Homeخبرونهد طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دوهم ځل افغانستان د...

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دوهم ځل افغانستان د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کوي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د طالبانو چارواکو ته بلنه ورکړل شوې چې د ملګرو ملتونو د اقلیم په راتلونکې سرمشریزه کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې واک ته د طالبانو تر ستنېدو وروسته دوهم ځل دی چې د افغانستان استازي په دې غونډه کې برخه اخلي.

په کابل کې یوه چارواکي د سې‌شنبې په ورځ وویل، د اقلیم سرمشریزه به راتلونکې اوونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شي.

دوه کاله مخکې هم د افغانستان د طالبانو د حکومت استازو د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې په اقلیمي سرمشریزه کې ګډون کړی و، چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دوی لومړنی ګډون و.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون برخې مشر روح‌الله امین اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته تایید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون پلان لري. دغه غونډه په رسمي ډول د غړو هېوادونو د کنفرانس یا «کوپ ۳۱» په نوم یادېږي.

یوه ترک چارواکي هم، چې د خپل حکومت د اصولو له مخې یې د نوم د نه خپرېدو په شرط خبرې کولې، ویلي چې د طالبانو استازي به په دې غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي.

څارونکي کولی شي د اقلیم په سرمشریزه کې په غونډو او بحثونو کې ګډون وکړي، خو د تګلارو او موخو په اړه د رسمي خبرو اترو او پرېکړو په بهیر کې د ګډون حق نه لري.

ملګرو ملتونو طالبانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دغه سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان څوکۍ په خپل واک کې واخلي. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ډېرو غړو هېوادونو له خوا په رسمیت هم نه دی پېژندل شوی. د دې موضوع یو مهم لامل پر ښځو د زده‌کړو او تګ راتګ په برخه کې د طالبانو سخت محدودیتونه دي.

په باکو کې د طالبانو له ګډون وروسته، د ملګرو ملتونو د اقلیمي سرمشریزو د مشرتابه ډلو دا پرېکړه ځنډولې وه چې په دغو غونډو کې د افغانستان استازیتوب څوک وکړي. له همدې امله کابل تر ډېره د خبرو اترو له بهیره لرې پاتې شوی او له دې درکه افغانستان له هغې بودجې هم محروم شوی چې د اقلیمي بدلون له کبله هیوادونو ته ورکول کېږي.

افغانستان د نړۍ یو له څو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له کبله یې چاپېریال ډېر اغېزمن شوی خو دا په داسي حال کې ده چې په اقلیمي بدلون کې د افغانستان ونډه خورا کمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی. دغه هېواد له وچکالۍ، د اوبو له کمښت، سختې ګرمۍ او نااټکل شویو سېلونو سره مخ دی، چې د خلکو ژوند یې سخت اغېزمن کړی او د بې‌ځایه کېدو لامل شوي دي.

د افغانستان ډېری وګړي پر کرنه متکي دي او پرله‌پسې وچکالیو د خوراکي توکو تولید سخت کمزوری کړی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوه راپور له مخې، د تېر کال له اپرېل څخه تر دسمبر پورې په افغانستان کې څه باندې ۱.۶ میلیونه کسان د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

په کابل کې حکومت ټینګار کوي چې افغانان باید په نړیوالو غونډو کې استازي ولري او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره له نړیوالو مالي مرستو برخمن شي.

په کابل کې د «سمسور وطن» په نوم د یوې نادولتي ادارې اجرايي مشر سیدمحمد سلیمان‌خېل وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره مالي مرستې وکړي، پرته له دې چې په دغه هېواد کې څوک واکمن دي.

هغه ویلي: «د اقلیمي بدلون له پایلو سره د افغانستان خلک مخ دي، نه حکومت.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نشه/اجمل پسرلی

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...