جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبدا دی باران ودرید(د فرید باراني مړینه) پوهندوی آصف بهاند

دا دی باران ودرید(د فرید باراني مړینه) پوهندوی آصف بهاند

دا اوښـکـې مـې هــم، لـه خـپـله ذاتـه دي

مــاتــه بس هــمــدا، لــه ژونـده  پاته دي

دا چــــې لـیـونـی لـیـونـــی ګـــرځــمـه

دا خـــو مــې لـــه ډیــره احــتـیاطه دي

ستا دا نـنګــرهـار، نـنګـرهار حسن ته

اوښکې مـې راوړي لــه هـــراتـــه دي

څومره دې په خپل نظر کې تیـته شوې

لا مــې اسویـــلــي د اوښکـو شاتـه دي

دا یــو څــو دردنـاکې او کـږې کـرښي

پــاتــه راتــه خـپـل لــه خــرابـاتــه دي

(فرید باراني)

د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په څوارلسمه (۱۴) نور ډاډه شوم چې فرید باراني مړ دی او د پښتو شعر له غره نه یوه پخه او مرمرینه تیږه ښکته را ولویده. خپل آرشیف مې پرانست، د ده نوم مې کلیک کړ چې عسکونه او شعرونه یې له نظره تیر کړم. څو ټوټې شعرونه مې یې چې له نظره تیر کړل، څیره یې له ببرې ږیرې او د ده دشعر د لغاتو له لښکر او د ده له ځانگړو شعري انځورونو سره، زما د سترگو د کړکۍ تر مخې تیر راتیر شول، بیا مې یې کوم بل شعر ته نظر وکړ، د شعرونو بیتونو ته او د شعرونو تورو ته مې ژړا راغله او دا څلوریزه مې ورته ولیکله:

شعــرونـو وژاړئ، شـاعـر مو نه شته

بـاراني نـه شته او مـاهــر مـو نـه شته 

د تاسو هــر تـوري نـه اوښکې څــاڅي

فــرید خو لاړو اوس خاطر مـو نـه شته

(آصف بهاند)

۱۴/۱۲/۲۰۱۷

هیدر سلیف

ډنمارک

د باراني د مرگ لومړنی خبر، چې باور مې پرې ونه شو، د ښاغلي اجمل تورمان په پاڼه کې تر سترگو شو، چې په ښوو هنري تورو سره یې لیکلی و:

«کال سپرلی به بې باران وي،

باراني جانانه څه شوې؟»

خو د فرید باراني پر مرگ باندې، د لیوال لیکلوتورواو جملاتو باوري کړم:

«لا مې نه شوه منلای، چې باراني به مړ وي. خو اوس یې د جنازې د راوړلو ویل کیږي، نو لکه چې ریښتیا دغه د فکر او هنر ورک او باراني څاڅکی د ابدیت له سمندر سره یوځای شوی دی؟

آه،

فرید باراني (پخوانی نوښت) په ځوانانو کې بیخي استثنا و، یو مهال په مېدیوتیک کې راغی او ناببره و بې مقدمې یې دوه درې پوښتنې وکړې، چې ما یې ځواب ته ځان جوړاوه، څه ګورم، چې سړی تر دې ژور، جدي او خوځند دی، چې زه یې ساده ځواب ووایم…

تر هغه وروسته مې دوه ځله بیا ولیده، په اول سر کې له عقیدوي سرګردانۍ ځورېده، په دوهم ځلې یوڅه ارام و، خو درېیم ځلې یې ږیرې او عقایدو د عرفاني جذبې نښې څرګندولې. د شاعرۍ موتیفونه یې له فکري بدلونونو سره بدلېدل، خو د ارایې ژبه، تصویرونه او جدي منځپانګه یې له شعرونو څخه له ورایه ښکاریدل، چې د شاعرۍ موډرن نزاکتونه او تکنیکونه پېژني. یوڅه د ارواښاد اسحاق ننګیال د شاعرۍ مینه پرې ماتېده، خو د سرګردانه اروا او بدلېدونکیو تفکراتو له امله یې د شاعرۍ ژبه او منځپانګه هم بدلېده.

خدای دې یې وبښي، خو باور لرم، چې خپله فکري ژورتیا، وسواس، نارامي او پوهېدو ته تږې اروایې نیمه خوا او نیمګړې پرېښوه او ترې وکوچېد، فرید باراني ولاړ خو چا ونه پېژانده او ده ته به بیخي بېتفاوته وي، چې چا ونه پېژانده …

فرید باراني ایله ارام شو، ژوند یې له پلټنې او فلسفي سرګردانۍ ډک و …

باراني !

ارام ویده شه، ایله اوس حقیقت ته ورسېدې!

هو! یوازې همدا مطلق دي، چې هیڅه مطلق نه دي».

د ښاغلي لیوال د دې پوست په یو کامنټ کې بل مطرح شاعر احمد تکل هغه خبرېولیکلې چې زما د زړه باد پسې اخیستي صحرا کې ښکته پورته کیدې. هغه خبرې دا دي:

«د دې پوست په لیدو شاک شوم لیوال صاحب. له باراني سره ما لیدلي و، او کټ مټ هغه څه مې پکې موندلي و، چې تا یاد کړي دي. پر فیسبوک مې د دوستۍ بلنه ورولیږله او بیا مې زرګونه کلمې په مسینجر کې خبرې ورسره وکړې. تقریبا څلور یا پنځه کاله مخکې چې کابل ته ولاړم هیله مې ترې وکړه چې سره ووینو. سره ومو لیدل نور هم راته په زړه پورې، خو ګنګ او پیچلی شو.

موږ پر ګناه او خوند ډیرې او پیچلې خبرې وکړې. هغه د خوند مخالف و، ځکه فکر یې کاوه چې انسان باید پر ځمکه خپل ټول ژوند د خدای لپاره وقف کړي.

بیا په جرمني کې و، چې پر مسینجر مو خبرې سره وکړې او وروسته بیا له فیسبوک او مسینجر څخه هم ورک شو. د مرګ علت یې تا نه دی لیکلی، خو ترڅو مې چې ستا پوست لوسته پرله پسې دا تلوسه راسره وه چې ښايي خان یې وژلی وي. دې ته ورته احساسات یې درلودل. خدای پاک بخښلی دی.

ډیر سپیڅلی او پاک انسان و. اوس هم نه پوهیږم چې د مرګ علت یې څه دی.»

زما او د فرید باراني لومړنۍ خبرې او اړیکي په خپرونو او فرهنګي کارونو پیل شوې. یوه ورځ یې داسې یو پیام را ته راغی:

«سلامونه بهاند صاحب، زه فرید باراني یم، کابل کې “نننی افغانستان” اونیزه کې په کار بوخت یم. مونږ په اتفاقي ډول په همدې ورځو کې د لنډیو په باب د مجیب مهرداد لیکنه خپره کړه او وروسته ستاسو لیکنه ما په تاند سایډ کې ولوسته، ضرور مې وګڼل چې د مجیب مهرداد د لیکنې پر سلسلې ستاسو لیکنه په اونیزه کې خپره کړم. ما او مجیب مهرداد پرون د قلم ټولنې په یوې ناسته کې ولیدل او له مانه یې ستاسې د لیکنې لینک وغوښت، ور ته ومې لیږه. که په ننني افغانستان کې د خپلې لیکنې د خپرېدو اجازه راکوئ نو لطفن ماته ځواب راکړئ.

په درنښت

باراني»

بیرته ما په ځواب کې ورته ولیکل:

«باراني صاحب! زما سلامونه او نیکې هیلې ومنه. هیله ده چې له ټولوعزیزانوسره جوړاوسې. زما لیکنې له هیڅ چا پټې نه دي، تاسو کولای شئ چې خپره یې کړئ. که مجیب مهرداد چیرې زما پرخبرو څه خپاره کړل، هیله ده چې ما ورباندې خبرکړئ.»

وروسته له دې اړیکو نه کله چې په میډیا کې د ده لومړني شعرونه په مخه راغلل، ما هم د دوو لیکنو په ترڅ کې، د نثر او شعر په ژبه لوستونکو ته او ده ته د هغه وخت په چوکاټ کې د خپل زړه خبرې ولیکلې چې په ترتیب سره یې دا سر لیکونه او پتې دي:

۱ ــ «له بخارۍ نه ساړه او له زخمونه ګلان، د فرید باراني یو شعر او زما تآثر»،

زما دا لیکنه د ۲۰۱۴ کال د جولای میاشت په وروستیو کې پهټول افغان،تاند او افغان جرمنآنلاین ویبپاڼو کې خپره شوې ده.

۲ ــ«د لیونتوب مبارکي»،

زما دا لیکنه هم د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشت په وروستیو کې  پهتاند، ټول افغان او افغان جرمن آنلاین ویبپاڼو کې خپره شوې ده.

اوس به دواړه مقالې چې ډیرې لنډې دي، کټ مټ د ده د مړینې په پار یو ځل بیا را واخلم چې لوستونکي ووینې چې هغه وخت ما ده ته څه ویلي وو:

۱ــ له بخارۍ نه ساړه او له زخمونه ګلان، د فرید باراني یو شعر او زما تآثر:

فرید باراني یو پر کاره، خوځنده او جدي ځوان دی، د نورو کارونو تر څنګ یې شعرونه هم په میډیا کې ډیر ځلې غاړه هسکوي. زما یې شعرونه او جدیت خوښ دی. د اوس له پاره یې د نورو فرهنګي کارونو په باب ځکه څه نه وایم، چې ماته یې په بشپړ ډول څرنګوالی نه دی مالوم، خو کوم شعرونه یې چې زما له نظره تیر شوي دي، د هغو پر استناد وایم چې شعر یې نوې ښکلا لري او زما خوښ دی. زه فکر کوم چې فرید باراني په شعر کې د خپل فکر د پیاده کولو له پاره د لغاتو ډیر ښه لښکر لري، داسې لښکر چې د وخت او زمان ټولې نا دودې او ښیګڼې ورته مالومې دي،  ښې تجربې یې زده دي او فرید باراني یې د باران د نرمۍ په ډول داسې په ځای او په وخت کاروي، لکه وستا کار چې په دیواله کې د دیوال د سم جګولو له پاره خښتې کاروي.

د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۱  ام  سهار مې د مخکتاب په پاڼو کې د فرید باراني یو شعر ولوست. د ده د شعر په لوستلو سره مې د خپل عیني ژوندانه سر ګردانیو، په وطن او نړۍ کې د روانو حالاتو او نا خوالو طوفانونو؛ په مغزو کې شور را پیدا کړ، په رګونو کې مې وینه لږ ګړندۍ شوه او له عادي حالت نه وتلی، بل ډول احساس را ته پیدا شو. د همدغسې شیبې حالت مې په دغو تورو او یو لنډکي شعر سره انځور کړی دی، نندارې ته یې کینئ:

زه دې ته ډیر خوشاله یم چې د فرید باراني په شعر کې نوي ترکیبونه، د نوې تکنالوژۍ او اوسني وخت نوموونې، په نوي ترکیب سره، په هنرمندانه ډول د نویو شعري انځورونو په ډول سر اوچتوي. دغه څو ترکیبونه یې په همدې یوه ټوټه شعر کې ما ته نوي ښکاره شول او دا څو انځورونه مې تر اوسه بل چیرې نه وو تر سترګو شوي:

ــ له بخارۍ نه د سړو څڅیدل،

ــ ړنک تحمل،

ــ اور، اوبه او لوښي د تمسخر خندا کوي،

ــ د لمر ساړه هډونه،

ــ لا علاجه درد، د ډاکترانو نا تواني، ډاکتران باید هر څه له سره پیل کړي،

او …

د فرید باراني هنر په دې کې دی چې دی په آزاد شعر کې د ټولنې دردونه او خپل روان سره را نغاړي او په ډیرو لنډو الفاظو او څو تورو کې یې له نتیجې سره د لوستونکو مخې ته ږدي.

ما دا خبره څو، څو ځلې کړې ده او بیا به یې هم وکړم چې استاد صدیق روهي به کله نا کله په ټولګي کې له موږ سره د بحث په ترڅ کې ویل:

«افغانستان د استـثـنا تو وطن دی، هر څه په کې پیښیدلای شي او…»

او دا تجربې یو وار نه، څو ځلې ثابته کړې ده چې په افغانستان کې  د هر څه د پيښیدو امکانات شته. لکه همدا اوس:

ټول هغه څه زموږ په وطن کې کیږي، چې باید نه وای شوي، او ډیر هغه څه نه کیږي چې باید شوي وای.
د فرید باراني په یاد شعر کې چې له بخارۍ نه د تودخې په ځای ساړه را څاڅي، دا په افغانستان کې د هغو استـثـناتو یوه برخه ده چې روهي صاحب ویلي وو.

کله مې چې د مخکتاب په پاڼو کې د فرید باراني یاد شعر ولوست، نو ما هم دشعر په نامه دغه څو توري د کاغذ پر مخ رسم کړل، کیدای شي د دې سر لیک هم استـثـنا وي:

له بخارۍ نه ساړه او له زخمو نه ګلان:

له بخارۍ نه چې ساړه څڅـیـږي

نو له ټـپونو نه خندا را څڅـیدلای نه شي؟

دغه ما نه،

دا بل چا نه،

دغه روهي راته ټولګي کې ویلي

«دغه وطن د استـثـنا وطن دی

دلته هر څه هره شیـبه کې پـیـښـیدلای هم شي»

دلته لاسونه اوسرونه،

پښې اورمیږونه ریـبـیدلای هم شي

«دغه وطن د استـثـنا وطن دی

دلته هر څه هره شیـبه کې پـیـښیدلای هم شي»

دا هغه ښار دی چې ښاریان یې رنځوران دي او روغتون نه لري

دلته کیدای شي انسانانو نه ماران وزیـږي

داسې اوه سري ماران

چې په اویاوو خواوو خولې اچوي

دغه ماران زموږ مشران دي، کنډوالــو باندې حکمونه کوي

داسې مشران چې قدمو ته یې زلمۍ وینې تویږي او دوی خاندي ورته

او پرې د پاسه قدمونه ایږدي

«دغه وطن د استـثـنا وطن دی

دلته هر څه هره شیبه کې پـیـښیدلای هم شي»

دلته کیدای شي بخارۍ نه ساړه وڅڅیږي

دلته کیدای شي له زخمو نه ګلان ووریږي.

آصف بهاند
هیدرسلیف، ډنمارک
د۲۰۱۴ کال د جولای یوویشتمه 

د فرید باراني په باب زما دویمه لیکنه:

۲ــ د لیونتوب مبارکي: 

فرید باراني په دې کم عمر په خپلو شعرونو کې عجب ښکلي، نوي ترکیبونه او تشبیهات جوړوي او کاروي. ما څه موده پخوا د ده په یو شعر باندې، دې یاد داشت اوشعر ته ورته یوه یادونه او یو شعر خپور کړی و.

بیا د مخکتاب د بڼ په یوه څنډه کې د ده یو شعر په مخه راغی. په دې شعر (د۲۰۱۴ کال د سپتمبر۲۴مه(  کې هم ما ته څو نویو انځورونو او نویو ترکیبونو نوې مسکا وکړه. یو څو یې دا دي:

ــ د میږیانو د لښکر حسادت،

ــ د سترګو تبسم،

د لیونتوب د مبارکۍ غوښتل،

او…

باراني په دې شعر کې هم توانیدلی دی چې خپل فکر په نوي انداز سره د نویو او زړو تورو او لغاتو په مرسته د لوستونکومخ کې کیږدي.

د باراني دا شعر مې له دې ترکیبونو سره څو ځلې ولوست، خوند مې ورنه واخیست او ځواب مې یې «د لیونتوب مبارکۍ» باندې ورکړی دی:

د لیونتوب مبارکي:

د لیونتوب مبارکي خو ما وختي در کړې

خو تا لوستلې نه ده

په دغه بڼ کې چې اوسیږي

جګ غږیږې

او په لوړ آواز سندرې وایې

 په داسې خلکو کې چې غوږ نه لري

په رڼو ګوري، کوم یو شی نه ویني

ته په کمره ولاړ یې چغې وهې

هغوی خود  تا

او تا ته ورته کسان

څه لیونیان

څه با څاران ګڼي اوس

زه لا په دې هم ښه ډاریږمه

سودا کومه

د حقیقت په دې ویلو دې څوک

 لکه منصور غوندې په دار نه کړي

موږه نا چار نه کړي

او بیا به سر وهو بس.

۲۰۱۴ ام کال د سپتمبر ۲۴ 

د باراني په باب زما د لیکنو او شعرونو له خپریدو وروسته، ده ما سره د چت په خونه کې مرکه پیل کړه. د چت په خونه کې زما او د باراني خبرې او د زړه خواله، زموږ د ځانگړي او خصوصي حریم حیثیت لري؛ دی خو لاړ آرام یې وکړ؛ خو زه د خپل خصوصي حریم دا خبرې ځکه له لوستونکو سره شریکوم چې د باراني د ژوند، فکري اړخونه، د ده د شخصیت ځینې برخې او په ځانگړي ډول د ده د هنر یعنې شعر ځانگړنې او ښکلاوې لوستونکو ته روښانه شي. گوندې د دې خبرو ویل او شریکول د باراني په پیژندنه کې مرسته وکړي اود ده طرز تفکر، د لیکنې سبک او د مالوماتو کچه تر یوې اندازې مالومه شي:

«سلامونه بهاند صاحب، وبښه چې ستا لیکنې او په لیکنو کې د خپل شعرونو ځوابونه مې تراوسه نه وو لوستي، سبا مې د سمستر وروستۍ ازموینه ده او په ازموینو کې بوخت وم.

له لیکنو او شاعرانه ځوابونو مو ډېره ډېره مننه.

په افغان شاعرانو کې یوه ناروغي ګډه ده، او هغه د ځینو کړیو ملګرتیا ده چې د یو بل

ته لاسونه پړکوي.  زه له نیکه مرغه له دوی سره نه یم په همدې خاطر تنها یم او شکر، یو یو خو هغه کسان مې شعر خوښوي چې واقعا زما شعرونه ورته ارزښت لري. لکه تاسو، تکل صاحب او فردا صاحب.

ماته ستاسو هڅونه ارزښت لري نه د هغو کړیو.»

آصف بهاند:

«باراني صاحب!

په افغانانو کې بل مرض د سیمې او خپلوي پالل دي. زه تا له نږدې نه پیژنم، خو ته په دې نه یې خبر چې زما د یاد داشتونو په صفحه کې ته او ستا شعرونه خاص ځای لري، دوه لنډکي یاد داشتونه او ورسره ستا د ښکلو شعرونو په ځواب کې دوه نا ښکلي شعرونه مې چاپ کړل، خو ستا د رد او یا هم تایید ځواب مالوم نه شو، ما داسې وانګیرله چې تا زما په خبرو خاورې اړولې دي، خو دا دی اوس دې غږ جګ شو. زه ستا په شعرونو ډیر څه ویلای او لیکلای شم، خو دا دوې برخې مې ځکه لنډې ونیولې چې اوږده مطالب څوک لولي نه.

خپل لالا ته مې (ډاکتر لطیف بهاند) په هالند کې ویل چې داسې یو باغي شاعر پیدا شوی، ستا د شعر یو څو انځورونه مې په مخ کې ورته کیښودل، دی خوشاله شو او راته یې وویل چې څه اوږده پر ولیکه. بیا مې له عارف خزان سره یاد کړې او …

په مقالو کې مې هم درته لیکلي او ویلي دي، اوس یې بیا درته وایم چې په دغسې ټولنه کې ځان سره پام کوه، زما له پاره ، د فرهنګیانو د کورنۍ له پاره لومړی ستا فزیکي موجودیت اړین دی، بیا دې فکر او تخلیقات.

خبرې ډیرې ته ډیر لرې

خدای دې نږدې کړه چې په حال دې خبر کړمه

په شعر کې د چا په چکچکو او خبرو پسې مه ګرځه. په همدغې سرکشئ او بغاوت باندې دې چې پیل کړی، همداسې باغي او یاغي اوسه. د شعر یو نوم بغاوت دی، مقدس بغاوت چې په هغه کې د ټولنې په نا خوالو باندې شاعر خاندي او نه یې مني.

تا په کاملآ باغیتوب باندې پر دې خندلي، نه دې ده منلي او هغه دې دروغ ثابته کړې ده چې د کلي فاحشه باکره خیژي.

دا د خلکو په مخ کې د ټولنې د نا وړه او غیر انساني قوانینو او خبرو غلط ثابتول دي. تا په شعر کې ثابته کړې چې ستا کلیواله پیغله پاکه ده، هسې په درواغو خلک فاحشه ورته وايي. دا د ټولنې په غیر حقیقي باورونو باندې خندل دي.

کلونه پخوا استاد عبدالروف بینوا، استاد مجروح ته د ځانځاني ښامار په مقدمه کې د مجروح د بغاوت مبارکي ورکړې وه. دا دی زه او س تا ته لیکم:

د حقایقو په ویلو کې ستا خندل او ستا بغاوت دې مبارک وي، تل باغي اوسه، خو انسان دې هیر نه شي!!!

ده (باراني) بیرته په ځواب کې ډیر څه را ته ولیکل: خپله لنډکۍ بیوگرافي، خپله شاعري او خپل مصروفیتونه او…

بشپړ متن یې دا دی:

«پوهېږم بهاند صاحب پښتانه لیکوال او شاعران همدا ستونزې لري. ما ستاسو لیکنې او د شعرونو ځوابونو ولوستل، خدای دې نه کړي چې ستاسو په خبرو مې خاورې شیندلي وي، مصروف وم او امتحانونه مې نن سهار ختم شول. زه فکر کوم چې لیکنې همداسې لنډې ښه دي، زه خپله کله کله که لیکنه وکړم ډېر په لنډو مطلب خلاصوم، ځکه چې ستاسو په خبره لوستونکی ستړی کیږي او نه یې لولي.

بهاند صاحب، زه ستاسو او ستاسو له لالا بهاند صاحب سره پېژنم او عارف خزان او کاوون طوفاني هم پېژنم خو شاید زما عمر او استعداد لا د دې نه وي چې صحنې ته راشم، په همدې خاطر له ۱۳ کاله شاعرۍ وروسته لاهم ګوښه یم، یو دلیل یې شاید همدا د شاعرانو ترمنځ د سیمو او خپلویو پالل وي.

زه له فرهنګي کورنیو سره دلته په افغانستان کې دننه یواځې له استاد غضنفر سره پېژنم، یو ځل تکل صاحب ورته زما په اړه ویلي وو چې ګنې ښه شعر لیکم، بیا غضنفر صاحب زما سره اړیکه ونیوله او په ازادۍ راډیو کې مې یوه لنډه مرکه هم ورسره وکړه او هغه دوستان چې په بهر کې دي، لکه تاسو فردا صاحب او تکل صاحب… تر اوسه مې یواځې له فردا صاحب سره له نږدې لیدلي دي، هغه په همدې ورځو کې افغانستان ته راغلی وو.

پوهېږم بهاند صاحب، زه پوهېږم که له دغو شاعرانو سره یوځای شوم زما نه هم هماغسي څوک جوړیږي چې دوی دي. ته خو په افغانستان کې نه یې، دلته ډېر ستر، ستر شاعران دي چې د خلکو درناوی غواړي، یواځې د ملا کار نه کوي چې  خپل لاسونه خلکو ته د ښکلولو په موخه اوږده کړي.

له مینې دې مننه بهاند صاحب، اوس به خپل په اړه یو لږ معلومات درکړم ترڅو نور هم سره نږدې شو:

زما نوم فرید دی، باراني تخلص کوم، زما نیکه تقریبا ی۷۰ کاله وړاندې د لوګر له زرغون ښار نه د بادغیس مرغاب ولسوالۍ ته کډه شوی وو. همالته پیدا شوی یم او تقریبا ۱۳ کاله مې هلته ژوند کړی دی وروسته هرات ته راغلي یو او اوس ۱۲ کاله کیږي چې په هرات کې میشت یو. مور مې دري ژبې ده او پلار مې تر کوم ځایه چې خبر یم هغه هم دري ژبی دی خو زمونږ سره ټول عمر پښتو غږېدلای… هغه په پښتنو میشتو سیمو کې زېږېدلای، شاید همدا علت وي چې زمونږ سره تل پښتو وغږېد.

زه ۲۵ کاله عمر لرم، د انجینري پوهنځی مې په دریم کال کې پرېښوده او اوس په کابل کې د اریانا شخصي پوهنتون د طب پوهنځی د پي سي بي محصل یم او کورنۍ مې په هرات کې ده.

په دواړو ژبو فارسي ـ دري او پښتو شعر لیکم خو پښتو شاعري مې ډېره ده نظر فارسي ته… ځکه، حتا که د دري ژبو شاعرانو سره هم ناست یم، هغوی راته ویلي چې پښتو غریبه ژبه ده او باید ټول فوکس دې پر پښتو وي. که نه نو دري هم ډېره خوږه ژبه ده او بیا چې مورنۍ شي خو بیخي نو…!

بهاند صاحب زه سبا هرات ته ځم، که مې ناوخته د لیکنې ځواب درکړ، خبر اوسې.»

باراني ښه زړه را ته تش کړ، خو ما یې په ځواب کې په لنډ ډول داسې ولیکل:

« باراني صاحب!

ښه شو چې یو څه دې ځان را وپیژانده. زما دې له اصلي بیوګرافۍ نه په شعر کې ستا د شعر جوړښت، روان اوهدف پیژندنه ډیره په کار ده، بیا هم مننه.

ما ته ډیره مهمه نه ده چې ستا مورنۍ ژبه فارسي ده که دري او یا هم پښتو، خو په دې ډیر خو شاله یم چې د یوه افغان په توګه په ډواړو ژبو د شعر تر برید پورې بر لاسی یې. زه د یوه افغان په ډول په دري ژبه باندې په پوهیدو، غږیدو، لوستلو او لیکلو باندې ویاړم او شکر داسې مې زده کړې چې د ډیری دري ژبو به داسې نه وي زده، دومره کتابونه مې ورباندې لو ستي دي چې ځینې دري ژبي لا په هغو کتابونو خبر هم نه دي.

زما مور او پلار دواړه پښتانه دي، خو ماته یې دري ژبه داسې رازده کړې ده لکه خپله مورنۍ ژبه. زه او زما میرمن دواړه پښتانه یو، او په ویاړ سره مو دري ژبه خپلو ټولو بچو ته ورزده کړې ده. په ویاړ سره یې درته ویلای شم:

کله چې په دري ژبه خبرې کوم، څوک تر ډیرو نه پوهیږي چې زه پښتون یم. فکر کوم چې دا به ویاړ نه وي چې موږ په کوم قوم پورې اړه لرو، مهمه دا ده چې له دواړو ژبو نه په استفادې سره خپل هیواد وال په حقایقو پوه کړو او څنګه کولای شو چې د خپل زخمي وطن درملنه وکړو.

شعر دې سر کښه او ښیرازه اوسه!

زه سبا د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په دویمه له ډنمارک نه اوکرایین ته د لالا  لیدلو ته ورځم، که مې کله آنلاین ګیر کړې بنډار به سره کوو. تر بیا.»

ده چې بل ځلې د اوکراین او لالا پوښتنه وکړه، نو ما داسې ور ته ولیکل:

«همدا اوس له هغه نظامي موزیم نه راغلم چې په افغانستان کې جنګیدلي ټانکونه او چورلکي په کې ولاړې وې، اوښکې مې هم راغلې او له هماغو ټانکونو سره مې عکس هم واخیست.

باراني:

لالا دې فکر کوم په هماغه هېواد کې چې میشت دی د افغانستان لپاره د سفارت مسولیت لري؟

خدای دې نور په دې وطن غم نه راولي. خو امید شته چې دا خلک ورو ورو راویښ شي.

آصف بهاند:

هغې چورلکې ته هم وختو او د پیلوټ پر ځای کیناستم، چې څو پر له پسې کلونه یې افغانان وژلي، ته چې داسې یو حالت سره مخ شې څه به کوې. ما خو لکه لیونیانو غوندې ژړا او خندا ګډه کړه.

باراني:

پوهېږم، زه یواځې ژاړم، ژړا مې ډېر اراموي، له ډېرو انلجیزیک بابو او ډېرو انسانانو نه ژړا ښه ده.

آصف بهاند:

راویښیدو ته زموږ ستونی وشکید. لایق په کوم ځای کې ویلي وو:

«زه رڼا پسې روان یم، خو هغه وخت به راشي چې زه نه یم.»

یو ځل یې دننه په افغانستان کې د رسنیو په باب داسې راته ولیکل:

باراني:

«… خو بهاند صاحب دا یاد ولره څومره چې دلته په افغانستان کې ځانمرګی، طالب، جهالت او ناپوهي په ناروغۍ اوښتي هماغومره دا زمونږ رسنۍ ناروغي دي.

زه د رسنیو په رښتیا باور نه شم کولی، دروغ خو یې پرېږده.

او تر ډېره حتا دوی په جګړو کې لاس لري.

آصف بهاند:

زه یې په ټول کې یادوم، موږ افغانان هر څه ته د کرکې له کړکۍ ګورو، داسې نه وایو چې ښه شیان هم په دې طبیعت کې شته، په ټولنه کې یو څه مثبت شیان هم پیدا کیږي او که نه وي هم باید موږ خپله یې ځان ته پیدا کړو ،تر څو به په غمونو کې لوبیږو؟

باراني:

سمه خبره ده… زه هغه وخت خوشاله یم چې دا ملت لمړی موړ وي او بیا پوهه ولري. چې متأسفانه یو هم نه لري.

آصف بهاند:

دروغ خو ډیر خلک وايي او رسنۍ خو د دروغو ګدامونه دي، څوک لږ څوک ډیر.

یو ځل یې را ته لیکلي و چې شعرونه مې درلیږم، بیا وخت ډیر تیر شو زما هم په یاد نه، خو کله چې د اوکراین له سفر نه راستون شوم، ومې لیدل چې رالیږلي یې دی. ده داسې را ته لیکلي وو:

«سلامونه بهاند صاحب، خپل ځني شعرونه مې در ولېږل هیله ده چې خوښ دې شي. په مینه باراني.

بیرته ما په ځواب کې داسې ورته ولیکل:

باراني صاحب سلامونه او درناوي مې د خپل ځان، کورنۍ او ټولو دوستانو له پاره ومنه! هیله ده روغ اوسې.

د روان کال د اکتوبر په ۲۲ ما ښام راورسیدم او په ۲۳ ماښام مې ستا ایمل او شعرونه تر سترګو شول. په بیړه مې په ځانګړي ځای کې خوندي کړل، په یوه شاعرانه وخت کې به خامخا سترګې پرې خوږوم، له مهربانۍ نه دې مننه کوم،

تل د شعر کوربه اوسې.

بیا یو څه موده له فیسبوک نه غایب شو، چې را پیدا شو له یوې ببرې ږیرې سره، ما کوم څه ورته ولیکل او ده هم بې ځوابه پرینښودم. او دا جملې مو په منځ کې تبادله شوې:

آصف بهاند:

نه زما منظور به ډیره سلنه ږیره نه وي، ته هغه خبرې کوي چې ستا شا و خوا خلک دوه سلنه هم نه ورباندې پوهیږي. لکه د ستر مولانا افکار. ستا افکار او د مولانا افکار د دغې ټولنې د ډیرې سلنې له پاره داسې دي لکه د سنايي صاحب دا بیت:

نظم و نثر سنايي پیش نادانان چنانک

پیش کر بربت سرا و پیش کور آیینه دار

باراني:

هو پوی شوم بهاند صاحب… شاید همدا وجه وه چې زمونږ د تصوف او فلسفې سرلارو، د کریم سروش په وینا، یوعمر قاچاقي په بهر ملکونو کې ژوند وکړ او همالته مړه شول.

بهاند صاحب زما په ژوند کې د فلسفې د لوستلو وروسته دومره ستر تحول راغی چې ما یې تصور هم نه شو کولی. ماته د فلسفې پای د تصوف پیل وو.

آصف بهاند:

په هر صورت زما له پار ستا غیابت او په تیره په کابل ښار کې نه پیدا کیدل، په هیڅ وجه د توجې وړ نه ده، خیر بیا نو بویه چې کله به زما سترګې په کابل جان لګیږي.

بیا چې خبر شوم جرمني ته په زدکړو پسې راغلی، نو پوښتنه مې ورنه وکړه چې اوس په څه لگیا یې ده ولیکل چې:

«جرمنی لولم اوس.»

ما ډاډ ورکړ او ورته ومې لیکل:

«سمه ده

جرمني هم غني ژبه ده، هڅه وکړه چې په عادي ډول نه، بلکې په علمي ډول یې زده کړې. په همدې لومړي کال ځان باندې زحمت تیر کړه، بیا وروسته انشا الله هر څه سمیږي.»

بیا یو څه موده غایب شو، چې څنگه راپیدا شو او په فیسبوک کې یې بیا څو ټوټې شعرونه کیښودل، ما او ده بیا داسې دیالوگ تبادله کړ:

آصف بهاند:

سلامونه!

ته لاړې پسې لاړې، زلفه پسې ګوش کدې، ما ره فراموش کدي

برلین ته چې راغلې پسې برلین کې ورک شوې، داسې خو هم څوک نه کوي.

دا شعرونه دې چې نن آنلاین کړي ټول مې خوښ شول، خو د تخلیق نیټه دې ولې نه ده ور سره لیکلې، دا بیا وروسته څیړونکو ته ستونزې پیدا کوي او ستا د فکر د لړۍ پر پوهیدا باندې توره پرده غوړوي.

زه هیله کوم چې د هر تخلیق نیټه او حتی ساعت او ځای هم  ور سره ولیکل شي.

باراني:

سلامونه بهاند صیب، جوړ په خیر

ولا بهاند صیب د کتابونو په خیرنو عنوانو کې لوییږم. کله، کله فکر کوم تر کله به مطالعه کوم.

ملامت یم درته،

دا شعرونه مې ټول د می میاشتي په ۳۱ نیټه لیکلي، اوه که اته نور هم دي ټول مې په یوه شپه لیکلي وو، خو هغه وخت مې نه درلود چې هغه نور ټایپ کړم.

سمه ده حتماً له دې نه وروسته به یې مراعات کړم ان شاء الله.»

وروستی چتنگ مې له فرید باراني سره د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۷ مه نیټه تر سره شوی و. او اوس دا دی بیا غایب شو، خو دا ځل د تل له پاره او زه یې د ویر پر تغر داسې په سرو سترگو کینولم چې هک حیران یم، هیڅ له خولې ایستی نه شم، د ککرې په کومبزه کې مې گڼې پوښتنې ښکته پورته په ځواب پسې منډې وهي.

د فرید باراني له پښتو شعرونه سره تر ډیره پورې ځکه اشنا یم چې ده خپله خپل پښتو شعرونه ښايي تر ټولو نورو دوستانو ډیر زما په پته رالیږلي وي او هم یې په میډیا کې تر دري شعرونو، پښتو دا ډیر خپرول. نو ځکه یې زه د دري شعرونو بیلګې او پر هغو بحث نورو هغو دوستانو ته پریږدم چې د باراني دري شعرونه یې ډیر له نظره تیر شوي.

د فرید باراني د پښتو شعر په بابمې د ښاغلي محمد آقا ذکي  دا لاندې نظر چیرې لوستی و او سمدلاسه مې خوندي کړ، خو له بده شامته چې پته مې یې نه ده لیکلې. د ښاغلي ذکي دا نظر زما له خوا هم د تایید وړ دی:

«فرتوریازچهره‌یتابناکفریدبارانی،شاعریکهلطافتطبعوز‌یباییافکارشدرحوزه‌یشعرپشتوافق‌هایتازه‌ییرانویدمی‌دهد!

امیدوارمتاهمیشهدنیادنیاشادکامیپیشروداشتهباشی…»

فرید باراني په دې کم عمر کې د لویو خیالاتو او ژورو مالوماتو درلودونکی و. د یو لوی استاد په څیر، پر داسې موضوعاتو غږیده چې د ډیرو خلکو له سویې او ذهن نه لوړه خبره وه، دا اعلان یې یوه بیلگه ده:

دا هم د فرید باراني د پښتو شاعرۍ یوه بیلگه:

شمال د باغ له څانگو، څانگو ځنې

زما د هیلو تار، تار شوي گریواونونه راوړل

بازار زما د افسانو له لاسه خوب نه لري،

ته وا د مرگ په دریابونو کې نڅا کومه

ته وا ورکیږمه نور

ته وا اروا مې نور د باغ له پاڼې، پاڼې تبسم ځنې کیږدۍ ټولوي

سږکال پروسږ نه دی،

چې لمر د غرونو په کنډو ویده کم، بیرته راشم

سږکال پروسږ نه دی،

چې مې د کیڼې پوښتۍ درد ارام شي

سږکال پروسږ نه دی،

چې راسته لاس دې پر تندې راکیږدې،

او در ته ووایم چې ښه یمه نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب