دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسېلابونو تېره مياشت نیږدې ۳ سوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سېلابونو تېره مياشت نیږدې ۳ سوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د طالبانو د وزارت معین مولوی شرف الدین مسلم وايي چې په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ۲۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي نن يوې خبري غونډې ته وویل:« په تېره یوه میاشت کې د سېلاوونو د راوتلو له امله په ۲۱ ولایتونو کې ۱۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي.»

د مسلم په وینا؛ په همدې موده کې ۳ زره ۱۹ کورونه، درې عمومي او سلګونه فرعي سړکونه زیانمن شوي او دغه راز په ځینو ولایتونو کې کارېزونه او چینې بندې شوې، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ او زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.

هغه زیاته کړه چې روزګان، زابل، غزني او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته یې سفرونه کړي او د خلکو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.

د دغه طالب چارواکي په خبره؛ په ځینو ولایتونو کې لارې بندې دي چې د بېرته خلاصولو لپاره یې د اړوندې ادارې هڅې روانې دي.

مسلم وویل چې له پرونه راپدېخوا د غزني په (ګيرو، اندړ، قرباغ او ده یک) ولسوالیو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله لارې بندې شوې، یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې او د دغه ولایت په ګډون په ۱۳ نورو ولایتونو کې سېلاوونه لاهم دوام لري.

هغه د ملګرو ملتو پر سازمان او نورو نړیوالو مرستندویو بنسټونو غږ وکړ چې په دغو سختو شرایطو کې دې له افغان سېلاو ځپلو سره مرستې ته ور ودانګي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب