پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ادبیات؛ استعداد که زحمت؟ / بحث (۱) 

ادبیات؛ استعداد که زحمت؟ / بحث (۱) 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، د وتس اپ په چټ کې پر ادبي مسایلو بحثونه پیل کړې دي. دلته د دې لرۍ لومړی بحث لوستلی شئ. 

هیله پسرلی: 

سلامونه، 

ځينې وايي، تخليقي ليکوالي ( شعر، کيسه..) استعداد دی. ځينې نور بيا وايي، نه داسې نه ده په کوښښ هم زده کيدای شي. يو شمېر کره کتونکي په دې باور دي، تر هغو چې اصول او اډېټ زده‌ نکړو د استعداد په زور خاص څه نشو کولی. يو شمېر ليکوال بيا وايي، اصول ښه دي خو تخيل ازاد مرغه دی د اصولو په قفس کې يې بايد ايسار نکړو. په دې هکله ستاسو تجربه او نظر څه دی؟

صفیه وردګ: 

په لیکلو کې زما د اندکې تجربې په اساس زه غواړم ووایم چې لیکل تمرین دی او د دې تمرین استمرار! زده کړه د وخت مسله ده او استعداد غوړیدل خو خپله وخت دی، نو لیکل مجموعاً زمان دی. 

مثلا ډېر خلک له موسیقۍ سره علاقه لري. د دې زده کولو ته هم پیسه لري. هم وخت او نور لازم امکانات، خو اصل کې به هنرمند له هغه جوړیږي چې دوامداره کار کوي، او استمرار لري.

شفیقه خپلکواک: 

ما د شاعرۍ په دې دومره کلونو کې یو څه چې درک کړل دا و چې هنر د استعداد او ریاضت ګډوله ده. که د چا په خټه کې یو څه نه وي (ممکن استعداد، ممکن احساس، یا غوښتنه) طبیعي هنر نشي پنځولی. د داسې یو کس چې طبیعي غریضه هنر لیکوالي او شاعري ته نه لري ممکن په ټولو قوانینو برابره لیکنه وکړي خو که کله هم لوستل کېږي طبیعي احساس به نه لېږدوي. ما د ډېرو پوهه کسانو شعرونه لوستي چې ډېر وچ و، حتا تصویرونه یې هغسې مرطوب نه و. 

مثلا که لنډیو ته وګورو زه فکر نکوم هغوی دې ډېر کتابونه لوستي وي او ډېر ریاضت دې کړی وي، لیکن شهکار اثر یې پنځولی. زه فکر کوم د چا په روح کې باید لیکلو ته تنده او یو څه وړتیا وي. دا وړتیا\استعداد ورو، ورو غوړېدلی شي. او که څوک ریاضت ونکړي ممکنه ده چې دا وړتیا وچه شي او هېڅ شي.

ګومان کوم که وړتیا د تخم یوه کوچنۍ دانه وي، یوازې او یوازې په زده کړه، مطالعه، جدي ګڼلو او ریاضت دا دانه ثمر ته رسیدلی شي. که دا دانه نه وي ریاضت داسې دی لکه په بې تخمه پټي چې اوبه لګوې. که هر څه کوښښ وشي چې څه کرل شوي نه وي نه شنه کېږي. خو مازې دانه هم وي وپالل شي حتما ګل کوي.

فاطمه اعظم: 

زما په نظر دا خبره به په کیسه او شاعرۍ کې یو شان نه وي.  کیسه لیکل څومره چې لیکل ډېر وکړو او ډېرې کیسې ولولو کولای سو یو ښه کیسه لیکوال اوسو خو په شاعرۍ کې ممکن داسې نه وي. تر یوه حده ځکه شاعري یو الهام دی چې تاته درځي او شاعري د زور کار نه دی چې ته ووایې زه دې موضوع په اړه شعر لیکم ممکن ولیکې خو هغه خوند او شوق چې په خپله شعر کې انځور کولای سي هغه به نه وي ځکه دلته شاعري محدوده سوه تا شاعرۍ ته چوکاټ جوړ کړ. 

د ځینو کره کتونکو په وینا چې هر کله اصول زده کړو کولای سو ښه شاعري او لیکوالي وکړو ممکن تر یوه ځایه سم وي. موږ وایو چې په یوې برخې کې که کوښښ وکړو شاید یوه ښه پایله ولري خو دا خبره په شاعرۍ کې نسو تطبیق کولای. 

په کیسه لیکلو کې اصول قواعد ډېر زیات اړین دي. موږ چې د کیسو لیکلو اصول زده کړو په ډېرې اسانۍ سره کولای سو کیسې ولیکو ځکه موږ یې مسیر پیدا کړ خو په شاعرۍ کې باورې نه یمه. څنگه مې چې پورته یادونه وکړ چې هر څه اصول لري همداسې شاعري هم پکې شامله ده خو ما ډېر داسې خلک لیدلي او ګورم چې د شاعرۍ له اصولو به اصلا خبر نه وي دوی به حتی په دې هم نه پوهېږي چې قافیه، ردیف، ردف… یانې څه خو کله چې شعرونه لولو ګورو به زبردسته شاعري به یې کړې وي او دا هم امکان لري چې د شاعري اصول زده کړو او یو ښه شعر ولرو. 

لېمه ودان: 

زما په اند د نثر د ښه کېدو لپاره تمرين مهم دی؛ خو په لومړي سر کې بايد اصول او قاعدې زده کړو. دا سمه ده چې موږ د ښه نثر د ليکلو لپاره بايد دوامداره ليکل وکړو؛ خو که پوه نه شو چې د ښه نثر ځانګړنې څه دي یا د ښه نثر ليکلو لپاره بايد کومو ټکو ته پام وکړو؛ نو څنګه به ښه نثر وليکو!؟

باشو ويلي: “د شعر ټول تخنیکونه زده کړه، بیا ټول هېر کړه، بیا شاعري کوه.” دا خبره يوازې د شاعرانو لپاره نه ده؛ بلکې د کيسه ليکوالو او د تخليقي ادب د نورو ژانرونو د ليکوالانو لپاره هم لارښوونه ده. د اصولو زده کول ځکه ضروري دي، چې موږ د خپلې ليکنې خاميو ته متوجه کوي او د نورو ليکوالانو له تجربو مو هم خبروي.

په پای کې بايد ووايم، چې زما په نظر نثر په تمرين او مطالعه ښه کېږي.

د امریکایي ناولیست ویلیم فاکنر خبره ده: ولوله، ولوله او ولوله. هر څه ولوله، بې کاره لیکل، کلاسیک ادب، ښه او بد هر څه ولوله او وګوره چې څرنګه لیکل شوي. لکه ترکاڼ چې اول یې زده کوي او بیا ترکاڼي کوي. ولوله چې هضم یې کړې بیا لیکل کوه.

زه وايم مطالعه خو د هر چا لپاره اړينه ده؛ خو څوک چې ليکل کوي، هغه یې نو پرته له لوستلو نه شي شل کولی.

هغه وایې چې په اصطلاح بې‌کاره کتاب/ليکنه هم د دې ارزښت لري چې یو ځل ولوستل شي. زه وایم که کتاب یا ليکنه ښه وي، ښېګڼو ته به یې ځير شو، ترې زده به یې کړو؛ خو که بې‌کاره ليکنه هم وي، موږ یې خامیو او ستونزو ته ځير کېږو، په خپلو ليکنو کې یې ښايي تکرار نه کړو.

شفیقه خپلواک: 

دا بحث جالب روان دی. دې پوهنتون کې چې زه یم د یو سمستر لپاره یې جاپاني لیکوال هاروکي موراکمي راغوښتی و. ده سره څو سیمنیارونه د ده په ځینو لنډو کیسو و. د ده کیسې به ټولو لوستې بیا به یې هغلته له لیکوال سره بحث پرې کاوه. یو څه ته چې زه په دې ناستو کې متوجه شوم دا و چې کله، کله به لوستونکو د ده کیسې ډېرې ژورې لوستې وې او ځینې تصویرونه او کلیمات به یې په سمبولونو اخیستي و ژور به یې تشریح کړل خو لیکوال به بیا ویل چې ګوندې دی دې مسلې ته نه و متوجه چې ولې یې دا یاد کړي. دا همداسې ترې شوي. مثلا د ده یوه وروستۍ کیسه چې بحث پرې وشو په بنکاک کې لیکل شوې. ده وویل چې هغه ځای ته یې بیخي سفر نه دی کړی خو ډېر ښه یې ترسیم کړی و. په دې کیسه کې چې کرګټره خپل میړه ته د غچ او انتقام فکر لري او حتا دعا کوي زلزله کې مړ شوی وي (فکر کوم ۱۹۹۵ کې په جاپان کې ډېره بده زلزله وشوه) دې کیسه کې دا کرکټره دوه خوبونه ویني: یوه خوب کې سوی په خوب ویني بل خوب کې مار په خوب ویني. ما چې موراکمي د دې خوبونو په اړه وپوښت راته وویل چې ده هېڅ فکر نه دی پرې کړی همداسې یې یاد کړي. د سوی په اړه نپوهېږم خو مار په هغه کیسه کې ډېر مانادار راغلی و. یو کرکجنه ښځه چې یوازې په انتقام فکر کوي مار په خوب چې مار خپله یو خطرناک ځناور دی عجیب و. د موراکمي له دې ناستو چې یو څه ته زه متوجه شوم دا و چې کله کوم لیکوال یا لیکواله، شاعر یا شاعره پخه اړیکه له لا-شعور سره ولري یا یې هم عقل، پوهه، تجربه او تخیل پوخ شوی وي بیا خپله په خپله ځینې خبرې ترې کېږي چې ښآيي کله یې دوی لیکي ډېر یې ورته پام نه وي. نو په دې حساب انسان دا هم ویلی شي چې احساسول، تجربې او له لا-شعور سره پخه اړیکه لرل ښايي د لیکوالۍ او شاعرۍ لپاره یو له مهمو تهدابونو وي. ممکن انسان د ښو تصویرونو جوړولو تومنه ولري خو تصویر ته معنی له لا-شعور، احساس، تجربې او پوهې راځي. ممکن یو څوک ډېره پوهه ولري خو د پوهې هنري کیدل بیا عاطفې، درد او استعداد ته اړتیا لري.

شېبه ګهیځ: 

زما په اند کیسه لیکنه او شعر لیکنه دواړه اسانه کار نه دی. دواړه خورا عالي ذوق او ذهانت ته اړتیا لري. اول به کیسه لیکنې په اړه ووایم. د فاطمې ګلې د خبرو په تایید کیسه لیکوال/ه ډیر دې ته باید پام ولري چې پیل منځ د عروج ځای او پای په کیسه کې مراعت شي؛ یعنې هغه قالب د کیسې ته یې باید  برابر کړي. دلته په منځ کې که لفاظي وکړي لا به کیسه خوندوره شي. دا په ډیرو لوستلو هم زده کیدای شي.

 کیسه لیکنه په ریاضت قوی کیدا شي خو شعر لیکل د کوښښ کار نه دی ځکه که شپه تر سهاره یا سهار  تر شپې څوک کښیني او ووایي چې کوښښ کوم شعر  ولیکم؛ نو یوازې به یې الفاظ یو د بل تر څنګ برابر کړی وي کیدا شي وزن به هم ورته برابر کړی خو د شعر جوړېدو تمه ترې نه شي کېدای.  د شعر په هکله دا هم وایم زما په اند هم شعر الهام او مخیل کلام دی. له دروند شاعر سره مې مرکه وه؛ نو هغوی د شعر په هکله داسې راته وویل« شعر یو الهي ډالۍ او اسماني الهام دی؛ یو شهاب دی چې کله کله د خیال او عاطفې به اسمان کې ځلیږي او زیات دوام نه کوي. هغه څوک چې له دغه شغلې څراغ بلوي، د ژبې وجود کې روح ورکوي شاعر دی.» سمه ده شاعري کې هم قاعدې او قالبونه شته خو که قالب او قاعدې ته په شعر کې پام وشي بیا نو کوم اغیز چې باید ولري هغه هیر شوی. زه وایم په شاعرۍ کې چې څومره اصول زده شي بیا شعر ولیکل شي هومره به شعر له خوند څخه پاتې وي؛ ځکه تل به دې ته پام وشي چې کوم ځای غلط دی، یا هم وزن خراب شوی او یا قافیه پاتې ده. موږ لیدلي یا یې ګورو هغوی چې لا د شعر له اصولو الف او ب هم نه دي زده داسې شاعري کوي چې هغه کسان چې د شعر اصولو په هکله کتابونه لیکلي نه یې شي لیکلی. د ښه شعر لپاره اصول نه بلکې د شاعر عاطفي احساس اړین او خوند زیاتوونکي توکي دي؛ خو د کیسه لیکنې په برخې له عاطفي احساس سره قاعدې زده کول اړین دی. 

خپلې خبرې داسې راټولومه چې  نه هر موزون کلام شعر دی او نه هر عاطفي کلام شعر وي.

نرګس سهاک: 

استعداد او رياضت د زنځير هغه تړل شوې کړۍ دي چې په يوازې ځان د موجوديت اغيز يې يوازې ځان پورې محدود کېدلاى شي او بس! مطلب دا چې يو څوک که استعداد ولري نو د ليکوالۍ او شاعرۍ يو رمز ورسره شته او که رياضت هم ورسره ملګرى شي نو دوه رمزه ورسره دي، همداسې که عاطفه، لوړ احساس د پديدو د درک وړتيا، لفاظي، انځورګري، خيال ورسره ملګري وي نو دا په دې مانا شوه چې ده سره د جادوګرۍ ټول هغه مدارک شته کوم چې دى يې په مرسته کولاى شي د لوستونکو په ذهن، زړه او ژوند جادو وکړي او په هغه باندې خپل تاثر پرېږدي. پرته له استعداده به يو کس ممکن د ادب د قواعدو په رڼا کې څه وليکي اما دا ليکنه به کم رنګه وي او دومره کشش به ونلري څومره چې ترې تمه کيږي، ځکه چې دوى ليکنې ته نه وي جوړ او داسې وچ کلک لګيا وي ته به وايې لکه په جبر چې چا پرې ليکلي وي، استعداد د اوبو هغه چينه ده چې څومره پرې لاس وهې خپل اصلي رنګ، جوش او خروش راښيي، مونږ د ډېرو داسې شاعرانو دليکنو او شعرونو شاهدان يو چې د بېلابيلو مسلکونو خاوندان دي خو په ادب کې يې هڅې دومره پياوړي دي چې اصلا باور نشو کولاى چې ګنې دا شعر يا دا کيسه دې ده جناب ډاکټر يا انجينير صيب تخليق کړې وي او دا شاهدي مونږ په دې باوري کوي چې استعداد هغه ذاتي او فطري ښکلا ده چې د رياضت، تکرار او تمرين او ډېرې مطالعې سره يې ځلا او ښکلا نوره هم زياتيږي. يو بل څه چې زه يې يادول اړين ګڼم هغه دا چې هر څه چې غواړئ وليکئ؛ نو وليکئ يې په دې پسې مه ګرځئ چې ګنې دا ستونزې لري له ستونرو سره يې وليکئ او هرومرو يې وليکئ د کاروان صيب خبره د شعر ښاپيرئ ناهيلې کوئ مه، ځکه چې که يو ځل مو پريښوده بيا که څومره هم فکر آرامه کړې او ګوښې ځاى ته لاړه شې د قواعدو او ګرامري اصولو پيروي وکړې په قافيو او د شعر په جوړښت دې فکر وکړې بياهم ته يې نشې ليکلى ځکه چې هرڅه درسره وي خو ښاپيرۍ نه وي، الهام نه وي. ويې ليکه سره له ټولو ستونزه څه چې قلم دې انځورول غواړي انځور يې کړه خو دا هم مه هېروه چې بيا بيا يې ولوله او ټولې هغه ستونزې يې راسمې کړه کوم چې دا ليکنه يې بې خونده کړې ترڅو چې ستا ليکنه ستا ذوق خړوب نکړي نو همداسې يې مه پرېږده. ډاډه اوسه څه چې تاته خوند درنکړي هغه به هيچاته هم خوند ورنکړي مطلب خپل د وړتيا غمي دې د رياضت او تمرين په مرسته دومره صيقل کړه چې تاته يې ځليدل له ورايه ښکاره شي.

ولوله، ځير شه، فکر وکړه، ته تر هغه ډېره پياوړې يې چې فکر يې کوې ته تر هغه څه دليکلو لوړه وړتيا لرې کومه چې په ځان کې يې وينې. 

هیله پسرلی: 

استعداد ممکن په موږ یوه نېمه ښه کیسه ولیکي خو په کیسه لیکوالې مو نه بدلوي. فکر کوم موږ ټول باید پر خپلو استعدادونو فکر وکړو،‌ ویې پالو، ویې روزو او د خپل سبک په ځانګړنو یې بدل کړو. مثلا، یو څوک ممکن له اولې ورځې لا د ډیالوګ په لیکلو کې ښه وي خو که په دې برخه کې لا ډېر دقت ونکړي، د لویو لیکوالو محاورې بیا بیا مطالعه نکړي، د نقد له اصولو ځان خبر نکړي، فکر نه کوم چې د ډیالوګ لیکلو دا طبیعي استعداد دې یې په هنر بدل شي. استعداد په ابتدا کې داسې دی لکه په ډبره کې غمی، دا لوی بخت دی چې په لاس کې مو داسې ډبره شته چې غمی لري. خو که غواړو چې دا غمی مو په کیسه کې وځلېږي بیا نو باید د ډبرې د تراښلو زحمت ته غاړه کېږدو. 

د داستان د تخنیکونو او د نقد د اوصولو  زدکړه د کیسه لیکوالې کار اسانه کوي. ځینې لیکوال ممکن ووايي چې د کره کتنې اصول  د کاڼي کرښې نه دي، خپل خلاقیت باید د اصولو په زندان کې بندي نکړو. زه فکر کوم ادبي اصول داسې وي لکه څراغ، څراغ  موږ ته دا نه وايي چې په کومه لار روان شو بلکې په کومه لار چې روان یوو هغه راته روښانه کوي. د لویو کیسه لیکوالو له اثارو ډېر داسې لوی او کوچیني تخنیکونه زده کیدای شي چې خپلې کیسې پرې پخې کړو. 

د کلونو اوښتو په یو شي پوهه کړم، هغه لیکوال چې د اډېت هنر یې زده دی بختور دي. د ځان اډېت سخته وي متل دی وايي خپل عیب د ولي مینځ وي. تازه لیکل شوی اثر په انسان ګران وي عاطفي اړیکه ورسره لري او ممکن عیبونو ته یې پام نشي. د اډېټ په زور یو څوک ممکن خپله متوسطه کیسه په ښې کیسې بدله کړي. اډېټ طبعا حوصله، زحمت او دقت غواړي. 

2 COMMENTS

  1. له معلوماتی او تحلیلی لیکنی څخه مو مننه.
    که د لیکنی عنوان داسی وای ئه به ۇ:
    « ادبیات؛ استعداد که تلاښ؟ ».

  2. محترمو خویندو ښه بحث ته یی پام اړولی ، امید چي زموږ په کور ناستی خویندی لدی بحث نه ښه ګټه واخلی ، یعنی مطالعه او لیکنو باندی ځان بوخت او ګټوره دعوتی او ویښوونکی مضامین په نثر
    یا شعر ولیکی او کولی شو په دغی سالم مصروفیت سره ډیر څه تر لاسه او هری محرومی خور ته یی
    ورسوو ؛ او دا ښه فُرصت دی د ویښتابه او تربیت لپاره او باید د مایوسۍ خلا په تُند کار ډکه کړو ۰
    راځم د خویندو د بحث موضوع ته؛ فکر کوم چي يواځی ادبیات نه بلکی ټولی شعبی یا تخصصی زده
    کړی استعداد او تربیت غواړی ، زموږ په تیر تعلیمی نظام کی هم تر دوولسمه د استعدادونو د پیژندلو
    دوره وه خو بیا وروسته د کانکور ازموینی، استعدادونه تشخیص او د تخصصی تربیت لپاره ذیربطو فاکولتو ته استول، تر څو د استعداد سره سم د علومو یوه څانګه تعقیب کړی او د انسانی مایحتاج
    یوه څانګه کی د ټولنی د ضرورت په اندازه کمبودات پوره او انسانی ټولنه متوازن پرمختګ ټولو څانګو
    کی وکولی شی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب