Homeخبرونهافغانستان او پاکستان ته د ترکیې د استخباراتو د مشر د سفر...

افغانستان او پاکستان ته د ترکیې د استخباراتو د مشر د سفر موخې څه وې؟

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې «میت» مشر ابراهیم کالن په وروستیو دوو اوونیو کې د سیمې هېوادونو؛ یعني افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل.

د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې، ابراهیم کالن له قطري چارواکو سره له اوږدو سلا مشورو وروسته لومړی افغانستان او بیا پاکستان ته ولاړ. د راپور پر اساس، افغانستان او پاکستان د ترکیې د بهرني سیاست لپاره مهم هېوادونه بلل کېږي، خو ترک شنونکي وايي چې انقرې تر اوسه په دغو دواړو هېوادونو کې د خپلو اړیکو له موجود ظرفیت څخه د پام وړ عملي پایلې نه دي ترلاسه کړې.

کالن د افغانستان د سفر په ترڅ کې کابل او کندهار ته تللی او د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، د کندهار له والي ملا شیرین اخوند، په اقتصادي چارو کې د ريیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره یې ولیدل. د راپور له مخې، څرګنده نه ده چې نوموړي د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره هم لیدلي که نه.

د دغو لیدنو اصلي موضوع د ترکیې او افغانستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراخولو لپاره د لارو چارو ارزونه او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د وضعیت څېړل وو.

په خبرو کې د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، د انسانانو د قاچاق د مخنیوي او د نشه‌يي توکو په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي.

طالبانو ته د وسلو او تجهیزاتو د همکارۍ وړاندیز

د راپور له مخې، ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له افغانستان سره یې اړیکې نه دي پرې کړي او په کابل کې یې خپل سفارت هم فعاله ساتلی دی.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترکیې هڅه کړې وه چې د کابل هوايي ډګر امنیت په خپل لاس کې واخلي او خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی و.

اوس د راپور له مخې، د ابراهیم کالن د وروستي سفر په مهال طالبانو ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو په برخه کې د همکارۍ وړاندیز هم مطرح شوی دی.

د پاکستان غوښتنه

د انقرې او استانبول ځینو رسنیو، چې له واکمن عدالت او پراختیا ګوند سره نژدې بلل کېږي، راپور ورکړی چې افغانستان ته د ابراهیم کالن سفر د پاکستاني چارواکو په رسمي غوښتنه ترسره شوی و.

دغو راپورونو ویلي چې کالن د قطر په سلا او همکارۍ افغانستان ته تللی و، څو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان پخواني دیپلومات محمد افضلي ویلي چې ترکیه او قطر له هغو هېوادونو څخه دي چې د افغانستان پر امنیتي مسایلو اغېز لرلی شي.

د راپور له مخې، کابل ته د ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا د مرستیال حمد بن خمیس الکوبیسي د سفر پر مهال د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ستونزې هم څېړل شوې دي.

خو د طالبانو په رسمي اعلامیو کې دې موضوع ته اشاره نه ده شوې او ویل شوي چې خبرې پر امنیت، دفاع، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز ثبات متمرکزې وې.

په اسلام‌اباد کې د کالن لیدنې

ابراهیم کالن له افغانستان وروسته پاکستان ته لاړ او په اسلام‌اباد کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، د استخباراتو له مشر عاصم ملک او لومړي وزیر شهباز شریف سره ولیدل.

په دغو لیدنو کې د ترکیې او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره، سیمه‌ییز امنیت، په منځني ختیځ کې وروستي بدلونونه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د ترینګلتیاوو د کمولو موضوعات هم مطرح شوي دي.

ترکیې ویلي، لکه څنګه چې یې په پخوا هڅه کړې، له دې وروسته به هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، دغو تماسونو داسې ارزونې هم رامنځته کړې چې ښايي ترکیه او قطر له طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې هڅه وکړي، چې د پاکستان او کابل ترمنځ د امنیتي شخړو لپاره بېرته د خبرو یو ډیپلوماتیک چاینل رامنځته شي. خو تر اوسه د احتمالي منځګړیتوب د څرنګوالي په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.

په اسلام‌اباد کې د کالن په لیدنو کې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ وروستي کړکېچونه او پر سیمه‌ییز ثبات یې احتمالي اغېزې هم وڅېړل شوې.

په دغو خبرو کې د مکې د ګډ دفاعي تړون پر اهمیت ټینګار شوی او د ترکیې او پاکستان پر هغه رول هم خبرې شوې چې کولی شي  سیمه‌ییز کړکېچونه کم کړي او د دیپلوماتیکو اړیکو لارې پرانیستې وساتي.

د ترکیې او پاکستان چارواکو همداراز د امنیتي او استخباراتي همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام موافقه کړې ده.

د ترکیې د رول په اړه ارزونه

د ترکیې شنونکي احمد اردي اوزترک ویلي چې د کالن سفرونه ښيي انقره یوازې د کړکېچونو پر مهال د منځګړي په توګه د دواړو خواوو د خبرو مېز ته د راوستلو هڅه نه کوي، بلکې غواړي په منځني ختیځ، خلیج، جنوبي او مرکزي اسیا کې بېلابېل امنیتي جوړښتونه سره وتړي.

د هغه په وینا، د ترکیې اړیکې او لاسرسی پراخېږي او له بېلابېلو امنیتي لورو سره یې د خبرو وړتیا ډېره شوې، خو دا لا نه شي ویل کېدای چې دغه پراخ لاسرسی د سیاسي او اقتصادي فشار د اعمالولو له ورته ظرفیت سره مل شوی دی.

هغه وايي، ترکیه کولی شي له بېلابېلو لورو سره خبرې وکړي، د ډیپلوماسۍ لارې پرانیزي او هڅه وکړي چې کړکېچونه له کنټروله ونه وځي؛ خو د افغانستان او پاکستان په څېر د لورو د اساسي امنیتي لومړیتوبونو بدلول ډېر ستونزمن کار دی.

د راپور په پای کې ویل شوي چې ترکیه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان له سیاسي، امنیتي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه لا ډېره ګټه واخلي، خو تر اوسه یې دا هڅې تر ډېره د سیاسي او امنیتي خبرو تر کچې محدودې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...