شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونههندوستان ته د عبدالله عبدالله د سفر مخه نیول شوې

هندوستان ته د عبدالله عبدالله د سفر مخه نیول شوې

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) د جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله ته نيږدې سرچينو ويلي، چې طالبانو تېره اونۍ هندوستان ته د نوموړي د سفر مخه نیولې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، عبدالله عبدالله د دغه سفر لپاره د الوتکې ټکټ هم پېرلی و، خو طالبانو سفر ته نه دی پريښی.

معلومه نه ده، چې د طالبانو کومه اداره د داسې سفرونو مخنیوی کوي او د کابل مېشتو پخوانیو سیاستوالو د نظر بند مسوولیت ور په غاړه دی.

خپله عبدالله عبدالله او د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون د يو شمېر پخوانیو سیاستوالو د نظر بند کیدو ادعا کیږي.

د طالبانو په ۱۱ مياشتینۍ موده کې تر اوسه له پخوانيو سياستوالو څخه عبدالله عبدالله او د پخواني مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار ته یو ځل د بهرني سفر اجازه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په مسلسل ډول پخواني سياستوال هېواد ته د را ستنیدو لپاره هڅوي او د امنيت او لومړنيو اړتياوو د تامين ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب