جمعه, مارچ 29, 2024
Home+یونلیک څه دی او څنگه لیکل کېـږي؟ |عبدالعزیز نایبي

یونلیک څه دی او څنگه لیکل کېـږي؟ |عبدالعزیز نایبي

هغه وخت چې لیک لوست نه و عام شوی، تکنالوژي وده نه وه کړې، حج او نورو ملکونو ته د سفر کیسې به په شفاهي ډول جوماتونو، حجرو او پـېتاوو کې یوبل ته تېـرېدې؛ یا به چې کوم مساپر له سفره بېـرته کور ته ستون شو، گاونډیان، خپلوان او ملگري به پرې راټول شول او له هغه څخه به یې د خوږو ترخو، مخ شویو پېـښو، خاطرو او تجربو کیسې اوریدې؛ د همدې ډول سفرونو د کېسو، پېښو او روایتونو لیکلو بڼو ته، یونلیک ویل کېـږي. یونلیک کېدای شي د کتاب، مقالې، مجلې، ویبلاگ، د خاطراتو دفتر، بروشیر، وینا، فلم یا د عکسونو د سلاید په بڼو موجود وي.(۶)

یونلیک معمولا د هغو لرو پرتو ځایونو د سفرونو روایت دی چې ورتگ ورته گران وي، په اړه یې عجیب او غریب نکلونه اوریدل شوي وي، یا هم خیالي او په زړه پوري داستانونه ولري، لکه: افسانوي غرونه، شاندارې او تاریخي ماڼۍ، هوټلونه، عجیب او غریب خواړه، جالبه سپورتونه، اقلیم، جغرافیه، رنگارنگ دودونه، ژبې، جامې، د وگړو چارچلند او داسې نور.(۵)

په غالب گمان د یونلیک لُغت چې د ترولوگ (Travelogue) په بڼه تلفظ کېږي، د دوو کلمو (travel) او (monologue) له ترکیب څخه رامنځته شوی دی چې (monologue) بیا په خپل وار د دوو یوناني کلمو (monos) یعنی انفرادی او (logos) یعنې وینا، ترکیب دی. پدې اساس د یونلیک لغوي مانا د سفر په اړه د یوه فرد وینا یا لیکلي روایت ته ویل کیږي. یونلیک له سفر څخه د یوه فرد د تجربو، عیني مشاهدو، اوریدلو روایاتو او احساساتو رېښتنی نکل دی چې په گرامري لحاظ معمولا په تېـره زمانه کې لیکل کېـږي، چې د لومړي شخص (متکلم) د سفر حکایت بیانوي.(۳)

یونلیک چې د ملتونو د ژبې او ادب ارزښتمنه پانگه بلل کېـږي د معلوماتو هغه خزانه ده چې په وسیله ېې لرغون پوهان، ټولنپوهان، مورخین او لیکوالان کولی شي د وگړو یوې تاریخي دورې یا د یوې سیمې ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او هنري واقعیتونو څخه باخبره شي. د یونلیک لیکل په اصل کې راتلونکو نسلونو ته د پوهې او تجربو د لیږد په مانا دی په دې شرط چې صادقانه ولېکل شي. د یوې سیمې د خلکو د دود دستور په اړه لیکل د هغوي د کلتور پیژندنې اوستونزو له اصلاح سره مرسته کوي.

ویل کېږي دغه ادبي ژانر لومړی په مصر یا هم یونان کې دود شوی دی. د دیارلسمې پیـړۍ دوه مشهور لیکوالان مراکشي ابن بطوطه او ایتالیوی مارکوپولو دي. د ابن بطوطه یونلیک د جغرافېـې مشهور کتاب دی چې تاریخي ارزښت هم لرې او د نړۍ ډیرو لیکوالانو خپلو څیړنو کې د هغه روایات راخیستي دي. ابن بطوطه اسیا، افریقا، او اروپا ته پکې د خپلو سفرونو حال کاږلی دی. مارکوپولو بیا یو ایټالوی سوداگر او سېلانی و، د هغه یونلیک اروپایانو سره د منځنۍ اسیا او چین په پېـژندلو کې ډیره مرسته کړې. د سلطان محمود غزنوي د دربار نامتو ادیب، ناصر خسرو بلخي یونلیک هم مشهور دی چې د خپل اوه کلن سفر پېښې یې پکې ثبت کړي دي. ویل کېږي چې: په پښتو ادب کې لومړنی لیکل شوی یونلیک د خوشال خان خټک منظوم اثر «سواتنامه» ده چې پېل یې په دغو بېتونو شوی دی:

په دوران د شاه جهان بادشاه ځواني وه

میسره د زړه هره کامراني وه

سرای له سواته فاصله لري دیرش کروهه

چې ورکوز شې تر دریا د سوات تر کوهه

درې څیزونه مې د سوات د زړه په یاد وو

نور ېې هرڅه په حساب و ماته باد وو

یو خسران، چې په حضور د واده کار دی

بل هوا تر نرگس زار درېیم یې ښکار دی

….(۱)

یونلیک درې ډوله ښودل شوی دی: «

– خیالي،

– واقعي،

– تمثیلي.

خیالي یونلیک هغه دی چې د لیکوال تخیل د کیسې په بڼه شرحه شي او د خیال په ځواک یې د خپلو تیرو مشاهداتو څخه په الهام ولیکي.

واقعي یونلیک بیا هغه ته ویل کیږي چې لیکوال د یوه ریښتیاني سفر په اړه خپلې خاطرې، د سترگو لیدلی حال، اوریدلي روایتونه او هغه پیښې چې ورسره مخ شوی وي، ولیکي.

تمثیلي یونلیک بیا د صوفیانو ترمنځ زیات محبویت لري چې د عرفاني او مذهبي افکارو د رواجولو په موخه لېکل کېـږي؛ تر ټولو مشهور اثار د حکیم سنايي غزنوي «سیرالعباد الی المعاد» او د عطار نیشاپوري «منطق الطیر» یاد شوي دي.»(۲)

د یونلیک په لیکلو کې مهم ټکي د لیکوال لیدلوری او د نظر دقت دی. ساده یې ولیکي خو متن باید پوخ او جذاب وي، داسې چې لوستونکي یې د لوستلو پرمهال فکر وکړي چې لیکوال سره گډ په سفر وتي دي. په لیکنه کې د لیکوال مشاهدې باید داسې انځورشي، لکه ړانده ته چې د یو څیز په توصیف ذهني تصویر جوړیږي.

په یونلیک کې د کره او ریـښتینو اطلاعاتو لیکل ارزښتمن دي، ځکه هغه کسان چې وروسته له لیکواله یادو سیمو ته سفر کوي؛ د هغه له تجربو برخمن شي. یونلیک اکاډمیکه لیکنه نه ده، ځکه نو په لیکنه کې د دلایلو او شواهدو د ذکر اړتیا نه لېدل کېږي؛ رسمي ژبه دې څنډې ته پرېښودل شي. دغه راز د گرځندوی کوم پلاوي یا د بازار موندنې ادارې ته اعلان یا کومه تبلیغاتي لیکنه هم نه ده. هڅه دې نه کېږي چې لوستونکو باندې یوه هدف ته تلل خرڅ یا وتپل شي. یونلیک د یوه سفر له تجربو خلق شوي داستان ته ویل کېـږي.

که له یوه سفره راستانه شوي یاست او غواړې چې په اړه یې څه ولیکې، نو خپل لیکلي یاداشتونه له نظر تېـر کړئ او تجربې مو وڅېـړئ. ایا کومه ځانگړی کېسه پکې موندلی شې؟ ایا داسې څه پـېښ شوي چې نه شی کولی چُپ پاتې شې؟ ایا په سفر کې کومې بدې یا ناببرې پـېښې سره مخ شوي یاست؟ ایا له سفر څخه داسې تجربې لرې چې نور څه ترې زده کړي؟ که داسې وي، نو ستاسو تجربې او د سفر پـېښې به د یوه یونلیک د لیکلو لپاره، ښه کاندید وي.

د یونلیک لیکل څنکه پېـل کړو؟

په یوې اورنۍ پېښې یې پېل کړې، داسې یو څه چې لوستونکې ځانته راوکاږي. د خپل سفر یوه ستونزه یاده کړې، د یویې نادرې پـېښې څخه یې پېل کړئ. شخړې، هڅې او اندېښنې چې ستاسو لیکنه پرې غځېدلی شي، راواخلې. د متن په لیکلو کې د تشریحي عبارتونو راوړل ضروري دي، ترڅو لیکنه ژوندۍ ښکاره شې. لکه کوم غږونه، بویونه او خوندونه مو تجربه کړي دي؟ خپلو لوستونکو ته دا حس ورکړې چې تللي ځای کې اوسېدل څه ډول وي.

موږ سفرونه کوو او د سفرونو کیسې لولو ترڅو د نورو له کلتورونو سره اشنا شو. زموږ د سفرونو تر ټولو ښه داستانونه له ځایي خلکو سره لیده کاته او د چارچلند برخې دي؛ ځکه نو ښه ده چې لوستونکي د لیکوال له ذهني نړۍ د باخبرۍ سربېـره، په لیکنه کې د نورو کسانو خبرې هم واوري. د سیمې له خلکو سره د څه شي په اړه وغږېدی؟ ایا چا په زړه پورې معلومات درکړل؟ د کوم گواښ خبرداری یې درکړ؟ ایا کوم سیمه ایز کس تاسو ته د خپلې منطقې د سیاست او تاریخ په اړه کوم په زړه پوری راز افشا کړ؟ له چا سره مو ولېدل؟ هغوي څوک وو؟ څنگه ښکارېدل؟ ایا د خبرو طرز یې ځانگړی و؟ کومې نورې ځانگړنې یې درلودې؟

د خپلو نېمگړتیاوو او انگیرنو په ویلو کې صادق اوسې؛ خپلو لوستونکو سره ذهني او عاطفي اړیکې جوړې کړئ. د سفر پرمهال مو څه احساس درلود؟ وډار شوئ؟ وشرمېدئ؟ څه مو زده کړل؟

او بلاخره پر لېکنې ځغلنده تېـر شئ او په یوې نتیجه گیري، پیغام، حللارې او وړاندیز پای ته ورسوي.

«د یوه غوره یونلیک د لیکلو مهم ټکي:

– په یوې ځانگړې یا په زړه پورې کېسې یې پېل کړئ.

– باندنۍ نړۍ د روښانو توضیحاتو په ورکولو تشریح کړئ.

– خپله باطني نړۍ (افکار، تېروتنې، ولولې) وسپړئ.

– باخبره او کره تفسیر ورکړئ (تاریخي، سیاسي، کلتوري او نور).

– د سیمې له خلکو سره خبرې وکړې او له هغو سره مو خپل چارچلند تشریح کړئ.

– مخاطبینو سره د محاورې غیر رسمي لحن غوره کړئ. د کلمو انتخاب، د جملو جوړښت او نور عناصر خپل اغیز لري. د پېچلو، سختو او تخصصي اصطلاحاتو له کارولو څخه ډډه وکړئ؛ یونلیک د بازار موندنې او سفري لارښود کتاب په څېـر، مه لېکئ.

– لیکنې ته مو ښه سکېچ (خاکه) جوړ کړئ. د یوې دسېسې په طرحې، پـېښو شوو غلطېو، د کومې په زړه پورې یا افسونگرې شیـبې په یادولو یې پـېل کړئ، لکه په تار کې د مرغلرو په څېر پـېښې یو په بل پسې په ترتیب وپـېېئ؛ داسې چې منطقي تسلسل یې ترمنځ موجود وي.

– لیکنه مو په یوه اخلاقي پیغام، حللارې او الهام بښونکې پاېلې، ختمه کړئ.»(۴)

سرچینې:

۱- خټک، خوشال خان، د خوشال خان خټک کلیات، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل، ص ۷۳۸.

۲- ققنوس (بی تا). آشنایی با بهترین انواع سفرنامه، ویبلاگ ققنوس.

۳- https://www.travelwritingworld.com,»What is a Travelogue«, last Updated on 29 December 2020 by Travel Writing World, 27 January 2023.

۴- https://www.travelwritingworld.com,»How to Write a Travelogue«, last Updated on 29 November 2020 by Travel Writing World, 27 January 2023.

۵- Pattison, Pat., (2009). Writing better lyrics. USA, Writer’s Digest Books, (p.93).

۶- »Travelogue«, Cambridge English dictionary & Collins English dictionary.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب