موټر دروازه مي خلاصه کړل او ځیني راکښته شوم. د موټرانو و ګاډیانو په مینځ او د اسانو تر غاړو لاندي وړاندي ولاړم. له موږ څخه ښه وړاندي کوم خنډ رامنځته شوی وو، چي له امله یې کاروان دریدلی وو. سړک مي پرېښود او پر یوه پله باندي له ویالې څخه د ویالې هاغاړې ته ورواوښتم. د ویالې پر دې غاړه د ویالې او کروندو تر مینځ رهي شوم. په باران او د ونو له مینځ څخه دغه په ټپه ولاړ کاروان ښه سم ښکارېده. نژدې یو میل وړاندي ولاړم. که څه هم کاروان بې حرکته ولاړ وو، خو له دې ولاړ کاروان څخه ورهاخوا پوځیان معلومېدل چي وړاندي روان ول. زه بیرته خپل موټر ته راغلم. ممکنه وه، چي دغه کاروان تر یوډین پوري همداسي ولاړ وو. پیاني پر سټرینګ سر ایښی وو او بیده وو. زه هم ورپورته شوم او بیده شوم. څو ساعته وروسته مي له موږ څخه وړاندي د یوه موټر د چالانېدو ږغ واورېد، پر پیاني مي ږغ وکړ، دی هم راپاڅېد او رهي شوو. څو قدمه لا وړاندي نه وو تللي، چي کاروان بیا ودرید. وریځ تراوسه نښتېځل کیدل.

کاروان په شپه کي یو ځلي بیا ودرید، چي بیا يې نو ګرد سره حرکت ونه کړ. له موټره راکښته شوم، د ایمو او بونلو لیدو ته ورغلم. له بونلو سره د موټر په سیټ کي دوه سرپړکمشران انجنیران وه ناست ول. زه چي يې ولیدم، سره ورټول شول.

بونلو “دوی يې د یوه پله د جوړولو لپاره پرې ایښي ول، خو اوس خپل ملګري ځیني ورک شوي، ځکه مي خپل موټر ته راپورته کړل”.

“د ښاغلي بریدمن په اجازه”.

ما ورته وویل “ورته اجازه ده”.

بونلو “زموږ بریدمن امریکايي دی. له هر چا سره مرسته کوي”.

یو سرپړکمشر مسکی شو. هغه بل یوه يې زما په اړه له بونلو څخه وپوښتل، چي دی د شمالي که د سهیلي امریکا له ایټالویانو څخه دی؟

“دی اصلا ایټالوی نه دی. د شمالي امریکا بریتانوی دی”.

اخلاقي خلک ول، خو دا خبره يې هیڅ زړه ته نه لویدل.  له دوی څخه د ایمو په لور ولاړم. هغه بیا له ځان سره دوې نجونې لوړ په سیټ کي کښېنولي وې. دی خپله د موټر د شا په سیټ کي ناست وو او سګرېټ يې څکاوه.

چي ورنژدې شوم ورته ومي ویل “بارتو، بارتو”. ويې خندل.

وروسته يې راته وویل “له دوی سره د زړه خواله وکړه. زه يې په ژبه نه پوهیږم. هې!”

ایمو د نجلۍ پر ورون لاس ورکښېښود او کښېيکښل. هغې پر ځان باندي پوړنی را کش کړ او د ده لاس يي پوري واهه. ایمو “اوهی! بریدمن ته د خپل نامه تر څنګ دا هم ووایه چي دلته ولي راغلې يې او څه کوي؟”

نجلۍ په ترهیدلي څیره ما ته وکتل، خو له دې سره ناست بلي نجلۍ لاندي مځکي ته کتل. هغې نجلۍ چي ما ته يي کتل یو څه وویل، خو په یوه خبره يي هم پوه نه شوم.

دا نجلی چاغه، توره او شپاړس کلنه ښکاریدل.

“خورکۍ؟” او هغي بلي نجلۍ ته مي اشاره وکړل.

سر يي وښوراوه او مسکۍ شول.

ورته ومي ویل “ډير ښه”. او پر زنګون مي وټکول. زما د لاس له لمس سره يې ځان راټول کړ. خور يي همداسي لاندې کتل. تر دې یوکال کشره ښکاریدل. ایمو د دې پر ځنګانه لاس ورکښېښود، خو هغې د ده لاس ورپوري واهه. ده پرې وخندل.

ایمو ځانته ګوته ونیول او ويې ویل “ښه سړی”.  بیا يې ما ته اشاره وکړل ”ښه سړی. مه بیریږه”. نجلۍ ده ته هم په ترهیدلي څیره وکتل. دواړې د وحشي مرغانو په څیر ښکاریدې.

ایمو “که مو له ما ښه نه کیږي نو بیا په موټر کي ولي راسره سپرې یاست؟ څنګه چي مي دوی ته (هو) وویل سمدستي موټر ته راپورته شوې”. پر نجلۍ يې مخ راوګرځاوه او مخاطبه يې کړه ” مه وارخطا کیږئ.. د دغه……خطره دلته نشته”. مبتذله الفاظ يي استعمال کړل ”دلته هیڅ څوک….” دې ته مي فکر وو، یوازي د جملې په معنا پوه شول او بس. له ډاره په ډکو سترګو يې ایمو ته وکتل او پوړنی يې نور هم پر ځان باندي راټینګ کړ. ایمو بیا ورته وویل ”د بیرې هیڅ فکر مه کوئ. له چا مه بیریږئ…..دلته تاسي له……خوندي یاست”. ایمو چي به هر ځلي یوه خبره وکړه، دې به په پوړني کي نور هم ځان ټینګ وپېچه. دا ځلي هم چي ده دا خبره وکړه، پوړنی يې پر ځان راټینګ کړ او په ژړا شول. شونډانو ته مي يې کتل، چي لړزېدل. له بلي خوا يې پر پنډو باړخوګانو باندي د اوښکو څاڅکي راتوی شول. خور يې چي لوړ يې ګرد سره نه کتل، د دې لاس ونیو او دواړې څنګ په څنګ کښېناستې. مشره خور يې چي ډارېدلي وه، په سلګیو پیل وکړ.

ایمو“داسي ښکاري، لکه دا چي له ما وډارېدل. ما نه غوښتل، تاسي وډاروم”.

بارتولومیو ایمو له خپلي ورسره غوټې څخه پنیر راوکښل او ټوټې ټوټې يې کړ ”پنیر درواخلئ. مه ژاړئ”.

مشري يې له سر ښورولو وروسته خپلي ژړا ته نوره هم ادامه ورکړه، خو کشرې د پنیر ټوټې ته لاس کړ او په خوله يې کړ. ګړی وروسته کشري خور مشري ته د پنیر دوهمه ټوټه ورکړل او دواړو په خوراک پیل وکړ. مشره خور يي اوس هم لږ لږ سلګۍ وهلې.

ایمو“شیبه وروسته به د دې طبیعت هم سم شي”.

ایمو لږ په فکر کي شو او بیا يې څنګناستي نجلۍ ته وویل ”واده دي کړی؟” هغې د ده په جواب کي په زوره سر وښوراوه. ”ستا خور هم نه دی کړی؟” د نجلۍ خور ته يې اشاره وکړه. دواړو نجونو سرونه وښورول. مشري خور يې په خپله لهجه کي یو څه وویل.

بارتولومیو “سمه ده. کومه خبره نشته”.

دوی دواړې د پخوا په نسبت اوس خوشحاله ښکاریدې.

دوی دواړې مي پر خپل حال له ایمو سره، چي د شا په سیټ کي ناست وو، پرېښودې. بیرته پیاني ته ورغلم. د کاروان د ښور هیڅ څرک نه لګېده، خو پلي پوځیان لا روان ول. تراوسه ښه په شړپا باران ورېده. فکر مي وکړ چي د کاروان په ټپه درېدل به د ځینو موټرانو د ویرونو د لندېدو له امله وو. دا هم کیدای شوه، چي دا ټولي ربړې د اسانو او خوبوړو موټروانانو له لاسه وې، خو بیا هم په ښارو کي چي ټول خلک ویښ هم وي، بیا هم سړکونه بندیږي. دلته آسان و موټران ګډوډ ول. دوی یو له بل سره مرسته نه شواې کولای. د کلیوالو ګاډیانو هم کومه مرسته نه شوای کولای. له ایمو سره ناستې جوړه نجونې ښکلي وې. عقب نشینې د پېغلو لپاره ښه خبر نه وو. حقیقي پیغلې. که جګړه نه وای، کیدای شوای موږ اوس پر نرمو ناليچکو پراته وای. په بستره کي به پروت وای او سر به مي پر بالښت باندي ایښی وو. بستر او تخته. په بستره کي به د لرګي په خټکي په څېر ارام پرات وای. کاترین به اوس په کټ کي د دوو روجایيو په مینځ کي پرته وه. یوه روجايې له پاسه او بله لاندي. پر کوم اړخ به پرته وه؟ البته دا هم شونې وه، چي دا دي ویښه وه. کیدای شوه، چي په کټ کي پرته وه او زما په اړه يې فکر کاوه. وچلیږه. وچلیږه. اې د مغرب باده. ستا خوښه ده، نور هم وچلېږه. باران وریده، خو څک څک نه وو بلکي په شړپي باران وو. ګرده شپه ورېدلی وو. پوهیدم چي دغه ډول باران به کیږي. آه، خدایه کاشکي اوس د خپلي مینې په غیږ کي وای. زما مینه کاترین. بارانه ووریږه او باده کاترین یو ځلي زما په ځولۍ کي راوچوه. په هرحال، له پیښې تېښته نشته او اوس په دې ربړه کي راګیر وم او د باران دې وړوکو څاڅکو هم څه نه شوای کولای. په لوړ اواز مي وویل ”ماښام پخیر کاترین. په خوب ښه ارمان وکاږه. که په تکلیف يې اړخ تبدیل کړه. اوس یوڅه یخي اوبه دروړم. شیبه وروسته سهار کیږي. بیا به تکلیف نه وي. ډیره بخښه غواړم چي دومره دي په تکلیف کوي. ګرانې هڅه وکړه چي بیده شې”.

دې به ځیني وختونه په خبرو خبرو کي راته ویل، ته چي کله بیده يې، اوتي بوتي هم وايې. کومه ستونزه خو به نه وي؟

ته ریښتیا هم دلته يې؟

هو زه همدلته یم. زه له دغه ځایه نه ځم. دا موضوع زما او ستا ترمنځ فراق نه شي راوستلای.

ته ډیر مینه ناک او خوږ يې. ماښام خو به یو خوا ته نه ځې؟

نه  زه به تل همدلته یم. هروخت چي مي وغواړې زه حاضر یم.

“…..”  پیاني وو. ”دوی رهي شول”.

ورته ومي ویل “خوب غلبه راباندي کړې وه”. ساعت ته مي وکتل د سهار درې بجې وې. لاس مي د شا وه سیټ ته د باربرا په بوتل پسي وروغځاوه.

پیاني “د خوب په حالت کي بیخي په لوړ اواز ګډ وې”.

ما ورته وویل “انګليسي خوب مي لیده”.

تر پستور باران لاندي وړاندي روان وو. له لمر راختو وړاندي یوځلي بیا ودریدو. د روښنايي له خپرېدو سره راته ښکاره شول، چي پر یوه نسبتاً لوړه منطقه باندي ولاړ یو. د عقب نشینۍ سړک ته مي وکتل، تر لیري لیري پوري غځیدلی وو. د پلي ځواکونو پرته نور ټول ساکن او پر خپل ځای ولاړ ول. کاروان بیا په ښور کي راغلی او په رڼا کي زموږ د تګ سرعت هم رامعلوم شو. له ځان سره مي فکر وکړ چي که غواړو ځانونه یوډین ته ورسوو، نو باید د عمومي سړک پر ځای فرعي لارې راخپلي کړو.

د شپې په اوږدو کي ګڼ کلیوال هم په کاروان باندي راګډ شول. له دوی سره د کور په سامانو بار په پېخر ګاډیانې ورسره وې. په ګاډیو پسي يې چرګان، هیلۍ ګانې او نور حیوانات غوټه کړي ول. له موږ څخه لږ څه وړاندي په یوه ګاډۍ کي د جامو ګنډلو ماشین تر باران لاندي پروت وو. قیمتي شیان يې ټول له ځان سره رااخیستي ول. د ځینو ګاډیانو له پاسه ښځې یو له بل سره جوختي جوختي تر باران لاندي ناستي وې او ځیني يې بیا له خپلو ګاډیو سره نژدې رواني وې. د تګ په ترڅ کي له کاروان سره سپیان یوځای شول، تر ګاډیو لاندي به يې ځغستل. سړک خټو پر سر اخیستی وو. د سړک د غاړې ویالې تر غاړې غاړې بهېدې، چي یوې خوا یا بلي خوا ته تېریدل يې سخت کړي ول. له موټره راکښته شوم یوڅه وړاندي ولاړم او د یوه لوړ ځای په لټه کي شوم، چي پرې ودرېږم او په شا وخوانژدې سیمه کي یوه فرعي لاره پیداکړم او له دې کاروانه ځانونه وباسو. د دې ځای ټولي لارې ګودرې رامعلومي وي، خو زما داسي لار نه وه په کار، چي په پای کي بنده وي. البته ټولي لاري مي هم په ذهن کي نه وي، په دې خاطر، چي موږ به ډیری وختونه پر عمومي لار تګ راتګ کاوه. ځکه نو فرعي لاري دومره نه وي رامعلومي او ټولي یو ډول راته ښکاریدې. له دې ځایه د وتو په اړه مي ښه په عزم فکرونه پیل کړل. د اتریشیان په رازو هیڅوک خبر نه ول، چي هغوی اوس چیري او څه کوي؟ خو زه ډاډه وم چي د باران له درېدو سره به سمدلاسه پر کاروان الوتکې راپورته کړي او ټول به له یوې مخي له منځه یوسي. د همدې کاروان د ځنډولو لپاره یوازي د یو څو موټرو درول او یا هم د څو آسانو وژل کیدو کفایت کاوه.

باران اوس په خپل پخواني برم کي پاتي نه وو او فکر مي وکړ چي آسمان به هم ډیر ژر صاف شي. د سړک پر ژۍ باندي  وړاندي روان وم، تر څو یوې فرعي لارې ته چي دواړو اړخو ته يي ونې و کروندې ابادي وې او شمالي اړخ ته غځیدلې وه، ورسېدم. همدا لار مي خوښه شول. په بیړه وه خپلو موټرانو ته راستون شوم. پیاني ته مي وویل چي د موټر مخ راوګرځوي، له ده څخه رارهي شوم، د بونلو او ایمو په لور ورهي شوم.

بونلو ته مي وویل “که دغه لار یوه منزل ته ونه رسیدل کولای شو، بیرته راوګرځو”.

بونلو “د دوی په اړه څه وايې؟” په خوا کي يې دوه سرپړکمشران د مخ په سیټ کي ناست ول. ږیرې يي نه وې خریلي خو بیا هم ګهیځ مهال نظامیان ښکاریدل.

ما ورته وویل “د موټر ټیله کولو په وخت کي مو په درد خوري”. بیرته وه ایمو ته ورغلم چي له حاله يي خبر کړم.

ایمووویل “د دې ناواده کورنۍ په اړه څه وايې؟” دواړې نجونې بیدې وې.

ما ورته وویل “دا د کوم درد نه دوا کیږي، یو څوک پیدا کړه چي ويې شړي”.

ایمو “بیا به مو پیدا کړي. اوس خو په موټر کي ځای هم شته”.

ما ورته وویل “هر څنګه چي دي خوښه وي، خو زه بیا وایم یو غټ سینه لرونکی راوله چي پسي ويي شړي”.

ایمو مسک شو“برساګلیري به راولو. هغوی غټي سینې لري، سینې يې اندازه شوي. بریدمنه تاسي څنګه یاست؟”

“زه ښه یم. تاسي څنګه یاست؟”

“ښه یم. خو ډیر وږی یم”.

“په لاره کي به د خوراک یو شی می پیدا شي”.

“ستاسي پښه څنګه ده، بریدمنه؟”

ما ورته وویل “روغه ده”. موټر ته د ختلو په حال کي مي د پیاني وه موټر ته پام شو، له کاروانه رابېل شو او پر وړوکې فرعي لار وربرابر شو. موټر يې د ونو له لغړو ښاخلو څخه ښکاریده. بونلو هم راوګرځید او په ده  ورپسې شو.  پیاني پر خپله لار روان وو، موږ هم په دوو امبولانسونو پسي وررهي شوو. دغه فرعي لار په یوه کلیوالي کور کي پایته رسېدل. پیاني او بونلو د کور په غولي کي ولاړ ول. کور کښته او اوږد وو. د دروازې په خوله کي د انګورو پر تاکانو باندي یوه منا جوړه شوي وه. په کور کي یو کوهی هم وو، پیاني د خپل ریډیټر لپاره اوبه ځیني راکښلې. په اول ګېر کي د تګ له امله د موټرانو ماشینونه ګرم شوي ول.  کور خالي ولاړ وو. شا ته مي وه طی شوي سړک ته وکتل. کور لږ لوړ پر یوه غونډۍ باندي پروت وو شاوخوا سیمه ټوله ځیني ښکاریدل. سړک، باغ، پټي، د ونو قطارونه او د عقب نشینۍ سړک. دوه سرپړکمشران د کور په لیدو بوخت ول. نجوني هم راویښي شوي وې. د کور مخي ولاړو امبولانسو، د سرای غولي او څاه ته يې په ځیر ځیر کتل. یو ځلي د موټروانانو وه لورې ته هم ورتېرې شوې. یو سرپړکمشر، چي ساعت يې په لاس کي وو، بهر راووت.

ما ورته وویل “بیرته يې پر خپل ځای کښېږده”. ما ته يې وکتل، بیرته دننه ولاړ او له هاخوا خالي لاس راووت.

د ده څخه مي پوښتنه وکړل “ستا ملګری چيري دی؟”

“ټټۍ ته تللی”. موټر ته ورپورته شو او په مخکي سیټ کي کښېناست. بیریده، چي ګني موږ به يې یوازي پریږدو.

بونلو “د ناشتې په اړه دي څه نظر دی بریدمنه؟”

“یوڅه به پیدا شي. لږ صبر وکړه”.

 “ستا په نظر دا فرعي لار به مو یو ځای ته ورسوي؟”

“هو، زه باوري یم”.

“ډیر ښه. نو راځه چي څه وخورو”. پیاني او بونلو کور ته دننه ورغلل.

ایمو نجونو ته وویل “راځئ”. د مرستي لپاره يې لاس وراوږد کړ. مشرې خور يي خپل سر وښوراوه. نه يې غوښتل چي تش کور ته ولاړه شي، په موږ پسي يې راکتل.

ایمو “دوی پر خپله خبره ولاړي دي”. ټول یو ځای کور ته ورننوتو. کور غټ خو تاریک او د یوازيتوب له احساس سره مل وو. بونلو او پیاني په پخلنځي کي مصروفه شول.

پیاني “د خوراک لپاره څه نشته، پر کور يې جارو راتېر کړی”.

بونلو د پخلنځۍ پر غټ میز باندي د پنیرو یوه غټه ټوټه څو ټوټې کړل.

“پنیر دي له کومه کړل؟”

“په زیرخانه کي ول. پیاني شراب او مڼي هم پیداکړې”.

“اوس به نو ښه خوند وکړي”.

پیاني د شرابو له کونجۍ څخه، چي په وښو کي پېچل شوې وه، کارک ایسته کړ. کونجۍ يې پر ګیلاس راپورته کړل او ډک يي کړ.

پیاني“سخته ښه بوی کوي! بارتو، ته ورشه یو څو جامونه راوړه”.

دوه سرپړکمشران دننه راغلل.

بونلو “پنیر درواخلئ”.

یوه سرپړکمشر په داسي حال کي چي پنیر يې له شرابو سره خوړل وویل “موږ غواړو نور له تاسي څخه بېل شو”.

بونلو “تاسي مه پریشانه کیږئ، ټوله یو ځای ځو”.

ده ته مي وویل “یو پوځي د خپلو مټو په زور ځان تر مرامه رسوي”.

سرپړکمشر “څه شي؟”

“خوراک کوه”.

“سهي ده، خو وخت هم سره زر دی”.

پیاني “زه ډاډه یم دې حرامیانو وختي لا ځان موړ کړی”. دوی دواړو وه پیاني ته وکتل. له موږ څخه يې بیخي ښه نه راتلل.

یوه يې زه وپوښتلم “موږ چي اوس پر کومه لار ځو، هغه تا ته درمعلومه ده؟”

ما يې په جواب کي وویل “نه”. دواړو یو بل ته وکتل.

لمړي سرپړکمشر وویل “څه وخت رهي کیږو؟”

“بس په یو څو شیبو کي رهي کیږو”. د سرو شرابو یو بل ګیلاس مي ډک کړ. تر مڼو او پنیرو وروسته يې ښه خوند کاوه.

ورته ومي ویل “پنیر راوړه”. او ووتم. بونلو له هاخوا له یو غټ جیک سره راووت.

 ده ته مي وویل “دا څونه غټ دی؟” په معذورانه انداز يي راوکتل.

ويې ویل “ریښتیا هم غټ دی. پتک راکړه چي ډک يې کړم”. پتکان ېې له هاخوا ډک راوړل زه او دی پر فرش شوې لار باندي د سرای غولې ته ور ووتو. بیا يې جیک راپورته کړ او د دروازې شاته يې کښېښود.

پیاني “اتریشیان به ېې د دروازې د ماتولو پرته ولټوي”.

ده ته مي وویل “درځئ. زه او پیاني به لمړی ولاړ شو”.

دوه انجنیران له وړاندي لا له بونلو سره په سیټ کي ناست ول. نجونو پنیر او مڼه خوړل. ایمو سګریټ څکاوه. پر نرۍ لار باندي رهي شوو. شا ته مي دوو راروانو موټرو او کور ته وکتل، وړوکی، ښکلی او محکمه کور وو. اوسپنیزه پنجره يې ډیره ښکلې ایسېده. مخ په وړاندي لار مو تنګه، لنده او دواړو اړخو ته يي غټ غټ پټي پراته ول. شاته موټرونه په نژدې واټن کي راپسې وه.

نهه ویشتم فصل

غرمه مهال له یوډین څخه نژدې لس کیلومتري لیري په خټو کي بند شوو. له غرمې وړاندي ورښت هم ودرېد. درې ځلي مو د الوتکو ږغونه واوریدل چي زموږ له پاسه به تېري شوې، بیا به چپ لور ته تاو شوې او پر عمومي سړک به يې بمونه وغورځول. موږ خپله فرعي لارې پسي رااخیستي وې، هر ځلي چي به پر یوه بنده لار وربرابر شوو د یوې بلي لاري په لټه به شوو، خو په ورته وخت کي وه یوډین ته هم ورنژدې کیدو. په لار کي روان وو، وړاندي چي مو وکتل لار بنده وه، موټرونه مو بیرته ریورس وکړ، چي یو ناڅاپه د ایمو موټر همالته په پسته مځکه کي بند شو. ده یې د راایستلو هڅه کول، چي نور هم ژور ولاړ، څو چي پر کومکونو باندي ودرېد. اوس کوم څه چي موږ باید کړي وای هغه دا وو چي د ټیرونو مخکي ځمکه مو غار کړې وای هلته مو خس و خاشاک ایښي واي څو ځنځیرونه يې خوله پرې ولګوي او بیا موږ تر هغه وخت ټیله ورکړي وای، چي بیرته راختلای. موږ ګرده له موټرو راکښته او د ایمو د موټر پر شاوخوا راګرځېدو. سرپړکمشرانو به یوځلي موټر ته بیا به يي ټیرو ته وکتل او شیبه وروسته پرته له دې چي څه ووايي روان شول.

دوی ته مي وویل “دلته راشئ. یوڅه خس خاشاک راټول کړئ”.

یوه يي وویل “زموږ و ستاسي لارې بیلي دي”.

ما ورته وویل “هلئ، ژر په کار اخته شئ”.

یوه يي بیا وویل “موږ ځو”. هغه بل يي همداسي غلی ولاړ وو.

د دوی ډير تلوار وو. ما ته يې هیڅ توجه نه کول.

“زه تاسو ته امر کوم دلته راشئ او خاشاک راټول کړئ”. یوه سرپړکمشر وویل ”موږ ځو. ته موږ ته امر نه شې کولائ. ته زموږ مشر نه يې”.

ما ورته وویل“زه تاسې ته امر کوم چي خس راټول کړئ”. مخ يې واړاوه او روان شول.

بیا مي ورته وویل “ودریږئ”. پر خټین سړک باندي د پټيو څنګ ته روان شول.”زه وه تاسې ته د درېدو امر کوم”. ما لا خبره پایته رسولي نه وه، چي نور هم چابک شول. ما خپله توپنچه راوایستل او هغه ډیرخبرې کونکی مي په نښه کړ او ټک مي پرې وکړ. د ټک له خطا کیدو سره دوی په ځغستا شول. درې ټکه مي نور پسي وکړل او یو مي ځیني راچپه کړ. هغه بل يي په پټیو کي ورک او له نظره نهام شو. په هغه پسي مي نور ټکان هم وکړل، خو د کښتو په مینځ کي په ځغاسته وو او سم نه ښکارېده. د توپنچې مرمۍ خلاصې شوي او یو بل شاجور مي ورته بسته کړ. دوهم سرپړکمشر د ویشتلو له ساحې څخه ډیر لیري وو. په کروندو کي يې سر لاندي ځړولی وو او ځغستل يې. بل شاجور مي ډکاوه، چي بونلو هم راورسېد.

بونلو “که ستاسي اجازه وي، زه به يې کار ورخلاص کړم”. توپنچه مي ورکړل دی په سرپړکمشر انجینر پسي چي پړمخي پر مځکه پروت وو، ورغلی. دی ورخم شو توپنچه يې پر ککرۍ ورکښېښوول او ماشه يې کښېکښل خو ټک ونه شو.

ما ورته وویل ”بیا يې لوډ کړه”. لوډ يې کړل او ټک يې ورباندي وکړ. سرپړکمشر يې تر پښو ونیو راکش يي کړ او له کروندې سره په څنګ کي يي وغورځاوه. بیرته راغلی او توپنچه يې ما ته راکړل.

ويي ویل “د سپي زوی”. د سرپړکمشر په لور يي وکتل ”بریدمنه، کله چي مي ویشتی راته کتل دي؟”

ما ورته وویل “خس و خاشاک باید ژر راټول کړو. هغه بل ویشتل شوی وو؟”

ایمو “فکر نه کوم. د پیستول له نښې څخه ډیر لیري وو”.

پیاني “رزیلان، مرادرخواره”. موږ ټول د ښاخ و ښاخلو په پرې کولو اخته شوو. له بند موټره مو ټول شیان راکښته کړل. بونلو د موټر د مخ له ټیرو څخه خاوره ایسته کول. کله چي زموږ لخوا کار پایته ورسېد، ایمو موټر ته پورته شو او په ګیر کي يي کړ. ټیرونه پر مځکه ښوییدل خس و خاشاک او خټې يې پاشلې. ما او بونلو تر هغه وخته موټر ته ټېله ورکول چي هډوکي مو سره تېر شول، خو موټر هیڅ بیځایه نه شو.

دوی ته مي وویل “بارتو، شا او مخ ته ټېله ورکړئ”.

موټر يي مخته او شاته کړ، ټیرونه يې نور هم په مځکه ننوتل او  بیا پر کومکو باندي ودرېد. د موټر ټیرونه په هماغه غار کي چي لا له وړاندي يې جوړ کړی وو، ازاد څرخیدل. زه راسیخ شوم او ودرېدم.

 “دا ځلي به رسۍ امتحان کړو”.

“فکر نه کوم چي هغه دي کار وکړي، ځکه په مستقیم ډول راکشول شونتیا نلري”.

ورته ومي ویل “یو ځلي خو به يي امتحان کړو. په بله لار فکر نه کوم چي رابهر يې کړو”.

په دې تنګه او کمبره کوڅه کي د پیاني او بونلو موټرونه یوازي مخامخ تلای شوای. د دوی دواړو پر موټرو مو رسۍ وتړل او موټر یې کېبل کړ، خو موټر قسم اخیستی وو. ویل يې د چا پلار مي لا ونېکه له ځایه وښوروي.

ما ورنارې کړل “یارانو دا ډبره بنده بولئ. هیڅ ګټه نه کوي. بس يې ده”.

 پیاني او بونلو له خپلو موټرو راکښته شول او راغلل. ایمو هم له موټره راکښته شو.  نجونې له موږ څخه لږ څه لیري پر یوه ډبرین دېوال راته ناستي وې.

بونلو “بریدمنه اوس به څه کوو؟”

“د وروستي ځل لپاره به لا یوه یوه طریقه پرې امتحان کړو. البته دا ځلي به تر ټیرو لاندي مځکه لا ژوره کړو او بیا به د خرپ بوټي و ښاخلې تر لاندي کړو”. لاندي مي مځکې ته وکتل. د دې ټولو ربړو مسؤل زه وم، ځکه دوی ما دلته راوستي ول. لمر هم په ډوبېدو وو او د سرپړکمشر جسد د کروندې تر څنګ پروت وو.

“د ده کوټ او کوسۍ هم رواخلئ او تر ټیرو يې لاندي کښېږدئ”. بونلو ولاړ او له هاخوا يې له ځان سره راوړل. زه په بوټو پسي ولاړم. پیاني او ایمو د ډب په لا ژورولو باندي اخته ول. د سرپړکمشر کوسۍ مي دوې ټوټې کړه او تر ټیرو مي لاندي کړل، له پاسه مي پرې بوټي او میده رېزه ښاخلې کښېښودې. زموږ دا تجربه بیا ازمایښت ته تیاره شول. ایمو موټر ته ورپورته شو او چالان يې کړ. ټیرونه يې په ډب کي څرخېدل او څرخېدل او موږ له دې خوا په ټېله پسي ټېله ورکول، خو موټر پر خپل هماغه پخواني بوده سپور وو.

ما ورته وویل “ګټه نه لري. ایمو له موټره دي غوټې او بستره راکښته کړه”.

ایمو له بونلو سره موټر ته وروخوت. له هاخوا يې پنیر، دوه بوتله شراب او کوسۍ راکښته کړل. بونلو د ټیر تر شا کښېناست او د سرپړکمشر د کوسۍ د جېبو په لټولو مصروف شو.

ما ورته وویل “پرېږده يې. د بارتو سپین پایڅه باکره کورنۍ څه شول؟”

پیاني“هغوی به د موټر د شا په سیټ کي کښېني. فکر نه کوم چي ډیره لار دي ولاړ شو”.

د امبولانس د شا دروازه مي خلاصه کړل.

ورته ومي ویل “دلته راشئ. ورننوزئ”. دواړې ورننوتې او په کونج کي غلي کښېناستې. پر سرپړکمشرانو باندي د ټکانو په اړه يې ځانونه ناګومانه اچولي وه. شاته سړک ته مي وکتل. سرپړکمشر له خپلي خټیني انګیا سره چي اوږده لستوڼې يې وه، پروت وو. زه له پیاني سره سپور شوم او رهي شوو. هڅه مو کول، چي له کروندو څخه پورېوزو. څنګه چي لار په کښتو وربرابره شوه، له موټره راکښته شوم او وړاندي ولاړم. که له کروندو څخه پورېوتلي وای، دستي په هاغه اړخ کي یو سړک وو، خو بخت مو کار ونه کړ. د دغه ځای مځکه ډېره خټینه او نرمه وه. د موټرونو د تګ نه وه. کله چي موټرونه په بشپړ ډول ودریدل او ترسینې پوري په خټو کي غرق شول، نو هغوی مو پرېښوول او پلي د یوډین په لور رهي شوو.

وه هغې لاري ته چي له عمومي سړک سره نښلیدل راورسیدو، وه نجونو ته مي اشاره  وکړه.

ورته ومي ویل “پر دغه لار ولاړ شئ. په لار کي به له یو چا سره مخ شئ”. ما ته يې وکتل، بټوه مي راوایستل او هرې یوې ته مي لس لس لیرې ورکړي.”داسي ولاړ شئ. ملګري! کورنۍ!”

زما په خبرو پوه نه شوې، خو پیسې يې په لاس کي ټینګي ونیولې او رهي شوې. په تګ تګ کي يې شاته راکتل. وهم يې په زړه کي وو، داسي نه چي زه پیسې بیرته ځیني واخلم. دوی ته مي کتل. پر خپله لار رواني وي او ځانونه يې په څادرونو کي ټینګ پیچلي وه. دوی بیا بیا موږ ته په ډارجنو سترګو کتل. درو واړو موټروانانو پرې خندل.

بونلو وپوښتل “بریدمنه، که پر دغه لار ولاړ شم څومره راکوې؟”

ما ورته وویل “که خبره د نیولو راشي، نو د یوه پرځای ډله ښه ده”.

بونلو “ما ته دوه سوه لیرې راکړه، مخامخ اتریش ته ځم”.

پیاني “اتریشیان به يې بیرته درڅخه واخلي”.

ایمو “کیدای شي چي جګړه ختمه شي”. تر وسه وسه مو هڅه کول، چي په بېړه ولاړ شو. لمر کوښښ کاوه، چي له وریځې خپل مخ راوباسي. د سړک دواړه اړخه د توتو ونو نیولي ول. د دې ونو له مینځه مي په خټو کي خپل بند موټرونه ولیدل. پیاني هم شاته کتل.

پیاني “دولت باید له خټو څخه د دې موټرانو د راایستو لپاره نوي سړکان جوړ کړي”.

بونلو “کاشکي بایسکلان راسره وای!”

ایمو “امریکایان بایسکلان کاروي؟”

“هغوی ورسره عادي دي”.

ایمو “کاشکي راسره وای. اوس به پر پښو، نه پر بایسکلانو رهي وای”.

بونلو “آه، خدایه! کاشکي خو مو بایسکلان درلودای. زه نور پلی نه شم تلای”.

ما وپوښتل “ډزې دي؟” له لیري څخه مي د ډزو د تبادلې ږغونه اورېدل.

ایمو “ما ته خو نه ښکاري”. ده هم غوږونه څرک کړل.

ما ورته وویل “ما ته خو همداسي ښکاري”.

پیاني “تر ټولو لمړی چي موږ به ورسره مخ شو هغه به د آس سپرو ډله وي”.

“فکر نه کوم چي اتریشیان دي اس سپاره ولري”.

بونلو“خدای دي وکړي چي آس سپاره ورسره نه وي. زه نه غواړم چي د سپرو د نیزو په منځ کي راګیر شم”.

پیاني “بریدمنه، تا خو په ریشتیا سرپړکمشر وویشت”. ډیر په بیړه روان وو.

بونلو “هغه ما وواژه. تراوسه مي په دې جګړه کي هیڅوک وژلی نه وو. په ژوند کي مي همدا یو ارمان وو، چي یو سرپړکمشر ووژنم”.

پیاني “هغه په اسمان کي نه الوته، پر مځکه دي وویشت”.

“فکر مه خرابوه. دغه خاطره به مي تل په ذهن کي وي. ما یو سرپړکمشر وواژه….”

ایمو “په تحقیقاتو کي به څه ورته وايې؟”

“زه به ورته ووایم، قاضي صاحب بخښه راته وکړه، ما یو سرپړکمشر وژلی”. له دې سره ټولو وخندل.

پیاني “دی انارشیست[23] دی، کلیسا ته نه ځي”.

بونلو “پیاني هم انارشیست دی”.

پوښتنه مي ځیني وکړل “تاسي ریښتیا انارشیستان یاست؟”

“نه بریدمنه. موږ سوسیالیستان یو، زموږ مرکز په ایمولا کي دی”.

“تاسي تراوسه هلته تللې یاست؟”

“نه”.

“په خدای قسم چي هغه یو ډیر ښکلی ځای دی. ته تر جګړې وروسته راشه، زه به ډیر ځایونه درباندي ووینم”.

“تاسي ټوله سوسیالیستان یاست؟”

“هو”.

“ښکلی ښار دی؟”

“ډير زیات. هغه د مځکې پر مخ جنت دی”.

“تاسي څنګه سوسیالیستان سواست؟”

“موږ ټوله سوسیالیستان یو. هر یو مو سوسیالیست دی. موږ تل سوسیالیستان وو”.

“بریدمنه، ته هم راشه. تا به هم سوسیالیست کړو”.

وړاندي لار چپ لورې ته ګرځیدل، په همدې اړخ کي یوه کوچنۍ تپه هم وه. یوڅه ورهاخوا د یوه ډبرین دیوال وه شا ته د مڼو یو بڼ وو. لوړ وه غونډۍ ته له ختو سره يې بانډار بس کړ. موږ ټول په ډیره بیړه روان وو.

دیرشم فصل

ګړی وروسته پر یوه داسي سړک باندي رهي وو، چي د سیند لور ته تلی. له همدې ځایه نیولي بیا د سیند تر پله پوري د ګاډیانو او موټرونو یو اوږد قطار پرېښوول شوی وو او د انسان ذات څرک نه لګېده. سیند تر غاړې بهېده او له پاسه پرې پروت پل په مینځ کي ویجاړ شوی وو. ډبرین میل يې د سیند مینځ ته ورلوېدلی وو. موږ د سیند پر ژۍ ژۍ باندي روان وو او په یوه داسي ځای پسي مو سترګې رغړولې چي له سینده پرې پورېوزو. لږ څه وړاندي د اورګاډي کرښه تېره شوي وه. هیلمن وم، چي کیدای شي د هماغې کرښې په مرسته به پورېوزو. باران ورېدلی وو. مځکه يې لنده او خټینه کړي وه. د پرېښوول شوو موټرانو او د بار ګاډیو پرته؛ پر دې سرزمین باندي د بني ادم بوی لا نه وو. د سیند پر شاوخوا باندي له خټو او خاشاکو پرته بل څه نه وه. موږ د سیند پر ژۍ باندي نور هم وړاندي ولاړو، څو چي د اورګاډي پله ته ورسیدو.

ایمو “څومره ښکلی پل!” یو اوږد او ساده پل وو. د سیند پر هغي برخي باندي پروت وو، چي عموماً د اوبو جریان پکښې لږ وو.

دوی ته مي وویل “وړاندي تردې چي دا پل هم ویجاړ کړي، باید پرې پوریوزو”.

پیاني “څوک نشته چي ویجاړ يې کړي، ټول تښتېدلي دي”.

بونلو “کیدای شي په ماینو يې فرش کړی وي. بریدمنه، لمړۍ تاسي پرې تیر شئ”.

ایمو “د انارشیست زرینو اقوالو ته غوږ شئ! لمړی دی واستوئ”.

ما ورته وویل “له تاسو ټولو وړاندي زه ځم. د یوه سړي په پوریوتو چاودنه نه شي کیدای”.

پیاني “ورته وګوره! دې ته وايي دماغ. انارشیستانو تاسي ولي عقل نه لرئ؟”

بونلو “که ما عقل درلودای، زه به اوس دلته نه وم”.

ایمو “بریدمنه، دا خوبیخي ښه خبره ده”.

ما ورته وویل “ریښتیا هم ډير ښه”.  نور نو اوس وه پله ته نژدې شوي وو. اسمان وریځو پوښلی وو. ورو ورو باران هم پیل شو. پل اوږد او محکمه وو.  پاس پله ته وروختو.

ما ورته وویل “پر یوه ځای راشئ”. او پر پله تېر شوو. ما تر پټلۍ او اړکی لاندي د بم یا چاودیدونکو موادو په نښو پسي وکتل، خو څه مي ترسترګو نه شول. له ګیپ سره جوخت تر پټلۍ لاندي خړې اوبه ډیري په تیزی سره رواني وې. له لږ وړاندي تلو وروسته مي له لانده کلي څخه تر باران لاندي یوډین ولید. له پله څخه مي بیرته وه شاته راوکتل. لږ هاخوا یو بل پل هم وو. څنګه چي مي ورته وکتل یو ژړ په خټو لړلی موټر مي ولید، چي د هماغه پله له پاسه روان وو. د پله اړخونه جګ ول له دې امله موټر یو ځلي له سترګو پناه شو، خو د موټروانانو سرونه يې ښکاریدل. یو په مخکني سیټ کي له موټروان سره او دوه يې هم شاته ناست ول. ټولو د جرمني پوځيانو خولۍ په سر کړي وې. موټر له پله تر پوریوتو وروسته په ونو او پریښودل شوو موټرانو کي ورک شو. ایمو او نورو ته مي لاس وښوراوه چي راچابک شي. زه تر پله راکښته شوم او پر ګونډو تر پټلۍ لاندي کښېنستم. ایمو له ما سره راکښته شو.

له ایمو څخه مي پوښتنه وکړل “موټر دي ولید؟”

“نه. موږ وه تا ته کتل”.

“د جرمنیانو یو موټر د پله له پاسه تیر شو”.

“د جرمنیانو موټر؟”

“هو”.

“اوه خدایه!”

هغه نور هم لاندي راغلل او په خټو کي پر ګونډو کښېنستل او له پله ورهاخوا مو پټلۍ، ونې، ویاله او سړک تر نظارت لاندي ونیول.

“بریدمنه، موږ راګیر شوي یو؟”

“نه پوهیږم. یوازي دومره پوهیږم چي د جرمنیانو یو موټر مي ولید چي تر سړک واوښت”.

“بریدمنه تاسي خو به مسخرې نه کوئ؟ تاسي ته عجبه خیالات نه راځي؟”

“بونلو، بيځایه خبرې مه کوه”.

پیاني “د څيښاک په اړه څه وايې؟ که راګیر شوي یو ښه به وي چي یو څيښاک وکړو”. خپل پتک يې رابهر کړ او سرپوښ يې ترې ایسته کړ.

ایمو “وګورئ! وګورئ!” سړک ته يې اشاره وکړه. د ډبرین پله له پاسه جرمنۍ خولۍ ښکاریدې چي په حرکت وې. دوی مخ په وړاندي ورو او په خارق العاده ډول روان ول. څنګه چي وه پله ته راورسیدل راته ښکاره شول. دوی بایسکل سپاره پوځیان ول. د لمړيو دوو څیرې مي يې ولیدې. سره و سپین او تندرسته ښکاریدل. خولۍ يې پر تندي او مخ خواته راځړېدلې وې. ټوپکان به يې له بایسکله سره جنګیدل او کړپهار به یې کاوه. لاسي بمونه يې پر کمربند باندي تړلي ول. خولۍ او خړرنګه یونیفورمونه يې لانده وه، خو ښه په طبیعت پر خپله لار روان ول. مخ او دواړو څنګونو ته يې پام کاوه. په لمړی لیکه کي دوه نفره، وروسته څلور نفره، بیا نژدې دولس نفره، بیا نور دولس نفره او له هغه څخه وروسته بیا یو نفر په ترتیب وړاندي روان ول. خبرې يې نه کولې. که يې کولای هم، موږ په سیند کي د اوبو د شورهاري له امله نه شوای اوریدلای. پر سړک باندي وړاندي ولاړل او له سترګو پناه شول.

ایمو “اوه خدایه!”

پیاني “دا خو جرمنیان ول. اتریشیان نه ښکاریدل”.

ما ورته وویل “دلته ولي يو څوک نشته چي مخه يې ونیسي؟ پل يې ولي نه دی ویجاړ کړی؟ له پله سره ولي مشین ګڼ والا نشته؟”

بونلو “ښاغلی بریدمنه، تاسي راته ووایاست ولي نشته؟”.

ډیر په غوسه وم.

“ټوله کم عقلان دي. کښته يې یو وړوکی پل ویجاړ کړی، خو دلته يې بیا پر عمومي سړک باندي پل پرې ایښی. دا ټوله چیري ورک دي؟ دوی يې د مقابلې هڅه نه کوي؟”

بونلو “بریدمنه تاسي راته ووایاست”. نور مي څه ونه ویل. دې موضوع په ما پوري اړه نه درلودل. زما دنده یوازي دا وه چي وه پورډینون ته هماغه درې امبولانسه ورسوم. چي زه پکښې بریالی نه شوم. اوس زما دنده دا ول، چي ځان وه پورډینون ته ورسوم. خو یوډین ته رسیدل لا په شک کي وه. بیخي بیچاره شوی وم. هغه څه چي باید کړي مي وای دا وه چي باید غلی وه اوسم تر څو ونه ویشتل شم او یا ګرفتار نه شم.

له پیاني مي وپوښتل “خلاص پتک درسره شته؟” ما ته يې راکړ. یو غټ غوړپ مي ترې وکړ. دوی مي مخاطب کړل ”وړاندي ځو، خو تلوار ښه نه دی. ډوډۍ خورئ؟”

بونلو “دلته نه. یو خوندي ځای به پیدا کړو”.

“سمه ده، نو بیا درځئ”.

“زما په نظر که تر پټلۍ لاندي ولاړ شو ښه به وي. څوک به مو ویني هم نه”.

“زه خو وایم، چي د پټلۍ له پاسه به روان شو. که لاندي رهي شو، کیدای شي د لوړ پله څخه مو په اسانی وویني”.

د اورګاډي پر پټلۍ باندي روان شوو. دواړه اړخو ته مو بې پایه لنده دښته او په وړاندي مو د یوډین تپه وه. د تپې له پاسه یوه لویه کلا وه، چي برجونه يې وران شوي ول. ناقوس او د ساعت برج راته ښکاریده. همالته په باغ و پټي کي ګڼي د توتو ونې ولاړي وې. وړاندي مي د اورګاډي یوه ورانه پټلۍ ولیدل. اړکی يې ویجاړ شوی او لاندي لویدلی وو.

ایمو وویل “پروت!پروت!” د پټلۍ یوه اړخ ته مو ځانونه وغورځول او پټ شوو. د بایسکلي پوځیانو یوه بله ډوله وه، چي د سړک له پاسه تیریدل. سر مي ورپورته کړ او پټ مي ور وکتل. پر خپله لار روان ول.

ایمو“موږ يې ولیدو، خو ځانونه يې ناګومانه واچول”.

بونلو “بریدمنه، که نور وړاندي ولاړ شو، د سر بایللو شونتیا زیاتیږي”.

ما ورته وویل “هغوی له موږ سره کار نه لري. هغوی خپل دښمن پیژني. که یو ناڅاپه راباندي راشي، بیا د خطر امکانات زیاتیږي”.

بونلو “زه خپله پر همدې لار له سترګو پناه ځم”.

“سمه ده. خو موږ د پټلۍ له پاسه ځو”.

ایمو وپوښتل “څه فکر کوې، موږ به له دغه ځایه بچ ولاړ شو؟”

“بلکل. تراوسه د دښمن شمیر زیات نه دی. په تیاره کي به له دغه ځایه ووزو”.

“د پوځیانو موټر دلته څه کول؟”

ما ورته وویل “خداي پوهیږي”. د اورګاډې پر پټلۍ باندي رهي شوو. بونلو لاندي په خټینه مځکه کي له تګه ستړی شو او بیرته راپورته شو. پټلۍ اوس له عمومي سړک څخه بېلیدل او سهیل ته تاوېدل، ځکه نو موږ ته نه معلومېدل، چي پر سړک څه روان دي. لږ وړاندي د ویالې له پاسه یو ویجاړ پل وو. په کیسه کي يې نه شوو، ور وختو او پر پاتي شونو يې تېر شوو.  د شا له خوا مو د ډزو ږغونه واورېدل.

د ویالې په خوا کي پټلۍ ته ورپورته شوو. د پټلۍ دغه کرښه د کروندو په مینځ کي سیده د ښار په لور تللې وه. شا ته مو یوه بله پټلۍ هم ښکاریدل. عمومي سړک په شمالي اړخ کي، چیري چي بایسکلي پوځیان لیدل شوي ول پروت وو. په سهیلي اړخ کي مو یو فرعي سړک غځېدلی وو، چي دواړو اړخو ته يې ونې ولاړي وې. له ځان سره مي وویل که پر همدې سړک ولاړ شو ښه به وي. د همدې سړک له لارې مو کولای شوای، چي د ښار له څنډو څخه له تیریدو وروسته وه کاموفورمیو ته او بیا له هغه ځایه د ټګلیامنتو وه عمومي سړک ته ځانونه ورسوو. هڅه مو کول د یوډین شا ته پر فرعي لارو باندي ولاړ شو او د شاتګ له عمومي کاروان څخه ځانونه ګوښه وساتو. د غونډیو په منځ کي ګڼې فرعي لارې رامعلومي وې. زه له پټلۍ څخه په راکوزېدو شوم.

ما ورته وویل“راکښته شئ”. هوډ مو وکړ، چي د ښار په سهیلي اړخ کي به پر فرعي لارو باندي ځو. موږ ټول له پله څخه په راکښته کېدو شوو. په همدې حال کي له شا څخه د ټوپک ډز راباندي وشو. مرمۍ راغلل او په خټین پله کي ونښتل.

دوی ته مي ورنارې کړې “بیرته شا ته ولاړ شئ ”. په خټو کي په ښوییدو پاس پله ته وختم. موټروانان تر ما وړاندي ول. څومره، چي مي وس کیده هغومره په بېړه پاس ولاړم. د کروندو له مینځه دوه ځلي بیا ډزې راباندي وشوې. ایمو له پټلۍ نه د رااوښتو هڅه کول، چي یو ناڅاپه ورغړېد پښه يې بنده شول او پړمخي راپرېوت. دی مو د پله دا بل اړخ ته لاندي راکش کړ او ستوني ستخ مو پرې ایسته. ما ورته وویل ”سر يې باید لوړ اړخ ته وي”. پیاني دی ځانته راکش کړ، ایمو په خټو کي پروت، پښې يې پر پله وراوښتې وي او په زوره زوره يې ساه  کښل. له بارانه د ژغورولو په خاطر موږ درې واړه پر ده راچاپېره شوو او پټ مو کړ. دی تر ورمیږ لاندي په ملا کي ویشتل شوی وو. مرمۍ يې په اوږه کي لوړه تللې وه او تر ښۍ سترګې راوتې وه. زه يې لا په پټۍ بوخت وم، چي د اجل داعي ته يې لبیک ووایه. پیاني د ده سر لاندي کښېښود، مخ يې په یوه ټوټه ټوکر ورپاک کړ او بیا يې یوازي پریښود.

پیاني “حرامیان”.

دوی ته مي وویل “ویشتونکي جرمنیان نه ول. د جرمنیانو شتون دلته هیڅ امکان نه لري”.

پیاني په تحقیرآمیزه لهجه وویل “ایټالویان ول. ایټالیاویان!” بونلو د ایمو څنګته غلی ناست وو، خو د ده ته يې نه کتل. پیاني د ایمو خولۍ چي لاندي رغړیدلې وه راپورته کړل او پر مخ يې ورکښېښودل. پتک يې ځیني راپورته کړ.

پیاني بونلو ته پتک ونیو “اوبه څيښې؟”

بونلو “نه”. ما ته يې مخ راوګرځاوه ”که د پټلۍ له پاسه نور هم وړاندې ولاړ شو، کیدای شي موږ هم د ده په برخلیک اخته شو”.

ما ورته وویل “داسي نه ده. لامل يې دا وو چي موږ غوښتل له هوارې نه پوریوزو”.

بونلو سر وښوراوه. ويي ویل ”ایمو مړ شو. بریدمنه له ده وروسته څوک مړ کیږي؟ اوس چیري ځو؟”

ما ورته وویل “ډزې کونکي ایټالویان ول، نه جرمنیان”.

بونلو “زما په نظر که جرمنیان وای، موږ ټول يې وژلو”.

ما ورته وویل “زموږ لپاره ایټالویان تر جرمنیانو ډیر خطرناک دي. شاتني پوځیان اوس له هرڅه نه په ډار کي دي. جرمنیان په خپل خیر و شر تر هر چا ښه پوهېږي”.

بونلو “بریدمنه، ستاسي له نظر سره موافق یم”.

پیاني وپوښتل “اوس چیري ځو؟”

“د تیارې تر خپریدو پوري به یوځای پټ شو. له هغه وروسته که مو په سهیلي اړخ کي یوه لار پیدا کړل ډیر به ښه وي”.

بونلو “ډزې کونکي اوس اړ دي چي موږ ټوله ووژني تر څو دا ثابته کړي چي تېر ځل هم دوی نه وه خطاوتي. زه نه غواړم چي د دوی د مرمۍ ښکار شم”.

“اوس چي هر څومره ژر شونې وي، باید د تیارې تر خپریدا پوري یوډین ته نژدې یو ځای ځانونه پټ کړو او بیا چي کله تیاره شول، په حرکت به پیل وکړو”.

بونلو “نو بیا درځئ له خیره”. پاڅیدو او د پله وه شمالي اړخ ته کوز شوو. شا ته مي وکتل. ایمو د پله پر یوه کونج باندي پروت وو. وړوکی ښکاریده، لاسونه يې په بغل کي پراته ول. خټین بوټونه په پښو او خولۍ يې پر مخ پرته وه. ارام پروت وو. باران بیا پیل شو. ایمو د نورو ملګرو په څېر راباندي ګران وو. د ده اسناد مي له ځان سره راواخیستل تر څو کورنۍ يې ترې خبره کړم. له کښتو او کروندو لږ ورهاخوا یو کلیوالي کور وو. د کور چار چاپیره ونې راګرځیدلې وي او پر مخامخ يې څو کروندې وي. په دوهم چت کي يې پر ستنو تکیه، یوه برنډه درلودل.

دوی ته مي وویل “ټول باید یو ځای رهي نه شو، تر مینځ مو باید یو څه واټن وي. کور ته  به لمړۍ زه ورشم”. د پټیو په مینځ کي د کور په لور رهي شوم.

له پټۍ څخه تیریدم، د بل کوم څه په فکر کي نه وم، یوازي دا بیره راسره وه، چي اوس به د ونو له منځه یا هم مخامخ له کوره ډزي راباندي وشي. مخامخ پرې ور روان شوم هر څه مي تر نظر لاندې ول. برنډه په دوهم چت کي له بوس خونې سره وصل وه. د دوو ستنو له مینځه بوس بهر راوتي ول. د سرای غولۍ په ډبرو فرش شوی وو. د ونو له پاڼو څخه د باران اوبه څک څک راتويیدې. د کور په یوه کونج کي یوه لویه دوه ټيریزه ګاډۍ ولاړه وه. لاستې يې لوړې خواته تر باران لاندي جګ ولاړ ول. انګړ ته ورداخل شوم نور هم وړاندي ولاړم او تر برنډې لاندي ودریدم. د کور دروازه خلاصه وه دننه ورغلم. بونلو او پیاني هم راپسي راغلل. دننه تیاره وه. وه پخلنځۍ ته ولاړم. په یوه غټ سرخلاصي نغري کي د اور ایرې پرتې وي. د ایرو له پاسه پر سرتاخ باندي لوښي ایښوول شوي وو، خو پر ټولو يې لاس راتېر کړی وو. شاوخوا مي وکتل، خو د خوراک لپاره مي څه ونه موندل.

دوی دواړو ته مي وویل “باید همدلته په غوجل کي پریوزو. پیاني د خوراک لپاره به یو شی ونه لټوې؟”

پیاني “زه به پسي وګرځم”.

بونلو “درځه چي په ګډه يې ولټوو”.

ما ورته وویل “سمه ده. زه به بیا پاس ولاړ شم او په بوس خونه کي به وګورم”. تر طبیلې لاندي مي د زینو یوه لار چي پاس تللې وه، وموندل. په باران کي له طبیلې څخه وچ او وږم لرونکۍ بوی راته. رمه يې ګرده بېولي وه. کیدای شوه کله چي د کور انسان تلل، نو رمه به يې هم له ځان سره اخیستي وه. بوس خونه نیمايې له بوسو ډکه وه. د کوټې په چت کي دوه سوري ول، یو يې په تختو بند کړی وو او له هغه بله يې هم چي په شمالي اړخ کي وو د دریڅې کار اخیسته. یوه ناوه هم وه چي وه حیواناتو ته د وښو د وراچولو کار به يې ځیني اخیسته. د رڼا شغلې لاندي په دهلېز کي چیري چي وه حیواناتو ته واښه وراچول کیدل خپرې وي. پر بام مي د باران د څاڅکو شړپهاری اورېده او ورسره مي د وچو وښو بوی تر پزې راورسېد. لاندي ورکوز شوم همالته په طبیله کي مي د وچو خوشیو بوی تر پزې شو. موږ کولای شوای چي له تختو څخه یوه رابېله کړو او له هغه ځایه انګړ تر خپل نظر لاندي وساتو. هغه بله کړکۍ په شمال کي وه پټيو ته خلاصیدل. د دې دواړو کړکیو په مرسته موږ بام او لاندي تلای شوای. همداسي که زینه له کاره لویدلې وای کولای مو شوای چي په ناوه کي کوز شو. غوجل خورا پراخه وه که یوڅوک دننه هم راغلی وای، په اسانۍ يې لاسته نه ورتلو. په هر صورت، موږ پر ښه ځای باندي پيښ شوي وو.

زه ډاډه وم که پر موږ ډزي نه وای شوي، سهیل ته پرته له کومې ستونزې تلای شوای. د جرمنیانو شتون هلته ناشونی وو. هغوی له شمال او د سیوایډل له لوري پر راغلي سړک باندي راتلل. د سهیلي اړخ څخه د هغوی راتګ هیڅ شونتیا نه لرل. ایټالویان تر جرمنیانو ډير خطرناک ول. هغوی ترهیدلي ول، هرڅه چي به په مخه ورتلل پر هغه به يې ډزې کولې. تېره شپه د شاتګ پرمهال مو واوریدل، ویل يې چي ګڼ شمیر جرمنیان د ایټالویانو په جامو کي شمال لور ته د شاتګ په قافله کي داخل شوي دي. هیڅ باور مي نه کیده. البته دغه ډول خبرې په جګړه ایزو حالاتو کي ډېرې اورېدل کیږي. همدا حیله په هره جګړه کي کارول کیږي. فکر نه کوم چي یو څوک دي د جرمنیانو په جامه کي د هغوی د سرګردانه کولو لپاره د جرمنیانو وه منځته ورغلي وه. کیدای شي داسي خلګ به ول، خو دا کار له ربړو خالي نه ښکاریده. زما هیڅ زړه ته نه لوېده چي جرمنیانو دي داسي کړي وي. البته دوی به د دې حیلې کارولو ته کومه اړتیا هم نه لرل. جرمنیانو هیڅ اړتیا نه درلودل، چي زموږ په عقب نشیني کي کوم خنډ پيښ کړي. د پوځیانو د شمیر زیاتوالي او د سړکونو لږوالۍ پخپله ایټالویانو ته یو سرخوږی وو. څوک نه وو، چي یو چا ته ووایي دا کار وکړه یا دا کار مه کوه. بیا هم دوی پر موږ د جرمنیانو په شک ډزې کولې. ایمو په ډزو ولګېد. له وښو څخه ښه بوی راته او په بوس خونه کي د وښو په مینځ کي پروتې کلونه کلونه واټن له منځه وړی. موږ په وښو کي څنګ وهلي او پراته، یو له بل سره مو بانډار کاوه او چي کله به یوه چوغکه د بوس خونې د دیوال په سوري کي کښېنستل په بادي توپک به مو په نښه کړل. هغه بوس خونه اوس نشته، یوکال يې د شوکران ځنګل ټول له منځه یووړ او په هغه ځای کي چي ځنګل ولاړ وو، اوس یوازي د ونو تنې، د ونو ګوګ سرونه، ښاخلې او یو څه واښه شنه ول. تېر وخت بیرته نه راګرځېده. که موږ همدلته پاتي شو، څه به وشي؟ هیڅکله وه میلان ته نه شو ستنیدلای. خو که میلان ته ستانه هم شو، نو څه؟ په شمال کي له یوډین سره ډزې پیل شوې، غوږونه مي ورته څرک کړل. ډزې پرله پسې وي، خو بمبار نه وو. خپله همدا یوه ستونزه وه. ایټالویانو باید د سړک له پاسه څه عسکر ځای پرځای کړي وای. په نیمه روښنايې کي مي کښته ته وکتل، پیاني مي ولید. دی په دهلېز کي ولاړ وو. په لاس کي يې یو اوږد ساسیج، یوه مرتبانه او په بغل کي دوه بوتله شراب نیولي ول.

ده ته مي وویل “پاس راشه. زینه هلته پرته ده”. له ځان سره مي وویل، د مرستې لپاره يې باید ورکوز شم. په وښو کي پروتې یو څه ګنګس کړی وم.

له ده مي وپوښتل “بونلو څه شو؟”

پیاني “یوه شیبه صبر. درته وایم”. په زینو کي لوړ راوختو. د وښو له پاسه مو شیان کښېښوول. پیاني د بوتل د خولپوټي لیري کولو آله راوکښل او د شرابو بوتل ېې پرې خلاص کړ.

ويې ویل “سرپوښ خو يې ښه ټینګ پرې تړلی خدای دي وکړي چي ښه خوندور وي”. مسک شو.

بیا مي پوښتنه ورڅخه وکړل “بونلو چیري دی؟”

پیاني ما ته وکتل.

ويې وویل “بریدمنه، هغه ولاړ. هغه غوښتل چي د پوځيانو په لاسونو زنداني شي”.

څه مي ونه ویل.

“هغه د مرګ له بیرې له موږ څخه بېل شو او ولاړ”.

ما د شرابو بوتل په لاس کي ونیو. او کوم څه مي ونه ویل.

“ته پوهیږې بریدمنه، له جګړې مو ګرد سره ښه نه راځي”.

له ده نه مي پوښتنه وکړل “ته ولي له هغه سره نه ولاړې؟”

“ما نه غوښتل چي تاسي یوازي پریږدم”.

“بونلو چیري ولاړ؟”

“خبر نه یم، خو له موږه يې لار بېله کړه”.

ما ورته وویل “سمه ده. ساسیج به پرې کړي؟”

پیاني په نیمه روښنايي کي راته وکتل.

ويې ویل “ما د خبرو په جریان کي ټوټې ټوټې کړ”. په وښو کي ناست او ساسیج مو له شرابو سره یو ځای تر ستوني تیر کړ. کیدای شي د کور خاوند دا شراب د خوښۍ د کومو مراسمو لپاره ساتلي ول. خو هغه دومره زاړه ول، چي رنګ يې هم بایللی وو.

ما ورته وویل “لویجي، ته په هغه کړکۍ کي وګوره زه به په دا بله کړکۍ کي وګورم”.

موږ دواړو یو یو بوتل وڅيښی. ما له ځان سره خپل بوتل واخیست پر وښو اوږد وغځیدم او په وړوکې کړکۍ کي مي دباندي وکتل. نه پوهیدم چي دا اوس زه څه وینم؟ خو د کروندو، د توتو د لغړو ونو او بارانه پرته مي بل څه نه لیدل. شراب مي وڅيښل خو اغېز يې ونه کړ. د ډېر وخت ول اوس يې له رنګ سره سره خوند هم بایللی وو. دباندي چي مي وکتل، تیارې هر څه په غیږ کي نیولي ول. ډېر ژر تیاره شول. باران او له تیارې ډکي شپې، دوی دواړه موږ ته په تمه ول. کله چي ښه تیاره شول، اخوا دیخوا کتلو ګټه نه درلودل، نو پیاني ته نژدې ورغلم. دی بیده وو، راویښ مي نه کړ، خو یوه شیبه يې وه څنګته کښېنستم. دی په تنه غټ او ډیر دروند خوب يې وو. شیبه وروسته مي راپاڅاوه او رهي شوو.

یوه عجبه شپه وه. له یوه نا اټکل کیدونکي حالت سره مخ وم. مرګ، په تیاره کي ډزې او یا هم ځغاسته، خو هیڅ پیښ نه شول. موږ دواړه له سړک سره د یوې ویالې په غاړه کي پټ شوو، کله چي د جرمني پوځیانو کنډک تېر شو، دواړه یوځای د شمال په لور رهي شوو. دوه ځلي په باران کي له جرمنیانو سره بیخي نژدې مخ شوو، خو موږ يې ونه لیدو. د کوم ایټالوي سره د مخ کېدو پرته له ښاره تېر او شمال ته واوښتو. له ښه مزله وروسته بیرته د شاتګ عمومي لارې ته ورسم شوو او ټوله شپه مو د ټګلیامنتو په لور مزل وکړ. د شاتګ غټواله او لوی واله مي هیڅ په تصور کي نه شوای راوستلای. د پوځ په ګډون ټول هیواد په خوځښت کي وو. شپه مو ټوله په ولاړه او تګ تیره کړل. د موټر په نسبت پلی تګ ښه وو. لینګي مي کا کول او ستړی هم وم، خو سفر مو ښه وو. د بونلو د ځان زنداني کولو پریکړه مي په نظر ډیره بي عقله ښکاره شول. هیڅ خطر نه وو. له کومي پيښې پرته له دوو پوځونو څخه تیر شوو. که ایمو وژل شوی نه وای، د خطر هیڅ نښه نه وه. موږ چي ان کله د اورګاډي پر پټلۍ روان وو، بیا هم هیڅ چا راته کوم ضرر ونه رساوه. مرګ ناڅاپه او بې دلیله راغلی. د بونلو په اړه اندیښمن وم. هغه به چیري وو؟

پیاني “بریدمنه، طبیعت دي څنګه دی؟” پر کوم سړک، چي موږ اوس روان وو، د موټرونو او پوځیانو ګڼه ګوڼه پکښې زښته ډیره وه.

“تراوسه خو لا ساه راپکښې چلیږي”.

“دې پلي تګ خو له اخه و ټوخه واچولم”.

“که مړه کیږو، که رغیږو اوس به ځانونه باسو، له دې پرته بله لار نه لرو. د انديښنې کومه خبره نشته”.

“بونلو بیخي نادان وو”.

“ریښتیا هم ډیر نادان وو”.

“بریدمنه، تاسي به د هغه په اړه څه وکړئ؟”

“تراوسه مي کوم تصمیم نه دی نیولی”.

“ته د ده نوم د بندیانو په لیست کي نه شي لیکلای؟”

“نه راته معلومیږي”.

“دې خبرې ته دي باید پام وي، چي که جګړه دوام وکړي، حکومت به يې پر کورنۍ زیات مشکلات او فشار راولي”.

له موږ سره په خوا کي روان یوه پوځي وویل “جګړه نور دوام نه کوي. موږ کورونو ته ځو. جګړه پایته ورسیدل”.

“ټوله کور ته ځي”.

“موږ ټول کورو ته ځو”.

پیاني“بریدمنه، راځه”. ده غوښتل چي له دوی څخه مي لیري کړي.

“بریدمن؟ کومه دی بریدمن؟ د خدای قهر و غضب دي وي پر افسرانو. مرګ پر افسرانو!”

پیاني له بازو ونیولم.”ښه به وي چي زه تا په خپل نامه وبولم. کیدای شي له دوی سره په ستونزه واوړو. ځیني افسران يې وژلي هم دي”. چابک شوو او له دوی څخه تېر شوو.

وه خپل مجلس ته مو دوام پسي ورکړ”زه به داسي ریپورټ ونه لیکم، چي د ده د کورنۍ لپاره د ستونزو جرړه شي”.

پیاني وویل “که جګړه پایته ورسیږي بیا پروانه لري، خو فکر نه کوم چي همدا دی يې پای وي. البته که ختمه شي، بیا نو د زوی زیری دی”.

ما ورته وویل “په ختم یا نه ختم به يې ژر پوه شو”.

“د جګړې ختمېدل! زما خو زړه ته نه لوېږي. دوی ټول فکر کوي چي جګړه نوره پایته رسیدلې، خو ما ته خیال پلو ښکاري”.

یوه عسکر نارې کړه “ژوندۍ دي وي سوله! موږ کورو ته ځو”.

پیاني وویل “که ټوله وه کورو ته تلای ښه به وای. ستا وه کور ته زړه نه غواړي؟”

“ولي نه”.

“موږ به کله هم ولاړ نه شو. فکر نه کوم چي دغه به يې پای وي”.

یوه پوځي نارې کړې “موږ کورو ته ځو!”

پیاني “دوی خپل ټوپکان غورځوي. د نارو پرمهال خپل ټوپکان له اوږې راایسته کوي او بیا يې ایسته غورځوي”.

“خپل ټوپکان باید له ځان سره وساتي”.

“دوی فکر کوي چي که خپل ټوپکان ایسته وغورځوي، بیا يي څوک جګړې ته نه شي مجبورولای”.

په تیاره، باران او شپه کي، چي نور هم وړاندي تلو اوس هم ډیر شمیر پوځیان ښکاریدل، چي وسلې اوس هم ورسره وې او د خپلو کوسیانو له پاسه يې جوخت نیولي ول.

یوه افسر وویل “تاسي د کومي لوا یاست؟”

زما پر ځای بل یوه جواب ورکړ “د سولې لوا! د سولې لوا”. افسر څه ونه ویل.

“څه وايي؟ افسر څه وايي؟”

“مړه دي وي افسران. سوله دي ژوندۍ وي”.

پیاني “راځه”. له دوو بریتانوي امبولانسونو څخه، چي د نورو موټرونو په منځ کي بند ول، تېر شوو.

پیاني “له موټرونو څخه يې ښکارې، چي د ګوریزیا دي”.

“دوی له موږ وړاندي راغلي دي”.

“هو، له موږ وړاندي رارهي شوي”.

“خبر نه یم چي موټروانان يې چیري دي؟”

“کیدای شي وړاندي وي”.

ما ورته وویل“جرمنیانو له یوډین بهر سنګرونه نیولي. دغه خلک ټول باید تر سیند پوریوزي”.

پیاني “هو، خو همدا لامل دی، چي وایم جګړه به نوره هم وغځیږي”.

ده ته مي وویل “جرمنیان کولای شي، چي دلته هم راشي. خو نه پوهېږم، چي تراوسه لا ولي نه دي راغلي”.

“زه هم نه پوهیږم. زما په دې ډول جګړو هیڅ سر نه خلاصیږي”.

“فکر کوم، ترانسپورټ ته به منتظر وي”.

پیاني “زیات مي سر نه په خلاصیږي”. دی، چي به هر کله تنها شو، ډیر به غلی وو، خو د مجلس پر مهال به ډیر پوچ خولۍ وو.

“لوييجي، تا واده کړی؟”

“تاسي خو خبر یاست، چي ما واده کړی”.

“ښه نو په همدې خاطر تا نه  غوښتل، چي زنداني شي؟”

“له لاملو څخه يې یو همدا وو. بریدمنه تاسي واده کړی؟”

“نه”.

“بونلو هم واده نه دی کړی”.

ما وویل که څه هم واده والا د خپل زړه خبره نه کوي، خو زما په ګمان د واده والا سړي بیړه وي، چي ځان ژر میرمنې ته ورسوي”. دغه ډول مجلس مي په طبعه لګیده.

“هو”.

“ستاسي پښه څنګه ده”.

“ډیره خوړینه شوې”.

د رڼا تر خپرېدو وړاندي د ټګلیامنټو تر ساحله ورسیدو. د سیند په څنګ څنګ کي روان وو او هغه قطار ته مو ورو ورو ځان وردننه کاوه، چي د سیند له پاسه پر پله باندي تېریده.

پیاني “له دې سیند سره نو باید د دښمن مخه ډب کړي”. په تیاره کي مي سیند ته وکتل، بیخي تر غاړې غاړې بهېده. اوبو به یو څرخک وخوړ او بیرته به خپرې شوې. د پله څلور پر دریمه حصه پر سیند باندي پرته وه. د سیند یاغي څپې تر پله پوري لوړي راغلي وې. د دې سیند اوبه بیا تر پله ښه ورکښته په کوچنیو ویالو کي پر پراخ ډبرین بستر باندي بهېدې. د سیند پر څنډه باندي روان وو او کرار مو په هغه ډله کي ځانونه ورګډ کړل، چي له سیند څخه په پورېوتو وه. تر سیلابي څپو لږ لوړ، تر باران لاندي او د خلکو په ګڼه ګوڼه کي د میږي په قدم وړاندي روان وو. د پله په هاغه بل سر کي توپچيانو سنګر نیولی وو. شاوخوا او سیند ته مي وکتل. ورو ورو تګ ډیر راباندي وغمېد او بیخي زهره چاوده کړم. له ځان سره مي وویل، که الوتکه د ورځې له خوا دغه پل بمبار کړي، څه حال به وي؟

نارې مي کړل “پیاني”.

“دغه یم، دلته یم بریدمنه”. په همدې ګڼه ګوڼه کي تر ما لږ وړاندي وو. ټول پټه خوله ورو ورو وړاندي روان ول. ټول په دې هڅه کي ول، چي له پله څخه په بېړه پوریوزي. په دماغ کي يې یوازي همدا فکر راتاوېده. موږ ته هم ډیره لار پاتې نه وه. د پله په سر کي څو تنه افسران له ټوپکوالو عسکرو سره ولاړ ول. څراغونه ورسره ول او د هر یوه پر مخ به يې ورنیوه. د دوی سایه مي لاندي ولیدل. څنګه چي دوی ته ورنژدې شوو، یو افسر د لاس په اشاره په قطار کي یو نفر په ګوته کړ. ټوپکوال د هغه په راوستو پسي د قطار مینځ ته ور په هوا شو او له هاخوا يې هغه نفر لاس نیولی راوست. له سړکه يې وه ایست او یوې ګوښې ته يې کړ. اوس نو زموږ او د دوی تر مینځ هم چنداني واټن پاتې نه وو. په قطار کي هر یو پورېوتونکی کس يې په ډیر دقت سره څاره. ځیني وختونه به دوه افسران په خپل مینځ کي په بوڼېدو شول؛ بیا به قطار ته ښه ورنژدې شول او د یو کس پر څیره به يې څراغ ورونیو. زموږ تر رسیدو وړاندي يې یو بل نفر هم له قطاره وه ایست. دی مي هم ولید، په رتبه ډګرمن وو. پر ده باندي له څراغ اچولو سره مي د ده پر لستوڼو ټومبل شوي ستوري ولیدل. ورېښتان يې خړ، کوتاه قده او پنډ سړی وو. ټوپکوالو دی د افسرانو تر لین شاته ودرواه. چي څنګه موږ ورسره مخ په مخ شوو، له دوی څخه یوه افسر ما ته وکتل؛ بیا يې ما ته ګوته ونیول او ټوپکوال ته يې یو څه وویل. ټوپکوال ته مي کتل، چي زما پر لور راپه هوا شو. د قطار په څنډه کي زما لور ته راتیر شو. داسي مي احساس کړل، لکه زه چي يې تر کالر ونیولم.

ورته ومي ویل “څه خبره ده؟” او په یوه څپېړه مي ونازاوه. تر خولۍ لاندي مي د ده مخ ولید، لوړي خوا ته تاو شوي بریتونه او پر باړخو يې د وینې دارې ښکاره شوې. یو بل نفر هم زما په لور راوالوت.

ما ورته وویل“خبره څه ده؟” زما د سوال جواب يې رانه کړ. زما سره د پنجې نرمولو ته يې شیبې شمیرلې، خپلې توپنچې ته مي لاس وراوږد کړ.

“ته نه يې خبر چي افسر ته څوک لاس لا نه شي وروړلائ؟”

یوه بل نفر د شا له خوا ونیولم او لاس يې په اوږه کي راوپیچئ. چي څنګه می مخ راوګرځاوه یوه بل نفر تر غاړې ونیولم. ما هم ډېل ونه کړ، لمړی مي په لینګیو کي په لغته وواهه او بیا مي پښه په تشي کي ورکښېښوول.

د یو چا اواز مي تر غوږو شو “که زور وهي ډز پرې وکړئ”.

“دا اوس تاسي څه کوی؟” نیت مي وکړ، چي په زوره نارې ووهم، خو له ستوني څخه مي اواز نه راوتی. زه يې هم د سړک ګوښې ته کړم.

یوه افسر وویل “که زور وهي ډز پرې وکړئ، ستوني ستخ يې پرې باسئ”.

“تاسي څوک یاست؟”

“اوس به پوه شې”.

“تاسي څوک یاست؟”

یوه افسر وویل “نظامي پولیس”.

“ولي په سمه نه وایاست؟ تاسي وار له مخه الوتکې راپسي راولیږلې”.

جواب يې رانه کړ. اړتیا يې هم نه درلودل چي جواب راکړي. نظامي پولیس ول.

افسر وویل “دی هم له هغه نورو سره ودروئ. تاسي د ده خبرو ته متوجه شئ، په بېله لهجه خبرې کوي”.

ما ورته وویل“ستا د ….”

لمړي افسر بیا وویل “له هغه نورو سره يې یو ځای کړئ”. زه يې د افسرانو تر کرښې لاندي د هغو خلکو په لور رهي کړم چي د سیند له غاړي سره یي راټول کړي ول. د دوی پر لور ورروان وم، چي د ټوپک ډز مي واورېد. د مرمۍ د رڼا او ږغ پرته مي بل څه ونه لیدل. زه یې هم د دوی په ډله ورګډ کړم. څلور افسران یو ځای ولاړ ول. شاوخوا ټوپکوال پرې راچاپیره شوي ول. یوه بله ډله خلک، چي ټوپکوال پرې راچاپیره وه منتظر ولاړ وه. څلور نور ټوپکوال پر هغو افسرانو چي تحقیقات يې کول ماشه په لاس پیره وه. څلورو واړو افسرانو غټي خولۍ په سر کړې وي. هغو دوو نفرو چي زه یې راوستی وم، د ولاړو خلکو مینځ ته یې ورټیله کړم. تر څو له ما هم تحقیقات وکړي. هغه سړي ته مي، چي اوس تحقیقات ځیني کېدل وکتل، پنډ او خړ وریښتان يې ول. هماغه ډګرمن وو، چي له قطاره يې راایستلی وو. تحقیق کونکي افسران د هغو باکفایته، خونسرده او د امر خاوندانو له جملې څخه ول، چي ډزې يې کولې؛ خو ډزې نه پرې کیدې.

“د کومي لوا یاست؟”

وه هغه ته يې وویل.

“کوم غنډ؟”

بیا يې وه هغه ته وویل.

“له خپل غونډ څخه ولي رابېل شوي یاست؟”

هغه يې مخاطب کړ.

“ستا تراوسه په دې سر نه خلاصیږي، چي یو پوځي باید له خپلي ډلې بېل نه شي؟”

هغه پوځي په دې قانون پوهېده.

خبره خلاصه شول. یو بل افسر په خبرو شروع شو.

“ته او ستا په شان خلک وه، چي دې وحشیانو ته يې اجازه ورکړه، چي پر دې سپېڅلې مځکه خپل ناپاک قدمونه کښېږدي”.

ډګرمن وویل “بخښنه غواړم، تاسي څه وویل؟”

“ستاسي د بې سارې خیانت له امله موږ د بري میوه له لاسه ورکړل”.

ډګرمن وپوښتل “تراوسه دي په یوه شاتګ کي برخه اخیستې؟”

“ایټالیا باید هیڅکله شاتګ ونه کړي”.

د باران تر څاڅکو لاندي د دوی وه بانډار ته غوږ وو. موږ او افسران مخ په مخ ولاړ وو. زندانیان له موږ نه لږ وړاندي ولاړ ول.

ډګرمن “که مو زما وژل هدف وي، د مهربانۍ له مخي له دې بېځایه پوښتنو تېر شئ او خپل کار مو په بېړه وکړئ. دا د وړوکو په څېر سوال و جواب پرېږدئ”. د صلیب نښه يې پر ټټر وکښل. افسران په خپل مینځ کي  سره وبڼیدل، یوه يې پر کاغذ باندي یو څه ولیکل.

ويې ویل “خپله ډله يې ترک کړي، باید وویشتل شي”.

دوو ټوپکوالو ډګرمن تر باران لاندي د سیند غاړې ته رهي کړ. پوخ عمره وو. په لڅ سر له دوو ټوپکوالو سره رهي شو. د ده ویشتل مي ونه لیدل، خو د ډزو ږغ مي  واورید. څنګه چي د ډګرمن کار خلاص شو، له یوه بل نفر نه يې تحقیقات پیل کړل. دغه افسر هم له خپلو پوځیانو رابېل شوی وو، خو بیچاره يې خبرو ته پرېنښود. د مرګ د حکم په اورېدو په ژړا شو. دی يې د ویشتلو لپاره بوت او له بل نفر څخه يې تحقیقات پیل کړل. د مخکني پوښتل شوي کس د ویشتلو پر مهال، له یوه بل نفره پوښتنې ګروېږنې کول يې د ځان ژمنتیا ګڼل. له دې طریقې څخه دا واضح کېدل، چي دوی ته له وژلو پرته بل څه ورپاتي نه وه. زه دوه زړی شوم، چي تحقیقاتو ته منتظر شم او که د خلاصون یوه لار وسنجوم؟ د دوی په نزد دا یوه ښکاره حقیقت وو، چي زه په ایټالوۍ جامه کي یو جرمنی وم. پوهیدم چي د دوی دماغونه څه ډول کار کوي، که يې دماغ درلودای او که يې دماغ کار کولای. هغوی ټول ځوانان ول او خپل هیواد يې ساته. دوهم پوځ د ټګلیامنټو شاته د بیا راټولیدو او منظمیدو په حال کي وو. د رتبې په لحاظ له تورن څخه کښته ټول اشخاص، چي له پوځ څخه بېل شوي ول، د اعدام حکم پرې صادریده.  په ایټالوۍ جامه کي د راغلو جرمنیانو کیسه يې په څو شېبو کي پایته رسول. د دوی فولادي خولۍ په سر وې. په موږ کي یوازي دوو نفرو فولادي خولۍ په سر کړي وې. ځینو ټوپکوالو هم په سرکړي وي. پاتي ټوپکوالو غټي خولۍ په سر کړي وې. دوی ته به موږ الوتکې ویل.

تر باران لاندي ولاړ وو، له موږ څخه يې یو یو بېلاوه، تحقیقات به يې ځیني کول او بیا به يې د ویشتلو حکم پرې کاوه. تراوسه چي يې له کومو کسانو څخه تحقیقات کړي ول، ټول د ټوپک په مرمۍ سوري شوي ول. تحقیق کونکي د هغه ډول انصاف او عدل لرونکي وه چي له مرګ سره يې نیغه اړیکه لرل کار وو او بېله دې، چي راتلونکو خطراتو ته پام وکړي، امر يې کاوه. د جبهې له یوه ډګرواله يې پوښتني کولې. درې نفره نور يې هم راوستل او له موږ سره يې یو ځای کړل.

“د ده غنډ چیري وو؟”

پر ټوپکوالو مي یو نظر وځغلاوه. نوي راغلي کسان يې په ځیر تر څارنې لاندي نیولي ول. پاتو ټوپکوالو بیا وه ډګروال ته کتل. زه یوناڅاپه خم شوم. د دو نفرو له منځه د سیند په لور په ځړیدلي سر په منډه شوم. د سیند پر ژۍ ودریدم او له یوه شړپ سره مي ځان اوبو ته وغورځاوه. اوبه ډیري یخي وې او تر څو چي طاقت مي کیده لاندي پاتي شوم. اوبو تاو راتاو کړم. په اوبو کي دومره پاتې شوم، ان فکر مي وکړ، چي نور به هیڅکله راپورته نه شم. یو ځلي راپورته شوم، ساه مي واخیستل او بیرته په بېړه اوبو کي غوټه شوم. له دومره زیاتو جامو او بوټانو سره تر اوبو لاندي پاتېدل اسانه وه. کله چي دوهم ځلي راپورته شوم د سر له پاسه مي یوه لرګینه ټوټه وه. لاس مي وروغځاوه او راکش مي کړل. تخته مي د سر له پاسه ونیول او آن وه دې ته مي د کتلو هڅه هم ونه کړل. ما نه غوښتل چي د سیند غاړې ته وګورم. زما له ځغاستي او د لمړي ځل راپورته کیدو پر مهال شاوخوا د ډزو ږغونه ول.

چي کله مي سر راپورته کړ ډزې وي، خو اوس ډزې نه وې. د لرګي ټوټه په اوبو کي څرخیدل البته په یوه لاس مي تکیه کړې وه. د سیند ژۍ ته مي وکتل داسي ښکاریدل چي په تیزی سره ځیني روان یم. د اوبو پر سر ښه ډیر خس خاشاک راټول شوي وه. اوبه ډیري یخې وي. د اوبو له پاسه، چي خاشاک پرې راجمع شوي ول، روان وم. تخته مي په غبرګو لاسو نیولې وه او ځان مي دې ته ورسپارلی وو. د سیند ژۍ اوس نه ښکاریده.

یودیرشم فصل

کله چي د اوبو جریان ورو وي، څوک نه پوهېږي، چي څومره وخت په اوبو کي پاتې شوی. ته به وايي چي ډېر وخت به دننه پاتي شوی یم، خو دومره وخت نه وي تېر شوی. اوبه یخې او سیلابي وې. د سیند له يوې څپې سره د اوبو له پاسه ټول خس و خاشاک ښه لیري ولاړل. زه نیکمرغه وم چي د ځان پرې تکیه کولو لپاره یوه غټه تخته په لاس راغلې وه. د یخو اوبو په مینځ کي وم. پر تخته مي زنه لګولې وه او په نرمۍ مي په دواړو لاسو تخته نیولې وه. پر دې بیریدم، چي ستړی نه شم؛ خو هیلمن وم چي ځان به تر ساحله پوري ورسوم. اوبو تختې ته یو اوږد څرخ ورکړ او ښه ډېر يې مخ ته بوتلم. د رڼا له خپریدا سره مي د ساحل پر غاړه، چي کوم خس او خاشاک وه، ولیدل. بره خوا کي د خاشاکو یوه جزیره وه. اوس د ساحل پر لور روان وو. فکر مي وکړ، چي جامې او بوټونه به وباسم او ځان به تر ساحله په لامبو ورسوم، خو نیت مي بدل شو. د بل هیڅ شي فکر راسره نه وو، پرته له دې چي تر ساحله ځان ژر ورسوم. که چیري په لڅو پښو هوارې ته ختلی وای، امکان وو، چي ژوبل شم. ما باید په یو ډول نه یو ډول ځان (میسترې) ته رسولی وای.

د سیند غاړې ته مي وکتل، ورو ورو رانژدې کیدل. په همدې وخت کي اوبو لرګي ته څرخ ورکړ او لیري شوم، خو بیرته ژر ورنژدې شوو. د اوبو له پاسه کرار روان وو او د سیند غاړه هم وار په وار رانژدې کېدل. د سیند پر ژۍ باندي ولې ولاړې وې. تخته یو ځلي بیا وڅرخیدل، د سیند غاړې ته مي شا شول او پوه شوم، چي په ګرداب کي یم. یو وړوکی څرخ يې راکړ. دا ځلي چي می د سیند غاړې ته وکتل، بیخي رانژدې شوي وه، ځکه مي نو په خپل وس، لاس و پښې وهل پیل کړل، خو هڅې مي بې ثمره پاتي شوې.  وبیریدم چي له څرخک نه رابهر نه شم، په یوه لاس مي تخته ونیول پښې مي پرې راپورته کړې او وه تختې ته مي سیخي کړي. ځان مي په زوره د ساحل وه لور ته ورټیله کړ. زما له مسلسلو هڅو او لامبو وهلو باوجود اوبو زه پر خپله مخه پسي واخیستم. فکر مي وکړ چي د درنو بوټو له لاسه به غرق شم، خو لاسونه او پښې مي اخوا دیخوا وهل او مبارزې ته مي دوام ورکړ او په عین حال کي، چي کله مي ساحل ته وکتل، زه ورته د نژدې کیدو په حال کي وم. څومره چي مي وس کیده، هغومره په تیزی مي لامبو پیل کړل؛ څو چي ځان مي سیند تر ژۍ پوري ورساوه. لاسونه مي د ولې پر یوه راځړیدلې ښاخله پوري ټینګ کړل، خو دومره سېک راپکښې پاتې نه وو، چي وه وچې ته ورپورته شم. البته دومره پوهیدم، چي نور نو له خطرې خلاص شوم. د ډوبېدو بېره مي هغه وخت لا لیري شول، چي کله مي په لمړي ځل پر تخته لاس ټینګ کړ. د پرله پسې لامبو له امله مي سینې درد کاوه. دلته مي نو، پر ښاخلو لاسونه ونیول او د دمه کېدو په نیت تم شوم. په ځان کي له لږ سېک احساسولو سره مي ښاخله راکش کړل، لاسونه مي پرې نور هم ټینګ کړل او د ولې په مرسته باندي وه هوارې ته ورپورته شوم. نیمه روښنايې وه. د انسان ذات څرک نه وو. همدلته د سیند پر غاړه پرېوتم، د سیند د یاغي څپو شرهاري او باران ته غوږ شوم.

شیبه وروسته راپاڅیدم او د سیند پرغاړه روان شوم. پوهیدم چي تر لاټیسنا پوري د سیند له پاسه بل پل نشته. به ګمان اغلب اوس به د سان ویټو پر مخامخ وم. له ځانه سره مي وویل، باید له دې زندان څخه د وتلو یوه لاره چاره وسنجوم. وړاندې یوه ویاله وه چي سیند ته وربهیدل. همالته ورغلم. سیند ته تر غورځېدو وروسته مي د انسان ذات بوی لا نه و حس کړی. همالته د وښو په مینځ کي کښېناستم، بوټونه مي وکښل او له اوبو څخه مي وڅنډل. کوټ مي وکيښ، له جیبه مي لنده بټوه، اسناد او پیسې رابهرکړې او کوټ مي ونښتېځه. پتلون مي هم ایسته کړ او ومي نښتیځه. بیا مي انګیا او لاندنی جامې وچي کړې. په لاسو مي بدن مالش کړ او بیا مي جامې واغوستې. خولۍ مي بې وفايې راسره کړې وه.

د کوټ له اغوستو وړاندي مي له لستوڼو نه ستوري ایسته کړل او په جیب کي مي له پیسو سره کښېښودل. پیسې مي که څه هم لندې وي، خو سلامتي وې. شمېر مي کړې، درې زره او څو لیرې وې. د جامو لوندواله مي پر بدن احساساوه. بدن ته مي بیا مالش ورکړ تر څو د ویني جریان پکښې روان پاتي شي. یو نخي نیکر مي هم اغوستی وو. زه ډاډه وم که چیري روان وه اوسم له یخ نه به په امان یم. توپنچه يې همالته پر سړک رانه اخیستې وه او کمربند مي له کوټ نه لاندي تړلی وو. کوسۍ مي نه وه اغوستې، څنګه چي به باران شو، یخ به هم حاضر شو. د سیند پر ژۍ وړاندي روان وم. ورځ روښانه وه او شاوخوا علاقه لنده، کښېناستلې او مړاوې ښکاریدل. شاوخوا کښتونه سپیره ښکاریدل. ښه لیري، د یوې غونډۍ له پاسه مي یو څلی ولید. وه سړک ته راپورته شوم. لږ وړاندي پر سړک یو څو پوځیان راروان ول. له دوی څخه د پټېدو په خاطر د سړک یوې ډډې ته شوم. دوی تېر شول، خو زه يې ونه لیدم. د مشین ګڼو په ټولۍ پوري مربوط ول، چي د سیند وه پاس خواته تلل. نور نو پر سړک د خپل مزله په لور رهي شوم.

په هماغه ورځ د وینیشن له هوارې نه تېر شوم. دا یوه کښته سیمه وه، په باران کي به نوره هم کښته کېدل. له دریاب سره په خوا کي د وښو ډمونه او څو سړکونه غځېدلي ول. سړکونه ټول له رود سره اوږه پر اوږه تللي ول، چي دغه رود بیا وه دریاب ته تويېده. له دې دښتو او بانډو څخه د وتو یوازینی لار دا وه، چي زه باید د ویالو پر ژۍ ژۍ وړاندي تللی وای او ځان مي تر هدفه رسولی وای. زه له شمال څخه د جنوب په لور پورېوتم. له ګڼو وړوکو سړکونو، د اورګاډي له دوو پټلیو او ښه مزل طی کولو نه وروسته د یوې بلي اورګاډي پټلۍ ته راووتم، چي له یوې زیمناکي ساحې سره په خوا کي تېره شوي وه. دغه عمومي پټلۍ له وینیس نه تر تریست پوري تللې وه. د پټلۍ دواړو اړخو ته محکمه پټم[24]، تر اوسپنیزي پټلۍ لاندي کلک بستر او له پاسه پرې د اورګاډي ډبله کرښه پرته وه. د کرښې د ساتني پوسته له ما څخه لږ څه وړاندي وه، پر پیره ولاړ عسکر مي هم ولیدل. د کرښې په هاغه بل اړخ کي یوه ویاله وه، چي وه مرداب ته تويېدل او له پاسه پرې یو پل پروت وو. د همدې پله له پاسه هم یو پیره دار ولاړ وو او ما لیده. زه له دې کښت و کروندو څخه د شمال په لور پورېوتم چي پر پټلۍ باندي پر رارواني اورګاډي مي سترګې ولګېدې. سیمه هواره وه، ځکه نو اورګاډي تر لیري لیري پوري له کومې ستونزې پرته معلومېدل. زه له (پورتوګرارو) نه د یوې بلي اورګاډې په تمه وم. پیره دار عسکر ته مي وکتل او له پټم سره داسي پریوتم، چي د پټلۍ دواړه اړخه مي تر نظر لاندي وه. د پله له پاسه ولاړ عسکر د پټلۍ هغه ځای ته، چي زه پروت وم رارهي شو؛ خو د لار په نیمايي کي بیرته وګرځېد او پله ته ولاړ. زه وږی تږی پروت وم او اورګاډي راتګ ته مي شیبې شمېرلې. په رارواني اورګاډي پسي دومره ډبې تړلي وې، چي په کشولو کشولو يې په لوکوموتیو[25] باندي ستمهاری کاوه. اورګاډي ته په ورختو کي مي کومه ستونزه نه لرل. د اورګاډي له رارسېدو مي نژدې امید ختلی وو، چي یو ناڅاپه مي پر رارواني اورګاډي سترګې ونښتې. لوکوموتیو نیغ زما لور ته راروان وو او ورو ورو نور هم رانژدې کیده. د پله له پاسه ولاړ پیره دار عسکر ته مي وکتل. د پټلۍ له هاغاړي سره نژدې د پله له پاسه يې ګزمه کول. بخت مي په دې هم یاري راسره کول، چي کله اورګاډي راورسېدل زما او د ده تر مینځ حایل شول او ده زه نه لیدم. لوکوموتیو چي ګڼي ډبې پرې تړلي وې، وار په وار رانژدې کيده. بیچاره خورا په تکلیف راروان وو. دلته مي بیا دا ډار په زړه کي راولوېد، چي کیدای شي په اورګاډه کي ساتونکي هم وي، ځکه مي نو د هغوی په لټه پسي سترګې ورغړولې، خو و مي نه لیدل. په هر حال لوکوموتیو تر ما پوري ځان راورساوه، ډبې په چغ و بغ وړاندي رواني وې. د اورګاډي انجنیر ته مي يې وکتل، تیر شو. زه له خپل سنګره راپاڅیدم او روانو ډبو ته ورنژدې شوم. البته که پیره دارانو له پټلۍ سره نژدې؛ ولاړ لیدلی وای، کیدای شوه، راباندي شکمن شوي وای. څو باربري ډبې مي پرلپسې له مخي تېري شوې. بیا مي یوه وړوکې ډبه چي دوی (ګنډولا) بلل او له پاسه ټاټ پرې هوار وو؛ مخي ته په تېریدو شوه. ګنډولا له نیمايې تیر شوې نه وه، چي ورټوپ مي کړل. پر دستګیر باندي مي لاسونه ټینګ کړل او ځان مي لوړ ورټيله کړ. د ګنډولا په منځ او د باربري ډبو تر شا پر سینه باندي وڅکیدم. فکر نه کوم چي چا دي لیدلی وم. پر دستګیر مي لاس نیولی وو، خم شوم او د اتصال پرځای باندي مي پښې کښېښودې. موږ نو اوس تقریباً پله ته رانژدې شوي وو. د پله له پاسه ولاړ پیره دار مي تراوسه یاد دی، له پله نه د تیریدو پر مهال يې ما ته کتل. ځوان وو، غټه خولۍ يې پر سر وه. په یوه تحقیر امېزه نظر مي سترګې پرې وګنډلې، خو مخ يې رانه واړاوه. کیدای شي د ده په نظر زه د اورګاډي یو کارمند وم.

له ده راتېر شوو، ما چي ورته وکتل، په لړمانه کي څه نا څه ناارامه غوندي راته ښکاره شو او د اورګاډي پر نورو ډبو يې سترګې وګنډلې. ما له ده څخه مخ راوګرځاوه او ټاټ مي وکتل، چي څه ډول يې تړلی. څنډه يې په ګورمیټ باندي په رسۍ  تړل شوي وه. له جېبه مي چاړه راوایسته، رسۍ مي پرې کړل او لاس مي تر ټاټ لاندي کړ. تر ټاټ لاندي چي د باران له امله کلک شوی وو، لکي و بوکي موجودي وي. د اورګادي پر مخکنیو ډبو مي یو سرسري نظر راتېر کړ، په مخکنیو ډبو کي د یوې باربري ډبې له پاسه یو ساتونکی ناست وو، خو هغه هم مخامخ کتل. ما دستګیرونه ایله کړل او تر ټاټ لاندي ورغړیدم. وچولی مي له کلکي اوسپنې سره ونښت، سخت يې خوږ کړم. ګړی وروسته مي د وینې تود جریان پر مخ حس کړ. خو له ځنډه پرته وڅکیدم او اوږد وغځیدم. بیا راوڅرخیدم او ټاټ مي په ځان پسي ټینګ وتاړه.

تر ټاټ لاندي له وسلو سره یو ځای پرېوتم. له دوی نه د تېلو او تازه ګریسو بوی راته. تر ټاټ لاندي غلی پروت وم. د باران څاڅکو او پر پټلۍ باندي د رواني اورګاډي کړپهاری مي اورېده. د ټاټ له سوریو څخه لږ لږ رڼا دننه راتله. زه پر خپل ځای بت غوندي پروت وم او وسلو ته مي کتل. هره یوه يې جلا جلا په پراشوټ کي تړلې وه. ممکن دغه وسلې له دریم لښکر نه رالیږل شوي وې. د وچولي ګږل شوې ناحیه وپړسېدل. تر هغو چي پر وچولي مي وینه پرنډېدل، غلی پروت وم. کله چي وینه کلکه شوه، په احتیاط مي د ژوبل ځای له شاوخوا ناحيې نه د وینې خورونه ایسته کړل. کومه خاصه خبره نه وه. د وچولي د پاکولو لپاره دستمال راسره نه وو، د ټاټ له سوریو نه اوبه څک څک راتویېدې. هغوی ته مي لاس ونیو او پر وچولي باندي وچه شوې وینه مي پرې پاکه کړل او وروسته مي د کوټ په لستوڼي، لوند ځای وچ کړ. ما نه غوښتل یو څوک راباندي شکمن شي. دماغ مي اشارې راته کولې، چي باید مسترې ته تر رسېدو وړاندي له اورګاډي کښته شم، ځکه د دې شونتیا وه چي د اورګاډي ساتونکي د وسلو په څار پسي دلته راشي. پوځ د هېرولو یا هم له لاسه ورکولو لپاره وسلې نه درلودې. معده مي یو مخ خالي وه.

دوه دیر شم فصل

د موټر په مینځ کي تر ټاټ لاندي د وسلو په ګاونډ کي، لوند، یخ وهلی او سخت وږی پروت وم. په اخره کي ورغړیدم، پړمخي پریوتم او سر مي پر ځنګلو باندي کښېښود. ځنګون مي کلک، خو تر پخوا ښه وو. ولانتیني ډير ښه عملیات کړي وه.

د شاتګ نیمايي لار مي په پښو طی کړې وه او د تګلیامنتو یو څه حصه مي د ده په پښه لامبو وهلې وه. ریښتیا هم، دا ځنګون د ډاکټر ولانتیني وو، خو هغه بل زما خپل وو. ډاکټران د ناروغ عملیات کوي، له هغه څخه وروسته بیا دا بدن د ده نه وي. سر او ګېډه زما خپله وه، خو په ګېډه کي د لوږې له لاسه طاقت نه کېده. داسي مي احساسول لکه معده، چي مي خپله پر سپېره ډاګ باندي خود بخوده څرخي. سر مي خپل وو، خو د کار نه وو. د فکر کولو لپاره نه، یوازي د یادولو،هغه هم زیات یادول نه.

د کاترین یادونه مي ذهن کي اخوا دېخوا کېدل، خو دا چي زما او د دې بیا ځلي ملاقات په شک کي وو، نو که مي د دې په اړه فکر کولای، لیونی کیدم. د هغې په اړه مي فکر نه کاوه. یوازي لږ غوندي فکر. یوازي د هغې په خاطر. ډبه ورو ورو له کړپهاري سره یو ځای وړاندي تلل. تر ټاټ لږ رڼا راتلل. د ډبې په کلک غولي کي پروت وم او زه چي له ډير وخته اوږد غځیدلی وم، فکر مي نه کاوه، یوازي مي احساس کاوه. کالي مي لانده وه او د موټر غولی هم هرځلي ورو خوځیده. له دننه زړه تنګه او یوازي وم. د میرمنې پر ځای له سخت او کلک غولي او لندو جامو سره پروت وم.

نه د اورګاډي د ډبې پراخ غولی، نه په پراشوټ کي پېچل شوي وسلې، نه هم د غوړي شوي اوسپنې بوی او نه هم هغه ټاټ چي سوری وي او اوبه ځیني راڅاڅي د چا په طبیعت لګیږي؛ خو بیا هم تر ټاټ لاندي له وسلو سره یو ځای، ښه خوند يې کاوه. خبره دلته دا وه چي زما مینه او علاقه له یوه داسي چا سره وه، چي دلته يې د موجودیت تصور لا نه شوای کیدای. اوس هرڅه روښانه او یخ ښکاریدل، خو دومره یخ هم نه لکه روښانه او خالي ګیډه. پر تشه ګېډه باندي پړمخي پروت وم، سترګې مي رغړولې او وینې چي یوه پوځ میدان پرېښود او بل پوځ راوړاندي شو. خپل مال و سامان د هغه شاګرد په څېر داسي له لاسه ورکوې، چي د دوکان ټول هست و نیست يې په اور کي لولپه شي او جالبه لا دا چي دوکان بیمه شوی هم نه وي. نور اوبه له ورخه تېري دي هیڅ مسولیت يې ستا پر غاړه نشته. که له اورلګېدني وروسته شاګردان، په دې ګناه چي هغوی په یوه بېله لهجه باندي خبرې کولې وویشتل شي؛ بیا نو چي کله دوکان بیرته خلاص شي باید د دې شاګردانو د راتګ انتظار ونه شي، ځکه هغوی به په یو بل کار پیل کړي وي. هغه هم په هغه صورت کي که بل کار وي او پولیسو نیولي نه وي.

غصه او د مسؤلیت تعهد دواړه د سیند په اوبو کي پرېولل شوي ول. تعهد هغه وخت لا پایته رسیدلی وو، کله چي ټوپکوال زه ترغاړې ونیولم. نیت مي وکړ، چي اغوستی یونیفورم هم وکاږم، خو ما د یونیفورم وه ظاهر ته چنداني اهمیت نه ورکاوه. له لستوڼو مي هم ستوري ځکه ایسته کړل، چي څوک خنډ راته جوړ نه کړي. چنداني د ویاړ نښه هم نه وه. البته زه د هغوی مخالف نه وم. هرڅه یو سرګذشت وو. د دوی د نیکمرغۍ په هیله وم. د دوی په مینځ کي پاک زړي، دلاوره، ارام، غلي او احساس لرونکي خلک موجود ول، چي دوی يې مستحق وه؛ خو له جګړې سره زما اړیکه نوره پایته رسېدلي وه او زړه مي غوښتل چي دغه لعنتي اورګاډي ژر مسترې ته ورسیږي، چي ډوډۍ وخورم او نور له فکر نه خلاص شم. باید بس کړي مي وای.

پیاني به ټولو ته ویلي وي، چي زه مړ شوی یم. زما ملګري و دوستان به د وژل شوو کسانو جیبونه پلټي، چي زما درک معلوم کړي؛ خو زما اسناد به هغوی ته په لاس ور نه شي. کیدای شي دوی فکر وکړي، چي زه په سیند کي غرق شوی یم. اندیښمن وم، چي په امریکا کي زما کورنۍ به زما په اړه څه اوریدلي وي. هغوی به دا فکر کاوه، چي زه د سختو ټپو او یا هم د یوه بل علت له امله وژل شوی یم. اوه، خدایه وږی یم. نه پوهیدم چي له پادري سره به په خوړنځای کي څه شوي وي. او رینالډي، هغه به ممکن په (پورډینون) کي وو؛ خو په دې شرط که يې نور شاتګ نه وو کړی. په هر حال، زه او دوی د تل لپاره سره بېل شوو. بیا به یو بل هیڅکله سره ونه وینو. د ژوند هغه پړاو نور پایته ورسېد. فکر نه کوم، چي رینالډي دي سفلس وو. ډاکټرانو به ویل که يې پر وخت درملنه وشي، دومره د اندیښني وړ ناروغې نه ده. خو دی به هر وخت اندېښمن وو. که زه د ده پر ځای وای زه به هم اندېښمن وای. هر یو باید د خپل ځان په اړه فکرمند وه اوسي.

زه د فکر کولو لپاره نه وم پیدا شوی. زه د خوراک لپاره پیدا شوی وم. زما خدایه، هو. خوراک، څيښاک او له کاترین سره ناسته پاسته. نه دا ممکنه نه وه، خو سبا ماښام. موږ دواړه یو ځای، په هوټل کي، خوندور خواړه به وي او بیا به د بېلتون نوم و نښان لا نه وي. کیدای شي له ناچارۍ نه په بیړه ولاړ شو؛ خو دا ځلي به زه یوازي نه یم، دا به هم راسره مله وي. زه پوهیدم چي دا به هم ولاړه شي. خو څه وخت؟ پر دې خبره باید غور شوی وای. تیاره ورو ورو خپرېدل. زه د ډبې پر غولي باندي ارام پروت وم او په دې اړه مي فکرونه وهل، چي چیري به ځو او کوم ځای کي به اوسو؟ ځایونه بې شمېره ول.

دري دیرشم فصل

سهار له لمر راختو وړاندي، چي کله اورګاډي په میلان کي ورو شول، زه ځیني راوغورځېدم. له پټلۍ واوښتم  او د دنګو تعمیراتو له منځه کوڅې ته ور ووتم. همالته یوه فعال کافي شاپ ته د ناشتې لپاره ورغلم. اوس لا ګهیځ وو. د کافي شاپ مخ يې جارو کړی وو او د راولاړ شوي ګرد او د قهوې بوی مي تر سږمو راورسېد. د دوکان څښتن د کاونټر شاته خزه وو. کافي شاپ کي دننه پر یوه مېز باندي دوه پوځیان ناست ول. کافي شاپ کي کښېناستم کي؛ قهوه او یوه ګوله ډوډۍ مي وخوړل. قهوه په شیدو خړ رنګه شوې وه. په ګوله مي د قهوې پاسنی برخه راپورته کړل. دکاندار ته مي پام شو، په ځیر ځیر يې راکتل.

“یو ګیلاس ګراپا څيښې؟”

“نه. مننه”.

“یو ګیلاس زما لپاره”. یو وړوکی ګیلاس يې ډک کړ او زما لور ته يې راټېل واهه.

“په جبهه کي څه کیسې وې؟”

“د جبهې په اړه په هیڅ شي نه یم خبر”.

“هغوی نشه دي”. وه پوځيانو ته يې اشاره وکړل. باور پرې کیدای شوای. نشه ښکاریدل.

ده وویل “راته ووایه. په جبهه کي څه حالات دي؟”

“زه په ټکي لا نه یم خبر”.

“له دیوال نه د راکښته کیدو پرمهال مي ولیدلې. له اورګاډي نه راکښته شوې”.

“ډير ستر شاتګ پیل شوی”.

“زه اخبارونه لولم. څه پيښیږي؟ جګړه پایته رسیږي؟”

“فکر نه کوم”.

له یوه وړوکي بوتل نه يې خپل ګیلاس ډک کړ.

بیا يې وویل “که په کومه ستونزه کي يې، زه دي مرسته کولای شم”.

“مننه. تراوسه خو لا کومه ستونزه نشته”.

“بیا هم که چیري په یوه ستونزه کي يې، همدلته پاتیدای شې”.

“کوم ځای کي؟”

“په همدې بیلډینګ کي. ګڼ کسان همدلته اوسیږي. هرڅوک چي په ستونزه کي يې همدلته اوسي”.

“ډیر خلک دي؟”

“دا نو بیا په ستونزه پوري اړه لري. ته د سهیلي امریکا يې؟”

“نه”.

“په اسپانوي خبري کولای شې؟”

“لږ لږ”.

پر کاونټر يې صافه راکش کړل.

“په اوسنیو شرایطو کي د هیواد پرېښوول له ربړو خالي نه دي؛ خو ناشوني هم نه ده”.

“زه له هیواده د تیښتې هوډ نه لرم”.

“ته هره وخته چي خوښه دي وي، همدلته پاتېدای شي. ما به هم وپیژنې، چي څنګه سړی یم؟”

“نن باید ولاړ شم، خو د بیا راتلو په خاطر به ستاسي پته له ځان سره وساتم”.

سر يې وښوراوه “که دي دا ډول خبرې کولې فکر نه کوم چي بیا دي راشې. ما فکر کاوه چي ته په کومه ستونزه کي يې”.

“که څه هم زه په ستونزه کي نه یم، خو د یوه ملګري پته یاد ساتل ما ته ارزښت لري”.

پر کاونټر مي د قهوې څيښلو، په خاطر لس لیرې ورته کښېښودې.

ما ورته وویل “له ما سره یو ګیلاس ګراپا وڅيښه”.

“تشکر”.

“فقط یو ګیلاس”.

دوه ګیلاسه يې ډک کړل.

ده وویل “زما خبره یاد ساته، د دې ځای دروازه هر وخت ستا مخي ته خلاصه ده. نورو ته وخت مه ورکوه چي تا بوزي. دلته تا ته هیڅ مشکل او خنډ نشته”.

“زه پر تا باور لرم”.

“باور لرې؟”

“هو”.

دی جدي وو. ”یوه مشوره درکوم. دغه کوټ چي تا اغوستی، له دې سره یوځای دباندي مه وزه”.

“ولي؟”

“د کوټ پر لستوڼي دي له ورایه معلومیږي چي ستوري ترې ایسته شوي. ټوکر يې بل ډول رنګ لري”.

ما څه ورته ونه ویل.

“که اسناد نه لرې، زه يې درکولای شم”.

“د څه شي اسناد؟”

“د رخصتۍ اسناد”.

“زه وه اسنادو ته هیڅ اړتیا نه لرم. زما سره خپل اسناد شته”.

ده وویل “ډير ښه. خو که چیري وه اسنادو ته محتاج شوې، زه يې درکولای شم”.

“په څو دي؟”

“د هغوی پر نوعیت پوري اړه لري. قیمت يې مناسب دی”.

“في الحال خو اړتیا ورته نه لرم”.

اوږې يې پورته واچولې.

ما ورته وویل “د شیطان غوږونه دي کاڼه وي، تراوسه خو لا کومه ستونزه نشته”.

د وتلو په حال کي يې تر غوږ راتیره کړل “دا مه هیروه چي زه ستا ملګری یم”.

“نه”.

ده وویل “که ژوندي وو، بیا به سره وینو”.

ما ورته وویل “له خیره”.

بهر له تمځای نه چیري چي نظامي پولیس ولاړ ول، لیري ولاړم. د یوه وړوکي پارک وه څنګته مي یو ټکسي والا ته لاس ورکړ. وه موټروان ته مي د روغتون پته وروښوول. په روغتون کي نیغ د چوپړوال کوټې ته ورغلم. میرمنې يې چي څنګه ولیدم غیږ يې راباندي راتاو کړل. له خاوند سره مي يې ستړي مشي وکړل.

“تاسي پخیر راغلاست؟”

“هو. خیر دي په نصیب شه”.

“ناشته دي کړي؟”

“هو”.

میرمنې يې له ما څخه وپوښتل “بریدمنه تاسي څنګه یاست؟ حالات څنګه دي؟”

“زه ښه یم”.

“ناشته به په ګډه وکړو”.

“نه، مننه. دارته ووایاست چي مس بارکلي په روغتون کي ده؟”

“مس بارکلي؟”

“هغه بریتانوی نرسه”.

میرمنې يې وویل “هغه د ده میرمن”. پر لاس يې وټکولم او راته مسکی شول.

چوپړوال “نه. هغه ولاړل”.

سرسامه شوم “ریښتیا وايې؟ هغه قدبلنده او طلايي وريښتان لرونکې میرمن درته ښيم”.

“زه ریښتیا وایم. هغه وه سټریسا ته ولاړل”.

“څه وخت؟”

“دوې ورځې وړاندي له یوې بلي بریتانوی سره ولاړل”.

ما ورته وویل “ښه. له تاسي دواړو یوه غوښتنه لرم، انسان ذات ته لا ونه وایاست، چي زه مو لیدلی یم. او دا خبره ښه سمه یاد ساتئ”.

چوپړوال “موږ به هیڅ چا ته هیڅ ونه وایو”. ده ته مي لس لیره يي نوټ ورکړ، خو بیرته يې راواپس کړ.

وې ویل “زه ژمنه درسره کوم چي وه هیچا ته به نه وایم. پیسې نه غواړم”.

میرمنې يې وپوښتل “ښاغلی بریدمنه، ستاسي څه ډول خدمت کولای شو؟”

ما ورته وویل “بس هماغه”.

چوپړوال “موږ ګونګیان یو. واوره، ورور دي ستا لپاره سر ورکولو ته لا تیار دی”.

ما ورته وویل “ژوندي اوسئ. د خدای په امان. که خدای کول بیا به له خیره سره ووینو”.

تر دروازې يې بدرګه کړم، په دروازه کي ودرېدل او ما پسي يې کتل.

زه وه ټکسي ته ورپورته شوم او زما د ملګري، سیمونز پته مي ورکړل. دی مي هماغه ملګری؛ سیمونز وو، چي د سندرو په زده کړه بوخت وو.

سیمونز له ښاره لیري په پورټامګینټا کي هستېده. زه چي د ده کره ورغلم، دی لا د خوب په بستره کي وو او له سترګو يې ښکارېدل، چي خوب يې لا نه دی سر شوی.

سیمونز “زما له غرونو پناه یاره، بیخي وختي دي راوپاڅولم”.

“زه په وختي اورګاډې کي راغلم”.

“د غټ شاتګ اوازې دي. آ ښه دا بیا کوم کیسه ده؟ ته په جبهه کي وې؟ سګرېټ څکوې؟ د میز پر سر په قوطۍ کي پراته دي”. غټه خونه وه، له دیواله سره په خوا کي یو کټ، پاس یوه پیانو، لیري په یوه کونج کي یو شوکېز او یو میز پروت وو. یوه چوکۍ مي راکش کړل له کټ سره مي نژدې کښېښوول او پرې کښېناستم. سیمونز پر بالښت څنګ واچاوه او سګرېټ يې بل کړ.

ما ورته وویل “سیمه، وايي یار د یار لپاره خوري د غوايي غوښې. اوس په یوه مصیبت کي راګیر یم”.

“زه هم. زه هم تل په ستونزو کي راګیر یم. سګرېټ نه څکوې؟”

ما ورته وویل “نه، وه سویزرلنډ ته څه ډول تلای شم؟”

“ته ځې؟ ایټالویان به تا له هیواده بهر پرېنږدي”.

“هو پوهیږم. خو سویس، دوی به څه وکړي؟”

“که هغوی ته په لاس ورشې، زندان ته به دي ولیږي”.

“پوهیږم. خو سویس ته څنګه تلای شم؟”

“ډير اسانه. اصول يې ډیر اسانه دي. ته هرځای تلای شې. فکر کوم چي یوازي باید یو ریپورټ یا بل څه وکړي. ولي؟ له پولیسو تښتې؟”

“تراوسه لا معلومه نه ده”.

“که دي خوښه نه وي، مه يې راته وایه؛ خو اوریدل به يې پر غوږو ښه ولګیږي. دلته هیڅ څه نه شي کولای. په پیاسینزا کي د مینه والو په راجلبولو کي پاتي راغلم”.

“ډیر خواشینی شوم”.

“اوه، له همدردۍ دي مننه…. که څه هم ما ښې سندرې وویلي، خو بیا هم کارونه خراب شول. په لایریکو کي يې یوځلي بیا امتحانوم”.

“کاشکي همالته درسره تللای وای”.

“ته ډير مودب يې. صحت خو به دي ښه وي. که څنګه؟”

“نه پوهیږم”.

“که نه غواړي مه راته وایه. له دي پدرلعنته جبهې څخه څنګه رالیري شوې؟”

“هوډ مي کړی، چي بیا به د جګړې او جبهې نوم په خوله لا نه اخلم”.

“شاباس. زه پوهیدم چي ته هوښیار يې. په هرحال زه کومه مرسته درسره کولای شم؟”

“ته خو بیخي ډېر بوخت ښکارې”.

“زما ګران انډیواله، محض امر کوه. زه به ډير خوشحاله شم چي ستا لپاره یو څه وکړم”.

“زما و ستا قد یو شان دی. ته به له خیره داسي وکړي، چي بازار ته به ولاړ شي او زما لپاره به یوه جوړه ملکي جامې وپیرې. زه جامې لرم، خو هغه په روم کي دي”.

“تا په روم کي ګذاره کړې؟ بیخي چټل ښار دی. هلته دي څنګه ګذاره کول؟”

“ما غوښتل له ځانه معمار جوړ کړم”.

“هغه ځای د دې لپاره نه دی. جامې مه رانیسه، زه به ستا تر بسه کالي درکړم. زه به دي په جامو داسي پټ کړم چي خپله به وایې شپاړس. کالو اغوستلو کوټې ته ولاړ شه؛ هلته یوه المارۍ ده، هرڅه چي دي پر زړه ولګیدل ځیني راويې خله. زما ګران ملګرې د جامو وه رانیولو ته هیڅ اړتیا نه لرې”.

“سیمه، زه وایم که يې وپېرم ښه به وي”.

“زما ګران ملګرې، زما لپاره د بازار تر تګ دا اسانه ده چي زه خپلي جامې درکړم. پاسپورټ درسره شته؟ بیله پاسپورټه به ولاړ نه شې”.

“هو، پاسپورټ اوس هم راسره شته”.

“نو بیا زما خوږ ملګرې، ورشه ځان تیار کړه او سویس ته له خیره ولاړ شه”.

“سویس ته تګ دومره اسان هم نه دی لکه ته چي وايي. لمړی باید سټریسا ته ولاړ شم”.

“سویس ته تګ نو څه زور غواړي؟ په کښتۍ کي سپور شه او په پارو وهلو وهلو ولاړ شه. که زه وزګار وای، زه هم درسره تلم. په هرصورت، زه بیا وروسته درپسي درځم”.

“نارې وهلای شې؟”

“زما ګران ملګرې، نارې هم وهلای شم او زما دا خبره د زړه له تله ومنه، زه ریښتیا هم سندرې ویلای شم. هغه یوه جلا برخه ده”.

“زه سل په سلو کي او په ډاډ سره ویلای شم، ته یو ښه سندرغاړی يې”.

سګرېټ په لاس بیرته پر کټ اوږد اوږد وغځېد.

“که څه هم زه سندرې ویلای شم، خو له حده زیات پر ځان باوري کېدل هم ښه نه دي. سندرې هم هر څوک نه شي ویلای، خو هڅه کوم چي سر و لای يې ورسره برابر کړم. سندرې ویل مي خوښیږي. غوږ شه”.  په غړمبیدو يې پیل وکړ.”افریکانا…” غاړه يې د ډېر زوره له لاسه سره شول او رګونه يې وپړسېدل. بیا يې وویل “سندرې ویلای شم. نور نو که د هغوی خوښيږي که نه”. ما له کړکۍ نه بهر وکتل ”زه به لاندي ورشم او ټکسي والا به رخصت کړم”.

“زما خوږ انډیواله بیرته ژر راشه. ناشته به یوځای وکړو”. له کټ نه راکوز شو. سیخ ودرید، یوه ژوره ساه يې واخیستل او په تمرین يې پیل وکړ. زه کښته ولاړم او ټکسي والا ته مي د هغه کرایه ورکړل.

څلور دیرشم فصل

په شخصي جامو کي ځان بیخي بل ډول راته ښکاره شو. له ډېره وخته مي نظامي جامې اغوستې، اوس مي عادت ورسره نیولی وو او که ریښتیا شي، اوس د دې نورو جامو رنګ لا رانه هیر شوی وو. پتلون راباندي غټ وو. په میلان کي مي د سټریسا ټکټ واخیست.  یوه نوې خولۍ مي رانیول. د سېم خولۍ مي پر سر نه سمیدل، خو جامې يې ښکلې وې او د تمباکو بوی هم ځیني راولاړیده. څنګه چي په اورګاډې کي کښېناستم، په کړکۍ کي مي دباندي وکتل، خولۍ ته مي پام شو، هغه نوې وه، خو جامې زړې وي. ځان مي د لمپارډ د باران وهلي مځکي په څير چي د اورګاډي تر کړکۍ دباندي ښکاریدل خفه احساساوه. زموږ په ډبه کي څو پیلوټان هم راسره ول، خو ما ته يې چنداني پام د اهمیت په نظر نه کتل. هڅه يې کول، چي ما ته ونه ګوري. ځکه زما په عمر نفر يې په ملکي جامه کي خورا حقیر ګاڼه؛ خو خپله مي ځان سپک نه احساساوه. که پخواني وختونه وای، کیدای شوای دوی مي سپک کړي او جګړه مي ورسره کړي وای. پیلوټان په ګالاریټ کي پلي شول، د دوی په پلي کیدو خوشاله شوم. اخبارونه راسره ول، خو ما ځکه نه ویل چي نه مي غوښتل د جګړې په اړه کوم څه ولولم. غوښتل مي، جګړه هیره کړم. ځانته مي د سولې یوه بېله نړۍ جوړه کړې وه. ځان مي ډير یوازي احساساوه. څنګه چي اورګاډې سټریسا ته ورسیدل، د ارامۍ ساه راپکښې وچلېدل.

په تمځای کي یو ګړی ودریدم او منتظر وم، چي د هوټل کوم خادم یا چوپړوال به راشي، خو څوک رانغلل. ډير وخت يې کیده چي موسم يې تېر شوی وو، نو ځکه د مسافرو ښه راغلي ته هم څوک نه راوتل. له خپلې غوټې سره چي سېم راکړې وه له اورګاډي نه پلی شوم. ډيره سپکه وه، د دوو جامو پرته بل څه پکښې نه وه. زه له باران نه نهام تر سایوان لاندي ودریدم. اورګاډي پخپله مخه ولاړل. همالته په تمځای کي مي له یوه نفر نه د فعالو هوټلو په اړه وپوښتل. (ګرانډ)،(دیس اسلز بورومیز) او څو نور وړوکي هوټلونه چي ټول کال خلاص وي، فعال ول. په باران کي د اسلز بورومیز په لور روان  شوم. په لار کي له یوې بګۍ سره مخ شوم، چلونکي ته مي يې لاس ورکړ. فکر مي وکړ، چي که هوټل ته په بګۍ کي ورشم ښه به وي. بګۍ د یوه غټ هوټل په دخولي دروازه ورننوتل. خادم سایوان په لاس زموږ هرکلي ته راودانګل.

یوه ښه کوټه مي ونیول. ډيره لویه، روښانه او د سیند پر مخ وه. د سیند له پاسه غونډۍ غونډۍ وریځ ګرځېدې، چي ښکلا يې بیا د غروب پر مهال دوه برابره کیدل. هوټل والاو ته مي وویل چي میرمن مي هم راسره ده. په کوټه کي یو لوی کټ چي له پاسه پرې ساټني روجايي هواره وه، پروت وو. ډير عصري هوټل وو. تر اوږده دهلیز تېر شوم، پر پراخو زینو کښته شوم او د کوټو له لارې مي ځان تر باره ورساوه. مشر ساقي مي شناخته وخوت. پر یوه غټه چوکۍ ورته کښېناستم، مالګه وهلي بادام او چیپس مي نوش جان کړل. مارټيني ډير ښه او مزه دار وه.

ساقي د دوهم ځلي د مارټیني له ګډولو وروسته وپوښتل “تاسي دلته څه کوی؟”

“په رخصتۍ راغلی یم. د صحت موندلو رخصتي”.

“دلته هیڅوک نشته. زه نه پوهیږم چي دوی هوټل ولي فعاله ساتلی”.
“د ماهیانو په نیولو پسي نه يې وتلی؟”
“څو ډوله ښکلي ماهیان مي نیولي. هرڅوک چي د کال په دې موسم کي د ماهیانو په مېله وځي، ډير ښکلي ډولونه په لاس ورځي”.

“هغه زما رالیږلي تمباکو درته راورسیدل؟”
“هو، هغه زما کارډ تا ته در ونه رسید؟”

ما وخندل. زه د تمباکو په پیداکولو ونه توانیدم. ده پیپ والا امریکايي تمباکو غوښتل، خو هغه له دې امله هیڅکله زموږ تر ګوتو را ونه رسیدل چي یا خو زما کورنۍ له ځان سره ایښي وه یا خو هم ضبط شوي وه.

ما ورته وویل “زه به يې له یوه ځای نه درته راوړم. خیر، ته اوس ما ته دا ووایه چي په ښار کي دي دوې بریتانوۍ نجونې لیدلي؟ پرون نه وړمه ورځ راغلي دي”.

“په هوټل کي نشته”.

“هغوی نرسانې دي”.

“دوې نرساني مي لیدلي، ته صبر وکړه، زه يې ولټوم چي چیري دي”.

ما ورته وویل “یوه يې زما میرمن ده. زه يې لیدو ته راغلی یم”.

“هغه بله يې بیا زما میرمن ده”.

“زه ټوکې نه کوم”.

ده وویل “بخښنه غواړم. پوه نه شوم”. پاڅید او ښه شیبه غایب وو. ما زیتون، مالګه وهلي بادام او چپس وخوړل. د بار وه شاته په راځوړند هنداره کي مي خپل ځان په ملکي جامه کي ولید. ساقي بیرته راستون شو.”له تمځای سره نژدې، په یوه وړوکي هوټل کي دي”.

“سانډویچ شته؟”

“زه به زنګ ووهم چي رايې وړي. ته به هم معلومات لرې، په ښار کي اوس ډیر کم خلک شته. اوس په سل کیلومترۍ کي هم څوک نه تر سترګو کیږي”.

“ریښتیا هم څوک نشته؟”

“ریښتیا وایم. که وي هم، شمېر يې ډير لږ دی”.

سانډویچونه هم راورسیدل، درې داني مي له څو ګیلاسه مارتیني سره یوځای چټ وهل. دغه ډول خوندور خواړه مي تراوسه نه وه خوړلي. له دې وړاندي مي ښه ډیر شراب، ډوډۍ، پنیر، بدخونده قهوه او ګراپا څيښلي وه. د ښکلي شیشم ونې او په ژیړو کي د نیول شوي هندارې پر مخامخ د کوم فکر او انديښنې پرته ناست وم. ساقي یو څو سوالونه راباندي عطا کړل.

ما ورته وویل “د جګړې په اړه بحث مه کوه”. جګړه له ما نه ډيره لیري وه. کیدای شوه جګړه ګرد سره وه نه. البته دلته اوس جګړه نه وه. بیا مي ځانته قناعت ورکړ چي جګړه یوازي زما لپاره پایته رسیدلې. په سلو رګو کي مي یوه رګ لا نه ویل، چي جګړه دي ختمه شي. زما حالت د هغه زده کونکي په څیر وو، چي له ښوونځۍ نه تللی وي، خو بیا هم په دې فکر کي وي چي اوس به په ښوونځۍ کي څه روان وي؟

هوټل ته چي ورغلم کاترین او فرګوسن ماښامنۍ ډوډۍ خوړل. له دهلېز نه مي د دوی میز تر سترګو شو. د کاترین څیره مي سمه نه شوای صحیح کولای. خو د وریښتانو لیکې، ښکلې څیره، اوږې او غاړه مي يې ولیدل. فرګوسن خبري کولې. څنګه چي يې زه ولیدم، بانډار يې بس کړ.

دې وویل “اوه، زما خدایه! ته او دا ځای!”

سلام مي ادا کړ “سلام”.

کاترین “دا تاسي یاست!” څیره يې وغوړیدل. له خوښۍ نه يې هيڅ باور نه کیده. ښکل شول. کاترین شرم غړانده شول او پر چوکۍ باندي ننوتلې غوندي کښېناستل.

فرګوسن “ته هم له کوم سرخوږي نه کم نه يې. دلته څه کوې؟ ډوډۍ دي خوړلې؟”

“نه”. د هوټل خادمې ته مي، چي پر میزو يې غابونه يې ایښوول، د خوړو د راوړلو وویل. کاترین له ما څخه ګردسره سترګې نه اړولې.

فرګوسن “په دې ملکي جامو کي دلته څه کوي؟”

“د کابیني غړی شوم”.

“فکر کوم بیا دي له ځان سره کوم سرخوږی راوړی”.

“وخانده فرګي. په ژوند کي خوشالي ته هم یو څه ځای ورکړه”.

“زه، چي تا ووینم، زما څخه خندا هېره شي. زه پوهیږم چي دغه نجلۍ تا د ستونزو په ډم کي غورځولې. زما له تا نه کرکه کیږي”.

کاترین راته مسکۍ شول او تر میز لاندي يې په پښه وښورولم.

کاترین “فرګي، زه هیچا په ستونزو کي نه یم اچولې، ما خپل ځان په خپله په ستونزو کي غورځولی.”

فرګوسن “زه نور دی نه شم زغملای. ده پخپلو ایټالوي چلوټو ستا د تباه کولو پرته بل څه کړي؟ امریکایان تر ایټالویانو ډير ناوړه دي”.

کاترین “سکاټلنډیان ډیر مهذب دي”.

“زما موخه هغه نه ده. زما هدف د ده ایټالوي پست فطرتي ده”.

“فرګي، زه پست فطرته یم؟”

“هو ته يې. ته تر پست فطرته لا ورهاخوا يې. ته د مار په څېر يې. په ایټالوی جامه کي یو مار او له پاسه پرې کوسۍ”.

“نور مي ایټالوی یونیفورم هم په تن نه دی”.

“همدا دي د پست فطرتۍ یوه بله نښه ده. ټوله دوبی دي د مینې تارونه ورسره غځولي وو، حامله دي کړل او اوس فکر کوم، چي پر سپیره ډاګ به يې پریږدې”.

زه وه کاترین او کاترین وه ما ته مسکی شول.

کاترین “موږ دواړه به ولاړ شو”.

فرګوسن “تاسي دواړه یو شان یاست. کاترین بارکلي، زه په تا شرمیږم. ته هیڅ شرم و حیا نه لرې. ته هم د ده په شان ذلیله يې”.

کاترین ورو د دې پر لاس لاس ورکښېښود. “فرګي، داسي مه وایه. پر ما تهمت مه وایه. ته پوهیږې، چي موږ یوه له بل سره مینه لرو”.

فرګوسن “لاس دي ایسته کړه”. څيره يې سره واوښته.”که تا شرم درلودای اوس به حالات بل ډول وای. خو اوس خدای خبر څومره وخت کیږي چي حامله ګرځې او دا هرڅه تا ته ټوکې ښکاري. تاسي وه دې ته خوښ یاست چي یو بل غولونکی راځي. تاسي هیڅ  شرم او حیا نه لرئ”. په ژړا یې پیل وکړ. کاترین ورنژدې شول او لاسونه يې پرې راچاپیره کړل. کله چي دا د فرګوسن د دلاسايي لپاره ورپاڅيدل، په هیکل کي مي يې کوم توپیر تر سترګو نه شو.

فرګوسن په سلګیو کي وویل “زما يې په څه، نتیجه که يې ښه وي که بده هر څه به ستاسي په برخه کيږي”.

کاترین دا دلاسا کړل “سمه ده، سمه ده. فرګي زه شرم کوم. فرګي مه ژاړه، مه ژاړه زما ګرانې فرګي”.

فرګوسن بیا په سلګیو کي وویل “زه نه ژاړم. زه نه ژاړم، زما ژړا یوازي ستاسي پر دې ناوړه حالت ده”. ما ته يې وکتل او ويې ویل ”له تا مي نفرت کیږي. دا نه شي کولای ما ستا څخه د نفرته راوګرځوي. بي غیرته امریکايي ایټالویه”. له ژړا سره يې پزه او سترګې سرې شوي وې.

کاترین ما ته مسکی شول.

“پر ما لاس چاپیره، وه ده ته مه خانده”.

“فرګي، ته بیخي بې منطقه خبرې کوي”.

فرګوسن په داسي حال کي چي سلګۍ يې وهلې وویل “پوهیږم. تاسي باید له ما څخه خفه نه شئ. زه ګنګسه یم. دلیل و منطق نه لرم. ما ته معلومیږي. زه ستاسي دواړو ښېګڼه غواړم”

کاترین “موږ دواړه یو له بله راضي یو. فرګي، ته ډيره ښه يې”.

فرګوسن بیا په ژړا ژړا کي وویل “زه په دغه ډول رضایت خوښه نه یم. تاسي واده ولي نه کوئ؟ بله ښځه خو به دي نه وي کړې؟”

ما ورته وویل “نه”. کاترین وخندل.

فرګوسن “دا د خندا خبره نه ده. ډېر خلک شته، چي څو څو میرمنې لري”.

کاترین “که ته په دې خوشالیږي، موږ به همدا اوس واده وکړو”.

“زما د خوښۍ لپاره نه، بلکي د خپلو ځانو په خاطر”.

“موږ له ډیره وخت مصروفه وو”.

“هو، پوهیږم. مصروفیت اولادونه هم زیږوي”. فکر مي وکړ چي بیا به په ژړا شي، خو پر ځای يې ترخې پیل کړې ”نن شپه هم غواړې، له ده سره ولاړه شې؟”

کاترین “هو، که د ده خوښه وي”.

“نو بیا زه؟”

“ته له یوازیتوب نه ډاریږې؟”

“هو”.

“نو بیا به زه له تا سره پاتې شم”.

“نه، له ده سره همدا اوس ولاړه شه. زه ستاسو دواړو له دیدن نه مړه شوې یم”.

“لمړی به ډوډۍ وخورو بیا به ولاړ شو”.

“نه. همدا اوس”.

“فرګي، په هوښ کي شه”.

“زه وایم همدا اوس ولاړ شئ. دواړه ولاړ شئ”.

ما ورته وویل “نو بیا درځه”. زه هم له فرګي څخه موړ شوی وم.

فرګوسن بیا موږ مخاطب کړو “تاسي غواړی، چي ولاړ شی. ورته وګوره، ډوډۍ لا نه راسره خورئ. ما تل غوښتل چي د ایټالوي جهیلونو سیل وکړم، خو اوس حالت دا ډول دی. اوه، اوه”. په سلګۍ شول، بیا يې وه کاترین ته وکتل او ټوخی يې وکړ.

کاترین “موږ تر ډوډۍ خوړلو وروسته هم پاتیږو او که چیري ته غواړې له هغه نه وروسته به هم تا یوازي پرېنږدو. فرګي، زه به تا یوازي پرېنږدم”.

“نه. نه. تاسي ولاړ شئ. زه ستاسي په تګ راضي یم”. سترګې يې پاکې کړې”زه ډیره بي عقله یم، لطفاً له ما مه خفه کیږئ”.

هغې نجلۍ، چي خواړه يې ایښوول، له دې ژړا څخه متاثره شوي وه، اوس چي بیا ځلي راغلل او ويې لیدل، چي حالات عادي شوي نو د ارامۍ ساه يې واخیستل.

هماغه شپه په هوټل کي په خپله کوټه کي وو. دهلېز لوی، خو خالي وو. زموږ بوټونه بهر له دروازې سره پراته ول. د کوټې په غولي کي یو نری کارپیټ هوار شوی وو. له کړکۍ نه مي دباندي وکتل، باران وریده. خونه روښانه، ښکلې او زړه وړونکې وه او بیا چي کله، څراغونه ګل شول ښايستو روجایانو او ښکلي کټ بیخي بېل ډول ښکارید. داسي لکه خپل کور ته چي راغلي یو. نور نو د یوازيوالي احساس زموږ له زړونو نه کډه کړې وه. د شپې چي به په موږ دوو کي هر یو راویښ شو، یو بل مو نژدې موندل او لیدل مو چي څوک چیري نه دی تللی. له ټولي نړۍ رابېل وو او په خپله نړۍ کي ګرځېدو. له ستړیا سره بیدیدو او کله چي به یو راپاڅید؛ هغه بل به هم راپاڅيد او زړه ته مو دومره وخت نه ورکاوه، چي د یوازيتوب احساس وکړي. ځیني وختونه نارینه غواړي چي یوازي وه اوسي او نجلۍ هم غواړې یوازي وه اوسي، خو که یوله بل سره مینه ولري په دې اړه یو له بل سره حسد کوي، خو زه په ډاډ سره ویلای شم چي زموږ په برخه کي داسي نه وه. کله چي به یو له بل سره وو د یوازيوالي احساس به مو کاوه. د نورو په وړاندي یوازيوالی. یوازي یوځلي دغه ډول حالت پر ما راغلی. ما له ډیرو ښځو سره د یوازیوالي احساس کړی، خو موږ چي به هر کله یوځای وو، هیڅکله یوازي او ترهېدلي نه وو. زه پوهیږم چي ورځ د شپې په څېر نه وي. هرڅه توپیر کوي او په ورته وخت کي شپنې موضوعات په ورځ کي نه شي بیانیدلای، ځکه هغه مسایل نور وجود نه لري او شپه ممکن د هغه چا لپاره کوم چي یوازيوالی يې پیل شوی وي، ډيره دردونکې وي. خو کله چي به له کاترین سره وم وضعیت هیڅ توپیر نه درلود، لا چي تر پخوا به ښه وم. که خلک نړۍ ته بېشانه زړه ورتوب راوړي، نړۍ هغوی له پښو غورځوي. هغوی وژني. بیا نو طبیعي ده چي محوه کیږي. نړۍ ټول له پښو غورځوي، خو ځیني بیا هم پر خپل ځای ولاړ وي، خو که له پښو ونه غورځي، بیا يې وژني. د نړۍ ډیر ښه ښاغلي او زړور خلګ یو شان وژني. که له دې ډول خلګو څخه نه يې نو یقین وکړه چي وژني دي؛ البته په دې اړه به کومه خاصه بیړه نه وي.

یاد مي دي، په هماغه سهار، کله چي راپاڅیدم کاترین بیده وه. لمر راختلی وو او وړانګې يې د کړکیو له لارې کوټې ته راتلې. باران دریدلی وو. له کټه راکوز شوم او د کړکۍ خوا ته ورتېر شوم. لاندي باغونه ښکاریدل. ونې که څه هم، اوس سپیرې ښکاریدې خو د هغوی ښه ترتیب يې ښکلا ساتلي وه. فرش شوي لار، ونې، له جهیل سره په څنګ کي ډبرین دیوال او پر سیند باندي د لمر ژړي وړانګې؛ بیخي ښه خوند یې کاوه. د سیند په هاغاړه کي غرونه ښکاریدل. ګړی همدلته ولاړ وم او یوه شیبه مي د دباندي منظره وکړل. بیرته راتېر شوم، کټ ته چي راغلم کاترین راویښه شوي وه او ما ته يې کتل.

“ګرانه څنګه يې؟ ورځ څنګه ده؟”

”ته څنګه ېې؟”

“زه بیخي ښه یم. ښکلې شپه وه”.

“ناشته کوې؟”

موږ دواړه وږي وو. د نومبر د لمر وړانګې له کړکۍ څخه راتلې، د ناشتې پتنوس لاندې پروت وو.

کاترین “اخبارونه نه لولې؟ په روغتون کي خو دي هروخت لوستل”.

“نه. اوس مي علاقه ورسره نشته”.

“یعني جګړه دي دومره بده ایسي، چي په اخبارو کي دي هم نه خوښیږي؟”

“نور نه غواړم د جګړې خبرونه ولولم”.

“کاشکې زه هم د جګړې په ډګر کي درسره وای، اوس به زه هم په هر څه خبره وای”.

 “پروا نه لري. که مي تیري شوي کیسې ذهن ته راغلې، بیا يې درته وایم”.

 “که يې ته په دې ملکي جامه کي ونیولې، زنداني ته دي اچوي؟”

“کیدای شي سیده ډزې راباندي وکړي”.

”نوبیا دلته نه پاتېږو. له دغه هیواده باید وزو”.

 “زما هم همدا نظر دی”.

 “له هیواده وزو. خو تر څو چي په دې هیواد کي یو، باید ډیر احتیاط وکړو. ښه داراته ووایه، له مسترې نه میلان ته څنګه راغلې؟”

“په اورګاډي کي راغلم. هغه مهال په پوځي جامه کی وم”.

“نو هغه وخت په خطره کي نه وې؟”

“ډیر نه. ځکه ما د تګ یو زوړ امر درلود. تاریخ مي په میسترې کي ورتبدیل کړی وو”.

“ګرانه، هره شیبه د دي امکان شته چي تا ګرفتار کړي او زه دا هرڅه نه غواړم. د احتیاط په خاطر باید اوس سترګې څلور کړي. ښه ته داراته ووایه  که یې ونیولې، څه به کوو؟”

“دغه بحث به پریږدو. زه نور تر پزې ځیني راغلی یم”.

 “که دوی ستا د نیولو لپاره دلته درپسي راشي، بیا څه کوې؟”

“ډزې ورباندې کوم”.

“ورته وګوره، بیخي بې منطقه. تر څو چي په دې هیواد او دغه ښار کي یو، ته به له هوټله ګردسره نه وزي”.

“کوم هیواد دي له خیره په نظر کي دی؟”

“اوه، زما مجنونه دغه ډول خبرې مه کوه. هر ځای چي ستا خوښ وو، همالته ځو، خو اوس سمدستي یو ځای وټاکه”.

“له سینده ورهاخوا سویس دی، همالته به ولاړ شو”.

“سویس ډیر ښکلی ځای دی”.

پر اسمان بیا ورځي اخوا دیخوا کیدې او پر جهیل خو اوس لا تیاره وه.

ما ورته وویل “کاشکی مو د مجرمینو په څېر ژوند نه کولای”.

“ګرانه، دا ډول خبرې مه کوه. ستا ډیر وخت نه کیږی چی ده یوه تورن په حیث اوسې. بل دا چي موږ به هیڅکله د مجرمینو په څېر ژوند ونه کړو، موږ د څپل ښه ژوند په لور د سفر په نیمایې کي یو”.

“ځان د یو مجرم په څیر احساسوم. له پوځه تښتیدلی یم”.

“ګرانه منطقې اوسه. دا له پوځه تیښته نه ده، دا یوازي ایټالوی پوځ دی”.

ما ورته وخندل” ته ډیره پاک زړه يې. ځای ته راشه هلته زه د راحت احساس کوم”.

شیبه وروسته کاترین وویل “ته خو به ځان یو مجرم نه احساسوې؟”

“نه، کله چي له تاسره یم دا ډول احساس نه کوم”.

“ته هم عجبه یې. خو ته به زما تر څار لاندې یې. ښه ګرانه داراته ووایه دا بیخي عجبه نه ده، زه سهارنی مریضي[26] نه لرم”.

“ریښتیا هم. بیخي عجبه ده”.

“ته باید په ما غوندي، یوې ښې میرمنې وویاړې، خو کومه خبره نه ده. زه به تا ستا د دښمنانو له ګرفت څخه ډیر لیري بوزم. همالته به یو ښکلی ژوند ولرو”.

“درځه همدا اوس به ولاړ شو”.

“له خیره ولاړ به شو، صبر وکړه. ټولو هغو ځایونو ته به ولاړ شو، چي ستا خوښ وي”.

“راځه، د دې غمګینې نړۍ له غمو سره به د یو ګړي لپاره مخه ښه وکړو”.

“سمه ده”.

پنځه دېرشم فصل

کاترین د سیند پر غاړه وه وړوکي هوټل ته د فرګوسن لیدو ته ولاړل. زه ساقې خانې ته ولاړم او هلته می اخبارونه وویل. کافي شاپ کي ښکلي او پستې چرمي چوکۍ پرتې وي، همالته پر یوه باندی کښینستم او ساقي ته منتظر شوم. پوځ په تګلیامنیتو[27] کي تر ډیره مقاومت ونه شوای کړای. (پیاو) ته يې شا تګ راکړی وو. پیاو مي څه نا څه په یاد وو. د جبهې اورګاډي له دغه ښار سره نژدې په سان ډونا کي تیریده. د اورګاډي پټلۍ په هغه ځای کي ګړنګ وزمه او بر يې تنګ وو. تر پټلۍ کښته په ویالو کي د غوماشو د لښکرو حساب نه وو. ځیني ښکلې ماڼۍ هم وې. یو وخت د جنګ ترمخه چي وه کورټ ډي امپیزا ته تلم څو ساعته مو د غونډیو په لمن کي مزل وکړ. پاس د اوبو جریان داسې ښکارید لکه د ماهیګر جال. په  کم عمقه ساحه، د صخرو په مینځ او سایه کي اوبه ډیري ورو تلې. سړک په کادور کي ترې تاویده. زه حیران دې ته وم، چي پاس په غره کي پوځیان به لاندي څه ډول راتا کیږي. په همدې فکرې نړۍ کی ګرځیدم چي ساقې راننوت.

ساقي راته وویل “کانت ګریفي ستا پوښتنه کول”.

“چا؟”

“کانت ګریفی. هماغه سپین ږیری سړی. هغه تیر ځل چي ته راغلی وې او بانډار مو سره وکړ”.

“آ، هاغه. هغه تراوسه لا ژوندی دی؟”

“هو. دا ځلي له خپل وراره سره راغلی. ما ستا له راتګه خبر کړ. غوښتل يې چي له تا سره بیلیارډ لوبه وکړي”.

“چیرې دی؟”

“هغه اوس قدم وهلو لپاره تللی”.

“اوس څنګه دی؟”

“ډیر نه دی زوړ شوی، البته نور هم ځوان شوی، برايي شپه يې تر ماښامنی مخکې درې بوتله چامپنه[28] وڅیښل”.

“د هغه د بیلیارډ لوبه څنګه ده؟”

“بیخي عجبه لوبه کوي. درې ځلي مي لوبه ورسره کړې، دري سره واره يې مات کړی یم. ستا د راتګ چي مي ورته وویل، خورا خوشاله شو. څوک نشته چي لوبه ورسره وکړي”.

کانت ګریفی څلورنوې کلن وو. د مټرنیخ هم عصره وو. سپین بریتونه يې وه او ښکلي اخلاقي سړی وو. په ایټالیا او اتریش دواړو هیوادو کي یې دیپلوماتیکي دندې مخته وړې وې. د ده کلیزه په میلان کي په خورا شاندارو مراسمو لمانځل کیده. تر سل کلنی پوري ېې د ژوند کولو هوډ وو. ډیر ښه او منظمه بیلیارډه لوبه يې کول چي د ده د څلور نوی کلنیتوب او له کاره لویدو سره په مغایرت کی وه. ما یوځل په سټریسا کی چي بي وخته تللی وم دی ولید. د بیلیارډ لوبې پرمهال مو چامپن هم څیښه. زما په نظر دا یوه ښه طریقه وه. ده په هغه وخت کي ما ته له سلو څخه پنځلس نومرې راکړې او لوبه یی رانه وګټل.

ساقي ته مي وویل “تا ولي ما ته نه ویل چي دی همدلته دی؟”

“هیر مې شول”.

“نور څوک شته؟”

“ستا ملکري نشته. ټوله شپږ نفره دي”.

“ته اوس څه کوې؟”

“هیڅ نه. بیکاره یم”.

“راځه چي ماهیان ونیسو”.

“زه یوازي یو ساعت وزګار یم”.

“راځه، جال هم درسره راواخله”.

ساقي کوټ واغوست او په ګډه رهي شوو. د سیند له غاړې سره مو یوه کښتۍ پیدا کړل. ما پارو وهی او ساقي د کښتۍ په شا کي راته ناست وو. د ماهیانو د جلبولو لپاره یې یو لرګی، چي یوه ټوټه دروند تور پرې ځوړند وو، لاندي اوبو ته ځړولی وو. له ساحل سره نژدې مو ماهیان ټینګول. ساقي جال په لاس د کښتۍ په پای کي ناست وو او ګړی په ګړی به يې جال ته څنډ ورکاوه. سټریسا له ساحل نه ډیره لیري ښکاریدل. د سپیرو ونو اوږده قطارونه، غټ هوټلونه او بندي ماڼۍ مو لیدې. د (ایزولا بیلا) له لارې تر دیواله پوري ولاړو، له دیواله سره یو دم اوبه ژورېدې. په رڼو اوبو کی ډبرین دیوال، چي لاندي کج و وج تللی وو، ډیر واضح ښکاریده. د سیند په پاسنی برخه کي د ماهیګیرانو جزیره وه. د لمر وړانګې په وريځو کي تتي شوي وې. اوبه يې تاریکي، خو روانې او ډيري یخې وي. د اوبو پر صافه او ښوی سطحه مو څو ځلي د ماهیانو دایروې شکلونه او د تګ راتګ څرک لګولی وو، خو تراوسه مو لا کوم ماهی په ګیر نه وو راغلی.

کښتۍ مي د ماهیګیرانو د جزیرې په لور بوتلل، هغوی هم خپلي کښتۍ له اوبو راویستې وي او خپل جالونه يې ګنډل.

“څیښاک کوو؟”

“هو. ښه نظر دی”.

کښتۍ مي د ډبرین میل لور ته بوتلل. ساقي جاله له اوبو نه راوایستل او د کښتی په منځ کي په دایروي شکل ورله ټوله کښېښوول. چنګګ يي پر کښتی باندی وځړاوه. زه له کښتی نه راتا شوم او کښتی مي وتړل. وه یوې وړوکي ساقي خانې ته ورغلو. هلته پر یوه خالي لرګینه چوکۍ کښینستو او د ورموت اډر مو ورکړ.

“کښتۍ خو ستړی نه کړي؟”

“نه”.

“د دې خوا کښتۍ ما ته راپرېږده او ته ماهیان نیسه”.

“نه زه يې خپله وهم”.

“زما خبره واوره،  که دا ځلي جال ته ونیسي، کیدای شي یو دانه مانه په جال کي بند شي.”

“سمه ده”.

“ښه داراته ووایه، جګړه څنګه روانه ده؟”

“حالات ډېر وران دي”.

“په ما نه ورکه ده، نه ودانه. د جګړې نه یم. د کانت ګریفي په څېر بوډا شوی یم”.

“کیدای شي، په همدې بوډاتوب کي دي احضار کړي”.

“ریښتیا هم. اورېدلي مي دي، وايي راروان کال زما په عمر خلګ وه جلب احضار ته ورغواړي؛ خو فکر نه کوم چي زه دي ورشم”.

“نو څه کوي؟”

“هیواد پریږدم. نه غواړم، جګړه کي ځان ښکېل کړم. زه یو ځلي وه حبشې ته د جګړې لپاره تللی یم. ته ولي تللی وې؟”

“نه پوهیږم. بي عقلي مې وکړل”.

“یو بل ورموت څیښې؟”

“هو، سمه ده چي ته وایې وبه ېې وڅیښو”.

د بیرته تګ پر وخت کښتۍ ساقي چلول. له سټریسا سره نژدې او د ساحل سره په کم واټن کي مو په ماهیانو پسي تور اخوا دیخوا کاوه. جال مي په لاس کي نیولی وو او څو ځلي پرلپسې يې ورو ورو ټکانونه وخوړل. موږ نور هم ژورو اوبو ته ور ننوتو او له ساحله لیري کیدو. ساقي ښه په خلاصو لاسو پارو واهه او وړاندي روان وو، چي جال بیا ټکانونه وخوړل. په همدې ټېل ماټېل کي جاله یو ناڅاپه  درنه شول او بیرته يې سمدستي شا خوا ته زور کړ. ما د جال راپورته کولو هڅه وکړه، داسي ښکاریدل، لکه یو غټ ماهی چي پکي بند شوی وي. جالې بیا څو ټکانونه وخوړل، موږ چي ځانونه اماده کول، ښکار مو له لاسه وتلی وو.

“ډیر غټ وو؟”

“هو ښه په پوره اندازه غټ وو”.

“یوه ورځ یوازې د ماهیانو په نیولو پسې راوتلی وم، جال مي په غاښو نیولې وو. ناڅاپه ماهی پکښې بند شو، نژدې وو، چي زامه يې رانه کښلې وای”.

ما ورته وویل “ښه طریقه یی دا ده، چي د جالې تناب دې په پښو کي تړلی وي”.

“اوه، هغه مهال د سړي فکر په ماهي کی وي، چی څه ډول يې ونیسې، غاښونه له لاسه نه ورکوې”.

لاس مي په اوبو کي ډوب کړ، ډیرې یخې وې. اوس نو تقریباً د هوټل پر برابري وو.

“هوټل ته د تګ وخت ډیر رانژدې شوی. یوولسو بجو ته باید همالته یم. د  لهیورې ډی کوکتیل لپاره”.

ما ورته وویل “سمه ده”.

رسۍ مي راوکښل او پر لرګي باندې مې چي په دواړو سرونو کي ېې سورې درلودل وپیچل. ساقي کښتۍ ډبرین میل ته رانژدې کړل او په ځنځیر ېې پسې قلف کړل.

“هر وخت چي دې کښتۍ  په کارشول، درسره بیولای يې شې”.

“مننه”.

له سینده راوختو او د هو ټل ساقي خانې ته راغلو. سهار وختي وو، ځکه مي نو ډیر څيښاک ته هم زړه نه کیده. ایله مي هوډ وکړ، چي ځان خپلي کوټې ته ورسوم. کوټې ته چي وردننه شوم، خادمې تازه په تازه منظمه او پاکه کړې وه، خو کاترین لا نه وه راغلې. پر کټ اوږد وغځېدم او کوښښ مي کاوه چي له فکرو نه ځان لیري وساتم.

د کاترین په راتګ سره مي ټولې پریشانی ایسته شوې. فرګوسن يې لاندي ودرولې وه. غرمنۍ يې له موږ سره خوړل.

کاترین “زه پوهیږم، ته به د هغې په راتګ نه خفه کیږې”.

“نه، ما ته کومه اهمیت نه لرې”.

“څه خبره د ګرانه؟”

“نه پوهیږم”.

“زه پوهیږم. ته کومه سرګرمې نه لرې ځکه داسي يې. ستا هست و نیست زه یم او زه هم درڅخه ولاړه شم”.

“همداسي ده”.

“بخښنه غواړم. فکر کوم دغه ډول چي یو څوک یو ناڅاپه یوازي شي، بیخي ډیر بدخوند کوي”.

“بېله هغه هم زما ژوند ډېر نیمګړی دی او که ته هم رانه ولاړه شې، زه به له یوازیوالي څخه مړ شم”.

“خو زه به تل له تا سره یم. یوازي د دوو ساعتو په مخه درنه ولاړم، یو بل کوم مصروفیت نشته، چي لاس دي پرې اخته شي؟”

“له ساقي سره د ماهیانو په نیولو پسې تللی وم”.

“څنګه وو ساعت مو تېر شو؟”

“هو ښه پوره”.

“زما په نه شتون کي زما په اړه فکر مه کوه”.

“چي په جبهه کي وم، همداسي مي کول. خو همالته د کولو لپاره نور ډیر څه هم ول”.

کاترین په ټوکو وویل “اوتیلو له خپلو کارونو سره ولاړئ”.

“اوتیلو یو تور پوستی وو. خو د هغه ورهاخوا زه بخیل نه یم. په زړه کي مي ستا د محبت پرته بل څه نشته”.

“له میس فرګوسن سره به په مخ کیدو کي څنګه يې؟ سم با اخلاقه او نرم اوسه”.

“له هغې سره زما راشه درشه ډيره ښه ده، خو که مي دا ونه ښکنځي”.

“ارام اوسه. حوصله کوه. دې خبرې ته پام وکړه، موږ د هغې په نسبت ډېر څه لرو”.

“فکر نه کوم، چي دا دي هغه څه وغواړي، چي موږ يې څښتنان یو”.

“ته نادان يې، ستا په دې شیانو سم سر نه خلاصیږي”.

“ښه سمه ده زه به د دې په وړاندې له حوصلې نه کار واخلم”.

“پوهیږم، ته ډیرښه يې”.

“فرګي له ډوډوۍ خوړلو وروسته پاتیږي؟”

“نه. ځان به ترې فارغه کړو”.

ما ورته وویل “بیا بیرته کوټې ته راځو؟”

“هو ولي نه. ستا په نظر نور باید څه وکړم؟”

موږ له فرګوسن سره د غرمنۍ خوړلو په نیت راکښته شوو. د هوټل مجلل والي او ښکلا خورا تر تاثیر لاندي راوستې وه. د خوندوري ډوډۍ له پاسه مو دوه بوتله سپین کاپري وڅیښل. کانت ګریفي هم همالته وو. د ده حال و احوال مي واخیست. وراره يې هم ورسره وو، هغه خاص زما د انا په څېر وو. کانت ګریفي مي بارکلي او فرګوسن ته ورمعرفي کړ په اوریدو يې فرګوسن خورا ځینې متاثره شول. هوټل ډیر غټ او پراخه، خو خالي وو. البته خواړه يې ډیر خوندور ول. شراب ډیر خوندور وه چي په څیښلو ېې د ټولو طبیعتونه ور واړول. کاترین نورې خوشالۍ ته اړتیا نه درلودل. اوس ډیره خوشحاله وه. فرګوسن هم اوس په سد شوې وه، زه هم  خوشاله وم. د ډوډۍ له خوړلو وروسته فرګوسن د خپل هوټل په لور رهي شول. د رخصت پر مهال يې مخاطب کړو، ویل يې اوس ځم او بیدېږم.

ماپښین ناوخته وو، چي دروازه وټکېدل.

“څوک يې؟”

“کانت ګریفي تا ته منتظر دی، هغه غواړي ستا سره بیلیارد لوبه وکړي”.

ساعت ته مي وکتل نه وو، تربالښت لاندي مي ایښی وو.

کاترین ورو وویل “ته خامخا ځې؟”

“چي ولاړ شم، ښه به وي”. په ساعت کي پاوباندي بالا څلور بجې وې. یوڅه په لوړ اوازمي ورته وویل ”کانت ګریفي ته ووایه پر پنځه بجې لاندي درځم”.

 پاو کم پنځه بجې وې چي کاترین د خدای په امانی په دود ښکل شول. تشناب ته د کالو اغوستلو لپاره لاړم. نیکټايې مي تړل ځان مي په هنداره کي ولید، څیره مي بیخي عجیبه غوندي راته ښکاره شوه. د نوو جرابو او کالو رانیول مي باید له ذهنه نه وای ایستلي.

کاترین “تر ډېره دباندي پاتېږي؟” په ځای کي ښکلې ښکارېده ”ږمنځ به یو ځل رانکړې؟”

ورېښتان يې ږمنځول او ما ورته کتل. سر يې پر یوه اړخ ځړولی وو، ټوله وریښتان يې پر همدې اړخ راتوی شوي وو. بهر تیاره وه، خو په کوټه کي د څراغ رڼا چي د دې پر وریښتانو او غاړه لګیدل، وریښتانو ته يې پړکا ورکول. ور تیر شوم او د ښکلیدو هڅه ېې وشوه، له هغه  لاس نه مې چي ږمنځ یې په نیولې وه ونیول. سر یی  لاندي وځړید. ځان مي  د دي سره په بیحده مینه کولو له امله  کمزوری احساساوه.

“د لیلا و مجنون تر مینځ فراق مي نه دی خوښ. زړه مي نه غواړي چي ورشم”.

“زما هم نه ده خوښه چي ولاړ شې”.

“نو بیا نه ځم”.

“نه، ولاړشه.  یو څو شیبې تیرې کړه بیرته بیا راشه”.

“ د ماښام ډوډۍ به همدلته په کوټه کي وخورو”.

“سمه ده. ته اوس ژر ولاړشه او بیرته ژر راشه”.

کانت ګریفي د سنوکر لوبې په کوټه راته منتظر وو. خپله نښه يې پخول. د سنوکر میز د پاسه د ځوړند څراغ په رڼا کي خورا ضعیفه ښکاریده. له څراغه لږ ها خواته پرمیز باندي یو له یخي څخه ډک یو سلور رنګه سطل ښکارید، چي له لیري لا د چامپن د بوتلانو راوتلي سرونه پکي ښکاریدل. د ده پر لور ورهي شوم، کانت زما په لیدو پر خپل ځای باندي راجست شو. لاس يې راوړاندي کړ. ”ډیر د خوښۍ ځای دی چي تاسی دلته یاست. تاسي زما سره د لوبې لپاره ډير لطف وکړ”.

“دا ستاسو پیرزوینه وه، چي موږ ته مو د لوبې کولو بلنه راکړل”.

“ستاسې صحت خو به ښه وې؟ خبر شوم چي په ایسونزو کي زخمي شوی واست. ستاسي د روغتیا په هیله”.

“اوس حاضردمه د خدای پاک فضل دی ښه یم. تاسي څنګه یاست؟”

“اوه، زه خو نه مریضیږم، هر وخت ښه یم. خو ستونزه دا ده چي زړیږم.  د زړښت علامې اوس کرار کرار احساسوم”.

“داسي ژر زړه مه اچوه. تراوسه لا ځوان يې”.

“یاره څه درته ووایم؟ غواړې په ثبوت يې درته ورسوم؟ زه په ښه اسانی سره په ایټالوي خبرې کولای شم، خپل ځان د ډیسپلین په چوکاټ کي ساتم، خو کله چي بیا ستړی یم په ایټالوي خبرې کول خورا راته اسانه شې، نو همدا مي د بوډاتوب یوه نښه ده”.

“په ایټالوي خبري کوو کوم مشکل نشته، زه هم لږ غوندي ستړی یم”.

“اوه، خو ته چي بیا ستړی يې، ستا لپاره به په انګلیسي خبرې کول اسانه وي”.

“په امریکاېې ژبه”.

“هو. مهرباني به دي وي، که په انګلیسي خبرې وکړې. ډيره ښکلې ژبه ده”.

ما ورته وویل “امریکایان دلته یوه دانه په ټکټ نه پیدا کیږي”.

“یادیږی به دې هم. د هر چا خپل هیوادوال په تیره بیا هیوادواله ډیره یادیږې. دا ما تجربه کړې. لوبه کوو که ستړی يې؟”

“نه ستړی نه یم. هغه مي محض یوه ټوکه درسره وکړل. څومره وخت به ما ته راکړې؟”

“له هغه راهیسي به دي ګڼې لوبې کړي وي؟”

“نه، ما بیا ګردسره دې لوبې ته لاس لا نه دی وروړی”.

“ته به ښه لوبه وکړي. لس نمرې په سلو کي؟”

“ته زما ستاینه کوې”.

“ پنځلس؟”

“ښه خبره ده، خو فکر کوم، شکست به زما په برخه وي”.

“خوښه دي نه ده، چي شرطي لوبه وکړو؟ ستا خو هر وخت داهیله وه چي شرطي لوبه وکړې”.

“هو فکر کوم ښه به وي”.

“سمه ده. اتلس نمرې درکوم، پر هره نمره  باندي یوه یوه افغانۍ”.

ډیره خوندوره سنوکر لوبه يې وکړل. په هغه چانس کي، چي ما په پنځوسو کی درلود زه یوازي تر ده څلور نمرې مخکي وم. کانت ګریفی د ساقي د راغوښتلو لپاره پر دیوال ځوړند زنګ وواهه.

هغه چي راغلی، ورته وې ویل“که تکلیف نه وي، یو ځلي خو دا د بوتل سر خلاص کړه”. شیبه وروسته يې ما ته مخ کړ ”څيښاک ښه دی، ستړیا پرې لیري کیږي”. شراب د یخي د ټوټو په مینځ کي یخ شوي ول او زبردست خوند يې کاوه.

 “راځه په ایټالوي به خبري سره کوو. ستا خو به ډيره خوا نه بدېږي؟ دا مي اوس ستره کمزورې ګرځیدلې”.

لوبې ته مو ادامه پسي ورکړه. بوتل مي څنګته راته ایښی وو او په غوړپ غوړپ به مي ځیني څيښه. په ایټالوي کي مو یو له بل سره خبرې کولې، هغه هم زیاتي نه؛ ځکه ډیر فکر او تمرکز مو په لوبه کي وو. کانت ګریفي خپلي سل نمرې پوره کړې. ما ته چي کوم وخت راکول شوی وو، څلور نیوې ته پکي رسیدلی وم. دی راته مسک شو او پر اوږه ېې وټکولم.

“اوس به هغه بل بوتل وڅیښو او ته به هم ورو ورو د جګړې کیسې راته کوې”. زما تر ناستې پوري منتظر شو.

“پر یوه بله موضوع به مجلس وکړو، خوښه دي نه ده؟”

“فکر کوم د جګړې خبرې دي نه خوښيږي؟ سمه ده، په اخبارو کي څه چاپ شوي؟”

ما ورته وویل “هیڅ نه. پر خپل ځان باندی بیریږم یو ډول ګنګس یم”.

“ته خو باید د ښار له اوضاع نه باخبره اوسې”.

“په جګړه ایزو حالاتو کي پر کومه موضوع ډیري لیکنې کیږي؟”

“د باربیوس په نامه یوه لیکوال (تر اور لاندي) او هربرت جورج ویلز د (میسټر بریټلینګ سز ترو ایټ) تر عنوان لاندي، کتابونه لیکلې.”

“نه، هغه نه پکي ګوري”.

“څه شې؟”

“هغه يې په دې کي نه ګوري. هماغه کتابونه ما په هغه ما په روغتون کي لیدلي وه”.

“نو تر اوسه يې مطالعه کوې؟”

“هو، خو کومه ګټه مي پکي نه ده لیدلې”.

“ما فکر کاوه، چي میستر بریټلنیګ د انګلیس د منځنۍ طبقې د خلکو د روحیاتو په اړه ښه اثر دی”.

“د روح په اړه معلومات نلرم”.

“بیچاره. موږ دواړه د روح په اړه معلومات نه لرو. ته پر خدای عقیده لرې؟”

“د ماښام له طرفه”.

کانت ګریفی مسک شو او په ګوتو يې ګیلاس ته څرخ ورکړ.

کانت “له ځان سره به مي ویل، چي څومره مي عمر ډیریږي، هغومره به مي عقیده سمه شي، خو داسي ونه شول. ډیر د تاسف خبره ده”.

پوښتنه مي ترې وکړل “غواړې له مرګه وروسته ژوند وکړې؟” ځان مي ناڅاپه د مرګ د لفظ په استعمال سره بل ډول احساس کړ، خو ده کوم ارزښت ورته ور نه کړ.

“دا نو بیا د ژوند پر کیفیت اړه لري. کوم ژوند چي اوس يې زه لرم، غواړم تل مدام ژوندی وه اوسم او دا دی تقریباً اوس مي هم ډیر ژوند کړی”. بیا مسک شو. موږ په پراخو چرمي چوکیو کي تکیه وهلي ناست وو. د چامپن بوتلان د مېز له پاسه پراته ول، خو زموږ ګیلاسونه موږ ته نژدې پراته ول.

 “که زما په څیر اوږد ژوند وکړې، نو له ډیرو عجبه او غریبو حالاتو سره به مخ شې”.

“ته خو د ډیر عمر نه يې”.

“دا ظاهري بدن دی چي زړیږې. ځینی وختونه پر دې بیریږم چي ګوته مي د تباشیر په څیر ماته نه کړم، خو زما روح نه دی زوړ شوی او نه تر دې هوښیار شوی”.

“تاسي هوښیار یاست”.

“نه. د بوډاګانو همدا ستره اشتباه ده. هغوی نور نه هوښیاریږي بلکي احتیاط يې ډیریږي”.

“شونې ده، چي همدا هوښیارې وي”.

“دا یو ډول غیر جذابه هوښیارې ده. ته په ژوند کي څه شي ته ډير ارزښت ورکوې؟”

“هغه چا ته چي مینه ورسره کوم”.

“ما هم همداسي فرض کړه. دا داناېې نه ده، ښه داراته ووایه چي ژوند ته ارزښت ورکوې؟”

“هو”.

“زه هم. ځکه چي همدا زما ټوله دارايې ده او زما د کلیزو میلمستیاوې”. بیا يې وخندل.”ته کیدای شي تر ما پوه او دانا يې. ته خپله د زوکړې کلیزه نه لمانځي”.

له ده مي پوښتنه وکړل “ښه د جنګ په اړه راته ووایه، د جګړې په اړه څه نظر لرې؟”

“زما په فکر دا یوه بیځایه جګړه ده”.

“ستا په نظر دغه جګړه به څوک وګټي؟”

“ایټالیا.”

“لامل يې څه دی؟”

“ځکه چي ایټالیا یو ځوان ملت او ولس دی”.

“ځوان ملت او ځوان ولس هر وخت جګړه ګټي؟”

“دوی تر یو وخته د بري او سوبي لایق وي”.

“له هغه وروسته څه پیښیږې؟”

“بیا نو همدغه ځوان ملت زړیږي”.

“تاسي ویل، چي تاسي هوښیار نه یاست”.
“ګوره ځوانه، دا پوهه او دانایي نه ده. دې ته وايي(له مایوسوونکو فکرو تېښته)”.

“ما ته خو همدا دانايې ښکارې”.

“نه داسي نه ده. نور مثالونه هم درکولای شم. بد نه دي. فکر کوم چامپن خلاص شول”.
“هو تقریباً خلاص شوي دي”.

“نور څیښو؟ له هغه وروسته بیا نو زه کالي اغوندم”.

ما ورته وویل “فکر کوم د اوس لپاره همدا کفایت کوي”.
“د زړه څخه وایې؟ نور نه څیښې؟”
“هو”.  او پاڅید.

“هیله لرم بریالی، صحت مند، قوي او بیاهم صحت مند اوسې”.

“مننه. په دې هیله یم، چي دا مځکه وي او تاسي پرې ژوندي ګرځئ”.

“مننه. که چیري دي یو وخت بیا عقیده جوړه شول؛ بیا که زه مړ وم په دعاو کي مي یادوه. له تا پرته مي له نورو ملګرو هم دا غوښتنه کړې. په دې ارمان وم، چي عقیده به مي جوړه شي، خو دا ارمان مي پوره نه شو”.  پر څیره مي يې یوه دردناکه مسکا په نظر راغلل. د ده څیره دومره ګونجي ګونجي وه، چي د خندا په تفسیرولو يې ونه توانیدم. البته د څیرې ګونجواله به يې هغه مهال لا پسي زیات شول، کله چي به په خندا شو.

ده ته مي په جواب کي وویل “کیدای شي عقیده مي جوړه شي، په هر حال په دعاوو کي به دي تل یاد ساتم”.

“ما هم همدا ارمان درلود. ټوله کورنۍ مي پر عقیده باندي مړه شول، خو زما تقدیر بیا بل ډول دی”.

“اوس هم وخت شته”.

“کیدای شي ډیر ناوخته وي. کیدای شي ما دومره ژوند کړی وي چي مذهبي احساسات مي له لاسه ورکړي وي”.

“زما عقیده یوازي دشپې لخوا جوړه وي”.

”نو بیا تاسي هم مین یاست. دا مه هیروئ، چي مینه مذهبي احساسات دي”.

“تاسي دغه ډول نظر لرئ؟”

“هو، مننه کوم چي لوبه دي راسره وکړه”. د میز لور ته ورتیر شو.

 “ډیر ښه خوند يې وکړ”.

“دواړه به یو ځای ولاړ شو”.

شپږدیرشم فصل

یوه طوفانې شپه وه. کله، چي راپاڅیدم د باران د څاڅکو ږغ مي، چي پر کړکۍ نښتل واورید. کړکۍ خلاصه وه، ځکه يې نو څاڅکي پرته له کوم خنډ نه کوټې ته راتلل. دروازه وټکیدل. ورو په داسي ډول چي کاترین راویښه نه شي، له کټ نه راکښته شوم او د دروازې لور ته ورتېر شوم. دروازه چي مي خلاصه کړل، پر ساقي مي سترګې ونښتې. لوی باراني کوټ يې اغوستی وو. په لاس کي يې لنده خولۍ نیولي وه.

“ښاغلي، ستا لپاره مي یو خبر راوړی”.

“خدای دي خیر پيښوي، څه خبره ده؟”

“خبره تر خبرې اوښتې ده”. شا وخوا مي وکتل. کوټه تیاره وه. د کوټې پر غولي مي له کړکۍ نه پر راغلو اوبو باندي سترګې ونښتې ”دننه راشئ”. له لاسه مي ونیو او تشناب ته مي دننه بوت. دروازه مي قلف کړل او څراغ مي ولګاوه. زه د حمام د ټپ پر څنډه ورته کښېناستم.

“ایمیلیو څه خبره ده؟ ستونزه کي خو نه يې؟”

“ستونزه کي زه نه، تاسي یاست”.

“څه وايې؟”

 “پولیسو ستا د نیولو پلان جوړ کړی او سهار به يې په عملي کیدو پسي راشي”.

“دا اوس ته څه وايې؟”

“زه د دې لپاره راغلم، چي تا ته خبر درکړم. د ښار په یوه کافې شاپ کي د دوی له دغه پلانه خبر شوم”.

“پوه شوم”.

ساقي پر خپل ځای د بت په څېر له څه ویلو پرته له لانده کوټ او لندې خولۍ سره ولاړ وو.

 “زما د نیولو لامل څه دی؟”

“فکر کوم، له جګړې سره کوم ارتباط لري”.

“مشخص لامل يې درته معلوم دی؟”

“دقیقاً نه. خو فکر کوم، وړاندي يې په پوځي جامو کي لیدلی وې. له کله چي دغه شاتګ پیل شوی دوی ټوله نیسي”.

یوه شیبه مي فکر وکړ.

“پولیس څه وخت راپسي راځي؟”

“ګهیځ مهال، خو دقیق وخت يې نه دی راته معلوم”.

“ستا په نظر، باید څه وکړم؟” خپله لنده خولۍ، چي اوس هم څاڅکي ترې توییدل په دوشۍ کي واچول.

“که له کومي خبرې څه بیره نه لرئ، زنداني کیدل دومره خبره نه ده، البته زنداني کیدل ښه نه دي، په تیره بیا اوس”.

“نه غواړم، چي زندان ته ولاړ شم”.

“نو بیا سویزرلنډ ته ولاړ شه”.

“څنګه؟”

“زما په کښتۍ کي”.

“اوس خو هوا طوفاني ده”.

“طوفان ختم شو. که څه هم لار به تکلیفي وي، خو میوه به يې خوږه وي”.

“څه وخت باید حرکت وکړو؟”

“همدا اوس. کیدای شي پولیس ستا نیولو ته ډیر وختي راشي”.

“زموږ د غوټو اوسامانو په اړه څه وایاست؟”

“ټول سره یو ځای کړئ. میرمن دي تیاره کړه. زه د هغو څارنه پخپله کوم”.

“ته به چیري يې؟”

“تر هغو چي تاسي ځانونه اماده کوی، زه همدلته په تشناب کي ستاسي انتظار کوم. نه غواړم دباندی په دهلېز کي مي څوک وویني”. دروازه مي خلاصه کړل راووتم بیرته مي په ده پسي بنده کړل او د خوب کوټې ته ولاړم. کاترین راپاڅیدلې وه.

 “څه خبره ده ګرانه؟”

“هیڅ نه. غواړې، همدا اوس سویس ته ولاړه شې؟”

“ته ځې؟”

“نه. زړه مي غواړي چي همدلته ښه ډير خوب وکړم”.

“خبره څه ده؟”

“ساقي وايې چي پولیس سهار زما په نیولو پسي راځي”.

“هغه خو به لیونی نه وي؟”

“نه”.

“نو بیا ګرانه بیړه وکړه. ځان تیاروه چي حرکت کوو”. دا د کټ پر  څنډه کښېناستل، تراوسه ګنګسه وه. ”ساقي تراوسه په تشناب کي دی؟”

“هو”.

“نو زه به نه لمبیږم. زه جامې تبدیلوم، ګرانه که دي مخ واړوې ښه به وي. په یوه دقیقه کي ځان تیاروم”. څنګه چي نایټ ګون يې ایسته کړ واورین کمر يې ولیدل شول. بیا مي د دې په غوښتنه مخ واړاوه. د حاملګۍ له امله يې ګیډه لویه ښکاریده، ځکه يې نه غوښتل چي ورته وکتل شي. ما هم ځان اماده کاوه او پر کړکۍ د باران څاڅکو ته غوږ وم. زما غوټه وړوکې وه، په یوه شیبه کي ټوله سره یوځای شول. ”کاترین که ستا شیان ډیر دي، زما په غوټه کي ځای شته”.

“زه اماده یم. اوه، ګرانه څومره بي عقله یم. ساقي ولي په تشناب کي دی؟”

“شش ــــ هغه زموږ غوټو وړلو لپاره منتظر دی”.

“اوه، ساقي ډیر نامي سړی دی”.

“هغه متل يې ناحقه نه دی کړی چي وايي، زوړ یار زین کړی اس دی. دی مي له ډیره وخته ملګر دی. یوځلي مي ده ته پایپ والا تنباکو رالیږلي ول”. له کړکۍ مي بهر وکتل، تیاره وه. سیند می نه شوای لیدای. دباندي تر شنه اسمان لاندي له تیارې او بارانه پرته بل څه نه ول. باد لا اوس خاموشه شوی وو.

کاترین “زه تیاره شوم”.

“سمه ده”. زه وه تشناب ته ورغلم ”ایملیو غوټې دغه دي”. ساقي دواړې غوټې واخیستې.

کاترین “ستاسو له مرستې مننه”.

“نه اغلې دا څه دي. ستاسي سره په مرسته ډیر خوشحالیږم. او بله خبره دا، چي ستاسي سره په مرسته زه خپل ځان له ستونزو خلاصوم”. ما ته يې وویل “غوږ شه زه دغه غوټې د مزدورانو د زینو له لارې لاندی وړم بیا له هغه لارې وه کښتۍ ته ځم، تاسي هم، چي بهر راځئ، ځانونه داسي واچوئ، لکه قدم وهلو لپاره چي بهر وزئ”.

کاترین “د قدم وهلو لپاره ډیره ښکلې شپه ده”.

“په هر صورت بیا هم نحصي ده”.

کاترین “له ما سره خو لا شکر دی سایوان شته”.

له کوټې رابهر شوو. دهلېز ته راووتو. په پراخو او نریو کارپیټ شوو زینو کي لاندي ولاړو. کښته له زینوسره خادم د میز تر شا ناست وو. زموږ له لیدو سره حیران شو.

خادم “تاسي دباندي وزئ؟”

“هو. موږ غواړو، په سیند کي راغلی طوفان ووینو”.

“مشره، له تاسي سره سایوان شته؟”
“نه. دغه کوټ د اوبو د مخنیوي لپاره کافي دی”. کوټ ته يې له شک سره وکتل ” ښاغلي، تاسي تم شئ، زه همدا اوس تاسي ته سایوان  راوړم”. خادم له دې ویلو سره ولاړ او شیبه وروسته له یوه غټ سایوان سره راستون شو.”یو څه غټ دی”. لس لیرې مي ورکړې.

”اوه، صاحبه تاسي ډیر مهربان یاست. ډیره زیاته مننه”. دروازه يې همداسي خلاصه پریښودل موږ نو نور د خپل مزله په لور تګ پیل کړ. ده کاترین او کاترین وه ده ته مسکی شول.

خادم “په طوفان کي تر ډيره مه پاتیږئ، تاسي او آغلې به لانده شی”. دی دوهمه درجه خادم وو، انګلیسي یې هم ماته ګوډه زده وه.

ورته ومي ویل “موږله خیره بیرته ژر راستنیږو”. تر غټ سایوان لاندي په تیاره او لانده باغ کي روان شوو. له باغه چي راووتو، پر یوه سایوان لرونکې لار باندي وربرابر شوو. د سیند له پاسه ښه تند باد چلیده. هوا یخه وه او پوه شوم، چي په غرونو کي واوره وورې. د کښتیو له قطار څخه تیر او لنګر ته، چي ساقي راته منتظر وو، ولاړو. اوبه تاریکي ښکاریدې. ساقي د شا له خوا د ونو له قطاره راووت.

ساقي مخاطب کړو “ستاسي غوټې په کښتۍ کي دې”.

“ستا د کښتۍ پیسې به درکړم”.

ساقي “اوس څومره پیسې درسره دي؟”

“ډیرې نه دي”.

“اوس پروانه لري بیا يې وروسته راولیږه”.

“څومره راولیږم؟”

“هر څومره، چي ستا راباندي پیرزو وې”.

“نه، راته ووایه څومره؟”

“که له خیره ورسیداست نو پنځه سوه فرانکه راولیږه، چي ورسیږې دا دومره شی نه دي”.

“سمه ده”.

یوه کڅوڼه يې په لاس کي راکښیښودل “په دې کي سنډویچ دي. په ټول هوټل کي همدا وه. یو بوتل برانډي او یو بوتل شراب هم پکښې شته”. دغه شیان مي په خپله غوټه کي کښیښودل. ”د دې شیانو پیسې به درکړم”.

“سمه ده، پنځوس لیرې راکړه”. پیسې مي يې ورکړې.”دغه برانډې اعلی درجه دي. وه اغلې ته يې په ورکړه کي مه شرمیږه”. ساقي کښتۍ نیولې وه، خو د ډبرین دیوال په خوا کي يې بیا هم جل واهه. له کاترین سره مي کښتۍ ته په ورختو کي مرسته وکړل. دا د کښتۍ په پای کي کښېناستل او کوسۍ يې پر ځان ټینګه راونغاړل.

“ته پوهیږې چي چیري ځې؟”

“ده سیند وه لوړې خواته”.

“د لارې واټن درته معلوم دی؟”

“تر لویینو تیریږو”.
“تر لویینو، کانیرو، کانوبایو، او ترانزانو تیریږئ. څو چي وه بریساګو ته نه یاست رسیدلي تاسي له سویس څخه دباندي یاست تر مونټ تاماري باید تیر شئ”.

کاترین “څو بجې دي؟”

“یوولس”.

“تاسي به د سهار اوو بجو ته ورسیږئ، په شرط د دې چي کښتۍ به مسلسله روانه وي”.

“لار څومره ده؟”

“پنځه دیرش کیلومتره”.

“څنګه به ځو؟ په دې باران کي یوه قطب نما هم باید وي”.

“نه. تاسي به لمړی ایزولا بیلا  ته ولاړ شئ. بیا به د ایزولامډرې په هاغه بل اړخ کي د باد په ملګرتیا مخ په وړاندي ولاړ شئ. باد به تاسي وه پالنزا ته ورسوې. همالته به تاسي رڼاوې ووینئ. له هغه وروسته پر ساحل ورپوریوزئ”.

“کیدای شي، د باد لوری بدل شي”.

“نه. باد تر درو ورځو پوري پر همدې مسیر چلیږي. له (مټرون) نه سیده راالوزې. په کښتۍ کي یو دبلی هم شته، کیدای شي له کښتۍ نه د اضافي اوبو د پاشلو لپاره مو اړتیا ورته پیدا شي”.

“د کښتی یوڅه پیسې به اوس درکړم”.

“اوس نه. کله، چي خپل منزل ته ورسیداست بیا يې راولیږه”.

“ سمه ده”.

“د غرقېدو خطرت لږ دي”.

“دا يې بیا بله خوشالي”.

“ورځئ له خیره. له باد سره په ملګرتیا کي ولاړ شئ”.

“سمه ده”.  زه هم وه کښتی ته ورپورته شوم.

ساقي “د هوټل کرایه دي پریښودل؟”

“هو. زموږ په خونه کي مي په یوه پاکټ کي ایښي”.
“سمه ده. ښه بخت مشره”.

“نیکمرغه اوسئ او ډیره زیاته مننه”.

“که غرق شوې، بیا به مننه راڅخه ونه کړې”.

کاترین “دی څه وایې؟”

“وايي ښه سفر ولرئ”.

کاترین ده ته وویل “ښه بخت او ډيره زیاته مننه”.

“تاسي اماده یاست؟”

“هو”.

دی را چوک شو او کښتۍ يې راټیله کړه. ما اوبو ته پاروګان ورواچول. وه ساقي ته مي لاس وښوراوه. ده هم لاس راته وښوراوه. له هوټل نه راوتونکي رڼاګانې مي لیدلې او پارو مي واهه. تر هغو مي سیده پارو واهه، چي رڼاګانې مي له سترګو نهامي شوې. سیند ارام او خاموشه وو، خو موږ له باد سره په ملتیا وړاندي روان وو.

اوه دیرشم فصل

په تیاره کي مي پاروګان وهل او وړاندي روان وو. باران اوس دریدلی وو، خو کله چي به سیلۍ راوالوته د باران څاڅکي به هم ورسره مله ول. بیخي تپه تیاره وه او له بلي خوا بیا د یخ باد له لاسه هم طاقت نه کېده. کاترین د کښتۍ په پای کي ورله ټوله ناسته وه. دا مي لیدل؛ خو د پاروګانو سرونه مي نه لیدل چي چیري ډوبېدل. اوږده اوږده پاروګان ول، خو په چرم کي نه وو نیول شوي، چي له خوړلو او ګږلو څخه ژغورل شوي وي. زه به یو ځلي ټیټ شوم، بیا به راپورته شوم، بیا به مي ځان مخ ته ټیله کړ او هڅه مي کول چي په ارامۍ پاروګان ووهم. پاروګان مي د باد له امله پر نه کړل. پوهیدم چي لاسونه به مي تڼاکي کیږي، خو دومره ژر مي تڼاکي کېدو ته نه پرېښودل. کښتۍ سپکه وه په اسانی وړاندي تلل. په تاریک سیند کي په تیاره اوبو کي روان وو. په تیاره کي د لاس ګوتې له نه ښکاریدې، خو دعا مي کول چي له خیره ژر پالنزا ته ورسیږو.

پالنزا مو ګردسره ونه لیدل. باد له کښې نه پورته چلېده. خپل تګ ته مو ادامه ورکړه، چي خبریدو له پالنزا نه تېر شوي وو او د ښار رڼاګانې مو هیڅ ونه لیدلې. په سیند کي له ښه مزله وروسته، د رڼا یوڅه څرک ولګېد. ساحل ته چي ورنژدې شوو، هغه(انترا) وه. له دې رڼاګانو چي تېر شوو، بیا مو تر ډيره نه کومه رڼا او نه هم ساحل ولید. بس یوازي موږ وو او د څپو له پاسه ښه په زور پارو وهل وه. ځیني وختونه به څپو کښتۍ پورته کړل او وچ پاروګان به مي په لاسو کي پاتې شول. زښت په زحمت او تکلیف وو، خو موږ هم همت نه بایلوده او پارو مو واهه. په لار کي د یوې صخرې له برامدګۍ سره، چي زموږ په خوا کي وه، مخ په مخ شوو. اوبه به پر صخره لګیدلې، شړپهاری به یي کاوه، پاس به تللې بیا به بیرته یو ناڅاپه لاندي راتلي. ښی پارو مي په زوره راکش کړ او په چپ پارو مي اوبه پوري وهلې، او دوهم ځلي بیا سیند ته ورداخل شوو. صخره ورو ورو له موږ څخه لیري کیدل او وروسته له سترګو پناه شول او موږ د سیند د هاغاړې په لور حرکت کاوه.

کاترین ته مي وویل “د سیند په څنډه کي روان یو”.

“له پالنزا راتېر شوو؟”

“هو. داسي ښکاري، لکه ځیني راتېر شوي یو”.

“ګرانه ستړی شوی خو به نه يې؟”

“تراوسه لا نه”.

کاترین “پاروګان ما ته راکړه، یو ګړی به يې زه ووهم”.

“نه. تراوسه خو لا زه پرې غښتلی یم”.

کاترین “بېچاره فرګوسن، سهار چي کله زموږ لیدو ته راشي، ځای به وي جولا به نه وي”.

“په هغه خبره مي لا چنداني فکر نه دی خراب. زه غواړم، وړاندي له دې چي سهار شي او ساحلي ساتونکي مو وویني، ځان سویس ته ورسوم”.

“اوس څومره لار پاتې ده؟”

“تقریبا دیرش کیلومتره”.

ګرده شپه په پارو وهلو راباندي تېره شول. په اخر کي مي د بدن سېک بیخي ختم شو. ان پاروګان مي یو له بل سره نژدې کولای نه شوای. څو ځلي د سیند له غاړې سره ښه ټينګ ټکر شوو. له دې بیرې چي په سیند کي ورک نه شو، د سیند پر څنډه څنډ روان وو. په تګ تګ کي به یو ځلي د سیند څنډې ته دومره ورنژدې شوو، چي د سړک اړخو ته ولاړ، د ونو قطارونه او د غره ډډې به لا معلوميدې. وریځي له اوبو نه خالي شوي وې، ځکه نو باد په وریځو پسي رااخیستې ول او اسمان يې په یوه شیبه کي صاف کړ. د اسمان له صافېدو سره سپینه سپوږمۍ راښکاره شوه. شاته مي وکتل، د کستاګنولا[29] له پاسه تپه تیاره وه. د سیند واورو ته ورته څپو کي د سپوږمۍ انځورو او د واورینو غرو له پاسه اصلي سپوږمۍ زموږ سیل کاوه. دې هرڅه تر ډیره دوام ونه کړ، وریځ بیا پر اسمان خپره شول او په څو شیبو کي يې سپوږمۍ، غرونه او د سیند څپې زموږ له سترګو پناه کړې. البته رڼا د پخوا په نسبت زیاته شول او ساحل راته ډیر واضح ښکارید. هر څه ډیر واضح ښکاریدل. هڅه مي کول، کښتۍ له دغه ځایه لیري بوزم، ځکه که پر سړک باندي پولیس وای موږ يې لیدلو او ما نه غوښتل، چي پولیس مو وویني. اسمان چي بیا ځلي صاف شو، د غره په ډډو کي ولاړي سپیني او دنګي ماڼۍ او د ونو د قطارو له مینځه سپین سړک راښکاره شو. خو زه لا تراوسه مقصد ته رسیدلی نه وم او پارو مي واهه.

سیند برداره شو او له ساحله ورپورته، د غره له ډډې سره بیا د رڼا څرک راښکاره شو. به ګمان اغلب همدا لویینو وه. د ساحل په هغه بل اړخ کي مي د غرو په منځ کي یوه خالیګاه غوندې ځای تر سترګو شو، فکر مي وکړ، چي همدا به لوینو وي. که چیري هغه لوینو وه، نو زموږ سفر په ښه حالت کي وو. پاروګان مي له اوبو راوکښل او د کښتۍ په سیټ کي مي ځان وغورځاوه. پاروګانو خورا او بېحده ستړی کړم وم. بازوګانو، اوږو او شا مي درد کاوه. لاسونه مي د حرکت نه ول.

کاترین “زه به سایوان پاس ونیسم، باد هم چلیږي د باد په مرسته کولای شو، وړاندي ولاړ شو”.

 “ما ته لار راښوولای شې؟”

“هو، کومه ستونزه به نه وي”.

“نو بیا دغه پارو درواخله. له بازو سره يې جوخت ونیسه او د کښتۍ له ژۍ سره کښېنه. زه به سایوان ونیسم”. د کښتۍ پای ته ورغلم او پارو نیولو چم مي وروښود. د خادم راکړی لوی سایوان مي راواخیست، د کښتۍ په مخ کي کښېناستم او له یوه کړپ سره مي خلاص کړ. دواړې پښې مي خلاصې کړي، په سیټ کي کښېناستم او په دواړو لاسو مي سایوان ښه محکمه ونیو. باد چي څنګه تر سایوان لاندي شو، پرته له ځنډه کښتۍ په حرکت شول. تر خپله وسه مي هڅه کول، چي سایوان د کښتۍ له دواړو څنډو سره ښه سم ونیسم. ده بېحده زور واهه او ورسره کښتۍ هم ښه په سپیډ روانه وه.

کاترین “وا وا، ډیر ښه روان یو”. د سایوان د لاستي پرته مي بل هیڅ شی نه لیدل. ده زور واهه او کشېده، ورسره موږ هم وړاندي روان وو. پښې مي راټولي کړې او سایوان ته مي سیخي کړې. که مي کتل، سایوان یو ناڅاپه راکوږ او یوه څنډه يې زما پر ټنډه باندي ولګیدل. کوښښ مي وکړ، چي سایوان بیرته نېغ ودروم، خو باد تر لاندي وو او ما ته يې د سمېدو وخت رانه کړ. سایوان له سره تر پایه پوري په ښور کي وو. د ده له سمېدو چي ناامیده شوم، باره مي نو له چوکۍ نه راخلاص کړ او په کښتۍ کي مي کښېښود. زه بیرته کاترین ته ورغلم، چي پارو ځیني واخلم، خو د هغې خوله له خندا نه ډکه ډکه کېدل. زما لاس يې ونیو او لا يې خندل.

پارو مي ځیني واخیست او ورته ومي ویل “څه خبره ده؟”

“سایوان چي دي نیولي وو، بیخي بل ډول ښکاریدې”.

“ریښتیا هم”.

“ګرانه، غصه کیږه مه. واقعاً جالبه وه. سایوان چي دي نیولی وو، ډیر برداره او معصوم ښکاریدې”. له خندا یې ستونی وچ شو.

“زه به کښتۍ وچلوم”.

 “ته یو ګړی استراحت وکړه. یو څه څيښاک هم وکړه. ډیره اوږده شپه ده او ډيره لار مو وهلې”.

“کښتۍ باید د سیند له څپو وباسم”.

“زه به مشروب درته راوړم. یوه شیبه هوسایي ښه ده ګرانه”.

پاروګان مي راواخیستل او بیا رهي شوو. کاترین بیک خلاص کړ، د برانډي بوتل يې ځیني راوایست او ما ته يې راکړ. له بوتله مي سرپوښ ایسته کړ او یو غټ غوړپ مي ترې وکړ. غوړپ خوندور او ګرم وو. ګرمواله يې زما په ټول بدن کي غځوني وکړې او یو نوی روح يې راپکښې پوه کړ ”برانډي ډیر ښه خوند کوي”. سپوږمۍ بیا د وریځې تر شا پټ پټانی کاوه، خو بیا هم ساحل ښکاریده. داسي ښکاریدل چي یوه بله دماغه هم تر ډیره په سیند کي ننوتي وه.

کاترین ته مي وویل “کاترین، یخ خو دي نه کیږي؟”

“نه زه ښه یم. خو یو څه خسته غوندي یم”.

“تر پښو لاندي اوبه سیند ته واچوه او پښې دي لاندي کښېږده”.

له څيښاکه وروسته، مي بیا پارو ته کش ورکړ او کاترین بیا له کښتۍ نه اوبه لاندي پاشلې.

“دبلی خو راکړه، یو څه اوبه پکښې څيښم”.

“هغه بیخي چټل دی”.

“پروا نه لري، زه به يې پریولم”.

کاترین لمړی دبلی پریولی او بیا يې له اوبو ډک ما ته ونیو. د برانډي له څيښلو وروسته تږی شوی وم، اوبه هم یخي زمریني وې، چي ومي څيښلې غاښو مي څانګې ورسره وکړې. ساحل ته مي وکتل، اوس نو دماغې ته ورنژدې شوي وو. له وړاندي پراته خلیج نه رڼاوي ښکاریدې.

 کاترین ته مي وویل “مننه”. دبلی مي بیرته ورکړ.

“تشکر. نوري هم شته، که يې څيښې”.

“د خوراک یو شی درکړم؟”

“اوس نه. یو څه وخت وروسته، چي وږي شوو، وبه يې خورو”.

“سمه ده”.

په سیند کي وړاندي روان وو او هغه څه چي موږ ته له لیري څخه یوه دماغه ښکاریده یوه کوچنی شانته جزیره وه. د سیند په هغه برخه کي چي موږ پکښې روان وو، ورو کمبره کېده. سپوږمۍ یو ځلي بیا راپورته شول، اوس نو که ساحلي ساتونکي پر ګزمه باندي وای، موږ يې په ډیره اسانی لیدای شوای.

کاترین مي وپوښتل “څنګه يې؟”

“ښه یم. څومره لار لا پاتې ده؟”

“تقریباً اته میله به پاتي وي”.

“اوس هم ډیر لار ده. خوارکیه، بیچاره. ته لا ژوندی يې؟”

 “هو. تراوسه خو لا ساه راپکښې چلیږي، خو لاسونه مي یو څه درد کوي”.

په سیند کي نور هم وړاندي ولاړو. د سیند په ښي اړخ کي د پراته غر په مینځ کي یوه سوړه وه. د سیند له دغې څنډې سره د مځکي او اوبو تر مینځ چنداني ډیر واټن نه وو.  همدا کانوبیو وه. موږ چي د سیند له څنډې سره ښه نژدې روان وو، د ساحلي ساتونکو له بیرې بیرته له څنډې لیري شوو. په مخکي مو یو بل لوی غر پروت وو. که څه هم د حرکت نه وم، خو بیا مي هم ځانته ډاډ ورکاوه، چي اوس نو دومره لار نه ده پاته. البته بیا هم له کاره وروسته، چي کله څوک ستړی شي، وړوکې ستونزه ورته لویه ښکاري. پوهیدم، چي لمړی باید له هماغه لوی غره نه تېر شم او له پنځه میله تګ وروسته به سویسي اوبو ته ورداخلیږو. سپوږمۍ ورو ورو په کښته کیدو وه، خو وړاندي له دې چي بشپړه کښته شي، وریځ پرې راغلل او پټه يې کړل. بیا تیاره شوه. اوس به مي نو یوه شیبه پارو واهه او بیا به مي یوه شیبه هوسايې کول.

کاترین “اوس به نو یو ګړی زه پارو ووهم. پارو راکړه”.

“تراوسه لا زه پرې غښتلی یم”.

“بیخي نه. ما ته يې راکړه زما به هم یوه شیبه پام په بله شي”.

“وايم ما ته يې راپریږده”.

“بلکل نه. ورو ورو پارو وهل د حامله میرمنې لپاره ګټه لري”.

“سمه ده. خو احتیاط کوه. زه به همالته درشم. او ته د کښتۍ پر دواړو څنډو لاس نیسه او راشه”.

د کښتۍ پای ته ولاړم او همالته کښېناستم. د کوټ کالرونه مي راجګ کړل او کاترین ته مي کتل چي پارو يې واهه. ښه پارو يې واهه، خو پاروګان ډیر لوی ول او همدې لویواله دې ته مزاحمت کاوه. ما خپل بیک خلاص کړ، یو څو سنډویچه مي ترې راوایستل او له برانډي نه مي غوړپ وکړ. دومره خوند يې وکړ، چي وایم شپاړس. بل ګیلاس مي هم ډک کړ.

“هر وخت چي ستړې شوې، بیا راږغ کړه”. شیبه وروسته مي بیا ورته وویل ”پام کوه چي پارو دي له نس سره ونه نښلي”.

کاترین په داسي حال کي چي پاروګان يې په لاس کي نیولي وو، وویل “که ونښلي نو ژوند به نور هم اسانه شي”.

یو بل ګیلاس برانډي مي ځانته ډک کړ.

ما ورته وویل  “ته څنګه يې؟”

“بیخي سمه یم”.

“که ستړې شوې، بیا ږغ راباندي وکړه”.

“سمه ده”.

له لږ برانډي څيښلو وروسته مي د کښتۍ دواړې څنډې ونیولې او وړاندي ورغلم.

“اوس نه. ډیر ښه روان یو”.

 “ته بیرته خپل ځای ته ولاړه شه. ما ځان هوسا کړ”.

یو څو شیبې د برانډي په زور ښه په بیړه او سرعت وړاندي ولاړو. شیبه وروسته مي نو د بدن سیک ورو ورو مخ په ختمیدو شو. په څو لحظو کي مي ژامي په لړزه شوې. له برانډي څيښلو نه وروسته له مسلسل پارو وهلو له امله مي د ژړو د راپورته کیدو احساس کاوه.

کاترین ته مي وویل “په ګیلاس کي یوڅه اوبه راکړه”.

“همدا اوس به يې درکړم”.

له صبح دم سره لږ لږ باران پیل شو. باد نه وو، که وو هم پر موږ نه لګیده، ځکه شاته مو غر وو. پوه شوم، چي نور نو سهار کیدونکی دی، نو ګونډې مي ورته ووهلې او داسي ښه سم مي پارو ته کش ورکړ. نه پوهیدم، چي چیري او په کوم ځای کي یو؛ خو زما هدف د سیند سویسی برخې ته ځان رسول وو. ګهیځ وختي ساحل ته نژدې راورسیدو. د سیند ډبرینه څنډه او له هغې سره ولاړي ونې له کومي ستونزې پرته ښه سمي معلومیدې.

کاترین “دا د څه شي ږغ دی؟” پر پاروګانو مي تکیه وکړل او غوږونه مي څرک کړل. په سیند کي يوه ماشیني کښتۍ راروانه وه. خپله کښتۍ مي لږ څه ګوښې ته کړل او دواړه غلي کښېناستو. د کښتۍ ږغ ورو ورو رانژدې کیده. ورته کتل مو په باران کي له موږ لږ شاته تېره شول. د کښتۍ په پای کي څلور ساحلي ساتونکي ولاړ ول. الپیني ډوله فولادي خولۍ يې پر سر کړي وې. د باراني کوټ کالرونه يې جګ درولي ول. ټوپکان يې شاته پسي ځوړند ول. ګهیځ وو، دوی ټول خوبوړي ښکاریدل. پر خولۍ او د باراني کوکټ پر کالر باندي يې ژړ ډوله کرښې ګنډل شوي وې. کښتۍ په خپل بږهاري کي نوره هم وړاندي ولاړل او بیا له سترګو پناه شول.

بیرته په سیند ورګډ شوم. اوس موږ وه  سرحد ته دومره نژدي وو چي د ساتونکو وه ښه راغلاست ته اړتیا نه وه. تر باران لاندي مو درې پاوه نور مزل وکړ. د ماشیني کښتۍ بږهاری مي یو ځلي بیا واورید، دا ځلي هم تر هغو غلي وو، څو چي کښتۍ ښه را نه لیري او بږهاری یې د سیند په څپو کي نهام شو.

ما ورته وویل  “کاترین، فکر کوم سویس ته له خیره راورسېدو”.

“ریښتیا؟!”

“هر وخت چي مو له سویسي پوځیانو سره ولیدل، باور به مي راشي”.

“یا هم د سویس له سمندري پوځیانو سره”.

“د سویس سمندري پوځ کوچنی خبره نه ده. کیدای شي، هغه کښتۍ چي اوس تیره شول د سویس د سمندري پوځ وي”.

“که سویس ته راغلي یو، نو ناشته به وکړو. د دې ځای رولونه، کوچي او مربا ډیره خوندوره ده”.

تازه سهار او ښکلی باران وریده. له موږ نه ښه لیري د سیند په مینځ کي لا اوس هم باد چلیده او د اوبو له پاسه يې له موږ نه لیري سپینو سپینو حبابو موجونه وهل. اوس له خیالې نړی پرته په حقیقي نړۍ کي باوري وم، چي په سویس کي یم. ساحل سره د ولاړو ونو تر شا ګڼ کورونه ښکاریدل. لږ ورهاخوا یو کلی وو، د غونډۍ له پاسه څو ډبرین کورونه، ماڼۍ او یوه کلیسا له ورایه معلومېده. د سیند له څنډې سره پر تېر شوي سړک باندي مي په پولیسو پسي وکتل، خو څوک مي تر سترګو نه شو. اوس نو سړک ته ډیر ورنژدې شوي وو. یو عسکر مي چي له خوړنځای نه راووت، ولید. خړه دریشي او د جرمنیانو په څير فولادي خولۍ يې په سر کړې وه. ځوان، او تکړه ښکاریده. د چارلي چاپلین په څير بریتونه يې پرې ایښې ول. پر موږ یې هم یو نظر راعطا کړ.

کاترین ته مي وویل “لاس ورته وښوروه”. کاترین هم لاس ورته وښوراوه، هغه ورته مسک شو. کښتۍ مي پر هماغه ځای ودرول، اوس نو د کلي پر برابري رارسیدلې وو.

کاترین مي مخاطب کړل “درځه له خیره، نور به نو سویس ته ورداخل شو”.

“له ډیر احتیاط سره باید وړاندي ولاړ شو، زه نه غواړم، چي سرحد ته مو بیرته واپس کړي”.

 “سرحد اوس له دې ځایه ډیر لیري دی. زما په نظر دا یو سرحدي ښار دی. زه په ډاډ سره ویلای شم، چي همدا بریساګو ښار دی”.

“دلته به ایټالویان نه وي؟ په ګمرکي ښارو کي تل دواړه اړخونه وي”.

“البته په جګړه ایزو حالاتو کي نه.  فکر نه کوم، چي دوی دي ایټالویانو ته، سرحد ته د رااوښتو اجازه ورکړي وي”.

د ښار په لیدو نه مړېدم. په لنګر کي د ماهیګیرانو ګڼي کښتۍ او د ماهیانو نیولو جالونه پراته ول. ښکلی باران وریده.

“څنګه نور نه کښته کیږو؟ سهارنی به هم وخورو”.

“سمه ده”.

په چپ پارو مي کښتۍ وه ساحل ته نژدي کړل. بیا وه لنګر ته نژدي ورغلو. کښتۍ مي سیده کړل او یوه څنګته شوو. پاروګان مي په کښتۍ کي پریښوول. یوه اوسپزه ټوټه مي راواخیستل، پر یوه لنده ډبره می کښیښوول، پښه مي پر تکیه کړل او د سویس په خاوره کي مو قدم کښېښود. کښتۍ مي وتړل او کاترین ته مي د مرستې لپاره لاس وروغځاوه.

“راځه له خیره. ډير خوشحاله یم”.

“هغه زموږ سامانونه؟”

“همدلته يې په کښتۍ کي پریږده”.

له کاترین سره مي په ګډه د سویس پر خاوره قدم کښېښود.

کاترین “ډير ښکلی هیواد دی”.

 “ښه ځای نه دی؟”

“راځه، له خیره اوس به ناشته وکړو”.

“ښه هیواد نه دی؟ تر قدمو لاندي مځکه يې لا یو بېل ډول خوند لري”.

“زه ډیره ستړې یم، احساسات مي چنداني په مزه کي نه دي، خو بیا هم ښکلی هیواد معلومیږي. ګرانه، ته ریښتیا هم ډاډه يې چي موږ له هماغه خونړي هیواده راوتلي یو؟”

“بلکل. زه ډاډه یم. البته زما هم وړاندي هیڅ باور نه کیده”.

“هغه کورو ته وګوره. عجب ښکلی هیواد! همالته به یو ځای ناشته هم وکړو”.

“باران يې لا خوند کوي. دا ډول باران په ایټالیه کي نه وو. ډير خوندور باران دی”.

“او موږ هم راورسیدو! ستا ریښتیا هم باور کیږي، موږ سویس ته راغلي یو؟”

ریستورانت ته دننه ورغلو او یوه پاک لرګین میز ته کښېناستو. موږ دواړه له خوښۍ نه په جامو کي نه ځایېدو. یوه نفیسه میرمن چي پيش بند يې تړلی وو، زموږ خواته راغلل او د اډر په اړه يې پوښتنه رانه وکړل.

کاترین “رول، مربا او قهوه”.

 “د بخښني په غوښتو سره باید درته ووایم، چي په جګړه ایزو حالاتو کي موږ رول نه لرو”.

“نو بیا ډوډی راوړه”.

“ډوډۍ به برشته کړو”.

“سمه ده”.

کاترین ورته وویل “زما لپاره یو څو هګۍ هم درسره راوړه”.

“او د ښاغلي لپاره څومره هګۍ؟”

ما ورته وویل “درې دانې”.

“څلور دانې ګرانه”.

“څلور دانې”.

میرمن ولاړل. کاترین ښکل شول او لاس مي يې ټینګ ونیو. په ریستورانت کي ناست او یو بل ته مو کتل.

“څومره مینه ناکه ځای دی”.

“ریښتیا هم مینه ناک دی”.

کاترین وویل “که رول نشته، پروانلري. ټوله شپه مي د رول په اړه فکرونه وهل. خو کومه خبره نه ده. زما هیڅ فکر نه دی په خراب”.

“فکر کوم، ډیر ژر به مو ګرفتاره کړي”.

“فکر مه خرابوه. له هر څه نه وړاندي به ناشته وکړو. ناشته چي مو وکړل، که مو بیا ونیسي هم کومه خبره نه ده. بیا دوی په موږ څه کولای هم نه شي. ځکه بریتانوي او امریکايې تابیعتونه لرو. هغه هم له ښه شالید سره”.

“له تا سره پاسپورټ شته؟”

کاترین “هو. دغه بحث به پریږدو. د خوښۍ او خوشالۍ نړۍ ته راشه”.

ما ورته وویل “تر دې زیاته خوشحالي نه شم کولای”.

یوه پنډه، خړه او لکۍ داره پیشې مي راښکاره شوه. زموږ د میز لور ته رارهي شول. لکۍ يې پورته نیولې وه، ځان یې زما پر پښه باندی ومښه له هر ځل مښلو سره يې پرهاری کاوه. لاس مي وروغځاوه او ومي رټل. کاترین راته پام شو او ويې خندل.

“کافي هم راورسیدل”.

له ډوډۍ خوړو وروسته زموږ د هرکلي لپاره پولیس راغلل. زموږ سامانونه په کښتۍ کي پراته ول، نو ځکه لمړی د کلي له لارې کښتۍ ته ولاړو، همالته مو عسکر ولید، چي له کښتۍ سره اخوا دیخوا کیده.

 “دا کښتی ستاسي ده؟”

“هو”.

“له کومه راغلي یاست؟”

“ده سیند له ها غاړې”.

“له ما سره راځئ”.

“هغه زموږ غوټې او سامانونه؟ ”

“هغه هم درسره راواخلئ”.

غوټې مي راواخیستې. زه او کاترین څنګ په څنګ د ګمرک د زړې ودانۍ په لور روان شوو. عسکر زموږ تر شا راپسې ول. په زاړه ګمرک کي یوه ډنګر او نظامي دوهم بریدمن له موږ څخه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې.

“د کوم هیواد یاست؟”

“د بریتانیا او امریکا”.

 “پاسپورټونه مو راکړئ”.

ما خپل پاسپورټ ورته ورکړ. کاترین هم خپل پاسپورټ له لاسي بټوې نه راوایست. ښه ګړی يې پاسپورټونه مخي ته نیولي ول.

“تاسي سویس ته په کښتۍ کي ولي راغلاست؟”

ما ورته وویل “زه یو لوبغاړی یم. کښتۍ چلول زما ذوق دی. کله چي وخت پیدا شي بس کښتۍ چلوم”.

“نو دا ځای مو ولي غوره کړ؟”
“د ژمنیولوبو لپاره. موږ سیاحان یو او دلته د ژمنیو لوبو په نیت راغلي یو”.
“دلته خو د ژمنیو لوبو لپاره ځای نشته”.
“خبر یو. موږ غواړو هغه ځایو ته چي همالته ژمنۍ لوبې کیږي ولاړ شو”.
“تاسي په ایټالیا کي څه کول؟”
“زه خپله هلته د معماری زده کړه کوم او د خاله لور مي هنر وایي”.

“د هغه ځای د پریښودو لامل څه وو؟”

“غواړو ژمنۍ لوبې وکړو. دا چي اوس په ایټالیه کي جګړه روانه ده، ځکه نه شو کولای خپلو درسو ته دوام ورکړو”.
دوهم بریدمن موږ مخاطب کړو “تاسي همدلته تم شئ”. دی زموږ له پاسپورټو سره يو ځای تعمیر ته ولاړ.
کاترین “ډير ښه. همدغه چل ته نور هم ادامه ورکړه. ته غواړې، چي ژمنۍ لوبې وکړې”.
“ته د هنر په اړه یو څه معلومات لرې؟”
“ربنز[30]”.

ما ورته وویل “هغه لویه او پیړه ښځه”.

“ټیټیان[31]”.
“هغه طلایې وریښتانو والا، د مانتیګنا په اړه څه وایاست؟”
“سخت سوالونه مه را نه کوه. که څه هم په اړه يې پوهیږم ــــــ ډیر تریخ”.
دې ته مي وویل “ډیر تریخ. د میخو له سوریو نه مالامال”.
کاترین “ورته وګوره، ته څومره لایقه میرمن لرې. زه به له دې ګمرکیانو سره د هنر په اړه ښه ډیري خبرې وکړم”.

ورته ومي ویل “هاغه دی راروان دی”.

ډنګر دوهم بریدمن د ګمرک له ودانۍ نه زموږ  پاسپورټونه په لاس راروان وو.

دوهم بریدمن “تاسي به په یوه بګۍ کي له ساتونکي سره یوځای وه لوکارنو ته ولاړ شئ”.
ده ته مي په جواب کي وویل “سمه ده. هغه زموږ کښتۍ به څه په وکړو؟”
“هغه زموږ سره ضبط ده. له تاسي سره په دې غوټو کي څه دي؟”

زموږ دواړه بیکونه يې وپلټل او نیمه ډک د برانډي بوتل يې ځیني راوایست.

 بریدمن مي مخاطب کړ “که دي خوښه ده وبه یې څیښو”.
“نه مننه”. راپاڅید او سیخ ودرید.

“دا راته ووایاست، څومره خوشمړي درسره دي؟”

“دوه زره پنځه سوه لیرې”.

ډیر زیات تر تاثیر لاندي راغلی. ”د خاله لور نه دي هم وپوښته. له هغې سره څومره ورسره دي؟”

له کاترین سره څه باندي ۱۲۰۰لیرې وې. دوهم بریدمن په بریتو کي خورا خندنی وو. له موږ سره يې چلند هم توپیر وموند.
“که تاسي د ژمنیو لوبو په نیت راغلي یاست. نو وینګن یې مرکز دی. زما پلار په وینګن کي خورا ښکلی هوټل لري، بله داچي هغه هوټل هر وخت خلاص وي”.
“ډیر ښه. هوټل په کوم نامه مشهور دی؟”
“زه به يې پر یوه کاغذ درته ولیکم”. په ډیر احترام یې کارډ راکړ.

موږ يې مخاطب کړو ”عسکر به مو وه لوکارنو ته ورسوي. ستاسي پاسپورټونه به هم له هغه سره وي. د دې هرڅه په اړه معذورت غواړم، خو دا مراحل ډیر اړین دي. هیله من یم، چي دوی به په لوکارنو کي وه تا ته ویزه یا د اوسیدو اجازه درکړي”.

پاسپورټونه يې عسکر ته ورکړل او له غوټو سره د کلي په لور روان شوو، چي له هماغه ځای نه بیا په بګۍ کي لوکارنو ته ولاړ شو.
دوهم بریدمن په عسکر پسي رانارې کړل “هی”. په جرمني باندي يې یوڅه ورته وویل. عسکر خپل ټوپک شاته واړاوه او زموږ غوټې یې راڅخه واخیستې او خپله يې پر اوږو پورته کړې.

کاترین ته مي وویل “ډير میلمه پال هیواد دی”.

“وایم هیڅ ویل پکښې نشته”.

بریدمن ته مي وویل “کور دي ودان”. لاس يې راته وښوراوه.
“ستاسي په خدمت کي یو”. په خپل محافظ پسي ورپسې شوو.

په بګۍ کي د لوکارنو په لور رهي شوو. عسکر په مخ کي سیټ کي له ګاډیوان سره ناست وو. په لوکارنو کي له کومې ستونزې سره مخ نه شوو. سوال و جواب په ډیر ادب او اخلاقو وشول، ځکه له موږ سره هم پاسپورټونه ول او هم پیسې. هیڅ فکر مي نه کاوه، چي زموږ پر دې له ځانه جوړه شوې کیسه دي باور وکړي. فکر می وکړ چي دا مي بي عقلي وه، خو دا داسي ښکاریدل لکه یوه محکمه، منطقي دلایلو کار نه کاوه. یو څه چالاکي او هنر پکار وو، چي انسان ځان ورباندي ونښلوي او ځان خلاص کړي، بیله دي چي ځانته یې واضح کړي. بله دا چي له موږ سره پاسپورټونه وه او پیسې مو هم مصرفولې. په هرحال، موږ ته یې موقتي ویزې راکړې. دغه ویزې هر وخت فسخه کیدای شوای او هر وخت چي موږ یو ځای ته تلای، نو اړ وو چي پولیسو ته مو اطلاع ورکړي وای.

ایا موږ د خپل خوښي ځای ته تلای شوای؟ هو. خو چیري؟

(په دې ځای کي د دوی او د پولیس مامورینو تر مینځ بحث پیلیږي).

“کاترین، ستا په نظر موږ باید چیري ولاړ شو؟”
کاترین “مونټریکس.”

یوه مامور وویل “هغه ډیر ښکلی ځای دی، زما په نظر هغه ځای به مو خامخا خوښ شي.”

بل مامور“همدلته په لوکارنو کي ښه ځایونه شته. زه ډاډه یم، چي همدلته په لوکارنو کي به دي پام ډیر په بله شي. ډیر ښه ځایونه شته”.
“موږ غواړو یوه داسي ځای ته ولاړ شو، چي ژمنۍ لوبې پکښې کیږي”.
“په مونټریکس کي ژمنۍ لوبې نشته”.
“بخښنه غواړم. زه د مونټریکس څخه راغلی یم. له مونټریکس اوبیرلند برنویس ریل پټلۍ سره ګڼي ژمنۍ لوبې کیږي. فکر کوم چي که زما مشوره ونه منې ډیره لویه غلطي به دي وي”.
“زه یې نه ردوم. ما صرف دا ویل، چي همالته ژمنی لوبې نشته”.

“زه ستاسو پر دې ادعا او ستاسو پر خبرو نیوکه لرم”.

“زه پر خپله خبره باندی ولاړ یم”.
“زه پر دغه نظر باندی نیوکه لرم. ما خپله د مونتریکس په کوڅو کي لوژینګ کړی. یوځل نه بلکی په سلهاو ځله. لوژینګ خپله یوه ژمنی لوبه ده”.

هغه بل مامور ما ته مخ راوګرځاوه.
“ښاغلي، ستاسي په نظر لوژینګ یوه ژمنی لوبه ده؟زما په نظر دلته په لوکارنو کي به دي ډير ساعت تیر شي. د دغه ځای اب و هوا او چاپیریال ډیر جذاب دی. خلص به درته ووایم، چي ډیر ښه ځای دی”.
“د مشر هیله داده، چي مونټریکس ته ولاړ شي”.
پوښتنه مي ځیني وکړل “ لوژینګ څه شی دی؟”

“ورته وګوره، ده تراوسه د لوژینګ نوم لا نه دی اوریدلی!”

په دي پوښتنه سره هغه بل مامور چي د موقع په لټه وو، ډیر خوشحاله شو.

لمړني مامور وویل “لوژینګ، توبوګان سورلي کول”.
لمړي مامور سر وښوراوه “ستاسي په اجازه. زه د دې مخالفت کوم. بیا هم باید مخالفت وکړم. توبوګان له لوژینګ سره ډیر توپیر لري. توبوګان په کاناډا کي په غټو لرګیو سره کوي. لوژینګ یو معمولي لرګی دی. دقت هم یو شی دی”.
پوښتنه مي ترې وکړل “موږ لوژینګ کولای شو؟”
“ولي نه. ډیر ښه توبوګان کولای شې. په مونټریکس کي ډیر ښکلي کاناډايې توبوګان لرګي پیداکیږي. (اوک برادرز) ډیر ښه توبوګان خرڅوي، هغوی يې خپله راواردوي”.

 دوهم مامور مخ رواړاوه “توباګان لوبه یو ډول خاص پیست غواړي د مونټریکس په لارو کوڅو کي توبوګان نه کیږي. دلته نو ته دریږي چیري؟“”

ورته ومي ویل “موږ نه پوهیږو. له بریساګو نه دلته په بګۍ کي راغلو، هغه هم تراوسه بهر ولاړه ده”.
لمړي مامور بیا موږ مخاطب کړو “که زما مشوره منې، مونټریکس ته ولاړ شه. د هغه ځای ښکلې هوا به دي پر صحت ډیره ښه ولګیږي. بله دا چي که وه ژمنیو لوبو ته تللې هم، دومره فاصله به نه وي”.
دوهم مامور بیا په راګډ شو “که ریښتیا هم غواړې، چي ژمنۍ لوبې وکړې، نو (اینګادین) یا هم (مورین) ته ولاړ شه. زه د مونټریکس پر تجویز، چي د ژمنیو لوبو لپاره شوی انتقاد لرم”.
“تر مونټریکس لږ څه ورهاخوا په لیس کي د هر ډول ژمنیو لوبو لپاره ځای شته”. هغه مامور چي د مونټریکس پر لور یې زور وو، خپل رقیب ته وکتل.

ما ورته وویل “ښاغلو، بخښنه غواړم موږ باید نور ولاړ شو. د خاله لور مي ډیره خسته شوې. وه مونټریکس ته به هم یو ځل بیا سر ورښکاره کړو”.

لمړي مامور زما لاس وښوراوه او وې ویل “تبریک، خو دا یاد ساته، چي د لوکارنو په پریښودو سره به ارمان وکړې”.

دوهم مامور هم خپل وار تیر کړ “په هرحال هر ځلي باید په مونټریکس کي وه پولیسو ته خبرتیا ورکړې”.
لمړي مامور راته وویل “همالته به دي له پولیسو سره کومه اوقات تلخي رامنځته نه شي. له هغوی سره تر ګذارې وروسته به درته معلومه شي، چي هغوی څنګه خلک دي”.
ما ورته وویل “له تاسو دواړو نه مننه. ستاسي له ګټورو مشورو نه زیاته مننه”.
کاترین “ستاسي په اجازه. له تاسو دواړو نړۍ نړۍ مننه”.

تر دروازې يې بدرګه کړو. د لوکارنو پلوي رویه یو څه سړه غوندي ښکاریدل. تر زینو راکښته شوو او بګۍ ته وختو.

کاترین وویل “اوه خدایه. لږ په بیړه نه شو تلای؟”  د یوه هوټل نوم مي، چي مامورینو راښوولی وو، ګاډیوان ته ورکړ. ده هم کیزه راپورته کړل.

کاترین “ساتونکی دي هیر کړ”. دی د بګۍ څنګ ته ولاړ وو. د ده په لاس کي مي د لسو لیرو یو نوټ ورکښېښود. ده ته مي وویل ”تراوسه لا سویسی پیسې راسره نشته”. له مننې او سلامي کولو وروسته پر خپله مخه رهي شو. بګۍ هم په حرکت شول او د هوټل په لور رهي شوو.

له کاترین څخه مي وپوښتل “مونټریکس دي څنګه غوره کړ؟ ته ریښتیا هم غواړي هلته ولاړه شې؟”

کاترین “ما له لمړي سر نه د دغه ځای په اړه فکر کاوه. ښه ځای دی. لوړ په غره کي یو کور پیداکولای شو”.

“تا ته خوب درځي؟”

“زه دادی همدا اوس بیده یم”.

“ښه ډير خوب به وکړو. بیچاره کاترین ټوله شپه دي په ویښو تیره کړل”.

کاترین “زما خو خپله ډیر پام په بله شو. په تیره بیا کله، چي دي سایوان لوړ نیولی وو”.

ما ورته وویل “ستا باور کیږي، چي موږ دي په سویس کي یو؟”
“نه، بیریږم، داسي نه دا هر څه یو خوب وې، چي په راپاڅیدو سره به هر څه له منځه ولاړ شي”.
“زه هم”.
دې راته وویل “دا ریښتیا دي که څنګه؟ زه خو به اوس د میلان[32] وه تم ځای ته له تا سره د خداي امانی لپاره نه ځم؟”
“زه خو په دې امید یم چي داسي نه وي”.

کاترین “داسي مه وایه، زه بیریږم. کیدای شي دا هغه ځای وي”.

“زه له خپل عادي حالته ورو ورو وزم، په هیڅ شي نه پوهیږم”.

“ته دي لاسونه رانژدې کړه، چي وې ګورم”.

لاسونه مي ور وړاندي کړل. دواړه لاسونه مي تڼاکې تڼاکې ول.

ورته ومي ویل “لاسونه مي لا تراوسه سوري شوي نه دي”.

“مقدساتو ته سپکاوی مه کوه”.

زیات خسته او یو ډول ګنګس وم. خوښي مي له سره الوتې وه. بګۍ لا رهي وه.

کاترین وویل “سولیدلي او ځورېدلي لاسونه”.

“لاس مه ور وړه. اوه، خدایه دا اوس موږ چیري یو؟ ګاډیوانه دا اوس موږ چیري ځو؟” ده بګۍ ودرول.

“وه میټروپول هوټل ته، ولي هلته نه ځې؟”

“هو، سمه ده درځه”.

کاترین “سمه ده درځه. مه پریشانه کیږه. په خوب به ښه ارمان وکاږو، کله چي سهار راپاڅیدې، بیا به تر و تازه یې”.

 “زه بیخي ګنګس یم. داسي ښکاري لکه یو ټوکیز پرو ګرام. اوه، زه خو وږی هم یم”.

“ته ستړی يې. اوس چي ولاړو ښه ډېر استراحت به وکړې”.

بګۍ د هوټل مخي ته ودریدل. یو نفر زموږ د غوټو وړلو لپاره راغلی.

ورته ومي ویل “زه اوس ښه یم”.

له بګیه راکښته او د هوټل په لور روان شوو.

“زه پوهیږم چي ښه به شې. ته یوازي ستړی يې”.

“په هر صورت، موږ دغه دی راورسیدو”.

“هو ریښتیا موږ دا دی په ریښتیا سره راورسیدو”.

په هلک پسي چي زموږ غوټي ورسره وې، روان شوو.

اته دیرشم فصل

په هماغه مني کي واوره وځنډېدل. موږ د غره په ډډه کي په یوه خړ لرګین کور کي اوسيدو. د شاه بلوط ونو یوځنګل راباندي راچاپېره وو. په شپه کي به پرخه وریدل. سهار چي به کله راپاڅیدو په قفسچه کي د پرتو منګیانو د اوبو له پاسه به د یخي یو نازک ورغ پروت وو. اغلې ګوتینګن ګهیځ مهال د کړکیو بندولو او په نغري کي د اور بلولو لپاره کوټې ته راغلل. د اور لپاره به يې د جلغوزیو بوټي کارول. لرګو ته یې خاشه ووهل له بڅرکو غورځولو وروسته اور ښه په زور کي بل شو. ګوتنګن بیرته دباندي ولاړل له ها خوا نه یې د نغري لپاره نور لرګي او یوه بدنۍ ګرمي اوبه راوړې. کوټه، چي ګرمه شول د سهارنۍ تیارولو پسي ولاړل. پر کټ به کښېناستو او ډوډۍ به مو خوړل. له دې ځایه به مو سیند او ورهاخوا فرانسوی اړخ هم لیده. د غرو څوکي سپینو واورو پوښلي وې او د غره په ډډه کي بهاند سیند اسماني ښکاریده.

زموږ د کور پر برابري باندي، یو سړک پاس په غرو کي تللی وو. پر سړک باندي د تیرو شوو وسایطو د پلونو موړې د یخ له لاسه د اوسپنې په شان کلکي شوي وې. سړک پاس په غره کي په مارپیچ شکل وړاندي تللی وو. په شنه چمن او زرغون بستر کي ښکلي وړوکي کورونه له غوجلو سره یو ځای اباد ول. د کورو پر مخامخ یوه ژوره دره وه. د درې په مینځ کي یوه ښکلې ویاله بهېدل، دغه ویاله په پای کي په سیند باندي ورګډیدل. کله چي به پر دره باد راوالوت نو د اوبو شړپهاری به زموږ تر غوږو رارسېده.

ځیني وختونه د جلغوزیو ځنګله ته تلو. مځکه یې پسته وه. د یخ تاثیر تر سړک دلته کم وو. که څه هم سړک ښوی وو، خو موږ ته يې کومه ستونزه نه وه جوړه کړې ځکه زموږ د بوټو تر تلیو لاندي میخونه ول. میخو به خوله پر یخي لګول او وړاندي به روان وو. له دې سره  به مو لا ډېر توان په خپل ځان کي احساساوه. د ځنګله سیاحت ښه خوند کاوه.

 زموږ د کور پر مخامخ غر، د سیند وه څنګته درې ته ګړنګ وزمه کښته شوی وو. موږ به په برنډه کي د لمر پتاوي ته ناست وو او د غره په ډډه کي به مو د سړک کږلیچو او د انګورو وچو شوو تاکانو ته کتل. د دې باغو تر مینځ د حایل په ډول ډبرین دیوالونه پورته شوي ول. ورلاندي په وړوکې دره کي کورونه اباد وه. د سیند په مینځ کي یوه جزیره وه، چي یوازې دوې ونې پکښې ولاړي وې. دغه دوې ونې خاص د ماهي نیونکو د دوو کښتیو په څير ښکاریدې. د سیند په هاغه غاړه کي غرونه دنګ او لاندي بیا ډير ګړنګ وزمه ول. د سیند سره د څنګ دښتې په پای کي د رون دره وه، چي د غرو د دوو لړیو په منځ کي وه. د درې په پای کي چي هلته بیا غرونو یو له بل سره قطعه کېدل، ډینت ډو میډي یو په واوره پوښلی غر وو. پر دره باندي راچاپیره شوی وو، خو سایه يې ځکه پر دره باندي ډیره نه وه، چي یو څه لیري وو.

کله چي به هوا صافه او لمرینه وه نو غرمنۍ به مو په برنډه کي خوړل، خو د نورو وختو ډوډۍ به مو پاس په یوه لرګینه کوټه کي، چي یو غټ نغری يې هم درلود، خوړه. په ښار کي مو ګڼ کتابونه او مجلې رانیولې. یوه له هغو نه “هویل” وه چي ښه ډیري دوه نفري د ورقو لوبې مو ترې زده کړې. وړوکې خونه چي نغری پکښې وو، زموږ د اوسیدلو کوټه وه. په همدې کوټه کي دوې ښه غټي چوکۍ او د کتابو لپاره یو ښکلی میز پروت وو. له ډوډۍ خوړو وروسته چي به کله غابونه او لوښي ایسته شول، نو پر هماغه به مېز به مو د ورقو لوبه پسي پیل کړه. اغلې ګوتنګن او خاوند يې کښته اوسیدل. دواړه پر خپل حال راضي ښکاریدل. ماښامي مهال چي فارغه به شول، بانډار به يې کاوه؛ ځیني وختونه به يې خبرې موږ هم اوریدې. دوی دواړو په یوه هوټل کي چي خاوند يې همالته سرخادم وو کار کاوه. پیسې يې سره رایوځای کړي وې او بیا يې همدا کور پرې رانیولی وو. د دوی زوی هم د خپل پلار پر نقش قدم د دوام لپاره زده کړې کولې. زوی يې د زیوریخ په یوه هوټل کي کار کاوه. زموږ تر چت لاندي یو میلمستون غوندي ځای وو، چي شراب او بیر یې پکي پلورل. ځیني وختونه به مو بهر د ګاډیانو کړپهاری او د ګڼي ګوڼي اوازونه اوریدل. له ګاډیانو به خلک راکښته کېدل او میلمستون ته به دننه ورتلل.

د کوټې له دروازې سره له بوټو نه ډک یو کارټن پروت وو. له همدې کارټن څخه به مو بوټي رااخیستل او کوټه به مو پرې ګرمه ساتل. د شپې به تر ډیره ویښ نه پاتیدو. د تیارې له خپریدو سره به د خوب د لويي کوټې په لور رهي شوو. جامې به مي وکښلې، له خلاصي کړکۍ سره به ودرېدم، په اسمان کي به یخ ستوري او کښته به د شاه بلوط ونو ځنګل معلومېده او بیا به مي په بېړه ځان تر بسترې رساوه. بسترې ته تر راتګ وړاندي یخي او صافي هوا او له کړکۍ دباندي شپې، ډیر ښه خوند کاوه. د شپې به مو ډير ارام خوب کاوه، خو که د یوه لامل په وجه به راپاڅیدم، روجايې به مي ډیره ورو، چي کاترین راویښه نه شي پر ځان بیا سمه کړل او بیرته به مي له یوه نوي کیفیت سره ځان د خوب غیږې ته وسپاره. موږ اوس له جګړې نه ډیر لیري وو، خو بیا هم له حالاتو نه د خبرو په واسطه خبرېدم او داسي ښکارېدل، چي د واورې د نه ورښت له امله اوس هم په غرو کي جګړه دوام لري.

ځیني وختونه به له غره راکوزیدو او مونټریکس ته به تلو. د غره په کږلیچو کي یوه لار کښته تللې وه، دا چي هغه بیخي ګړنګ وزمه وه، ځکه نو زموږ تګ و راتګ پر یوه ښوی او برداره سړک باندي وو. دغه سړک د کروندو په مینځ کي له تیرېدو وروسته، د انګورو د باغو په مینځ کي تیرېده، چي هر یو باغ د ډبرین دیوال په مرسته یو له بل نه بیلېدل، له دې وروسته نو بیا دغه سړک د لارې په اوږدو کي پر پرتو کلیو باندي سپور وو. په لار کي درې کلي ول، چیرنیکس، فونټان وینټ او د وروستي کلي نوم مي د دماغ له ډکشنرۍ نه ډیلیټ شوی. بیا به په لار کي د غره په لمن کي له یوې زړې ډبریني کلا څخه تيرېدو، چي مخي ته يې د انګورو یوه وړوکې باغچه وه. د انګورو ډیری تاکان په نورو وړوکو لرګیو باندي تړل شوي ول، چي کاږه نه شي. تاکان له یوې مخي ټول خړپړ ښکارېدل، لکه د مني باد چي وهلي وي. مځکې د واورې راتګ ته شیبې شمیرلې او د سیند تل داسي ښکارېده لکه زنګ وهلې وسپنه. سړک د زړې کلا له مخي تر تیرېدو وروسته کښته تلی، بیا ښي اړخ ته تاویده او بیا ګړنګ وزمه نور هم لاندي تلی. لار تر مونټریکس پوري کریړ شوي وه.

 په مونټریکس کي نه چاپیژاندو او نه موږ څوک پیژانده. په لار کي به د سیند په څنډه څنډه باندي میده میده روان وو. د سیند له پاسه  قاز، ګول[33] او ټرن[34]  ښکاریدل، سیند ته په رانژدې کیدو سره به يې ریز کاوه. د سیند په مینځ کي کي ګریب[35] په ډله ډله ګرځیدل کله چي به په سیند کي لمبیدل اوږدې کرښې به یې د اوبو پر سر پرېښوولې. د ښار په عمومي واټونو کي به ګرځېدو او د هټیو سیل به مو هم کاوه. د ښار مرکزي او لوی هوټلونه ټول بند ول، خو هټۍ فعالي او پیر و پلور يې کاوه. هټیوال زموږ په لیدو من من غوښه اخیستل. په ورځو کي یوه ورځ کاترین په بازار کي د وریښتانو لنډولو لپاره یو سینګارځای ته ورپورته شوه. د دوکان څښتنه یوه ډیره بااخلاقه میرمن وه. په ټول مونټریکس کي مو یوازي همدا پیژندل. کاترین مي همدلته پریښوول او د بیر څيښلو په نیت یوې هټۍ ته ورپورته شوم. هټۍ کي مي د میونیخ تاریک بیر وڅيښل او د اخبار سرټکي مي هم څه ناڅه ولوستل. له پاریس نه راغلي (کوریرې دی سارا)، انګلیسي او امریکایې اخبارونه مي تر نظر تېر کړل. اعلانات او اشتهارات یې له دښمن سره د اړیکو د نیولو د مخنیوي له امله بند کړي وو. اخبارونه مي هم ښه ونه ایسیدل. حالات ډير نازک ول. زه د بیر له یوه  غټ منګي او په کاغذه کي د پیچلي مالګیني ډوډۍ سره پر یوه چوکۍ کښېناستم. او د دې ګډوډو حالاتو په اړه مي څه مطالعه کړل. زه د کاترین په انتظار ناست وم، خو هغه وځنډېدل او درک يې معلوم نه شو. د تګ په نیت راپاڅيدم، اخبارونه مي پر میز  کښېښول، د بیر پیسې مي ورکړې او د کاترین په لور وررهي شوم. سړه، یخه او خوپه ورځ وه. په لار کي مي د کورو دیوالو ته وکتل، فکر مي وکړ چي د دوی هم لکه چي یخ شوی. کاترین لا تراوسه په سینګارځای کي وه. ارایشګرې یې وریښتان توني کول. زه همالته ورته کښېناستم او سیل مي يې کاوه. هر څه بیخي عجبه ښکارېدل، کاترین راته مسکی شول او خبرې يې راسره پیل کړې. اواز مي د یوه عجبه احساس له امله بیخي نری شوی وو. له نوسي نه یو زړه راښکونکی اواز وته. کاترین می په درو هندارو کي لیدل. دباندي که څه هم یخ وو، خو دلته هوا بده نه وه. ارایشګرې د کاترین وریښتان سره ورسم کړل. کاترین په هنداره کي وکتل او یو ګړی يې ګوتې پکي ووهلې، بیا په سنجاق کي بند کړل او راولاړه شول. ”بخښه غواړم. پر تا مي ډیر ناوخته کړ”.

ارایشګره مسکی شول او وې ویل “میسیر[36] يې خورا جذب کړی وو. همداسې نه ده؟”

ورته ومي ویل “همداسي ده”.

دباندي وه کوڅې ته راووتو. له یوې خوا هوا یخه وه او له بلي خوا بیا ښه تند باد هم چليده.

کاترین ته مي وویل “اوه، ګرانې مینه درسره لرم”.

“ما ته غوږ شه، راځه نن به له خیره د چایو پر ځای بیر وڅيښو. د ماشومې کاترین لپاره هم ګټور دی، نوره يې هم وړوکې ساتي”.

ما ورته وویل “کوچنی کاترین، ناشولته”.

کاترین راغبرګه کړل “تر اوسه خو لا ښه ده. لږ و ډیر مي تکلیفوي. ډاکټر ویل چي بیر ستا لپاره ښه دي او بله دا چي دا هم وړوکې ساتي”.

“که يې ډیره وړوکې کړي او هغه هلک شو، کیدای شي ښه اس سپور ترې جوړشي”.

کاترین وویل “زما په نظر وړاندي تر دې چي ماشوم مو وشي، باید واده وکړو”. د بیرو د دوکان په پای کي پر یوه میز ناست وو. ورو ورو تیاره کیدل. که څه هم اوس لا وختي وو، خو ورځ تاریکه وه. ترغونی هم وختي راپورته شوی وو.

ما يې په جواب کي ورته وویل “راځه، همدا اوس به واده وکړو”.

کاترین “نه. اوس يې لا وخت نه دی. ګېډه مي بیخي راوتي ده او په دې راوتلې ګېډه خو ګردسره نه غواړم، چي واده وکړم”.

“کاشکي مو واده کړی وای”.

“زه هم همدا ارمان لرم، خو څه وخت مو کړی وای؟”

“نه پوهیږم”.

“زه په یوه شي پوهیږم. په دغسي حالت کي له یوه کورداره سره واده نه شم کولای”.

“ته داسي نه ښکاري لکه یوه کورداره”.

کاترین “اوه یم. په سینګارځای کي ارایشګرې پوښتنه راڅخه وکړل، ویل يې دا مو لمړی اولاد دی؟ درواغ مي ورته وویل. ما ورته وویل دوه هلکان او دوې نجونې هم لرو.”

“په هر صورت داراته ووایه، واده کله کوو؟”

“د ماشوم له زیږیدو وروسته. بیا چي دي زړه شو هغه وخت. زه غواړم داسي واده وکړو، چي ټوله ګوته په غاښ ورته پاتي شي”.

“یعني ته اوس پریشانه نه یې؟”

“اوه ګرانه، زه نو ولي پریشانه شم؟ یو ځل چي ځان راته سپک ښکاره شو هغه په میلان کي وو، چي یوازي یې اوه دقیقي طول ونیو. او هغه هم له اثاث البیت له امله. ولي زه ستا لپاره یوه ښه میرمن نه یم؟”

“نه. ته یوه ډيره ښه میرمن یې”.

“بس یې ده. نور ډیر مه علمي کیږه. چي څنګه مو ماشوم پیدا شو، واده به وکړو”.

“سمه ده”.

“یو بل بیر وڅیښم؟ ډاکټر زما د ملا په اړه راته وویل، ویل ملا دي نسبتاً نرۍ ده. هر څومره چي ځوانه کاترین وړوکې ساتو ښه دی”.

د دې خبرو په اندېښنه کي کړم، ځکه مي نو پوښتنه ورنه وکړل “ډاکټر نور څه وویل؟”

“هیڅ نه، ګرانه زما د وینې فشار بیخي ښه وو. بیخي ورته ګوته په غاښ وو”.

“ستا د نرۍ ملا په اړه یې څه وویل؟”

“هیڅ نه. هیڅ یې ونه ویل. خو دا یې راته وویل چي باید سکې ونه کړم”.

“ډیر ښه”.

“هغه راته وویل چي د شروع کولو لپاره یې اوس ډیر ناوخته دی. دا یې هم راته وویل چي سکې کولای شم، خو په دي شرط چي پر مځکه ونه لویږم”.

“ډاکټر هم بلا کوي”.

“ریښتیا هم، خو ډير ښه سړی وو. د زیږون پر مهال به همدا ډاکټر راوغواړو”.

“د واده په اړه دي پوښتنه نه ځني وکړل؟”

“نه. ډاکټر ته مي وویل، چي زموږ د واده څلور کاله کیږي. دې ټکي ته متوجه شه، که چیري زما او ستا واده تر امریکايي قوانینو لاندي وشي زه به هم امریکايي تبعه شم او اولاد به مو هم قانوني وي”.

“دا هر څه دي چیري زده کړل؟”

“په نیویارک ورلډ المناک کتابتون کي”.

ما ورته وویل “ته هم بیخي عجبه یې”.

“زه به ډيره خوشحاله شم که امریکایې تابعیت واخلم. امریکا ته به ولاړ شو که څنګه؟ غواړم چي دنیګارا ځړوبی ووینم”.

“ته ډیره ښه یې”.

“یو بل ځای هم دی، چی باید یوه لیدنه ځیني وکړم، خو نوم می يې ذهن ته نه راځي”.

“مسلخ؟”

“نه، نوم مي يې ذهن ته نه راځي”.

“ولورت تعمیر؟”

“نه. هغه هم نه دی”.

“ستره دره؟”

“نه. هماغه هم نه، خو غواړم، چي سترې درې ته هم په منظره ولاړ شم”.

“کوم ځای دی؟”

“طلایې دروازه. دا هغه ځای دی چي باید ویې وینم. طلایې دروازه چیري ده؟”

“په سانفرانسیسکو کي”.

“نو بیا درځه چي هلته ولاړ شو. سانفرانسیسکو به  هم ووینو”.

“سمه ده، هلته به هم ولاړ شو”.

“اوس راځه چي پاس وه غره ته ولاړشو. که څنګه؟”

“تر پنځو بجو لږ څه وروسته اورګاډي حرکت کوي”.

“نو بیا درځه. داسي نه چي اورګاډي رانه ولاړه شي”.

“سمه ده. زه به یو څه بیر لا وڅیښم”.

له هټۍ نه بهر کوڅې ته راووتو او تمځای ته رهي شوو. هوا ډیره سړه وه. له رون درې نه د باد یوه یخه څپه راالوتې وه. په ډبرینو زینو کي پاس تمځای ته روان وو. په لار کي مو هټیو ته کتل، له کړکیو نه يې د څراغانو رڼاګانې راوتې. برقي اورګاډي د تګ لپاره شیبې شمیرلې. بتۍ يې ټولي روښانه کړي وي. د اورګاډې د تګ مهال ویش معلومولو لپاره یې یوه پاڼه ځړولې وه. ټول وختونه پرې لیکل شوي ول. خپل لاسي ساعت ته مي وکتل لس بالا پنځه بجې يې ښودلې. بیا مي د تمځای وه ساعت وکتل، پنځه بالا وي. وه اورګاډي ته چي وروختم ډریور او کلینر مي یې ولیدل، چي له ساقي خانې نه راووتل. موږ کښېناستو او کړکۍ مو خلاصه کړل. اورګاډې په برق سره تودیدل، یو څه تربوختي یې جوړه کړې وه. خو له کړکۍ نه بیا تازه هوا راتلل.

کاترین مي وپوښتل “کاترین، ستړې خو نه شوې؟”

کاترین “نه، تراوسه خو لا ښه یم”.

“فکر کوم اورګاډي سفر به ډیر وخت په بر کي ونه نیسي”.

“زما سفر خوښ دی. ګرانه زما په اړه تشویش مه کوه، زه ښه یم”.

له کریسمس نه درې ورځې وړاندي لا واوره نه وه، خو یوه ورځ سهار، کله چي راپاڅیدو واوره وریدل. له بسترې نه ونه خوځیدو. په ځای کي همداسي غلي پاتې شوو. په نغري کي د اور لمبې تاو راتاو کیدې او کوټه يې ښه ګرمه ساتلي وه. د واورې سپینو او پر مځکه راپرېوتونکو غټیو ته مو کتل. اغلې ګوتینګن د سهارنۍ لوښي یووړل، خو له تګه وړاندي يې نغري ته نور بوټي ورواچول. د واورې یو لوی طوفان راالوتی وو. د دې له خولې خبر شوو، چي واوره د شپې په نیمايي کي پیل شوې وه. د کړکۍ لور ته ورتیر شوم، خو د سړک ها خوا نه ښکاریدل. واوره او باد ښه په درز کي راالوتي ول. بیرته خپل ځای ته د بانډار لپاره راستون شوم.

کاترین “کاشکي مي سکې کولای شوای. خو افسوس چي چل يې نه راته راځي”.

“یوه دانه بوبسلیډ به رانیسو، وروسته به وه سړک ته ووزو. د موټر تر سورلی زیات مضر نه دی. د دی ضرر له موټر چلولوزیات نه دی”.

“هوا خو به ډېره خرابه نه وي؟”

ما ورته وویل “د طوفان د زور تر لږېدو پوري به یو څه صبر وکړو”.

کاترین “خدای دي وکړي، چي طوفان ډیر قوي نه وي”.

“ګړی وروسته به د سپیني واورې په مینځ کي ګرځو”.

کاترین “ډوډۍ به اوس نه خورو. له دباندي چي کله راغلو، ښه به ستړي یو او اشتها به مو هم ښه خلاصه شوي وي”.

“زه خو هر وخت وږی یم”.

کاترین “زه هم ستا په څېر یم”.

بهر چي واورې ته ورووتو، یو څو قدمه به وړاندي تللي وو، چي باران پیل شو. نور هم وړاندي ولاړم او تر تمځایه مي یو خط ډوله کرښه پر ځای پرېښوول، چي په ځان خبریدو ډیره لار مو وهلې وه. د واورې د طوفان له لاسه مو په ډيره سختی لار صحیح کولای شوای. د اورګاډي له تمځای سره په خوا کي یوه میلمستون ته ورننوتو. همالته مو جامې له واورې څخه وڅنډلې، پر یوه میز کښېناستو او د ورموت اډر مو ورکړ.

د میلمستون خادمې مخاطب کړو “د واورې طوفان راالوتی”.

“ریښتیا هم”.

“واوره سږ کال ناوخته شول”.

“هو”.

“یو دانه چاکلیټ وخورم؟ غرمنۍ څه وخت خورو؟ زه خو هر وخت وږې یم”.

ما ورته وویل “سمه ده، یو دانه وخوره”.

کاترین “ګورګورې والا چاکلیټ خورم”.

خادمه “هغه ډير ښه خوند کوي. زما خپله ډير خوښ دي”.

ما ورته وویل “زه به یو بل ورموت هم وڅیښم”.

کورته د ستنېدو پر مهال مي په لاره کی زموږ د پښو پلونو ته پام شو، چي واورې پټ کړي ول، خو لږ نښې نښانې يې اوس هم ښکاریدې. واوره مخامخ راباندي وریدل، ورسره موږ په سختی سره کولای شوای، چي لار ووینو. کور ته له رسېدو سره سم مو له واورې ځانونه وڅنډل او د غرمنۍ خوړلو په نیت لوړ کوټې ته پورته شوو. د اغلې ګوتنګن خاوند ښاغلي ګوتنګن غرمنۍ تیاره کړې وه.

“سبا له خیره سکې لوبې کیږي. ښاغلی هنري تاسي ګډون پکي کوی؟”

“نه. خو غواړم چي زده يې کړم”.

“زده کړه يې ډیره اسانه ده. زما زوی په کرسمس کی له خیره راځي.هغه به یې درته وښیې”.

“ډير ښه، نو هغه له خیره څه وخت راځي؟”

“سبا ماښام”.

له غرمنۍ وروسته په کوچنۍ کوټه کي په نغري کي بل اور ته ناست وو او له کړکیه دباندي مو وریدونکي واورې ته کتل.

کاترین “دباندي تګ ته خو به دي زړه نه کیږي؟ غواړې له نارینه و سره سکې وکړي؟”

“نه. ولي؟”

“همداسي مي ویل. ځیني وختونه له ځان سره فکر کوم، کیدای شي، له ما پرته دي د بل چا لیدو ته هم زړه کیږي”.

“ولي؟ دلته خو به دي نفس نه وي تنګ شوی؟”

“نه”.

 “ما هم همداسي وګڼه”.
“پوهېږم. خو زما و ستا تر مینځ توپیر شته. زه ځانته په دې قناعت ورکوم، چي حامله یم ځکه نو چنداني هوا خوردني او دباندي تګ ته مي هوا نه کیږي. ما ته معلومیږي اوس بي عقله شوي یم او کیدای شي په ډیرو خبرو مي ته هم یو څه تنګ کړی يي، نو په زړه کي مي راوګرځېدل ما ویل که ته یو څه وخت دباندي تېر کړي، یو څه پام به دي په بله شي، بیا نو زه هم نه درباندي غمېږم”.

“ستا خوښه ده، چي دباندي ولاړ شم؟”

“نه. زما خوښه دا ده، چي زما مجنون له ما سره پاتې شي”.

“زما هم همداسي خوښه ده”.
کاترین “دلته راشه. غواړم په وریښتانو کي دي ګوتې ووهم”. په ورېښتانو کي يې ګوتې وهلې. ”ګرانه، ښه به نه وي، چي ږیره پریږدې؟”

“ستا همداسي خوښه ده؟”

“ډیر به ښه وي. زما داسي خوښه ده، چي ږیره پرېږدې”.
“سمه ده. پرې به ایږدم. له همدې شیبې نه مي پریښوول. ښه نظر دی. زما هم همداسي خوښه ده”.
“بیکارې خو به غمېدلې نه وي؟”

“نه. تراوسه لا نه. تراوسه خو لا له کومي ستونزې سره نه یم مخ شوی. ته څه نظر لرې؟”

“زه هم له خپله ژونده راضي یم. خو زه د خپلي ګیډې غټواله په فکر کي اچولې یم. هسي نه چي تا ته مي کوم سرخوږی جوړ کړی وي”.

“اوه، کاترین ته نه پوهیږې، زه تر خپل ځان زیات له تا سره مینه لرم”.
“په اوسني حالت کي هم؟”

“هو. په همدې حالت کي هم. زه له خپله ژونده راضي یم. ته پر خپل ژوند راضي يې؟”

“هو، خو زما سره بیا ستا د نفس تنګی فکر راسره وي”.
“زه نفس تنګه نه یم. البته ځیني وختونه د جبهې او زما د جګړې د مهال د ملګرو په اړه فکر کوم، خو طبیعیت مي نه په خرابوم. دا مي عادت دی چي د هیڅ شي په اړه ډیر فکر نه کوم”.
“په ملګرو کي دي کوم یو ډیر یادیږي؟”

“رینالډي، پادري او ځیني نور ملګري. خو په اړه يې ډېر فکر نه کوم. که ریښتیا درته ووایم، ګردسره د جګړې په اړه فکر لا نه کوم”.

“اوس د څه شي په اړه فکر کوې؟”

“د هیڅ شي په اړه”.
“ستا له څیرې نه ښکاري، چي ته یو څه پټوې. راته ووایه خبره څه ده؟”

“د رینالډي په اړه مي فکر کاوه، چي هغه په سفلیس ناروغي اخته وو که یا”.

“همدومره؟”
“هو”.
کاترین “رینالډي سفلیس وو؟”

“خبر نه یم”.

“ډيره خوشحاله یم، چي ته نه يې پرې اخته. تراوسه دي دا شان ناروغې تیره کړې؟”

“یو ځلي ګونوریهی[37]ا وم”.
“نه غواړم په اړه یې واورم. ډير يې په تکلیف کړی وې؟”

“ډير زیات”.

“کاشکي زه هم په دغه ناروغي اخته وای”.
“نه. خداي دي نه کوي”.
“هو، کاشکي زه هم وای بیا به نو ستا په څير وای. کاشکي ستا له ټولو نجونو سره وای چي هغوی مي ستا لپاره مسخره کړي وای”.

ما ورته وویل “جالبه ده”.

“ستا په ګونورهیا اخته کیدل جالبه نه ده”.

“پوهیږم. اوس به دا بحث پریږدو. ښکلې واوره ده، ته ورته وګوره”.
کاترین راته وویل “زه د واورې پر ځای تا ته ګورم. وریښتان دي ولي نه غټوې؟”

“څه ډول غټول؟”

“یعني یو څه يې نور هم غټ کړه”.
“همدا حالت يې سم دی”.
“نه. یو څه یې نور هم غټ کړه، زه به بیا خپل وریښتان یو څه لنډ کړم، باره به نو زه او ته یو شان شو”.

“ستا ورېښتان پر همدې حالت مناسب دي”.

“ګردسره نه. زه بیخي تر پزې ځیني راغلې یم. په شپه کي مي ډېره په تکلیفوي”.

“که زما دا منې، پر همدې حالت سم دي”.
کاترین “ستا نه ده خوښه چي لنډ یې کړم؟”

ورته ومي ویل “خوښ به مي شي، خو دغه اوسني حالت کي هم بد نه دي”.

“ زه وایم، چي لنډ شي ښه به وي، ځکه باره به زه او ته یو شان شو. اوه ګرانه، بیخي ډیره مینه درسره لرم، غواړم چي زه ته اوسم”.
“هو ته یې. موږ دواړه یو، یو”.
“شپې ډيري ښې دي”.

“غواړم چي موږ دواړه یو په بل کي وه اغښل شو. زه نه غواړم چي له ما نه لیري ولاړ شې. همدومره مي درته وویل. که غواړې، چي ولاړ شې، ولاړ شه خو ژر راستون شه. ځکه کله چي ته نه یې ما ته ژوند معنی نه لري.”

“زه اصلاً نه ځم، زه هم له تا پرته ژوند نه شم کولای. له تا پرته ژوند نه ژوند”.

“نه. زه غواړم ته ژوند وکړې، هغه هم داسي ژوند، چي له خوښیو مالامال وي. خو موږ به یو ځای یو. که څنګه؟”
ورته ومي ویل “ښه اوس دا راته ووایه، چي ږیره پریږدم، که يې وخریم؟”

“نه لویه يې کړه. ډیر ښه خوند به وکړي. کیدای شي د نوي کال لپاره هم وي”.

“شطرنج نه کوو؟”
“نه. لوبه چي درسره وسي ښه دی”.
“نه، شطرنج به وکړو”.

“له هغه وروسته بیا لوبه کیږي؟”

“هو”.

“سمه ده”.

زه پاڅېدم د لوبې لپاره مي شیان میان سره برابر کړل او په داسي حال کي چي دباندي ښه درنه واوره ورېدل، لوبه مو پیل کړل.

یو ځلي د شپې په نیمايي کي راویښ شوم، که مي کتل کاترین هم ویښه وه. سپوږمۍ راختلې وه او له کړکۍ نه يې په راتلونکې رڼا کي په کړکۍ د پرتو شیانو سایه د کوټې په مینځ کي اچولې وه.
“ګرانه، ته راویښ شوې؟”

“هو، تا ته خوب ولي نه درځي؟”

“زه همدا اوس راویښه شوم او په دې سوچو کي وم، چي په لمړي ځل چي کله ستا سره مخ شوم؛ نژدې وو لیونۍ شم. ستا په یاد دي؟”
“لږ لیونۍ غوندي وې”.
“اوس د پخوا په شان نه یم. اوس ډيره ښه یم، ګرانه ته ووایه ډیر ښه، ووایه ډیر ښه”.

“ډیر ښه”.

“اوه ګرانه، زما ژوند يې او زه اوس پر سد یم. اوس ډیره ډیره ډیره خوشحاله یم”.

“سمه ده. اوس بیده شه”.
کاترین “سمه ده. راشه دواړه به پر یوه وخت بیده شو”.

“سمه ده”.

خو داسي ونه شول. تر ډيره وخته په چورتو کي ډوب وم او د بیدې کاترین څیرې ته مي کتل. څه وخت وروسته زه هم خوب وړی وم.

نهه دیرشم فصل

د جنوري د میاشتې منځنۍ شپې و ورځې رارسیدلې وي. ږیره مي غټه شوې وه. ژمی له سختو سړو شپو او ورځو سره راته واړول. پر سړکانو مو تګ راتګ بیا پیل کړ. واورې هر څه پوښلي ول. له لرګو نیولې، بیا تر وښو او د غره په ډډه کي تر ولاړو ونو پوري؛ ټول يې سپین ګرځولي ول. واورې تقریباً تر مونټریکس پوري هر څه پوښلي ول. د سیند د ها غاړې ټول غرونه سپین ګرځېدلي ول او د رون درې تپې خو ګردسره په واورو کي غرقي وې. موږ به په هغه بله غاړه کي تر بینز دي الیازه پوري پلی تګ کاوه. کاترین به له میخ لرونکو بوټانو، باراني کوټ او یوې تیرې نوک لرونکي لکړې سره ګرځېده. په باراني کوټ کي چنداني لویه نه ښکارېده. ډیر تېز به هم نه وو روان، خو کله چي به دا ستړې شول، د ونو پر تنو چي د سړک په څنډو کي به پرتې وي، څه ګړی به کښېناستو او یوه شیبه به مو ځانونه دمه کړل.

په بین دي الیاز کي د ونو په مینځ کي یو وړوکی میلمستون وو. محلي لرګي وهونکي به همدې میلمستون ته راتلل، چای مای به يې څيښلې او یوه شیبه به يې استراحت کاوه. موږ هم به ځیني وختونه ورتلو، ځانونه به مو تاوده کړل او څو ډوله ګرم سره شراب به مو څيښل. دغه سره شراب يې (ګلووین) بلل، چي د بدن د حرارت د معتدل ساتلو لپاره ښه وه. دننه میلمستون تیاره او له دوده ډک وو، بهر، چي به راووتو داسي به ښکاریدل لکه د پزې پر سر، چي غوماشې چیچلی یو. له میلمستونه چي رابهر شوو، شا ته مي وروکتل، له کړکیو نه يې دباندي رڼاوې راوتې. د میلمستون مخي ته به لرګي وهونکو خپل اسان تړلي ول او لاندي به يې واښه ورته ایښي ول. اسانو به کله سرونه پورته کړل، کله به يې کښته کړل. د وربوز پر وریښتانو يې پرخه لوېدلي وه، کله چي به يې ساه وکښل، ساه به يې د دود په څېر هوا ته پورته شول. پر سړک د کور په لور روان وو، سړک تر یو ځایه ښوی او صاف وو. اسانو تر هغه ځای چي د لرګیو کرښه نوره تاوېدل، ټول یخی سړک نارنجي کړی وو. په ځنګله کي تیر شوی سړک پر هماغه خپل حالت باندي وو. کور ته د راستنیدو پر مهال دوه ځلي له ګیدړو سره مخ شوو.

ښکلی وطن وو. هر ځلي، چي به له کوره دباندي راووتو، خامخا به مو پام په بله کېده.

کاترین “ږیره بیخي ښه خوند درسره کوي، خاص د لرګو وهونکو په څير ښکارې. هغه سړی دي ولید چي کوچني طلایي غوږوالي یې په غوږ کړي ول؟”
“هغه د غرڅو ښکاري وو. دوی په دې عقېده چي د دې غوږوالو په غوږ کولو سره د دوی د اورېدو حس پیاوړی کیږي”.
“ریښتیا؟ زما خو هیڅ باور نه په کیږي. ما فکر کاوه، چي دوی غوږوالي په دې خاطر په غوږ کوي، چي وښيي، دوی د غرڅو ښکاریان دي. دلته نژدې شاوخوا غرڅې شته؟”

“هو. له دینت دی جامان سره شته”.

“د ګیدړو لیدو بیا بېل خوند وکړ”.

“دوی چي کله بیدیږي، د ځان تودولو په خاطر خپله لکۍ پر ځان راچاپېره کوي”.
“بیخي جالبه”.

“کاشکي ما هم د دوی په څېر لکۍ درلودای. که موږ هم د ګیدړو په شان لکۍ درلودای ښه به نه وای؟”

“د کالو اغوستلو پر مهال نو له ستونزو سره مخ کیدو”.
“متل يې کړی، وايي اړتیا د ایجاد مور ده. باره به مو نو بیا د هغه وخت په څیر کالي جوړولای او یا به یوه داسي هیواد ته تللي وای، چي د کالو اغوستنګ یا نه اغوستنګ کومه خبره نه وای”.

کاترین “یوه شیبه به دلته کښېنو. یو څه ستړې شوم”.

د ونې پر تنه بغل پر بغل کښېناستو. په مخکي مو یو سړک وو، چي ځنګله ته دننه تلی.

“دا خو به زما او ستا تر مینځ بیلتون نه راولي؟ ماشوم درښیم”.

“نه. زما او ستا تر مینځ د نفاق اچولو موقع به ور نه کړو”.
“د پیسو له اړخه په کوم حال کي یو؟”

“پیسې ډیري دي. هغه وروستی حواله یې هم رالیږلي”.

“کورنۍ به دي هم خبره شوي وي، چي تاسي سویس ته راغلي یاست، نو په تا پسي نه راځي؟”
“کیدای شي، راشي. یو لیک ورلیږم”.
“تراوسه دي لیک نه دی ورلیږلی؟”

“نه. یوازي حواله”.

“اوه، خدایه شکر چي زه خو ستاسي د کورنۍ نه یم”.

“یو تلګراف له خیره ورلیږم”.
“د کورنۍ فکر درسره نشته؟”
“ولي نه، خو زموږ په مینځ کي دومره ناندرۍ پیښې شوي، چي د دوی له نظره هرڅه له منځه تللي دي”.

“کیدای شي، طبیعت مو سره ولګیږي. کیدای شي ستا له کورنۍ سره ښه مینه ناک ژوند ولرو”.

“که مو موضوع ته تغیر ورنه کړ، کیدای شي د هغوی په اړه په اندېښنو کي شم.” شیبه وروسته مي ورته وویل ”که دمه شوي يې، نو درځه له خیره”.

“دمه شوم”.

پر سړک رهي شوو. ورو ورو تیاره کېده. تر بوټو لاندي واورې شڼهاری کاوه. هغه شپه وچه، خو یخه او صافه وه.
کاترین “ږیره ښه خوند درسره کوي. ږیره دي ګڼه، ښه پسته او نرمه ده”.

“په ږیره کي ښه ښکارم، که له ږیري پرته؟”

“فکر کوم په همدې حالت کي ښه ښکارې. دا یوه خبره مي واوره تر څو چي وړوکې کاترین نړۍ ته راغلې نه وي، وریښتان نه لنډوم. اوس بیخي غټه او مړوښه ښکارم، البته د دې تر زیږون وروسته يې لنډوم. وروسته به نو په یوه بېل ډول باندي یم. دواړه به یوځاي ولاړ شو او وريښتان به لنډ کړو. او یا به زه یوازي ولاړه شم، لنډ به يې کړم او تا به حیران کړم”.

 د دې د خبرو په جواب کي مي څه ونه ویل.
“ته خو به مي نه مانع کیږي؟”
“نه. او دا به بیخي جالبه وي”.

“اوه، ته ډیر ښه یې. زه به بیا په یوه بېل ډول ښکارم. ډیره به ډنګره شم او تا به بیا د مینې په دام کي بند کړم”.

“بېځایه خبرې مه کوه، زه اوس هم بېحده مینه درسره لرم. څه رانه غواړې؟ تباه کوې مي؟”

“هو. زه غواړم چي تباه دي کړم”.
ورته ومي ویل “ډير ښه زه هم همدا غواړم”.

څلویښتم فصل

ښه ژوند وو. د جنورۍ او فبرورۍ سړې میاشتې ښه په خوشالۍ تېري شوې. څو ځلي د باد نرمي او ګرمي څپې راوالوتې، واوره هم ویلي شوه او هوا به خاص د پسرلي په څیر شول، خو هر ځلي به د ژمي سړې څپې بیا بیا راغلې او ژمی به يې بیا راته میشت کړ. اخر په مارچ  کي د ژمي لمړنۍ ماته پیل شوه. شپه وه، چي باران پیل شو. راروانه ورځ هم ټوله ورځ وورېد، واوره يې ویلي کړل. پر غره پرتې واورې هم په نه زړه له خپل تمځای سره وداع ته تیاری ونیو غر يې له فراق سره غمجن شو. د سیند او درې له پاسه اوس هم وریځي په ډیر غرور سره اخوا دیخوا ګرځيدې. کاترین خپل غټ باراني بوټونه او ما بیا د ښاغلي ګوتنګین ربړي بوټان په پښو کړل، سایوان مو راسره واخیست او پر هغه ښوی سړک چي د باران اوبو پرېولی وو تر تمځایه ولاړو، په لار کي یوه مېلمستون ته وروګرځېدو، د غرمې ډوډۍ ته لا وخت پاتي وو، ځکه مو نو د ورموت اډر ورکړ. همالته په مېلمستون کي ناست وو او دباندي مو د باران شړپهاری اورېده.

“څه فکر کوې، که په ښار کي هستوګن شو؟”

کاترین په جواب کي راته وویل “ته په دې اړه څه نظر لرې؟”
“که ژمی ختم شوی وي او باران هم دغه شان وریږي نو بیا د دې ځای خوند نشته، د ماشومې کاترین راتګ ته څومره خت پاتي دی؟”
“یوه میاشت یا هم لږ”.

“موږ باید نور له دي ځایه کډه او مونټریکس ته ولاړ شو”.

“لوزین ته به ولاړ شو. همالته روغتون هم شته”.

“سمه ده. خو فکر کوم هغه بیخي غټ ښار دی”.
“څه فرق کوي، همالته به هم د دې ځای په څېر یوازي ژوند کوو. کیدای شي هغه ځای تر دې لا ښه وخیژي”.

“نو څه وخت له خیره حرکت کوو؟”

“دغه فیصله ستا په واک کي درکوم. هر وخت چي دي زړه وو هماغه وخت به ولاړ شو. زه خو خپله نه غواړم دغه ښار پریږدم”.

“هوا ته به ګورو”.

درې ورځې پرلپسي باران وورېد. د واورې زور اوس تر تمځای لاندي پر غر وو. بل اړخ ته بیا سړک خړو اوبو پر سر اخیستی وو. پر سړک باندي بیخي د نه منلو اوبه ولاړې وې. د باران درې ورځې وشوې، په سهار مو یې پریکړه وکړل، چي ښار ته ځو.

ښاغلي ګوتنګن “ښاغلی هنري، کومه ستونزه نشته. تاسي اړ نه یاست چي وار له مخه موږ ته خبر راکړی. فکر نه کوم چي د هوا له خرابیدو سره دي تاسي دلته تم شی”.

ما ورته وویل “میرمن مي ناروغه ده، نو هرڅومره چي روغتون ته نژدې، یو ښه دی”.
ده وویل “ما ته معلومیږي. د ماشوم تر زیږېدو وروسته د راتګ پلان لری؟”
“ولي نه. په دې شرط که مو تشه کوټه درلوده”.
“په پسرلي کي چي کله هوا ښه جانانه وي راشئ. ډیر به مو پام په بله شي. ماشوم او پرستاره به په هغه لویه کوټه کي، چي اوس بنده ده اوسي. تاسي او خانم به په هماغه پخوانۍ کوټه کي واوړئ. له هغه ځایه د سیند ښکلې منظره هم کولای شئ”.
ده ته مي وویل “که مو د راتګ پلان درلود، نو وړاندي له راتګ نه تاسي ته خبر درکوو.”

غوټې مو سره ټولې کړې او تمځای ته رهي شوو، اورګاډي له غرمنۍ وروسته د تګ تابیا درلودل. اغلې ګوتنګن او خاوند يې دواړه تر تمځایه له موږ سره ولاړل. خاوند يې په دې شړپهاري کي له موږ سره زموږ د غوټو په وړلو کي همکاري وکړل. دوی دواړه د تمځای سره په خوا کي ودریدل او لاسونه يې راته ښورول.

کاترین “دوی ښه خلګ وه”.
“ریښتیا هم له موږ سره يې رویه ډیره ښه وه”.

له مونټریکس نه په اورګاډي کي د لوزیان په نیت رهي شوو. له کړکیو نه مو وه هغه ځای ته چي پکي اوسیدو، کتل. پر غرو باندي وریځ ورو ورو راغونډېدل. اورګاډې یو ځلي په ویوې کي ودریدل. له دې ځایه بیرته رهي شوو. د لارې په یوه اړخ کي مو سیند په بل اړخ کي مو خړ خړ کښتونه، تش ځنګلونه او باران وهلي لانده کورونه ول. لوزیان ته له رارسېدو سره مو په یوه متوسط هوټل کي واړول. له تمځای سره، نژدې یوې بګۍ ته ورپورته شوو او هوټل ته راغلو. باران تراوسه ښه په شړپهاري ورېده. د هوټل د ناظم په چپه ګردن ځوړند کیلۍ، لفټ، په کارپيټ فرش شوی دهلېز، سپینه چیلم چۍ له ښکلو ظرفونو سره، ژړ رنګه کټ او ښکلې لویه کوټه دا هرڅه ډير زړه راښکونکي او خیالي ښکاریدل. له کړکۍ نه ورلاندي یو لوند بڼ ښکاریده، د دیوال له پاسه يې اوسپنیزه کټارې راتاو شوي وې. زموږ له هوټل نه لږ ورهاخوا دې ته ورته یو بل هوټل وو، چي خاص د دې بڼ په شان بڼ همالته هم وو. تر کړکۍ لاندي مي فوارې ته وکتل، چي د باران څاڅکې پکي رالوېدل.

کاترین څراغان روښانه کړل او د غوټو په خلاصولو يې پیل وکړ. د یوه بوتل ویسکي او سوډا راوړلو اډر مي ورکړ. د ویسکي او سوډا تر رارسیدو پوري پر کټ اوږد وغځیدم او په تمځای کي رانیولی اخبار مي مخي ته ونیو. اوس د ۱۹۱۸میلادي کال د مارچ میاشت وه. جرمني پر فرانسې حمله کړې وه. ویسکي او سوډا مي وڅيښل او اخبارونه هم مي هم تر نظر تیر کړل. کاترین هم د غوټو له شنلو نه فارغه شوې وه او په کوټه کي شاوخوا راګرځېدل.

کاترین “ستا په نظر اوس باید څه شي رانیسو؟”

“څنګه څه شي رانیسو؟”
“د ماشوم جامې او پوښاک ښیم. خلک وړاندي له دې چي زما حالت ته راورسیږي، د ماشوم ټول اړین مواد يې تیار کړي وي”.
“ولاړه شه او ويې پېره”.
“همداسي کوم. سبا له خیره بازار ته ځم او ټول اړین شیان رانیسم”.
“ستا باید په هرڅه سر خلاص وي، نرسه هم يې”.
“البته په جګړه ایزو حالاتو کي ډير کم موندل کیږي، چي پوځیان دي پلرونه شي”.
“زه خو دادی پلار شوم”.

بالښت یې راباندی راخیر کړ، سوډا او ویسکي چپه شول.
کاترین “د یو بل بوتل د راوړلو به ورته ووایم. ډیره بخښه غواړم اشتباه زما وه”.
“بوتل کي ډیر څه نه وو پاتې. دلته راشه”.

“نه. کوټه ډیر کار غواړي، باید د یوڅه په څير خو ښکاره شي”.

“د څه په څير؟”
“زموږ د کور په څير”.
“د متفقینو بیرغ پکي را ځوړند کړه”.
“غلی شه”.
“دا جمله بیا ووایه”.
“غلی شه”.
“څومره ورو دي وویل، داسي لکه د یو چا ازارول دي نیت کي نه وي”.
“هو نه غواړم”.
“نو بیا راشه”.

“سمه ده”. راغلل او د کټ له پاسه کښېناستل ”ګرانه پوهیږم چي د کوم درد نه دوا کیږم. اوس د اوړو د ګونۍ په څير شوي یم”.

“نه. نه یې. ته ډيره ښکلې او ښه یې”.
“په هرصوت، بیا هم نادره ده، چي ما غوندي بدقواره دي د خپل ژوند ملګرې وګرځول”.
“نه داسي نه ده. ته هر وخت ښکلې وې”.
“خو دا خبره واوره، زما ګېډه به بیا له خیره وړوکې شي”.
“اوس هم بده نه ایسې”.
“ته لا تراوسه څيښاک کوې؟”
“یوازي سوډا او ویسکي دي”.
“هاغه دی، په دهلېز کي د یو چا د پښو کړپهار دی. ورته وبه وایو چي زموږ ماښامنۍ دلته کوټې ته راوړي”.
“که داسي وشي، ښه به وي”.

کاترین وویل “که مو ډوډۍ همدلته وخوړه، نو بیا دباندي تګ ته اړتیا نشته. همدلته به پاتې شو”.

“او لوبه به وکړو”.
کاترین “زه به یو څه څيښاک وکړم. فکر نه کوم، چي مضر دي وي. هماغه پخواني کاپري شراب به وڅيښو”.
“سمه ده. دلته په هوټلونو کي ایټالوي شراب ډیر پیداکیږي”.

خادم دروازه وټکول. دی له یوه پتنوس سره، چي د یخي ټوټې، یو بوتل ویسکي او یو کوچنی بوتل سوډا پکښې وه کوټې ته راننوت.
ده ته مي وویل “مننه. همالته لاندي يې کښېږده. که تکلیف نه وي، دوه نفري ماښامنۍ له دوه بوتله کاپري او یخي سره راوړه”.
“خوښه مو نه ده چي ماښامنۍ په سوپ سره پيل کړئ؟”
“کاترین، ته سوپ خورې؟”
“هو”.
“سوپ د یوه نفر لپاره”.
“مننه ښاغلي”. بهر ووت او دروازه يې بنده کړل. بیرته مي اخبارونه مخي ته ونیول او په اخبارو کي روانې جګړې ته ورستون شوم. ګیلاس کي پراته یخي او ویسکي باندي مي ورو سوډا ورتوی کړل. دا خبره مي هېره شوه، چي خادم ته مي ویلي وای، چي یخی په ویسکي کي وانه چوي، بلکي جلا يې راوړي. پدې سره پوهیږو چي په ګیلاس کي څومره ویسکي شته او ناڅاپه که سوډا ګیلاس ته واچوم ویسکي به نه نرۍ کیږي. ما باید ویسکي د مخه لا رانیولي وای، سوډا او یخی مي له دوی نه غوښتي وای. همدا یې ښه لاره وه. ښه ویسکي خوندوره وي.

“په څه سوچو کي ډوب يې، ګرانه؟”

“د ویسکي په اړه مي لږ فکر کاوه”.

“څه فکر دي کاوه؟”
“دا چي څومره ښه خوند کوي”.
کاترین په بېل انداز وویل “ډیر ښه”.

په هماغه هوټل کي مو درې اونۍ تېري کړې. بد نه وو، خوړنځای به ډیری وختونه تش وو او کله کله به مو د شپې ډوډۍ په خپله کوټه کي خوړه. په ښار کي به ګرځیدو راګرځیدو، ځیني وختونه به په اورګاډې کي (اوچې) ته د منظرې لپاره تلو. هوا خاص د پسرلي په څير معتدله شوې وه. ارمان مو کاوه چي کاشکي بیرته هماغه غرني کور ته ولاړ شو، خو دې کاذب پسرلي ډير لږ دوام وکړ او بیرته د ژمي یخي څپې راوالوتې.

کاترین ټول هغه شیان چي د ماشوم لپاره اړین ول، وپیرل. ما د ښار په یوه جمنازیم کي بوکسنګ پیل کړ. سهار وختي به چي کاترین به لا بیده وه کلب ته تلم. په کاذب پسرلي کي تر بوکس کولو وروسته لمبا، بیا په کوڅه کي تګ، د پسرلي ښکلې هوا تنفس کول، په کیفې کي کښېناستل او د خلکو تګ راتګ ته کتل، د اخبار له لارې له نړۍ نه ځان خبرول له دې سره جوخت د ورموت څيښل او بیا په هوټل کي له کاترین سره ناشته کول؛ دا هرڅه ډير پام اړونکي ول. د  بوکس لارښود مو یو بریتور او ډیر باریک بین انسان وو. ډیر چسپانده وو، که به چا هغه په تمرین کي تعقیباوه نو خامخا به ستړی کیده. همالته جیمنازیم کي به مي پام هم په بله کیده. په ښکلې هوا او تر رڼا لاندي مو سخت تمرینات کول. تر رسۍ اوښتل، شیډو بوکسینګ او د نس حرکات، دې ټولو تمریناتو د لمر د وړانګو په وړاندي، چي له خلاصې کړکۍ نه دننه راتلې ډير ښه خوند کاوه. ځینې وختونه به مو د تمرین پر مهال زموږ لارښود هم ډاروی. په پیل کي مي د اوږدې او نرۍ هیندارې په وړاندي شیډو بوکسینګ نه شوای کولای، ځکه په ږیره کي تمرین راته بیخي بل ډول ښکاریدل. خو وروسته ورسره عادي شوم. کله چي مي بوکس پیل کړ د ږيرې خریلو نیت مي وکړ، خو کاترین راسره ونه منل.

ځیني وختونه به زه او کاترین د اس سورلۍ لپاره د ښار څنډو ته په بګۍ کي تلو. که به هوا سمه او صافه وه نو سورلۍ به ډیر ښه خوند کاوه. د خوراک او دمه کېدو لپاره مو دوه ښکلي ځایونه غوره کړي ول. کاترین په دې شپو او ورځو کي ډیر پلی تګ نه شوای کولای، زما بیا دا ارمان وو، چي د ښار په څنډو کي د سړک پر ژیو تر ډیره وګرځو. په هغه ورځ چي هوا به سمه او معتدله وه، ډیر ساعت به مو تېریده او په خپل منځ کي مو تشویش ته هیڅ ځای نه ورکاوه. په عین زمان کي پوهیدو، چي د ماشوم راتګ ته ډیر وخت پاتې نه دی او داسي مو احساسول لکه یو بیړنی کار چي مو پاتې وي، ځکه مو نو یوه شیبه هم یو له بل نه په جدايي کي نه تیرول.

یو څلویښتم فصل

یوه شپه نژدي درې بجې وې، چي راپاڅیدم. کاترین ته چي مي وکتل، په ځای کي پرله اوښتل.

“کاترین، خیریت خو به وي؟”
“له یو ګړي راهیسي مي دردونه کیږي”.
“مسلسل او منظم دي؟”
“نه، زیات نه”.
“که دردونه مسلسل وي، نو بیا روغتون ته درځه”.

ډیر خوبوړی وم او په څو شیبو کي بیرته خوب راباندي غالبه شو. شیبه وروسته بیا راپاڅيدم.
کاترین “فکر کوم که ډاکټر ته ټیلفون وکړې ښه به وي. فکر کوم دردونه يې پیل شوي”.

د تلیفون لور ته ورتېر شوم او ډاکټر ته مي ټیلفون وکړ پوښتنه یې رانه وکړل”دردونه څه څه وخت راځي؟”

“کاترین، دردونه څه وخت راځي؟”

کاترین “فکر کوم هر پنځلس دقیقې وروسته راځي”.

ډاکټر “نو بیا په بېړه روغتون ته ځانونه رسوئ. زه خپله په بېړه کالي تبدیلوم او هلته درځم”.

 ټیلفون مي بند کړ او وه ګاراج ته مي په ټکسي والا پسي زنګ وواهه. ښه ډیر زنګونه مي ور ووهل، خو چا جواب رانه کړ. کاترین هم ځان اماده کړ او ټول هغه شیان چي په روغتون کي ورته اړتیا پیښیدل، را واخیستل. ښه ځنډ وروسته یوه سړي وعده راسره وکړل چي لږه شیبه وروسته به یو ټکسي رااستوي. دباندي له چوکیداره پرته بل څوک نه وو. خپله مي لفټ راپورته کړ او د کاترین غوټه او شیان مي پکښې ځای پر ځای کړل. دا هم پکښې سپره شول او راکښته شوو. چوکیدار دروازه خلاصه کړل او بهر پر سړک وه ټکسي ته منتظر شوو. هوا ښه صافه وه، ستوري هم ځلیدل. خو کاترین حیرانه دریانه پاتې وه.
کاترین “په پیلیدو يې خوښه شوم. ښه دی، چي غم يې ژر لنډ شي”.
”ته ډيره زړوره يې”.

“ډار نه دی په کار. خدای دي وکړي، چي دا ټکسي اوس ژر راشي”.

د ټکسي غرهاری مو واورېد. په مخ کي لګیدلي بتۍ باندي مي سترګې ولګیدې. موږ ته رانژدې شو. له کاترین سره مي موټر ته په ورپورته کېدو کي مرسته وکړه. موټروان زموږ غوټې د موټر په مخکني سیټ کي کښېښودې.

موټروان ته مي وویل “وه روغتون ته درځه”.

سړک ته ورپورته شوو او د روغتون پر لور رهي شوو. روغتون ته له رسیدو سره سم مي له ټکسي نه غوټې راکښته کړې او روغتون ته دننه ورغلو. روغتون کي د میز تر شا یوه میرمن ناسته وه. د کاترین نوم، عمر، پته، خپلوان او مذهب یې په کتاب کي درج کړل. کاترین ورته وویل چي لامذهبه ده. هغې هم په کتاب کي د دغه لفظ په مقابله خانه خالي باندي کرښه راوکښل. خپل نوم یې کاترین هنري وریاد کړ.

د میز تر شا ناستي میرمن مخاطب کړو “زه به تاسي ته ستاسي کوټه دروښیم”. په لفټ کي لوړ ولاړو. بیا يې لفټ ودراوه، دباندي راووتو او په دهلېز کي په دې پسې شوو. کاترین ټینګ له لاسه نیولی وم.
“دغه ستاسي کوټه ده. جامې تبدیلي کړئ او پر هاغه کټ پریوزئ. شپنۍ جامې هم شته”.
کاترین “زما سره خپلي شپنۍ جامې شته”.
هغې ورته وویل “که هماغه جامې واغوندې ښه به وي”.

زه بهر راووتم او په دهلېز کي پر چوکۍ کښېناستم.
میرمنې راته وویل “تاسي اوس دننه راتلای شئ”. دننه ورغلم کاترین پر یوه نري کټ باندي پرته وه او غټ چارتراخه کي شپنۍ جامې يې اغوستي وې. له خالص شیټ څخه جوړ شوي وه. زما په لیدو راته مسکۍ شول.
کاترین “دردونه اوس کم شوي”. هغې ښځې د کاترین مړوند نیولی وو او په خپل لاسي ساعت باندي يي د دردو وخت اندازه کاوه.
کاترین “اوه، بیا یو غټ درد راغلی”. له څيرې نه يې ښکاریدل، چي څومره تاثیر يې پرې کړی.
زموږ له لارښودي مي وپوښتل “ډاکټر چیري دی؟”
“بیده دی، که هغه ته اړتیا شول بیا یې راغواړو”.
نرسه “د اغلې لپاره اوس په بېړه زه خپله یوه چاره کوم، کیدای شي یو ځلي بیا ووزئ؟”

زه بیا وه دهلېز ته راووتم. دهلېز تش تور ولاړ وو. له دوو بندو کړکیو او بندو دروازو پرته بل څه نه وو. د دواوو بوی مي پزه بوخته ساتلي وه. همدلته پر یوه چوکۍ باندي کښېناستم، سر مي لاندي وځړاوه او د کاترین لپاره په دعاو مشغوله شوم.
نرسه “تاسي راتلای شئ”. دننه ورغلم.
کاترین “سلام ګرانه”.
“دردونه اوس څنګه دي؟”
“اوس بیا ژر ژر راځي.” څیره یې الوتي وه. راته مسکی شول.
“هغه دی بیا راغلی، نرسې کیدای شي چي لاس مو زما وه شاته ونیسئ؟”
نرسه “که ستاسي د درد دوا کیدای شي، ولي نه”.
کاترین “ګرانه ته تلای شې. دباندي ولاړ شه او د خوراک لپاره یو څه راوړه. نرسه وایي کیدای شي دا لړۍ ډیر وخت ونیسي”.
نرسه “اول واري(لمړنی) ولادت تل تکلیفي وي”.
کاترین “لطفا دباندي ولاړ شه او د خوراک یو شی راوړه. زه ریښتیا درته وایم ښه یم”.
“زه به یوه شیبه لا ودریږم”.

دردونه بیا پرلپسي راغلل، خو بیرته یودم ورک شول. کاترین حیرانه دریانه پاتې وه. کله چي به دردونه سخت وه نو ښه به یې بلل، بیا چي به کله ولاړل ناامیده او شرمغړاندې به شول.
کاترین مخاطب کړم “ته ورشه. فکر کوم چي ستا موجودیت مي په تکلیفوي” څیره يې ننوتې ښکاریده.
“هغه دی. هغه ښه یې دی. زه غواړم چي یوه ښه میرمن وه اوسم او پرته له کومې ستونزې ماشوم نړۍ ته راوړم. لطفا دباندي ولاړ شه او د سهارنۍ لپاره یو څه درسره راوړه. بیرته بیا راشه، فکر کوم چي ستا کمی به محسوس نه شي. نرسه له ماسره ډیره مرسته کوي”.
نرسه “په بیغمه زړه ناشته کولای شئ”.

“نو بیا زه ځم. د خدای په امان ګرانې”.
“په مخه دي ښه. او یاد يې لره، چي زما سهارنۍ دي هم له یاده ونه وزي”.
له نرسې مي وپوښتل “سهارنۍ لپاره چیري ولاړ شم؟”
“له څلور لارې چي تیر شوې، همالته په کوڅه کي یو کافي شاپ دی، کیدای شي اوس هم خلاص وي”.

ورو ورو سهار کیده. په تشه توره کوڅه کي د کافي شاپ په لور پلی روان شوم. په کړکۍ کي یې څراغ لګیده. دننه ورغلم او یوه زاړه سړي راته یو جام له ډبل روټۍ سره راته وړاندي کړ. ډبل روټي د تیرې ورځې وه. هغه مي په جام کي غوټه کول او خوړل او په پای کي مي یو ګیلاس قهوه هم پسي وڅيښل.
زاړه سړي پوښتنه راڅخه وکړل “په دي سهار وختي څه کوي؟”
“میرمن مي د کوچني مریضي لري”.
“د ښه بخت په هیله یې یم”.
“یو بل جام هم راکړه”.

بوتل يې پر جام باندي راپورته کړ او تر خولې يې راډک کړ. څو څاڅکي پر میز هم ترې توی شول. هغه جام مي هم تر ستوني کړ. د سهارنۍ پیسې مي ورکړې او دباندي را ووتم. دباندې په کوڅه کي د کچرې سطلونه، وه مزدور ته په انتظار پراته ول. همالته یوه ولاړ سپي پر یوه سطل باندي پزه راکښل.
له ده مي وپوښتل “څه شي لټوې؟” په سطل کی می وکتل چي که یو شی مي پیداکړ او ورته وریې کړم، خو د قهوې له دبلیو او ځينو مړاوو ګلانو پرته بل څه نه ول.
ورته ومي ویل “سپیه دلته خو کوم شی نشته”. سپي د کوڅې یو بغل ونیو او ولاړ. په روغتون کي هغه پوړ ته چي کاترین پکښې بستر وه، وروختم او د کاترین د کوټې دروازه مي وټکول. چا جواب رانه کړ. دروازه مي ور ټیل وهل، د کاترین د غوټو او شپنيو کالیو پرته، چي پر دیوال ګیر باندی ځړیدل بل څه نه وو. بیرته وه دهلېز ته کښته شوم او شاوخوا ګرځیدم چي یو څوک پيدا کړم. په اخره کي مي یوه نرسه پیداکړ.
“اغلې هنري چيري ده؟”
“یوه خانم يې همدا اوس وه ولادت خانې ته بوتلل”.
“ولادت خانه چیري ده؟”
“زه به یې درته وښیم”.

زه يې د دهلېز پای ته بوتلم. د کوټې دروازه لږ خلاصه وه. د دروازې له چولې نه مي کاترین ته وکتل، چي پریوه کټ باندی پرته وه او یوه بړستن پرې هواره وه. نرسه یې یوه څنګته او ډاکټریې وه دا بل څنګته له څو ډبو سره ولاړ وو. ډاکټرله یوه ربړي ماسک سره، چي یو پیپ پرې تړلی وو، ولاړ وو.
نرسه “زه به یوه چپنه درکړم بیا کولای شي چي دننه هم ورشي. مهرباني وکړئ دلته راشئ”.

سپينه چپنه مي واغوستل او په سنجاق باندي مي پسي ټینګه کړل.
“اوس دننه ورتلای شئ”. دننه ورغلم.
کاترین په لړزانده اواز وویل “سلام ګرانه. وضعه مي لا نه ده سمه شوې”.
ډاکټر“تاسي ښاغلی هنري یاست؟”
“هو. ډاکټر صاحب د ناروغ وضع څنګه ده؟”
ډاکټر“خدای پاک مهربان دی. دلته ځکه راغلو چي د اړتیا په وخت کي اکسیجن ژر ورکولای شو”.
کاترین “رایې کړه”. ډاکټر ربړي ماسک د دې پر خوله باندي ورکښېښود او ډایل یې سره وڅرخاوه. کاترین ته مي کتل چي ژوره او په بیړه يې ساه اخیستل. شیبه وروسته کاترین ماسک له مخي لیري کړ. ډاکټر هم اکسېجن پرې بند کړ.

کاترین “دا ځلي دومره غټ نه وو. څو شیبې وړاندي يې ډیره په تکلیف کړم. ډاکټر زه بیخي بیهوښه کړم که څنګه ډاکټر صاحب؟” اواز یې بیخي لړزانده وو، د ډاکټر له ویلو سره یې اواز راپورته شو. ډاکټر مسک شو.
کاترین “هله بیا يې راکړه.” ربړي ماسک یې پر خوله باندي جوخت ونیو او په بیړه يې ساه واخیستل. زګیروی می یې واورید. بیا یې ماسک له مخي لیري کړ او مسکۍ شول.
کاترین “دا يې هم له هغه غټو څخه وو. بیخی غټ. خو ګرانه ته مه پریشانه کیږه. ته ولاړ شه یو ځلي بیا هم ناشته وکړه”.
ما ورته وویل“نه زه به همدلته پاتې شم”.

د سهار نژدې درې بجې به وي، چي موږ روغتون ته ولاړو. تر غرمې پوري لا کاترین په ولادت خانه کي وه. دردونه اوس بیا لږ څه کم شوي وه. دا ډیره ستړې او کوټل شوې ښکاریدل، خو بیا هم همت بایللي نه ښکاریدل.
کاترین “ګرانه زه ښه نه یم. ډيره بخښنه غواړم، ما فکر کاوه، چي دا هرڅه به ډیر ژر ختم شي.اوس ــــــ دادی بیا ــــــ”  لاس یې راوړاندي کړ او ماسک یې پر خپل مخ باندي ورجوخت کړ. ډاکټر بیا ډایل وڅرخاوه او دې ته یې وکتل. شیبه وروسته درد بیا ختم شو.
کاترین “دا ډير غټ نه وو”. راته مسکۍ شول”په دغه اکسېجن پسي لیونۍ شوې یم. ډیر ښه خوند کوي”.
دې ته مي وویل “ کور ته به يې هم له خیره یوسو”.
کاترین یو ناڅاپه وویل “هغه دی بیا راځي”. ډاکټر بیا ډایل وڅرخاوه او ساعت ته یې وکتل.
ما پوښتنه ځیني وکړل “اوس د دردونو تر منځ فاصله څومره ده؟”
“شاوخوا یوه دقیقه”.
ما ورته وویل “د غرمې ډوډۍ کله خورې؟”
ده وویل “اوس به يې وخورم”.
کاترین “ډاکټر صاحب تاسي باید ډوډۍ وخورئ. بخښنه غواړم چي تاسي مي ځنډولي یاست. زما خاوند اکسېجن راکولای شي؟”
“که ستاسو خوښه وي بیا نو سمه ده. دغه نمبر پر دوه باندي ودروه”.
ما ورته وویل “سر مي په خلاص شو”. پر ډایل باندي یوه نښه وه چي په لاس باندي څرخیدل.
کاترین“هله ژر يې راکړه.” ماسک یې بیا پر خوله باندي جوخت ونیو. ما نمبر پر دوو باندي ودراوه او چي کله کاترین ماسک ایسته کړ بیرته مي اکسیجن پرې بند کړ. د ډاکټر له خوار راسپارل شوې دنده راته په زړه پوري وه.

کاترین “اکسېجن تا راکړ؟” زما مړوند یې ټینګ ونیوه.
ما ورته وویل “هو”.
“ته ډير ښه یې”. اکسېجن پر دې باندي اغیز کړی وو.
ډاکټر وویل “زه به په دا څنګ کوټه کي یو څه ډوډی وخورم. که مو زه په کار شوم، راته ویلای شئ”.

ډاکټر ته به مي هر ګړی کتل. ډوډۍ خوړلو باندي بوخت وو. څو شیبې وروسته مي، چي کله ده ته وکتل، ډډه يې لګولې وه او سګرېټ يې څکاوه. کاترین شیبه په شیبه نوره هم ستړې کیدل.
کاترین “څه فکر کوې، ته وا ماشوم به دې نړۍ ته راوړو؟”
“هو. ولي نه”.
“زه تر وسه وسه هڅه کوم، چي نژدې راشي. هغه دی بیا راغلی. هله اکسېجن ژر راکړه”.

څه کم دوې بجې له روغتونه، د غرمې ډوډۍ په نیت ووتم. کافي شاپ کي یو څو نور کسان هم ناست ول. مخي ته يې د الوبالو او مارک شراب پراته ول. زه هم پر یوه میز باندي کښېناستم. ” د خوراک لپاره څه درسره شته؟”
“د غرمنۍ وخت تیر شوی”.
“اوس هیڅ هم نه شته؟”
“چکروت شته”.
“یو چکروت له بیر سره راوړه”.
“نیمايي که بشپړ؟”
“لږ څه نیمایې”.

د کافي شاپ خادم له هاخوا نه له یوه لوښي ساورکرات چي له پاسه پرې غوښې ایښوول شوي وې او یوه ساسیج سره، راغلی. پر دوی سربېره مي بیر پسي وڅيښل. ډير وږی وم. همدلته مي پر ناستو خلګو یو نظر وځغلاوه. د یوه میز له پاسه ورقې کیدې. زما ګاونډ کي دوو نفرو بانډار کاوه او سګرېټ يې څکاوه. دلته د دود له لاسه طاقت نه کېده. په کافي شاپ کي اوس درې نفره په کار بوخت ول. یو بوډا، یوه تورکالی او خړیته میرمن، چي هر څه يې تر خپل څار لاندي ساتلي ول او یو ځوان چي پیش بند يې تړلی وو. تورکالی میرمن د کاونټر شا ته، تکیه وهلې ناسته وه. دې خبرې ته فکر وړی وم، چي د دې به څومره اولادونه وو؟

ډوډۍ چي مي وخوړل، بیرته روغتون ته راغلم. کوڅه يې پاکه کړې وه او کچره دانۍ يې ټوله وړي وې. که څه هم خال خال وریځ وه، خو لمر به بیا هم یو وار وار تر وریځو راوته. روغتون ته له رارسېدو سره په لفټ کي لوړ وختم. د کاترین کوټې ته، چي ما خپله چپنه پکښې پرې ایښې وه، ورغلم. چپنه مي واغوستل او په غاړه کي مي په سنجاق باندي بنده کړل. په هنداره کي چي مي ځان ته وکتل، شکل مي بیخي یوه جعلي ډاکټر ته پاتېده. بیرته راکښته شوم او ولادت خونې ته ورغلم. دروازه یې بنده کړې وه. ما چي وروټکول، چا جواب رانه کړ، خپله مي دروازه خلاصه کړل او وردننه شوم. ډاکټر له کاترین سره نژدې ناست وو. نرسه د کوټې په پای کي په یو څه باندي بوخته وه.
ډاکټر کاترین مخاطب کړل “ستاسي خاوند راغلی”.
“اوه ګرانه! ډاکټر صاحب ډير ښه او مهربانه دی.” دغه جمله يې په یوه سختی سره وویل.
“دی بیخي ښه خوندورې کیسې راته کوي او چي کله مي دردونه شدید شي، نو مي بیخي بېهوښه کړي. ډاکټر صاحب تاسي ډير ښه شخصیت یاستی”.
دې ته مي وویل “ته په سد کي نه يې”.
کاترین “پوهیږم، خو تا ته يې د ویلو اړتیا نشته. هله هغه راکړه. هله هغه راکړه”. په بیړه يې ماسک پر خپله خوله باندي جوخت ونیو. څو پرلپسې او ژورې ساه ګانې يې واخیستې. له هر ځل ساه کښلو سره به تنفسي آلې یو ډول اواز کاوه. په اخره کي یې یو غټ اسویلی وکیښ. ډاکټر خپل چپ لاس ور وړاندي کړ او ماسک یې ځیني واخیست.
کاترین “ډیرسخت وو”. اواز یې ډیر توپیر کړی وو.”اوس نو، نه مړه کیږم. د مرګ له ځایه اوس راتېره شوې یم. ګرانه ته خوشحاله نه یې؟”
“بیا یې اړخ ته لا ورتېره نه شې”.
“نه مړه کیږم. له مرګه نه ډاریږم. مرګ له ما څه غواړي؟ ګرانه زه نه مړه کیږم”.
ډاکټر “داسي نه شي کیدای. ته خپل خاوند یوازي نه شې پرېښودئ”.
“اوه، زه نه مړه کیږم. زما مرګ نه دی خوښ. مرګه ته مي لا ډیر وخت پاتي دی. هغه دی بیا راغلی”.

څو شیبې وروسته ډاکټر مخاطب کړم ”ښاغلی هنري! که تکلیف نه وي، د یو څو شیبو لپاره دباندي ولاړ شئ. زه به یوه معاینه وکړم”.
کاترین “دی زما سیل ته ولاړ دی. خو ته کولای شې، چي بیا راشې، همداسي نه ده ډاکټر صاحب؟”
ډاکټر وویل “همداسي ده. که تا ته اړتیا پیدا شول، بیا دي موږ راغواړو”.

زه دباندي راووتم او په هغه کوټه کي، چي له زیږون نه وروسته يې کاترین ورته راوستل، کښېناستم. یوه چوکۍ مي راکش کړل، پرې کښېناستم او شاوخوا مي کتل. غرمه چي د ډوډۍ لپاره بازار ته وتلی وم، بازار کي مي اخبارونه رانیولي وو، له جېبه مي راوایستل او ومي لوستل. ورو ورو تیاره کېده. زه پاڅیدم او ګروپ مي ولګاوه. ګړی وروسته مي اخبارونه یوه بغل ته کړل، ګروپ مي خاموشه کړ او دباندي مي کتل. دې فکرو، چي ډاکټر لا ولې تراوسه یو نفر نه راپسي راولیږه، پر سر واخیستم. کیدای شي همالته زما نه شتون تر شتون بهتره وو. کیدای شي د هغه غوښتنه همدا وه، چي زه د یو څو شیبو لپاره بهر ولاړ شم. خپل لاسي ساعت ته مي وکتل. هوډ مي وکړ که تر څو شیبو پوري يو څوک راپسي راونه لیږي، نو له سته پرته به ورځم.

بیچاره، بې وزله زما ګرانه کاترین. دا د یوځای بیدیدو بیه وه، چي اوس مو پرېکول. همدا د لومې پای وو. همدا یو له بل سره د مینې کولو پایله وه. په هر صورت بیا هم د خدای پاک شکر دی چي ګاز شته. آ ښه که د بيهوښۍ درمل نه وای، نو؟ دردونه چي به یو ځلي پیل شول نو بیا بیا ځلي به تکرارا راتلل. کاترین تر زیږون پوري له کومې ستونزې سره مخ نه شول. هر څه عادي ول. ان ډیره کمه به ناروغه کېدل. تر دا وروستیو میاشتو پوري خو چنداني په تکلیف هم نه وه. له پيښي نه تیښته نشته. څه غضب وهلی تګ! که مو پنځوس ځله هم واده کړی وای پایله به یې همدا وای. که دا مړه شي نو؟ نه داسي نه شي کیدای. په اوس وخت کي څوک د ولادت پر مهال نه مري. ټوله میړونه همدا ډول فکر کوي.هو، خو که مړه شي نو؟ دا نه شي مړه کیدای. اول واري ولادت خو همداسي تکلیفي وي. دا هرڅه یوازي یو څو شدید دردونه دي. خو کوم شدید دردونه؟ کاترین بیا وایې په ریښتیا چي دومره بد نه وه. ښه که دا مړه شي نو؟ نه داسي نه شي کیدای. هو همداسي ده. خو که مړه شي نو؟ خو زه درته وایم چي دا نه شي مړه کیدای. بې عقل کیږه مه. دا یوازي یو څو دردونه دي. دا یوازي طبیعي تکلیف دی چي دې ته ورکول کیږي. لمړی ولادت خو له معمول سره سم تکلیفي وي. هو، خو که دا مړه شي نو؟ داسي نه شي کیدای. ولې مړه شي؟ ایا د دې د مرګ کوم لامل شته؟ یو کوچنی دی محض تولد کیږي. د ربړو او مشکلاتو بوجۍ یوازي همدا دی دی. وه دې نړۍ ته راځي، بیا یې پالنه کیږي. ممکن ښه دي هم ترې راشي. خو که مړه شي نو؟ دا هیڅ شونتیا نه لري. خو که مړه شي نو؟ نه داسي نه شي کیدای. هغه سمه دمه ده. خو که مړه شي نو؟ دا امکان نه لري. خیر، خو که مړه شي نو؟ که مړه شي نو څه؟

ډاکټر کوټې ته راننوت.
ما ورته وویل “د ناروغ وضعه څنګه ده؟”
ډاکټر وویل “د وضعې خوند نشته”.
“څه شي؟”
“بس همدا. معاینات مي يې وکړل….”. د معایناتو نتایج يې راته توضیح کړل. ”له هغه راهیسي ورته منتظر یم، خو هیڅ توپیر تراوسه نه دی تر سترګو شوی”.

“ته يې په اړه څه وايې؟”
“اوس دوه لارې پاتې دي. لمړی دا چي زیږون به د انبور په وسیله سرته رسیږي، له دې سره د زیاتي ژوبلېدا او د خطر اندازه زیاتیږي. د ماشوم لپاره هم زیانمن ثابتیدای شي او بله طریقه يې هم د سزارین عملیات دي”.
“د سزارین خطر بیا څه دی؟ که مړه شي نو بیا؟”
“خطر يې تر معمولي زیږون ډیر نه دی”.

“عملیات تاسي خپله کوی؟”
“هو. د اړتیا وړ شیانو تیارول نژدې یو ساعت وخت غواړي. کیدای شي تر دې لږ”.
“ستا په نظر اوس باید څه وشي؟”

“زما په نظر د سزارین عملیات به يې ښه حللاره وي. که زما خپله ښځه وای، ما به همدا عملیات کول”.
“جانبي عوارض به يې څه وي؟”

“جانبي عوارض نه لري. یوازي یو ټپ پاتیږي”.

“که مکروبي شي بیا؟”
“خطر يې نسبت وه انبوري عملیاتو ته زیات نه دی”.
“که يې پر همدې حالت پسي پریږدو او منتظر شو؟”
“یو څه باید وشي. میرمن دي اوس لا، تر پخوا ډيره کمزوره شوي. هر څومره چي ژر شوني وي باید عملیات شي”.

ما ورته وویل “نو بیا چي څومره ژر شوني وي، عملیات يې کړئ”.
“زه ځم، وه نرسانو ته لازمې لارښوونې کوم”.

ولادت خونې ته ورغلم. کاترین پر یوه کټ باندي پرته وه. له پاسه پرې یوه نازکه روجايې اچول شوې وه. څنګ ته يې یوه نرسه ولاړه وه. رنګ الوتې او خسته ښکاریدل.
کاترین “له ډاکټر نه دي پوښتنه وکړل، هغه یو څه کولای شي؟”

“هو، خدای پاک مهربان دی”.
“ډير ښه. اوس به دا هر څه له خیره ژر پایته ورسیږي. زه يې هم له اخه و ټوخه واچولم. غوټه يې ماته کړم. هله هغه راکړه. آخ دا خو کار نه کوي. اوه خدایه دا خو هم له کاره ولوېد!”

“ژوره ساه واخله”.

“سمه ده. اوه دا خو بیا کار نه کوي. له کاره ولوېد!”
نرسې ته مي وویل  “یو بله ډبه (سلنډر) راوړه”.
“دغه ډبه نوې ده. څو شیبې وړاندې مو راوړل”.
کاترین “ګرانه، زه بیخي ناکاره یم. دې هم کار پریښود”. په ژړا يې پیل وکړ.”اوه خدایه، ما غوښتل چي اولاد مي وشي خو پرته له مشکل نه. اوس خبره خلاصه شوې، زه مړه کیږم، دا هم کار نه کوي. اوه ګرانه. دا خو بلکل کار نه کوي. پروا نه لري چي مړه شم، خو چي دا دردونه مي ارام شي. اوه، خدایه! ګرانه دا دردونه لیري کړه. هغه دی بیا راغلی اوه اوه اوه!”. د سلګیو وهلو پر مهال يې په ماسک کي ساه واخیستل.”له کاره ولوید. کار نه کوي. بیکاره شو. ګرانه، له ما مه خفه کیږه. لطفا مه ژاړه. زما په خبرو سر مه ګرځوه. زه يې غوټه ماته کړم. زما مجنون بېچاره. مینه درسره لرم زه به ډير ژر ښه شم. زه به ډير ژر روغه شم. دوی ما ته یو شی نه شي راکولای؟ فقط یو شی دي راته راکړي”.

“زه به یې اوس سم کړم. درجه به يې تر وروستیو پوري وڅرخوم”.
“ژر يې راکړه”.

ډایل مي تر وروستۍ درجو پوري وڅرخاوه. کاترین له یوه ژور تنفس وروسته ماسک پريښود. ما ګاز بند کړ او ماسک مي ترې پورته کړ. کاترین له یوه اوږده ځنډ وروسته بیرته په حال شول.
“ګرانه ډير ښه وشول. ته زما لپاره ډیر ښه يې”.

“له همت نه کار واخله. زه يې هر ځلي نه شم کولای. کیدای شي همدا دي ووژني”.
“په ما کي نور همت نه شته. زه يې غوټه ماته کړې یم. نور يې نه شم زغملای. زه اوس د دې دردو په سختواله پوه شوم”.

“دا دردونه یوازي ته نه، ټول يې زغمي”.

“خو زه يې بیخي له حرکته وغورځولم. تر هغو چي څوک ښه ستړی نه کړي، نه يې پریږدي”.
“یو څو شیبې لا صبر شه، هر څه به په خیر شي”.
“څومره ښه. ګرانه زه خو نه مړه کیږم. همداسي نه ده؟”
“ته به نه مړه کیږې. له ما سره ژمنه وکړه، چي نه مړه کیږې”.

“زه هم نه غواړم، چي مړه شم او تا یوازي پریږدم. خو زه يې دومره ناهیلې کړې یم، چي اوس مرګ ته په تمه یم”.
“بېځایه خبرې مه کوه. ټوله همداسي فکر کوي”.
“ځیني وختونه فکر کوم، چي زه مړه کیږم”.

“ته. داسي نه شي کیدای”.
“خو که مړه شم نو؟”

“زه به تا د مرګ کومي ته پرېنږدم”.

“هله هغه ژر راکړه. ژر کوه”.

“نه مړه کیږم. زه ځان د مرګ کومي ته نه سپارم”.
ما ورته وویل “بلکل همداسي ده”.
“ته له ماسره پاتیږې؟”
“د سیل لپاره نه”.

“نه، یوازي همدا ستا د شتون په خاطر”.
“ولې نه. زه به هر وخت له تا سره یم”.
“ته ډیر زړه سوانده یې. هغه دی بیا راغلی. ماسک ژر اکړه. هله ژر کوه. اوه خدایه دا خو بیا کار نه کوي”.

ډایل مي له درو نه وه څلورو ته وڅرخاوه. دعاوې مي کولې چي ډاکټر ژر راشي. زه له دوه نه په پورته شمېرې باندي بیریدم.

ښه ګړی وروسته یو نوی ډاکټر له دوو نرسانو سره کوټې ته راننوت. کاترین يې په یوه اربه لرونکې تذکیره کي پرې ایستل او په دهلېز کي رهي شوو. تذکیره په بیړه د لفټ په لور روانه وه. لفټ ته ورپورته شوو. له ګڼې ګوڼې نه په ډک لفټ کي راټول شوو. لوړ ولاړو، بیا د لفټ دروازه خلاصه او ترې رابهر شوو. تذکیره په ربړې اربو باندي وه عملیات خونې ته وردننه شول. ماسک وهلی او خولۍ پر سر ډاکټر مي ونه پیژاند. همالته یو بل ډاکټر او څو نرسانې هم ولاړې وي.

کاترین “د درد د آرامي لپاره باید یو څه راکړي. اوه ډاکټر صاحب  لطفا ما ته تسکینونکې درمل راکړئ”.

د ډاکټرانو له مینځ نه یوه د کاترین پر خوله باندي ماسک ورکښېښود. له دروازې نه مي د ولادت خونې وه وړوکي امفي تیاتر ته کتل.

یوې نرسي راته وویل “که تکلیف نه وي، له دغه ځایه تیر شئ، همالته په هغه بله کوټه کي کښېنئ”. د کټارې تر شا په رڼا کي سپین میزونه ښکاریدل. کاترین ته مي یو نظر کاته وکړل، پر خوله باندي يې ماسک ورایښی وو. اوس د پخوا په نسبت غلې وه. تذکیره يې وړاندي بوتلل. زه بیرته راوګرځیدم او دهلېز کي روان شوم. دوې نرسانې په بیړه د دخولي دروازې په لور رواني وې.

یوې يې وویل “سزارین دی. دوی سزارین عملیات کوي”.

هغه بلي يې وخندل “دوی هم پر وخت راورسیدل. بخت يې کار وکړ. که څنګه؟” پر هغه دروازه باندي وردننه شوې چي وه دالان ته ورغلې وه.

یوه بله نرسه راغلل، د دې هم بیړه وه. ما ته يې وویل “همدا اوس له دې ځایه ولاړ شه. همدا اوس ولاړ شه”.
“زه بهر تم کیږم”.

همداسي په بیړه ولادت خونې ته وردننه شول. زه په دهلېز کي پورته او کښته کیدم. له دننه ورتګ نه بیریدم.. له کړکۍ نه مي بهر وکتل. ماښام وو، خو د څراغانو په رڼا کي د باران وریدونکي څاڅکي ښکاریدل. د دهلېز په پای کي وه یوې کوټې ته ورغلم. هلته مي په یوه ښیښه يې المارۍ کي پر بوتلانو نوشتې ولوستې. بیا راووتم، بهر په تش دهلېز کي ودریدم او د عملیات خونې دروازې ته مي په برندو سترګو کتل.

له ولادت خونې نه یو ډاکټر، چي نرسه هم ورسره وه دباندي راووت. په دواړو لاسو کي يې یو شی نیولی وو. یوه تازه پوست شوي سوی ته ورته وو. په ډیره بیړه له دهلېز نه ووتل او پر یوه بله دروازه وردننه شول. دوی مي تعقیب کړل، یوې خونې ته وردننه شول همالته په یوه نوي زیږیدلي ماشوم باندي بوخت وه. ډاکټر هغه ما ته د راښکاره کولو په نیت راپورته کړ. تر پوندو يې ونیو او په چپلاخه يې وواهه.

“څنګه دی؟”
“ښه دی. پنځه کیلو دی”.

په زړه کي مي ورته کوم احساسات نه درلودل. داسي نه ښکاریدل چي له ما سره دي کومه اړیکه ولري.  اصلاً د پلارولی احساس مي نه کاوه.

نرسې پوښتنه رانه وکړل “تاسي د زوی په پیدایښت خوښ نه شوی؟”

دوی لمړی ماشوم پریولی او بیا يې په یوه ټوکر کي وپېچه. توربخنه څیره او لاسونه مي يې ولیدل، خو کوم خوځښت او کړیکه مي وانه وریدل. ډاکټر هغه یوې خوا او بلي خواته کړ او وروسته ماڼېجڼ ودرېد.

ما ورته وویل “یا داسي نه شي کیدای. نژدې وه، چي خپله مور يې وژلې وای”.
“ګناه د ماشوم نه ده. تاسي اولاد نه غوښت؟”

ما ورته وویل “نه”. ډاکټر په هغه مصروفه وو.  بیا يې تر پښو ونیو او په چپلاخه يې وواهه. زه يې لیدو ته تم نه شوم. بیرته وه دهلېز ته ولاړم. اوس دننه ورتلای او کتلای مي شوای. په دروازه ورننوتم او په دهلېز کي یو څه وړاندي ولاړم. له کټارې سره پر پرتو میزو څو نرسانې ناستې وي، زما له لیدو سره يې ما ته اشاره وکړه، چي ورشم. ما د نه په دود سر ورته وښوراوه. دوی مي لیدای شوې.

ما چي ویل کاترین مړه شوې. خاص د مړې په څېر ښکاریدل. د څيرې هغه برخه يې چي ما لیدل خړرنګه وه. ولادت خونه کي ډاکټر وه رڼا ته د یوه اوږد او نري زخم په ګنډلو بوخت وو. یوه بل ماسک تړلي ډاکټر د بیهوښۍ درمل ورکول. له ډاکټرانو سره دوې همکارې نرسانې د هغوی په څنګ کي ولاړې وي. دغه صحنه د منځنیو پیړیو وه بي رحمیو ته ورته وه. څنګه چي مي دوی ته وکتل، فکر مي وکړ چي ټول عملیات زما په وړاندي شوي؛ خو داسي نه وه او خوشحاله هم وه، چي د عملیاتو پر وخت خپله حاضر نه وم. فکر نه کوم، هغه ځای چي ډاکټرانو څیرلی وو، ما دي لیدلی وي؛ خو د یوه ماهر موچي په څیر باتجربه ټکانو ته مي کتل، چي ټپ يې ګنډه. او ورته خوشحاله هم وم. د ټپ له ګنډلو او پیوستولو وروسته دباندي راووتم. ګړی اخوا دیخوا کېدم، چي ډاکټر هم راووت. “زما میرمن څنګه ده؟”

“روغه رمټه ده. تا راته کتل؟”

ډاکټر ستړی ښکاریده.

“د ټپ ګنډلو پر مهال مي درته کتل. زخم ډیر اوږد ښکاریده”.
“تا همداسي فکر کاوه؟”
“هو، ټپ به يې بیرته هوار شي؟”
“اوه، هو”.

څو لحظې وروسته يې اربه لرونکې تذکیره راوایستل او په ډیر بېړه يې په دهلېز کي د لفټ په لور روانه کړل. زه هم پسي ورغلم. کاترین زګیروی کاوه. لاندي په کوټه کي يې پر یوه کټ باندي پرې ایستل. زه يې له پښو سره کښېناستم. په کوټه کي یوه نرسه هم وه. لږ وروسته راپاڅیدم او کاترین ته نژدې ودرېدم. په کوټه کي تیاره وه. کاترین له روجايې نه لاس راوایست.

کاترین “سلام ګرانه”. ږغ يې ډېر بې سېکه او نښتیځلی شانته وو.

“سلام ګرانې”.
“نجلۍ وه که هلک؟”
نرسه “شش….. خبرې مه کوه”.

“هلک. غټ، اوږد او تور”.
کاترین “سم خو به وي؟”

نرسې موږ ته رډ رډ کتل.

کاترین “بدن مي ټوک ټوک دی او سخت درد کوي. ته څنګه يې ګرانه؟”
“ښه یم. نورې خبرې مه کوه”.
“ته ډير ښه يې. اوه ګرانه ډیرسخت درد مي کیږي. کوچنی څنګه ښکاري؟”
“داسي ښکاري لکه د سوی نه چي پوست وکاږې او لکه د یوه بوډا بونجۍ څیره”.

نرسه “ته دباندي ووزه. اغلې لطفا خبرې مه کوئ”.
ما ورته وویل “زه به ووزم”.
“ورشه، یو څه ډوډۍ وخوره”.

“نه. زه بهر تم کیږم”. کاترین مي ښکل کړل. څېره الوتې، کمزورې او ستړې ښکاریدل.
نرسې ته مي وویل “له تاسي سره یو څو خبرې لرم.” موږ دواړه دهلېز ته راووتو. له کوټې څو قدمه هاخوا تېر شوو.

له نرسې څخه مي پوښتنه وکړل “په ماشوم څه شوي؟”

“ته نه يې په خبر؟”
“نه.”
“هغه ژوندی نه وو”.
“مړ وو؟”

“دوی يې په تنفس کښلو بریالي نه شول. نه پوهیږم چي پړی يې په غاړه کي تاو شوی وو، او که بله مسله وه”.
“نو مړ شو؟”
“هو. ډیر د شرم ځای دی. ډیر تندرست او غټ هلک وو. ما فکر کاوه، چي ته خبر يې”.

دې ته مي وویل “زه نه وم خبر. مننه. که اوس بیرته وه اغلې ته ورشې، ښه به وي”.

پر یوه چوکۍ باندي کښېناستم. پر مخامخ مي یو مېز او یو چنګګ په دېوال کي ټک وهل شوی وو، چي نرسانو به د خپلو کړنو ریپورټ پرې نښلاوه. له کړکۍ مي دباندي وکتل، د څراغ په رڼا کي د باران د څاڅکو پرته بل هیڅ شی نه ښکارید. ماشوم ومړ. د ډاکټر د ماڼېجڼ کیدو لامل هم هماغه وو. خو دوی په هماغه کوټه کي له ده سره دا هرڅه نه کول؟ دوی به دا فکر کاوه، چي کیدای شي اوس به ساه اخیستل پیل کړي. زه لادین وم، خو زما په نظر ده ته باید غسل تعمید ورکړل شوی وای. څه پروا لري چي ده ګرد سره تنفس ونه کړی. ماشوم د کاترین د ګېډې پرته ګردسره ژوند ونه کړ. په وارو وارو مي د ده لغتې وهل احساس کړي وه. خو د یوې اونۍ راهیسي دا هرڅه نه وه. کیدای شي په همدې موده کي خفه وو. بیچاره ماشوم. ارمان مي درلود چي زه هم د ده په شان خفه وای. نه، نه مي غوښتل. نور مرګ ګټه نه درلودل چي پناه دي وروړې وای. کیدای شي کاترین يې وژلې وای. همدا د عمل جزا وه. مړکیږې، خو نه پوهیږې چي ولي؟ هیڅکله يې د لامل لټولو لپاره ژوندی نه پاتیږې. دوی دي لمړی ننباسي، بیا قوانین درته وايې او له هغه نه وروسته دي وژني او یا هم د ایمو په څېر پرته له کوم دلیله وژل کیږي. یا هم په سفلس باندي مړ کیږي، لکه رینالډي. له مرګه په هیڅ ډول چاره نشته. که نن زما نوبت دی، سبا بیا ستا نوبت دی.

یو وخت مي په کمپ کي له میږیانو نه ډک یو لرګی د اور له پاسه کښېښود. څنګه چي لرګي اور واخیست، میږیان تبجن شول، د لرګي له ګوګ نه راووتل او د اور په لور په ځغاسته شول. همالته له رسیدو سره يې بیرته شاتګ راوکړ او ټول د لرګي په اخره کي راغونډ شول. څنګه چي د لرګي پر اخره باندي د میږیانو شمېر زیات شو، لرګی د اور مینځ ته ولوېد. ځیني يې په سوځلو بدنو اخوا دیخوا په ځغاسته شول، خو نه پوهیدل چي اوس کوم لور ته ولاړ شي. ځیني يې بیرته د اور په لور روان وه، په همدې ټېل ما ټېل کي يې ډیری برخه اور ته ولوېدل. په هماغه شېبه مي فکر وکړ، چي دا د نړۍ پای دی. له ځان سره مي فکر وکړ، چي که غواړم له ځانه مسیح جوړ کړم همدا يې ښه موقع ده، باید دغه لرګی له اور نه راایسته کړم او بیا يې پر مځکه کښېږدم چي میږیان په اور کي له لولپه کېدو نه په امان شي. خو ما داسي ونه کړل. البته ګیلاس کي موجودي اوبه مي پر اور وپاشلي، هغه هم د دې لپاره چي ویسکي او اوبه سره ګډي کړم او بیا يې وڅيښم. فکر مي وکړ، چي د اوبو له پاشلو سره میږیان بخار شول.

اوس په دهلېز کي ناست وم او د کاترین په اړه مي غوږونه په بې صبرۍ سره، د یو څه اورېدولو په تمه ول. نرسه تراوسه دننه په کوټه کي وه. د حوصلې کاسه مي ډکه شوه، د دروازې په لور ورتېر شوم او دننه مي وروکتل. لمړی مي څه نه لیدل، ځکه په دهلېز کي څراغ ډیر روښانه او په کوټه کي تیاره وه. وروسته مي نرسه ولیدل، له کاترین سره نژدې ولاړه وه. کاترین پر یوه بالښت سر ایښی وو او یوه نغاړکۍ پرې هواره وه. نرسې د کاترین پر شونډانو ګوتې کښېښودې. بیا راپاڅیده او د دروازې لور ته راغلل.
له دې مي پوښتنه وکړل “دا څنګه ده؟”

نرسه “ښه ده. ته ولاړ شه ډوډۍ وخوره او که دي خوښه وه بیا بیرته راشه”.

په دهلېز کي رهي شوم، د زینو له لارې لاندي راکښته شوم او بیا له روغتون نه دباندي ووتم. په تیاره کوڅه کي د باران په څاڅکو کي کافي شاپ ته ولاړم. دننه ښه روښنايې وه، د خلکو شمېر هم زیات وو. په یوه خالي مېز پسي مي یوې خوا او بلي خوا ته وکتل، خو په نظر مي رانغلی. خادم يې زما لور ته راتېر شو له ما نه يې لوند کوټ او لنده خولۍ واخیستل او د یوه نشه بوډا څنګ ته وه پرتې چوکۍ ته يې اشاره وکړل. بوډا بیر څيښل او ماښامني اخبارونه يې لوستل. زه کښېناستم او له خادم نه مي د ورځې د خاصې غذا په باب پوښتنه وکړل.

“د ګیلګي غورمه، خو هغه خلاصه شوي”.

“اوس د خوړلو لپاره څه شته؟”

“غوښې، هګۍ، هګۍ له پنیرو سره او ساسیج”.

ما ورته وویل “ساسیج مي نن غرمه وخوړل”.

ده وویل “هو، ریښتیا.  تاسي نن غرمه ساسیج وخوړ”. دی پوخ عمره، نزله ختلی او ښوی سری سړی وو. مهربانه څيره يې درلودل.
“اوس مو څه شي ته زړه کیږي؟ هګۍ، غوښې او که هګۍ او پنیر؟”

ما ورته وویل “هګۍ او غوښې له بیر سره”.
“نیمایي؟”

“هو”.

ده وویل “زما یاد دي، غرمه دي هم نیمايې څیښلی وو”.

غوښې او هګۍ مي وخوړل او له پاسه مي بیر پسي وڅيښه. غوښې او هګۍ په یوه ګردي غاب کي وي. هګۍ د غوښو له پاسه پرتې وې. خواړه ګرم وه، په دې چي خوله مي ونه سوځي، نو مي په لمړنیو څو ګولو پسي هر ځلي د بیر غوړپ کاوه. ټینګ وږی شوی وم، خادم ته مي د یو بل خوراک د راوړو وویل. څو ګیلاسه بیر مي پرلپسې وڅيښل. د دنیا او مافېها پرېشانۍ او فکرونه مي ایسته کړل. زما پر برابري ناست سړي، اخبار مخي ته نیولی وو، زما چي پام ورواوښت، په شاتنۍ برخه يې ما پیل وکړ. په جبهه کي يې د بریتانویانو د ماتې په اړه یو مطلب لیکلی وو. ده چي ما ته وکتل چي زه يې د اخبار شا لولم؛ اخبار يې کت کړ. فکر مي وکړ چي وه خادم ته د اخبار راوړلو ووایم، خو فکر مي راغونډ نه وو. په کافي شاپ کي ګرمې وه، اصلاً هوا يې د کار نه وه. اکثره کسان، چي دلته ناست ول، یو بل يې پېژندل. د څو مېزو له پاسه د ورقو لوبې کیدې. خادمان سخت لګیا وه. ډک جامونه به يې ايښوول، تش به يې بیرته وړل. دوه نفره  پر دروازه رادننه شول، شاوخوا يې په یوه خالي مېز پسي وکتل، خو پیدا يې نه کړ. زما پر برابري باندي راته ودریدل. ما د یوه بل بیر اډر پسي ورکړ. اوس لا وختي وو، د تللو اراده مي لا نه وه کړې. البته اوس لا روغتون ته د تګ وخت نه وو. هڅه مي کول چي له سوچو نه ځان وژغورم او په بشپړه توګه ارام وه اوسم. هماغه دوه نفره اخوا دیخوا شول، خو چا له خپل ځای نه ښور ونه خوړ، بیرته ووتل. ما یو بل بیر هم کورت کړ. اوس مي د نالبکیو یو غونډ وه مخي راټول شوی وو. زما وه مخ ته ناست سړي له سترګو نه عینکې ایسته کړې او په پوښ کي يې واچولې. اخبار يې کت او په جیب کي يې کښېښود. د لیکویر ګیلاس يې په لاس کي نیولی او شاوخوا يې سترګي رغړولې. یو ناڅاپه مي په زړه کي راوګرځیدل چي باید ولاړ شم. خادم مي راوغوښت، خپل حساب مي تصفیه کړ. کوټ مي واغوست، خولۍ مي پر سر کړل او د دروازې په لور رهي شوم. په باران کي د روغتون په لور رهي شوم.

په زینو کي له نرسې سره چي لاندي راکوزیدل، مخامخ شوم.

ما ته يې وویل “ما همدا اوس په تا پسي وه هوټل ته ټلیفون وکړ”. د بدن وجغونې مي زیږې شوې.

“خدای دي يې خیر کړي، څه خبره ده؟”
“د اغلي وینه توییدنه شوې( خونریزي)”.

“زه دننه ورتلای شم؟”
“نه، اوس نه. ډاکټر همالته دی”.

له نرسې مي وپوښتل “خونریزي خو به خطرناکه نه وي؟”

“ډيره خطرناکه ده”. نرسه کوټې ته دننه شول او دروازه يې بنده کړل. زه دباندي په دهلېز کي کښېناستم. هیڅ په سد کي نه وم. دماغ مي کار پرېښود. بیخي بېحاله غوندي وم. دومره پوهېدم، چي کیدای شي مړه شي، خو دعاوې مي کولې، چي داسي ونه شي. خداي پاک دي يې نه مړه کوي. اوه، خدایه ته خو يې مه مړه کوې. که مړه نه شي زه به ستا لپاره هرڅه وکړم. لطفاً، لطفاً، لطفاً اه خدایه پاکه ته خو يې مه مړه کوې. زه به ستا د خوښۍ لپاره هر څه وکړم. ماشوم دي ځانته در وغوښت خو دا مه راڅخه اخله. هغه پروا نه کوی خو دا مه راڅخه اخله. لطفاً، لطفاً اوه خدایه دا مه راڅخه اخله.

نرسه راووتل. او د ګوتې په اشاره يې وروغوښتم. زه کوټې ته دننه ورغلم. زه چي ورغلم، کاترین پاس ونه کتل. زه ورتېر شوم او له کټ سره په خوا کي ودریدم. ډاکټر د کټ په بل اړخ کي له کټ سره ولاړ وو. کاترین ما ته وکتل او مسکۍ شول. زه ورخم شوم او ژړه غونی شوم.

کاترین په یوه بې سېکه اواز وویل “زما مجنون بیچاره”. ډیره کمزورې ښکاریده.

ما ورته وویل “کاترین، په تا هیڅ نه دي شوي. ته به ډير ژر بیرته جوړه شې”.
زه يې مخاطب کړم “زه مړه کیږم”. بیا تم شول او وې ویل ”نفرت مي ترې کیږي”. لاس مي يې ونیو.

وې ویل “لاس مه راوړه”. لاس مي يې ایله کړ. مسکۍ شول.
“ګرانه، څومره چي زړه دي وي، لمسولای مي شې”.

“کاترین، ته به ډير ژر بیرته روغه شې. زما زړه راته وايي چي ته به جوړه شې”.

“ما غوښتل چي یو لیک درته ولیکم که داسي وشول له تاسره به وي، خو و مي نه شوای کولای”.

“غواړې چي یو پادري یا بل څوک راولم، چي تا وګوري؟”

ما ته يې وویل “یوازي تا غواړم”. شیبه وروسته يې بیا وویل ”زه له مرګه نه ډاریږم، فقط کرکه مي ورځني کیږي”.
ډاکټر “تاسي باید دومره زیاتې خبرې ونه کړئ”.

کاترین وویل “سمه ده”.
ما ورته وویل “کاترین، زه ستا لپاره کوم څه کولای شم؟ یو شی درته راوړلای شم؟”

کاترین مسکۍ شول “نه”. شیبه وروسته يې بیا وویل ”زما او ستا تر مینځ چي کوم څه شوي، هغه خو به له یوې بلي نجلۍ سره نه شریکیږي. که څنګه؟”

“داسي به هیڅکله ونه شي”.

“خو بیا هم زما رایه دا ده، چي ښځه ولرې”.
“هیڅوک مي نه دي په کار”.

ډاکټر “تاسي له حده زیاتي خبرې کوی. ښاغلی هنري تاسي باید ولاړ شئ. تاسي بیا وروسته راشئ. ته نه مړه کیږې. بې عقلي مه کوه”.
کاترین “سمه ده. زه هم بیا درځم او سره یو ځای به یو”. کاترین په ډيره سختی سره خبري کولې.

ډاکټر “لطفا بهر ولاړ شه. تاسي باید له خبرو نه ډډه وکړئ”. کاترین ما ته سترګه ووهل. د څیرې رنګ يې الوتی وو. ورته ومي ویل “زه دباندي درته منتظر یم”.

کاترین “تشویش مه کوه. زه هیڅ نه بیریږم. یوازي یوه عجبه لوبه ده”.

“زما زړورې مینې”.

زه دباندي په دهلېز کي منتظر شوم. زما انتظار ډیر وخت ونیو. نرسه له کوټې راووتل او نژدې راتېره شول. بیا يې وویل ”زه بیریږم. د اغلې وضعیت ډیر وخیم دی. ډیره بیریږم”.

“مړه شول؟”
“نه، تراوسه لا بېهوښه ده”.

داسي ښکاریدل چي د کاترین پرله پسي خونریزې شوې وه. ډاکټران يې د خونریزي په مخنیوي کي پاتې راغلل. کوټې ته دننه ورغلم او تر هغو چي روح يې له بدنه سره مخه ښه کول، ورته ولاړ وم. ټوله وخت په بېهوښۍ کي پرې تېر شو او روح يې بیخي ژر له بدنه ووت.

له کوټې راووتم او په دهلېز کي مي له ډاکټر سره خبرې وکړې ”زما لپاره که کوم امر وي؟”

“نه. نه. هیڅ نشته. زه دې تر هوټله ورسوم؟”
“نه، مننه. زه همدلته یوه شېبه تم کیږم”.

“زما سره د خبرو الفاظ نشته. زه نشم ویلای چي…….”.

“نه. مننه”.

ډاکټر “یوازي همدا لار پاتې وه، عملیاتو ثابته کړه چي………”.
ما ورته وویل “زه نه غواړم په اړه يې خبرې وکړم”.

“تر هوټله به دي ورسوم”.
“نه، مننه”.

دی په دهلېز کي رهي شو. زه ولادت خونې د دروازې په لور ورتېر شوم.

یوې نرسي وویل “تاسي دننه نه شئ راتلای”.

ما ورته وویل “له مخي مي لیري شئ”.

“تاسي لا تراوسه د دننه راتګ اجازه نه لرئ”.

ما ورته وویل “تاسي ټول ووزئ”.

کله چي دوی ټولې دباندي ولاړې، دروازه مي بنده کړه. څراغ مي ولګاوه، خو کومه فایده يې نه لرل. داسي وه لکه د یوې مجسمې سره چي خدای په امانی کوم. څو شیبې وروسته راووتم، روغتون مي پرېښود او په باران کي د هوټل په لور روان شوم.

پای.

[1] هغه اله چي اواز او موسیقي ثبتوي او بیرته يې اوروي.

[2] په اروپا کي د ایټاليې هیواد د ولایتو نومونه دي.

[3]دا هم د ایټالیا له ولایاتو څخه یو ولایت دی.

[4] یو ډول ځانګړی ایټالوی مشروب دی.

[5] دا هم یوډول څښاک دی

[6] دا د ایټالیا خاص ځواکونه دي چي په ۱۸۳۶میلادي کال کي رامنځته سول. دوی پر خپلو خولیو باندي بڼکي لګولي  وي.

[7] دا د ایټالوي پوځ یو غونډ یا ټولۍ ده.  د دې غونډ عسکر

[8] دا یو ډول لنډ واټن ویشتونکي جرمني توپونه دي، چي جرمني په لمړی نړیواله جګړه کي تري کار اخیسته

[9] ګلګل د ټوکر ټوټه ده، پوځیان یا عسکر يې له موزو څخه پورته د پتلون پر پایڅه باندي تړي.

[10] هغه اله چي د بوتلانو خولپوټی یا هم سرپوښ ورباندي خلاصوي

[11] ابروزي ؛ په ایټالیا کي ده یوه ښار نوم دی

[12] په ایټالیا کي یو ښار دی

[13] تراوټ یو ډول ماهی دی چي په اروپا  او شمالي امریکا کي په پراخه کچه پیداکیږي

[14] میکانو ترافي یوه فزیکي عملیه ده چي رنځور د ځینو خاصو حرکاتو په اجرا کولو سره ژر صحت پیداکوي

[15] اتریش او جرمنی په نړیواله جګړه کي سره ملګري وه او د متحدینو پر ضد يې جګړه کول یعني امریکا، روسيه  انګلستان …..

[16] په انګلیسي کي ترکیه په ۲معناو باندي راځي.۱ترکیه(هیواد)۲ ترکیه(مرغه، چي په پښتو کي ورته فیل مرغ)وايي. د دوی هدف هیواد وو.

[17] اګ نوګ یو ډول خوږې شیدې دي، چي هګی يې هم ورسره ګډي کړي وي، په لویدیځو ممالکو کي کاریږي

[18] یو ډول قوي اسپانوۍ مشروب دی

[19] دا د ایټاليا په میلان ښار کي یو لرغونی او تاریخي روغتون دی، چي تراوسه فعالیت کوي

[20] سل کلنه جګړه یوه اصطلاح ده، چي د فرانسې او انګلستان ترمنځ شوې جنګ ته کارول کیږي، چي له ۱۳۳۷ نه تر ۱۴۵۳پورې يې دوام وکړ.

[21] یوډول مرغه دی چي ښکار يي کیږي او خوړل کیږي

[22] دا یو ډول درمل دي چي د سفلس ناروغی په وړاندي کارول کیږي. رینالډي فکر کاوه، چي دی په سفلس اخته دی. د دې ناروغۍ په اړه ګډ دی.

[23]  آنارشېستان پدې عقیده دي چي، چې د حکومت او دین شتوالی د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره مضر دی

[24] Embankment پښتو کي پټم یا بند هغه ځای ته ویل کیږي، چي د اورګاډي پټلۍ یا هم سړک پرې سپور وي. ډبل اړخونه يې وي.

[25] پر پټلۍ باندي هغه تلونکی موټر، ماشین او یا هم مخکنی ډبه ده چي د اورګاډي نورې شاتنۍ ډبې ورپسي کشیږي.

[26] په حامله ښځو کي د استفراق او ګنګسیت ناروغي ته وايي.

[27] تګلیامینتو او پیاو ده ایټالیا ښارونه دي

[28] یو ډول اروپایی مشروب دی

[29] د سویس د لوګانو ساحلي ښار پر څنډه یو پروت کلی دی.

[30] پيټرپاول ربنز(۱۵۷۷-۱۶۴۰) د اوسني هالنډ یو رسام وو، چي د ۶۲کلنو په عمر کي مړ شوی دی.

[31] ټیټیان(ټیزیانو ویسلي) د اوسنی ایټالیې یو مشهور رسام تیر شوی دی. په انګلیسي کي په ټیټیان نامه مشهور دی.

[32] میلان د ایټالیا یو ښار دی

[33] یو ډول سمندري مرغان دي، په فارسي کي ورته مرغ نوروزي ویل کیږي. په شمالي اروپا او اسیايي هیوادونو کي پیدا کیږي.

[34] د ګول کورنۍ یو ډول مرغان دي، په فارسي کي ورته چلچله دریایي وايي. په ټوله نړۍ کي په تیره بیا په ساحلونو کي ډير پیداکیږي.

[35] دا هم یو ډول مرغان دي، په فارسي کي ورته کشیم ویل کیږي. ماهيان او حشرات يې خوراکه ده. د اوبو پر سر ګرځي.

[36] په فرانسوي ژبه کي د نارینه د احترام لپاره کارول کیږي. په پښتو کي لکه ښاغلی.

[37] یو ډول مریضي ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب