دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماعامر خان: پي کې فلم مې د ژوند تر ټولو سخت ترين...

عامر خان: پي کې فلم مې د ژوند تر ټولو سخت ترين فلم وه

اسدالله خان خان –

د عامرخان نوی فلم پای ته ورسېد او په دې وروستيو کې به نندارې ته وړاندې شي. عامر خان (PK) فلم کې په بېلا بېلو څېرو راښکاره شوی دی او کوښښ يې کړی چې د ( مسټر پرفيکشنسټ) نوم پر ځای وساتي.

د باليوډ افسانوي ستوری عامر خان په يوې مرکه کې وويل: ((په حقيقت کې په ( پي کې ) فلم يوه څېره کې ده، خو دی په اته ۸ جوړه مختليفو جامو کې به تر سترګو شي، که تاسو ورته نوې طرح ورته وايي ، نو دا ښه طرح ده او زما ټولې خوښې دي.

امر خان زياته کړه چې د فلم په جوړېدو په روان حالت کې مې د پان عادت نه درلود خو د دې فلم لپاره يې ډېر پان يې وخوړل،ځکه چې په دې فلم کې کوم رول چې وه هغه د پان شوقي وو او همدا وجه وه چې د فلم په جوړلو دوران کې ما لږ تر لږه پنځوس 50 يا شپېته 60 پان خواړل. د دې لپاره يوه پان جوړونکي زمونږ چوپړ کې وو.

د يوه سوال په ځواب کې هغه وويل چې په فلم کې يوه داسې سهنه ده چې هغه له آې – ټي – ايم نه پيسې اوباسي خو په حقيقي ژوند کي دا کار هغه بيخي نه دی کړی.

(مسټر پرفيکټ ) امرخان ويلي وه چې ( پي، کې) سلمان خان هم په دغه رول کې ښکارېده.

هغه زياته کړه چې دا يو اتفاق دی،چې تېر پنځه کلونو راهيسې زما فلمونه د شارخ خان د ديوالي په ورز نندارې ته وړاندې کيږي.

همدغه وجه ده چې د ده فلمونه د کنګ خان ( شارخ خان ) له فلمونو سره سم نندارې ته وړاندې کيږي، او دا زما لپاره د خوښئ ځای دی چې شارخ خان يو غښتلی ستوری دی، او په کروړونو مينه وال لري او د هغه فلمونه ګوري، له دې سره په پراخه ډول نندارې ته زما د فلمونو ټرېلر امکانات يې زياتيږي.او له دې وجې نه اسانه مرسته د فلم مشعورېدلو ته پيداکيږي.

عامر خان وويل، چې له پنځه ويشت کلونو راهيسې د سينمايي هنر کې پاتې شوی دی، د (پي ،کې) فلم کې کار کول ډېر مختليف ثابت شوی دی، او زما د ژوند تر ټولو ستونزمن کاروو، چې په دې فلم کې مې ډېر کوښښ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب