پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبشعرد شاه سعود یو غزل

د شاه سعود یو غزل

مینه ټوله د غنمو د دانې هومره هم نه وه 
دا کیسه خو د یو ټکي د مانې هومره هم نه وه

عشقه هسې ځان پرستو د رندۍ دعوی کولې 
میخانه یې ستا د تشې پیمانې هومره هم نه وه

زه او ته پرې سوزیدلو مګر مینه مو تر منځه 
د لمبې او د لوګي د یارانې هومره هم نه وه

د رڼا په وینو سره شوه چې تیاره ترې رژیدله 
د لیندې مخې ته شپه د نشانې هومره هم نه وه

چې دروغ یې راته ووی نو زما زړه یې ساتلو 
زما تمه ترې د دغې بهانې هومره هم نه وه

انتظار کې دې کړه تیره زندګي ورته سعوده 
او جلوه د یو زمبل د زمانې هومره هم نه وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...