تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د نیپال پولیس وايي، د سېشنبې په ورځ ایورست غره ته نژدې دوې څرخکې د کښېناستو پر مهال له یو بل سره ټکر شوې دي، چې له امله یې یو مسافر مړ شوی او بل ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه د نیپال د سولوخمبو ولسوالۍ په یوه هوايي ډګر کې د هیلي کوپترو د کښېناستو پر مهال شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې شېبه د نیپال وېبکم په نوم د هوا د څارنې یوې کمرې په ژوندۍ خپرونه کې د ځايي وخت د سهار شاوخوا ۸ بجې او ۱۱ دقیقې ثبت کړې ده.
د ایورست ټوډې په نوم یوې ځايي رسنۍ د راپور له مخې، په یوه حرخکه کې یوازې پیلوټ سپور و او دغه څرخکه د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره کارېده. په بلې کې پیلوټ او دوه سیلانیان سپاره وو، چې له هغوی څخه یو یې د پېښې په ځای کې مړ شوی دی.
که څه هم د ایورست غره ته د غرختونکو د تګ بوخت موسم پای ته رسېدلی، خو نیپال دا مهال د مني د غرنیو سفرونو په مهم موسم کې دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې نیپال لا هم د ورستیو سختو موسمي بارانونو له ویجاړیو رغېږي. د اګست په وروستیو کې سېلونو هم ګڼ کسان وژلي وو.
اټکل کېږي چې د څرخکو دا پېښه به د نیپال د ګرځندوی او هوايي چلن پر مهمو برخو یو بل منفي اغېز وکړي.