جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهقانعدته خېل په کندهار کې/ عصمت قانع

دته خېل په کندهار کې/ عصمت قانع

دته خېل په میرانشاه کې یو کلی وو ، د میرانشاه د بازار له جوړېدو سره جوخت د میرانشاه د بازار برخه وګرځېد او اوس یوه بازاري سیمه ده.

دا مهال په دته خېلو کې تر وزیرو عرب ډېر دي، چیچنیایان هم شته، جرمنیان، ازبکان، انګریزان، کفار غجر، یهود، نصارا او د دنیا د شر او فساد ټوله تومنه د دته خېلو په کټوۍ کې راټوله شوې ده.

په دته خېلو کې د ترورېزم تر کټوۍ لاندې اشټوب د پښتنو د وینو په تېلو باندې بلېږي. همدا د پښتنو وینه ده، چې د ټولې دنیا د خدۍ او بدۍ پور ورکوي.

د میرانشاه لپاره له ټولې نړۍ څخه د نقدو روپو د رسد پایپ لاینونه فعاله دي او همدارنګه میرانشاه ته د ټولې نړۍ قاتلان په سرو سترګو را روان دي.

نه یې د دنیا سمندرونه مخه نیولای شي او نه یې د ترورېزم پر ضد د ټولې نړۍ په هوایي ډګرونو کې امنیتي او دفاعي تدابیر مخه نیولای شي.

بس دته خېل او میرانشاه د څڼیورو د قتلونو، د ډرون الوتکو د مانورونو او راکېټونو په لابراتوري ازمایښتي خاوره بدل شوي دي.

د پاکستان حکومت لاهور اداره کولای شي، کراچۍ سمبالولای شي، کشمیر بېرته رغولای شي، حتی د لېرې واټن راکېټونه ازمایلای شي، خو په دته خېلو کې د لنډغرو څڼې نه شي کمولای، ځکه بیا یې د کرایي جګړې څڼیور ډالر پارچاوېږي.

نړۍ د ترورېزم پرضد جګړه کوي، خو د دغې جګړې د توجیې لپاره یې ځاله په میرانشاه کې جوړه کړې ده.

د پښتنو له خاورې څخه یې د ښاروالۍ د کثافاتو بیلر جوړ کړی دی، د ټولې نړۍ د افراطیت کثافات د پښتنو خاورو ته راوړل کېږي او همدلته یې باید انساني وینه د کثافاتونو د قربانۍ قیمت ورکړي.

په لومړي ځل دغه د کثافاتو د سمبالښت خندقونه په میرانشاه، وزیرستان، واڼه، اُرکزو، کچلاک، چمن، ږوب، مومندو او باجوړ کې جوړ شول.

د پښتنو د ټول فرهنګي او سوله ییز کلتور برخلاف هر هغه غږ په مرۍ کې خفه شو، چې د دغو کثافاتو د خطر اواز ترې راپورته کېده.

څڼیور قاتلان وهڅول شول چې د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې هغه قومي مشران، وطن دوسته دیني روحانیون، روښانفکران، د جرګو، مرکو د نرخ او څلي عنعنوي ماهرین ترور کړي، چې کولای یې شوای د پښتنو د ژوند او کلتور په وړاندې راولاړ شوی ګواښ د ملي نظم، ملي اواز او قومي عزم له لارې خنثی کړي، هره ورځ به څو، څو قومي مشران وژل کېدل، دیني روحانیون ترور کېدل، خو ددې ټولې فاجعې په وړاندې بشري نړۍ او د پاکستان خدۍ او غدۍ خاموشه وه لکه دوی چې هم د دغو قتلونو د ځنځیرونو کړۍ سره کوشیر کړې وي.

همدا اوس، اوس دغه لړۍ روانه ده. ترورېزم پر پښتنو تاوان دی، افراطیت د پښتنو د تندي د پېغور خال دی. هغه پښتون چې هېڅکله به یې هم خپل دښمن په ناخبرۍ کې نه وژلو او په ناخبرۍ کې به یې انتقام نه ترې اخست، نن هغه پښتون په ناخبرۍ کې په خپلو بازارونو، کلیو او بانډو کې په سلګونو او زرګونو قتلونه ویني، خو زور یې نه رسېږي. زور یې ځکه نه رسېږي چې د ترورېزم په نوم ناروا جګړې د سر دستارونه ورته ړنګ کړل، حجره یې ورته ورانه کړه، مرکه یې ورته سپکه کړه، جرګه یې ورته بې ارزښته کړه او هغه عنعنوي مزي یې ورته وشلول چې د پښتنو د قومي وجود اډانه یې سره تړلې وه.

ترورېزم اوس یو بل تاکتیک ډ‌ګر ته را اېستلی دی. د ډیورنډ له کرښې سره یې په نښتو ولایاتو کې د روزنې مرکزونه، پوهنتونونه، د مدني تاسیساتو مرکزونه او بنسټونه د ترورېزم د کثافاتو په بیلرونو تبدیل کړي دي.

د کندهار په پوهنتون کې د کندهار د مرستیال والي ترور او وژنه د خطر هغه زنګ دی، چې غواړي افراطیت او بنسټ پالنې ته تر مدني پردو لاندې مصؤنیت ورکړي.

د پتیال وژنه عادي وژنه نه وه او نه به عادي وګڼل شي، په پوهنتونونو کې ترورېزم ته څادر غوړول د افغانستان بقا ته د فناه د ټغر غوړولو مفهوم لري.

د کندهار او ننګرهار په پوهنتونونو کې وروستي تحرکات دا ښیي چې مکار دښمن غواړي چې دته خېل کندهار ته رانقل کړي او ننګرهار د باجوړ په ډمه ډوله تبدیل کړي.

توهین به په اروپا کې اسلام ته شوی وي، خو د ترورېزم د خوان ړانده چرګان به پر افغاني ډیرانونو مښوکې په غولو لړي.

د افغان لاره به بندوي، د افغان وطن د برېښنا مزی به پرې کوي او د همدې وطن د بنسټونو تباهۍ ته به یې بډې رانغاړلې وي.

د افغانستان امنیتي قوتونه، استخبارات او د څارګرۍ مواسسات باید وپوهېږي چې په مدني جامه کې افراطي تحرکات په هېڅ ډول د بښلو وړ نه دي، دوی باید په خپل ټول قوت سره له پوهنتونونو څخه د ترورېزم جرړې وریبي، که په ډېره لوړه بیه هم وي باید پرې نه ښودل شي، چې ترورېزم د پوهنتون په سنګر کې د توجیې لپاره ژبه پیدا کړي.

هغه رسنۍ چې په خاصو مواردو کې د دغو مرموزو تروریستي تحرکاتو خبرونه د میډیا د ازادۍ په نامه نشروي باید ځای پر ځای ودرول شي، ځکه چې هېڅ ازادي د تباهۍ لپاره توجیه نه لري، هېڅ مدنيت د افراطیت لپاره د توجیې وړ نه دی.

هر هغه حرکت چې د ټولنې د سبوتاژ او تخریب وسیله وي، سیاسي ازادي یې د مدني حق په توګه د منلو وړ نه ده.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

6 COMMENTS

  1. قا نع صاحب سلام
    بې تميزي خو ډير ې زياتې دى چې شميره کې نه راځي کله چې ما ستا دغه فرهنګي، سيا سي، اجتماعي، کلتوري او مدني ليکنه لوسته نو په دې وخت د احسان الله بيات په تلويژن کې د ” نخبګانو” په پروګرام کې يو شا عر او ليکوال امان الله “فروغى” د ژبو په هکله خبرې اترې درلودې خو ډير زيات په درې را وڅرخيد او د هغه تاريخ او قدامت داسي وښود چې په خپله د ” نخبګان” له کليمي هم څو برابره پورته والوت چې په سترګو ليدل ېې نا ممکن برېښيده بله ډله د نخبګانو لاندې کسان دي سيما “ثمر” ويل کيږي چې د ښځو وزارت لپاره ېې ځان چمتو کړي. سليمان “لايق” چې بې شميره کتابونه ېې په کوټه ښکاري خو نه پوهېږم چې ده خپله ايديالوژي چيرې پرىښوده چې اوس “نخبګانو ” ته راګډ شو يونس قانوني د بن د معاهدي ستر مشاور، او د کابل ښار وژونکي چې ثبوت نه غواړي.
    قا نع صاحب کله چې ستا ليکنې ته بيرته راغلم نو ستا په ليکنه کې مي دادب ځانګړي تعريف وليد چې ډير اوچت تهذيب ورسره ملګرى دي ډير ښايسته او مناسب دى، اصطلاحا دادب، فرهنګ، اوپوهې سليقه په کې ليدل کيږي ستا د کلام موزون ډير عالي دى

  2. سلام دی دی تولو وطندوستانوته!
    الله دی په گوتو برکت وکره، تا چی هر شی لیکی تول په جا دی، خو اخ چی پشتون اوس هم په خوب دوب وید دی نو چی کوم وخت به له دی خوبه راویش سی….

  3. سلام دی وی تولو وطن دوستانو ته!
    الله دی په گوتو برکت وکره، تا چی هر شی لیکی تول په جا دی، خو اخ چی پشتون اوس هم په خوب دوب وید دی نو چی کوم وخت به له دی خوبه راویش سی….

  4. بس قانع ګله الله درکړی ده، مطبوعات د په خدمت که دی، مګرفون د په خدمت که دی، ستا او قرار هره لیکنه او بابولالی نشر کیژی ، ځکه چه ستاسی شاته حکومت او نا ټو ولاړه ده ، ستاسی چه هر څه چه وایی هفه کواکی ستاسو په نظر د ټولنه لپاره ملهم دی، مونژ غوندی خلک چه غواړو ستاسو سره آ زا د بحث وکړو، زمونژ اواز څوک نه اوری ، زمونژ لیکنه ځوک نه اخلی، مو نژ که هر څومره رشتیا واویو بس نو ستاسی یوه ټاپه لری چه دا پردی استخبارات دی، دا دشمن دی دا باید ختم شی، او ستاسی خو اصلی جوهر دادی چه ستاسی غوندی او ستاسی هم فکره(ارګ) د فرانس قانون دلته غواړی……………..خویوه خبره په مهربانی سره واوری ! چه ددی خاوری مزاج دادی چه همیشه یی باطل پرست استفراق کړی. مننه

  5. پوځي-سياسي ګټو فكر څنګه او كومه ځايه پيل كېږي او د چېرې ځي؟
    څوك يې د سون توكي دي؟
    د وسلو كمپنيو مشر؛ ته ورشه ولسمشر ته چې ترهګرو جوړولو لپاره پټه بوديجه جوړه كړي؛
    لابي كوونكو؛ زموږ ګټه څه ده؟
    د وسلو كمپنۍ مشر؛ ترهګر به په جنجالونو كې واچوو بيا به يې د خپل دوښمن پر وړاندې وكارو او په خپل حكومت به وسلې خرڅې كړو تر څو يې ترهګرو ته وركړي؛
    لابې كوونكی؛ نو كه ترهګر بيا زورور شي او موږ سره جګړه وكړي؟
    د وسلو كمپينو مشر؛ هاهاهاه۔ دا خو مو نو اصلي موخه ده چې يو په بل به يې داسې وهو چې په هماغه پابريكه كې به د دوی په وړاندې نوي او تازه دمه او ترهګر لږ سپېڅلې وروزو او دوی بيا زموږ حكومت سره په جګړه كې بوخت كړای شو نو بيا خو نو مزې دي مزې؛ ټولې وسلې او نوې ټكنالوژي له موږه اخلي او د ولسونو غم يې د ترياكو په زور خورو؛
    لابي كوونكو او امريكې حكومت؛
    لابي كوونكی؛ ګوره چې پلانی دوښمن٬ روسيه خورا ډېره خطرناكه ده؛
    د امرېكې ولسمشر؛ هو هو هو ؛ نو څه وكړو؟
    لابې كوونكی؛ بايده په خپله سيمه كې يې په جنجالونو اخته كړو؛
    دامريكې ولسمشر؛ هغه څنګه؟
    لابي كوونكی؛ د هغه پر وړاندې يې خپل سيمه ايز هېوادونو كې ولسونه راوپاروو؛
    د امريكې ولسمشر؛ هو هو چې د ډيموكراسۍ خبرې او تبليغات ورته وكړو؛
    لابې كوونكی؛ هو بلكل خو دا دومره زوروره وسيله نه ده؛ په دې باندې هلته څوك سر نه وركوي؛
    د امريكې ولسمشر؛ نو بيا؟
    لابي كوونكی؛ دلته يو روسی دی د الكزندر بېنګسن په نامه هغه ډېرې څېړنې كړي دي هغه يوه تګلاره لري۔
    د امريكې ولسمشر؛ روسی په توپ ووله؛ دلته يې رانه ولې چې دا سپينه ماڼی به ټوله كمونېسټه كړي۔ هغه څه وايي؟
    لابې كوونكی؛ الكزندر بېنيګسن وايي چې په اسيا٬ افريقا٬ اروپا او په ځانګړې توګه مينځنۍ اسيا كې موږ رسانو ته سخت جنجالونه جوړولای شو؛
    امرېكې ولسمشر؛ واه واه ٬ ډېر ښه؛ د مور شېدې سه په دې ښه زيري؛ نور څه وايي چې څنګه؟
    لابي كوونكی ؛ هغه وايي چې په دې ټولو سيمو كې مسلمانان شته دي او په دوی كې ځانګړې ځانګړې حلقې٬ طريقې٬ داړې او سازمانونه لري۔ او په ټولو كې د نقشبنديه طريقه ډېره رازداره ده او دوی كولای شي چې نور مسلمانان د خپلو حكومتونو او روسانو پر وړاندې راوپاروي او ان وسلې اخيستلو يانې جهاد ته يې اړ باسي؛
    امريكې ولسمشر؛ ههههههههههههههههمممممممممممممممممممممممممم؛
    د امريكې ولسمشر؛ زما يې بيا ګټه څه؟
    د وسلو كمپنيو مشر؛ ستا پټ كمېشن موږ سره دی؛ ته غم مه كوه؛ په بشريت كې داسې قوت لانه دی پيدا شوی چې زموږ په كميشن خبر شي او يا څه وكړي؛
    د امريكې ولسمشر؛ ههههممممممممممممممممممممممممممممممم۔
    امريكې حكومت پالسي جوړوي؛
    د امريكې ولسمشر؛ د سی ای اې مشره︕ ته ولاړ شه او د هرې سيمې لپاره يوه پروژه جوړه كړه؛ يوه د اسيا لپاره بله د ټولې امرېكې٬ لپاره ٬ بله د افريقا لپاره او بله د اروپا لپاره چې هلته موږ د خپلو ګټو خوندي كولو لپاره كسان وګومارو؛
    د سې ای اې مشره؛ موږ دغه پاليسي د اسيا لپاره د الكزند بينيګسن د څېړنو او مشورو په رڼا كې جوړه كړې ده چې هلته د انګريز د استخباراتو د تجربو په اساس ولاړه ده او ښه بريالۍ ده؛
    د امريكې ولسمشر؛ ښه ښه ته يې راته تشريح كړه۔
    سي آی اې مشر؛ موږ به د اسيا لپاره اشيا فونډيشن جوړ كړو؛ اشيا فونديشن به هلته څلور كارونه كوي؛
    • اسلامي عقايدو پوهنځيو له لارې دې ولسونو ته ديني تبليغات او په ځانګړې توګه افراطي او وينې بهولو او بغاوت اسلامي فكر او هغه كتابونه خپروي چې خلك جګړې٬ افراطيت او بغاوت ته راوپاروي٬ او پپه دې پوهنتونو كې به كسان سي ای اې لپاره ګوماري؛ د دوی د ځوانانو پام به هغو خبر ته واړو چې دوی ورباندې ژر قهر كوي لكه لوڅ مخ︕په افغانستان كې امان الله خان په وړاندې د انګريز كاميابه پاليسي۔
    • د مذهبي كورنيو لكه مجددي خيلو سره مالي مرستي چې انګريز كولې هغه به جاري ساتي او دوی به زموږ په اشاره چلېږي
    • په پوهنتونو كې به ځوانان په ګوته كوي تر څو امريكې ته د تحصيل لپاره راشي او هلته موږ ورباندي كار وكړو او د شوري پر وړاندي يې فكر بدل كړو؛
    • هلته به د تعليمي ادارو سره مالي مرستې كوي۔
    د امريكې ولسمشر؛ ښه نو دا به په كومو هېوادونو كې كار كوي؟
    سي ای اې مشر؛ د اسيا په ټولو اسلامي هېوادونو كې؛ په ځانګړې توګه٬ پاكستان٬ افغانستان٬ ايران او دا نور ټول؛
    د امريكې ولسمشر؛ د دې هېوادونو به څه رول وي؟
    سي ای اې مشر؛ نور هېوادونه به وروسته درته تشريح كړم خو افغانستان بې وزله هېواد دی او زموږ مرستې څه چې د هر چا مرستو ته ښه راغلاست وايي ؛ او پاكستان د انګريز پاليسي خپله كړې ده؛ په افغانستان كې د انګريز د ملګرو سره مرستې كوي او هلته د تجار پير ٬حضرت ٬ ولې٬ سادو٬ ملنګ او ملا په نامه خپل كسان استوي او خپل كار يې روان دی؛
    د امريكې ولسمشر؛ د دوی ګټې څه دي چې موږ په هغه خپل فشار بيا واچولای شو او موږ ترې هم ګټه پورته كړو؟
    سي ای اې مشر؛ پجنجابيان او پوځ دغه غواړي؛
    • پاكستان غواړي د افغانستان څخه نيول شوې خاوره او ولس هضم كړي٬
    • افغانستان تر خپل ولكې لاندې راولي او مينځنۍ اسيا ته د تجارت كړل او واك تر خپل واك لاندې راولي
    • د كشمير سيمې تر لاسه كولو لپاره پښتانه وكاروي
    • د كشمير په بهانه د هند سره په سيمه ايزه سيالۍ كې افغانستان د ځان لپاره ژور مورچل جوړ كړي
    • او په خپله پاكستان كې د ننه د پښتنو ملي فكر ووژني
    • او پاكستانی پوځ غواړي چې د جنجال په جوړولو سره نوې وسلې او ټكنالوژي تر لاسه كړي
    • د سېمې مخدره موادو قاچاق په خپل واك كې راولي
    د امريكې ولسمشر؛ د سعودي او عربو څه ګټې دي؟
    د سي ای اې مشر؛ سعودي دا لاندې ګټې لري؛
    • په دې سيمه جنجال به د مينځنۍ اسيا تېل او ګاز به نورې نړۍ ته نه رسيږي
    • دوی به د مسلمانانو تر نامه د ترهګرو ملاتړ كولو څخه د ټولو مسلمانانو مشري تر لاسه كړي او دا شهرت به دوی ته د خپل وهابيت خپرولو لپاره لاره هواره كړي چې په خپل وار سره به دوی د خپل سيلاني تجارت ته وده وركړي او ډېر مسلمانان سيلانيان د دوی هېواد ته د حج لپاره ورشي چې د دوی د حج ګټې به خورا اوچتې شي۔ دوی څو ځله شكايت كړی چې د حج سيلانيان كم شوي او ګټه يې كمه شوې ده۔
    • دوی د امريكې د په دفاعي كمپنيو كې پانګونه كوي
    دامرېكې ولسمشر؛ كه چېرې د دې هېوادونو ولسونه په سياسي ډول راوېښ شي بيا؟
    د سی ای اې مشر؛ موږ ورته پروګرام جوړ كړی دی؛ كوښش كو چې د دوی ټول سياسيون او فرهنګيان په پيسو او مرستو روږدي كړو نوی به هېڅ ملي كار ونشي كړای او ولس كې به يې د غريبانو د غږ اوچتولو مخ نيوي لپار ترياك او پوډر خو شته پخوانۍ د برېتښ انډيا كمپنۍ وسيله︕
    دامريكې ولسمشر؛ ههههمممممممممممممممممممم بده بلا يې؛
    د امريكې ولسمشر؛ ته به دا ټول برابر كړې او زه به پرې هوكړه وكړم او دغه هېوادونو ته همدا خبرې وكړه؛
    سي ای اې مشر؛ سمه ده ته بېغمه شه؛ نورې خبرې هم شته؛
    بيا نور؛

  6. د مجددي٬ اخوان او پرچم خېلو په اړه د امريكې خپل اسناد څه وايي؟
    ٩۷ مه پاڼه؛
    سي ای اې٬ د اېشيا فونډېشن غوندې مخكښو ډلو له لارې كار كولو سره٬ هغه لاره وغزوله چې یوه پېړۍ مخكې د بريتانيې استخباراتو ي ټينګه كړې وه ٬ چې د مذهبي توندلارو يا زياتي پلوو ملاتړ يې كولو چې د افغان حكومت د پرمختګ هڅې شنډې كړي۔ د دې پټو هڅو يو بله ښكاره نښه يا موخه په راتلونكو سياسي مشرانو باندې د روس اغيزه وه۔
    د ليكوال رابرټ دريفيوس په وينا٬ يوه ځانګړې هڅه كېدله چې د زده كوونكو ډلې تر اغېز لاندې راوستل شي۔ ” په ١٩۵٠مو او ١٩٦٠مو كې٬ اېشيا فونډيشن كابل پوهنتون ته خورا لويې مرستې وكړې او ګڼې برابرې پروژې يې درلودلې چې يې د افغانستان اسلامي تنظيم شويو ټولنو سره چلند(مرستې) كولو۔ د جان او روز بنيګن په وينا چې د اېشيا فونډيشن اوږدمهاله مسولين دي٬ چا چې په اېشيا فونډيشن كې په افغانستان او پاكستان كې په ١٩٦٠مو كې كار كولو٬ اېشيا فونډيشن د پاكستان په لاهور كې د اسلامي څېړنو انسټيټيوت سره مرسته كوله۔۔۔۔۔۔۔۔ *موږ د مهمو پوهنتونو سره د اسلامي عقايدو ډېپارټمنټونو له لارې مرستې كولې* د جان بنيګن په وينا۔۔۔۔ زده كوونكي زموږ لومړی نښه وه* دی وايي۔”
    لكه څومره مهم چې د بهرنيو زده كوونكو ګومارل د سي ای اې موخو ته په نښه شويو هېوادونو كې د ننوتلو لپاره وو٬ اېشيا فونډېشن يو بل خورا ډېر مهم رول هم داسې ولوبولو چې د امريكې استخبارات يې د اېشيا فونډېشن په فكر جوړولو كې وردننه كول تر څو د سې ای اې تبليغات د هغه هېواد كورنيو اورېدونكو لپاره چمتو كړي؛
    د ويكټور مارچيټي او جان ماركس په وينا په سې آی اې او د استخباراتو داړه كې٬ ” د اېشيا فونډيشن د فعاليتونو پام د سمندر هاخوا و٬ خو د دې ټولنې اغيزه د امريكې په اكاډميكه ټولنه باندې خورا ډېره وه تر هغې د لرې ختېځ څخه۔ د فونډيشن په پروګرامونو كې د امريكې ډېرو عالمانو برخه واخيستله٬ او دوی د سي آی اې د پلانونو په عام كولو كې٬ ٬ ډېری وخت په ناخبرۍ كې٬ مرسته وكړه۔
    د بوديجې پر مهال ډېزاين شوی او منل شوی٬ د سمندر هاخوا لپاره د تبليغاتو يو عمليات٬ اېشيا فونډيشن همدارنګه تل به په منظمه توګه په دې پړ(مجرم) ؤ چې امريكايي ولس ته يې هم د سې ای اې تبليغات ورشنل؛”۵١
    د روز بنيګن په وينا په افغانستان كې د اېشيا فونډيشن د پرېمانه پېسو يوه بله افغان نښه يوه خورا د پام وړ مذبي كورنۍ ٬ د مجددي كورنۍ وه۔ په نقشبنديه صوفي طريقت يې د پېر رتبه درلودله ( د بهاوالدين نقشبند په نامه نومول شوې چې په كال ١٣٨٩ كې ومړ)٬ د مجددي كورنۍ په افغانستان كې يوه تر ټولو ستره د مځكو خاونده كورنۍ هم وه٬ دې كورنۍ د امان الله خان د مځكې د اصلاحاتو پر وړاندې په كال ١٩٢٩ كې بغاوت وكړ۔
    په هغه وخت كې په دوی٬ مجددي كورنۍ٬ باندې تور ؤ چې د برېتاني د استخباراتو څخه ورته پېسي راځي٬ دې كورنۍ په ١٩۵٠مو كې د خپلو سياسي او مالي ګټو په سر٬ د محمد داود خان سر سخته ملت پالنې سره ټكر وكړ٬ هغه چا چې ٬ رېچارډ او ننسي وېل په وينا٬ چې همداسي يې تمه كېدله٬ “هر ډول سياسي خپلواكي يې نه خوښوله چې د ده ځواك وګواښوي”۵۴۔
    په پای كې ٬ د كورنۍ يو مهم ځوان٬ صبغت الله مجددي٬ د داود لخوا وشړل شو۔ او هغه هم كوپنهېګن ته وتښتېد٬ په كوم ځای كې چې ده يو اسلامي مركز چلولو چې د لېبيا لخوا يې مالي ملاتړ كېدلو۔
    ۔
    ۔
    ۔
    ۔
    په افغانستان كې د اسلامي توندلارۍ يا زياتي پلوۍ امريكايي ملاتړ پديده د روسي مهاجر الكسندر بېنګسن د فكر ځېږنده وه چې ده وېيل چې منځنۍ اسيا بايده چې د نقشبنديه طريقې په استعمالولو سره كاواكه او ناكراره شي؛
    نور بيا؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب