چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+داخلي هسته د مځکې مخالف لوري ته څرخي

داخلي هسته د مځکې مخالف لوري ته څرخي

تاند- د مځکې داخلي هسته، چې له اوره جوړه وسپنیز توپ ته ورته ده، د مځکې د کُرې د څرخېدو خلاف لوري ته ګرځي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د مځکې په منځ کې د دې ګردۍ هستې لویوالی د پلوتو (سیارې) هومره دی او تل د څرخېدو په حال کې ده ځکه چې په بهرنۍ هسته کې یې ویلي شوی فلز بهیدونکی حالت لري.

له ډېرو وختونو راهیسې څېړونکي د مځکې د داخلي هستې د څرخېدو پر دقیقې عملیې څېړنې کوي او اوس په یوه تازه څېړنه کې داسې څرګنده شوې چې د مځکې دا برخې د نورو برخو مخالف لوري ته څرخېږي.

د دې نوې څېړنې پایلې په نېچر جیوساینس مجله کې خپرې شوي دي.

ساینسپوهان په دې خاطر د مځکې پر منځنۍ هستې د پوهېدو لپاره لېوالتیا لري چې د زلزلو د څرنګوالي او وړاندوینې په اړه خپل معلومات زیات کړي.

په همدې حال کې د چین د پیکینګ پوهنتون څېړونکی شیاو دانګ سانګ باور لري چې د مځکې د داخلي هستې څرخېدا په ۲۰۰۹ م کال ناببره درېدلې او وروسته مخالف لوري ته پیل شوې ده.

1 COMMENT

  1. ځینی معلومات:
    پلوتو یا پلوتون تقریبا 76 کاله د شمسی نظام په نهمه نمره سیاری په نوم پیژندل کیدلو. خو دا 17 کاله کیږی چه د سیاری د رتبی څخه لویدلی دی.
    د 2006م کال په اګست میاشتی کې پلوټو زموږ په لمریز سیسټم کې د نهمې سیارې په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړ. ځکه نړیوالې ستورپوهنې اتحادیې پریکړه وکړه چه پلوتو د نورو سیارو په شان په یوه لاره یا مدار نه څرخی (پلوتو یو واضیح او روښانه مدار نلری) نو د سیاری د لست حخه حذف شو.
    اوس ځمونږ په لمریز یا شمسی نظام کی فقط 8 غټی سیاری دی.
    عطارد، زهره، ځمکه، مریخ، مشتری، زحل، اورانوس او نپتون څخه دی.
    سیاره : هغه اسمانی جسم یاشی دی چه د ځانه رڼا نه ورکوی، بلکه رڼا د ستوری څخه اخلی. او هم د ستوری ګرد چاپیره ګرځی لکه د ځمکی سیاره چه د ستوری یا لمر ګرد چاپیره ګرځی.

    ستوری : هغه اسمانی جسم یا شی دی چه د خپله ځانه رڼا (هایډروجن د ستوري دننه د اټومي ریکټور اصلي سونګ دی)ورکوی او د کهکشان ګرد چاپیره ګرځی لکه لمر چه د کهکشان ګرد چاپیره ګرځی.
    لمر ستوری دی او ځمکه سیاره ده
    همداسی یو دول نوری سیاری چه متآسفانه په پښتو ژبه یی ما نوم پیدا نکړای شو مګر په انګلیسی ژبه ورته dwarf planet په عربی کی ورته كوكب قزم او په فارسی کی ورته کوتوله وای عبارت دی له پلوتون،اریس، هایومیا، سرس، مکماکه څخه دی چه د نیپتون د مدار څخه وروسته د کویپر بیلټ په کمر بند کی قرار لری.
    پلوتون ځمونږ د ځمکی د سپوږمۍ څخه کوچنی دی.
    همداسی
    سپوږمی یا قمرونه :
    شهاب ثاقب یا اسمانی تیږی:
    تور غارونه:
    کهکشانونه:
    د جهان او کائناتو شاوخوا تورتمی یا تاریکه ماده، تورتمی انرژی او نورمال ماده:
    اونور …بل وخت…….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب