شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین په ژوب کې د نیول شویو افغانانو د خوشې کیدو...

منظور پښتین په ژوب کې د نیول شویو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړ

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په د پاکستان تر کنټرول لاندې په ژوب سیمه کې د نیول شویو تازه افغان کډوالو د خوشې کيدو خبر ورکړ.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:« ‏د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په ژوب ایالت کې بندیان وو، نن د PTM ژوب ملګرو او د ژوب وکیلانو په هڅو خوشې شول.»

ښاغلي پښتین زیاته کړې، چې په دې مشکل وخت کې د ډیورنډ پر کرښه دروازو بندې د بروطن خلک له تاریخی ستونزو سره مخ دي.

هغه ټينګار کوي ، چې پي ټي ایم به په هر حالت کې د خپلو اولسونو سره ولاړ وي .

پاکستاني پولیسو څو ورځې مخکې نیږدې درې سوه افغانان په ژوب کې د دوی تر کنټرول لاندې سيمو ته د ناقانونه راتګ په تور ونیول.

ويل کيږي، چې په نیول شویو کسانو کې يوه ناوې او ګڼ ناروغان شامل وو.

پر ډیورنډ فرضي کرښې د افغانانو د تګ راتګ پر وړاندې پاکستان د طالبانو له واکمنيدو سره سخت قیودات وضع کړي او د دغه هېواد ويزې تر يو نيم زر امریکايي ډالرو پلوري.

افغانانو سره د پاکستان دغه ناوړه چلند د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی، خو د طالبانو چارواکو په دې اړه کوم جدي غبرګون نه دی څرګند کړی.

د طالبانو حاکمه اداره، د ډېرو افغانانو له لوري پاکستاني ګټو ته د لومړيتوب او د دغه هېواد د هر ډول تېري او ناوړه کړنو پر وړاندې د خاموشۍ له کبله د پاکستان په لاسپوڅي توب تورنوي، خو طالبانو په دې اړه تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. PTM زنده باد
    مرګ د هیرا منډۍ په چوکیدارانو او پنجابی مړوسیانو چی د پنجابی بلاربو میخو په څیر راپړسیدلی او د غیرت او پښتونولۍ
    نښه نښانه پکی نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب