جمعه, اپریل 26, 2024
Home+راشد خان ته د عقیدت ګلونه

راشد خان ته د عقیدت ګلونه

راشد ناروغ دی، راشد دې روغ شي
چې هسک یې لاس کې د بریا توغ شي

په دغه ستوري آسمان ښایسته دی
دا چې لږ تت دی، بیا دې فروغ شي
***

د وطن نوم یې تل ځلولی
ملي بیرغ یې ډیر رپولی

وياړ د وطن دی، ویاړ د ولس دی
د سیال له سترګو یې، خوب تښتولی
***

راشده پاڅه ميدان ته راشه!
بیرته د لوبو جهان ته راشه
ویکټې واخله او بیا موسکی شه
د ماتو زړونو درمان ته راشه
***

ته اسطوره یې ته قهرمان یې
زوی د وطن یې ، مرد میدان یې

تاته چې ګورم، زړه مې تازه شي
خوږ لکه ګران افغانستان یې
***

د (نعمان) زړه کې یې خاص مقام دی
ته وا، د تږي په لاس کې جام دی
خوښي مو ده نه سرچینه اخلي
راشد زمونږه د غرور بام دی

نعمان دوست
جوزا /١٢/ ١٤٠٢

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب